ليکوال:ډاکټرباقي درانی

د مجلې ګڼه:۹مه

د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵

چي خپل يو بېل مادي شكل او جسامت لري- په آساني كتل كېداى شي، تَلل كېداى شي او د بېلا بېلو برخو مشاهده اومطالعه يې هم ممكنه ده- د انساني بدن د ټولو نورو اندامونو كنټرول په همدغه دماغ پوري اړه لري- د ژوندانۀ په سفر كښې  پښې، لاسونه ، سترګي، غوږونه، ژبه او همدغه راز نور ټول اعضا د دماغ په ذريعه خپل خپل كار تر سره كوي لګيا وي- خوانسان ځينې داسي كارونه هم كولاى شي چي وضاحت يې په مادي دماغ سره په آساني نۀ شي كېداى، لكه چي فكر كول، زدكړه كول، په ياداښت كښې ساتل، تخليق كول، خوب ليدل او داسي نور ډېر څۀ- دغه كارونه په ذهن كېږي او ذِهن په مادي دماغ كښې دننه هغه غېر مادي جوهر ته ويل كېږي په كوم چي انسان د ژوندانۀ ډېر اوچت فكري، عقلي او تخليقي كارونه تر سره كوي لګيا وي-

ذهن Mind) ( د دِماغ د هغه پټ صلاحيّت نوم دئ په كوم چي انسان د زمان ومكان د ادراك سره سره د خپل ماحول مشاهده كوي، په ياداښت كښې يې ساتي، پلټي يې او فېصله ورباندي كوي1-  د دۀ احساسات، جذبات او خواهشونه واړه په دغه عمل كښې برخه لري- په عمومي توګه موږ وينو چي څوک قبايلي ذهن لري، څوک سياسي، څوک سائنسي او څوک مذهبي- همدغه راز ځينې كسان د تخليقي ذهن خاوندان وي- دغه تخليقي ذهن هغه ذهن دئ چي په وارو وارو تخليقي كار ترې اخستل كېږي او مېلان يې په همدغه خوا وي-

لكه چي روح د انساني بدن څخه جُدا خپل يو بېل وجود لري همدغه شان انساني ذهن له دماغ څخه بېل څيز دئ- دماغ يو مادي څيز دئ چي له هره اړخه يې په آساني مشاهده او مطالعه كېداى شي خو ذهن غېر مادي دئ او لويه برخه يې پر فكر، احساس او ياداښت مشتمله ده- فكر يې تر ډېره حده شعوري څيز دئ او د احساس لويه برخه  يې لاشعوري ده- ياداښت يې د تېرو وختونو تجربه ده چي د شعوري هلو ځلو او لاشعوري وارداتونو تر منځ توازن پيدا كوي-


د هر انسان د سر په كوپړۍ كښې دننه د دۀ  دماغ پروت دئ- دا چونكې يو ډېر مُهم او نازک غوندي اندام دئ  ځكه نو فطرت  د هډونو په كلَک خول كښې دننه ساتلی دئ- دا خپل بېل ساخت، شكل او وزن  لري ځكه نو په هره توګه يو مادي څيز ګڼل كيږي- انساني دماغ د ساخت په لحاظ پر دوو  برابرو  برخو وېشلی دئ، يوه ښۍ او بله كيڼۍ- دغي دواړي حِصې يوه له بلي سره نښتي دي او تر منځ يې بې شمېره نرۍنرۍ تڼكي دي چي دواړي خواوي سره تَړلي ساتي- د دماغ هره حصه بيا په څو خاصو شېلو، پرڅلورو بېلا بېلو څنډو وېشلې ده او دهري برخي يې خپل كار دئ- مخۍ برخه يې شخصيت، حيا، جذبه، او ټولنيز خويونه كنټرولَوي- وروستۍ برخه يې دنظر او د سترګو د ديد د نظام مركز دئ- بره خوا يې د ژبي، تعمير او شمېر ياحساب نظام تر كنټرول لاندي ساتي- په لره خوا كي يې د اورېدلو، بُويَولو او توازن ساتلو مركزونه دي- دغه ټولي څلور برخي په ګډه هم څو كارونه تر سره كوي لګيا وي- د بېلګي په توګه د دماغ ښی اړخ د بدن دكيڼي اړخ حركت او كار كنټرولَوي- ستر انساني خويونه لكه بصيرت، تخَيل، آرټ او موسيقي د دماغ په همدغه ښي طرف كنټرولېږي- د دماغ كيڼی اړخ د انساني بدن د ښي لاس او ښۍ پښې حركت كنټرولوي او ورسره ورسره ګائېدل، ليكل، حساب كول، استدلال، او سائنسي هنرهم تر ډېره حده ددماغ په همدغه كِيڼ اړخ كنټرولېږي- د انساني دماغ جوړښت په ظاهره تر ډېره حده حېواني دماغ ته ورته دئ خو دا تر حېواني دماغ په وزن دروند او په کچه غټ دئ- په شكل او مادي جسامت كښې يې د ډېرمماثلت سره سره توپير هم په آساني ليدل كېداى شي- 

