ليکوال : ډاكټر علي كمېل قزلباش
د مجلې ګڼه:۱۰مه
د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶
هسي خو ډاكټر رفيقي د خپل توان او ادبي عشق په زور ډېر كتابونه تر چاپه ايستلي دي. خو د زړۀ ويني خوړونكی اثر يې "د څرك په څار" ؤ چي "له سپوږمۍ سره خواله" ته يې نوبت ورسېدو. تراوسه يې خوندوري شعري مجموعې د پښتو ادب و لمن ته سپارلي دي.
د رفيقي په شاعري کښي شاعرانه خيالات، د حالاتو د نا انصافيو خلاف احتجاج، د ميني راز و نياز او د اسلافو په مړانه وياړ او د هغو پېروي (په ادبي حواله هم) هرڅه ليدل كېږي. چونكې رفيقي اقبال شناس دی. ايم، فل او پي، ايچ، ډي يې د اقبال په هكله دي. نو ظاهره ده چي د هغه له اثره نۀ شي خلاصېدلی. د دۀ په اوله مجموعه كښې په دې حواله ډېر څه وو، خو په دويمه مجموعه كښې هم د اقبال فكري پېروي ښكاره كېږي. خصوصاً نظم "د عالمِ ارواح سيل" د اقبال د مثنوي "آنسوي افلاك" په پېروي کښي ليكل شوی دی. هلته اقبال د مولانا جلال الدين رومي سره د عالم ارواح په سيل وتلی وي او د "زنده رود" په نامه يې ځان معرفي كړی وي. دلته رفيقي يواځي دی او د اسلامي نړۍ د لويو شخصياتو سره ملاقاتونه كوي.
دغه ډول د كلاسيكي فارسي شاعرۍ د جام و مې او رند و زاهد روايتونه هم د دۀ په شاعري کښي ډېر دي. د ده په نظمونو کښي لكه "اې زما ګرانه قاتله" "اقوامِ متحده" "تركي رقاصه" (دا نظم لوستونكی د ن، م، راشد و نظمونو ته متوجه كوي) او هم هغه نظم "د عالم ارواح سيل" زړۀ لړزوونكي اثرات لري. خو زۀ چي د دۀ د شاعرۍ كوم اړخ نن ستاسي و مخ ته ږدم هغه "تلميحات" دي چي د علمِ بيان په اصطلاح کښي يو استعاراتي ښايست دی. په شعر کښي چي د كومي قصې، واقعې، شخصيت يا ځائ و خوا ته اشاره شوې وي و هغه ته تلميح وايي او د خوند خبره دا ده چي د دې كتاب انتساب هم پخپل په ځان کښي دوې تلميحې لري، "د رؤف د رحمت په نوم" "رؤف او "رحمت" دواړه تلميحات دي چي د شاعر د تلميح د استعمال او كمال اول دليل دی.
دلته چي ما كوم تلميحي شعرونه را اخستي دي په هغو کښي به د عالم اسلام د لويو شخصياتو، معروفه انبياوو، د عرفان د دنيا شخصيات او قراني او تاريخي اشارې زموږ و مخ ته راځي.
حضرت بلال د نبي كريم هغه وفادار صحابي او عاشق ؤ چي د قريشو د فاسقو سردارانو له لاسه يې هر رقم ظلمونه وزغمل، خو د خپل محبوب د ميني څخه انكاري نۀ شو. رفيقي د دې حبشي د عظمت ذكر په دا ډول كوي:
عشق دوام دی، عشق بقا، عشق بې نيازي ده
و بلال ته ده عطا د عشق له رويه
دلته بلال د سراپا عشق او د عشق د وني ثمر دی، خو په اوله مصرعه کښي موږ د ادب د دنيا د اكابرينو اثرات هم وينو يعني د "عشق دوام" لوستونكی د حافظ و دې شعر ته متوجه كوي:
هرگز نميرد آن كه دلش زنده شد به عشق
ثبت است بر جريدۀ عالم دوامِ ما
او د مصرعې اخيري ټوټه "عشق بې نيازي ده" فكر د اقبال د دغه شعر و خوا ته ګرځوي چي:
رہے گا تو ہى جابں ميں يگانہ و يكتا
اُتر گيا جو تيری دل ميں لاشريكَ لہ
يا بيا د مولانا روم د مثنوي د "نی نامې" و خوا ته توجه واوړي. دغه ډول د حضرت بلال په حواله دا شعر هم د ذكر وړ دی چي:
د شنه خال صدا دي ويښ كړلم له خوبه
كه بلال سهار ولاړ ؤ په منبر کښي
دلته د "بلال" او "خال" مشابهت څومره په زړه پوري نكته ده، خو د "خال صدا" قابل ګرفت اصطلاح ده او ورسره "بلال ولاړ په منبر کښي" دلته "کښي" اضافي دی او د رديف مجبوري ښكاري. د دۀ په شاعري کښي او تر ټولو زيات چي په كار رواستل شوې ده هغه د "منصور" تلميح ده. حسين بن منصور حلاج هغه څوك ؤ چي د "اناالحق" په ناره يې ځان تل ته ژوندی كړ. او په دې جرم کښي په 922 هجري کښي عباسي خليفه المقتدر دی په دار كړو او ځان يې په تاريخ کښي د تل دپاره رسوا كړ:
اناالحق منصوري كوكي كاڼه اوري
و هر چا ته دی ښكاره انجام د ميني
دلته بېرته هم د عشق زور ته اشاره شوې ده او خوندوره خبره ده چي دا كوكي كاڼه هم اوري. بيا وايي:
هغه دی منصور د اناالحق په تور راځوړند شو
دلته الٰهي رضا، رمزونه د سردار ښيي
او دا بل شعر هم په دې تلميح په زړۀ پوري دی:
اناالحق مسلك جاري په دار ځړېږو
ته آګاه اوسه منصوره خبر دا دی
په دا شعرونو کښي د منصور علاوه "اناالحق" پخپله هم يوه تلميح ده او "دار" نظم خو سر تر پايه منصوري بڼه لري. چي د رفيقي د كامياب كوشش ثبوت دی. دی وايي:
تورو زلفو ته دي شين خال په هوس دی
ګويا دی منصور روان د زيندۍ لور ته
دلته شين خال او د منصور تړون يو جبري غوندي عمل ښكاري چي شعري بې ساختګي نۀ پيدا كوي خو په دې لانديني شعر کښي د منصور تلميح ډېره خوندوره راغلې ده او بله تلميح "دار" ده:
د وخت ستم دی د دار پړی چي پنډېږي څه سواست؟
د اناالحق ستر منصوري مسلك پالنه غواړي
د دې علاوه د "يزدان" كليمه هم د دۀ د اشعارو يوه نمايانه تلميح ده چي موږ يې په غزلو او نظمونو کښي ځائ په ځائ وينو.
يزدان په اصل کښي د جمعې توری دی چي ايزد يې واحد دی، دا په اصل کښي په زرتشتي مذهب کښي د فرښتو نوم دی. چي همېشه ژوندۍ دي او تر دوی بالا بيا دغه ډول نوري فرښتې دي چي "امشاسپندان" بلل كېږي. دا ټولي د خير او نېكۍ فرښتې دي او بېلا بېلو كارونو ته مخصوصه دي. خو په فارسي، اردو، پښتو او د نورو ژبو په ادبياتو کښي يزدان د خداى په معنا کښي استعمالېږي. هسي هم د ايزد معنا د پرستش د اهل دی نو رفيقي هم په هغه روايت کښي يزدان د خداى په معنا کښي استعمال كړی دی. چي غلط نۀ دی.
پوه مي په رموز كړه د جلال د جنجال څه حجاب
ستا څومره جمال دی چي يزدان دي تقاضا كوي
بل ځائ وايي:
روح د فلك په ركاب پښې ايږدي يزدان لټوي
د عشق عجب غوندي سفر ته سفرونه خاندي
په دې شعر کښي كه د شاعر اشاره د معراج د واقعې خوا ته ده نو بيا موږ دا نتيجه اخستی شو چي دی د جسماني معراج په ځائ د روحاني معراج قايل دی او كه څه بله خبره پكښې وي نو هغه د عربي مقوله ده چي:
مطلب الشعر في بطن الشاعر
په دې لاندي شعر کښي بيا د رندۍ مسلك د شُعراوو په پېروي کښي وايي:
بيا راته ساقي نن د يزدان د كوڅې لار ښيي
غلی غلی ګوري كيفيات سرمست خمار ښيي
خو د خپلي يو دېرشمي كليزي په حواله چي يې كوم نظم "د خداى تسخير" ليكلی دی په هغه کښي يې څه زيات تجاوز كړی دی لكه چي وايي:
زۀ يې هيڅ كار په خدايي نۀ لرم
ما او يزدان سره قانع كړه په دا
دی مي هيڅ كار په بندګي نۀ لري
پروا مي نۀ كړي په جنون و سودا
رفيقي د حافظ شيرازي سره مينه لري او د هغه له افكارو يې هم اثر اخستی دی. حافظ چي د فارسي د سبك عراقي تر ټولو لوی شاعر دی. دۀ د فارسي د مجازي شاعري او د عرفاني شاعري واګي سره يو ځائ كړې او په فارسي شاعري کښي يې يوه نوې لار ايستلې ده. دی د اوومي صدۍ هجري شاعر ؤ. رفيقي د هغه په هكله وايي:
هغه دی حافظ له بې خودۍ يې سترګي پټي كړې
چا ويل چي مړ دی په ژوندون يې زړۀ چاودلی دی
داسي ښكاري چي دا غزل يې د ايران بلكې د شيراز د سفر په دوران کښي ليكلې ده ولي چي په اخيري شعر کښي د شيراز چي د لويو شاعرانو او علماوو او فلسفيانو مځكه ده. او د انجونو ښايست يې مثالي دی، ذكر په دا ډول كوي:
ږغ كړئ، آوازه كړئ د شيراز چټي خبري كړئ
نن ستاسي و ديار ته يو پښتون مين راغلی دی
دغه ډول جامِ جم هم يوه ايراني اصطلاح ده چي په مجموعي توګه په شاعري کښي ډېره په كار را وستل كېږي. هغه كه فارسي وي، اردو او كه پښتو. غالب وايي:
اور لی آئيں گی بازار سی كر ٹوٹ گيا
جامِ جم سے يہ ميرا جام سفال اچها ہے
جم د جمشيد بادشاه نوم دی چي د ايران په اولني بادشاهانو کښي راځي. د دۀ يو جام ؤ چي په هغه کښي به يې ټوله دنيا چي هغه وخت په هفت اقليم معروفه وه ليدله، يعني د ټولي دنيا حالات به يې پكښې ليدل، او په شاعري کښي دا په ډېرو معناوو په كار را وستل كېږي. خو صوفي شعراء يې د زړۀ په معنا کښي استعمالوي چي د ټول جهان يا د انسان د وجود د جهان ائينه داري كوي. ويل كېږي چي شراب هم د جمشيد بادشاه دريافت دی. رفيقي وايي:
بيا دي و خُم ته شوې د خم اندېښنې
كه شوې و جام ته د خپل جم اندېښنې
بيا وايي:
د جديد او كلاسيك منظرې ګوري
زۀ په دور د اېټم کښي جم د جام يم
دلته په دواړو شعرونو كښې دا مركبه اصطلاح "جامِ جم" الټه استعمال شوې ده. يعني په اصل كښې "جام" د "جم" سره منسوب دی، خو په دې شعرونو كښې "جم" و "جام" ته منسوب شوی دی. دا مصرعې كه داسي شي نو د جامِ جم په تلميح به قاري پوه شي چي:
كه شوې و جم ته د خپل جام اندېښنې
او
زۀ په دور د اېټم کښي جام د جم يم
رفيقي هم د اقبال او خوشحال خان غوندي عقل همېشه د عشق په مقابله كښې ډېر ګڼي او ځائ په ځائ يې دا اظهار كړی دی. دلته د محمود په هكله چي معروف غزنوي بادشاه ؤ او د تركي النسل غلام (چي وروسته باچا شو) سبكتګين زوی ؤ چي د پلار د خوښي خلاف يې خپل مشر ورور له سلطنته په زوره كوز كړ او زنداني يې كړ او په تخت كښېنستو. وايي:
سومنات د عقل مات كړئ محمود فكر
د "اُسرائ" اسرار چي ووينم ګلفام ته
په دې شعر کښي "سومنات" "محمود" او "اسرا" ټول تلميحات دي او "د عالمِ ارواح په سيل" کښي له محمود غزنوي سره هم رفيقي ملاقات كوي او د هغه په هكله وايي:
نوشته د تخت پر سر يې بت شكن دی
لوی مومن دی درست جهان د دۀ مسكن دی
تر څه حده چي زما د غزنوي دور د تاريخ مطالعه ده نو د محمود بت شكني د اسلام دپاره لږ او د سرو زرو او مال او دولت (مالِ غنيمت) دپاره ډېره وه. رفيقي بيا مخته وايي:
همنشين د سنايي او خرقاني دی
لوړ اقبال بلند نظر يې جهاني دی
حكيم سنايي د فارسي ژبي هغه عظيم شاعر دی چي اول ځل يې له درباري قصيدو څخه انكار وكړو او د عرفاني او روحاني شاعري آغاز يې وكړو. حديقة سنايي د دۀ معروف اثر دی او شېخ ابوالحسن خرقاني صاحبِ كرامات عارف او صوفي ؤ چي په لسمي او يوولسمي هجري صدۍ کښي يې ژوند كړی دی. او د حضرت بايزيد بسطامي د سلسلې سره منسوب ؤ. نو دلته زۀ بيا د شاعر سره اختلاف لرم چي د محمود غوندي شخص چي يو باچا ؤ د داسي لويو او مقتدرو هستيو همنشيني څنګه كولی شي؟ په يوه شعر کښي شاعر وايي:
زړۀ مي له خيبره روح له رومه دی
ږغ كه د افغان يا د لاهور راكړې
او د غزلي لاندي په حواشي کښي وضاحت كوي چي له خيبره خوشحال خان، له روم څخه مولانا رومي له افغان څخه سيد جمال الدين افغاني او د لاهور څخه علامه اقبال مراد دی. زما په خيال تلميح هغه وي چي هغه بغير د څه وضاحته د قاري ذهن فوراً و اصل ځائ ته ورسوي، دلته خيبر د خوشحال تلميح نۀ شي كېدای، نۀ افغان د سيد جمال الدين افغاني او نۀ په لاهور موږ د اقبال تصور كولای شو. په "افغان" او "افغاني" او په "لاهور" او "لاهوري" کښي فرق دی. خو له روم څخه د مولانا جلال الدين رومي تصور ذهن ته رسېږي. هغه مولانا رومي چي د فارسي شاعري په عرفاني دنيا کښي يې په خپلو افكارو انقلاب را وستی دی. د سبك خراساني او عراقي د ميان كړۍ ګڼل كېږي. د دۀ معروف تصنيف "مثنوي" د دنيا يو لوی ادبي شاهكار ګڼل كېږي. او سيد جمال الدين افغاني هغه ستر اسلامي مبارز دی چي په نولسمه صدۍ عيسوي کښي يې د اسلامي نړۍ د وېښولو دپاره د ټولي دنيا سفرونه وكړل او د دۀ له هيبته انګرېزانو دی په يوه ملك کښي هم نۀ شو زغملی. دۀ ډېرو اسلامي شخصياتو ته تحريك وركړ او د هغو روزنه يې وكړه چي په هغو کښي د معروف مفتي چي د جامع الازهر په درسونو كښې يې انقلابي بدلون راوستی ؤ. محمد عبده هم شامل دی. او د اقبال او د خوشحال د پېژندګلوي دلته زما په خيال څه ضرورت نشته ولي چي د دوی نۀ پېژندل د خپله اصله څخه بې خبري ده. دغه ډول په دا لانديني شعر کښي هم ډېر زيات تلميحات راغلي دي، شعر دی چي:
كه موسٰى، كه كوهِ طور، من و سلوٰى دي
دا "الست" او "لن تنا" د عشق له رويه
دلته په اوله مصرعه کښي درې سره تلميحات لكه موسٰى، كوهِ طور، او من و سلوٰى د يو پيغمبر يعني حضرت موسٰى حواله جوړېږي. خو په دويمه مصرعه کښي د "الست" راتلل له اولي مصرعې سره تړون نۀ لري، چي د سورة اعراف څخه اخستل شوی دی. الست بربكم. بلٰى، يا قالوا بلٰى، يعني آيا زۀ ستاسي رب نۀ يم، نو ټولو (يعني ټولو ارواحو په ګډه) وويل، هو يې، موږ د دې ګواهي وركوو. دغه حواله د مولانا رومي په يوه شعر کښي په دا ډول راځي:
تو عهد كرده اى چون روح بودي
وليكن كى ترا آن ياد باشد
دغه ډول د رفيقي په دويمه مصرعه کښي يوه بله قرآني تلميح د "لن تنا" په اشاره راغلې ده چي د سورة اٰل عمران آيت 92، يادونه كوي چي وايي:
لن تنالوالبر حتٰى تنفقوا مماتحبون.
