ليکوال: حبيب الله کاکړ 

د مجلې ګڼه:۱۰مه

د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶ 

زۀ نۀ پوهېږم چي په دې دوو خبرو کښي به کمه خبره تر څومره حده درسته وي چي په مختلفو کلتورونو کښي د حيواناتو او مرغانو مختلف انځورونه اصلاً د انساني ټولني انعکاس دي، که نۀ د انسان ټولنيز کلتور د هم دې حيواناتو او مرغانو  د کلتور  د ارتقاء مترقي او مهذب، يا کړکېچن صورت (form) دی، خو دومره ضرور ده چي د ځناورو او مرغانو بشپړه انځورونه له توهم پرستۍ (superstition) سره ژور ربط لري. په پښتني فولکلور کښي  کوتره د امن، کارغه د بد امنۍ، يا مسافر ته پر لار د شوی څرګندېدل د بدزېري او د ګيدړي د نېک زېرۍ فقط علامتونه نۀ دي، له دې علامتونو او سمبولونو سره د پښتني فکر، او پښتني ټولني ژور نفسيات تړلي دي. ما د دې ليکنې د پاره د تحقيق کړنې په وخت تر لسو زيات هغه پښتانه و پوښتل چي په کور کښي زرکه ساتي، په دې کښي د هغوی د زرکي  له شوق سره سره دا ځواب ډېر مهم ؤ چي زرکه له جادو، کوډي، او بدنظري څخه کورنۍ په امان ساتي.  د داسي زرکي د مرګ، چي پر تن يې هيڅ قسم د زخم نښان نۀ وي، وجه جادو او بد نظري ګڼل کېږي، چي په خپل مرګ دغه جادو او بدنظري بې اثره کوي او  ورڅخه کورنۍ په امان ساتي. په انتروپولوژي کښي د ايمايل درخېم (Emile Durkheim) د اسټرېليا د اصلي نسلونو(aborigines) د کلتور او مذهب څېړنې پس د ټوټم (totem)له تصور سره حيوانات او مرغان هم د کلتور په څېړنه کښي دبحثونو جوګه کړل. د درخېم په څېړونو کښي که څه هم دغه حيوانات د يو قبيلې په کلتور کښي فقط د ټوټمزم (totemism) يا د مثال په توګه د يو بېرغ کار کوي، چي يوه قبيله له نورو قبيلو بېلوي، او د نورو په ضد يې متحده کوي، خو له دۀ څخه پس په انتروپولوژي کښي د لېوي سټراس (Levi Strauss) او ايډميونډ رونلډ ليچ (Edmund Ronald Leach) غوندي انتروپولوژسټانو د ځناورو او مرغانو تشريح کول د کلتور په څېړنه کښي نوره هم پراخه کړه. له کلتور سره پېوسته د ځناورو او مرغانو څېړنه له کلچرل انتروپولوژي څخه د ټولني اروا پوهنې ته هم ننوتله. د ځناورو او مرغانو کلتوري انځورنه د هغوی، تقدس او ناپاکي، نېک بختي او بد بختي، حلال او مرداري ټاکي. د مثال په توګه بم (ګونګ) د کېنيا په کلتور کښي د مرګ او ناروغي زېری دی خو د زاړه يورپ په کلتور کښي د آرټ او پوهنې دېوي ګڼلی کېږي. د لاطيني امريکې په فولکلور کښي بم د پښتني فولکلو د بو او بلا کار کوي، لکه چي پښتنو به ما شومان د بو په نوم ډارول هم دغسي لاطيني امريکايان يې د بم په نوم وېروي. د مصر په زړو مذهبونو کښي مار ديوتا ګڼل کېدی او عبادت يې کېدی، په هندو مذهب کښي د مارونو عبادت ته نګ پنچامي وايي. هندوان نګ پنچامي ته په کال  کښي يوه مخصوص ورځ لري چي پکښي د مارونو د مجسمو او د ژوندي مارونو عبادت کوي.  