انساني ذهن څۀ ظاهري شكل يا جسامت خو نۀ لري بلكې په همدغه دماغ كښې دننه د كار كولو يو مخفي صلاحيت دئ چي انسان تر نورو مخلوقاتو افضل په ښكاري- په ذهن كښې د فكر احساس او ياداښت سره سره نور هم ډېر څۀ شته- د دنيا تر ټولو خلګو ذهين كس، په خپل ټول عمر كښې، د خپل ذهن د دغه مخفي صلاحيت لسمه برخه لاهم په استعمال كښې نۀ شي راوستلاى- يوكس د خپل فطري مېلان په ترڅ كښې د دغه پټ صلاحيت يوه حصه په كار راولي لګيا وي او بل يې څۀ بله حصه- انساني ذِهن د نورو ژونديو خزندګانو او ځناورانو له ذهنونو څخه ډېر بېل دئ- نورځناوران چونكې له ذهن څخه هغومره كار اخلي كوم چي د دوى ضرورت وي ځكه يې نو فطري ذهني صلاحيت هم دغومره محدود وي- دغه مخفي صلاحيت په خزندګانو او ځناورانو كښې هم يو رنګه نۀ وي بلكې بېلا بېل ځناوران مختلف ذهني صلاحيتونه لري- د بېلګې په توګه لېوۀ او سپی په ذهن كښې د ’بوى‘ د ادراک صلاحيت تر انسان هم زيات لري- دا ځكه چي دوى د خپل دُښمن او خپل ښكار پته په همدغه صلاحيت په آساني لګولای شي- 

په انساني ذهن كښې د كار كولو بې شمېره پټي خزانې دي- دا يو بېل كاينات دئ چي پلټنه يې دغومره ناممكنه ښكاري لكه دكاينات تسخير- دا ځكه چي انسان په ژوندون كښې ترې بې شمېره تخيّلي او تخليقي كارونه اخلي- د انسان ذهانت، برداښت، ياداښت، فكر، احساس، توَجه، جذبه، خواهش، ادراک، اخلاق، بصيرت، يقين، اراده، مينه، نفرت، انصاف او داسي نور اعلىٰ انساني ارزښتونه ټول د دۀ په ذهن پوري اړه لري- چونكې دلته بحث پر تخليق دئ او دا يو خاص احساس ګڼل كېږي چي تړاؤ يې د لاشعور سره سره د ياداښت او تجربې سره هم دئ- يعني دغه احساس د يوې وقوعې تر اثر لاندي، د ياداښت او فكر په موجودګي كښې د معقوليت پر بنسټ يوخاص توازن پيدا كوي چي د تخليق موجب ګرځي- ځكه نو زۀ  د انساني ذهن دغه درې فېكلټۍ سره پرتله كوم لګيا يم چي پر بنسټ يې د خلګو فكري تربيّت ممكن شي- د خلګو فكري تربيّت ځكه ضروري ګڼم چي په ټولنه كښې معقوليت پيداشي- معقوليت هغه حقيقت دئ چي د استدلال په قوت په ټولنه كښې اعتدال راپاڅوي او دسماجي انصاف  لاري ټاكي- د معقوليت تقاضا داده چي په ټولنه كښې د خلګو و ژوندانۀ ته تر مادي ګټو ډېر زيات اهميت وركړل شي، ولي چي ژوندون يو داسي نعمت دئ چي تر هر څۀ  خوږ، ښائسته او اعلىٰ دئ- كله چي د نظر زاويه سمه شي نو بيا سړی ځان د ټولني يو لازمي جُز ګڼي او د دې حقيقت بشپړ اظهار كوي لګيا وي چي دی خپل  وجود د ټولني د بقا په خاطر هر كله قربانولاى شي- 

دماغ يوې خوا ته د ټول بدن باچا دئ او بشپړ كنټرول ورباندي لري- بلي خواته پكښې يو داسي قوت هم موجود دئ چي د ذهن په نامه  يادېږي- خيال،  فكر، احساس،  ياداښت او نور ډېر څۀ په همدغه ذهن پوري اړه لري-

 په نفسياتي توګه ذهن د شعور، زېر شعور او لاشعور څخه جوړ دئ- انساني ذهن څۀ داسي خاصيتونه هم لري چي سړی  له نورو مخلوقاتو بېل او ممتاز په ښكاري- د بېلګي په توګه تخليق كول يواځي د انساني ذهن كرشمه ده بل په هيڅ يوۀ ژوندي څيز كښې نۀ ليدل كېږي- د ذهن تړاو يواځي د تخليق سره نۀ دئ بلكې موږ په شعوري او يا بيا په غېر شعوري توګه  په  خپل  ژوند كښې نور هم ډېر بېلا بېل كارونه ترې اخلو لګيا يو، خو دلته يې د موضوع په مناسبت پر تخليقي اړخ زور وركړ شوی دئ- دا اړخ يې فلسفيانه او نفسياتي2 دواړي برخي لري چي لنډيز يې د تخليقي تندي  وضاحت لره بېخي ضروري ګڼم- 

نفسيات تر نولسمي پېړۍ پوري د فلسفې يوه مهمه څانګه وه خو وروسته يې سائنسي بڼه خپله كړه- اوس د مشاهدې او تجربې پر بنسټ په انساني ذهن كښې د بېلا بېلو وقوعاتو پلټنه كوي او غوره نتيجې ترې راباسي-  فلسفه د تجربې پر بنسټ د انساني ذهن مطالعه كوي او پر عقلي استدلال يې د ځينې پېچلو مسئلو وضاحت كوي لګيا وي- كه څۀ هم اوس دا دواړي جُدا جُدا علمي شعبې دي خو د انساني ذهن په اړه پر ډېرو ځايونو فلسفه او نفسيات يو په بله ښكېل ښكاري- اوس لا هم پر يو شمېر اړو ذهني مسئلو دا دواړه بې بسه غوندي ښكاري- ځكه نو د انساني ذهن په حقله ترلاسه شوي ټول معلومات په دې دور كښې هم  حتمي نۀ شي ګڼل كېداى خو دا يو ځلاند تاريخي پسِ منظر لري : 


