ليکوال: داؤد بخت مندوخېل
د مجلې ګڼه:۱۰مه
د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶
په پښتون قام کښي داسي ډېر خويونه شته چي هغو ته موږ ناپوهۍ يا بد مرغي ويلای شو. هغو خويونو ته که څه هم د دود غوندي درناوی ورکول کېږي، خو هغه نۀ په مذهبي توګه سم او نۀ په پښتونواله کښي بايد شمار شي. خو بيا هم زموږ پښتنو پر ځان منلي يا تپلي دي. که څه هم ځيني ناوړه دودونه به د يو مجبورۍ له کبله منځ ته راغلي وي خو بيا هم که چېري يو دود تر ګټو زيات تاوانونه لري نو بايد بيا هغه دود يا خوی ته دود نۀ بلکې ناروغي يا ناپوهي وويل شي يا چي کوم دودونه د دې قام په تاوان او تباهي تمامېږي نو هغه دودونه بايدچي ټول ختم کړل شي يا د هغو پر ځائ نور دودونه جوړ کړل شي يا په هغو کښي څه بدلون راولي.
د پښتنو د ننګ، مېړاني، زړورتوب، مېلمستيا، وفا او توري په هکله خو کتابونه ډک دي خو دې ناوړه خويونو يا دودونو ته يې چا په کره توګه پام کړی نۀ دی. يو ځل ډاکټر سيد چراغ حسين شاه صاحب د کراچۍ په مياشتنۍ پلوشه جنوري ۱۹۹۲ کښي د پښتانه د محاسبې په تله کښي يوه په زړۀ پوري ليکنه کړې وه خو زۀ دلته د پښتنو پر بېلا بېلو ځانګړيو ناوړه خويونو يا دودونو خپل نظر وړاندي کوم،زۀ به تر خپله وسه دا هڅه کوم چي د پښتنو پر دغو ناوړه خويونو جلا جلا بيان وکړم که چېري په دې ليکنه کښي له ما څه خبري پاته يا زياته شي نو زۀ له لوستونکيو تر له مخۀ بخښنه غواړم د پښتنو پر دغو نيمګړتياوو که چېري په دې ليکنه کښي څو سرليکونه يا خبري پاته شوې نو هغه به په بله ليکنه کښي د پاتي برخي په توګه د وړاندي کولو هڅه کوم. دا وخت چي ما پر کومو سر ليکونو رڼا اچولې ده هغه دا دي لکه ناپوهي، ځان ځاني، بې ځايه نوم يستل، خپلي منځنۍ جګړي او د اولاد روزنه.
۱: ناپوهي:
نن سبا دوران د پوهي او د زيار دی
پوه لاره ده او زيار عزت او مال دی
ناپوهي يوه داسي ستونزه ده که چېري دا ستونزه څه نۀ څه کمه شي نو دا نوري ټولي ستونځي به په خپله د ختمېدو پاکېدو پر خوا وغزېږي. ناپوهي د دې قام يوه عجبه او خطرناکه بد مرغي او ناروغي ده چي دا ټول قام يې وارمني او وار يې د ختمېدو هڅه نۀ کوي، او دا بد بختي يې له ننه نۀ ده بلکې له دې قام سره يې پېړۍ پېړۍ تېري شوي دي. زموږ ملي شاعر خوشحال بابا د خپلي يو غزلي په يو شعر کښي د دې قام و دې ستونزه ته داسي ګوته نيولې ده او وايي:
خدايه! ورک د پښتنو کړې دا درې خويه
يو بد جهل يو کم نيت او بل نفاق
هم دغه بد جيل خرتوب او ناپوهي دغه قام د ځان قسمت بولي او د پښتنو دا خيال دی چي خدائ به دا رنځ له موږه په خپله واخلي. حال دا چي سړی به په خپله هڅه کوي چي ځان له دې ناروغۍ يا بد مرغۍ په خپله د تل لپاره خلاص کړي که نورو قامونو د ودې، سوکالۍ او پوهي لپاره کار او زيار نۀ دی کښلی نو دوی نن ولي ودان او رسېدلي خلګ دي. ارواښاد صاحب شاه صابر صاحب وايي:
