ليکوال: خليل باور 

د مجلې ګڼه:۱۰مه

د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶ 

ادب د ټولني هنداره ده، دا جمله او له دې سره د ورته معنا نوري جملې عموماً په داسي مجالسو کښي اورېدل کېږي، چېري چي د ادب د ماهيت په هکله بحث کېږي. د داسي جملو ذکر په دومره کثرت سره شوی دی چي اوس لکه کوټه سيکې، څوک يې تپوس هم نۀ کوي. حالانکې داسي جملې په خپل اصل کښي ډېره ژورتيا لري خو شرط دا دی که څوک شا او مخته ګوتي پکښي ووهي.

د اسلوبياتو په مطالعه کښي دا هم راځي چي د چا تحرير په عامه توګه او طرز يا سټائل په خاصه توګه د ليکونکي د ذات يا شخصيت چاپ وي.

که دغه لوړي دواړه خبري سمي وګڼل شي او ومنل شي نو بيا له دې حقيقته انکار څنګه ممکن دی چي ټولنه او شخصيت په لږ و ډېر فرق سره همشکله دي، ټولنه هم يو شخصيت لري، خو هغه اجتماعي شخصيت وي چي د ټولني د افرادو د شخصياتو د رشتو له جال څخه متشکيل شوی وي، او د فرد شخصيت د دغه اجتماعي شخصيت د جال يوه رېښه يا يو تار وي، ټولنه ډېره پراخه او کتخوره (تهدار) ښکاري، خو د يو انسان شخصيت هم لکه د يخي غر (Ice berg)  د غرۀ هومره ستر او پسورور وي، او دومري زورور چي ټائيټېنک هم په سر ووهي نو کار يې تمام کړي دا جلا خبره چي يواځي څوکه يې ښکاري. 

يو ماشوم چي په کوم ټولنه کښي وزېږي او ژوند کوي بيا د مرګ تر ساعته پوري لمحه لمحه په غير محسوس توګه د ټولني په رنګ کښي د رنګېدو په عمل اخته وي، لکه د ډاکټر چي د مريض په رګونو کښي ستني ټيکې وهي، دغسي ټولنه هم خپل خواږه ترخه، ښه او بد، خوښه نا خوښه، تور او سپينه، توده سړه، رسمونه (مذهبي او غير مذهبي) رواجونه، قدرونه ټول رنګونه، ټول شېډونه مطلب دا چي ټولنه خپله روايتي پنګه د دې وګړي د وجود په لوښي کښي ور څڅوي. دا وګړی چي قدم پر قدم د ژوند کولو د ژوند فن زده کوي په دغه زده کړه کښي ازاد نۀ وي بلکې د يو جبري اکتسابي عمل تېرېږي لکه کهلال چي له خټي لوښي جوړوي نو د خټي خوښه نۀ پوښتي چي هغه څه جوړېدل غواړي بس چي کوم معيار وي يا کوم غالب رجحان هغه ځيني جوړوي. د انسان دغه جبري اکتساب يا زده کړه چي څنګه څنګه سره پراخېږي لکه پوکڼه چي څوک له باده ډکوي تر دې حده چي د يخي د غره هومره (حسي نۀ چي مادي) وجود پېدا کړي دغي ټولي زخېرې ته د روحياتو (نفسياتو) په اصطلاح کښي ذهن وايي. د انسان ټولي مشاهدې، مطالعې، تجزيې بلکې دی چي مسلسل کوم سوچ کوي فکر کوي هغه هم ټول د دۀ د دغه ذهن برخه جوړېږي.

 

ذهن =باطن= ذات= شخصيت

ذهن حسي جسم دی، څه مادي وجود نۀ لري، نۀ څه مرکزيت لري. د انسان د هر رد عمل (ارادي وي که غېر ارادي، په خُله وي که په نورو اندامو) د شا د دغه ناليدلي بلا لاس وي خو انسان ته نۀ د دې د وجود احساس وي او نۀ د دغه رول درک، ځکه لا شعور هم ورته وايي. د دې شعور د عدم ادراک له وجي له افلاطون څخه ونيسې بيا د جدلياتي معديت د مکاتيبو تر دوره پوري ادب د غيبي قوتونو کار نامه منل کېده. 