په شپاړسمه عيسوي پېړۍ كښې د انګرېز فلسفي جان لاک3 د انساني ذهن د شعوري برخي په اړه دا نظر ؤ چي كوم څۀ  زموږ په خپله تجربه كښې خوندي دي په اصل كښې هماغه مو شعوري پنګه ده- د دۀ په خيال چي احساسات كوم معلومات د ياداښتونو په مرسته راغونډَوي او بيا تصوّرات او خيالات ترې ترتيب اخلي لګيا وي هم دغه د يو كس شعور دئ- له هغه وخته  راهيسې د انساني ذهن په اړه په نړۍ كښې بېلا بېل بحثونه دوام لري- نامتو جرمن فلاسفر امانوېل كانټ4 هم د انساني ذهن په جوړښت كښې وشعور ته ډېر اهميت وركړی ؤ-


په اولسمه عيسوي پېړۍ كښې فرانسوي فلاسفر ريني ډېکارټ يا ډېسكارټس5 د ذهن او بدن مسئله (Mind-Body Issue) لومړی ځل په تېكير سره څېړلې وه- دۀ په دغه اړه بېلا بېل سوالونه را اوچت كړي وو- يو بُنيادي سوال يې دا ؤ چي آيا ذهن مادي څيز دئ او كه غېر مادي؟ بل سوال يې دا ؤ چي د انساني ذهن څۀ طبيعي حېثيت شته هم او كه نۀ؟ دريم مهم سوال يې د شعور په اړه ؤ چي آيا پر عِلمي سطحه د انساني ذهن احاطه كېدای هم شي او كه نۀ؟  د دۀ استدلال تر ډېره حده پر همدغو سوالونو وو- وروسته دی په دې نتيجه رسېدلی ؤ چي د هر څيز يو طبيعي )فزيكل( اړخ دئ او بل يې ذهني يا روحاني اړخ - طبيعي اړخ يې بدن دئ چي كتل كېداى شي، تَلل كېداى شي، کچه كېداى شي  او له يوه شكل څخه په بل كښې بدلېدلاى هم شي- د څيزونو ذهني يا روحاني اړخ  داسي دئ چي نۀ خو په څۀ مادي تول تَلل كېدای شي او نۀ  څۀ بدلون  پكښې راتلاى شي- 

په نولسمه پېړۍ كښې بيا د جرمني يو بل نامتو عِلمي شخصيت جان فرېډ رک  هربرټ د انساني ذهن په جوړښت كښې وشعور ته نور هم مركزي حېثيت وركړی ؤ- دی هغه فلاسفر ؤ چي په انساني ذهن كښې يې د خيالاتو او تصوراتو د را پاڅېدلو پر مېكېنيزم  بحث كاوه- د دۀ په نېز د فكر پختيا او د احساس شدت  په انساني ذهن كښې دوه داسي خاصيّتونه دي چي خيالات او تصورات  ورباندي وده كوي- دۀ پر دې هم ټينګار كاوه چي دا دواړه يو پر بل انحصار سره لري- جان فرېډ رک  هربرټ به دا هم ويَل چي تصوّر د حقيقي حالت  يعني شعور څخه پېل كوي خو ورو ورو وجبلي حالت ) لاشعور( ته هم ور داخلېږي- د انساني ذهن په اړه  همدغه راز بحثونو تر ډېره وخته دوام لاره- ځينې پوهانو به انساني ذهن ته په مادي نفسياتي نظر كتل او ځينو به بيا ورته په غېرمادي طبيعاتي نظر- د نولسمي پېړۍ په وروستۍ برخه كښې د انساني دماغ، ذهن، او تخليقي ارتقا په اړه د نامتو فرانسوي فلاسفر هنري برګسان6 فلسفيانه بحث ډېر ګټَور ؤ- د دۀ مهم كار وروسته په كال ١٩٠۷ كښې په كتابي شكل كښې دL'Evalution Créatrice” “يعني تخليقي ارتقا په نامۀ  چاپ شوی ؤ- په دغه كتاب كښې پر تخليقي ارتقا په تفصيل سره بحث شوی دئ- دا كتاب ورو ورو بيا د نورو ژبو په شان په انګرېزي كښې هم د Creative Evaluation په نامه ترجمه شو- 


په ١٩١٩ كي برټرېنډ روسل7 د انساني ذهن پر تحليل يو شمېر لېكچرز وركړل او په دغه اړه يې ډېر مهم حقائق مخته راوړل- د مادي نفسياتي نظر او غېرمادي طبيعاتي نظر تر منځ يې توازن پيدا كړ- دا لېكچرز په ١٩٢١ كښې د لندن څخه چاپ شول-  په هر حال دا تاريخي پس منظر د انساني ذهن په بحث كښې د شعور او لاشعور اهميت څرګندوي چي يوې خواته په جديد دور كښې د نفسياتو ډېر مهم موضوعات دي او بلي خواته يې تړاو د تخليقي تندي سره هم دئ- لنډه دا چي اوس د انساني ذهن په حقله درې بېلا بېلي نظريې دي: 


