ليکوال:حبيب الله کاکړ

د مجلې ګڼه:۹مه

د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵

Determinism and Free Will as a Complicated Issue in Religion, Philosophy, Science and Psychology 

دا د هغه بودا خبره ده ،دچا چي د بودي وني لاندي د شپږ کاله د تفکر نتيجه په نړۍ کښې د جبريت پېژندنه وه.  د انسان د اختيار په اړه د انساني ارادې د آزادۍ د دغه دريځ  خاوند بودا، په نړۍ کښې د سبب او مسبب يا اثر او د تاثير(cause and effect) هغه کلکه  عقيده تبليغ کړه چي زما په خيال نېچرلسټ ماديت پسندو سائنس پوهانو هم نۀ درلوده. په مادي نړۍ کښې د فطري قانون په حقله د بودا د ؛پراتيتيا سموتپآدا؛ (Pratītyasamutpāda ) نظريه په څرګنده توګه د څيزونو وجود د نورو څيزونو په وجود باندي ولاړ ګڼي.  د څيزنو په يو بل پوري دغه باهمي ارتباط (interdependence) د بودا په خيال يواځي  تر مادي څيزنو محدود نۀ دئ بلکې فکري تصورات او انساني رويې هم په خپلو اسبابو تکيه کوي.    اوس سوال دا دئ که د انسان رويه هم د هغه په اختيار کښې نۀ ده، د هغه تصور هم د هغه په اختيار کښې نۀ دئ ، نو بودا د هغه د دړد وجه ولي د هغه ګمراه تصور ګڼي؟ چي د انسان تصور هم د انسان په لاس کښې نۀ وي نو د هغه  تصورات په لاره کولو ته د بودزم فلسفه د بودا يوه ناکامه هڅه نۀ ده؟  اوس که موږ د بودا دا خبره و منو چي ستا د دړد وجه ستا خپل تصور او فکر دئ ، تۀ خپل فکر په لار کړه له هر دړد څخه به ځان و ژغورې، او يا د هغه دا خبره چي "برهمنيت په زوکړه نۀ بلکې په جدوجهد ميلاوېږي"، موږ په دې خو رسو چي دی په انساني اختيار عقيده لري، خو د دۀ داثر او تاثير ؛پراتيتيا سموتپآدا؛ ژور فکره نظريه  حتماً موږ ته د جبريت نظريه راکوي.  د اختيار او جبر په اړه داسي متضادغوندي بيانونه يواځي په بودزم کښې نۀ په هندو مذهب کښې هم په بشپړه توګه ليدلای شي.  انسان د هندو مذهب مطابق د سمسارا(samsara) په قيد کښې بندي دئ. د هغه د ژوند هر پړاو اصلاً د هغه د مخکيني ژوند د عملونو او کارما (karma) په سوب دئ. دا د انسان مخکينی ژوند ټاکي چي دی دي برهمن و زېږي که شودر.  د دۀ دړد او غم د دۀ اوسني کړۀ وړۀ نۀ بلکې مخکيني کړۀ وړۀ يې فيصله کوي خو هغه کړۀ وړۀ هم په نورو اسبابو تکيه کوي. د هندو مذهب د سمسارا او کارما فلسفه که يو طرف ته جبريت څرګندوي خو بل اړخ ته د ژوند په دغه اضطرار او اضطراب کښې په اراده او په اختيار هم يقين لري. د هندو مذهب يو لاروی په دې بشپړه مامور دئ چي ځان د ژوند او مرګ د سمسارا له دغه مادي قيد څخه وباسي او خپل روح د براهماتمان سره وصل کړي.  د جبريت او اختيار تر منځ هم داسي ظاهري تضاد د قران کريم په أيتونو کښې هم معلومېږي.لكه د مثال په توګه د سورة فصلت شپږ څلوېښتم أيت اختيار څرګندوي " مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ۗ وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ." چا چي ښه عمل وکړ نو يې د خپل ځان د پاره وکړئ (ګټه به يې د ځان وي) او چا چي بد وکړ تاوان به يې د ځان وي او ستا رب پر بنده ظلم کونکی نۀ دئ. بل اړخ ته د سور ة التکوير نويشتم أيت د انسان مشئيت د خدائ په مشئيت پوري تړي او ښکاري چي مکمل جبريت څرګندوي  ‏‏"وَمَا تَشَاؤُونَ إِلَّا أَن يَشَاء اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ." د جبر او اختيار دغه کړکېچنه مسئله يواځي دانۀ چي له مذهبي عقيدې سره تړون لري بلکې په فلسفه، سائنس او اروا پوهنه کښې هم په دغه کړکېچن (complicated) غوندي بحث کښې شتون لري. دې مسئلې ته که موږ د اګسټ کامټ (August Comte) په چوکاټ کښې و ګورو، موږ د تقدير مسئله هم په هغه درې دورونو کښې وېشلای شو په کومو درې دورونو کښې  چي کامټ د انساني ټولنې يا زده کړي ذهني ارتقاء ږدي. 

تهيولوژيکل پړاو:

په اولني تهيولوژيکل پړاو (theological stage) کښې په مادي نړۍ کښې هر حرکت او سکون د خدايانو او ميټافيزک ځواکونو (metaphysical forces) له کبله وو. د مصر ، يونان ، جاپان او هندو مذهب د افسانو مطابق مادي نړۍ او انساني ژوند اصلاً د ميټافيزکل نړۍ انعکاس ؤ. په ځمکه امن او جنګ ، سوکالي او بدمرغي د ميټافيزک ځواکونو په خپل منځ کښې د ټکراو نتيجه وه. د هومر د يوناني افسانو مطابق د يونان او ټروئ (Troy) تر منځ د شخړي وجه د درو دېويانو لکه ، آتنا ، هرا او افروډيټ تر منځ ټکراو وو. د اېجنا (Aegina) جزيرې خدای پلئوس (Peleus) او د سمندر دېوي د ثيټس (Thetis) د وادۀ په مهال ټول خدايان او دېوياني سره له خپلو تحفو د وادۀ په لمانځنه کښې په اتڼ ګډ وو خو د کرکې او کژنې دېوي "اريس" (Eris) په وادۀ کښې د ګډون کولو څخه د زيوس (Zeus) په حکم منع کړلې شوه. هغې خپله تحفه له هغه ځای څخه د سرو زرو د سېب په شکل کښې وراولېږله. په دغه سېب د "To the fairest" جمله ليک وه . دغه سېب د کرکې دېوي د ټولو نه زياته ښکلې دېوي ته را لېږلی وو. د وادۀ په لمانځنه کښې شريکې د درو دېويانو ، آتنا ، هرا او افروډيټ تر منځ په دې جګړه شوه. دا يواځي په سېب جنګ نۀ ؤ بلکې دا د هغوی د ښکلا سوال ؤ. د خدايانو خدائ زيوس د دوی د ښکلاد قضاوت  دپاره دوی د ټروئ شهزاده پېرس ته ولېږلې ، هغه د ښکلا سېب افروډيټ ته په لاس کښې ورکړ. د دې په بدل کښې افروډيټ د سپارټا د بادشاه ښکلې ښځه هېلن په پېرس مئينه کړه. هرا او آتنا ته له دې ميني څخه د کرکې د زېږونې موقع په لاس ورغله او هېلن يې له پېرس سره و تښتوله. دپېرس پلار د ټروئ بادشاه پرايم اود پېرس ورور جنرال هيکټر که زر ځله د امنيت کوشش وکړ خو د ټروئ او يونان تر منځ اوس جنګ نښتی ؤ. همدا وشو چي د يونان ټول شهري رياستونه په يو ځای شو او زر سمندري جهازونه يې د ټروئ سره د جنګ په نيت روان کړ. لس کاله جنګ وشو، آخر يونانيان د ټروئ د بچيانو په غلامولو او په ټروئ اور لګولو کښې بريالي شو. په دې کښې شک نشته چي دا جنګ د انسانو تر منځ وو. خو د جنګ د کولو او نۀ کولو فيصله د دوی په لاس کښې نۀ وه. ددې جنګ سکرېپټ (script) بره دېويانو ليکلی ؤ . دغه جنګ به هرو مرو کېده. د دې جنګ د هر ايکټ شاته ميټافيزک قوتونه ولاړ ول. يواځي دا نۀ چي په جنګ کښې د ايکېليس د توري شرنګ او د هيکټر زګېروي د دېويانو او خدايانود غوښتې او نندارې نتيجه وه د خوند خبره خو دا ده چي د دې جنګ انځور کشي که هر آرټسټ ، شاعر او رېپسوډ کړې ده هغه هم د هغه په روح کښې د آرټ، شاعرۍ او حسن سخنۍ د دېويانو او خدايانو د وزرونو دپړه کېدلو نه بغير نور هڅ نۀ دي.  په تهيولوژيکل پړاو کښې که څه هم مادي نړۍ د ميټافيزک نړۍ جبر ي انعکاس دئ، هر څه چي دلته ښکاري هغه اصلاً د ميټافيزکل قوتونو د ارادو تکميل وي، خو په دې افسانو کښې يواځي جبريت هم نۀ د اختيار څرک هم ليدل کېږي. د شر او د خير د خدايانو او دېويانو تر منځ د شخړي مقصد د خير د خدايانو په خيال په مادي نړۍ کښې د امنيت راوستل ؤ چي انسان پکښې په خپل اختيار ښۀ ژوند او د دوی عبادت وکړي. د دې افسانو په خاصه توګه د يونان د افسانو بنيادي موضوع  دا وه چي  انسان  فاني او خدايان اصلاً لا فاني دي، خو د خدايانو لا فانيت (immortality) د انسانانو په عبادت او دعاګانو کښې خوندي وو. که چيري انسانان د هغوی عبادت پرېږدي د دوی و لافانيت او قوت ته زيان رسي. د خدايانو تر منځ جنګ هم ځکه کېده چي هر خدائ غوښت چي انسانان د دۀ عبادت تر هر چا زيات وکړي، ځکه چي هم د انسانانو په عبادت کښې د دوی يو پر بل بری ؤ. په دغه بنيادي موضوع کښې که په غور سره فکر وشي دلته انسان تر څه حده اختيار هم لري،خو البته د جبريت او قسمت عقيده پکښې په اتفاق سره منلې شوې وه. په هم دغه مرحله کښې د ميټافيزک انځورکشي يوه نوي پړاو ته داخلېږي چيري چي اروا پرستي (فتيشزم Fetishism) اومشرکيت يا پولېتيزم (polytheism) په وحدانيت يا توحيد پرستۍ کښې بدلېږي، دلته دګڼ شمېر خدايانو ګڼ سلطنتونه يو خدائ ته سپارل کېږي. د دغه يو خدائ تصور له قرآن کريم او د هندو مذهب د اوپنيشاد څخه بغير  شخصي او تر ډېر حده مجسم غوندي ښکاري. په دې مرحله کښې په نړۍ او کائناتو کښې د هر ډرامائي او تدريجي بدلون وجه دا يو خدائ ګڼل کېږي. په يهوديت او عيسائيت کښې د تقدير سره متوازي د اختيار تصور هم په کلکه په تورات او انجيل کښې ليدل کېږي. د عيسائيانو عقيده ده چي انسان په بنيادي ګناه (original sin) کښې ګېر ؤ، کمه ګناه چي يې مور او پلار آدم او حوا کړې وه . خدائ تر عيسی عليه السلام پوري  دوی په خپل اختيار  له دې ګناه څخه د ځان د ايستلو وخت ورکړ خو چي دوی پکښې د ځان په خلاصولو کښې ناکامه شو نو خدائ د عيسی (Jesus Christ) په شکل کښې دنيا ته راغلی او په انساني شکل کښې د انسانيت په کمال  کښې ځان د انسان د خلاصي د پاره قربان کړ. بل اړخ ته يهودي مذهب په ليکلې تقديرله عقيده لرونکې سره د پيغمبرانو په ګڼ شمېر عقيده لري، چي دوی يې د ژوند په مختلفو مرحلو کښې په لاره کړې دي. د هغوی په لاره تلل او نۀ تلل د دوی په اختيار دي، او هم د دوی اختيار به د دوی د ژوند سوکالي او بدحالي فيصله کوي.

