ليکوال: حسين عالم
د مجلې ګڼه:۱۰مه
د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶
د ماځيګر لمر پر پرېوتو ؤ، اسمان په ورېځ کښي ښخ ؤ،نرۍ نرۍ هوا چلېدله، خلګ سره يخجن وو، يخ نيولي وو، سوکه سوکه يې د دکانو دروازې تړلې، نن تر نور کله وختي بازار بندېدی لګيا ؤ. د هر چا تازيله ده چي کور ته ځان ورسوي. د چا به يخ کېدی، د چا به له بارانه وېره شوه، اختر اکا د تل په شان نن هم په دا ساړه يخ کښي ولاړ ؤ او له يوه بله څخه يې د مرستې غوښتنه کوله چي مرسته را سره وکړئ، مجبور يمه کنې دا د تور مخ زندګي به مي څۀ کوله. د چا به دا ژوند خوښ وي چي په سيالانو کښي دي فقر وکړي، خو خدای راوستې ده راباندي، مرسته را سره وکړئ، بېخي مجبور يم، نۀ په کور کښي وړه لرم او نۀ د رنځور زوی د درملني له پاره څه لرم چي د زوی درملنه په وکړم. د خدای لپاره له ما سره مرسته و کړئ. اختر اکا هم دا نارې وهلې، خپله يخجنه سينه يې ګروله لګيا وو، خو خلګ بيا هم لکه کاڼي بې اثره وو، ډېر خو به سيخ پر تېرېدل، يوه يوه سړي به يو لاس ورته و نيوی يو روپۍ لا دوې به يې ورکړې. اختره اکا بيا هم په شنه يخ په دې هيله ولاړ وو چي ګوندي خدای مهربان دی کوم مسلمان به کومک ورسره وکړي، لا به د نن شپې خواړه په وکړي، لا به د رنځور زوی لپاره دارو درمل په و کړي. خو د خلګو يخ شو، د يخ په سوب وختي د کور پر خوا روان وو چي ځانونه ورسوي. د باران هم نري نري څاڅکي شروع شوي وو، دا مهال خلګ ټول بيړني وو، خو د اختر اکا مجبوري په دا شنۀ يخ کښي هم نۀ ليدله. اخر بازار خالي شو، خلګ ټول کوروته ولاړل، اختر اکا هم په ماتو او نيولو قدمو کرار کرار د کور پر خوا رهي شو، که څه هم ورځ يې ټوله په شنه يخ تېره کړې وه په ټوله ورځ يې دېرش روپۍ ټولي کړي وې، بس څه به يې کول چي خلګ نۀ وو له چا به يې غوښتل. په نۀ زړۀ د کور پر خوا روان وو اخر کور ته ورسېدی، دروازه يې ور وټکوله، ښځه يې ورله وراغله او د وره له خلاصولو سره يې سم ږغ پر وکړئ، يه سړيه تا څه خاورې نۀ کړې پيدا؟ ياد څه دي نۀ وکړو؟ هغه هلک په ځوانه ځوانۍ وچن راته پروت دی تا يې څه غم نۀ وخوړو؟ او داسي نوري ډېري خبري يې ژر ژر ورته وکړې .
اختر اکا هم له جېبه دېرش روپۍ ورا وکښې، ورته يې ونيولې او ږغ يې پر وکړ. ښځې ما خو په مټې دا دېرش روپۍ برابري کړي دي، په دا دومره لوی بازار کښي.
ښځي يې پّه ژړغوني ږغ ورغبرګه کړه چي، په دې به اوس کور وساتو که به د زوی دارو درمل په وکړو؟ د خدای تر باچاهي قربان شم اوس يې پر موږ داسي رضا وشوه او پر اختر اکا يې ږغ وکړئ چي، تۀ راشه د مړۍ ګوله وخوره، خو ټوله ورځ دي په شامه نس تېره کړې ده. خدای به بولو څه وکړو بله مخه هم نۀ اوړي چي مو په وس پوره وای او موږ څه نه کولای نو ګرم به وو. اوس خو مو په وس هيڅ هم نۀ ده پوره ......
اختر اکا هم و مړۍ ته کښېنست، يو څه مړۍ يې په زور او جبر تر غاړي تېره کړه او ځيني شا ته شو، ګرم هم نۀ ؤ، ځوان زوی يې وچن په کور کښي ورته پروت ؤ، په لاس کښي يې هيڅ هم نۀ ؤ، خالي يې ګورم زړۀ خوړۍ او بس.
