ليکوال: ډاکټر باقي درانی
د مجلې ګڼه:۱۰مه
د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶
كوم وخت چي زۀ د ښوونځي يو طالبعلم وم په هغه دور کښي به مي هم كله كله چي له اديبانو او پوهانو څخه د دانشورلفظ واورېد نو به ورته په فكر شوم چي دا بيا وَڅۀ ته ويَل كېږي؟ دومره به مي سر پرې خلاص شو چي دا خلګ ځانونه له عامو خلګو نه بېل ښئي- دكالج او يونيورسټۍ په دور کښي بيا د دانشورۍ او اِنټلېكچووليزم شخول ډېر زيات ؤ- سوچ به مي كاو چي د دغو خلګو سرونه خو تر عامو خلګو غټ نۀ دي او دماغونه به يې هم په تالۀ تر نورو خلګو درانۀ ښايي چي نۀ وي، بيا نو څنګه دوى دانشوران، اِنټلېكچوولز يا ذهين ګڼل كېداى شي؟
دغه سوال تر ډېرو كلونو راسره مل ؤ خو ځواب به يې دغو دانشورو خلګو هم زياتره په خښم راكاو- ظاهره خبره ده چي په خښم کښي عقل سم كار نۀ كوي، نو زما سوال به هماغه شان پاته شو او يا به ترې نور نور سوالونه هم وزوكېدل- ډېر وخت وروسته چي كله له مانه، د پروفېسر په حېث تر ليكچر وروسته، يو طالب علم همدغه سوال وكړ نو مي دفتر ته راووست، بحث مو ورسره وكړ، چي مطمئن شو نو يې اجازت واخست روان شو- دی خو لاړ مګر زۀ په دې فكر شوم چي كه د خلګو په سوالونو کښي دغومره مماثلت شته لكه چي يې په سرونو او دماغونو کښي دی، نو يې بيا د توپير اصل سبب څۀ دی چي څوك فلسفي، څوك اديب، څوك شاعر او څوك سائنسدان دی- مطالعه يې بېله بېله ده او كه بيا څۀ بله وجه ده؟ چي دغه خلګ په هماغه لار روان شي كومه چي دوی كله سوچلې هم نۀ وي- په دې مضمون کښي مي د دغه شان ډېرو سوالونو ځوابونه لټولو كوښښ كړی دی-
د خلګو سرونه واقعي سره ورته دي او دماغونه يې هم په تالۀ څۀ ډېر فرق نۀ سره لري- په عام ژوند کښي يې د كار كولو طريقه په ظاهره يو رنګه ده، خو بيا هم پر ذهني سطحه لوى توپير پكښې ليدل كېږي- دا ځكه چي دماغ او ذِهن بېل بېل څيزونه دي- دماغ د انسان د نورو اندامونو په شان يو مادي څيز دی چي دبېلا بېلو برخو مشاهده يې په انساني سترګو ممكنه ده او ذِهن غېر مادي شی دی چي انسان ترې بې شمېره كارونه اخلي- د ذهن، فكر او احساس بحث خو تر ډېره حده په تېرو ګڼو کښي وړاندي كړل شوی ؤ مګر دعقل، دانش، ذهانت او پوهي مجموعي تاثر نور بحث هم غواړي- ولي چي همدغه اړخ يې د پوهانو او تخليق كوونكو د پام وړ دی- فكر مثبت هم كېدلاى شي او منفي هم خو د انسان عقلي نظام د ذهن د مثبت كړني مظهر دی- معنا دا چي عقل د انساني ذهن يوه وړه غوندي برخه ده او د كار كولو يې هم يوه محدوده دايره ده چي تر هغي په آخوا يقين ورباندي نۀ شي كېدلاى- دغه دا يره د سپوږمۍ د شپول په شان ده چي د ذهن پر آسمان يې په آساني مشاهده كېدلاى شي-