موږ لا اوس هم د دې مځکي لائق نۀ يو
د دنيا قامونه ستوري د اسمان دي
وخته دلته چي قدم ږدې نو په خيال ږده
د دې خاوري کاڼي بوټي شهيدان دي
خو موږ په خپله هيڅ نۀ کوو او له خدايه د هر څه کولو هيله لرو دې ته سوچ نۀ کوو چي موږ خو به هم څه کوو او چي زموږ کارونه خدائ په خپله پر غاړه واخلي نو بيا زموږ د ژوند مقصد څۀ دی او په اخيرت کښي به بيا له موږه ولي حساب غوښتل غواړي دا جهان خو د هغه جهان لپاره يوه کرونده ده لکه په حديث شريف کښي چي راځي:
الدنيا مزرعة الاخره
نو که دا دنيا کرونده ده نو موږ ولي دا کرونده سمه نۀ کړو او د دې نړۍ د ښېګړي کارونه نۀ وکړو موږ خپله وظيفه پرېښې ده لکه شعر چي دی:
کوم کار چي زموږ دی هغه نۀ کوو
ناست يو چي بس دا به هم الله کوي
موږ بايد د نورو انسانانو په رنګه تر ټولو له مخه د دې ناروغۍ د علاج لپاره هڅي وکړو دا ناروغي په علم ختمېږي وده او سوکالي په علم (پوهه) راځي نو موږ بايد علم وکړو، پوهه تر لاسه کړو له قلم او کتاب سره مينه پيدا کړو.
نن قلم کتاب پر ځائ د توري ډال دی
د کوم قام چي دغه نۀ وي پر زوال دی
که چېري موږ له کتاب قلم سره علاقه ولرو، زاړه ښوونځي نۀ ونړوو او نور ښوونځي هم د نوي نړۍ سره سم ولرو نو زۀ بشپړ باور لرم چي زموږ د قام دغه ناروغي بد مرغي او ستونزه به هم ختمه شي او موږ به هم د نوري نړۍ د رسېدلو او د ودانو قامونو په بګار کښي ودرو، داسي به زموږ قام وطن او ژبه د نورو قامونو په څېر د سيالۍ پړاؤ ته ورسېږي. موږ به هم ودان پوهه زموږ راتلونکي نسل به هم خوشحاله او سو کاله ژوند ولري.
قام ته چي غواړي پوهه سوله ورورولي او مينه
ماته هغه خلګ تر غرونو هم اوچت ښکارېږي
موږ بايد د ناپوهي پر ضد يوه سخته مبارزه او جهاد وکړو. د دغي ناپوهۍ له کبله مو ټول قام د مرګ او ژوبلي سره مخ دی او د دې لپاره زۀ د پښتو په يوه زړه ټپه کښي لږ بدلون راولم:
ټوټې ټوټې په تورو راشې
د ناپوهۍ اواز دي رامۀ شه مينه
۲: د خپل منځ جګړې: پښتانه په خپل منځ کښي داسي سره وران دي نور خو نور ورور له ورور سره په جنګ اخته دی، ډېري وړې وړې خبري يې تر ميان د غرو غوندي ولاړي وي. يو له بله يې کرکي، ګيلې، ښکنځا، خواله او ښېرې په خُله دوام لري. د خپلو منځنيو کرکو له کبله پردی دښمن ور څخه هېر دی لا د هغه په خُله په خپل منځ کښي په جګړو او مرګونو اخته دي. دغو وړو وړو خوابديو و مرګ ته سره درولي دي خوشحال بابا وايي:
پښتانه واړه بد خوی دي
يو پر بل کوي غورځی
يو چي سر کاندي په پورته
بل يې ووهي مغځی!