١- د دوو عناصرو نظريه5 هماغه نظريه ده چي فرانسوي سائنسدان ريني ډېسكارټس يا ډېکارټ په اولسمه پېړي كښې وړاندي كړې وه- لكه مخكښې چي يې ذكر وشو، ددۀ په نظر د نړۍ د هر څيز دوه اړخونه دي، يو يې طبيعي او بل يې ذهني يا روحاني اړخ دئ- طبيعي اړخ يې بدن دئ چي له يوۀ شكل څخه په بل كښې بدلېدلاى شي- د بېلګي په توګه د وسپني څخه چاقو يا بيا په بېل شكل چيټک هم جوړېدلاى شي او همدغه راز انساني بدن تر مړيني وروسته په خاوره كښې په بېلا بېلو اجزاوو بدلېږي- خو د څيزونو ذهني يا روحاني اړخ  بدلېدونكی نۀ دئ- روح چي كله له بدن څخه بَهرشي نو بيا په هيڅ يوه توګه هم بېرته بدن ته نۀ راداخلېږي او نۀ بيا بدن په څۀ بل روحاني يا ذهني قوت بېرته كار پېلوَلاى شي- دغه دواړۀ عناصر په ژوند كښې پر هره سطحه يو له بله سره دا شان پېوند، پئيلي او پېوسته دي چي بېلېدل يې ناممكن دي، خو د روح تر الوَت وروسته په يوه توګه هم پېوند كېږي نۀ- دغه نظريه تر اوسه لاهم د يوې مهمي نظريې په توګه منل كېږي- 

٢- د يوۀ عنصر نظريه8 په اتلسمه عيسوي پېړۍ كښې د آيرلېنډ يوۀ فلاسفر جارج باركلې  وړاندي كړې وه- د دۀ په فكر په كاينات كښې بس هم يو داسي عنصر دئ چي هر څۀ ترې ترتيب شوي دي او هغه ذهني يا روحاني عنصر دئ- دی د هيڅ يوۀ طبيعي يا فيزيكل عنصر وجود منلو ته تيار نۀ ؤ- د دۀ په فكر دطبيعي څيزونو بحث يواځي د تجرباتو د غوره ترتيب ترحده صحيح منل كېدلاى شي كنې په حقيقت كښې دغه هم د هغۀ روحاني عنصر بېل صورتونه دي- دی چونكې يو مذهبي اېمپېريسيسټ ؤ ځكه دغه نظريه هغه وخت هم تر مذهبي حلقې دباندي نۀ منل كېده- 

٣- د ماديت نظريه په اصل كښې د اوسني وخت ‘ديوۀ عنصر څۀ بېله غوندي نظريه ده چي هر څۀ طبيعي يا مېټرئيل ګڼي- نولسمه او شلمه پېړۍ د ماده پرستۍ پېر دئ- ماده پرستان انسان هم د نورو مادي څيزونو په شان د ماديت په يوه تنګه دائره كښې قيد ساتل غواړي- دوى واړۀ ژوندي څيزونه طبيعي ګڼي او د روحاني عنصر هيڅ يوګنجائش هم نۀ پكښې پرېږدي- د دوی په فكر انسان هيڅكله هم ترطبيعي سطح اوچتېدلاى نۀ شي ولي چي د معنوي سطحي ګنجائش خو پخپله د روحاني عنصر تقاضا كوي او دغه عقيده په ماده پرستانو كښې نشته-


پر عالمي سطح د ماده پرستانو د نظريې د صحت په اړه څۀ معقول استدلال نۀ دئ مخته راغلی- د جارج باركلې په فكر چونكې د مادې خپل حقيقت په انساني مشاهده او تجربه پوري اړه لري او تر دغه مشاهدې وروسته چي كوم خاص احساس را پاڅېږي د مادې پېژنګلونه په همدغه ممكنه ده، ځكه نو بې له څۀ مشاهدې د مادې وجود نشي منل كېدلاى- په بله معنا كه مشاهده نۀ وي نو بيا دمادې وجود هم نشته- د همدغه دور يو بل فلاسفر كانټ د ماده پرستۍ پر ضد خپل دلايل لري- دۀ د احساس په اړه نور وضاحت هم كړی دئ- د دۀ په نېز په انساني احساساتو كښې څۀ فطري ترتيب له لويه سره نۀ وي بلكې د احساس په نتيجه كښې د راپاڅېدلو خيالونو ترتيب اصل څيزدئ او انساني ذهن داحساساتو په نتيجه كښې پيدا شوو فكرونو، ګمانونو او خيالونو ته يو خاص نظم او ترتيب وركوي- معنا دا چي كوم څيز په سترګو ليدل كېږي هغه په اصل كښې د ذهن تخليق دئ ځكه نو د انسان په اړه ماده پرستي څۀ داسي حتمي نظريه نۀ ده چي پرستش يې وشي بلكې د دوو عناصرو نظريه په منطقي توګه غوره نظريه ښكاري - ولي چي دا نظريه د انساني تشخص او روحاني بقا بشپړ وضاحت كولاى شي-