په هم دې ګورم او چورتو کښي به پر ځای پرېووت او سهار به را پورته شو بيا به يې د تل په رنګه په مات زړۀ د ډبر زړيو خلګو په ښار کښي له يوه بله څخه مرسته غوښته، خو خلګو به د مرستې پر ځای ناخوالي ورته ويلې او پېغورونه به يې ورکول، خو يوه ورځ يوه دکاندار د کوم شتمن درک ورکړ او ورته يې وويل چي دا حاجي صاحب ښه وس داره سړی دی، ښه سخي سړی دی، تۀ ورشه کېدای شي د زوی بشپړ درملنه درته وکړي.اختر اکا هم د هغه حاجي صاحب درک ور سره واخيست او سيخ د حاجي تر کوره و رسېدی. هلته يې د حاجي له کوم سړي څخه د حاجي کوټه معلومه کړه او ورغلی، له حاجي سره يې ټوله خبره شريکه کړه او ښې ډېرې زارۍ يې ورته وکړې چي حاجي تۀ به کوې او خدای به کوي، له ما سره به کومک کوې، زما د زوی درملنه به را ته کوې، زما دغه يو زوی دی او هغه يې هم داسي و پرزولی چي د بل د لاس محتاج دی او زما هيڅ وس نۀ ور رسېږي. حاجي ورته وويل سبا هغه دکان ته راشه، هغه زۀ چي پر کښېنم، زۀ به خپل وس درسره وکړم اختر اکا په هو ويلو ځيني را رهي شو. د اختر اکا له وتلو وروسته د حاجي يو سړی و راغلی او و حاجي ته يې وويل دا د سفر پلار دی، هغه په انتخابات کښي چي يې له موږ سره ملګري کړې وه، که دا ووايم چي د دۀ په مرسته موږ انتخابات ګټلي وو. غريب دوې مياشتي مخکښي تر دېواله لاندي شو، اوس کور و ته پروت دی، يوه پښه هم ډاکټرانو ځيني پرې کړې ده، ډېر په تکليف کښي دی، تۀ مرسته ورسره وکړه که چېري خدای صحت ورکړی او ځيني ووت. حاجي په هو کښي سر ورته وښوروو.
اختر اکا له ډېره وخته وروسته په نيم خوشحاله زړۀ بېرته کور ته را ستون شو او خبر يې له خپلي مېرمني سره هم شريکه کړه او ورته يې وويل چي خدای مهربان دی حاجي صاحب به مو د زوی درملنه را ته وکړي. د زوی تر رنځورۍ وروسته يې د حاجي صاحب په هيله په خواږه زړۀ خواړه سره و خوړل او ويده شو.
سهار اختر اکا که څه هم په دې پوهېدی چي حاجي صاحب د غرمې خوا ته هلته راځي بيا هم تر نور کله وختي له کوره ووتی او ولاړی تر غرمې به پر هغه دکان تېرېدی را تېرېدی د حاجي صاحب د راتلو په انتظار کښي خو اخر زوال غرمې ته حاجي صاحب راغلی. له خپلو ډېرو کسانو سره پر يوه ځای او پر هغه دکان کښېنستی.د اختر اکا چي سترګي پر ولګېدې، سمدستي ورغلی او سلام يې ور واچاوه، روغبړ يې ورسره کاوه چي حاجي پر ږغ کړو تۀ بيا را ورسېدې، تر ما له مخه به راتلې تاسي ته خو چي هسي سړی سر وښوروي تاسي به بيا پر يوه پښه ولاړ ياست، څه کوی څه بلا اخستي ياست......
اختر اکا که څه هم سترګي يې له اښکو ډکي وې خو په ژړغوني ږغ يې ور غبرګه کړله. د مجبورۍ درته درېږم کنې د چا دا ژوند خوښ دی. حاجي يې خبره ور پرې کړه، بس بس تقرير مۀ پېلوه، نن کومک درسره کوم، بل وخت چي را ته ونۀ درې، جېب ته يې لاس کړ سل روپۍ يې ورته و نيولې د اختر اکا له ناهيلۍ هسي زاره نۀ وچاودله، ور ويې نيولې او ځيني روان شو.له ځان سره يې وويل يا خدايه ستا او د حاجي په دنيا کښي زما هايه سل روپۍ وې؟
د اختر اکا تر تګ وروسته خپل ملګري د حاجي و غوږ ته خُله ور نزدې کړه سوکه يې ورته وويل په خالي سل روپۍ به و سفر ته څه ور واخلي ؟
حاجي سوکه ورغبرګه کړه او ورته يې وويل، زړۀ مه په خوره، سفر اوس زموږ د کار نۀ دی. تا نۀ ويل ډاکټرانو يوه پښه ځيني پرې کړې ده. روپۍ سړی پر ځای مصرف کوي. ناستو خلګو يې يوه خبره هم وانۀ ورېده او دواړه ولاړ شول د دوی تر ولاړېدو وروسته ناستو خلګو سمدستي د حاجي صاحب صفتونه پېل کړل حاجي صاحب ډېر سخي سړی دی. و سوالګر ته هم سل سل روپۍ ورکوي حاجي او ملګري يې اورېدل .
حاجي و خپل ملګري ته سوکه وويل اختر مي دلته په دې را غوښتی ؤ.