ليکوال:  رشيد احمد

  د مجلې ګڼه:۱۰مه

د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶ 

د پښتو ژبي او ادب په  تاريخ   کښي موږ ته داسي نوموړي  او لويي نامې مخي  ته راځي چي لوستونکی ورته ګوتې په غاښ شي. دغه نابغه او ليکوال  چي کوم مقام ته رسېدلي دي نو هغوی د خپل نۀ ستړي کېدونکي زغل،کلکې ارادې او ټاکلی مرام لرلو کوم ته چي رسېدل د دوی مدعا وه. په دې نامو کښي د سمندر خان سمندر نامه،امير حمزه خان شنواري  نامه او په دې اوسنيو ورځو شپوکښي د طاهر اپريدي نامه دپښتو ادب په اسمان لکه د ستورو برېښي. 

طاهر اپريدی د پښتو ژبي لوی خذمت کړی دی.هغه لکه د جوارګر دغه جواري کوله خپله ګټه وټه يې دپښتو ژبي ادب ته بائلله....هغه د مجلې عدل،پلوشې او جرس په شکل کښي خپله مينه او وينه پښتنو ته وړاندي کړه او ددې نه علاوه يې تر شلو کتابونو پښتو ادب ته پيرزوني وکړې کومې چي پښتنو ليکوالو اواديبانو په خلاص زړۀ اوستائيلې.طاهر اپريدی  دپښتونخوا نه دمعاش دپاره کر اچی ته کډه وکړه او هم دا درڼاګانو ښار دهغه مستقل مسکن شو. دکراچي په استوګنه کښي که دې ښاغلي په رزق پسې منډه  ووهله نو په دغه زغل کښي  يې دپښتو ادب خېټه مړول هيڅ کله هېر نۀ کړل او خپله ګټه وټه يې په پښتو ادب لګوله. راځئ چي ددې نابغه ژوند ته يو نظر وکړو.

د طاهر اپريدي ژوند

ښاغلی طاهر اپريدی په ژواکي کلي (ايف ار پېښور) کښي په  څلورمه جنوري کال ١٩٣٩ زيږيدلی ؤ. هلکوالی يې دلته په خپل کلي کښي  تېر کړو. د شلو کالو خوا وشا په عمر کښي کراچی ته لاړ خو څه ورځي پس بېرته کلي ته ستون شه. خو چي دکراچی رڼاګانو  ليدو نه وروستو ورته کلي کښي قرار چرته ورتلو او اخر څلور پنځه کاله وروستو کراچی ته بيا په مسافرۍ لاړ شو او داځل يې دغه مسافري په عمري استوګنه کښي بدله شوه.

دې زلمي  به د لارو موټرو شيشې پاکولې او دسړک په غاړه به کله يو خواته اوکله بل خواته ځغاستو. دلاسو پښو مزدوري به يې هم کوله. څه موده وروستو دخپل موټر مالک شو او يو ټيکسي يې ځانته واخست. د هغوی  وينا ده  چي په اول ځل مي يوه سوارلي منزل ته اورسوله  او  دولس انې کرايه مي ترېنه وصول کړه نو زما  په تصور کښي  هم دا نۀ وه. هغه وخت دولس انې ډېر شی ؤ. ژوند په نوي ډګر روان شو. طاهر صيب ورو ورو خپل ګاډي زياتول او ځان ته يې کور هم جوړ کړو، او هغه يو ټيکسي په يوه کمپنۍ کښي بدل شو.

دخپل محنت په برکت هغه زلمی چي دپردو ګاډو شيشې يې پاکولې او ځغاست به ورپسې اوس دخپلوګاډو مالک دی.  اودغه شان يې دمعاش مسئله حل کړه. چي دمعاش فکر کم شي نو نور کارونه ورته اسان شي   او هغوی پښتو ادب ته مخه کړه.

ليک لوست  او زده کړي

 ښاغلي طاهر اپريدي روايتي تعليم نه دی حاصل کړی. دروايتي نه زما مطلب لکه سکول ته تلل او په باقاعده توګه ليک لوست زده کول اويا مدرسې ته د ديني تعليم دپاره تلل او ورسره ليک لوست زده کول دي. ښاغلي طاهر اپريدي د خپل پلار نه ليک لوست زده کړی دی. دهغوی وينا ده چي پلار به راته قاعده ويله اود هغې سره مي ترېنه ليکل هم زده کړل.

دهغوی وينا ده چي مابه چرته داخبار ټوټه په مځکه وليده نو هغه به  مي راواخسته او ولوستله به مي.  داسي ورو ورو ما ليکل زده کړل. ددې قابل شوم چي څه  وليکم او ولولم.

ادبي ژوند

طاهر اپريدي صيب وړومبی شاعري کوله. دپښتو داستانونه او قيصې يې ټولي ولوستلې.  د هغوی ويناده چي دغه ټولي قيصې ما لوستلې  نو زړۀ کښي به مي دې خيال غزوني کولې چي کاش ما   قيصه اوليکلی. هم دغه خواهش او ارمان ؤ چي قلم مي راواخست او وړومبۍ افسانه مي تخليق کړه.

''وايي چي يو وار مي يوه افسانه اوليکله چي دا د ١٩٦٤-٦٥ زمانه وه او ''غنچه'' مجلې ته مي واستوله. دغه زمانه ولي محمدخان طوفان ددې مجلې ادارت کولو. هغه دغه افسانه چاپ کړه. د افسانې چاپ کېدلو سره زما دنيا بدله شوه او ماافسانې ليکل شروع کړل.که دغه افسانه نۀ وای چاپ شوې نو اوس به چرته ددويمي درېيمي درجې شاعر ووم. خو د افسانې دچاپ نه پس ما نثر اوپه خصوصي توګه افسانې ته توجه وکړه. اودومره افسانې مي اوليکلې  چي په افسانه نګار مشهور شوم''

 ددغه وړومبۍ افسانې ادبي قدرو قيمت څه ؤ؟ دهغې اندازه ددې نه  موږ لګولی شو چي هغوی دغه افسانه په خپلو لسو افسانوي مجموعو کښي په  يوه کښي هم نۀ ده شامله کړې. د ښاغلي طاهر اپريدي صيب افسانې ډېري ستائيلي شوي دي. په افسانوي ادب کښي دهغه خپل يومقام دی.

دې ښاغلي پښتو ادب ته شل کتابونه پيرزوکړي دي چي پکښي  افسانې، ناولونه، رپورتاژونه، سفرنامې، ډرامې اونور ډېر  څه شامل دي

په حيث ديو افسانه نګار

ښاغلی طاهر اپريدی په بنيادي توګه افسانه نګار دی. هغه پښتو ادب کښي په لرو بر کښي ديو لوی او ښه افسانه نګار په ډول پېژندلی شي. تر اوسه پوري دې ښاغلي د افسانو لس مجموعې يا ټولګي چاپ کړي دي چي ترتيب يې په دې ډول دی

د محلونو خوا کښي

پاڼي پاڼي

لاره کښي ماښام   ( دې مجموعې ته اباسين ارټس کونسل ايوارډ ورکړی ؤ چي بيا يې ترې بېرته د نامعلومو وجوهاتو له کبله  واخست)

ديدن  (اردو)

بيا هغه ماښام دی

نور خوبونه نۀ وينم

په زنځير تړلی خوب

د څو لحظو لويه قيصه

موده پس اشنا راغلی

تا سره خبري

دښاغلي طاهر اپريدي افسانې ورو  ورو د واقعاتي نه په علامتي افسانو بدلي شوې. دهغه په افسانو کښي د تنهائي اثر ډېر جوت دی او ددې وروستۍ ټولګي نمائنده افسانه '' تاسره خبري '' د دې يو ډېر ښه مثال دی.

''چي ديو داسي يواځي شوي او تنها شوي بوډا قيصه ده.د چا ښځه چي ډېره موده اګاهو مړه وي او اولاد نۀ لري. بس دخپلي ښځي د يادونو سره ژوند تېروي. دی هروخت داسي ګڼي لکه چي ښځه يې دده سره ناسته ده او دی ورسره خبري کوي. داسي په خبرو خبرو کښي ترېنه هغه يو ځل مروره شي ددۀ نه بهراوځي اودی ورپسې په دوو ورشي چي را وې ګرځوي.چي هلته ولوېږي او يخ شي.''

د''غازي'' اخبار د هغه وخت پښتو پاڼي مدير ښاغلي ګل محمد بيتاب او ښاغلي زبير حسرت سره په يومرکه کښي د خپلو افسانو اود تنهائي په هکله هغوی ويلي وو چي زۀ د مور پلار ايکي يو زوی وم. نۀ مي خوېندي شته او نۀ وروڼه. نو زۀ چي به دکوره بهر ووتم او ملګرو به مي دخپلو خوېندو وروڼو سره لوبي کولې نو ما به ځان يواځي ګڼلو او دهغه وخت نه دا يواځي توب او تنهائي زما سره ملګرې شوې ده. هغه وايي چي زما مور پلار ماته په ورکوټوالي وادۀ  وکړو چي کور ته ماشومان راشي ولي الله ته به منظوره نۀ وه او زما اولاد ونشو. دا زما دتنهائي دويمه وجه ده. د هغوی داهم ويناده چي کله زۀ کراچی ته راغلم نو دغه دېرش کاله( د١٩٦٠ نه تر ١٩٩١ء) پوري دغه تنهائي زما ملګرې وه اوپه ذهني توګه زۀ تنها وم.

د افسانو په هکله ښاغلی طاهر اپريدی وايي چي د نن افسانه تشه د وخت تېري دپاره نۀ ده هم په دغه مرکه کښي هغوی وايي

''افسانه دوخت تېري دپاره نۀ ده بلکې داد حال په ائينه کښي دمستقبل نشان دهي کوي''

دهغوی وينا ده چي په قلم بې ځايه بنديزونو افسانه لکه د شاعرۍ علامتي کړه اوليکوالو د علامتي نه بيا تجريدي کړه. او يو وخت داسي راغی چي ليکوال بيا دخپلي افسانې وضاحت نۀ شو کولای او افسانه بېر ته افسانه شوه.

په  طاهر اپريدي دنورو افسانه نګارو اثر

ددې ښاغلي په هکله دا مشهور ده چي د اردو د لوی افسانه نګار ښاغلي سعادت حسن منټو نه متاثره دی او په افسانو کښي يې دغه رنګ ډېر جوت ليدی شي. ولي ښاغلی طاهر اپريدي وايي چي يواځي د منټو نه نۀ بلکې د احمد نديم قاسمي،کرشن چندر،عصمت چغتائي،جيلاني بانو ،سلطان جميل نسيم،امراوطارق  او احمد داود هم دهغه د خوښي ليکوالان دي. دهغوی مطالعه ډېره کوي او تاثر ترېنه اخلي.

ناول نګاري

طاهر اپريدي  دوه ناولونه په پښتو کښي او يو ناول په اردو ژبه کښي تخليق کړی دی.

کاڼوکښي رګونه

تربوزک

تیری آنکھیں خوبصورت ہیں

دښاغلي طاهر اپريدي موضوعات عموماً دکلو دي. هغه اوسي خو دکراچی په لوی ښار کښي خو کردارونه يې دخپل کلي او سيمي دي. هغه په کراچی کښي هم بهر اوځي ګرځي او په خړو پړو کوڅو کښي ځانله کردارونه لټوي. هغه دپښتنو هغه بد عادتونه غندلي چي بې ځايه دښمنۍ  او تربګنۍ  پالي. خپل ورور اوچت نۀ شي ليدی. بل اړخ ته يې هغه  پېشه ور جرګه مار او ملکان غندلي دي  چي په جرګو کښي کښېني او د تلي ډنډه هغه خواته وهي چي چا ورله جيب ډک کړی وي او يا ترېنه طمع لري. دغه جرګه مار بل اړخ ته ديو بل لاندي کولو دپاره يوه کشاله دومره  ورانه کړي چي په حل کولو کښي يې مودې ولګي او هم دغه د ده دناول'' كاڼو كښې رګونه'' موضوع ده.

د طاهر اپريدي ډرامې

ښاغلي  طاهر اپريدي په ډراموليکلو  هم طبع ازمائي کړې ده او دوه ډرامې يې تخليق کړي دي.يوه ډرامه يې د اميرحمزه خان شنواري په ادارت کښي خورېدونکي  پنځلس ورځنۍ مجلې'' رڼا '' ستمبر ١٩٧٦،مخ ٣٣-٣٦ کښي چاپ اوخوره ده. ددې ډرامې نامه هغه دخپلي سيمي په يوه محاوره'' رنځ ورله راشه'' ايښې وه. دغه محاوره يو قسم له خيره ده. اوهغه په ډېر ښکلي انداز کښي بيان کړې ده.

د موصوف بله ډرامه'' بدنامه'' په ''پاڼي پاڼي'' نومي دافسانو مجموعه کښي چاپ شوې ده چي ديوې كونډي ښځي ګلابو قيصه ده دچاچي په ځوانۍ كښې خاوند مړشوی وي او يو ماشوم بچی ورته پاتي وي.خلګ ورته سپېره وايي او په ښه نظر ورته نۀ ګوري. ګلابو  په كورونو ګرځي دهغوی  كارونه كوي  او داشان د ژوند شپې سبا كوي .د يوې بلي ښځې ''صابرې''  زوی بهر ملك ته تلی وي هغه ډېره موده پس  بېرته  وطن ته راشي. ګلابو د صابرې په كور كښې كار كوي. صابره د زوی دپاره جينۍ ګوري  او چي دهر طرف نه ستړې اومايوسه شي نو يوه ورځ ورته  زوی وايي چي ما جينۍ خوښه كړې ده. دګرځېدو حاجت نشته. نو مور ورته وايي  چي څوك ده. كله چي ورته  ذوالفقارګلابو نوم واخلي نو مور يې حيرانه شي چي ښه هغې په تا هم جادو اوكړو.

ښاغلی طاهر اپريدی يو  مترقي ليكوال دی او دهغه په ډراموكښې لكه دهغه د افسانو دغه فكر څرګند دی. هغه دمقصدي ادب قايل دی. او د يو خاص فكر لاندي ليكل كوي. طبقاتي كشمكش دهغه په افسانو كښې هم جوت ليدی شي.

د پښتو رپور تاژونو ليکوال

ښاغلي طاهر اپريدي درې رپورتاژونه ليکلي او د پښتو ادب  لمن يې پرې فراخه کړې ده

جانا ن مي قطر ته روان دی

لاړشه پېښور ته

ځه چي ځو کابل ته

رپورتاژ په شرقي ادب کښي يا اردو ادب کښي ځانته يو جوت مقام لري.او د اردو نه پښتو ته راغلی دی.

دښاغلي طاهر اپريدي رپور تاژونه ډېر دلچسپ وي. هغه هره واقعه په ډېر ښکلي انداز کښي بيانوي او خپل رپورټ ته پرې ښکلا بخښي. لکه دهغه رپور تاژ '' ځه چي ځو کابل ته'' ډېر دخوند نه ډک دی هغه واقعات داسي بيان کړي دي چي تر اخره پکښي تلوسه وي اوبنده دځان سره داسي ساتي چي اخر ختم شي. په دې رپورتاژ کښي هغه د خپلو ټولو ملګرو ذکر کړی دی  څوك چي په دې سفرکښي دهغوی سره ملګري وو.  په دې سفركښې دنورو سره سره اباسين يوسفزی او ښاغلی سليم راز هم ملګري وو. ښاغلی طاهر اپريدی وړومبی کابل ته د خپل تګ مدعا بيان کړې ده او بيا يې هلته د سيمينار پوره رپورټ بيان کړی دی. په دې رپورتاژ کښي هغه دښاغلي سليم راز درې څلور احتجاجونه هم ريکارډ کړي دي چي د سورلۍ،هوټل،خوراک وغيره په هکله دي.کله چي د مانځه په موقعو يې هم دهغه ذکر کړی دی.دا يوه ښه خبره ده دخپلو مشرانو اوبيا په خصوصي توګه دليکوالو په هکله خلګ زيات لوستل غواړي او طاهر صيب ددې خبري ښه اهتمام کوي.

په دې رپور تاژ کښي د ډاکټر ياسين اقبال او ښاغلي صادق ژړک سره د يوې مباحثې ذکر هم دی چي هغوی طاهر صيب ته ګيله کړې وه چي په خپله يوه سفرنامه کښي دهغوی د مقالو اوخبرو ذکر نۀ ؤکړی. ظاهر اپريدي صيب ډېر د تاسف اظهار کړی دی چي زه دوی څنګه پوهه کړم چي په سفر نامه،رپورتاژ او ادبي جلسې په رپورټ کښي فرق وي.

طاهر صيب او سفر نامې

 په پښتو کښي سفر نامې دخوشحال خان خټک دوخت  نه راروانې دي  لکه چي دهغه'' سوات نامه'' يوه منظومه سفر نامه ده، حمزه بابا هم دکابل دوه سفر نامې ليكلي دي. يوه منظومه اوبله منثوره ده. دحمزه بابا بله سفر نامه دحج ده. چي ښاغلی طاهر اپريدي ورته وايي چي دا حمزه بابا دخپلي تمنا  او خواهش اظهار کړی دی. هغه ''غازي اخبار'' سره په خپله مرکه کښي ويلي ؤ چي زما سفرنا مه'' سفر مدام سفر'' يوه مکمله ادبي سفرنامه ده. 

دموصوف درې واړه سفر نامې  ليکوالو اولوستونکو ډېري ستايلي دي. 

طاهر صيب په حيث د يو ادبي صحافي

طاهر اپريدي صيب د محنت مشقت سره سره ليک لوست اوکتابونه   تخليق کړي دي. خو د دې سره سره هغه صحافتي ادب سره هم ژور تړون لرلو. هغه دپښتو ادب خذمت داسي هم کولو چي د ډېرو ليکوالو ليکني اوتخليقات يې په مجلو کښي خواره کړل اوداسي هغه خلګ چي خپل کتاب نۀ شي چاپ کولی نو دهغوی تخليقات او تحقيقات يې نورو ته ورسول. دطاهر صيب صحافتي خدمات داسي دي 

مجله'' عدل''  سره تړون 

''عدل'' دپښتو ژبي وړومبۍ مجله وه چي په کراچی کښي د کال ١٩٤٨ء نه تر ١٩٧٠ عشرې دوروستيو کلونو پوري خورېدله. دا محترم پيرمحمد شريک شروع کړې وه. ښاغلي طاهر اپريدي په دې مجله کښي هم دپښتو ادب دخذمت دپاره خپل خذمتونه پيش کړي وو.

مياشتنۍ ''پلوشه''

مياشتنۍ ادبي مجله '' پلوشه ''يې  د ښاغلي ابو الفتح پښتون سره په ګډه چلولې وه. دا يوه ادبي مجله وه او ادبي فن پارې يې خورولې. او دپښتو ادب يې ډېر خذمت کړی دی. طاهرصيب ددې مجلې سره دوه نيم کاله تړون لرلو.

درې مياشتنۍ مجله ''جرس''

په کال ١٩٩١ء کښي طاهر صيب خپله درې مياشتنۍ مجله'' جرس'' شائع کول شروع کړل. دغه مجله دکال ٢٠٠٣ پورې په باقاعدګۍ سره خوره شوه. دنورو خصوصي نمبرونو نه علاوه يې دپښتو نظم نمبر( دڅوارلس  (١٤٠٠) سوه مخو نو نه زيات ضخيم) او بل پښتو غزل نمبر خواره کړل. دغه مجله په لر و بر کښي ډېره مشهوره شوې وه. او  اوس خبر دی چي  دپښتو ادب مئينان دغه دوه نمبرونه بيا  په دوباره شائع کول غواړي. د ادب د ډېرو تږو تنده پرې ماتېدله. 

غازي اخبا رسره په يوه مرکه کښي ښاغلي طاهر اپريدي دښاغلي ګل محمد بيتاب ديوې پوښتني په جواب کښي ويلي وو چي د دغه مجلې کليز اخستونکي څلور پنځوس(٥٤) دي او چي ددوی ته د ټولي خرڅي شوي مجلې دسټالونو رقم راشي نو ديوې ګڼې خرڅ نه پوره کوي. ښاغلي طاهراپريدي ويل چي لکه څنګه ځيني خلګ دتماشو شوقين وي،ځيني دپوډرو،ځيني د شرابواو ځيني دجوارۍ نو داسي اوګڼئ چي  د''جرس '' خورول هم زما يوه داسي کمزوري ده. زۀ دپښتو ادب او ژبي خذمت کول غواړم. خو دغه مجلې ته دمالي  او بدني مشکلاتو له کبله طاهر صيب نور دوام ورنکړی شو.

طاهر اپرېدی اود اولسي ښېګړي تنظيمونه

پښتون محاذ

ښاغلي طاهر اپريدي په کال ١٩٦٥ کښي د محترم اجمل خټک، محترم امين خټک  او محترم سليم راز سره په کراچی کښي'' پښتون محاذ''  قائم کړی ؤ چي داسي دخپل اولس خذمت وکړي 

اولسي ښېګړه

دا تنظيم ښاغلي طاهر اپريدي د زړونو دمشهور ماهر ډاکټر رحمان اونصرالله جان خان  په تعاون جوړ کړی ؤ چي دسکولونو يعني تعليم او صحت په ميدان کښي يې د اولس خذمت کولو.

جرس ادبي جرګه

د''جرس ادبي جرګه'' په وجود کښي راتلل د طاهر اپريدي يو لوی کوشش او خذمت دی. دشروع نه واخله تردې دمه ددغه ادبي جرګې پنځلس ورځنۍ  ادبي جلسه په باقاعدګۍ سره کېږي. دغه ادبي جرګې  د کراچی په  ادبي غونډو کښي د ادبي تنقيد  دپاره لاره هواره کړه. دغه ادبي جرګې ته په ټوله پښتنه سيمه کښي يو ځانګړی مقام حاصل دی.اګر چي په کراچي کښي نوري ادبي جرګې هم شته ولي ''جرس'' ادبي جرګه د يوځانګړي مقام څښتنه ده.

ايوارډونه او اعزازونه

١.خوشحال ادبي ايوارډ ٢٠٠٠اکېډمي ادبيات پاکستان اسلام اباد

٢.اکېډمي ادبيات پاکستان  سندهـ  د طاهر اپريدي په اعزاز کښي د ''طاهر اپريدي'' کارنر پرانسته کړې ده 

٣. اباسين ارټس کونسل پېښور له اړخه د هغه يو ناول''تربوزک'' ته ايوارډ ورکړی شوی دی.

٤. دطاهر صيب دافسانو مجموعې''پاڼي پاڼي'' ته دپاکستان رائټرز ګلډ له اړخه ايوارډ ورکړی شوی دی.

٥،'' سفر په خير''  سفرنامې ته هم  اباسين ادبي ايوارډ ورکړی شوی دی

٦.داكېډمي ادبيات پاكستان له اړخه د غوره كتاب ايوارډ ١٩٩٩طاهر اپريدي ته وركړی شوی ؤ.

په ملکي او غير ملکي توګه  د طاهر صيب يادونه

په  ځينو ملکي او انټر نيشنل ورځ پاڼو او کتابونو کښي د  طاهر صيب يادونه شوې ده او  د هغوی خذمتونه يې ستايلي دي.لکه 

The Europa Directory of Literary Awards and Prizes”‘‘دايوه يورپي ډائريکټري ده چي کوم خلګ وستايلی شي او ايوارډو نه واخلي نو دهغو دنامو اندراج پکښي کولی شي. دطاهر اپريدي ذکر په مخ ١٥٢موجود دی او دهغه دايوارډونو تفصيل پکښي ليکلی شوی دی.

.د''افکار'' ٢٥ جنوري ٢٠١٣ په پاڼه باندي د ښاغلي نعمت خان يو تفصيلي رپورټ د طاهر صيب په هکله خور شوی دی

انګريزي ورځ پاڼې  ''ايکسپريس ټريبيون سندهـ ''  د  وويشتم اګست ٢٠١٣ په ګڼه کښي د طاهر اپريدي د خدماتو ستاينه شوې ده.

 انګريزي ورځ پاڼې ''ډان''د اتۀ ويشتم(٢٨) مۍ ٢٠١١ءپه ګڼه کښي د طاهر اپريدي په هکله يو خصوصي رپورټ خور کړی دی.

حوالې

١.ايکسپريس ټريبيون(سندهـ) دپاره لنك

http://tribune.com.pk/story/595659/pakistan-academy-of-letters-makes-space-for-pashto-literature

٢.افکار(AF-Kaar)

https://afkaraffairs.wordpress.com/2013/01/25/men-of-letters-uncovering-the-\invisible-aspect-in-karachi

٣.ورځ پاڼه ''ډان کراچي''

http://www.dawn.com/news/717901/urdu-another-attraction-for-pashto-writers

٣. The Europa Directory of Literary Awards and Prizes” دپاره لنک

https://books.google.com.pk/books?id=2JhACwAAQBAJ&pg=PA152&lpg=PA152&dq=Tahir+Afridi+literary+works&source=bl&ots=zlTjMRygRE&sig=ROB4fSBiiw7jVBPGxytpEWf8KAA&hl=en&sa=X&ved=0ahUKEwjpr_Xt1_vMAhVFaRQKHf13Bn4Q6AEIKzAD#v=onepage&q=Tahir%20Afridi%20literary%20works&f=false

٤.ډان نيوزکراچي دپاره لنک

http://www.dawn.com/news/632481/regional-literature-pushto-literature-in-the-port-cit

٥. ګل محمد بيتاب،دطاهر اپريدي سره مركه، ورځ پاڼه ''غازي ''پېښور،٣مارچ ١٩٩٢. 

٦. طاهر اپريدی،تا سره خبري،تاسره خبري،جرس ادبي جرګه 

کراچي،٢٠١٣،مخ٧٤تا٨٢

٧. طاهر اپريدی، د طاهر اپريدي چاپ تصنيفات، تا سره خبري،،جرس ادبي جرګه 

کراچۍ،٢٠١٣،مخ١٢٧-١٢٨

٨.طاهر اپريدی،کاڼو کښي رګونه،جرس ادبي جرګه کراچي،٢٠٠٠ء

٩.طاهر اپريدی،لاړشه پېښور ته،جرس ادبي جرګه کراچي،٢٠٠٥

١٠.طاهر اپريدی،ځه چي ځو کابل ته،جرس ادبي جرګه کراچي،٢٠٠٦

١١.طاهر اپريدی،موده پس اشنا راغلی،جرس ادبي جرګه کراچي،٢٠١٠

١٢. رشيد احمد،پښتو دباغ ماليار''طاهر اپريدی''،مياشتنۍپښتون،مارچ ٢٠١٦،مخ ٧٠

١٣.د اجمل خان اپريدي سره خبري اتري چي ماته يې په فون بيان كړې

 

FaLang translation system by Faboba