په نفسياتي توګه9 انساني ذهن له ازله تر ابده د پېوسته زده كړي په عمل كښې دئ- دعلم دايره يې ورځ په ورځ پراخيږي لګياده او په روَيه كښې يې په تواتر سره بدلون را روان دئ- خوى او بوى يې اوس آغه نۀ دي پاته لكه چي د اولنيو خلګو وو- زده كړه يواځي په مكتب او مدرسه كښې نۀ كېږي بلكې انسان ټول عمر څۀ نۀ څۀ زده كوي لګياوي- ماشومان تر مدرسې او سكول لمخه هم ډېرڅۀ زده كوي - دوى پل اخلي، خبري زده كوي، خاندي، ژاړي او د لوبو كولوهلي ځلي كوي- د دوى زده كړه تر ډېره حده په موروثي مېلاناتو پوري اړه لري چي تړاو يې په هر حال له ذهن سره دئ- ورو ورو يې په دغه عمل كښې جِبلتونه، احساسات، عادتونه او حافظه ټول برخه اخلي- زده كړه يو پېوسته بهاند عمل دئ چي هركله روان دوان وي- د عمر او تجربې سره  ورو ورو د انسان خويونه هم وربدلوي لګيا وي- د زده كړي پېل له كوره كېږي چېري چي ماشوم له مور، پلار، وروڼو او خوېندو څخه ډېر څۀ زده كوي لګيا وي- د كهول څخه ماشوم ژبه زده كوي، دخوراک، څښاک او پوښاک اداب ترې زده كوي د خپلوۍ او ميني احساس ترې اخلي- اولنی روحاني تربيت يې همدغه كهول كوي لګيا وي- كله چي د ماشوم پوهه زياتېږي نو بيا له مور او پلار څخه بېلا بېل سوالونه كوي لګيا وي- د دغو سوالونو كوم ځوابونه چي دی له هغوى نه اوري هماغه يې په ذهن كښې خوندي كېږي چي وروسته يې بيا د راتلونكي ژوند هينداره شي- كور او كهول د ماشوم د شخصيت په جوړښت كښې ډېره لويه برخه لري- كورَنی تربيت د انسان په راتلونكي  ژوند كښې د دۀ په شخصيت كښې له ورايه ښكاري- د ژوند بېلابېلو ارزښتونو له كهوله  دماشوم وشخصيت ته ورو ورو را اوړي- دغه خانداني ارزښتونه د دۀ په ژوند كښې بيا يو خاص مقام مومي او دی په پېژندل كېږي- كله چي ماشوم له كوره مكتب ته تګ راتګ پېل كړي نو يې بيا د سكول او مدرسې تعليم او تربيت په روَيه كښې ورو ورو څۀ نور بدلون هم راوړي10- د بېلا بېلو استاذانو تر تربيې لاندي يې د نورو ماشومانو سره ناسته او ولاړه كېږي- هغه څۀ ترې زده كوي لګيا وي كوم چي دۀ په خپل كور كښې نۀ وي زده كړي- معنا دا چي په مكتب كښې دماشوم علم ورو ورو نور زياتېږي او په شخصيت كښې يې په تواتر سره غوره بدلون راځي لګيا وي- په سكول كښې دی د ليک لوست سره سره د صبر، صفائي، نظم او روادرۍ غوندي نورو ډېرو غوره څيزونو زده كوي لګيا وي- د دغي زده كړي اصل مركز انساني ذهن دئ- 


ټولنه او د خواوشا ماحول د خلګو پر ذهن بېلا بېل اثرات كوي لګيا وي- دغه اثرات يې د انسان د شخصيت په جوړښت كښې مهم رول لوبوي او ورو ورو بدلون پكښې راوړي11- د ټولني تر دغواثراتو لاندي د فرد سر د معاشرې په غوره ارزښتونو، دود، جهاندارۍ او سړيتوب خلاصېږي- دی د ښۀ او بد توپير په همدغو ټولنيزو اصولونو كوي لګيا وي- كه په ټولنه كښې اخلاص وي، مينه وي، ورور ولي وي، امن وي، مرسته وي، ښكلا وي، خوشحالي وي، تعليم وي، دليل وي او اعتدال وي نو به د خلګو پر ذهنونو مثبت اثرات  پرېږدي- او كه چېري بُغض وي، عِناد وي، تربورګلوۍ وي، سركښۍ وي، قتل وغارت وي، بدۍ وي، نفرتونه وي، اغوا ګاني وي، غلاوي وي، او نشې وي نو به په دغه ماحول كښې همدغه څۀ زده كېږي- كه په هېواد كښې د قانون حكمراني وي، امن وي، انصاف وي، نظم او ضبط وي، آزادي وي، جمهوريت وي او د معاش لاري ټولي خلاصي وي نو به يې د وګړو د ذهنونو د ښۀ تعمير په لار كښې هيڅ يو خنډ هم نۀ وي-

انساني ذهن د يوۀ ساكت غوندي څيز په بڼه نۀ دئ بلكې په تواتر سره بدلېږي لګيا وي- دغه بدلون يې تر ډېره حده په ليک لوست، تربيّت او تجربه پوري اړه لري- ليک او لوست ورو ورو د انسان په رَويه كښې بدلون راولي- فكر يې پختيا په مومي، د خيال الوت يې تر آسمانه په رسي، د احساس شدت يې په تخليق آماده كاندي- يواځي ليک لوست نۀ، بلكې  ورسره ورسره د دۀ ټولنيز ماحول هم په دغه بدلون كښې بشپړ ګډون لري- قام، قبيل، تاريخ، تهذيب اوكلتور د دۀ د ذهن په ژورتيا كښې هر ځائ ورسره ملۀ وي- كله چي يې فكر پختيا ومومي نو د عالمي حالاتو په تناظر كښې هم ډېر څۀ زده كوي لګيا وي- ځكه نو په سائنسي توګه زده كړه د انسان په خوى كښې د غوره بدلون راوړلو صلاحيت دئ نۀ چي يواځي د علم حصول-


