ليکوال:   اباسين يوسفزی 

د مجلې ګڼه:۱۰مه

د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶ 

"شاعر د خپل ماحول غلام وي، د دۀ مثال د يو داسي حېوان دی چي د هغه په وجود څرمن نۀ وي. که پوټی ازغی څوک وروړي نو په کريکو ځان وژني او که پوټی ارام ورشي نو د خوشحالۍ نه بې هوشه شي ـ"

د غني خان دغه ټکي د هغوی په شاعرانه احساس د پوهېدو دپاره پوره دي ـ  د ژوند په هکله د يو تخليقي فنکار د عامو خلګو په شان کوټلی او تللی سوچ نۀ وي او بيا په تخليقي هنرمندانو کښي شاعر ته دا امتياز حاصل دی چي د هغه د سوچ  پړاوونه او بريدونه معلومول خولېري خبره ده، د هغه د فکر تل ته د رسېدو دپاره که د شاعر هومره جذبې نۀ وي نو د شاعر هومره ادراک لازمي خبره ده ـ

او بيا غني خان خو نه صرف يو عظيم شاعر دی، د ځانګړي رنګ د نثرنګار نه علاوه زبردست انځورګر او مجسمه ساز هم دی ـ هغه پخپلو ټولو تخليقاتو کښي د يو فلسفي، مفکر او متصوف په حېث څرګندېږي ـ غالباً هغوی د شاعرۍ دپاره د پښتو ژبه خوښه کړه او د نثر دپاره يې انګرېزي او اردو وټاکله ـ چرته يې په رنګونو او خټه کښي خپلي جوشېدلي جذبې ورولړلې او چرته يې د ټکو د موتيانو لړۍ ووپئيلې او په کاغذيې نقش کړې ـ لنډه دا چي هر ځائ يې د رنګ او نور داسي جواهر پارې وړاندې کړې چي مثال نۀ لري ـ د مصورۍ او مجسمه سازۍ په نزاکتونو او تکنيک د نۀ پوهېدو له کبله د هغوی دغه اړخ ته زۀ پاملرنه نۀ شم کولای البته د هغوی دادبي فن پارو چي زموږ د عالي ادب برخه ده په هکله څو مات ګوډ ټکي وړاندي کوم ـ

په خپل قام څوک نۀ وي مئين ؟ خو د جذباتي وابستګۍ نه بالاتر د خپل اولس څهره په غور کتل او د هغې د ښکلا او بدرنګۍ په هکله بې وېري بې ترهي د طنز او مزاح د خوند نه ډکه تبصره کول غني خان له ورځي ـ تاسو چي د هغوی نظم او نثر ولولئ نو د هغوی د قادرالکلامي اندازه به درته ارومرو وشي ـ

په انګرېزي کتاب The Pathans a Sketch کښي د غني خان قلم بې کچه خواږه لري ـ د لفاظي او جمله سازۍ نه بېخي پرهېز شوی دی ـ د پښتنو تاريخ، اولسي سندري، ديومالا، رسمونه رواجونه، توهمات، د بدل اخستو جذبه او د سياست په هکله ډاګيزي تبصرې او د معلوماتو يوه ستره پنګه لرونکی دا کتاب د خپل رنګ يوه غوره نمونه ده ـ مُلا، جادو او کوډي تعويذونه د غني خان په خيال کښي د ژوَري په رنګ د اولس وينه څښي ـ دغه قلم چي په کوم رنګ کره کتنه کړې ده ــــ لوستونکی د ځان سره وړي ـ

احمد سليم د دې کتاب په هکله ليکي :

ترجمه : "دا کتاب د پښتون تاريخ او رواياتو يوه وړوکې انسائيکلو پېډيا ده ـ يوقلمکار که هر څو ځانګړی او کوټلی وي، پخپل ليک کښي اساني هغه وخت راوستی شي چي په موضوع او بيان يې لاس بر وي ـ په دې موضوع د کالونو د تحقيق نه پس په زرګونو صفحو اړه لرونکي نور کتابونه دومره اسان او مستند نۀ شي کېدای ـ دا کتاب دتېرو ورځو ديو ځلمي پښتون، يو لېوني فلسفي، يو ځانګړي رنګ لرونکي نثرنګاراو د يو عظيم پښتون شاعر غني خان هغه وړوکی کتاب دی په کوم کښي چي د پښتنو د مرګ او ژوند، ميني او جنګ په هکله د هر سوال جواب شته ـ"