يعني تاسي و نېكۍ ته نۀ شي رسېدلی تر څو چي له هغه څخه انفاق نۀ وكړئ كوم چي ستاسي خوښ دی".
نو دا هم د اولي مصرعې سره چي د حضرت موسٰى په حواله ده هيڅ تعلق نۀ لري. خو زما په خيال دا د "لن تنا" په ځائ لن تراني" كېداى شي چي وي. يعني كله چي حضرت موسٰى په كوه طور باندي و خداى ته وويل چي: ربي ارني انظر. و ما ته خپل ځان را ښكاره كړه. نو د هغه ځواب د خداى له خوا دا راغی چي "لن تراني" يعني تاسي ما (خداى) ګرسره نۀ شی ليدلی. او دا د قرآن پاك په سورة اعراف 143م آيت برخه ده. خو د طور تلميح يې په يوه مطلع كښې ډېره ښه راوستې ده چي وايي:
زړۀ دي مۀ نغاړه زاهده نظر دا دی
كوه طور ته د عشق راشه اثر دا دی
دلته هم شاعر د عشق شور او مستي ته اشاره كوي چي د مولانا روم په مثنوي كښې داسي راغلې ده:
جسم خاك از عشق بر افلاك شد
كوه در رقص آمد و چالاك شد
دغه ډول يې د كائنات د دې عظيمو هستيو حضرت محمد حضرت علي او حضرت فاطمة الزهرا ذكر هم په خوندور انداز کښي كړی دی:
نۀ د علي د سترګو رپ نۀ د حضور شفقت
زموږ فاطمي سترګي د اوښكو نه ژغورنه غواړي
اګرچه د "فاطمي" تلميح د لوستونكي ذهن د مصر و فاطمي حكمرانانو ته ګرځوي چي د خپل دور زورور حكومت ؤ او د اسماعيلي فرقې مبلغه ؤ. خو په دې مصرعه کښي د اولي مصرعې د تړون په سوب دا تلميح د اصل هدف سره لوستونكی اشنا كوي. دلته به يو څو نور شعرونه چي تلميحات پکښي راغلي دي د مثال په توګه وړاندي كړو. كوثر په قرآن کښي سورة كوثر او په جنت كښې د حوض كوثر په حواله پېژندګلوي لري او رفيقي په شعر كښې داسي را اخستی دی:
زاهده! پام كوه د قيل و قال خبري نۀ دي
د يار يوې بوسې ته زر زر كوثرونه خاندي
دلته د حوض كوثر و خوا ته اشاره ده ولي چي د قرآني كوثر په تفسير کښي دا هم ويل كېږي چي له دې څخه چي اې (محمده!) ما و تا ته كوثر در عطا كړ. حضرت فاطمة الزهرا مراد ده. او مولانا روم په كليات شمس کښي د عشق په حواله دا تلميح داسي وړاندي كوي:
اې دل! ار آبِ كوثرت بايد
آتش عشق را تو كوثر ګير
د خليل يعني حضرت ابراهيم او نمرود تلميحات هم زموږ د شاعري يوه اهم ه برخه ده چي رفيقي په دا ډول په كار راوستې ده:
په هر عصر کښي و امن ته جنګ كېږي
هر خليل دانګي د هر نمرود و اور ته
دغسي د حضرت زليخا او حضرت يوسف تلميحات هم د عشق په حواله د شاعري زړۀ دی چي زموږ شاعر يې داسي په كار راولي:
زمانه به زليخا شي زما د حسن خريداره
اې كاروانه! خداى دپاره ما ارزان مه خرڅوه
او آب حيوان چي آب حيات هم ورته وايي دا هغه چشمه ده چي څوك يې اوبه وڅښي نو همېشه ژوندی پاته كېږي، او دا هم زموږ په شاعري کښي په كثرت استعمالېږي. ويل كېږي چي حضرت خضر دغه اوبه څښلي دي خو سكندر چي يو عالمګير باچا ؤ د دې د لټون باوجود ناكامه پاتي شو، خو رفيقي لا دا اوبه غواړي او وايي:
و رؤف ته ور عطا آب حيوان كړه
چي مسلك يې بيداري ملت يې خوار دی