چونكې زده كړه يو مسلسل ذهني عمل دئ او ټول عمر د انسان سره ملۀ وي ځكه يې نو له اهميّته انكار نۀ شي كېداى- نفسياتي توضيح يې دا ده چي دا ټول عمل د انسان په ياداښت پوري اړه لري او ياداښت يې د عمر د تجربې بل نوم دئ چي د كس په خوى كښې ورو ورو بدلون راوړي لګيا وي- د زده كړي خپل بېلا بېل مدارج دي- دا د بېخي ساده غوندي عمل څخه پېل كوي او ورو ورو تر يوۀ ډېر پېچلي نظام پوري ځان رسوي- د زده كړي پېل له يوۀ ساده غوندي احساس څخه كېږي، لكه ليدل  يا اورېدل- دغه احساس بيا د انسان په ياداښت يا حافظه  كښې خوندي شي- ذهن يې د پخوانۍ تجربې په رڼا كښې پلټنه وكړي او په نتيجه كښې يې په روَيه كښې بدلون راشي- د بېلګي په توګه، د يوۀ ماشوم د ډاكټر له كلېنک څخه ځكه بېره كېږي چي دۀ ته په كلېنک كښې د ستني يا پېچكارۍ د درد تجربه شوې وي- درد يې لومړی احساس وي چي د تجربې په بڼه د دۀ په حافظه كښې خوندي شي- په نتيجه كښې يې له كلينک څخه بېره د روَيې  هغه بدلون دئ چي موږ يې ليدلاى شو- ستن يا پېچكارۍ ليدل او درد يې احساسول اولنی احساس ؤ خو دكلينک ليدل يو بېل فطري احساس دئ چي د تېري  تجربې په رڼا كښې د بېري يا خوف په توګه را پاڅېدلی دئ- دا دوهم احساس يې له اول سره تړلی دئ- كه يې لومړۍ تجربه نۀ واى نو به يې له كلينک څخه بېره هم نۀ كېده- دا ټول عمل په ذهن كښې د پلټني د يوۀ مربوطه نظام سره تړاؤ لري چي د كواګنېشن  يا ادراک په نامۀ ياديږي- همدغه يې د غور و فكر وړ ټكی دئ-


 په اوسني سائنسي دور كښې د انساني ذهن لوى شمېرمهم خاصيّتونه تر ډېره حده واضحه كړل شوي دي- د دغو خاصيّتونو يو لنډېز ستاسو په وړاندي ځكه  ږدم چي د موضوع لږ غوندي وضاحت په وشي:


١- عدم وجوديت د انساني ذهن اولنی مُهم خاصيت دئ- ولي  چي دا د انساني دماغ په رنګه څۀ  خاص مادي وجود نۀ لري  بلكې په يو كس كښې دننه د فكر كوَلو او كار كولو بلكل مخفي صلاحيت دئ1 چي انسان د خداى تر نورو بېلا بېلو مخلوقاتو افضل  او بېل په ښكاري- هركس د خپل فطري مېلان په ترڅ كښې د دغه پټ صلاحيت يوه خاص برخه په كار راولي لګيا وي خو دا ادراک وكمو خلګو ته وي چي ذهن چرته وجود لري؟ او د كار كولو طريقه يې څۀ ده؟ البته د خپلو خاصيتونو په وجه تقريباً هر كس په خپل درون كښې د ذهن موجودګي احساسولاى شي-


٢- د داخلي موجودګۍ خبرتيا هم د عدم وجوديت سره سره د انساني ذهن يو بېل خاصيت دئ چي هرڅوک يې په خپل داخل كښې احساسولاى شي- دا ښايي چي دانساني ذهن ترټولو نورو بېلا بېلو خاصيّتونو مهم خاصيت وي د كوم په بركت چي هر كس په ځان كښې دننه په خپلو اِرادو، فكرونو، احساساتو، خواهِشونو، جذبو او ياداښتونو بشپړه آګاهي لري او په دې ښۀ خبر وي چي د دۀ په ذهن كښې څۀ روان دي- د خپل ذهن په حال خبرتيا يواعلىٰ انساني خاصيت  دئ چي يوكس له نورو مخلوقاتو بېل په ښكاري-

٣- اراده د انساني ذهن هغه مهم خاصيت دئ دكوم په ذريعه چي  دی د حق او فرض ترمنځ توازن ساتلاى شي- د حق دپاره پاڅېدل او بيا عملي هلي ځلي كول د انسان په اراده ممكن دي، ورسره ورسره د خپل فرض ادراک هم د ارادې د تشكيل مهمه برخه ګڼل كيږي- 


۴- انتخاب د انساني ذهن يو داسي قوت دئ چي هر كس د ښه او بد تميز په كوي لګيا وي- دی په خپلو خيالونو كښې همه وخت د حق او باطل تر منځ د توپير په هلو ځلو وي او د ارادې په شاني د نورو ذهني صلاحيتونو سره سم د انسان د بقا په هلو ځلو كښې مركزي كردار ادا كوي- دانتخاب دغه قوت د انساني ذهن يو اعلیٰ  خاصيّت دئ چي په بل هيڅ يو ژوندي څيز كښې نه شي ليدل كېدای- د همدغه انتخاب په قوت انسان د خپلي موخې اوذمه وارۍ احساس ژوندی ساتي لګيا وي- لكه چي په كتاب12 ’دفكرټال‘ كښې بحث ورباندي شوی ؤ د انسان تشويش په اصل كښې د څۀ انتخاب دنۀ موجودګۍ احساس وي  او يا بيا د انتخاب دجواز په اړه وي- 


۵- آزادي هم د انساني ذهن يو بېل او ممتاز خاصيت دئ چي هر كله د اِرادې او انتخاب سره مله وي او په ګډه ستر انساني ارزښتونو ته دوام وركوي- انسان د عقل او شعور د فطري قوت اظهار د همدغي آزادۍ په ذريعه كوي- دی چونكي د آزادي اِرادې خاوند دئ ځكه نو د هغه څۀ انتخاب هم په آزاده توګه كوي، كوم چي دی يې معقوله ګڼي- د آزادي اِرادې په قوت دی كله كله د سرمستۍ او سركښي ترحده هم لاړشي- انسان هر كله د خپل آزاد او ځانګړي انتخاب په ذريعه د ژوندانۀ و بېلا بېلو او پېوسته هلو ځلو ته دوام وركوي- د انسانيت معيار د كس د آزاد انتخاب او آزادي اِرادې په حساب دئ ځكه نو په ژوندانۀ كښې يو انسان له بله څخه هركله بېل  ښكاري- دا د انسان آزادي ده چي دی كله كله دخپلو ټولنيزو حالاتو خلاف بغاوت وكړي او كله خو تر دې حده وي چي د خپل فطرت خلاف هم فېصله وكړي، لكه چي د ځان وژني يا خود كشۍ فېصله يواځي انسان كولاى شي- د آزادۍ دغه قوت په بل هيڅ يو څيز كښي نۀ ليدل كېږي- ځكه خو د آزادي اِرادې په قوت او آزاد انتخاب په ذريعه انسان تر نورو ټولو مخلوقاتو افضل ګڼل كېږي-


