ليکوال: سليم بنګښ

 د مجلې ګڼه:۱۰مه

د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶ 

د چينو دکلي يواځينۍ لار د پرخي په کنډَو تېرېده. اول دغه لار صرف د پښو د مزل لار وه، خو نن سبا ورباندي هر څنګه ګاډي  چينو کلي ته ځي او راځي. د پرخي کنډَو په غاړه د کاڼو يو لوی ډېری دی چي خلګ ورته د پرخي څلی هم وايي.  دغه کنډَو هم د پرخي په نوم دی.  اول د دې کنډَو نوم صرف کنډَو ؤ، خو چي کله نه د پرخي دا واقعه پېښه شوې ده نو د دې کنډَو نوم هم د پرخي په نوم شوی دی -  چينو کلي نه چارچاپېره اوچت غرونه دي او د غرونو په سرونو په ژمي او په اوړې واوره پراته وي.  د دغو غرونو په مېنځ کښي دغه کلی اباد دی . د غرونو په بېخ کښي ځائ په ځائ يخې يخې چينې دي . د کلي په مېنځ کښي لويه وياله بهېږي . په ويالې کښي د دغو چينو يخې صفا اوبه رواني وي.  په ويالې ځائ په ځائ د اوبو ژرندي  جوړي دي چي هر وخت ورباندي د خلګو رش جوړ وي، خوا او شا کلو نه ورته خلګ غَله راوړي او دلته يې وړوي.  په  دې کلي کښي وړې وړې ويالې نوري هم بهېږې. او بيا ځائ په ځائ دې لويي ويالې سره ګډېږي. دغو  ويالو کښي هم د  غرۀ د چينو اوبه دي. په هر کور کښي د اوبو لښتي تېر شوي دي. دغه لښتي  يو کور نه بل کورته بل نه بل کور ته تېرېږي. په دغو  لښتو او په ويالو کښي  اوبه داسي صفا او سپيني بهېږي  چي لاندي تل کښي  يې هر څه ښکاري. او اوبه دومره خوږې او خوندوري دي چي د بل ځائ کسان يې د څکلو په وخت کښي داسي محسوسوي  لکه چي په اوبو کښي يې د خوند دپاره څه شی  ګډ کړی  شوی وي. ښځي د ورځي کار لکه د جامو وينځل يا د لوښو وينځل  د لښتو په اوبو په خپلو کورونو کښي دننه کوي او د ورځي  د څکلو او د پخلي دپاره اوبه چينو نه راوړي. خو ماښام نه پس به د لښتو اوبه صفا شي. د کلي خلګ په دې پوهه  دي، بيا څوک  ورباندي په کورونو کښي کار نۀ کوي بلکې هم دغه اوبه بيا د څکلو دپاره استعمالولی شي. 

  په کلي کښي د يوې چينې نوم يخه چينه ده. هسې خو د ټولو چينو اوبه يخي وي خو  د يخي چينې اوبه دومره يخي وي چي په سرۀ اوړي کښي  د دې چينې په اوبو  کښي څوک په شرط درې دقيقې لاس نۀ شي نېولی. د کلي په لارو کښي  د مڼو، د خرمانو، د توتانو، د غوزانو او د ناشپاتو وني ځائ په ځائ ولاړي دي. په ډېرو ونو  د انګورو بوټي ختلي دي  او تور، بېدانه، غټ  رنګ په رنګ خواږه انګور  ورنه ځوړند دي.  هر څوک    دغو ونو نه مېوه خوري او  په هيچا هېڅ قسمه بندېځ نۀ وي. دا  ويل کېږي  چي دا د لاري مېوې چي څومره خوړلی شي هومره زياتېږي.  سپرلي کښي  چنارونه  تک شنه رپېږي. د کلي چارچاپېره باغونه دي  چي دا  د مخصوصو خلګو ملکيت دي.  د چينو کلي داسي هوا لري چي هر څه  پکښي وکرلی شي هغه په کښي  شنه کېږي. د غرو لمني يې داسي شنې دي  لکه چي چا ورباندي شين څادر خور کړی وي. په لوړو غرونو کښي د لمنځو د نښترو د زنغوزيو د سرپو لوړي لوړي وني ولاړي  دي. په رنګ رنګ مرغۍ  په دغو ونو کښي غږېږي - رنګ رنګ ګلونو  په غرونو کښي ښکلا سره سره خواږه خواږه بويونه هم خواره کړي دي. د دې کلي خلګ هم ډېر ښائسته دي. هره پېغله يې سپوږمۍ ده او هر زلمی يې ستوری دی. خلګ خوا او شا کلو نه د دې کلي سېل ته  راځي. 