ميټافيزيکل پړاو:

د سامي تهذيب (Semitic Civilization) د وحدانيت پرستي د تصور  انتهاء په اسلام کښې وشوه. جسم ، مکان، جهت، هيئت، کيفيت، رنګ هن تر دې چي د خدائ تصور کول هم د وحدانيت په ضد تمامېده. هم دغه وجه ده چي د خدائ په نړۍ کښې د دخل تشريحات هم مختلف دي. هغه مسلمانان چي په کلامي مسئلو کښې يې د يونان دفلسفې رنګ زيات ؤ د هغوی د تقدير تصور د دوی د الله په تصور باندي تکيه کوي. الله د هغوی په خيال له زمان اومکان څخه پورته ذات دئ. نو د هغه د علم په زمان او مکان پوري اړه نۀ لري، په نړۍ کښې د هر ي حادثې واقعيت او غير واقعيت د خدائ په علم کښې په يو أن کښې يکسان دي. يعني يوه حادثه چي لا تر اوسه واقع شوې نه ده هغه خدائ ته واقع ځکه ښکاري چي د زمان پړدې د هغه په علم هڅ اثر نۀ کوي. هغه ته ماضي ، حال او استقبال ټول مخ ته يو شان پراته دي، په ساده لفظونو کښې موږ ويلای شو چي تقدير د خدائ د نړۍ په حقله د هغه د علم دويم نوم دئ. په دې تشريح کښې هغوی يو اړخ ته خو تقدير ثابتوي او بل اړخ ته په اختيار عقيده لري. په انساني نړۍ کښې د دې مثال داسي دئ لکه چي يو سړی د چا د ډرائيونګ ، سړک او د يو ګاډۍ په حقله ښۀ علم لري ، او دی د هغه په حقله دا پېش بيني وکړي چي دا ډرائيور به ګاډۍ پلانکي منزل ته په دومره وخت کښې رسوي، او هغه هم داسي وشي، اوس د ګاډۍ د رسېدلو سبب خو د هغه علم يا پېش بيني نۀ ده بلکې د ډرائيور او د ګاډۍ کمال دئ، همداسي د خدائ علم يا مشئيت سبب د انساني عمل نۀ دئ بلکې  د انسان خپل اختيار دئ. د هم دغو عالمانو چي په کلامي مسئلو کښې يې د فلسفې رنګ زيات دئ، يوه ډله تقدير خو ثابتوي خو له اختيار څخه مکمل انکار کوي. د دې جبريانو يوه ټولګۍ جبريت په مذهبي دليلونو داسي ثابتوي چي د خدائ قضاوت ، مشئيت او علم د نړۍ د حادثاتو مهم سبب دئ. نړۍ سره له انساني عمله د يوه مېکانزم په شان لګياده دغه مشئيت پوره کوي. د جبريانو دويمه ټولګۍ لکه ابن راوندي  د يو نېچرلسټ په حيث په فطري قانون (natural law) کښې د سبب او مسبب په اثر او تاثير کښې د اختيار او چانس څخه انکار او د جبريت په ثابتولو کښې په منډه دي. بل اړخ ته د علم الکلام هغه عالمان دي چي په کلامي مسئلو کښې يې د تجرباتي تصوف رنګ زيات دئ. هغوی له اولنۍ ډلې سره د خدائ په حقله په منفي صفاتو خو اتفاق دئ، چي خدائ جسم ، مکان، جهت، هيئت، کيفيت ، کميت غوندي صفات نۀ لري خو په مثبتو صفتونو کښې هغوی د خدای په هر جائز حضور (omnipresence) يقين لري. د دې عالمانو د تشريحاتو مطابق د خدای وجود يواځي له زمان او مکان څخه پورته نۀ بلکې په زمان او مکان کښې هم سرائيت کوي. د دهغو عالمانو په خيال د نړۍ په هره وړه او لويه حادثه کښې د خدای  اراده ، مشئيت ، قدرت ، علم ، او قضاوت داخل دئ.  په اوبو کښې د اور دمړۀ کولو يو داسي خاص صفت نشته ، بلکې په هره هره لمحه کښې په  اوبه کښې خدائ  د اور مړۀ کولو توان تخليق کوي. د اسي د انسان هر عمل د خدای تخليق دئ. د جزاء او سزاء د اخلاقي ذمه وارۍ (moral responsibility) په حقله ددغه مسلک عالمان د تخليق او کسب تر منځ توپير کوي. د انسان عمل تخليق د خدائ خو کسب د انسان دئ. د جزاء او سزاء مدار د انسان په کسب تکيه کوي نۀ پر تخليق.  