د نفسياتو استاذان د ذهن کارکردګي په درو مرحلو کښي وېشي، يو خو لا شعور دی چي د انسان د ټول عمر د زده کړو سټور دی دغه سټور ته چي کوم مواد ور داخل شي او زخيره شي په دغه زخيره حالت کښي دې موادو ته جذبات (Emotions) ويل کېږي، (د جبليت يا فطري غوښتنو يا خواهشاتو ذکر په قصد نۀ کوم) دغه جذبات د څه دود و دستور، رسم و رواج، قانون و ضابطې او خوف و ډار پروا نۀ کوي، په هر حال کښي د خپل تسکين دپاره پر انسان باندي شديد فشار اچوي خو هر وخت هر ځای په هر حال کښي خو د هري جذبې تکسين ممکن نۀ وي نو د ذهن بله ګوښه چي د تحت الشعور نوم ورکړل شوی دی هغه د دې انتشار د قابو کولو ذمه په غاړه واخلي. تحت الشعور د امر باالمعروف او نهي عن المنکر شعبه ده، د بې هوده، بې ځايه او سر کښو جذباتو د پسپا کولو فريضه ادا کوي، کومه جذبه که د وخت، حالاتو، مذهب او علاقائي دود و دستور سره متضاد نۀ وه، هغه د تکسين دپاره د شعور احاطې ته ور پرېږدي چي هغه د تکسين بند و بست ورته وکړي که نۀ وي نو د هغو جذباتو د پسپا کولو يعني دباوولو پوره پوره هڅه کوي، کله داسي هم وشي چي لا شعور د تسکين دپاره جذبه په نقاب (علامت) کښي د تحت الشعور تر چيک پوسټ تېره کړي. تحت الشعور ته دهوکه ورکړي، لکه يو ماشوم چي سکول ته يې زړۀ نۀ کېږي، تحت الشعور د سزا يا فېل کېدو وېره ور باندي کښېږدي خو دی له دې هر څه د ځان خلاصولو دپاره د نس درد بهانه کړي، واقعي بيا هغه ناروغي ورباندي اثر اندازه هم شي، بدن يې دود شي شونډان يې وچ شي او چي کله د سکول وخت تېر شي نو خير خيريت شي او بېرته تازه شي. غټان هم دغسي لوبي کوي ډېر کارونه چي ټولنه په ښه نظر نۀ ورته ګوري د هغو د کولو پلمې لټوي د مثال په توګه په يو ټولنه کښي ښځي ته طلاق ورکول په اخلاقي توګه جرم ګڼل کېږي، د دوو ودونو رواج هم نۀ وي نو بيا به په دې ښځه کښي بېشماره عېبونه ولټول شي او د هغو به تشهير وشي هغه ښځه به رسوا شي او دا رنګه به د طلاق د پابندۍ د ماتولو دپاره جواز پيدا شي. ډيل کارنېګي د يو ډاکو په هکله ليکلي دي چي دی کله ونيول شو عدالت ته پېش کړی شو نو دۀ د دې الزام ترديد وکړ چي دۀ څۀ غلط کار کړی دی، دی خو له جاګيردارو پيسې اخلي او په غريبانو کښي يې وېشي. مطلب دا زۀ يو نيک کار کوم لهذا ماته د جرم جواز شته. (۱)

د رحمان بابا يو شعر دی:

 

د دلبرو صدقې لره يې غواړم 

هسي نۀ چي په دنيا پسي زهير يم (۲)

 

دنيا د دولت په معنا ده. د دولت د غونډولو پر ټيټ معيار باندي د پردې اچولو دپاره علامتي پيرايه "د دلبرو صدقې له" کاروي دا کارکردګي ټوله د لا شعور ده، علامت ځکه د ادب دپاره غوره اوزار منل کېږي چي په دې پرده کښي دننه څوک ګرېزي تېره ولای شي خبره اوږدېږي راځم بېرته د ليک د لومړۍ جملې لوري ته ""ادب د ټولني هنداره ده"". 