             نن زۀ هم ملګرو سره د چينو کلي سېل ته روان يم، زموږ کلی د چينو کلي سره نزدې دی نو دغه مزل موږ پياده کوو. ولي چي د چينو کلي په اوبو دغه ټوله علاقه تکه شنۀ ده . او  يارانو سره په داسي تک شنۀ مرغزار کښي پياده  ګرځېده ځان ته خپل خوند لري. او بيا دا ځمکې هم د چينو د کلي ملکيت وه. کله چي موږ د پرخي کنډَو ته ورسېدو نو ملګرو مي درې درې کاڼي راوخستو او زۀ هم خبر وم چي دا کاڼي يې څه ته راواخستو. دوی به ارو مرو د ثواب دپاره د پرخي څلی درې درې کاڼي ولي او مودو نه همدغه رسم راروان دی. ما ته پته وه چي ډېر په خوا پرخه او ګل نۀ يواځي همزولي وو بلکې ګاونډيان او خپلوان هم وو. د دواړو کورونه يو بل سره دېوال  په دېوال وو.  دواړو په يوځائ لوبي کړي وې.  د دواړو کورونو ترمېنځه پرده هم نۀ وه. پرخه ډېره ښکلې وه، دومره ښکلې وه چي په نزدې کلو کښي د پرخي د ښائيست نغارې غږېدې. خو ګل هم د پرخي نه څه کم نۀ ؤ.  د ګل پرخي سره بې کچه مينه  وه  او پرخه هم په ګل بې کچه مئينه وه. خو په ښکاره يې اظهار نۀ شو کېدی چي کله به پرخه پېغلو سره يخي چينې ته لاړه، نو ګل به ورته په غېر محسوس انداز کښي په لاره ولاړ ؤ. پېغلو به چي کله اوبو نه منګي ډک کړل او په سر به يې کړل نو منګي او څادر به يې په يو لاس سره داسي ونيول چي مخ به يې هم په څادر کښي پټ شو او يو لاس به يې  داسي خلاص ساتلو چي د څادر پېڅه به يې په ګوته نيولې وه او لاس به يې هم په څادر کښي پټ کړی ؤ. کله به چي يو لاس ستړی شو نو بيا به يې لاس په همدغه شان  بدلولو، داسي به يې په پرده کښي اوبۀ راوړلې،  پرخه اوس پېغله شوې وه.  چي کله به پرخي ګل وليدو نو څادر به يې پرېښولو، مخ به يې ښکاره شو او ګل به د ديدن په خوږو موړ شو، او شپه به ورباندي ښه تېره شوه، د اوبو لښتی د دوی په کورونو هم تېر ؤ، د دوی کورونه څنګ په څنګ وو نو د دوی د کورونو مېنځيني دېوال لاندي د اوبو لښتی تېر شوی ؤ، سحر به دوی چي کله خاموشي شوه او په کورونو کښي به څوک نۀ ؤ نو د دغي لښتي په غاړه به په خپلو کورونو کښي مېنځني دېوال سره جوخت ناست وو . اوبه به سحر صفا وې، نو داسي به يې په صفا اوبو کښي د يو بل ديدن هم کولو او لوظونه به يې هم کول.  پرخي پسې  ډېر خلګ ورپسې وو، ډېرو  خلګو غوښتي وه. د ګل مور هم پرخه د ګل دپاره غوښتې  وه، خو د پرخي پلار په دې انکار کړی ؤ چي د پرخي ځائ زموږ په کور کښي کېږي د ترۀ زامن يې شته، هغه يې بل چا ته ورکولو ته نۀ پرېږدي.  ګل او پرخي ته د خپلي ميني انجام معلوم ؤ. يوه ورځ دواړو د لښتي په غاړه سحار وعده وکړه  چي نن شپه به موږ د ميني په خاطر کلی د ټول عمر دپاره پرېږدو.  دواړه د شپې په انتظار وو، دواړو وخت ټاکلی ؤ. چي شپه خوږه شوه، تيارۀ خوره شوه، خلګ په خواږه خوب اودۀ شول  نو پرخه او ګل ويښ ناست وو او د موقعې  په انتظار وو چي وخت پوره شو نو دواړه غلي غلي خپلو کورونو نه را ووتو او تېز تېز د کنډَو په طرف روان شو.  دوی مزل خو کولو خو منزل پته ورته نۀ وه. د خاموشۍ څادر خور ؤ د اوبو د بهېدو شور ؤ چي ورو ورو په فضا کښي خورېدو. دوی به څو قدمه نۀ وو اخستي چي يوه سپي غپا شورو کړه. د سپو غپا ورو ورو په زياتېدو شوه، دوی مزل تېز کړو، دکلي ټول سپي يو ځائ شو او په غپا يې اودۀ کلی ټول ويښ کړو. خلګ پوه شو چي  د سپو دغه غپا بې د څۀ نۀ ده، د خلګو دا فکر وو چي چرته غلۀ راغلي دي. يا په کلي غادۍ راوخته.  د چيغي ډول وغږېدو هر چا وسلې ته لاس کړو، خلګ کورونو نه را ووتو  او د سپو په غپا پسې د کنډَو په طرف  روان شو، پرخه او ګل ايله په کنډَو اوښتي وو چي چيغه ور ورسېده، دواړه يې لاندي کړل، دواړو ګناه نۀ وه کړې خو د ښځي پردي سړي سره تګ ټولو نه لويه ګناه ده او د دې ګناه سزا يواځي مرګ دی. نۀ چا ځان سپينولی شو او نۀ د صفائي موقعه وه. په ګل او پرخي فوراً ګزارونه شورو شو. لږساعت کښي ورباندي د کاڼو دغه ډېری ودرېدو.  پرخه او ګل دواړه ژوندي په دغه ډېري کښي ښخ کړی شول او اوس هم چي څوک د پرخي په کنډَو تېرېږي نو ارو مرو د پرخي څلی د ثواب په نيت درې کاڼي ولي.  دغه د کاڼو ډېری ورځي نه بلي ته لوئيږي او پلنېږي.  زما ملګرو د پرخي  څلي دپاره کاڼي راخستي دي او زۀ د پرخي په څلي  د کنډَو په غاړه حېران ولاړ يم، د ښائسته کلي ښکلي خلګ راته ډېر بدرنګ ښکاره شو. د پرخي څلي نه مي درې کاڼي را اوچت کړو او د ښکلي کلي بدرنګو خلګو په طرف مي وويشتو.  

 

 

 

FaLang translation system by Faboba