سائنسي پړاو:

د اختيار او جبر دغه کړکېچنه مسئله يواځي تر مذهبي انداز فکر محدوده نۀ وه، د خوند خبره خو دا وه چي د نړۍ د عقلي څېړنې  فلسفيانه پېل هم د فطرت له قانون څخه شوی ؤ. له طالس څخه نېولې تر انګزمېنډر او هرکلېټس پوري د فطرت د فلسفې (natural philosophy) اوله مهمه لاسته راوړنه د نړۍ مادي تشريح او د نړۍ په بدلون کښې له خدايانو بغير د فطرت د قانون پېژندنه وه.د کاسماس (cosmos)شاته د خدايانو بغير د فطرت قانون لوګوس (logos) فعال ؤ. د برټرنډ رسل خبره چي داد يونانيانو په قسمت او تقدير د ټينګي عقيدې برکت وو له څه څخه چي سائنس  نېچرل قانون (natural law) د يو عقيدې په حيث راويست.

“Fate exercised a great influence on all Greek thought, and perhaps was one of the sources from which science derived the belief in natural law. “  

له سقراط څخه پس د افلاطون او ارسطو له لارې فلسفې د نېچرل فلسفې په ضد يو نوی تغير وخوړ. د سقراط د فلسفې زور چونکې پر انساني عمل او اخلاقياتو زيات ؤ، نو د اخلاقي ذمه وارۍ پر بنياد باندي د سقراط او د هغه د شاګردانو زور د انسان په حقله د انسان په اختيار وخوت. دلته فلسفې د تثنويت (dualism) عقيده منځ ته راوړه. د نېچرل فلسفې طبعي قانون تر جسماني او مادي نړۍ محدود شو، د هغه اثر په انساني شعور ، عقل او روح نۀ ؤ. په دغه فلسفه کښې د انساني روح فطرت له جسم څخه بېل تصور کېده ځکه يې قانون هم له جسم څخه بېل ؤ. د تثنويت په ضد د ډيموکرېټوس (Democritus) او ليوسېپوس  (Leucippus) د ماديت  پسندۍ دريز انساني  روح مادي او په هغه يې هم جسماني قانون نافذ ګڼلی، د هغوی په فلسفه کښې نو ځکه جبريت  خاص ځائ درلود. د منځنی دور په فلسفيانه فکر باندي چونکې د افلاطون  د مثاليت (idealism)، د ايپيکيوريوس (Epicurus) د لذت پسندۍ (Epicureanism) او  د زينو د رواقيت (stoicism) غلبه وه د دغه دور په فلسفه کښې ځکه اختيار قبوله عقيده وه. دلته که جبريت تر څه حده هم ليدل کېږي هغه خو يا تر جسماني نړۍ محدودګڼلی کېږي او يا د رومن کيتهولسزم د مذهبي عقيدې د تقدير تر سايه لاندي ژوندی دئ. خو د افلاطونيت او نوافلاطونيت څخه د زېږېدلي تثنويت او ډيموکرېټوس او ليوسېپوس  د ماديت پسندۍ تر منځ د جبريت او اختيار په اړه جنګ ختم نۀ شو بلکې په نوې فلسفه کښې يې نور هم زور و نيو. يو اړخ ته که تهومس هوب د ډيموکرېټوس دريځ ته دليلونه راوړل خو بل اړخ ته ډيکارټ تثنويت ، عقل او د اختيار د وجود په ثابتولو بوخت ؤ. د ډيکارټ عقليت پسندۍ که جرمن اډيلزم ته کانټ او هيګل پيدا کړ چي انساني عقل له مادې څخه بېل او د هغه فطرت د سبب او تاثير (cause and effect) مادي فطري قانون له  اثراتو څخه تر وسه و ژغوري چي انساني اختيار ته پکښې خپل مقام ورکړي، خو بل اړخ د تهومس هوب تجربيت (empiricism) جيورج بارکلې، جان لوک او ډېويډ هيوم پيدا کړ،د چا په فلسفو کښې  چي د انساني ارادې اختيار بس تر دې حده ؤ چي انساني اراده هم د اسبابو په چين کښې د عمل د پاره يو سبب ګرځي، خو د دې سببيت حتماً په مخکيني اسبابو ولاړ وي. د خوند خبره خو داده چي هيوم چي په نړۍ کښې يې چانس (chance) هم ممکن ګڼلی خو په انساني اختيار يې هيڅ داسي قسمه عقيده نۀ درلوده د څه د ثابتولوچي د ډيکارټ د تثنويت موخه وه.  