په يهوديت او عيسائيت کښي شيطان د مار په شکل کښي آدم او حوا بي بي ته په جنت کښي راغلی او دوی يې د منع کړل شوي وني په مېوه خوړولو کښي خطا‌‌ء کړ. د نړۍ په کلتورنو کښي افسانوي مرغانو نيولې بيا تر  رېپټائيل او چينجيانو پوري مختلف ځناور، حشرات او مرغان مختلف انځورونه لري. د کلتورنو دغه سمبوليک نفسياتو د مختلفو ژبو کلتوري آرټ او فولکلور غني ساتلی دی. د نړۍ د فولکلور غوندي افغاني او پښتني فولکلور هم ګڼ شمېر ځناورو او مرغانو له  مختلف انځورونه او له هغوی سره د دوی تاريخي نفسيات خوندي ساتلي دي. د توري پيشو  له نحوست څخه نېولې بيا د غڼو د جالو د ورانۍ تر نخښو، هر حيوان، مرغه او خاړپوسين چي د دوی په ټولنه کښي يې له دوی سره ژوند کړی وو د دوی په فولکلور په يو نه يو رنګ کښي شتون لري. خو اوس سوال دا دی چي د دې څېړني موضوع يواځي ملا چرګک ولي دی؟ د هغه وجه دا ده چي له ماشوموالي څخه زما پر ذهن  د دوو مرغانو عکس ډېر ژور پروت ؤ، يو څکلی چي زما په ماشوموتوب کښي زموږ د کلي ملا صاب راته ويلي وو، ؛په وزر کښي يې اوبه وڅښه نو سبق به دي ښه زده کېږي؛ او دويم د ملا چرګک هغه تصوير چي ما ويشتی ؤ او دۀ زما په لاسونو کښي سترګي پټي کړي وې. زما په ذهن کښي که څه هم د دې دواړو مرغانو انځور يو شان ژوندی ؤ، خو درې کاله وړاندي چي ما کله د شيخ فريدالدين عطار په اوږده نظم ؛منطق الطيور؛ کښي د ملا چرګک د ليډرشپ يو باچاخاني رول وليد، د عطار  ملاچرګک مي نور هم ذهني خاکې ته سرخي ورکړه. په دوه زره پنځلس کښي مي هرټزل او زائونزم په مطالعه کښي وو، چي د دوه زره اتۀ 2008 يو خبر مي مخې ته راغلو چي په اسرائيل کښي د ملا چرګک او د بلبل تر منځ ووټونه وشول او ملاچرګک د بريالي په حيث د اسرائيل قامي مرغه وټاکل شو. د فارسي ادبياتو او يهودي ليټرېچر په اخوا د نورو نړيوالو قامونو په فولکلور او ليټريچر کښي هم ملاچرګک په مختلفو نومونو او دندو سره ذکر شوی دی. په زاړه مصر کښي ملاچرګک مقدس مرغه ګڼلی شو. په سکېنډناويه کښي د جنګ سمبول، او د ده ناري د پېښېدونکې جنګ پېش بيني کوي. په يورپ کښي ورته د غله رول ورکول شوی دی. په افغاني فولکلور باندي که څه هم داسي کار نۀ دی شوی کم چي د يورپ، افريقه او شمالي امېريکې په فولکلور باندي شوی دی، خو د ملا چرګک افغانی انځور نانسي دوپري (Nancy Hatch Dupree) په بشپړه توګه څېړلی دی. د آغلې نانسي دوپري مطابق ملاچرګک په کندهارۍ لهجه کښي د فارسي او عربي هدهد ته ويل کېږي، د نوم وجه يې لکه چي نانسۍ بيان کړېده په يوسفزۍ لهجه کښي هم هغه ده چي ملاچرګک پر سر لکه د ملا پټکی او د خولۍ غوندي شمله لري خو نانسي دوپري د دې نوم شاته په کندهاري تصور کښي د ملا چرګک او ملا تر منځ درې ورته خاصيتونه ذکر کوي. اول دا چي دواړه ملا او ملاچرګک چي خپلي سينې ته سترګي ښکته کوي نو په ټولنه کښي د خپل وجود د اهميت په اړه فکر کوي. يعني دوی ته خپل وجود په ټولنه کښي ډ‌ېر مهم ښکاري. دويم دا چي ملا او ملا چرګک دواړه په ورځ کښي له ښځي لېري او په شپه کښي ښځي ته نزدې کېږي، يعني خپل شخصي څهره له خلګو څخه پټه ساتي، درېيم دا چي دوی دواړه له آبادۍ لېري په کنډوالو کښي ژوند تېرول خوښه وي، چي د دوی بزدلي څرګنده وي. زۀ نۀ پوهېږم چي نانسي دوپري چي د ملاچرګک د وجه تسميه په هکله دغه صفات راغونډول د دې منظور نظر خلګ څوک وو، او دې د تحقيق د پاره  مواد په کم منهج غونډ کړي وو، خو دومره ضرور ده چي د ملا چرګک په نوم کښي که د پښتنو ملا په نظر کښي وي نو د ملا ناغوره اړخونه به يې په نظر کښي نيولي وي. خو په عامه توګه په افغاني فولکلور کښي د ملا چرګک انځور د اېشيا او مشرق وسطیٰ د فولکلور ملاچرګک ته ډېر ورته دی. د اېشيا او مشرق وسطی پر فولکلوري ملاچرګک د سليمان او د بلقيس د قصې ډېر ژور اثرات پراته دي، ځکه يې انځور ډېر مثبت او له اروپايي فولکلور بشپړه توپير لري. لکه د مثال په توګه د قرآن کريم له آيتونو څرګندېږي چي ملاچرګک د سليمان او بلقيس خبري يو بل ته رسولي وې، له دې څخه په پښتني، اوزبکي، فارسي ، بلوڅي او دري فولکلور کښي دی د محبت او د دوو مئينو د يو ځائ کولو خاصيتونه لري.نانسي دوپري په کندهار کښي يو کوډګر ملا پوښتي، هغه ورته په ځواب کښي وايي چي د ميني کم تعويذ چي د ملاچرګک په وينو ليکل کېږي هغه ناکامه کېږي نۀ. دوپري زياتوي چي کوډي کوونکی تعويذ ګر د ملا چرګک له جسم څخه څلور خاص اندامونه بېلوي چي هغه يو دوی ته معلوم وي او له خلګو يې پټ ساتي. داسي هم کېږي چي ملا چرګک څلوېښت شپې په خاورو کښي پټ کړي بيا يې هډونه را وباسي، د جادو د هډ معلومولو د پاره يې د پسونو د رمې و مخ ته و موښي، په دې هډونو کښي يو هډ ته له رمې څخه خاص پسه راوځي هم دغه هډ د جادوګرۍ هډ ګڼلی کېږي، دغه هډ بيا د يار د رانزدېکېدلو سبب ګرځي، خو که مينه سړه شي، بېرته يې له غورځېدلو سره يار هم لېري کېږي. نانسي دوپري زياتوي چي په اوزبکو کښي دا عقيده هم ده چي که يوه بنه ښځه دملاچرګک سر د تعويذ په حيث په غاړه ځوړند کړي، نو به يې مېړه د بني په ضد د دې تابع شي، نانسي دوپري په دې اند هم ده چي په اوزبکو کښي د شهرت او اثر پيدا کولو په خيال د ملاچرګک سر د تعويذ غوندي په غاړه کول موثر ګڼل کېږي. بلکې کوډي کوونکي سړي او نارينه که هم د ملا چرګک سر په غاړه کړي، وايي چي کوډي به يې زيات تاثير لري. له توهم پرستۍ سره فولکلوري قصې موږ د ټولني نفسيات هم څرګندوي. لکه ، که هم د ملا چرګک قصه په پام کښي ولرو، چي سليمان عليه السلام دی په يو څه پسې لېږلی ؤ خو چي ناوخته راغلو سليمان ورته په غصه ؤ، د دۀ او د سليمان تر منځ دغه قصه د مختلفو ژبو په فولکلور کښي ګڼې نسخې لري. دومره خو په قرآن کښي هم ثابته ده، چي دی په يو څه پسې لېږل شوی ؤ خو په وخت را نغلو او سليمان ورته په غصه ؤ. د يوه نوي پيغام  په راوړلو او هغه په ډېره هوښيارۍ سره د بيانولو له وجي دی بچ شو. اوس که هم د دې يوې قصې مختلف رنګونو ته وکتل کېږي په دې کښي ټولنيز نفسيات ډېر په اسانه ليدل کېدلای شي. د عربو او مصر په په فولکلور کښي دی د اوبو په معلومولو پسې لېږل شوی ؤ، ځکه چي د عربو په خيال هدهد چي سر پورته او ښکته کوي، دی په ځمکه کښي دننه څه ګوري. او داسي هم ويلی شي چي د هد هد خوراک چونکې چنجي دي او چنجي په هغه ځمکه کښي پيدا کېږي چي دننه يې نو کړی وي. دا هم ثابته ده چي په نونه ځمکه کښي اوبه وي. بيا د هغه سليمان غوندي باچا ته په دومره هوښيارۍ او زړورتيا خبره کول وګړي پوهي او غيرت ته هڅوي. د پښتو ديو متل په رڼا کښي چي په کم سر چي خوله پوري هغه سر نۀ ماتېږي. هم دغه وجه ده چي په فارسي او عربي ادب کښي دی له شاعر سره تشبيه کېږي. اوس که موږ د ملاچرګک او د سليمان د دې قصې ورژن په اوزبکي فولکلور کښي و ګورو هلته يې قصه څه داسي ده چي، بلقيس يو ځل سليمان ته وويل چي دې ته دي د مرغانو له پوستونو څخه غالۍ جوړه کړي. سليمان اعلان وکړ ، ټول مرغانو خپل پوستونه ورکړل، غالۍ جوړه شوه خو چي کله بلقيس ورباندي کښېنستله نو يې سليمان ته وويل چي د يوه مرغه پوست پکښي نشته. سليمان چي پوښتنه وکړه نو ملا چرګک نۀ ؤ. سليمان په ملا چرګک پسې اوښ ولېږلو، خو چي رانغلو نو يې آس ورپسې ولېږی. ملا چرګک له آس سره هم رانغلو آخر له سپي سره دربار ته حاضر شو. سليمان پوښتنه وکړه چي له اوښ او آس سره ولي را نغلې؟ دۀ ورته په ځواب کښي وويل چي اوښ ډېر لوی حيوان ؤ زما غوندي وړوکی او خوار مرغه او دومره لوی حيوان خلاف فطرت ؤ چي زۀ ورباندي راشم، او له آس سره ځکه رانغلم چي  آس د لويانو او باوقارو خلګو سوارلۍ ده، زۀ خوار که د باچا دربار ته په دې شان او شوکت کښي راشم دا مي بې ادبي ګڼله ځکه مي سپي غوندي کمزوری حيوان غوره کړ. سليمان باچا ورته وويل چي په هغه ورځ ولي نۀ وې راغلی چي مرغانو خپل پوستونه ايستل، دۀ ورته وويل هغه ورځ د نړۍ د نرانو او ښځو په شمېرلو بوخت وم، نو هغه ورته وويل چي ستا په حساب څوک ډېر وو؟ ملا چرګک ځواب ورکړ چي ښځي. باچا په غصه کښي وويل ، چي دا خو هر چاته پته ده چي نران د ښځو نه ډېر دي ځکه خو نر په ښځه پسې ګرځي او ولور ورکوي ښځه په نر پسې نۀ؟ ملا چرګک ورته وويل چي هسي خو نران ډېر وو، خو ما هغه نران هم په ښځو کښي حساب کړل کم چي په خپل سر ښځه باداره ګڼي... دلته اوس که موږ د دې فولکلوري قصې نفسياتي جاج اخلو نو په اسانه د قصې د ويونکو نفسياتو ته مخامخ کېږو. 

اول دا چي د هغوی د يوه وړوکي مرغه په لوی حيوان لکه اوښ سفر کول عيب ګڼل کېږي. مطلب يې دا دی چي وړوکی حقيقت او لوړه څرګندونه غير اخلاقي ګڼل کېږي. دويم دا چي خوار او کمزوری د زورورو دربار ته په آس سپور په دبدبه تلل هوښياري نۀ ګڼلی کېږي. درېيم دا چي په دې قصه کښي د نالۍ يا د غالۍ د جوړولو ذکر دی، له دې څرګندېږي چي د قصې ويونکي د قالين او غالۍ د جوړونکو په ټولنه کښي ژوند کوي. څلورمه دا چي په دې ټولنه کښي ښځه په ولور ده. پنځمه مهمه خبره دا ده چي دغه ټولنه پدري (Patriarchal) ده چي پکښي د ښځې باداري ښه نۀ ګڼل کېږي، او يا دا چي د قبيلې او قام مشر د خپلي ښځي په خُله قامي فيصلې نۀ کوي. اوس که هم دغه قصه له مالدارانو کډوالو پښتنو څخه واورو لکه چي نانسي دوپري يې ذکر کوي، پکښي د دوی د ټولني عکس هم په بشپړه توګه ښکاري. دلته د غالۍ پر ځائ بلقيس د يو داسي محل غوښتنه کوي چي له کوچو جوړه وي. محل چي جوړ شي د لمر وړانګې يې بيا وران کړي آخر بلقيس عرض کوي چي د مرغانو سيل دي د لمر مخ ته پر محل مرغسن وکړي، ټول مرغان حاضر شي خو ملاچرګک نۀ وي. د ملا چرګک د نۀ راتلو له وجي په مرغسن کښي يو وړوکی سومبر  پاته شي چي له کبله يې د لمر وړانګې محل بيا ويلي کړي. اوس په دې قصه کښي د کډوالو پښتنو نفسيات په بشپړه توګه ليدل کېږي. اول خو دا چي د غالۍ پر ځائ دلته د کوچو ذکر دی. دويم دا چي په  قبائيلي ټولنه کښي يو وړوکی فرد هم په يوه فيصله کښي خپل حيثيت لري. درېيم دا چي دلته ټولنه چونکې کډواله او مالداره ده،په اوړي کښي د کډي په وخت کښي د وريځو سايه او مرغسن منزل ته د رسېدلو سبب ګرځي. نوره ټوله قصه هم داسي ده له په اوزبکي فولکلور کښي چي ذکر شوه. د نانسي دوپري مطابق هم دغه قصه چي کله دې په شهري (urban) ټولنه کښي له خلګو و پوښتله هلته د اوښ،آس او سپي پر ځائ د افسانوي مرغه عنقا‌‌‌ء (griffins) ذکر ؤ. په بعضو ځايونو کښي داسي هم بيانېږي چي سليمان له ملا چرګک څخه پوښتنه وکړي چي ماته ووايه چي په دې دنيا کښي مړۀ زيات وو که ژوندي؟ نو دی ورته په ځواب کښي وايي چي مړۀ، ځکه چي هغه ژوندي هم د مړو په څير دي چي منځونه نۀ کوي، روژې نۀ نيسي،، چي ورڅخه د ټولني مذهبي نفسيات څرګندېږي. نانسي دوپري د کډوالو پښتنو د مېلمستيا په هکله هم د ملاچرګک او سليمان يوه قصه ذکر کوي، وايي چي يو ورځ سليمان باچا سره له خپل لښکره د ملا چرګک کور ته ولاړ، ملا چرګک د دوی د مېلمستيا په خاطر ډېري هلي ځلي وکړې چي يو څه ورباندي وخوري خو د دۀ په وس کښي هيڅ نۀ ؤ، آخر يې يو ملخ ونيو او په مښوکه کښي يي راوړ، نزدې درياب ته يې ور وغورځولو. په ډېره عاجزۍ سره يې خواست ورته وکړ چي مشره باچا شوروا ډېره ده په شوروا ګذاره وکړۍ غوښه که څه هم کمه ده. د دوپري په خيال په يوه پښتنه ټولنه کښي يو وړوکی سړی هم ډېر لوی سړی او لوی لښکر ته د مېلمستيا په حيث هرکلی وايي. په دې کښي شک نشته چي د سليمان باچا له ملا چرګک سره پښتني او افغاني فولکلور ته راننوتل د اسلامي او اسرائيلياتو نتيجه ده، خو بهرني تهذيب او کلتور اثرات هره ټولنه په خپلو رواياتو، نفسياتو او عنعاتو کښي په خپل خپل چوکاټ کښي ږدي. ملا چرګک د دې يو مهم مثال ځکه دی، چي د دۀ دغه قصې چي موږ پورته ذکر کړې په يهودي او عربي ليټريچر بېخي نشي موندل کېدلای. خو البته د ايشايي ملاچرګک انځور له اروپايي او لاطيني امريکايي له ملا چرګک څخه بشپړه توپير لري، د اېشيايي او اروپايي ملاچرګک تقابلي جاج هم د اغستلو وړ ده، چي په بل يو مضمون کښي به رڼا ورباندي واچوو.

 

1. Dau, Christian; Paniyak, Jack "Hoopoe, A First Record for North America (1977). 

2. Hope B. Werness, The Continuum Encyclopedia of Symbols (2000)

3. 3. Dupree, N (1974). "An Interpretation of the Role of the Hoopoe in Afghan Folklore and Magic". Folklore. 85 (3): 173–93

 

 

FaLang translation system by Faboba