ليکوال: در محمد کاسی
د مجلې ګڼه:۱۰مه
د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶
د ډېورنډ لائن په هغه خوا په يوه پراخه بيديا کښي د پاوندو څو کيږدۍ ولاړي دي. د دې قافلې ټوله نارينه وګړي پنځه دېرش يا څلوېښت دي او تقريباً دغومره زناني يې ملګري دي. پنځه اسان، لس دوولس خرۀ، شل اوښان او په سوونو ميږي او پسونه د دې خلګو مال داري ده. درې ورځي وړاندي دې قافلې دلته په دې پراخه بيديا کښي د اوبو له څنګه اړولي ؤ، ولي چي دوی له ډېر لېري ځايه سفر کړی وو. ماشومان ښځي او سړي ټول ستومانه شوي وو، اوس د درې ورځو د ارام پس دوی د ډيورنډ لائن و دې خواته د اوښتلو اراده او نيت کړی دی.
د دې قافلې مشر وهاب خان دی چي يوه سپين سرې ښځه، شپږ ځوانان زامن او درې لوڼي يې ملګري دي. د دۀ د مشر زوی واحد خان ښځه اميدواره ده او په نن سبا کښي د اولاد د پيدا کېدو امکان لري. ځکه د وهاب خان سپين سرې مور غواړي چي څو ورځي نور د دې بچي د پيدائش په اميد هم دلته په دغه ځائ پړاؤ جاري وساتل شي، خو وهاب غواړي چي زر تر زره مخ په وړاندي روان شي. ولي چي دی خبر شوی دی چي انګريزان دغه سرحد بندول غواړي. او بيا په دې وچه بيديا کښي د څارو دپاره د خوراک کمی هم لويه مسئله ده، ځکه وهاب خان په کيږدۍ کښي ډېر فکرجن ناست دی. د دۀ ښځه شين خالۍ په تبخي غوړه او خوږه ما ليده پخوي خو پر وار وار و خپل فکر مند خاوند ته ګوري. او اخير مجبوره شي او تپوس ځيني وکړي. شين خالۍ؛ سړيه څه فکر وړی يې؟ قافله دي دغه ده څه غلو نۀ ده لوټلې.
وهاب خان په غور يو وار شين خالۍ او بيا په تبخي باندي پخېدونکي ماليدې ته وګوري او سړه ساه واخلي، اې شين خالۍ! تۀ څه خبره يې چي مشرتوب څومره لوی بار دی د دې ټولو وګړو او څارو غم زما په غاړه دی، وام که دې قبضه ګرو لار رانۀ کړه نو بيا به څۀ کوم؟
خير دی خير دی هيڅ ټکه نۀ پرېوزي، بېرته به پکتيا ته ولاړ شو خو دوې درې ورځي به د دې ځايه نۀ ښورېږې چي يو ځل خدائ و ماته د لمسي ښائسته مخ راښکاره کړي بيا ستا خوښه ده شين خالۍ په يوه ساه کښي ټولي خبري وکړې.
وهاب خان په يو زهرخنده خندا ورته ويل چي دغه خو زۀ وايم چي نۀ يې خبره چي مشرتوب و څه ته وايي. که چېري د دې ملګرو څاروي د لوږي او ناروغي په سوب په مرګ شوې نو زۀ به و دوی ته څۀ مخ ورښکاره کوم، څۀ به ورته وايم چي زما شهزاده لمسی پيدا کېدونکي دی ځکه زۀ تر نامعلوم وخته دلته په دې سپېره بيديا کښي ناست يم. ته نۀ پوهېږې شين خالۍ ته نۀ پوهيږې. وماته پېغور مۀ جوړوه او سبا سحار له خيره سره د کوچ تياري وکړه. شين خالۍ له تبخي څه ماليده د ټاټ و پنډ دستر خوان ته راواړوله او په ډېر ستړې انداز يې وويل؛ توکل په خدائ ـــــــــــ ښه يې ويلي دي چي غل نۀ اوړي مل دې واوړي. چغه سه....... سپېره شې تۀ سپی...... ا سړيه! تۀ ولي ورته ګورې اوس خو له دسترخوانه ډوډۍ راڅه وړي دا ځواني مرګه.
وهاب خان خپل د لاس لکړه راپورته کړه او سپی يې ووهی هغه په کړانجو کړانجو له کيږدۍ بهر ووتی. تۀ څه خبره يې چي ستا ښاغلي لمسي په دوو درو ورځو کښي راروان دي هسي د خدائ په کارو کښي ګوتي مۀ وهه. تياري وکړه زۀ ځم دا نور خلګ خبروم. وهاب خان په ډېر ستړي او فکرجن انداز له کيږدۍ بهر ووتی او شين خالۍ د کيږدۍ په شيانو ټولولو شروع شوه چي په دې کښي د دې نږور کوتره کيږدۍ ته راغله چي شين خالۍ يې د شيانو په ټولولو او ليده نو پوه شوه چي سبا سحار د کوچ تياري ده. ځکه يې تپوس وکړ.
مورکۍ بابک زما په خيال چي خبره ونۀ منله شين خالۍ يو وار په غور د نږور و مخ ته او بيا د دې نس ته وکتل او په ډېر حسرت ګويانه شوه.
لوري دا زموږ سړي په موږ خوارانو تش اولاد راوړي يو دوه درې او ما خو اتۀ بچي پيدا کړه، ستا لا اول وار دی خو نۀ زموږ په درد خبرېږي نۀ مو په خبره سر خلاصوي. تۀ کښېنه ماليده وخوره زۀ دا شيان ټولوم.
سحار د لمر ختلو وړاندي کيږدۍ ټولي شوې د اوښانو ګهنټۍ او د ميږو ژغونو په دې پراخي بيديا کښي د ژوند اثار پيدا کړه. واحد خان په يو ښائسته اوښ کجاوه اوتړله او خپله ګرانه ښځه کوتره يې په ډېر ناز او احتياط په دغه اوښ کښېنوله او بيا يې اوښ ته داسي اشاره وکړه چي هغه هم په ډېر احتياط په خپلو پښو ودرېدی. داسي ښکارېده لکه دا اوښ هم خبر وي چي د دۀ نازنينه سوارلي څه معمولي سوارلي نۀ ده. دغه ډول ټول اوښان په قطار کښي د ډيورنډ لائن و خواته راروان شو. په خرو باندي د کيږديو سامانونه نوي پيدا شوي، اوريان څلور پنځه چرګي او دوه کوتريان هم ډېر په احتياط تړل شوي وو. کمزوره او سپين ږيري سړي او زناني په اوښانو سپاره وو او ځوانان له قافلې او رمې سره د لمر تر ختلو وړاندي مخ په وړاندي روان شول.
د پاوندو دغه قافله د ماپښين په وخت د ډيورنډ لائن سرحد ته را ورسېده چېري چي په يوه نوې جوړه کړل شوې سرحدي چوکۍ باندي انګريز سپاهيان د دوی و مخ ته ودرېدل.
وهاب خان له خپل اوښه راکښته شو او دوی سره مخ ته ورغلی.
خير دی څه خبره ده؟ تاسي څله زموږ لاره ونيوله. وهاب خان انګريز کپتان څه تپوس وکړ. هغه په ډېر تکبرانه انداز ووې خپلو خلګو ته وکتل او بيا يې وهاب خان ته په ماته پښتو کښي وويل دلته ستاسو هېواد ختمېږي، او زموږ وطن شروع کېږي. ځۀ واپس قافله وګرځوه او بېرته خپل هېواد ته ورځۀ، تاسو دلته نۀ شی راتلای.
وهاب خان ډېر زيار او بحث ورسره وکړ چي دا ټول زموږ وطن دی تاسو يو د دروغو کرښه راکش کړه او و دې ته مو د سرحد نوم ورکړ قامونه او هېوادونه په کرښو نۀ شي سره جدا کېدلای موږ پاونده يو او له پېړيو پېړيو هم په دغه لار په سپرلي د شمال و خواته او په مني د جنوب و خواته ځو دغه زموږ ژوند دی تر ننه خو هيچا زموږ لاره نۀ ده بنده کړې.
انګريز کپتان د وهاب خان په دې خبرو له غصې نور هم سور واوښتی او ويل يې؛
ستا دا جرات چي و موږ ته سياست راښيې که دي يو قدم نور راواخستی نو يو به ژوندی ولاړ نۀ شي. د انګريز په دې رويه د قافلې ټول ځوانان هم ډېر غصه شول هغو و انګريز ته صفا صفا وويل چي موږ به هرو مرو ځو تۀ زموږ مخ نۀ شې نيولای. او مخ په وړاندي په ګډه روان شول.
انګريز و خپل فوجيانو ته د فائر کولو حکم ورکړ، وهاب خان خپل ځوانانو ته د مورچې نيولو امر وکړ. له دواړو خواو د ناتار فائرنګ وشو و زنانو ته له اوښانو د کشته کېدلو او پناه کېدلو وخت لا نۀ وو. د يو دښمن ناترسه ګولۍ د کوتري په سينه کښي ولګېدله چي تر اوسه لا په کجاوه کښي ناسته وه هغې چيغه کړه، مورکۍ آ مورکۍ او له دې سره له اوښه کشته راوغورځېدله. مورکۍ هر څه هېر کړه او دې لره يې را منډه کړه. د دې سر يې په خپل غوځي کښي کښيښووی، کوتري تۀ لګېدلې يې، خدائ دي د دې قبضه ګرو غبرګ لاسونه ور مات کړي.
کوتري په زګيروي زګيروي و مورکۍ ته ويل موره! زۀ مرمه خو زۀ دا نۀ غواړم چي له ما سره زما د ګيډي ماشوم زوی مړ شي زر کوه چاړه راواخله زما نس پرې کړه او دا ماشوم بچ کړه.
که څه هم مورکۍ دا پوه کوله چي تۀ نۀ مرې الله به خير کړي زۀ ستا نس نۀ شم څيرلی....... نۀ دا ظلم نۀ شم کولای. خو کوتري د زکندن تر اخيري غټې دغه ويل مورکۍ که زۀ مړه شوم نو دا ماشوم نۀ پاتېږي وخت نشته ته همت وکړه سترګي پټي کړه او زما بچی را اوباسه چي څه وخت لوی شي نو ورته ووايه چي تۀ څنګه پيدا شوې، ستا مور و پلار چا مړۀ کړه، که چېري په دۀ کښي غيرت ؤ دی به دا هېواد ضرور له قبضه ګرو ازاد کړي.
شين خالۍ سترګي پټي کړې او د کوتري اپريشن يې وکړ د هغې له ګيډي يې شيرخان را وايستی. مور د ژوند اخيري ديد دپاره سترګي روڼې کړې خپل ټول توان يي راغونډ کړ او د شير خان په سر يې لاس کښيښووی. له دې سره کوتري د ژوند اخيري پرواز وکړ او د ډيورنډ لائن کرښه يې ماته کړه.
شير خان له اولي ځوانۍ څه د هېواد د ازادۍ په جهاد پېل وکړ او د هېواد د ازادۍ په دې مرام کښي يې په سلاوو انګريز افسران او سپاهيان و جهنم ته وسپارل د دۀ په زيار کښي هر وخت هر ځائ د ازادۍ علامت "کوتره" ملګرې وه.