ليکوال:اشفاق احمد(زاويه،۳)
ژباړه: خليل الله تصميم
د مجلې ګڼه:۹مه
د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵
۱: دواړه مېوه، غنم، غوښه، مغز، هګۍ او ماهی خوري او چي کله هيڅ نۀ شي ور پيدا، يو بل خوري.
۲: په دواړو باندي يوه شانتي ناروغۍ اثر اندازه کېږي، ځکه چي د دواړو اعصابي او غذائي نظام يو رنګه کار کوي.
۳: دواړه په سخت موسم کښې ګزاره کولای شي، د منجمد قطب په بحر کښې او د کالاهاري په دښتو کښې هم ژوند کولای شي خو نور ځناور په هر ډول موسم کښې ژوند نۀ شي تېرولای.
۴: دواړه د موسيقۍ شوقيان دي. موږکان چي کله ساز واوري نو غاښونه يو په بله کښې سره وچچي او خوشحالۍ پرې کوي.
۵: موږکان هم د انسانانو په شان خوشحاليانو، لوبي او مېلې کوي.
۶: په يوه عادت کښې موږکان له انسانانو څخه ډېر غوره دي د غوري وجه دا ده چي موږکان په نسل کشي کښې ډېر پياوړي دي. د حيوانانو ماهرين دا دعوٰه کوي چي که چېري د موږکانو يوه جوړه په باقاعدګۍ سره بچيان وزېږوي او په دواړو (نر او ماده) کښې ذهني او جسماني او جنسي اختلاف نۀ وي او د دوی سياسي حالت ښه وي او د دغو تر منځ بله موږکه نۀ شي پيدا نو يوه جوړه په پنځه کاله کښې نهه کهربه، څلوېښت اربه، شپږ دېرش کروړه، نهه نيوي لکهه ، نهه اويا زره يو سل و دوويشت بچيان زېږولای شي.
۷: د سائنس په نړۍ کښې موږک د خپل ذات قرباني ورکولو باندي موږ ته ډېري د کمال دواوي او روغتياوي رابخښلې دي.
۸: فرق يې دغه دئ چي موږک خوراک کوي، خوري، څښي، بچيان زېږوي، او ټول ژوند د پيشو څخه په وېره کښې وي او د ژوند زياته برخه له موږک دان (تلکي) څخه لېري اوسي.
دی له شاعري، مصوري فلسفې او له خلائي فزکس سره هيڅ اړيکي نۀ لري. په غارو (سوري) او د خښتو په بې ترتيبه انبار کښې خپل ژوند په ډېر سوکالۍ سره تېروي.
يو موږک هم، نۀ خو د غالب نوم اورېدلی دئ او نۀ يې د چغتائي انځورونه (عکسونه) ليدلي، نۀ يي پر ائين سټائن خبري کړي او نۀ يې د کارل مارکس د ژوند ليک لوستلی نۀ يې معنا اخذ کړې ده. مطلب دا چي د موږک روحاني او فکري ژوند نۀ وي.
په نړۍ کښې تر اوسه داسي موږک نۀ دئ زېږېدلی چي هغه ته د اخلاقو مسئله ورپېښه وي. تر ټولو ښه او نېک موږک هغه دئ کوم چي په خپلو عاداتو ښه ژوند په ارامه تېرولای شي. لهذا په يوه موږک کښې هم بغض نۀ وي. دۀ ته هيڅ دا فکر نۀ وي چي دی دي په بزرګۍ يا په بډائي کښې ژوند تېر کړي.
د موږک په مقابله کښې له انسان سره په زرهاؤ او په لکهاؤ ستونزي وي. انسان د اختيار او بې اختيارۍ تر منځ په کښتۍ کښې سور مخته روان وي.
انسان په دغه انسان بلل کېږي چي دی پر خپلو بنيادي عاداتو ښۀ لاس رسی لري او هغه په ښه عمل تر سره کوي، چي دی دا عادات له بل سره شريکوي. دی د موږکانو په شان خپل عادات خپل هدف نۀ ټاکي او نۀ د هغه په حکم او اشاره ځي.
دغه لويه مسئله چي د کوم سره زموږ وړې وړې مسئلې تړلې دي، تر اوسه د انسان تر لاسه نۀ دي رسېدلي. رښتيا خبره خو دا ده چي تر اوسه د دغسي مسئلې حل هم نۀ دئ راوتلی.
نۀ به څوک داسي پياوړی مخي ته راشي چي دا خبره تسليمه کړي لکه څنګه چي موږک د خپل عاداتو هره خبره مني.
داسي هم ښکاري چي پر موږ باندي به هيڅ کله داسي وخت نۀ شي را چي موږ دي د خپلو اخلاقي مسئلو څخه خلاصون ومندو. او دا هم له ورايه ښکاري چي په انسانانو باندي داسي وخت نۀ شي راتلای چي دی دي د دنني ګړبړ څخه راووزي او په اطمينان دي ژوند تېر کړي. بس دغه يو فرق زموږ او د موږک تر ميان پاته دئ.
دۀ ته د يو شي فکر نشته، هيڅ يوه مسئله نۀ ده ورپېښه، لاکن په موږ کښې هيڅوک هم دا نۀ غواړي چي د موږک سره خپل ژوند بدل کړي. دا يوه داسي خبره ده چي تر ننه پوري يو موږک هم نۀ دی په پوهېدلی.
هم په دغه وجه خو موږک موږک دئ.
کله چي موږ د ځوانانو په څير کار کوو نو خپل ضمير او نورو ته دا تسکين ورکوو چي موږ هغه نۀ يو کوم چي موږ بلل کېږو او بلل شوي يو.
چي رښتيا خبره شي موږ په زړو کښې خراب يو لالچيان او منافقان، سنګدل، بدمعاشان او سست يو خو لاکن اوس د مرګ سره په لوبه کښې موږ دا هر څه د لاسه ور کړل.
قدرت مکملېده او کمال تر لاسه کوي خو انسان نۀ. په دې وخت کښې به تاسو ته مکمله د شات مچۍ، يو مکمله مېږی يو مکمل او پياوړی شير تر لاسه شي لاکن انسان تر اوسه د تکميل د مرحلې څخه تېرېږي. هغه تر اوسه په مکمله توګه نامکمله دئ يو نامکمله ځناور او يو نامکمله انسان. بس دا د نۀ پای ته رسېدو غم دئ چي انسان يې له نورو مخلوقاتو سره عليحده کړی دئ. دخپل ځان په تکملېدو کښې انسان د ځان نه يو تخليق کار جوړ کړی دئ.
هغه د بدلون سره ناممکله دئ يو ناممکله انسان او يو نامکمله حيوان! دغه نيمګړتيا او ناروغۍ ده چي انسان يې د نور مخلوقاتو څخه لېري ساتلی دئ. د دې نامکمل غم انسان نيم پوخته کړی دئ، او په مسلسله توګه عمل کول او ودي (Grow) ته يې مجبوره کړی دئ.
د انسان د تخليق کارۍ کمال د دۀ په کميو او نۀ لاس رسی کښې دئ. هغه د خپل ځان د بشپړه کېدو دپاره تخليق کوي او کوي به يې. هغه انسان سازنده جوړ شي نو وسله او اوزار جوړ کړي. انسان څه نور جوړېدل غواړي خو يو لوبغاړی يو بت تراشه او يو بازي ګر جوړ شي کومه کمي چي د دۀ د فطرت د ښکاره کېدو په مسابقه کښې ښکاره شي د دغه بدل هغه دم وکړي په دغه کښې د روحانيت او د کشف کمال نۀ وي کوم چي حيوانان يو بل په خبرو پوه کوي.
دغسي انسان ژبه ايجاد کړه په خبرو يې بنا وکړه او په روانۍ سره خبري يې پېل کړې. او خپله هم پوه شو او نور يې هم پوه کړل. چېري چي و دۀ ته فطري کمزورتياوي ور پېښي شي نو هلته د فکر او د سوچ د نياله څخه کار واخلي.
انسان د خپل کمال د ښکاره کېدو ثبوت هغه وخت ورکوي کله چي و دۀ ته يوه پېښه ورسېږي او دی د دغي پېښي حل وباسي. دا صحيح دئ چي حيوانان هم زده کړه کولای شي او زده کړي يې کړي هم دي لاکن سپی، پيشي، بزو، آس، د چا د اموخته کېدو په وجه سپی، پيشي، بزو، اس نۀ بلل کېږي.
لاکن انسان صرف د زده کړي په بنا انسان بلل کېږي او موږک د ناپوهۍ او بې فکرۍ په وجه موږک بلل کېږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