۶- مقصديت په ذهني صلاحيتونو كښې يو داسي څيز دئ چي په رڼا كښې يې واړۀ نور صلاحيتونه په كار راوستل كيږي او د يوۀ مربوط عقلي سيسټم په توګه، دخاص موخې په ترڅ كښې كار كوي لګيا وي- د بېلګي په توګه، چي كله يوه ټولنيزه پېښه د انسان په داخل كښې يو خاص احساس را وپاڅوي نو يې تر اثر لاندي دی فكر پېل كړي- ذهن يې د تجربې پر بنسټ د ماحول پلټنه كوي لګيا وي او نتيجه ترې راباسي- ورسره ورسره يې د مقصد تعيُن هم كوي لګيا وي او تر ورَسېدو يې په هلو ځلو وي- دغه خاصيت له انسانه په پرته په بل هيڅ يو څيز كښې هم دومره واضحه نۀ شي ليدل كېداى-


 تخليقي تنده  د انساني ذهن يو بېل صلاحيت دئ چي په  نورو مخلوقاتو كښې يې مثال نشته- كله چي دی د ماحول تر اثر لاندي دټولني درد محسوس كړي نو په همدغه تخليقي تنده يې د اظهار بېلا بېلي طريقې لټوي- يوې خوا ته انساني ذهن په خپل فطري ماحول قناعت نه شي كولاي ځكه نو د نوو نوو تخليقاتو په هلوځلو وي- بلي خواته د انسان نفسياتي جوړښت څۀ داسي دئ چي هر وخت يې په اضطراب كښې ساتي او همدغه اضطراب يې په تخليق آماده كاندي-  هره روځ نظم، غزل، غميزه، افسانه، ناول او لوى شمېر نور تخليقونه داسي كېږي چي په بركت يې انسان له نورو مخلوقاتو بېل ښكاري- انسان دټولني دردمحسوسَولای شي اودغه بېل احساس يې هم د تخليق موجب شي- د تخليق په عمل كښې يواځي ادب مُهم نۀ دئ بلكې تعميرات، مصوّري، او نور ډېر فنون هم داسي دي چي د انسان په تخليقي قوت پوري اړه لري- د اوسني دور سائنسي ترقي او نوې ټېكنالوجي د انسان د تخليقي قوت نخښي دي- د مشرقي قامونو په نېز د تخليقي عمل لاندينۍ سطح دغه سائنسي او ټېكنيكي ايجادونه دي خو اوچته سطح يې فني ترقي ده- دا ځكه چي سائنسي او ټېكنيكي تخليقونه د انسان د خوشحالۍ دسامان پېدا كولو سره سره د دۀ د تباهۍ او بربادۍ پېغام هم راوړي- فني صلاحيت د انسان د تخليقي قوت اوچته سطح ځكه ګڼل كېږي چي په ټولنه كښې د ترقۍ، خوشحالۍ او ښايست په حقله د غوره بدلون كار ترې اخست كېږي- همدغه فني تخليقي صلاحيت دئ چي انسان په دنيا كښې د خدای د تخليقي قدرت واضح مظهر په بلل كېږي- د تخليقي تندي اړه چونكي په انساني ذهن پوري ده ځكه  نو په دغه حقله د ذهن د جوړښت، هېئت او بېلا بېلو صلاحيتونو جاج اخستل لازمي ګڼم- كه څۀ هم د فكر، احساس، ياداښت ، زده كړي، خواهش، جذبې، جبلت، عادت، عقل، دانش، شعور، لاشعور، نفس، بصيرت، ضمير، عقيدې، ژبي، ادب، كلتور او روحاني وارداتونو ټولو تړاو د انساني ذهن سره دئ خو د موضوع په مناسبت يې دلته بحث د تخليقي تندي په خوا بېرته را اړوو- 

’ تخليقي تنده‘ په انساني ذهن كښې يو داسي پېچلی نظام لري چي په آسانه توګه سر پرې نۀ شي خلاصېداى ځكه نو څۀ نۀ څۀ  نور وضاحت هم غواړي- چونكې د تخليقي تندي اړه په ذهن كښې د فكري نظام په تشكيل پوري ده ځكه يې پلټنه هم د انساني ذهن د ځينو هوډرو برخو د پلټني سره تړاو لري- پر دغه موضوع چي كوم مواد موجود دئ، هغه لا تر اوسه د تخليقي تندي پوره پوره احاته نۀ شي كولاى13- ځکه يې نو په وارو وارو د جاج اخستلو ضرورت شته چي په رڼا كښې يې د هغه پېهم سفر بېلا بېل  منزلونه  وټاكل  شي كوم  چي وَ ژوندون  ته  معنا وركوي-

تخليق هغه اعلىٰ انساني خاصيت دئ چي يو معنوي انسان  له بشر څخه بېل او ممتاز په ښكاري- تخليق د تخليق كوونكي په داخلي تخليقي تنده پوري اړه لري چي په نفسياتي توګه يو داسي احساس دئ چي بېلا بېل محركات يې دي- 