له فلسفې او مذهب څخه پرا دې خوا دغه جنګ وروسته په سائنس ، يعني فيزکس کښې هم پيدا شو. د کوپر نيکس  او ګليليو څخه پس د اسحاق نيوټن د فيزکس قوانين خو جبريت يوه داسي مقبوله عقيده کړه، چي په مذهبي ډسکورس کښې يې هم د ډئيزم عقيده معرفي کړه. چي خدائ خو وجود لري خو د فطرت د قانون له تخليق څخه پس د نړۍ په چارو کښې فقط سبب او د هغه دتاثير قانون فعال دئ، د نړۍ په بدلون کښې نور د خدائ هيڅ دخل نشته. فيزکس که څه هم بلا واسطه انساني رويه او عقل نۀ لوست خو د کم قانون په بنياد چي هغوی د خدائ فعاليت په نړۍ کښې نۀ منلی د هغه قانون په رڼا کښې نو د انسان د اختيار او ارادې څه مجال ؤ؟  هغه قانون حتماً د انسان پر دماغو هم نافذ وو. تر نويشتمې پېړۍ د نيوټن د قانون په رڼا کښې په سائنس کښې جبريت واکمن ؤ، په شلمې پېړۍ  کښې د آئن سټاين ريلېټيويزم (relativism) اود اليکټران په حقله د کوانټم فيزکس  څېړنې خبره بېرته اختيار او د چانس امکان ته بوتله.  هم دغه اختلافي صورت حال يې موږ ته په اروا پوهنه کښې هم ښکاري، خو فرق يې صرف دومره دئ چي دلته په جبريت يقين لرونکي اروا پوهان په خپل منځ کښې هم د جبريت په څېړلو کښې يو له بل سره مختلف دي. د سلوکيت (behaviorism) لارويان لکه فريډريک سکينر (Burrhus Frederic Skinner) د انسان د  رويې سبب (cause) خارجي او بهرنی ګڼي او بائيو سائکالوژسټان لکه  د مثال په توګه جان بالبی (Edward John Mostyn Bowlby) دانسان د رويې سبب د انسان دننه ګڼي.دسکينر په خيال  چاپېريال (environment ) کلتور،  مذهب او ټولينز عنعنات د انسان د رويې تشکيل کوي. دمثال په توګه يو څوک ځان وژني په دې کښې د دۀ د ارادې او اختيار هيڅ داسي دخل نشته، دی خپل چاپېريال دې ته رسولی دئ چي دی به خامخا خپل ځان زندۍ کوي، او که هم دغه سړی د مثال په توګه د بل د پاره ځان وژني د هغه سبب هم د ده چاپېريال دئ. دسکينر په خيال د انسان د هر ښه او بد عمل شاته د هغه چاپېريال او ماحول فعال دئ،د اختيار او اخلاقي ذمه وارۍ تصور فقط وهم او سراب دئ. له جرم او ګناه کړنې څخه پس د انسان د شرم محسوسولو وجه د هغه اختيار او اخلاقي ذمه واري نۀ بلکې د هغه شاته هم د ده چاپېريال دئ، همدغه وجه ده که چېري يو جرم په يوه ټولنه کښې جرم نۀ ښه کار ګڼلی کېږي دی به د دې جرم په کولو شرم نۀ افتخار کوي. د سکينر په سلوکيت (behaviorism) کښې د انسان فکر، دماغ او عقل د سپيني پاڼي (tabula rasa in Latin, in English “blank slate”) غوندي دي، د دۀ په ذهن باندي چي هر څه ليکلی کېږي دا له خارج چاپېريال څخه راځي. هم د دۀ چاپېريال د دۀ شخصيت جوړوي. د بائيوسائيکالوژسټانو