دا يو داسي نۀ ختمېدونکی جنګ دی چي د دې قام وګړيو له خپلي ناپوهۍ پر غاړه اخستی دی او چي څومره وخت تېرېږي دغومري سختېږي. په دې اړه خپل دوه شعرونه وړاندي کوم:
چي پر دی پر سر ور وخيږي ږغ نۀ کړي
خو له ورور سره پر نۀ قيصه په غال دی
زورور دښمن ته نۀ ورځي په وړاندي
پيدا کړی يې په کور کښي تر بور سيال دی
دا خبره هو بهو داسي ده لکه دا يوه ټوکه چي ده، چي يو ځل څلو وروڼه پښتانه په موټر کښي چېري روان وو په لاري د يو بل قام کس (پنجابي) په خپل موټر د دوی موټر ووهه، نو دوی پنجابي ته ډېرو خښمېدل او څلور واړه وراکښته شو چي پنجابی ووهي. هغه ډېر هوښيار ؤ ويل خان صاحب! زۀ يو او تاسو څلور دا خو ډېره نا انصافي ده نا ځواني ده. پښتنو ورته وويل زموږ يو ورور به ستا ملګری شي. پنجابي ورته وويل بيا هم موږ دوه او تاسي درې بيا هم برابر نۀ يو پښتنو ويل نو داسي به وکړو يو به بل ورور درکړو پنجابي ويل بيا موږ زيات شو او تاسو کم پښتنو ورته وويل ځه ناځوانه پنجابيه تۀ د جنګ نۀ يې بس موږ په خپله دوه دوه جنګ سره کړو ته خالي نندارې کوه چي دوی کله د پنجابي د وهلو پر ځائ په خپله په جنګ کښي سره ښخ شو پنجابي ورته د بل خان صاحب تاسو ډېر ښاغلي ياسته زما کارونه ډېر دي او دوی يې په جنګ کښي سره پرېښوول.
ريښتيا هم دا ده چي دا وخت ټول پښتون وطن د جنګ ميدان دی د چا له وجي دی د چا لپاره او د چا له لاسه دی، خو په دې کښي تر ټولو لوی لاس زموږ د خپلو پښتنو دی. ولي پښتانه مېلمه پال دي خو مېلمه نۀ پېژني اخير له هغه مېلمه کار ور خراب شي او دا خو يې انجام دی چي په زرګونو او لکهونو مړۀ دي خو په دې خبر نۀ دي چي چا وژلي دي او څله يې وژلي دي دا حقيقت به دې ميلمه پال قام ته د قيامت په وځ معلومېږي دروېش صاحب څه ښه وايي:
پښتون په زوره ننوت په کور د پښتانه
خو دغه کار يې هم وکړی په زور د پښتانه
چالاکه دښمنان چي يې سر وړي نو هغه وخت
مشغول لکه ماشوم کړي په څۀ ورور د پښتانه
خو دلته بايد په پای کښي د دې قام د دغه رنځ د علاج په توګه دا خبره ومنو چي پښتانه به د نورو قامونو په څېر زياته قلم او کتاب خپلوي. پوه به خپلوي او له نورو قامونو سره به سيالي کوي د قامي ګټو لپاره به هلي ځلي کوي ځاني ګټي به له پامه غورځوي، که خپل ورور که ځان سره ملګری نۀ کړي. اتفاق او يو والی نۀ وکړي نو نۀ د قام حق نۀ سيالي نۀ نوم او نۀ ژوند ګټلای شي نور به خپلي منځنۍ جګړې په خوشحالۍ او ورور ولۍ بدلوي او دا رنګه به په نرۍ کښي د يو سيال او خوشحال قام په توګه د ودي پر لور بېړني ګامونه اخلي لکه حمزه بابا چي وايي:
څو چي راغونډ په يو مرکز يې نۀ کړم
هري تپې ته له جرګو سره ځم
۳: بې ځايه نوم يستل:
اوس خو پښتنو هم د مغل جامې اغوستې دي
خپلي لري بيايې هم د بل جامې اغوستې دي
د بې ځايه نوم يستل يا ځان ښکارونه دا معنا لري چي څوک خامخا خپل ځان په يو ځائ بل ځائ کښي ښکاروي او د نامۀ د يستلو هڅه کوي. د دۀ زړۀ دا غواړي چي خلګ ما وپېژني او خلګ زما ستاينه وکړي چي دا خو ډېر سخي دی تکړه دی يا هوښيار دی او تر ځان زياته پېټی پر سر واخلي او ډېر زر د ناوسۍ و کندې ته غوځار شي. د نامۀ لپاره خيراتونه کوي خو که يې خپل ورور غريب يا ناوسه رنځور ؤ هغه ته سپی وايي او وايي دا ځان نۀ شي ساتلی بچيان او ښځه نۀ ده په ساتلې او بل زۀ يم چي پردي خلګ ساتم. خو دا هم د پښتنو يوه ناوړه ناروغي يا بد مرغي ده چي پر پرديو نوم باسي او ځان ښکاروي نمبر جوړوي مرستي يې کوي او خپل ته له سره ګوري هم نۀ. پخوا به دا متل کېدی. چي يا يې خپل وای يا مي د خپل وای د دې معنا دا ده چي پخوا به که څوک غريب ؤ خپل وسداره عزيز او ورور به لاس ورسره وړئ او مرسته به يې کوله او نن سبا د دې متل پر ضد بل متل جوړ شوی دی ويل کېږي:
"که وو خوره، که نۀ وو مره"
دا متلونه خو به يقينا شاليد لري دغه دواړه متلونه يو د بل په ضد کښي جوړ شوي ښکاري. پخوا به څه نۀ څه پښتو، حيا او غيرت ؤ او اول به له خپلو سره ننګ کېدی بيا به له بل اړ سره مرسته خو اوس دغه حال دی لکه يو شعر چي دی:
د خپل ورور په بد حالۍ يې زړۀ ښه کېږي
د خپل ورور په سو کالۍ يې زړۀ بد حال دی
په مذهبي توګه هم داسي چلند ښه نۀ دی ځان ښکارونه يا نوم يستلو ته ريا ويل کېږي او په فارسي کښي هم يو متل دی چي اول خويش بعد دروېش خو پښتنو ته سړی حيران شي چي پر دې قام يو داسي عجيبه باد را الوتی دی.
په دې اړه دغه دوه شعرونه هم د ورکولو وړ دي.
وخت به راځي چي د ځان ګټي ته به ګوري هر څوک
د سود خورو قدر به وي قدر به ورور نۀ لري
يا دا بل شعر:
داسي وخت به راسي بيا به دا وايم
هلته زما ورور دی هلته نۀ ورځم
دا يو حقيقت دی چي نن سبا ورور له وروره بيزاره او يو د بل دښمنان جوړ شوي دي د پښتنو په اړه دا انګريزي يو قول څه داسي دی:
Each one against all
معنا دا چي هر يو د ټولو مخالف او هغه بل بيا د دې نورو ټولو مخالف دی يعني وروري اتفاق، خپلوي، مينه، شفقت، اخلاص، مرسته خواخوږي او سړيتوب دا ټول تش تر نامۀ پوري پاته دي او عملاً دا يو شی هم نشته ولي که دا شيان وای نو نن به پښتانه د نړۍ تر ټولو قامونو سيال، سوکاله او خوشحاله قام وای.
بايد دا دی چي پښتانه د ځان ښکارونه بې ځايه خرچې بې ځايه نوم يستل زياته پرېږدي له پرديو خلګو سره ښۀ کول که يوه خواته ښه کار دی خو بلي خواته له خپلو سره بد کول يا نفرت کول بيا بد کار هم دی.