    ’ تنده ‘ په انساني ذهن كښې د طلب يو داسي احساس دئ چي د آخري حد تعيُن يې نۀ شي كېداى- د انسان د ځان پېژندني د درو مهِمو عناصرو څخه يو دئ- نور دوه يې سعي (كوشش) او نظريه دي- دغه تنده د انسان د پرمختګ هغه احساس دئ چي  هركله يې په پېوسته هلو ځلو خوښ كاندي- که څوک دا وايي چي طلب او سعي خو په نورو ځناورانوکښې هم  شته نو دا تر يوۀ حده صحيح ده - مارغۀ  ځالۀ جوړولای شي او  مېږی ترځان دروند بار هم پورته کوي لګيا وي خو تخليق نۀ شي کولای- 

په انساني ذهن كښې دننه دتخليقي تندي سره سره خيال او ياداښت دوه داسي مهم اجزا دي چي اړه يې په تخليقي عمل پوري ده- د ذهن په پی در پی پېچلي نظام كي چرته يو بل  غېر مرئي او غېر مادي څيز هم شته چي له پخوا څخه د نفس په نامۀ ياديږي- دا د انساني ذهن د هغي برخي نوم دئ چي پر شعور، تحت الشعور او لاشعور مشتمل دئ- نفسيات ځان لره يوه بېله علمي څانګه ده چي د نفس پر جوړښت او كړه وړه بحث كوي لګيا وي- د انساني نفسياتو د تخليق سره ډېر ټينګ تړاو دئ- د نفس، شعور، زېر شعور او لاشعور جايزه اخستل د تخليقي تندي وضاحت لره لازمي ده- ولي چي كه څۀ هم د فكري نظام په تشكيل كښې ډېر بېلا بېل عوامل ګډون لري خو د تخليقي تندي تړاو يې د ذهن د هغي برخي سره دئ چي د نفس په نامۀ ياديږي او په زياته بيا د لاشعور سره-


پايله يې دا چي انساني ذهن  په دماغ كښې دننه يو غېر مادي څيز دئ چي څه خاص شكل او صورت نۀ لري خو په خپلو بېلا بېلو خاصيّتونو او صلاحيّتونو په اساني سره پېژندل كېږي-  لويه برخه يې پر فكر، احساس او ياداښت مشتمله ده- فكر يو شعوري څيز دئ چي انسان يې په خپله آزاده اراده او غوره انتخاب په كار راوستلاى شي- د احساس لويه برخه  يې لاشعوري ده او تخليقي تنده تر ډېره حده په همدغه برخه پوري اړه لري- ياداښت يې په اصل كښې د تېرو وختونو تجربه ده چي په ژوند كي د انسان د شعوري هلو ځلو او لا شعوري وارداتونو تر منځ خاص توازن پېدا كوي او د تخليق په بڼه يو نوی څيز ترې پېدا كېږي- 

 

اخځليك

 

1- ساونډرز، ʼډارلېنډ مېډيكل ډكشنريʻ ، شپږويشتم اېډيشن، 

                 ساونډرز كمپنۍ،   فايلوډلفيا، لندن ٢٠٠۴ – 

2- ډاكټر باقي درانى ،  ʼ تخليق او نفسياتʻ  درې مياشتنۍ پښتو مجله

        ʼ ليكني ʻ  جلد نمبر ١ شماره نمبر ۴ ، پښتو اكېډمۍ كوټه  ، ٢٠١۴  


3- جان لاک، An Essay Concerning Human Understanding  

                   يعني ʼ د انسان پر دانش يو ه مقاله ʻ ،  آكسفورډ يونيورسټي پريس ، لندن

4- پالسن فرېډريك،ʼ امانو وېل كانټ؛ د دۀ ژوند او نظريهʻاېنګر ١٩۶٣

          
(Paulsen, Friedrich. Immanuel Kant, His Life Doctrine)           

5- 
اكروګر ، سټيفن  Descartes: An Intellectual Biography
    يعني

                   ʼد ډسكارټس علمي سوانح ʻ ، آكسفورډ يونيورسټۍ پرېس ، ١٩٩۷

6- هنري برګسان،  Creative Evolution  يعني ʼ تخليقي ارتقا ʻ  

                   نيويارک، ١٩١١ 

7- برټرېنډ  روسل ،  (The Analysis of Mind) يعني  ʼد ذهن پلټنهʻ  

              د  روټلېج نسخه، ١١ نيو فيټر لېن ،  لندن،  ١٩٩۵-

8- جارج باركلې، "An Essay Towards a New Theory of Vision "  ١۷٠٩

9- ويلهلم مېكس ونډټ، ʼد فزيالوجيكل سايكالوژي اصولونۀ ʻ انګرېزي ژباړه  

The Principles of Physiological Psychology                            ١٩٠۴          

10- برانزفورډ، جان او ملګري، ‘خلګ زدكړه څنګه كوي؟ دماغ، ذهن، تجربه او سكول- 

        Bransford, John, and others.

“ How People Learn: Brain, Mind, Experience,and School”.       

 National Academy Press, 2000         

11-  مېزور ، جېمز اي،  Mazur, James E  زده كړه او رويه 

The Principles of Physiological Psychology Learning and Behavior".                

5th ed. Pearson, 2001                 . 

12- ډاكټر باقي درانى ،  ʼ دفكر ټالʻ  صحا ف  نشرياتي  موسسه


                كاسي   روډ  كوټه ، ٢٠١٣

13- موكن هاپټ ،  Sigmund Freud: Explorer of the Unconscious   يعني 

        سيګمنډ فرايډ: د لاشعور پلټونكیʻ آكسفورډ يونيورسټۍ پرېس ١٩٩٩ 
                             

                                   

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba