ليکوال: فاروق سرور  

د مجلې ګڼه:۱۰مه

د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶ 

له دغي بلا وهلي مي ډېر بد کېږي، که څه هم له رنګو ډکه ده، حسينه ده، مسته ده، لېونۍ ده، ماغزه يې غوړ دي، ښکلي يې مشوکه ده، سرې يې سترګي دي او جګه جګه غورځي، خو نۀ مي ده خوښه، د روح بدي مي ورسره ده، دسترګو خار ده او بد مي ځني راځي بد. 

حيران يم، اوس خواره خستکه بلبله ده، مرغۍ، سپېر کنډه، تاړۍ، که څه بلا، های های، څه وکړم ماغزه مي هيڅ کار نۀ کوي، کنې يو نوم به مي ورکړی وای کبرجني ته. عجبه ده بلکې که هر چا وليده،ګوته په غاښ به شي. 

نۀ به يې ومنۍ، بلکې د منلو خبره هم نۀ ده. د انسانانو ژبه وايي او ډېري د پوهني خبري کوي. ګوره د نر لور، پېرانچکه. په والله حيرانۍ ورته اخستی يم، توبه توبه، يا ربه څه څه به لا راباندي ووينې. يو ځل بيا غوږونه ونيسم.

کمال دی، زده کړې يې له کومه ده دغه ژبه؟ يا استاد يې څوک دی؟ کېدای شي، يوه شهزادۍ وي او چا جادو په کړی وي، خو خبر نۀ يم چي له بلاګۍ سره څه اسرار دی، عقل مي چپه دی او په دغو خبرو نۀ رسي. بس بس ايله کوه يې دغي خبري، بالکل بې ځايه دي، بس که هر څه ده، خو يوه ناولده اشيا ده، اي خوند دي ورک شه، جادوګري، کوډګري، ستا په وير دي زۀ کښېنم.

دا دي وراره بوره شي، زۀ ورته ژړل غواړم خو دا زما په ليدو چيغه کړي او واولوزي. 

ولي اخير ولي؟ هلته خو مي انا داسي لګيايي لکه د نړۍ ټول عقل چي بس له تا سره وي او دلته پر ..... . يو دم الوت، ذليلي، بدمعاشي، پای لوچي.

حالانکې زۀ په ډېره مينه له خپلي خوني ور ووزم او ورته مسکېږم. مېده مېده ورځم او په دربي هم نۀ، خو بس پر يې شي.

اي مرداره شې، ورکه شې، بل وار دي ديد مۀ راسره وشه، ولي به مي درته ويل.

زما په خيال له ما يې بد کېږي، نو مرګياله شې چي دغسي بد يم، ولي هره ورځ زما کره راځې او د سرو چنبېليو په درخته کښي ناسته له ځانه سره ګايږې، بوڼېږې او هغه هم يکړه، زما په خيال هوښياره لېونۍ ده، کنې يکړه او بيا له ځان سره دومره ډېري خبري، دا خو د هغه چا کار نۀ وي چي پر سد وي، وايم که انسان وي که حيوان، پر سد کله هم داسي نۀ کوي. 

يو خو دي زما بې کاره ماغزه هم اور واخلي، ټکه دي يې ووهي، کنې زۀ خو هم پخوا داسي لېونتوب ته نږدې نۀ وم او نۀ به مي د کونډي ښځي غوندي ښېرې کولې. سر نۀ شم توروی، کنې دا چم به هم راڅخه کېدی، بس اوس مي له خپلي بې وسۍ او ستړيا دا د زنانو بد خوی خپل کړی دی، سپېره خُله مي ايله وي او مرګ مي دي پړده شي چي د نارينوو په شان لا نۀ شوم پاته.

بس ټوله ورځ په دې يکړ کور کښي زۀ او دا يو دوه په دوه او سحار شي، ماښام شي. 

څه وکړم، دغه مي ژوند شو، د بدبختۍ ژوند، د ماتم ژوند، د کمزورۍ ژوند. نشته توپک کنې په ځان خو مي ټک کوئ. دغه ژوند دي ټکه ووهي چي زۀ يې تېروم، ګرسره دي يې اور واخلي، اور چي لمبې يې څوک وژلی نۀ شي .

عجبه ده، يوه ورځ مي ماغزه کار وکړي او په خپله خونه کښي بند په زوره زوره په ژړا شم، دا څه، دغسي يې د وزرو ازانګه شي، پُر شي، په کهړکۍ کښي راته کښېني او په خپلو ښايستو سترګو راته وګوري.

اې نيکه ولي ژاړې؟ تر ږغ يې قربان شم، په خپل خواږه ږغ کښي پوښتنه را څخه وکړي.

ښکلي بلبلي يا مرغۍ، ماغزه مي چپه دي، مات مات، ټوکر توکر يم، نۀ يم خبر چي څه درته ووايم او په څه توګه يې درته ووايم، ولي چي په کلي بلا را ګډه شوې ده. بده بلا، ناولده، يقين وکړه چي تر دې دمخه مو په دغه غرين، ورين او زرغون کلي کښي نۀ ده ليدلې. هره ورځ موږ خوري، په بل مخ مو خوري، خاص لکه د مودو مودو چي وږي وي، ارواح يې نۀ مړېږي او کلی ورځ په ورځ ورانېږي. نور نۀ خو درختي لا په پسرلي کښي ژړي وي، بادام لا ګلان نۀ وي کړي، دا يم، زۀ هم له دغه ډاره په خپل کور کښي بند بند يم لکه د بند بندي، بلکې اوس خو زياتي له لوږي او تندي مرم، تۀ له عقله پيمانه يې، بلا دي واخلم، عقل دانا يې، تۀ يې راوښيه، څه وکړم؟  نۀ يواځي زۀ، بلکې کلی، هو هو ټول کلی او د هغه بد بخته وګړي ؟

هغه وخاندي، مسته په خونه کښي شاوخوا پرله وګرځي لکه زما په بې وسۍ چي ملنډي وهي، خار راکوي او بېرته له روشندانه دباندي وني ته والوزي.

زۀ هم لکه لېونی دغسي پسې منډي کړم چي کوکو جادوګري تا پوه نۀ کړم، زما ښايستو، زما پرو، زما مورکۍ، خورکۍ ، حسيني، ملايکي، بلا دي زما شه، زما پستې او دا ډول د ماشوم غوندي بړنګ په ژړا شم او هغه هم داسي په زوره زوره چي زړونه ويلوي.

خواره خستکه بېرته وخاندي، د وني په شاخ پر له ورخصي لکه زما فرياد چي بې ځايه او فضول بولي او سم دستي له دې وينا سره واولوزي او ورکه شي.

بد بختانو اول د خپل دننه بلاوي مړې کړئ، بيا له بله ګيله کوئ، ګيله منو .

 

FaLang translation system by Faboba