ليکوال: ميرحسن خان اتل
د مجلې ګڼه:۱۰مه
د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶
د اولس يار چي کله نن سهار وختي له خوبه سترګي را خلاصې شوې او غوښتل يې چي ژر ژر له بسترې راپورته شي، ځان تيار کړي د چای او ناشتې غم وخوري، او تر لسو بجو مخکښي مخکښي ځان پوهنتون ته ورسوي، خو خدائ خبر چي څله يې د نۀ غوښتلو باوجود د فکر پر اسمان د خوږو خوږو خيالونوداسي پشم لرونکې ورېځي راخورې شوې چي د پورته کېدو پر ځائ يې بېرته پښې پسې و غزولې،او له ځان سره يې وويل خير دی وخت شته، دومره ناوختي هم لا نۀ ده،پورته به شم، هغه نۀ غوښتل د ګراني مور د هغو خبرو لړۍ يې پرې شي چي دۀ ته به يې هر سهار له دې وېري چي د ښوونځي له تګ څخه انکار نۀ وکړي دا ويل زويه! که غواړې چي د ښۀ او کاميابه ژوند خاوند شې نو ډېر او ښۀ سبق ووايه، لويه ډګري واخله، ډېر تعليم وکړه، زويه! نن سبا بغير له ښۀ تعليم او ډېرو زده کړو هيڅوک هم نۀ شي کولای چي د ښۀ او هوسا ژوند ارمان يې پوره شي، تۀ هم بايد ښه سبق ووايې، ډېر محنت وکړې، له ځان لوی سرکاري افيسر جوړ کړې، زما او د پلار نوم ښۀ کړې.
اولس يار لا د مور د خبرو په اړه چرت اخستی وو چي د خپل ملګري هغه د مبارکۍ مېسج ور ياد شو چي دۀ ته يې لومړی وار دا خبر ورکړی ؤ چي د هېواد په يوه نامتو انجنئيرنګ پوهنتون کښي يې د انجنئيرنګ سيټ شوی دی، بيا يې د فکر و ورشو ته د پوهنتون د هغو ورځو خيالونه څرېدلو ته راتلل پېل شول چي کله نوی نوی پوهنتون ته راغلی ؤ، د کور، کلي، مور پلار، ماشومي خور او ملګرو جدايي به ډېر ترسولی، د لومړي سمسټر محنت، خوارۍ او درېيم پوزېشن اخستل هم ور په زړۀ شول، بيا يې د پرون ستړې ورځ ته پام شو، چي د پوهنتون له چوټۍ وروسته له خپل ملګري او هم صنفي داؤد احمد سره بازار ددې لپاره چي خپلي مور، خپل پلار او ماشومي خور له يوه وړه وړه تحفه واخلي تللی ؤ، پرون لومړی وار داؤد ته غصه هم شوی ؤ، ځکه چي دۀ خو لا پخوا له ځان سره سنجولې وه چي مور له به يو څادر، پلار له به بوټان او کشرۍ خور مرغسني له به يوه جوړه جامې او يوه ښکلې د ښوونځي بسته اخلي، خو د داؤد بيا شيان نۀ خوښېدل، ځکه يې کرۍ ورځ په بازار کښي پورته کښته ګرځولی راګرځولی ؤ، بيا دا هم ور ياد شول چي د نن غرمې د يوې بجې په بس کښي يې سيټ بک کړی دی او که خداى کړي وو يوه بجه به کور ته روانېږي.
د اولس يار د خيالونو لړۍ هغه وخت سره وشلېدله چي کله يې ملګري داؤد احمد ټليفون و را وکړ او ورته ويې ويل هله ژر شه ما ځان تيار کړی دی، مېس ته روان يم، ته هم ځان را رسوه، ناوخته يو، اولس يار هم نور ځان سره راټول کړ، له بسترې راپورته شو او د لېځو په واټڼ کښي يې ځان تر غسلخانې پوري ورسولی، هلته يې هم ډېر وخت نۀ و اخست، چي څنګه راستون شو نو سم دستي يې جامې بدلې، سر يې ږمنځ کړ، بوټان يې وو لا ماخوستن پالش کړي هسې يې تڼۍ ور و تړلې، نور ګړندی ګړندی د هاسټل د مېس پر لور روان شو، وخت کوتا وو ځکه يې هلته هم ځانونه نه وځنډول، چي څنګه يې چای او ناشته تر غاړې کړل نو د پوهنتون د هغه تالار (اډوټوريم) لار يې و نيوله چي اوس لږ ساعت وروسته به يې دوی ته د دويم سمسټر نتيجه پکښي اوروله.
لسو بجو ته لا پنځه دقيقې پاته وې چي اولس يار او داؤد احمد تالار ته ورننوتل، نور هم صنفيان يې هم قابو ټول رارسېدلي او د تالار په چوکيو کښي ځائ په ځائ شوي وو،د مخ د قطار څو چوکۍ لا تر اوسه خالي پرتې وې ځکه دوی هم د دې پر ځائ چي شا ته تېر شي هم دلې پر دوو چوکيو څنګ پر څنګ کښېنستل.
اولس يار چي کله له مېس را روان شو نو دا فکر ور ولوېد، که مي لومړی پوزيشن واخست نو پلار جان ته به څنګه ژر حال ورکوم، ځکه چي تر هغو خو ټيليفون نۀ شم کولای تر څو چي ټوله نتيجه نۀ وي اورول شوې، بيا يې له ځان سره وويل که د ټيليفون کولو موقع په لاس نۀ راغله نو بيا به پلارجان ته لومړی د مېسج له لاري حال ورکوم او چي کله د نتيجه اورول پای ته ورسېږي نو بيا به......!
اولس يار لا په دغو فکرونو کښي ډوب وو چي د ډيپارټمنټ چيرمئين چي دوه درې نور استادان يې هم ملګري وو تالار ته را ننوتل، د هغو په راتګ ناست ټول لوستونکي نۀ يواځي پرخپلو خپلو ځايونو ولاړ شول بلکې د هغو راتګ يې په چکچکو هم بدرګه کړ، چيرمئين او استادان لا پر چوکيو د کښېنستلو په حال کښي وو چي يو استاد دريځ ته را مخته شو او د پروګرام د پېل اعلان يې وکړ، استاد وويل:
ګرانو لوستونکو!
تر ټولو له مخه د قدرمن چيرمئين صاحب او زموږ د ټولو استادانو له خوا نيکي هيلي او سلامونه و منئ، تاسو خبر ياست چي اوس لږ ساعت وروسته به زۀ تاسو د دويم سمسټر نتيجه(رزلټ) اوروم، خو تردې له مخه چي تاسو ته ستاسو د زرلټ تفصيل وړاندې کړم، دوې درې داسي خبري کول غواړم چي ستاسو لپاره به نۀ يواځي نوي وي بلکې ډېر ګټور او د فايدې اړخونه به هم لري، بيا به که خدائ کړي وو نتيجه هم...!
استاد زياته کړه:
ګرانو لوستونکو! تر ټولو لومړۍ خو ښه او د خوشحالۍ خبره دا ده چي تاسو ټول په دې سمسټر کښي په ښو نمبرو پاس شوي ياست، يعني هيڅ څوک هم نۀ دی فيل شوی، ډېره - ډېره مبارکي او وياړ ومنئ، بله د خوشحالۍ خبره بيا دا ده چي زموږ د پوهنتون قدرمن مشر (وايس چانسلر) پرون دا اعلان کړی دی چي له دې وروسته به هر هغه لوستونکي ته چي په ټولګي کښي يې لومړی پوزيشن تر لاسه کړ، د پوهنتون لخوا نۀ يواځي د را روان سمسټر فيسونه ور معافېږي بلکې هغه ته به يو مناسبه مياشتنۍ وظيفه (سکالرشپ) هم ور کول کېږي.
استاد به لا بلي خبري ته خُله سموله چي تالار د لوستونکو چکچکو پر سر واخيست، استاد هم مجبور شو چي ساعتکی خُله پټه و نيسي، خو بيا يې د لاس په اشاره ناست ټول لوستونکي خاموش او بېرته ځان ته متوجې کړل، چي لږ خاموشي خوره شوه نو هغه بيا زياته کړه:
بله لويه او د خوشحالۍ خبره بيا دا ده چي په دې سمسټر کښي د لومړي پوزېشن اعزاز زموږ د ټولګي يوه داسي لوستونکي تر لاسه کړی دی چي نۀ يواځي په درسي کورسونو کښي ښه خواري کاږي بلکې نور هم ډېر صلاحيتونه او استعدادونه لري.
استاد لږ سوکه شو او بيا يې وويل:
هو! ستاسو به سر خلاص شوی وي چي زۀ څوک....!
هغه به لا د چا نوم اخيستی چي ټولو لوستونکو په يوه وار او يوه خوله نارې کړې اولس يار - اولس يار.
استاد لږ ومسېد او بيا يې زياته کړه:
هو- ريښتيا هم داسي ده، بالکل- اولس يار د دويم سمسټر لومړی پوزيشن اخيستونکی دی، موږ ټول دۀ ته نۀ يواځي د زړۀ له تله مبارکي وايو بلکې له دۀ څخه دا هيله هم کوو چي په را روانو وختونو کښي به هم خپل محنت او خواري ته په دغه ډول دوام ورکړي.
اولس يار چي کله د استاد له خُلې خپل نوم په حيث د لومړي پوزيشن اخيستونکي واورېد نو هغه احساس چي له سهاره يې د خاموشي او پټي خُلې لښکرو په منځ کښي ګېر را ګېر احساسولی بېرته را ويښ او را و پارېدلی، خپلو هم صنفيانو او هم صنفيو ته يې په ژوره ژوره د مبارکۍ غبرګون ښودل پېل کړ، د مبارکيو لړۍ لا روانه وه چي د هغه په ذهن بيا هغه خبره چي له سهاره يې څوکريلی يعني پلار جان ته بايد د خپلي نتيجې حال ژر تر ژر ور کړم څرخه شوه، يو وار خو يې لا زړۀ ته ورغلل چي په يو څه نه څه بهانه له تالار څخه دباندي ووځي او پلار ته ټيليفون وکړي، خو بيا دا مناسب نۀ شوه ورته ښکاره، او له ځان سره يې وويل چي موجوده ګړۍ به يې د مېسج له لاري خبر کړم چي څنګه غونډه پای ته و رسېدله بيا به.........!
اولس يار چونکې د مخ د قطار پر چوکيو ناست ؤ ځکه يې ډېر په احتياط لومړی له جيب څخه موبايل را وايست او بيا يې ژر ژر يو لنډ مېسج چي داسي ؤ ""پلار جانه ! آئي ګاټ فرسټ پوزيشن" وليکلی، مېسج چي يې کله د پلار د موبايل پر شمېره و لېږلی نو هغه د دې پر ځائ چي مخ ته ولاړ شي بېرته را واپس شو، مېسج څله را واپس شو..؟ اولس يار لږ حيران غوندي شو خو بيا ور ياد شو چي بېګا خو يې په موبايل کښي کرېډټ ختم شوی ؤ، بايد سهار مي دوباره......! خو خير- اوس څه کول پکار دي....؟، اولس يار نور هم اټفلاند (ناارام) شو، يو وار خو لا زړۀ ته ور غلل چي له داؤد څخه موبايل را واخلي، خو بيا يې له ځان سره وويل نۀ- له کمپنۍ څخه به قرسض واخلم، بيا خو هسې هم....!، اولس يار کمپنۍ ته د قرض اخيستلو مېسج واستولی، کمپنۍ هم بغير له کومه ځنډه د مېسج ځواب يعني قرض ور کړ، هغه بېرته په خپل فيل شوي مېسج لګيا شو، چي څنګه يې د مېسج د لېږلو پر تڼۍ (بټن) ګوته کښيکاږله، ناڅاپه د تالار مخ ته لومړی يو داسي درز (دهماکه) تا به ويل چي مځکه پر دا بل لټ را ويښتله وشو، بيا د سترګو په رپ کښي دوه داسي کسان چي مخونه يې پټ او په عصري وسلو سنبهال، ګرنېټونه، بمونو او نوري بلاوي يې په ځانونو پوري تړلي وو تالار ته را ننوتل، او له را ننوتلو سره يې پر ناستو خلګو ډېر په بې دردۍ او بې رحمانه توګه ډزي بلکې د کلاشنکوفونو زربې پېل کړې، تالار يې د لهځو په واټڼ کښي په وينو و لمبولی، له هر لور نارې او زګېروي را پورته شول، ډېر لږ خلګ به داسي پاته وو چي په سرونو، سينو يا د بدن په نورو اندامونو کښي به يې ګولۍ نۀ وي ښخي شوي، که ريښتيا خبره شي نو چا ته يې ولاړېدو موقع هم نۀ کړه ور، او بله خبره دا وه چي دا وحشت او بربريت يې تر هغه وخت پوري دوامداره و ساتلی تر څو چي پوليس او نوري مسلحه قواوې را رسېدلې او دوی يې په انجام رسول.
که څه هم د پوهنتون په يوه دوو نورو برخو کښي هم حملې شوي وې، خو د حمله کونکو اصل موخه د پوهنتون دغه تالار ؤ، ځکه چي حمله کونکي لا پخوا په دې خبر ؤ چي نن به دلته يو لوی شمېر لوستونکي او استادان را يو ځائ کېږي، له مرګ ژوبلي او حملې وروسته چي کله مرسته کونکي ډلي د مرستې کار ته را ورسېدلې، د مړيو او ټپيانو اوچتول او وړل يې پېل کړل، نو د مرستکونکو خلګو له لاړه د يو سړي نظر د هغه لوستونکي پر مړي ونښوت کوم چي تر اوسه خپل موبايل په لاس کښي ټينګ نيولی او موبايل يې مسلسل په بوغارو (ګنټيو) سر ؤ.
هغه که څه هم ډېر وار خطا او وېري اخيستی ؤ خو بيا يې هم ځان دې مړي ته ور نژدې کړ، لومړی خو يې ډېر په احتياط د هغه مړی له چوکۍ را کښته او لاندي يې سم کړ، بيا يې په سوکه د هغه له لاسه موبايل چي دا وخت ښه په وينو سور سور لړلی ؤ راکش کړ، غوښتل يې چي نور يې بوغاري بندي کړي، خو چي کله يې د موبايل پر ښيښه (سکرين) د پلار جان پر نوم سترګي برابري شوې نو سر يې خلاص شو چي د چا ټيليفون دی، پر سترګو يې توره تياره راخوره شوه،ځان يې د يو عجبه کش او بګير په منځ کښي احساس کړ، ټول سرته يې کپ او رېږنا واخيست، حيران شو چي څه او څنګه ورته ووايي، خو بيا يې خدائ خبر چي څنګه زړۀ او ذهن سره راټول کړل او له ځان سره وويل چي نۀ -دا قصه نوره نۀ شي پټېدلای، بايد چي هر څه صفا صفا او اوس ورته ووايم، هسې خو به هم. ساعتکی وروسته...!
هغه سړي چي کله د موبايل د اوکې پر تڼۍ (بټن) نۀ غوښتلو باوجود رږدېدلې ګوته کښيکاږله، نو له هغې خوا په زوره زوره دا ويل پېل شول:
زويه! زويه! مبارک شه، ډېر ډېر مبارک شه، ټيليفون دي څله نۀ پورته کولی..؟، کور ته به کله را روانېږې، هغه لېونۍ خو دي لا له ماښامه لار.......!