دا معکوس عمل دی په اقليدسي شکل يې داسي څرګندولای شو.

 

ټولنه ادب

 

لاشعور

 

دا مرحلې بالکل د شاتو د پيدا کولو د عمل مترادف دي لکه:

 

د ګلانو رس د شاتو مچۍ شات

 

ډاکټر وزير اغا د تخليقي عمل د څرګندونه په يو بل ډېر ښه مثال کوي هغه وايي تۀ يوه هنداره په لاس کښي واخله او يوې در بچې ته داسي ودرېږه چي د دربچې دباندي منظر ټول په هنداره کښي ووينې کوم چي تۀ دغسي مخامخ هم لېدلای شې. هغه وايي د دغو دواړو (مخامخ او په هنداره کښي) منظرو هيڅ فرق هم نشته، نو بيا د يو منظر په هنداره کښي د کتلو ګټه يا جواز څۀ دی او که چېري هنداره په لاس دربچې ته داسي ودرېږي چي له هغه منظره سره تۀ هم په هنداره کښي وښکارې نو دا تخليق دی ولي چي ستا په هغه منظر کښي کېدل صنعت دی. (۳) 

اوس که بېرته د لومړۍ جملې تناظر په اقليدسي شکل جوړ کړو نو داسي به وي.

                 ټولنه ادب

 

                                                         لاشعور

څوک چي منظر ته هنداره داسي نيسي چي منظر خو پکښي ښکاري او دی نۀ وي نو هغه فطرت نګاري خو به وي خو تخليق به هيڅکله نۀ منل کېږي لکه موږ، ژبه، (پارول) بې له څۀ واقعيته هم د ګرائمر د اصولو (لانګ) په مرسته ويلی او ليکلی شو. دغسي ادب هم شعريات (يو نظام) لري په لږ مشق ډېر خلګ ليکونکي جوړېدلای شي خو هغه څوک چي په هنداره کښي منظر داسي وويني چي دی (د دۀ ذات= لا شعور) هم پکښي موجود وي نو هغه اصلي (Original) ادب دی. خو دا د هر چا د وس کار نۀ دی.

د اصلي ادب د پيدا کولو دپاره به د لا شعور او شعور له منځه د تحت الشعور ايستل وي تر څو چي دغه رقيب د دوی دواړو په منځ کښي وي څوک د خپلو تجربو، خواهشاتو، اصنام نۀ شي لڅولای، ځکه خو هر ليکونکی په خاصه توګه تخليق کار چي کله تر تخليقي عمل تېرېږي نو د خپل ضرورت، طبعيت يا وس مطابق ځيني عادي عمليات کوي. څوک د سګرېټ څکولو عادت لري، څوک د نسوار اچولو ځيني د خودۍ د زولنو د ماتولو دپاره د ترخو اوبو ګوټ هم تر ستوني تېروي نور که نۀ وي د چايو فرمائش خو عامه خبره ده د يو اديب په هکله مي اورېدلي دي چي دا به رښتيا وي که ټوکه چي هغه به د ليکلو پر وخت يو خاص خولۍ پر سروله هغې ته به يې (Thinking Cap) ويل. 

د تنهائي يا ګوشه نشيني اړتيا خو هر ليکونکي ته وي چي دا رنګه د خپل خاکي وجود لوټي د شعور او لا شعور له منځه وباسي لکه يو صوفي چي د ذاتي خواهشاتو له مټو د ځان خلاصولو دپاره د توجو پخولو عمل (مراقبه) کوي، يوګي يوګا کوي چي دا رنګه خپله توجو پر مطلوب و مقصود باندي مرتکز وساتلای شي.

هر تخليقي تجربه کونکی په دې پوهېږي چي د خيالاتو رو ته که هر څو جګ بندونه وتړي خو دغه رو ل که د سند څپې پاس ور باندي اوړي او خپل جبري سفر جاري ساتي ځکه نو هغه د دې رو د قيد کولو دپاره د ذات غارې حرا ته د کوزېدو په غرض دغه متبادل انتظام کوي چي دۀ ته د بې خودۍ (ارتکاز) څو لمحې ور نصيب شي. 

واقعتاً هر تخليق کار د تخليقي عمل په دوران کښي تر يو غير معمولي تجربه تېرېږي غير معمولي په دې چي يو خالق هم د هغه کيفيت د بيانولو توان نۀ لري ځکه نو دوی هر تخليقي عمل د اسماني قوتونو داد ګڼي. 

علي عباس جلال پوري ليکلي دي چي شيلې وايي "د کائنات د ښکاره رنګارنګۍ تر شا يو پټ قوت شته چي په دغه بڼه يې پر موږ باندي ځان څرګند کړی دی، شاعري هم يو دغسي مظهر دی چي هغه پټ قوت يې د ځان د څرګندوني دپاره کاروي.(۴)

" په دې هکله د افلاطون نظريه هم د شيلې دې نظر ته ورته ده هغه وايي چي په اصل کښي يو بل مثالي کائنات (عالم امثال) شته دغه ښکاره نړۍ د هغې نقل دی (دواړه د تخليق کار نفي کوي) فن بيا هغه هنداره ده چي دغه ښکاره نړۍ پکښي منکعس کېږي، ځکه فن له اصل څخه په دوه ګوني واټن باندي دی. او دوې درجې ناقص دی .

عالم امثال       نقل ښکاره کائنات   نقل       فن

دلته بحث د لري او نږدې نۀ دی، سوال دا دی چي ليکونکی خالق دی که الۀ کار؟ 

انجم عظمي په خپل کتاب "شاعری کی زبان "کښي د واليري په هکله ليکلي دي چي هغه وايي يوه مصرعه د خدای له خوا چاته ورکول کېږي، نور نظم تخليق کار خپله رغوي. (۵)

 د يو بل مغربي نقاد (شايد امرسن) په حواله مي هم چېرته لوستي دي چي وايي په تخليق کښي يوه برخه امد (الهام) وي نور ۹۹ برخي د خالق زيار دغه ټول بحث ليکونکی تخليق کار کم او الۀ کار زيات ثابتوي. 

په نولسمه صدۍ کښي ريګل يوه نظريه وړاندي کړله، د دې نظريې بنياد د سقراط د علم و دانش د ابلاغ د مکالمې په طريقه باندي ايښودل شوی دی. د دې مکالمې طريقه دا وي چي فلسفيانه ستونځي د مخالف او موافق په ذريعه هوارېږي. که د مخالفو او متصادمو تصوراتو تضاد له بحث او مکالمې پس لري شي نو هغه يوې موافقي نتيجې ته سره راورسېږي دغه رنګه هغه مسئله حل شي. هيګل وويل چي د دې طريقه کار اطلاق پر فطرت او تاريخ باندي هم کېدای شي او هغه وويل هر شی د خپل زد لوري ته مائل وي. کائنات يو داسي کل دی چي عقلياتي اصول پکښي کاريګر دي. په دې کل کښي چي کومه ارتقا روانه ده هغه د جدلياتي عمل له وجي ده. موږ لومړی د يوې ستونځي انکشاف کوو هغه په مثبت (Thesis) وبولو. بيا د هغه ضد يعني (Anti Thesis) لټوو دغه دواړو کښي يو اتحاد پيدا شي هغه (Syn Thesis) وي چي د مشکل يا ستونزي حل وي دغه عمل هر وخت روان وي.

د دغه مکتب پلويان په ادب کښي د هيڅ کشف و الهام قائل نۀ دي او نۀ تخليق د کشف و الهام نتيجه مني. هغه وايي چي دا د معروضي نړۍ د مسائلو يا ستونزو پيدا وار دي، شعري مواد نۀ خو له مځکي را شنه کېږي او نۀ له اسمانه را اوري. هر څه په انساني ټولنه کښي ترتيب او تشکيل مومي په ټولنه کښي په معاشي سطح باندي يو استحصالي موجود وي، د هغه په نتيجه کښي معاشي نا برابري رامنځ ته شي، طبقاتي لوړي ژوري پيدا شي چي د ډېرو نفسياتي عوارضو سوب وي او د يو صحت مندي ټولني جوړولو دپاره د تهيسيس او انټي تهيسيس تر (تطهيريري) عمل تېرېدل لازمي وي چي دا رنګه يو غير طبقاتي ټولنه په وجود کښي راشي.