په دې اړه د ارواښاد محمد صديق پسرلي صاحب يوه خوندوره څلوريځه رباعي ده:
اوس چي نۀ ګوري زما و لور ته
بتۍ او شمعي مۀ راوړئ ګور ته
ستاسي دستور دی چي مړۀ پر سر وړئ
ژوندي مو نۀ کړل له خاورو پورته
نو بائد دا دی چي موږ په دې نړۍ کښي اول له خپلو سره ښۀ وکړو اسلام هم اول له خپلو سره د مرستي امر کوي موږ هم بايد د اسلامي اصولو په رڼا کښي ځان ته لاره وټاکو نو زموږ به هم دغه جهان ښائسته وي او هم به مو اخيرت سم وي لکه پښتانه چي وايي ښۀ په روڼو سترګو معنا دا چي له خپلو سره په ژوند کښي ښه کول پکار دی نو له مرګه پس بيا ژړا کول يوه معنا هم نۀ لري.
۴: ځان ځاني: ځان ځاني يوه داسي ناوړه رنځوري ده چي سړی په روغو سترګو ړوند کړي. معنا دا چي يو سړی خپل ځان ويني او بل ته نۀ ګوري، نۀ يې ويني نو د هغه د ژوند بيا څه ګټه ده، په پښتنو کښي د هر عمل د جواز لپاره متل يا قول شته. چي څوک خپل چلند سم څرګندول غواړي نو بيا هغه دغه متل يا قول وړاندي کړي.
لکه د ځان ځانۍ په هکله دا لانديني خبري وايي:
اول ځان، پسي جهان
يا دا
ځان دی نو جهان دی سر د خيټي نه قربان دی
هر څوک چي د ځان ځانۍ په رنځ اخته وي، د هغه دوه تاوانه دي يو دا چي کله د بل انسان د مرستي ځائ وي دا د هغه مرسته نۀ وکړي نو د خپلي خواخوږۍ له ثوابه بې برخي شي، او چي کله بيا دغه سړی د بل مرستي ته اړ شي نو د دۀ مرسته نۀ وکړل شي او ايکړ پر ډګر مايوسه او بې مرستي پاته شي. رحمان بابا په دې هکله ويلي دي:
لکه ځان هسي و بل وته نظر کړه
لکه ستا دغسي ځان دی د بل چا
دا د ځان ځانۍ باد په ټوله نړۍ کښي الوتی دی او نن سبا هر سړی له ځانه په چپ د بل انسان خيال نۀ ساتي د خوشحال بابا له ډېرو شعرونو د يوې څلوريځي د سر دوې کړۍ وړاندي کول غواړم:
وګړي واړه کارونه خپل کا
مردان هغه دي چي کار د بل کا
نن سبا هر سړی دا وايي چي زما کور او زما کار دي سم شي په نورو خلګو مي کار نشته، هر سړی د ځان ځانۍ نارې وهي د يو والي او ګډون سوچ د هيچا نشته. امير پر يوه خوا منډي وهي او غريب په بله خوا هر يو د خپل کار په يستلو پريشان دی دا خو يې سوب دی چي له انسانانو د ځنګل درندګان جوړ شوي دي هغه د ځان لپاره پر بل ځناور بريد کوي، او دوی د بل کار خرابوي او خپل کار ته منډي وهي. د بل د مرستي د خذمت خواخوږۍ او ميني جذبه په هيچا کښي نشته له دې کبله خو پښتون قام د ودي په ډګر کښي پر مختګ نۀ شي کولای او ورځ په ورځ د تباهي و کندي ته غورځېدونکی دی لکه شاعر چي وايي:
نوره نړۍ د ترقي پر خوا روانه چټک
خو يو بدبخته پښتانه دي چي پر شا روان دي
د دې قام ملي مشرانو هر کله د يو والي او ميني په هکله خپلي غاړي خلاصې کړي دي خو دا پښتانه تر دې ځايه بدبخته دي چي دخپلو مشرانو او خوا خوږو مخکښانو خبره هم نۀ مني. دې بدبخته قام پر خپل مشر هم د بل په خُله بريدونه کړي دي. خوشحال بابا د دې قام په ننګ کښي له مغلو سره جنګ کاوه پښتانه له مغلو سره ملګري شول و غرو ته يې اړ کړی نو ويل به يې:
پښتانه لکه مګس ورباندي ګرځي
ورته يښی چي مغل د حلوا تال دی
پر باچا خان يې د کفر فتویٰ لګولې هغه به بيا هم و دې بد مرغه قام ته ويل چي لا به يو کېږو ګنې ورکېږو. غازي امان الله خان يې له خپل وطنه د بل په دسيسو وشړلی دا بدبخته قام خپل خواخوږی دوست او خپل نۀ پېژني هر کله د دښمن پر خوا ولاړ وي او له خپل ورور سره په يوه په بل نامه جنګيدلی او له ميانه تللي دي. تردې پخوايې له خپل بايزيد روښان سره د مغل په خُله جنګونه کړي دي او تر اوسه لا اخوند دروېزه تا بابا سيد علي ترمذي ته پير بابا او بايزيد پر روښان ته پير تاريک وايي. دروېش دراني په دې اړه ويلي دي:
ماخپله توره کړه د ورور په زړۀ کښي ماته خدايه!
