ليکوال: م، ر، شفق 

  د مجلې ګڼه:۱۰مه

د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶ 

د مردان، ښاغلی عبدالواحد قلندر د ژور فکر شاعر افسانه نګار او خاکه نګار دی. هر تخليقي فنپاره يې که په شعر کښي وي او که په نثر کښي د ښاغلي واحد قلندر د ډونکۍ مطالعې (لوستني) او تنقيدي شعور هنداره وي. د ليک ځانګړی طرز. (منفرد اسلوب) يې د عام فهم نه اوچت دی خو د لوستني په اثر د ښاغلي واحد قلندر د سخن جوهر دومره زيات او شوخ شي لکه چي افسانه يا خاکه نۀ ليکي بلکې سمه دمه نثري شاعري کوي. د ليک دې طرز ته هما صاحب دروند کتابي اسلوب وايي. 

عبدالواحد قلندر لکه د عبدالرؤف زاهد، محمد اقبال اقبال او پروفېسر ډاکټر محمد همايون هما زما (م، ر، شفق) لګ بګ همځولی او همعصر ليکونکي شاعران اديبان دي خو زۀ اعتراف کوم چي دغه څلور واړه نۀ يواځي په  تعليمي سفر کښي زما نه وړاندي بلکې د شعر او ادب په ميدان کښي هم زيات معتبر هنرمند او پېژندلي څهرې وې او دي. 

زۀ چي د شپږم جماعت طالب علم (۱۹۵۸) وم نو د خانمير هلالي صاحب ووه ورځني جمهوريت کښي يوه صفحه د ماشومانو مجلس کښي به زما واړه واړه مضمونونه شائع کېدل. د خپل محترم ورور اسرار دطورو او ځوانمرګ شاعر سيد، ن، م باچا په مجلس کښي ما د مردان او پښتونخوا او شاعرانو او اديبانو نومونه اورېدلي او لوستلي وو. کتابونو رسالو اخبارونو لوستو سره يې ښه مينه وه نوې زلمو کښي يو نوم د عبدالواحد قلندر هم ؤ چي ما د رحمان ادبي ټولني مردان په حواله د  ن، م، باچا نه اورېدلی ؤ. 

۶۲-۱۹۶۱کښي چي د مردان هائي سکول ۳ کښي داخل شوم زۀ په نهم کښي او مرحوم محمد اقبال اقبال لسم جماعت کښي ؤ. عبدالواحد قلندر هم دغه سکول کښي د اتم بيا نهم طالب علم ؤ. دواړو سره چي څه رسمي پېژندګلو او خبري اتري نۀ وې. خو اقبال مي له ورايه هله و پېژندلو چي يوه ورځ يې سحر اسمبلۍ کښي په خوږ اواز اردو کښي يو نعمت ويلی ؤ او عبدالواحد قلندر سره مي د زړۀ مينه داسي جوړه شوه چي ګېټ سره نزدې د سکول په لوی نوټس بورډ به يې هره ورځ په چاک خبرونه او اعلانونه   ډېر ښائسته ښائسته ليکل. خو شخطه دومره چي چا به يې شرمولو. زۀ په داسي ښاغليو وروک مئين يم د چا چي لاس ليک ښکلی وي او مصوري ورځي دغسي د اقبال خط کښي د مصورۍ کمال او جمال رنګونه برسېره وو.

عبدالواحد قلندر دغه عمر کښي هم چپ چاپ قلار او سنجيده بنيادم ؤ او لکه د سيد ن، م، باچا به يو مفکر فلسفي ښکارېدو پېژندګلو ورسره ۱۹۶۶ کښي د پښتو ادبي جرګې مردان په اجلاسونو کښي وشوه. 

ستمبر ۱۹۶۶ کښي زۀ مردان کالج کښي د دريم کال طالب علم وم په اول ځل د بخشالي مردان يوه درنه مشاعره کښي شامل شوی وم د پښتو ادبي جرګې مردان قافله کښي عبدالواحد قلندر هم مشاعرې له راغلی ؤ صدارت اجمل خټک صاحب کولو او سيف ګجراتي د نظامت فرائض تر سره کول. دغو ورځو کښي د مارشل لائي دور خلاف يو ادبي تحريک په غورځنګونو ؤ او ورځپاڼه بانګ حرم کښي د نظم او غزل تر مينځه معرکه په زور شور کښي روانه وه. د غزل مرسته کښي د عبدالرؤف زاهد دا شعر زيات مشهور شوی ؤ.