د عقل دكار كولو د حدونو تعيُن هم په نفسياتي توګه ممكن ښكاري- خو د شپول د بېلا بېلو رنګونو په شان د دغه نظام هم د ذهن پر آسمان خپلي بې شمېره وړې وړې دايرې دي چي يوه په بله کښي دننه يو پېچلی نظام جوړوي- دا د ژوندانۀ په وَرېځ کښي يو ښكلی منظر وړاندي كوي- د هر سړي د عقل خپل شپول وي، خپل يې رنګونه وي او خپلي بېلي دايرې لري- د انساني ګوتو د نشانونو په څېر او د بېلا بېلو څېرو په شان د هرچا عقل دبل سره توپير لري ځكه يې د عقل شپول هم له بله بېل وي- كه څوك دا غواړي چي په خپل عقل ځان خوشحال خان كړي نو دا امكان نۀ لري ولي چي د هغۀ دعقل شپول بېل ؤ او په داشپول کښي د رنګونو ترتيب بس هماغه ؤ چي يواځي د خوشحال په برخه ؤ- همدغه راز بل ميروېس نيكه يا بل احمد شاه بابا جوړېدل د چا خواهش كېداى شي خو په عملي توګه د دۀ د عقل خپل بېل شپول دی او د دغه شپول بېلي دايرې دي اوبېلا بېل رنګونه پكښې ليدل كېږي- كۀ څه هم يوكس د خپل علم او يا تجربې پر بنسټ له بله څه نۀ څه اثر اخلي خو د دۀ شخصيت يواځي د دۀ په خپل عقلي ساخت پوري اړه لري- ولي چي د نفسياتو تر اصولونو لاندي د دۀ د ذهن خپلي بېلي تخليقي سانچې1 دي-
د شعور دغه بېل عقلي جوړښت او د لاشعور دغه بېلي تخليقي سانچي، چي يو كس له بله ډېر بېل او ممتاز په ښكاري، په اصل کښي د هر سړي د ذهن مُهمي برخي دي- د انساني ذهن پر ساخت خو څه نۀ څه بحث په تېرو ګڼو کښي شوی ؤ، لاكن د كس او سړي تر منځ توپير ښايي چي د بحث وړ نور هم ډېر اړخونه لري- سړيتوب بېلا بېلي سطحې لري او دا د ويښتيا او ځان پېژندني سره سره د هر سړي د عقل په خپل بېل شپول پوري هم اړه لري- په خپل شعوري كوښښ انسان د دغه شپول بې شمېره دايرې په كار راوستلاى شي او بېلا بېل رنګونه پكښې ډكولاى شي- همدغه يې و تخليق ته جُدا رنګ او بېل مقام ور بخښي- د دۀ احساس، خواهشونه، خيالونه، تصورات، جذبات، يقين، اراده او نور ډېر څه په همدغو سانچو اړه لري چي دی پکښي بېلا بېل رنګونه ډكوي لګيا وي- په مادي توګه يا د فزكس تر علم لاندي د دغو سانچو بشپړ وضاحت په آساني سره نۀ شي كېدلاى، ولي چي ددې سانچو بنسټ پر طبيعات نۀ بلکي د نفسياتو پر اصولونو ولاړ دی –
داسي برېښي چي تصوّر د شعور عكس دی او خيال د لاشعور- انساني تصوّر د ژوندانه د بېلا بېلو تجربو په رڼا کښي واقعات او بېلا بېل څيزونه د تحليل تر مېچن باسي او بيا يې په نتيجه هم رسوي، خو خيال د تجربې تر دايره دباندي هم الوت كوي لګيا وي- عقل په انسان کښي هغه بشپړ مثبت ذهني نظام دی چي د فكر، احساس، او ياداښت په ګډون د ژوندانه په كړۀ وړۀ کښي د استدلال په کچه معقوليت پېدا كوي لګيا وي- دغه مثبت اړخ او معقوليت يې هغه څيزونه دي چي بايد ټينګار ورباندي وشي او د فكر څخه يې توپير په څرګند شي- فكر مثبت هم كېداى شي او منفي هم، خو عقل په انساني ذهن کښي يواځي د مثبت كار كولو نظام دی- دا يو داسي پټ او پېچلی سيسټم دی چي ددۀ وكړنو ته ښكلا او معقوليت وربخښي- كه مثبت وي او كه منفي، موږ په خپل ټول عمر کښي دخپل ذهن د پټي خزانې لسمه برخه لا هم په عملي توګه په كار نۀ شو راوستلاى- د ذهن دغه بشپړه پټه خزانه د ذهانت په نامۀ يادېږي، او ذهانت2 په انساني ذهن کښي هغه پټه پنګه ده كومه چي د ياداښت يا تجربې په موجودګي کښي د محسوسولو، فكر كولو، استدلال كولو، تحليلولو، او فېصله كولو موجب ګرځي-
د عقل خپله بېله دنيا ده چي په تواتر سره پراخېږي لګيا وي3- كه د خداى د لويي خدايي پلټنه وي او كه يې ديوې خاص برخي جاج اخستنه، عقل هر كله په خپل مثبت كار کښي بوخت ښكاري- انسان له خپله عقله په ژوندون کښي په زرګونو علمي او عَملي كارونه اخلي- كه يوې خوا ته مثبت فكر او ژور احساس د نظر زاويه سمَوي، نو بلي خوا ته د علم او تجربې په رڼا کښي د دوى تر منځ د غوره استدلال او معقوليت پر بنسټ يو خاص توازن قايمَول د عقل كاردی- كله چي فكر د تجربې په رڼا کښي د احساس سره يو ځاى شي او د ژوندانه د اړو مسئلو د معقوله حل په هلو ځلو شي نو بيا عقل بلل كېږي- ځكه خو خوشحال بابا4 وايي چي:
په جهان كښې بـه يو يو وي
چي هنــر يې د كېميــا زده
انسان له ډېره وخته دخپل ذِهن په اړه پر بېلا بېلو مفروضو كار كوي لګيا دی- په اولسمه پېړۍ کښي فرانسوي فلاسفر ريني ډسكارټس5 دا مفروضه وړاندي كړه چي د انسان په اړه فقط دوه حتمي عناصر دي چي يو بدن او بل ذِهن يا روح دی- که څۀ هم دی د دغو دواړو تر منځ د تعلق په وضاحت کښي په بشپړه توګه كامياب نۀ شو خو پر دغه موضوع بحث دوام ودرلود او په نولسمه پېړۍ کښي چي كله د فلسفې سره سره د نفسياتو علم هم ډېره وده وكړه، نو د ذِهن پر بېلا بېلو كېفياتو6 كار تېز كړل شو- اوّل فرائيډ7 او بيا ژونګ8 ورباندي ډېر كار وكړ- د كمپيوټرسائنس د پرمختګ سره ’ مصنوعي ذهانت‘ دا هم ثابته كړه چي لوى شمېر ذهني كارونه په كمپيوټر هم كېدلاى شي ځكه نو ذهن له روح څخه بېل څيز دی ولي چي روح تر دغسي مشيني تسخير دباندي څيز دی- همدغه راز امريكن آنتروپولوجيسټ9 ايزيلې لورن په كال ١٩۶٢ کښي په خپل يوه مُهم كتاب The Mind as Nature کښي انساني ذهن ته د فطرت نوم وركړی ؤ، خو دغه شان وضاحتونه پوهانو قبول نۀ كړل بلكې د دغو علمي مسئلو فېصله يې راتلونكو نسلونو ته ور وسپارله-
د ذهن، فكر، احساس، ياداښت او عقل بحث ډېر پېچلی بحث دی- نۀ د يوه عنصر نظريه د دغي مسئلې بشپړ وضاحت كولاى شي او نۀ د دوو عناصرو نظريه- كه څۀ هم د دوو عناصرو نظريه په عقلي توګه زياته معقوله ښكاري خو د اتلسمي پېړۍ د يوه عنصر په نظريه10 کښي د آيرلېنډ فلاسفر ʼجارج باركلېʻ هم خپل فكر حقيقي بولي- دی دكاينات هر څۀ له ذهني يا روحاني عنصر 'شعور‘ څخه ترتيب شوي ګڼي- د دۀ په فكر د څيزونو طبيعي بحث يواځي د تجرباتو د ترتيب نوم دی كنې دا هم د روحاني عنصر بېلا بېل شكلونه دي- دۀ د خپلي نظريې د صداقت په اړه بېلا بېل دليلونه لرل- د دۀ يو ډېر مشهوره قول ؤ چي :
”Truth is the cry of all but the game of few”
مطلب دا چي: ريشتيا د ټولو غوغا ده خو لوبه د چا چا وي-
انساني ذهن د خپلو جبلي خاصيّتونو سره سره مثبت خواص هم لري او عقل يې د دغو خواصو پنګه ده- دا په ياداښت کښي د ټول عمر د تجربې په موجودګي کښي د فكر او احساس ترمنځ يو خاص توازن پيدا كوي- دغه توازن په اصل کښي معقوليت دی او معقوليت د عقل د حاصل په معنا اخستل كېږي- دا هغه حقيقت دی چي د استدلال په قوت په ټولنه کښي اعتدال راپاڅوي او د سماجي انصاف لار ټاكي- پر بَره سطحه د خلكو فكري تربيت په ټولنه کښي معقوليت پيدا كوي او د معقوليت تقاضا داده چي د خلګو و اجتماعي ژوند ته تر انفرادي مادي ګټو زيات اهميت وركړ شي، ولي چي دغه يو اعلىٰ مقصد دی-
د انساني ذهن مثبت خاصيَتونه عدم وجوديّت، داخلي موجودګي، اراده، انتخاب، آزادي، تخليقي صلاحيت او مقصديت دي- دا ټول د عقل په جوړښت کښي په عملي توګه يو له بله سره تړلي دي- د انساني ذهن يو مهم مخفي خاصيت عدم وجوديت دی- كه څه هم هر وګړی د خپل فطري مېلان په ترڅ کښي د دغه صلاحيت څخه كار اخلي خو ادراك يې ورته نۀ وي- د خپلو بېلا بېلو خاصيتونو په وجه په خپل درون کښي د ذهن موجودګي احساسېدلاى شي- د دغي داخلي موجودګۍ په بركت يوكس په ځان کښي دننه په خپلو اِرادو، فكرونو، احساساتو، خواهِشونو، جذبو او ياداښتونو بشپړه آګاهي لري- دی ښۀ خبر وي چي د دۀ په ذهن کښي د ننه څۀ څۀ روان دي- د انساني ذهن يو بل مهم خاصيت اراده ده دكومي په ذريعه چي دی د حق او فرض تر منځ توازن ساتلاى شي- د حق دپاره پاڅېدل او بيا عملي هلي ځلي كول د انسان په آزاده اراده ممكن دي، ورسره ورسره د خپل فرض ادراك هم د ارادې د تشكيل مهمه برخه ګڼل كېږي- د ښۀ او بد تميز بيا انسان د انتخاب په قوت كوي لګيا وي- دی په خپلو خيالونو کښي د ښۀ او بد تر منځ په خپل دغه قوت توپير كوي او د خپلي ذمه وارۍ احساس ژوندی په ساتي لګيا وي-
په انساني ذهن کښي آزادي، اِراده او انتخاب درې واړه سره ملۀ وي او په ګډه ستر انساني ارزښتونو ته دوام وربخښي- انسان د خپل عقل او شعور د فطري قوت اظهار د همدغي آزادۍ په ذريعه كوي لګيا وي- په آزاده توګه د هغه څۀ انتخاب كوي كوم چي دی يې معقول ګڼي- د خپل آزاد او ځانګړي انتخاب په ذريعه د ژوندانۀ و بېلا بېلو او پېوسته هلو ځلو ته دوام وركوي- د انسانيت معيار د كس د آزاد انتخاب او آزادي اِرادې په حساب دی ځكه نو په ژوندانه کښي يو انسان له بله څخه هركله بېل ښكاري- دا د انسان آزادي ده چي دی كله كله دخپلو ټولنيزو حالاتو خلاف بغاوت وكړي او كله خو تر دې حده وي چي د خپل فطرت خلاف هم فېصله وكړي، لكه چي د ځان وژني يا خود كشۍ فېصله يواځي انسان كولاى شي- د آزادۍ دغه قوت په بل هيڅ يو څيز کښي نۀ ليدل كېږي- ځكه خو د آزادي اِرادې په قوت او آزاد انتخاب په ذريعه انسان تر نورو ټولو مخلوقاتو افضل ګڼل كېږي- كله چي انسان د ماحول تر اثر لاندي د ټولني درد محسوس كړي نو يې په خپل تخليقي قوت د اظهار طريقې لټوي- يوې خوا ته انساني ذهن په خپل فطري ماحول قناعت نۀ شي كولاي ځكه نو د نوو نوو تخليقاتو په هلوځلو وي- بلي خواته د انسان نفسياتي جوړښت څۀ داسي دی چي هر وخت يې په اضطراب کښي ساتي او همدغه اضطراب يې په تخليق آماده كاندي- انسان دټولني درد محسوسَولای شي او دغه بېل احساس يې هم د تخليق موجب شي- په ذهني صلاحيتونو کښي مقصديّت يو داسي څيز دی چي واړۀ نور صلاحيتونه هم په كار راوستلاى شي او د يوۀ بشپړ عقلي نظام په توګه كار ترې اخستلاى شي-
د انساني ذهن په شان د عقل په اړه هم د پوهانو بېلا بېلي نظريې دي- په كال ١٩٠۴ کښي چارلس سپېرمېن11د عمومي عقل نظريه وړاندي كړه- د دۀ په نظر عقل د ذهن يو عمومي صلاحيت دی چي د هر كار د اخستلو د پاره د انسان په كار ورځي- د دۀ خيال ؤ چي عقل په عمومي توګه په آساني سره ګچه كېداى هم شي- دا يې څرګنده كړه چي د اختصار د پاره دي “g” د عقل د پېمانې په توګه استعمال كړل شي او په سائنسي توګه دي دخلګو د عقل معيار په ګچه كړل شي- يعني د هر چا چي “g” زياته وي نو هغۀ به دغومره عاقل ګڼل كېږي-