په اردو کتاب "خان صاحب" کښي غني خان په يو ناليدلي رنګ کښي ښکاره کېږي ـ د پاکستان دننه د اوسېدنکو قوميتونو تر مېنځه يو غېر محسوس او غېر بيانيه تړون راوستو کښي دا وړوکی کتاب لوی کردار ادا کوي ـ د مرکزي کردار خان صاحب د مزاج رنګارنګي او شوخي د کتو ده ـ د کردار د معصوميت او هټ دهرمۍ په ذريعه د انساني رويو او نفسيات چي کوم فلسفيانه جاج اخستی شوی دی، بې مثاله دی ـ په ډېره اعلی فنکارۍ او په ټوقو ټوقو کښي د غني خان قلم د کالونو مزلې د کاغذ په يو څو مخونو کښي وهلې دي ـ د خبري نه خبره ويستل او په خبره کښي خبره ځايول د دوی د سپېځلي قلم هغه کارنامه ده چي په ډېره حساسه موضوع کښي يې سادګي، اساني او رواني اچولې ده ـ ترخه خبره يې هم ترخه نۀ لګي او نۀ په چا بوج کېږي،  بلکې په سوچونو کښي داسي حل شي لکه په اُوبو کښي چيني ـ  په داسي نازکو موضوعاتو د ليکلو په وخت يو ليکوال په څو څو پړاوونو د پښېمانۍ او پرېشانۍ ښکار کېږي خو غني خان لکه چي ددې دواړو اصطلاحاتو نه ناخبره وي ځکه خو ورته پښتانه لېونی فلسفي وايي او خوشحالېږي، ددوی هره خبره ملغلره ګڼي او درناوی ورته لري ـ

د شاعر په توګه غني خان د يو بې قراره او تزنېدلي روح څښتن دی چي کله د خپل ذات په سيند لاهو دی او کله د کائنات د بې پاياوه وسعتونو دننه ځان او جانان لټوي ـ حقيقت ته درسېدو دپاره ټولي مجازي پردې شلوي او دغه پړاو په پړاو قيصې د روزمرې او محاورې د چرُت او د تاريخ د تړکې سره په خوند خوند بيانوي ـ لکه د کلي د حجرې د ژمي د شپو قيصومار چي د کلي ستړو ستړو ځوانانو ته قيصې بيانوي او خوبونه ترې تښتوي ـ

ډاکټر راج ولي شاه خټک ليکي :

"غني خان د پښتنو په تهذيب کښي په تاريخي اعتبار يو داسي فنکار دی د چا فن چي زموږ د ذهن د پېړو او صدو دسفر نه پس د معيار په نوي بام ودرېږي ـ"    ( درنګ او نُور شاعر، غني خان، ص ۲۹۵، د نثر ګلدسته)

د غني خان د شاعرۍ د موضوعاتو چي کله موږ کره کتنه کوو نو د قاميت او مقاميت نه علاوه چي کومو جذبو غني خان له د قبول عام درجه ورکړې ده هغه د حقيقي محبوب سره بې پاياوه مينه ده ـ دغه اظهار هغه د وحدت نه زيات په کثرت کښي کړی دی خو له بده مرَغه د هغه د شاعرۍ نه تر ننه هغه فېض پورته نۀ کړی شو کوم چي پکار ؤ ـ  د دوی ځانګړي لهجې او تخيل ته رسېدل د هر چا د وس خبره نۀ ده ـ دوی د صوفيانه خيالونو بيانولو نه علاوه هم ډېر د سرکشۍ او خودسرۍ انداز خپل کړی دی کوم چي د خلګو خوښ دی ـ په ژوند يې بې وېري تنقيد کړی دی او چي کله يې ضرورت محسوس کړی دی نو په طنزاومزاح ورغلی دی خو دزړۀ په خبره کولو کښي يې نۀ قلم رپېدلی دی او نۀ يې په ريښتياوو مالګه دوړولې ده او لا بيا هم ګيله من دی ـ

غني وايي که مي د زړۀ خبره وکړه، پښتانه به مي په سر لرګي کړي مات

لکه دا نظم :