د دوی په قول ادب هم د تطهيريري عمل يوه برخه ده، ولي چي تر اولس يعني لاندي طبقې پوري د رسېدلو تر ټولو ښه ذريعه ده. که دلته وګورو نو تخليق کار ته اهميت ورکړل شوی دی، د دۀ کار مهم منل شوی دی او يو مرکزي رول ورکول شوی. د غير له طرفه  د دۀ د مرستي يا په دۀ کښي د ننه موجود کېدل الهام او نور ټول رد شوي دي، خو دلته يو بله لانجه راپورته شوې ده، هغه دا چي د ادب مقصود بالذات حيثيت چېلنج شوی دی او ادب د بل مقصود د تر لاسه کولو دپاره ذريعه ګڼل شوی دی. (پر دې اړخ باندي د بحث موقع دلته نشته) 

اډلر د نفسياتي مکتب د پلويانو د لومړي صف استاذ دی، هغه وايي چي انسان چي کله په معروضي ژوند کښي د څه حادثې معاشي بد حالۍ، يا د صحت د بد حالۍ ښکار شي او له متوسط سطحې څخه لاندي سطحې ته راولوېږي نو د هغه د ننه نظام د هغې کمی د پوره کولو دپاره فعال شي. ارټ او ادب د دغه کمۍ د احساس د ختمولو غوره صورتونه دي.

لکه څنګه چي په خوب کښي انسان د ټولني د منتقيت د تقاضو پابند نۀ وي، د وېښي خوب (ادب) هم د ژوند منتقيت (دود، دستور، رسم رواج، قدرونه) بنديزونه مات (عبور) کړي او د ژبي په سطح باندي د پسپا يا د باشوو خواهشاتو د جذباتو د تسکين سبب جوړ شي که په ساده ټکو کښي ويل و غواړو هغه به داسي وي چي د زړۀ بړاس يې ووځي،    هغه خښم يا اشتعال کوم چي په نا معلومه وجه د ټولني يا د ټولني د وګړو په ضد وي هغه ختم شي. ادب يو قسم سايکو تراپي هم ده. په خاصه توګه زموږ په ټولنه کښي چېري چي طبقاتي نظام په عروج باندي دی. د خلقو لويه برخه د غربت د لاندينۍ سطح هم لاندي ژوند کوي، جبلي غوښتني يو خوا او د يويشتمي پېړۍ د مراعاتو او سهولياتو د تر لاسه کولو خواهشات بل خوا، د نفسياتي ناروغيو لويه وجه ده. ادب او تخليقي عمل په دې تناؤ (Tension) کښي کمي راوستی شي او ټولنه له تصادم څخه ږغورلای شي.

د جمالياتي فکر مکتب هم د تخليق کار ذات د تخليق يا معنٰا مرکز ګڼي. د هغوی په خيال د شاعر د تصوراتو او محسوساتو خارجي اظهار د تخليقي عمل يو صورت دی. دوی دا نظر رده وي چي د تخليق کارۍ محرک له دباندي خوا يو غيبي قوت شته، بلکې دوی يقين لري چي د شاعر ذات خپله يو محرک دی او بل دا چي دوی دا نظر هم نۀ مني چي ادب د يو مقصد د تر لاسه کولو ذريعه ده. 

د جمالياتي فکر پلويان ادب مقصود بالذات عمل مني. د دوی له دې فکر څخه خو روماني شاعرۍ ته لار خلاصه شوه.

دا نظر په بېلو بېلو شکلو کښي راڅرګند شوی دی په شلمه صدۍ کښي د مظهريت فکري مکتب مخ ته راغلی دی (دا مکتب د جينوا سکول په نامه هم ياد شوی دی) ښاغلی ګوپي چند نارنګ د مظهريت وضاحت څه داسي کوي.

"د مظهريت فلسفه د دې خيال رامخته کولو په هڅه ده چي د انسان ذهن د معنا سرچشمه ده. د هري معنا د تر لاسه کولو دپاره به د تخليق کار ذهن (شعور) ته رسائي ضروري وي. تر دې مخکښي به د تنقيد رويه دا وه چي د تخليق کار د سوانح په رڼا کښي به د هغه د تخليق تشريح و توضيع په عمل کښي راتله. خيال دا وو چي تر څو تخليق کار نفسياتي مطالعه ونۀ شي د هغه د تخليق تل ته رسېدل ممکن نۀ دي. خو د مظهريت د فکر پلويانو دا خبره پړ مخي واړوله. هغوی وايي چي د تخليق کار تر ذهنه پوري يوه لار ده، هغه د دۀ تخليقات دي تر څو د دۀ د تخليقاتو کماحقه مطالعه ونه شي، نقاد نۀ شي کولای چي تر معنا پوري ځان ور رسوي. (۶)

دا ټول دلائل د تخليق کار د مرکزي کردار په حق کښي دي خو د دې تسلسل درېيمه کړۍ روسي هيئت پسندان يا د نوي تنقيد (New Critisism) پلويان دي چي د تخليق کار پر ځای فنپاره (تخليق) د معنا سرچشمه ګڼي. دوی د  تخليق کار رول ردوي او وايي چي تخليقي عمل يو خپلواک او خود کفيل عمل دی. روسيت پسندان وايي لکه ارسطو چي د الميې په باب کښي پلاټ، کردار، او ډکشن د تخليق انفراسټرکچر بلي دغسي شاعري هم د وزن، موسقيت او رديف او کافيې کارکردګي ده. د تخليقيت دپاره دا دعوه درسته نۀ ده چي ما خپل خيال يا خپله تجربه په ټوکه کښي بنده کړې ده. دا خيال او تجربه له اوله لا موجوده وه، تا له نوي سره په نوي يا ناولد (Defamilliarise) انداز کښي وړاندي کړې ده. د نوي تنقيد پلويان د وزن، موسقيت او کافيې او رديف پر تله لفظي صنعت ته زيات اهميت ورکوي. دوی وايي چي د هغو له تعمل څخه په معنا کښي نوی والی پيدا کېږي، لکه ابهام (په مضمون کښي قطعيت نۀ پيدا کول) تناؤ (تضادات يا تصادمات) د لفظونو رعايت (د لفظونو هيرا پېري کول) قول محال (خبره په قائم مقام واضح کول) او داسي نور. 

دلته زۀ په يوه مثال باندي د روسي هيئت پسندانو يا نوي تنقيدي ډلي د کارکردګۍ تصور څرګندول غواړم د مثال په توګه:

سېب، ام، کېک، بادام، قسم، جټکه، سر

اوس يوه جمله ده "زۀ سېب نۀ خورم" که په دې جمله کښي موږ د سېب ځای خالي ايله کړو نو به داسي شي. " زۀ .......... نۀ خورم. 

نو اوس له پاس ورکړل شوو ټکو چي هر ټکی هر څوک را واخلي په دا خالي ځای کښي يې کښېږدي نو دا جمله بشپړه هم شوه او نوې (د معنا په لحاظ) هم شوه. 

دوی وايي چي دا جمله يو ساخت دی دا ساخت په ژبه کښي موجود پروت دی، ليکونکی فقط د يوه جز پر ځای بل جز ږدي او نوي فنپارې پيدا کوي. د ليکونکي له ذهن سره د دې عمل هيڅ ژور تعلق نۀ جوړېږي دا د يو لوبي (Game) په څېر دی (د ذهن ورزش) هر څوک په لږ مشک سره د دې ګېم لوبغاړی جوړېدلای شي دا د څه کرامت، معجزې، الهام يا مخصوص ذهن کرشمه نۀ ده ځکه ځان ته تخليق کار ويل يا څوک تخليق کار منل قابل قبول رويه نۀ ده. 