چي دښمن راغی زۀ په دوه لاسه وم پاته خدايه!
په پای کښي به د باچا خان بابا دا قول د پښتون لپاره بيا تکرار کړم چي ويلي يې دي "لا به يو کېږو، ګنې ورکېږو"
داولاد روزنه: پښتانه دخپل اولاد په روزنه کښي هم زياتره بې پامه دي د خپل بچي د خوراک او پوښاک خيال ساتي خو روزنه يې سمه نۀ کوي.که دا وويل شي چي بچي پيدا کوي، خو نور يې د ښۀ او بد چلند پوښتنه نۀ کړي په پښتنو کښي اوس هم داسي ډېر خلګ شته چي په خپل اولاد شرمېږي نۀ مينه ورسره کړي او نۀ يې ور ږغوي بلکې د بل اولاد ګرانوي او خپل اولاد ته له سره ګوري نۀ او دغه بد بخته پښتانه د خپل اولاد ګرانول هم په پښتونواله کښي بد کار ګڼي يا خپل اولاد نۀ ګرانول هم اصل پښتونواله ګڼي بيا که يې خپل بچي په شپه او په ورځ له ناولدو خلګو سره يو ځائ بل ځائ ګرځي هم پوښتنه ځيني نۀ کړي.
اوس سړی حيران شي چي د ا کا زوی تربور ګڼي او کرکه ځيني کوي او په خپل اولاد او ښځه شرمېږي نو پښتانه به بيا خواخوږي او مينه کوي له چا سره؟ په اسلام کښي هم دخپلي ښځي او اولاد سره مينه غوره کار ګڼل شوی دی. خو پښتانه له دغو دواړو سره مينه اصل سپيتانه ګڼي. په وړوکوالي پلار زوی ته نۀ ګوري او چي کله زوی لوی شي بيا هغه پلار ته نۀ ګوري. نو له جنت کوره څخه يې د جنګ ميدان جوړ وي.
بيا چي کله يو پلار په خپل زوی سم تعليم نۀ وکړي بيا نو نور هم يو د بل دښمنان جوړ شي، که يې ځوان زوی بې روز ګاره شو نو د خوراک ګوله په ښېرو او پېغورونو ځيني هېره کړي په دغو اولادو کښي چي کله يو زوی ډېر پريشان او مايوسه شي نو هغه په نشو کښي راشي په پښتنو کښي ما داسي خلګ ليدلي دي چي خپل کور ته د مور او پلار له مرګه پس راغلي. له تعليمه، له ښه ژونده او وادۀ پاته شوي دي.
دا چي نن يې ښه روزنه په قصد نۀ کړي
بيا به دغه ښکنځا تاته کړي يوه ورځ
پښتانۀ بايد چي نور له خپلي وظيفې غاړه نۀ وغړوي. دا نړۍ په ښائستو خلګو ښائسته کېږي، ښائسته خلګ په ښه روزنه ښائسته وي. پېړۍ پېړۍ مو په کرکو او جنګو او بې ځايه ښاغلتوب کښي تباه کړې اوس نوې دنيا ده، نوی وخت دی، د ودې لپاره د نوي سوچ او کار ضرورت دی.