په عيسوي كال ١٩٣٨ کښي لوئز ترسټون12 د بېخکي ذهني صلاحيتونو عقلي نظريه وړاندي كړه- د دۀ نظر دا ؤ چي د عقل په جوړښت کښي اووه (۷) بېخكي ذهني صلاحيتونه برخه اخلي- اوّل د لفظونو د ادا كوولو صلاحيت، دويم د ژبي د روانۍ صلاحيت، درېيم د شمېري يا د نمبرونو د شمېرلو صلاحيت، څلورم د ياداښت صلاحيت، پنځم د ادراك صلاحيت، شپږم د استدلال صلاحيت، اووم د پېشبينۍ صلاحيت- د دۀ په نظر چونكي په همدغو صلاحيّتونو معقوليت پيدا كېداى شي ځكه نو دا د عقل بنيادي اجزا دي-
په كال ١٩۶۶ کښي رېمنډ كېټل او جان هارن د مايع عقل12 او بلوري عقل نظريه وړاندي كړه- د دوی په نېز مايع عقل د عقل حياتياتي برخه ده چي د عمر په لومړۍ حِصه کښي يې ماشومان او ځوانان له خپل ماحول څخه ترلاسه كوي- دا د عمر په تېرېدو سره ورو ورو كمېږي لګيا وي- بلوري عقل يې هغه برخه ده چي د عمر په وروستۍ حصه کښي يې پوهان او رهبران له خپلي تجربې څخه حاصِلوي او دا د عمر سره كمېږي نۀ بلكې زياتېږي لګيا وي-
هاورډ ګاډنر12 په كال ١٩٨٣ کښي د بېلا بېلو عقلي صلاحيتونو نظريه وړاندي كړه- دۀ ذهانت پر اوو قِسمونو وېشلی دی چي ژبنی ذهانت، موزيكل ذهانت، استدلالي ذهانت، كايناتي ذهانت، ذاتي ذهانت، او ټولنيز ذهانت پكښې شامل دي-
په كال ١٩٨۵ کښي رابرټ سټرن برګ12 د عقل په اړه درې اړخيزه نظريه وړاندي كړه- د دۀ نظر دا ؤ چي د عقل درې برخي دي چي د تحليلي، تخليقي او عَمَلي ذهانت په نومونو يادېږي- لكه چي لاندي څرګنده شوې ده، تحليلي عقل د انسان د پوهني، استدلال او نتيجه اخذ كولو صلاحيت ته ويَل كېږي- تخليقي عقل يې پر بصيرت، تجربه او تخليقي قوت مشتمل دی- او په عملي عقل انسان د اعتدال، موزونيت او مطابقت پيدا كولو هلي ځلي كوي.
انساني ذهن كه څۀ هم د دماغ په شان څۀ واضح ساخت نۀ لري خو دكار كولو په لحاظ يې خپلي بېلا بېلي فېكلټۍ دي- هره فېكلټي يې د څۀ خاص كار تر سره كولو نظام لري- د نفسياتو په اصطلاح د ذِهن درې مُهمي فېكلټۍ شعور، زېرشعور او لاشعور بلل كېږي- شعور د ذهن هغه وړه برخه ده كومه چي د انسان په اراده کښي دننه ده او دی قُدرت ورباندي لري چي په خپله آزاده اراده كار ترې واخلي- دا تر ډېره حده هماغه څيز دی كوم چي له پېړيو راهسي د عقل په نامه مسوا دی- د ټول انساني ذِهن لسمه حِصه د دۀ تر خپل ارادي كنټرول لاندي ده، پاته نهه برخي يې لاشعور دی، پَرته له يوې بېخي وړې غوندي حِصې چي زېر شعور بلل كېږي- زېر شعور نۀ خو په بشپړه توګه د انسان تر قدرت لاندي دی او نۀ بلكل ازاد- كه انسان كوښښ وكړي نو يې پرځيني ځايونو تر خپل كنټرول لاندي راوړاى شي- لاشعور د ذهن تر ټولو غټه او مُهمه برخه ده چي نۀ خو يې عام انسان ته ادراك شته او نۀ كنټرول ورباندي لري، مګر هغه واړه كارونه چي د انسان په ژوندانه کښي د ارزښت وړ دي په همدغه حِصه پوري اړه لري-
كه څه هم په عمومي توګه خلګ د فطرت، ماحول، او تاريخ غوندي خارجي جبري عواملو تر اثر لاندي وي خو د علم، عقل، او شعور په ذريعه ترې وتلای شي- همدغه راز نفس يو داخلي جبري څيز دی چي دټولني په هر وګړي کښي وجود لري او هر كس دې ته اړ ساتي چي د انسانيت له لاري يې چپ كړي، خو آزادي ترې نه په ځان پېژندنه، آزاده اراده، اخلاص، مينه او قرباني ممكنه ده4- لاشعوري قوّتونه لكه ذهانت، برداشت، ياداښت، فكر، احساس، توَجو، جذبه، خواهش، ادراك، اخلاق، بصيرت، يقين، اراده او همدغه راز نور ګڼ شمېر عوامل دتخليق په بېلا بېلو مرحلو کښي د انسان په كار ورځي او ژوندانه ته يې معنا وركوي- كله كله چي شعوري هلي ځلي او عقلي دليلونه د خواهِش د تسكين په اړه منطقي جواز ورنۀ كړي نو بيا خواهش له عقله په بغاوت كولو آماده شي او لاشعوري قوّتونه په كار راولي- لاشعور د بشريت څخه د انسانيت تر معنوي سطحې د رسېدو په مشكل سفر کښي د كس مدد كوي او په دغه اړه دبې شمېره امكاناتو دموجودګۍ پته وركوي - عقل او شعور كله كله د عزم په غلامۍ هم آماده شي ولي چي د عزم په اړه عقل يو سطحي څيز ښكاري- كه څه هم عقليت ځان لره يوه غوره فلسفه ده خو هره مسئله يواځي په عقل نۀ شي حل كېداى، ځكه نو د لاشعوري قوّتونو ضرورت هم ورته وي- د بېلګي په توګه احساس يولاشعوري څيز دی او په نتيجه کښي چي يې كوم خيالونه راپاڅېږي د هغو په ترتيب کښي شعور هم برخه اخلي- انساني فكر تر ډېرو بېلا بېلو مرحلو وروسته يو خاص نظم پكښي پيدا كوي او يو نوی عمل په وجود کښي راوړي- يعني كومه يوه خاص پېښه چي موږ په سترګو وينو هغه په ذهن کښي احساس را پاڅوي او دغه احساس بيا د فكر تر سايه لاندي د تخليق موجب ګرځي-
د انساني ذهن پر آسمان بې شمېره ستوري دي- دغه هر ستوری يو ستر ذهني صلاحيت دی چي يواځي په انسان کښي ښكاري- په دغو سترو ذهني صلاحيتونو کښي يو شمېر هماغه دي چي له ازله د انسان په خمير کښي دي او بله ډله هغه هم ده چي د انسان په ماحول او تاريخ پوري اړه لري- په دغو صلاحيتونو کښي منفي او مثبت دواړي ډلي شته- كه څه هم انساني عقل د ذهن د مثبت كړني مظهر دي خو دا خبره هم حتمي نۀ ده ولي چي عقل په نوو نوو تجربو كښې د زړو جبلتونو اولنۍ سادګي او د اسلافو په كړو آمادګي په شعوري توګه د بدلېدو په هلو ځلو ښكاري- لرغونی اخلاقي نظام او دژوندانه پاخۀ پاخۀ اصولونه د مصنوعيت په اوبو مينځي لګيا دی- داسي برېښي چي علم څومره زياتېږي او عقليت وده كوي هغومره په ټولنه کښي مفاد پرستي او فراډ زياتېږي10- ځكه نو عقيده يا يقين د انسان په ذهن کښي د يوه بل ستر صلاحيت په توګه منل كېږي- په دغه يقين انسان د ډېر څۀ كولو قوت مومي- د انسان معنوي سطح هغه ده چي دی تر نورو مخلوقاتو افضل په ګڼل كېږي او دا هم د څو بېلابېلو ذهني خصلتونو په وجه ښكاري- ځان پېژندنه، آزاده اراده، دانتخاب قوت او د تخليق صلاحيت د انسان د مادي او روحاني تجربو سرچنې دي- د انسان ارزښت په همدغو سترو ذهني صلاحيتونو پوري اړه لري- فلسفه، مذهب، فن، ادب، سائنس اونور ټول علوم د همدغو خاصو انساني خويونو په موجودګي کښي مخ په وړاندي روان دي- چونكې دغه خصلتونه په خلګو کښي يو شانتي نۀ وي ځکه يې نو ʼ تناسبʻ د انسانيت پر سطحه يو انسان له بله بېلوي-
په حواسو کښي نظر يا ديد يو ډېر مُهم ذهني صلاحيت دی چي هرانسان دخپل خواوشا ماحول مشاهده په كوي- د سترګو كار خو يواځي د ماحول عكس تر ذهن پوري رسَول دی، د دغه عكس پلټنه او بيا يې په نتيجه کښي معقول عمل كول د ذهن يو ستر مخفي صلاحيت دی13- سترګي د ذهن د دروازو حېثيت لري مګر د نظر يا ديد ذهني صلاحيت د سر په شا کښي وَمزغي ته نژدې د دماغ په وروستۍ برخه کښي دی- ذهن د سترګو تر دروازو خارجي دنيا ته ګوري، مشاهده يې كوي او بيا يې په داخلي دنيا يعني شعور کښي محسوسوي- د لاشعور په مرسته يې تر پلټني وروسته په بېلابېلو طريقو د ردِعمل اظهار كوي- ځكه خو موږ دا وايو چي انسان پر مادي او غېرمادي برخو تقسيم دی او دلته يې خارجي دنيا مادي ده او داخلي يې غېر مادي- موږ خو د عـلمي بحثونو پر ځاى بس د خپلو خواهشونو اظهار كوو لګيا يو- كه د مذهب پر نامه چا پر عقيده ترحد زيات اصرار او ټينګار وكړ نو موږ احتجاجاً د بې باكه ماده پرستۍ په تبليغ لاس پوري كړو- حالانكه دغه وروستی فعل هغومره لوى جهالت دی لكه لومړی- نوې فلسفه هم لکه انسان پر دوو پښو ولاړه ده، يوه پښه يې خارجي مادي دنيا ده چي د كاينات د مشاهدې څخه تر حقيقت پوري د رسېدو په هلو ځلو ده او بله يې داخلي دنيا ده چي د يقين څخه شروع كېږي او د شعور، لاشعور، حِسياتو او خيالونو په ذريعه د حريت، قوميت، عېنيت او روحانيت تبليغ كوي لګيا وي-
شعور د ژوندانه په تورو تېرو کښي د منطق په قنديل لاره وړي لګيا وي، خو د دغه قنديل په ذريعه تر خپلو قدمونو په آخوا د ژوندانه ډېري كمي لوړي او ژوري صفا ښكاري- ځكه نو يواځي پر منطق يقين نۀ شي كېداى ولي چي منطقي استدلال پر هغو آرزوګانو هم مشتمل وي كوم چي د عقل په لباس کښي د تكميل په هلو ځلو وي- موږ چي په منطقي توګه كوم حقيقي او غېرجانبدار خيالونه وړاندي كوو د هغو په ريښو کښي هماغه اصولونه وي كوم چي زموږ د ټولنيزو او قامي خواهشونو مطابق وي- ژوندون خو تر منطقي دلايلو ډېر اوچت يو همه وخت متحرك څيزدی-
لاشعور د احساس په رڼا د ژوندانه په همدغو تېرو کښي خپل سفر ته دوام وركوي- احساس د روح هينداره ده او حقيقت د مربوط احساس نوم دی- فلسفه د عقل او احساس د امتزاج تصديق كوي- حواس د خيال د صحت ضمانت وركوي- هركس څه كارونه په شعوري هلو ځلو كوي خو زياتره د متضادو لاشعوري احساساتو سره مخامخ وي- د ځينو خلګو په فكر کښي شعوري عنصر زيات وي خو ځيني داسي هم وي چي د سرمستۍ څو لحظې د ژوندانه تر ټول شعوري استدلال خوندوري او مغزني ګڼي- زۀ پخپله په وارو وارو پر دې خبره تينګار کوم چي زۀ د شعوري استدلال قدر كوَم خو منطق د انساني ذهن پر اسمان د كروړونو ځلاندو ستورو څخه فقط يو ګڼم، ولي چي عقل پخپله هم همېشه غېرمتعين پاته شوی دی - منطق مثبت او منفي دواړه اړخونه لري او په دې زمانه کښي خو دا يواځي د استدلال په دسمال کښي د پېچلو خواهشونو نوم پاته دی- زۀ د انسان په حېث په دې حقيقت هم خبر يم چي د بېلا بېلو لاشعوري احساساتو ارزښت څۀ دی- د ذهن پر اسمان بې شمېره ستوري لاشعوري احساسات دي چي تخليقي سلسله يې همه وخت روانه دوانه ده- همدغه وجه ده چي ما لره د انسانيت احساس تر ځان غوندي ژوندي انسان ډېر اوچت دی- مولانا جلال الدين رومي14 وايي:
آ زمـودم عقــلِ دور اندېــش را :: بعد ازين ديوانه سازم خوېش را
د انسان عقل چي پر كوم ځاى درېږي هغه مقام نۀ ابتدايي وي او نۀ آخري- ځكه خو دا ويَل معقول ګڼم چي د انساني عقل د كار كولو يوه محدوده غوندي دايره ده چي تر هغې په آخوا بيا بشپړ يقين ورباندي نۀ شي كېدلاى- او دا چي دغه دايره د شپول په شان ده چي مشاهده يې د ذهن پر آسمان ممكنه ده- يعني د عقل د كار كولو د حدونو تعيُن پر نفسياتي اصولونو كېداى شي- عقل څه داسي مشترك او حتمي حقيقت نۀ دی چي په ټولو خلګو کښي يو رنګه وي- دا بېلا بېلي درجې لري- لكه وړاندي چي يې ذكر وشو، د هر انسان د عقل خپل بېل شپول وي، خپل يې رنګونه وي او خپلي بېلي دايرې لري- د شپول د بېلا بېلو رنګونو په شان بې شمېره وړې وړې او رنګيني دايرې يې دي چي يوه په بله کښي دننه يو خاص نظام جوړوي- مطالعه، مشاهده او تجربه يې دغه رنګونه او دايرې بدلوي رابدلوي- ځكه نو د يوه كس عقل دبل سره واضح توپير لري او د عقل شپول يې هم له بله بېل وي- عقل چونكې په انسان کښي يو بشپړ مثبت ذهني نظام دی او د ژوندانه په كړۀ وړۀ کښي د استدلال په ګچه معقوليت پېدا كوي ځكه نو دا هم حتمي څيز نۀ دی بلكې په تواترسره بدلېږي لګيا وي- د دغه نظام په پشپړتيا کښي او د نظر د زاويې په سموالي کښي د احساس او تجربې هغومره اهميت دی لكه چي د غوروفكر دی- د نفس، ماحول، تاريخ او فطرت تر جبري حِصار د وتلو تدبير هم يواځي په عقل نۀ كېږي بلكې تر ډېره حده په عقيده پوري اړه لري- احساس، فكر، تجربه او يقين واړه د جِبلت څخه تر انسانيت پوري د رسېدو د لارو تعيُن كوي-
حوالې
1- ګا رډنر هاورډ، د ذهن سانچې (Frames of Mind)
لسم اېډيشن، بېسيك بكس (Basic Books)، ١٩٩٣-
2- تها مس بالډوين، ʼ د ذهن پلټنه : يو تعا رفʻ ١٩٩۴
(Introduction to The Analysis of Mind)
برټرېنډ روسل ʻ روټلېج نسخه، ١١ نيو فيټر لېن، لندن، ١٩٩۵
3- برټرېنډ روسل، The Analysis of Mind يعني
‘د ذهن پلټنهʻ، د روټلېج نسخه، ١١ نيو فيټر لېن، لندن،١٩٩۵
4- خوشحال خان خټك، ʼ دخوشحال خان خټك كليات ʻ
اسد دانش مطبعه كلوله پشته، ملي ماركېټ كابل ٢٠٠٨-
5- ګاكروګر، سټيفن، Intellectual Biography) Descartes:An (
يعني د ډسكارټس علمي سوانح، آكسفورډ يونيورسټۍ پرېس، ١٩٩۷
6- سټرن برګ رابرټ، Thinking Styles.يعني
د فكر كوولو طريقې، كېمبرج يونيورسټۍ پرېس، ١٩٩-
7- موكن هاپټ، ʼ سيګمنډ فرايډ: د لاشعور پلټونكی
(Sigmund Freud: Explorer of the Unconscious)
آكسفورډ يونيورسټۍ پرېس ١٩٩٩
8- ژانګ كارل ګسټاو، Man and his Symbols ʼ انسان او د دۀ علاماتʻ،
ډبل ډې، ١٩۶٩، دوهم ا شا عت Laureleaf, 1997
9- ايزيلې لورن (Eiseley Loren) امريكن انتراپولوجيسټ ؤ چي ليكنه به يې په شاعرانه
نثر کښي كوله، ځكه يې نو دغه فكر هم شاعرانه غوندي ښكاري-
10- ډيورانټ وِل، The Pleasures of Philosophy
يعني ‘نشاطِ فلسفه’ ژباړن محمد اجمل، فيكشن هاوس
مزنګ روډ، لاهور، ٢٠١٠ –
11- سپېرمېن، Factor Analysis، ١٩٠۴ بېرته كتنه ١٩٢٠-
12- سټرن برګ رابرټ، Encyclopedia of Human Intelligence
دوهم ټوك، مېكميلن ١٩٩۴
13- كالوين ويليم، , How Brains Think,يعني دماغ څنګه کارکوي،
د اشاعت كال ١٩٩۶ Basic Books
14- محمد عبدالسلام خان،ʼ مولانا جلال الدين روميʻ حيات و افكار،
سيټي بك پوائنټ اردو بازار كراچي، د اشاعت كال ٢٠١٢ .