يو څو نظم ويونکي غزل خوان ته لاره نيسي

خسنړو ته خيال وکړي چي طوفان ته لاره نيسي

 او قمر راهي صاحب دغه مشاعره کښي زما غزل يو نظم اورولی ؤ او د غزل پره يې مطبوعه کړې وه.

د بخشالي مشاعرې پای کښي اجمل خټک صاحب يوه مختصره صدارتي وينا کښي ويلي وو:

اوس د ګل او د بلبل د شمعي او پتنګ

 او د زلفو او د سترګو شاعري له مينځه تلې ده،

 د نن شاعر اولس ته فکر او

 شعور ورکوي او د ژوند احساس را بيداروي.

ليکونکي (شفق) د دې نه يو غلط تاثر واخستو چي ګنې و نظم لوی مشاعره اجمل خټک صاحب بر ناحقه د غزل مخالفت کوي. حالانکې د صدارتي وينا نه پس هغوی د نظم په ځائ پخپله غزل اورولې ؤ د دې غزل مطلع وه :

موسم د ګل په ژبه د انګار خبري کړي

ياران دي لږ په فکر د بهار خبري کړي

خو ما سره د دې د خپل شديد رد عمل په توګه يو غزل بانګ حرم اخبار ته ولېږلو چي محترم ايوب صابر صاحب چاپ کړی ؤ او لوی اجمل خټک صاحب ستايلی ؤ. غزل کښي د ګزارې يو شعر دا ؤ:

پخپله لاره باندي يون کوومه

زۀ نۀ حمزه او نۀ اجمل پسې ځم

په دغه مناسبت بانګ حرم پښتو پاڼه کښي د همعصر زلمي ليکونکي عبدالواحد قلندر يوه مقاله د زلفو سترګو شاعري دوه قسطونو کښي چاپ شوله چي د اجمل خټک صاحب پر ضد ليکلې شوې او د غزل په مرسته کښي وه.

د دې جواب کښي بيا د اسرار دتورو په دغه عنوان دوه قسطونو کښي يوه ليکنه شائع شوله. 

اسرار صاحب د اجمل خټک صاحب د بيان وضاحت کړی ؤ چي شاعري ژوند له د حرکت ورکولو نوم دی صرف د بلبل ترانې نۀ وي بيا يې ليکلي ؤ تاسو چي د غزل کوم تعريفونه کړي دي يا د علامتونو استعارو او اشارو کنايو په ژبه بحثونه کوی په دې استاد اجمل خټک صاحب ستاسو غوندي زلمو نه ښه پوهېږي. په فارسۍ ادبياتو کښي يې ايم اې کړې ده او دا ډګري ورله پېښور پوهنتون ترکي صدر " حصو نائې " ته په اعزازي توګه نۀ ده ورکړې. د عبدالواحد قلند صاحب نۀ شم ويلی خو د اسرار صاحب په ليکنه ماته يو دم د خپلي بيوقوفی احساس وشو او عجبه دا چي هغه وخت د اجمل خټک صاحب په شمول ايوب صابر، قمر راهي او مهدي شاه باچا ټولو ښۀ په خوشحالۍ د خپلو کشرانو زلمو ډاډګيرنه کوله او داد به يې ورکولو، ليکلو ته به يې چمتو کول. د دې د اختلاف رايې په حق کښي وو او د ښه مقصد له پاره يې په ځان تنقيد زغملی شو.

اخيري اجلاس ؤ چي د احد يوسفزي صاحب په ځائ کښي شوی ؤ دې کښي د نوموړي اديب دانشور اصغر خان لاله ايډوکيټ د کتاب ژوند او ادب مخکتنه شوې (۱۹۶۹) وه. پروفېسر ميا تقويم الحق کاکاخېل صدارت کولو. اسرار دطورو، پير ګوهر، غلام سرور لاله او عبدالواحد قلندر مقالې اورولې وې او ليکونکي په دغه مناسبت په ړومبي ځل يوه قطعه ويلې وه چي د کتاب د اشاعت د کال ۱۹۶۸ تاريخ ترې راوته:

لاله د ژوند له باغه راوړو ګلاب

جوړ د پښتو په ادب راغی شباب

پام چي تاريخ کښي درنه هېر نۀ شي دی

نثر زيبا و شفق رنګه کتاب

۱۹۶۸ 

د ژوند او ادب د مخکتني دستوره پس يوه تنقيدي ادبي ناسته ده، مقالې چي ولوستې شوې نو امير بادشاه منير د هما صاحب او نورو پام راوګرځولو چي د مخکتني رسمي کاروائي پکار ده نو د کتاب دپاسه يې رومال خور کړو او صدر مجلس ته يې د رسم پوره کولو خواست وکړو. ميا صاحب د کتاب له مخه پلو پورته کړو او يوه درغاړۍ يې وويشته:

داسي ښکاري چي معامله مخکښي شوې ده او نکاح اوس تړلی شي

زۀ د خپل ياد په جزيرو کښي د ګرځېدو نه پس اوس د پښتو مينه والو ته عبدالواحد قلندر د قند په پاڼو کښي ښئيل غواړم. د مردان مجله قند دويم دور ستمبر ۱۹۷۱ نه جولائي ۱۹۷۵ پوري جاري ؤ. چلوونکي قمر راهي صاحب سره محمد همايون هما او ښاغلی عبدالواحد قلندر هم د قند په ترتيب کولو او څڼه سترګه کولو کښي پوره لاس وس کړی ؤ او دوی د مجله قند مستقل ليکونکو کښي هم شامل وو. 

د قند چلوونکي قمر راهي صاحب به هره ګڼه کښي "کرښي" ليکلې "کرښو" کښي به د محتاط رويې دغه نقاد په ډېر هنر د خپل عصر د يو ليکوال شاعر او دانشور په ژوند شخصيت او فن يوه کوټلې تبصره کوله دغه کرښې په ادب کښي د خپل طرز وړې وړې خاکې وې چي ورستو بيا د کرښي په نوم د کتاب په شکل کښي چاپ هم شوې.

د "قند" دويم دور څلورمه ګڼه کښي قمر راهي صاحب ليکي:

"عبدالواحد قلندر د يو مزدور پلار زوی چي د مزدورۍ نه هم محروم دی...... که هغه چېري يو حساس او باشعور اديب نۀ وای نو په معاشره به ضرور پيټی وای. ولي چي د هغه دغسي ډېر ملګري معاشري نغړدي دي ولي قلندر د ژوند ټول تراخه رو رو په مزه مزه تر ستوني ښکته کړي دي او دغسي ورو رو وار په وار يې خپلو فنپارو کښي رانغاړي او دی معاشرې ته ائينه ښيي. د هغه په ځوانه ځوانۍ کښي د مخ هډوکي راوتي دي او ځکه د هغه هر ليک هم د داسي خلقو د ژوند هنداره وي.......... قلندر ډېر "لوستی" شاعر او اديب دی...... هغه په هره موضوع ډېره مطالعه کړې ده" 

د دويم دور قند ړومبۍ ګڼه کښي د عبدالواحد قلندر افسانه د ويني خوند شائع شوې ده. د افسانې ژبه زياته ادبي ده، طبقاتي معاشره کښي د بې وزله خواري کښو د ترڅکېدلي دړدېدلي ژوند يوه المناکه قصۍ ده او د يو مجبور انسان د بې وسو الميه ده. افسانه کښي دياړي مار، ګلی او د هغه ښځه تاجو دواړه کردارونه د بې ارزۍ او بې کسۍ ژوندي تصويرونه دي.

" د ويني خوند" افسانې د نثر يوه نمونه او د عبدالواحد قلندر د مطالعاتي او تخيلاتي زور د خوند رنګ يو مثال ورته ويلي شو. " د تاجو په ځولۍ کښي د هغه زړۀ ته دومره سکون ورسېد شايد چي د عمر خيام زړۀ د شين اسمان د لاندي په شين پوس پوس کبل پروت د ځمکي د حوري د لاسه په شنه پياله کښي د سرو شرابو څښلو په وخت هم نۀ وي محسوس کړی.

ښاغلي قلندر په يو څو کرښو کښي د طبقاتي ژوند تصوير جوړ کړی دی ليکي: ګلی چي د مور پلار د ميني شهزاد ګل ؤ. د مفلسۍ د تېرو ستوري او د اميدونو يوه سپړدي ګلۍ وه. د شتمنو ګلی تش ګلی او د پولي تاک مارغه هغه يو د ياړي مار دی. سحر نه تر ماښامه پوري چا ټکی چلي او چي ماښام درې روپکی جېب کښي واچوي نو په وچ ولي يې د شفق رنګې سرخي نښتې راوټوکېږي.

د دويم دور قند په دويمه ګڼه کښي خوږه د عبدالواحد قلندر يوه بله افسانه هم طبقاتي نظام کښي د زورېدلي اولس د ژوند يو دړد ناک منظر پېش کوي. د قند مجلې په حواله پروفېسر محدم همايون هما د پي ايچ ډي مقاله د قند هنداره کښي ليکي؛ خوږه د عبدالواحد قلندر افسانه ده چي پخپل دروند کتابي اسلوب کښي د خوار او شتمن تر مينځه د فرق ازلي او ابدي قصۍ بيان کړې ده. د افسانې کردار خوږه د ژوند د ترخو او ناړامو ښکار ده. د سحر نه د شپې ناوخته پوري د خان په کور کښي په کار ذرې ذرې شي خو بيا هم په هغې د چا زړۀ نۀ سوځي او کله چي د کشر خان زړۀ په هغې وسوځي نو خپل تنکي پېغلتوب ورته سور اور شي او هغه د کشر خان د هوس پېټی په ګېډه د خان کاکا د کور نه اوځي. او د توري شپې په تيارو کښي چېرته ورکه شي. د دې افسانې خوږه د نثر يوه نمونه تر پام لاندي وساتئ. 

"د هغې د ژوند په پرانستي کلۍ څوارلسم سپرلي د خپل شبنم د قطرو ترمکيا کړې وه، د هغې د ځوانۍ ښائست د عمرخيام هغه تصور ؤ کوم چي د هغه د ذهن په ائينې په مخ د سرو شرابو د سرور غوندي تت تت ښکارېدو، د هغې د سترګو شين والی د رابندر ناتهـ ټېګور د هغه تشبيح ګواهي کوله چي د هغه د محبوبا د سترګو ترجمانه وه، د هغې د شونډو عکس د حميد بابا د غمه شين زړۀ کښي هم هسي زيب کوو لکه سرۀ شراب په شنه پياله کښي، د هغې د قدقامت موذون والي د رودکي ړندو سترګو له هم رڼا ورکوله.

د هغې په وجود شلېدلي جامې که يو خوا د سپوږمۍ په مخ دا غونه وو نو بل اړخ ته د دې حقيقت ژوندی ثبوت ؤ چي لعل په ايرو کښي نۀ پټېږي. 

د دويم دور قند دريمه ګڼه کښي د عبدالواحد قلندر يو نظم شکست شامل دی دا هم د شاعر د احساس او شعور او د فني صلاحيت په حواله يوه ځانګړه او مثاله فنپاره ده. نظم داسي وخت کښي (۱۹۷۱) ويلي شوی دی چي پاکستان دوه ټوټې کړی شو. جمهوريت شکست خوړلی ؤ. له دې کبله ټول قام او فوځ هم ماتي خوړلې وه. د ازاد مملکت نظرياتي اساسي مفکورې په سين لاهو شوي وې، خو عبدالواحد قلندر دا نظم د مرثيې او د نوحې په توګه نا بلکې د نړۍ وال سياست په تناظر کښي او د استعماري او استحاصالي قوتونو د ناوړه سازشونو پر ضد ويلی دی د دغه نظم شروعي او اخيري بند هم که ولوستی شي نو لوستونکو نظر رايي بدلولی شي.

۱: " هغه سرې نازکي شونډي چي سرخۍ به يې شيندلې

 په دې لارو او کوڅو کښي شرابونه توئيدل به 

هغه پېغلي خراماني چي د زرکو د وطن وې

چي کږې وږې به تللې نو ښارونه ورانېدل به

نن خواره واره پراته دي لکه مړاوي زېړ ګلونه

د نظم شکست اخيري بند کښي قام پرور او انسان دوسته شاعر وايي:

دا شکست زموږه نۀ دی دا شکست د هغه چا دی

 چي انسان به يې موضوع وه چي د امن ترجمان ؤ

 چي مئين په يو ممبا ؤ هيموشولډ يې د زړۀ سر ؤ 

چي يې فکر د ګيتا ؤ چي عمل يې د ارجن ؤ

 په ظاهره او باطن کښي بس بچی د برهمن ؤ

 

" تول پارسنګ " د قند يو مستقل کالم ؤ. په کتابونو به تبصري کولې شوې دلته کښي هم د عبدالواحد قلندر خپل جداګانه طرز دی. د ښاغلي طاهر اثر افريدي د افسانو په ړومبۍ يا دويمه مجموعه د محلونو خوا کښي چي تبصره کوي نو د قمر راهي صاحب د يو شعر نۀ شروع وکړي.

 

په رازونو پټو پټو ښه خبر دی

يو راهي دی د محلونو خوا کښي اوسي

ښاغلی واحد قلندر ليکي:

"دا هغه افسانې دي چي طاهر اثر افريدی يې خالق دی

دا هغه جونګړي دي چي د محلونو خوا کښي ابادي دي

دا هغه کردارونه دي چي محلونه يې ودرولي دي 

دا هغه اوښکي دي چي د محلونو د محفلونو شراب يې سرۀ کړي دي."

په کتاب د ځينو سترو نقادانو د رای خيال د محاکمې کولو نۀ پس ليکي:

(طاهر اثر افريدی) د ستايني وړ دی چي هغه پښتو کښي افسانې ليکي سره د دې چي سکول کښي يې الف ب ت هم نۀ دي ويلي او د خپلو افسانو مجموعه يې پښتو ادب ته وسپارله.

د قند څلورمه ګڼه کښي د عبدالواحد قلندر افسانه شنه لوټونه د لوستونکو نظر ته هر کلی وايي اول د دې افسانې د نثر يوه نمونه وګورئ؛

"د هغې په اوږو ګورې توري توري وږدې وږدې زلفي لکه ماران مجنيله شوي وو تا به وې چي هوسۍ چا ړنده کړې ده او د هغې سترګي يې د پشمينې په مخ لګولي دي. پشمينه څه وه د شاعر د تصوراتو يوه مکمله مجموعه او په ايرو کښي لعل ؤ چي چا به ورته وکتل نو د نظر غشي به په هغه نشانه پرېوتل کوم چي د تصور په خرڅه چورلي راچورلي او د ده غونډي منډي او لږې بهر راوتي دائرې پاتي شي.

د قند هنداره کښي هما صاحب په دې افسانه يو څو کرښي تبصره کړې ده دی ليکي چي:

"د عبدالواحد  قلندر د شنه لوټونه د معاشرتي لري بري پس منظر کښي ليکلې شوې يوه درد انګيزه قصه ده چي پکښي د افسانې په رغوڼه کښي د بنيادمو د بې وسۍ تصويرګري شوې ده."

پنځمه ګڼه کښي د عبدالواحد قلندر يو نظم سباوون شائع شوی دی دا د ايليا ايلن برګ د افسانې ډوډۍ او وينه د مرکزي کردار لوئيس د انجام د تاثر لاندي ليکلی شوی نظم دی چي د ازادۍ د جدوجهد دوران کښي په سپين بېرغ وغُلېدو. د دې نظم دوه اخيري بندونه ولولئ:

" هم هغه وينه چي ملګرو د صديو راسي به 

چا به شراب ورته ويل د سپينو زرو جام کښي

هم هغه وينه د انسان چي يې انسان تويوي 

د حريت، د صداقت، د محبت الزام کښي

لکه چي زېری د مرام په مسافرو اوشي

لکه دا وينه چي تازه شي او مستۍ کښي راشي

څوک محتسب ؤ چي ازغی ازغی کېده مي زړۀ کښي

لکه دا شپه چي د ستم لا سبا شوې نۀ وي

دا جوړې خوب ؤ که فريب ؤ که ارزو وه زما

دا احساسات دا کيفيات لا زما شوي نۀ دي

دا سباوون دی د تکل په ائينه ګردونه

ځئ چي ملګرو لا ودرېږو نا مرام ته رسو

پښتو کښي منظوم شوی دی تاثر کښي د عبدالواحد قلندر ويرجنه احساس په چغو سر دی چي زموږ وطن وال هم د سامراج په سپينو دروغو تېر وتلي دي نو اوس يې سترګي لږ څه وغړېدلې. ځکه وايي لکه دا شپه چي د ستم لا سبا شوې نۀ وي کوم ته چي فېض احمد فېض اشاره کړې وه او زموږ د خاوري شاعر تاج ملوک خان دلسوز ويلي ؤ

ما خو جوره لر کوله چي مي ويني نۀ څښې

اګاه پرې نۀ شوم، په لستوڼي کښي مي مار اوخته

 عبدالواحد قلندر هم لکه د اجمل خټک د لستوڼي ماران ښه پېژني ځکه نو د زهرو په نشه دد شوي خلګو د راويښولو او را بيدارولو هڅې کوي.

د قند شپږمه ګڼه کښي کرښې عبدالواحد قلندر ليکلي دي ورپسې ګڼو کښي هم قلندر دا ذمه واري پوره کړې ده. شپږمه ګڼه کښي عبدالواحد قلندر دوه همځولي شاعران بشير زار او م، ر، شفق په کرښو کښي معرفي کړي دي د بشير زار په حکله ليکي:

" هغه د حسن شاعر دی ځکه د نړۍ په مخ خورې ورې توري خړې وريځي بېرته کول غواړي چي د نړۍ هر انسان د ژوند د ناوې په اننګو کښي د شفق سرخي وزغلي او دا ډلي ډلي منتشر انسانيت د خپل غزلي د وحدت تاثر په مزې پئيل او د تغزل په زړۀ راښکون يې تړل غواړي.

د م، ر، شفق په حکله عبدالواحد قلندر د نثر ي شاعري بڼه کښي داسي کرښي راکښلي دي.

" د خوږو خوږو غزلو او پستو پستو خبرو شفق سره د ليدو کتو نه پس دا خيال چي ژوند د اوښکو امانت دی په يقين بدل شي. د هغه د ژوند لمن د ازغو نه ډکه ښکاري او د هغه شاعري د ماښامي هغه لږه لحظه ايسارېدونکې شفق دی چي پخپله سرخۍ هر زېړ مخ الواني کړي.

اخير کښي ليکي:

شفق خبري ډېري کمي او شاعري زياته کوي، خو شاعري هم داسي چي هره فنپاره يې په تول پوره وي. دې د شاعرانو په هغه ډله کښي دی چي شاعري نۀ خو د خپل ذهني تعيش دپاره کوي او نۀ انسان او د هغه ژوند د خلا تخليق ګڼي. ځکه خو د خپل غزل په ژبه د هغه رجحاناتو عکاسي کوي چي خلق يې د شاعرۍ په نازک مزاج بار ګڼي.

د عبدالواحد قلندر دغه خبري په ګل بدلي خو يوه کرښه پکښي اوس داسي ليکل پکار دي چي شفق خبري ډېري زياتي او شاعري کمه کوي.

عبدالواحد قلندر يو تخليقي فنکار دی د مفلسۍ او نادارۍ په غېږه کښي زيږدلی او د خود دارۍ په سرو غرمو کښي لوی شوی شاعر او دانشور د بې وزلۍ او ناچارۍ په ايرو کښي پروت د پښتو ادب يو پړقېدونکی لعل دی :

 

جو دانه قدر يو لعل په کښي پيدا کا

نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دی 

 

          (رحمان بابا) 

 

FaLang translation system by Faboba