سپوږمۍ مسکۍ شوه وې دا تول د څه کړېمينه کښي مړه څوک تلل نه کوي

په سُور بهار کښي د ګلونو حساب :: خانده مستېږه او چړچې کوه

ددې لکها سوالُونو يو دی جواب :: ځه کښېنه ګوډ دي د باغچې کوه

د زړۀ وطن کښي د سر لاره نشته :: د فکر تول لکه بهلول به څه کړې

د يار حساب دخپله ياره نشته ::  سپوږمۍ مسکۍ شوه وې داتول د څه کړې

خانده سپرلي کښي خوند ژړل نۀ کوي :: مينه کښي مړه څوک تلَل نۀ کوي

ماسټر عبدالکريم ليکي ـ

"د غني د شاعرۍ درې دوره دي ـ اول دور د هلکواني شاعري ده ـ دويم دور د يورپ او امريکې نه د بېرته راتلو دی....  په دې دور کښي د غني په تخيل کښي پراخوالی موندی شي... دلته غني د خيال په نيلي سور دی خو واګې يې په قابو کښي دي ـ يو اواز دی چي سوز او ساز لري، يو سرُور دی چي د مړاوو سترګو خُمار لري ـ دې دور کښي غني خان خپل مسلک هم لري ـــــــــ وايي چي غالب او ټېګور په لاره روان وو غني يې مخې له ورغی ـ دواړو يو بل ته وکتل دغه د غني د درېيم دور شاعري ده چي د خيام مستۍ له يې د غالب بې باکي او د ټېګور رنګيني ورکړه ـ  (دپنجرې چغار، مقدمه، ص د هـ )

استاد ګل باچاالفت ليکي :

"دغني په اشعارو کښي چي څه شی زما ډېر خوښېږي هغه دفکر او خيال ازادي او د تقليد له تلقيناتو څخه سرکشي ده ـ ددۀ رندانه مقام ته څوک نۀ شي رسېدای او هغه چي دی يې د خپل ښاغلي لېونتوب له برکته ويلی شي د نورو خُله پرې سوزي ـ"

غني خان چي پخپله د آرټ د يوې مدرسې حېثيت لري د خپلي باغچې د ګلابو څانګي نه پرېکوي چي د هغه په خيال په يو پښتون باغ کښي د ګلاب بوټی خپلي فطري ارتقاء ته پرېښودل پکار دي ـ

صادق الله خان ليکي :

"دغني خان شاعري سيلۍ ده چي نۀ نيولی شي او نه تلَلی............... پام کوئ چي پخپلو تَلوکښي د غني د اچولو کوشش ونۀ کړئ په دې چي ستا او زما تلې نۀ خو د هغې وسعت راګېرولی شي او نۀ د هغې د وزن اوچتولو طاقت لري ـ"

غني پخپلي زړۀ راښکونې شاعرۍ کښي د هيئت په لحاظ يو انقلاب راوړو بلکې د فکر او فن په لحاظ يې هم نوي لاري وټاکلې او نوي روايات يې وکرل چي اوس زرغون شوي دي ـ د فلسفې ګران او ثقيل مضامين يې په ډېر اسان، روان، دلچسپ او عاميانه رنګ کښي بيان کړل ـ 

د شاعر په حېث د غني څو څو اړخونه دي صوفي او فلسفي، طنزنګار او مزاح نګار، قام پرست او حسن پرست، د فکر او شعور تبليغي، د بې باکۍ او ننګيالي توب علمبردار، د بې خودۍ او کېف وسرُور نمونه.... ددۀ د عالمګيريت او آفاقيت دغه پاخه رنګونه په عالمي ادب کښي ددۀ چوکۍ جوَتوي ـ

غني ډېر زيات غني دی ـ د پښتو شاعرۍ فني روايات يې پرېښول او نوې لاره يې وتراشله ـ ددۀ نه وړاندي د پښتو شاعرۍ بنيادونه په غزل ولاړ وو خو دۀ د عوامي شاعرۍ د رنګ او د مغربي شاعرۍ د ډهنګ نه ځان له دنظم يو نوی مجذوب او پوخ رنګ جوړ کړو چي په اثر کښي يې عوام او خواص ټول په ده مئين شول ـ د دۀ نه مخکښي د تصوف او جمالياتو څو څو اړخونه مبهم او ثقيل ووـ دۀ ثقالت او ابهام دواړه په منطقي ډول په عوامي لهجه زړۀ راښکونکي او عام فهم کړل ـ

د ځناورو او مارغانو سره يې چي په شاعرانه ژبه کومي د مزې مزې خبري کړي دي په دغه لېونۍ فلسفه کښي شاعرانه ځيرکتيا او بيداري پټه ده ـ په يو غر بل غر، اوتو بوتو او ګډو وډو کښي د مقصد خبره نغښتل غني له ورځي ـ

د "اوښ" نظم يوه ټوټه :

ډېر زيات بې نُوره ښکاري ستا په پوزه کښي مُهار

دې دومره اوچت سر کښي د پستۍ نېستۍ زُنار

ای اوښه غټه اُوښه ته يې وړوکی د مېږي نه

لس چُنده که زمری شې خو يرېږي د لرګي نه

د "مږه" نظم يوه ټوټه :

اوسې په کندُو کښي ياره غل يې پلار دي غل ؤ

مور دې غلچکۍ وه ستا نيکه د بدو مل ؤ

قوم دي حرامخور دی قبيله دي حرامخوره ده

مړ شوې په غوړو پسې لکۍ دي توره سپوره ده

ستا وړوکې خېټه دې همه جهان مَړه نۀ کړه

ستا کاسيره تنده د عمرونو غلا سَړه نۀ کړه

د "مچ" نظم يو څو مصرعې :

د هر چا کره مېلمه يې نا بللی بې عزته

نه په شړپ باندي جاروځې نه په سُوک او نه په لَته

که پنځوس خپلوان ده مړۀ شي تۀ د خپله خُويه نۀ اوړې

وې دا سردخېټې ځار شه شړپ شې زېړه خېټه واوړې

د "کمتره" نظم دا ټوټه :

ای د مينې لېونيهبې ګناه او بې ازاره

دمحراب دپاسه تاخ کښي  کوکۍ اخلې ددلداره

خوش قسمته بې خبرهد دوزخ نه د مُلا نه

د نېکو د ثوابونود شرمونو دګناه نه

د"ماشی" نظم دغه څو مصرعې :

سپک به وخېژې په تولدوو دانو سره د غوښتو

خو هاتي ستا له ګُوذاره ځان کړي پت په خټو بوختو

پچکاري دي وي تل ډکه وې هر چا له انجکشن

ته به وې ستا باباجي ؤ د نوښار سول سرجن

اوږده ډونګه د ډمبرې بد دي نشته په لاشه کښي 

واړه زهر دي راغونډ دي د وکيل په شان په خُله کښي

دومره باريک بيني او مقصديت ددۀ نه وړاندي په بل شاعر کښي په نظر نۀ راځي ـ دغه د ځناورو او مارغانو په هکله شاعري ددوی ددويمي درجې شاعري ګڼلی شي ـ اصل شاعري ددوی سنجيده، روماني، فلسفيانه، صوفيانه او قومي شاعري ده ـ

چي آدم خاورو کښي کښېني څه زرغون کړي

منجيله چي په دولت شي نو ښامار شي

چي بې حسه شم ورکېږم چي احساس لرم سوزېږم  

نۀ طاقت مي د سکُون شته نۀ همت د اضطراب

هغې وې مينه يو ګل دی اوس تازه وي اوس فنا شي

ماوې يو ګل چي شي مړاوی سل ګلونه ترې پيدا شي

رو يوې غوټۍ د ګلاب ووې ما ته رو    :: اورې که قيصه د اور اشنا شه د ايرو

غني خان بې شکه د يوې داسي نادره جذبې څښتن دی چي په جذبه کښي هغه څه ووايي چي ډېر هوښياران ورته ګُته په خُله شي ـ دی په يو وخت يو مجذوب سالک هم دی او مخمور حسن پرست هم ـ

هر ټټُو بوراق دی چي وي سور د محمد په شان

هر څپر کعبه ده که اوسېږي ابراهيم پکښي

هره لار مکې ته ځي چي نيت دي د مکې وي

هر قبر ګلشن دی که رو رو لګي نسيم پکښي

ددوی زيات تره شاعري د حقيقي عشق نه چاپېره چُورلي ـ خبره که هر څو د عام انساني وګړي د ژوند ژواک په هکله ولي نۀ وي، د دۀ نظريه روايتي خو د بيان انداز او ذهني الوت بې شانه بېل ساده او د خوند نه ډک دی ـ  دقام پرستۍ د ښکاره اثر باوجود د لوړې درجې صوفي لګي او د پښتونولۍ ښکاره ښکاره خوبۍ، د پښتون قام جبلتونه د خپل تصوف بنياد ګرځوي  او د الله سره کلام کوي ـ خپله خود سري او سرکشي د محبوب له خوا "دخاصي ورکړې په توګه" د ظاهرولو هڅه کوي ـ دمنطق په وسيله د مرګ او ژوند په هکله د خلګو د نظر نه پټي او د بحث قابلي نقطې د خپلو نظمونو موضوع ګرځوي او ورکښي تلوسه او راښکون پيدا کوي ـ

خُله مي نۀ جوړېږي چي ظالم ووايم رحمان ته

مرګ چي د جهان بادشاه کړم څه ووايم ځان ته

هر څه د رب او همه د ربزۀ يو ماښام له راغلی يم

جام او سرُور مېخانه ديارزۀ خو تش جام له راغلی يم

د ټولي دنيا د ښائستونو او شان وشوکت په ډکه خُله ذکر مذکور کوي او بيا د خپل کلي د کچه لارو وَلو او نرو کږو وږو تنګو کُوڅو د استوګَنو غوره صفتونه را اخلي،موازنه کوي يې او ستايي يې ـ  بناوټ او مصنوعيت د فطري ښائستونو او مظاهرو په وړاندي هيڅ نۀ ګڼي ـ د دۀ د فکر فراخه الوت ته ټولي فضاګاني ويړې پرتې دي ـ  هېواد په هېواد د ګرځېدو نه پس خپل حقيقت نۀ هېروي ـ  د خپل مرکز او سرچينې نه که هر څو لېري لاړ شي خو بېرته سمدستي رجوع کوي ـ  د الحاد په تکو تورو تيارو کښي د ايمان ډيوه بَله ساتي ـ خپل رګونه لکه د تارونو غږوي او د وحدت سندري ترې زمزمه کوي ـ ځان هم مست ساتي او چاپېرچل هم مست او بې خوده ساتي ـ

ما ليدلي د فرنګ ښکلي جېزونه چي دلاندي ترې غورځنګ وهي سيندونه

ما ليدلي محلونه د لندن جينکۍ مستي ازادي ګلبدن

ما ليدلي د اټلي ښائسته ښارونه  سرۀ انګور سرۀ يې شراب او سرۀ ګلونه

ما ليدلې د پېرس ښاپېرۍ ښکلي     په کردار ګفتار خوږې لکه بلبلي

ما ليدلي امريکه کښي دي ښارونه     چي وريځو ته يې رسي مکانونه

ما ليدلي تاج محل غوټۍ د ګلو     د ډهلي ښکلي ښارونه د مغلو

خو چي ووينم زۀ خپل د خټو کور     رانه هېر شي محلونه ښائسته نور

دا نرۍ تنګې کوڅې زما د کلي    ورته څه دي ددنيا ښارونه ښکلي

چي خړمخی رور پښتون سينې له درشي   درنه هېر به ټول ښائست د بحر وبر شي

خدايه شکر چي پيدا دي د دې قام کړم د پښتون د نر وجود دي يو اندام کړم

څه به کړمه د لندن لوی محلونه د پېرس جوني ښائسته رومي ګلونه

په والله چي له جنته به شم ستُون که کنځل پکښي وانه ورم د پښتون

الله دې وکړي چي د غني خان د مستۍ د سمندر نه راخستی دغه يوچونګ د هغوی د ذات او فن ترجماني وکړی شي ـ زما کم علمي او د وخت کمی دلارې دېوالونه دي ـ هيله ده چي په دې کوتاهۍ به تاسو ما ته بخښنه کوئ ـ

د يو صوفي قول دی چي د ريښتيا او کُوټلو خبره حوصله درې قسمه خلګ لري ـ

فنا في الله صوفي

مطلق العنان بادشاه

لېونی

تاسو پخپله اندازه وکړئ چي غني خان په دې درې واړو کښي کوم يو دی ـ په خپله فرمايي  :

خدايه عقل چي وو زړۀ دي ولي راکړو

په يو ملک کښي دوه خودسره بادشاهان

بادشاهي او فقيري دي ولي يو کړه

د ژوندون په هره ساه کښي مرګ پنهان

 

FaLang translation system by Faboba