د ساختيات او پس ساختيات مکتب (شلمه صدۍ) تر ډېره حده د روسي هئيت خوښونکو او نوي تنقيد د پلويانو خبري ته اهميت ورکوي. هغه مني چي تخليق يو ساخت دی خو داسي خود کفيله او خپلواکه چي  هغې دي له خپل ذات علاوه بل له يوه شي سره هم اړه نۀ وي. دا خبره ردوي. دوی وايي چي د تخليق انفرا سټرکچر يواځي د لوړ يا سطحي عناصرو يا پرزو ترتيب و تشکيل نۀ دی بلکې تخليق د ثقافتي کوډز يو ژور ساخت دی. په دغه ژور ساخت کښي دوی وايي چي شعريات نغښتي دي. د دغو شعرياتو کشف اصل تخليقي عمل دی.

مطلب دا چي تخليق يو داسي سټرکچر دی چي د خالق د ذات څرګندونه نۀ کوي بلکې د ځانګړي فنپارې د شعرياتو څرګندونه کوي. د نقاد يا د قاري کار دا دی چي د شعرياتو په کارکردګي باندي نظر واچوي او وګوري چي تخليق له دغه عمله څنګه مرتب شوی دی.

دلته دوې خبري د پام وړ دي يوه دا چي د تخليق کار رشته له فنپارې وشکېده تخليق او تخليق کار دوه بېل ذاته شول د روسي هيئت پسندانو او نوي تنقيد نمائندګانو فنپارې ته خپلواک او خود کفيل حيثيت ورکړ خو د ساختياتو نظريه سازو چي د ثقافتي کوډز د ډي کوډ کولو ذمه واري نقاد يا لوستونکي ته ورکړه نو داسي ښکاري چي د معنا مرکزيت لوستونکي ته واوښت. ځکه چي کوډز ډي کوډ کول خپله هم يو تخليقي عمل دی. لوستونکی خپله چي پر کومه ذهني سطح وي هغه د تخليق يا تخليق کار ذهني سطح وي خو د معنا ډېوې لوستونکی بلوي له لوستکي څخه مراد هر هر لوستونکی، هر لوستونکی د خپلي ذهني سطح يا خپل ثقافتي هم ا هنګۍ په کچه د معناګانو انکشاف کوي ځکه د هري فنپارې معنا د پياز رنګه کتخور وي ښوول کېږي. لوستونکی چي څومره زيارکش، بالغ نظره يا تربيت يافته وي دغومره به زياتي شمع روشانه کوي.

دلته په پای کښي يوه پوښتنه ضرور خپلو لوستونکو ته پرېږدم هغه دا چي پر ټوکر باندي چي هر څومري ښه غوره کشيده کاري شوې وي د بېلو بېلو رنګونو سپڼسي د هغې کشيده کارۍ په تار و پود کښي په رشته سره تړلي شوي وي يو خو دا چي دا کشيده به په ستن باندي تشکيل شوې وي ارو مرو به د ستني تر شاه يو عامل موجود وي او تر ټولو د توجو وړ پوښتنه دا ده چي د دې کشيده سپڼسی به د ستني تر سپم وتلی وي او که به دغسي د دې کشيدې ساخت ممکن شوی وي؟ 

     

ماخذونه

۱: ڈیل کارنیگی نئی زندگی نئی توانائی (جواز پیدا نہ کریں) پبلشر نا معلوم ص ۲۱۰

۲: د رحمٰن بابا دیوان، کتب خانہ دینیات قصہ خوانی پشاور، چاپ کال نا معلوم مخ ۴۸

۳: تنقیدی تھیوری کے سو سال، وزیر آغا ڈاکٹر، ۲۰۱۲ سانجھ پبلکیشنز لاہور ص ۲۰۴

۴: علی عباس جلالپوری ، مقلات جلالپوری تخلیقات لاہور ۲۰۱۰ ص ۲۲۸  

۵: انجم اعظمی، شاعری کی زبان، آفسٹ پریس کراچی ۱۹۸۹ ص ۱۹

۶: گوپی چند نارنگ، ساختیات پس ساختیات اور مشرق شعر یات، سنگ میل پبلکیشنز، لاہور ۱۹۹۶ ص ۲۹۳

 

FaLang translation system by Faboba