په خيال د انسان د رويې ټاکني (determination) اسباب د هغه دننه د جينز (genes)، ډي اين اې (DNA) او آر  اين اې په شکل کښې ميراثي له يو جسم څخه بل جسم ته منتقل کېږي. دا خو پرېږده چي د مور او پلار رويه بچي ته د جينز او ډي اين اې په شکل کښې منتقلېږي او د هغه رويه تشکيلوي، په ارتقاء (evolution) باندي يقين لرونکي بائيولوژسټان خو تر دې حده وايي چي په انسان کښې د دۀ دهغه ژوند اثرات لا هم شته چي کله دی ميليونه کاله وړاندي په خاړپوڅي په ځنګل کښې د ريپټايل (reptile) په حيث څرېدی. د دوی په خيال که يو موږک په داسي ماحول کښې لوی شي چي هغه ټول عمر پيشي نۀ وي ليدلي او يوه پيشي په داسي ماحول کښې چي هغې ټول عمر موږک نۀ وي ليدلی ، خو چي کله دغه پيشو او موږک يو بل ته مخامخ کړې موږک به هرومرو له دې پيشو وېرېږي او دغه پيشو به  هڅي په ده باندي د حملې کولو ته ټالۍ وهي. دلته د موږک وېره له تجربې څخه خو نۀ ده اخستلې شوې، بلکې فطري (innate) د جينز په شکل کښې دۀ ته له خپلي پلارګنۍ منتقلېږي. همدا وجه ده چي بائيو سائيکالوژسټان د انسان دماغ د تجربيت (empiricism) او سلوکيت (behaviorism) غوندي سپينه پاڼه (tabula rasa) نۀ ګڼي ، بلکې د دوی په خيال انسان او هر ژوندی شی په خپل ذهن کښې  ډېر جزبات، پوه او رويې له زوکړي سره  د مور له نس څخه راوړي. بهر کيف، د سلوکيت د اروا پوهانو او بائيوسائيکالوژسټانو تر منځ دغه اختلاف فقط د جبريت د څېړني په هکله دئ ، ګني نور  د اختيار د وجود په ضد د دې دواړو ډسپلن خاوندانو په جبريت اتفاق دئ. په اروا پوهنه کښې ، د دې دواړو ډسپلن خاوندانو په ضد د جبريت خلاف او د اختيار په ثابتولو کښې کلک دريځ د بشر دوست ارواپوهانو (humanistic psychologists) لکه ابراهم ميزلو (Abraham Harold Maslow) ، کارل راګرز (Carl Rogers) او ادراکي ارواپوهانو (cognitive psychologists) دئ. هيومنسټ ارواپوه ابراهم ميزلوجبريت او او اختيار په آسانه طريقه داسي سره بېلوي، چي که دوه کيمايي څيزونه يا دوه کېميکلز (chemicals) يو ځای سره کښېږدې دوی چي په کمه طريقه يو له بل سره ري ايکشن کوي دا ناممکنه ده چي له دې طريقې څخه بغير د بل ري ايکشن تصور دي لا هم وشي. يا د مثال په توګه که اوسپنه له مقناطيس سره نزدې شي د دوی تر منځ چي د کشش کم عمليت کېږي دا ناممکنه ده چي  د دوی تر منځ د دې بغير د بل عمليت تصور هم وشي، خو بل اړخ ته که دوه انسانان سره  يو ځای شي، د دوی تر منځ د مختلفو رويو پېش بيني ممکنه ده. دا هم کېدای شي چي دوی دومره سره خواږه شي چي د دوی دا ناسته د ټول عمر د ملګرتيا سبب وګرځي، او داهم ممکنه ده چي دوی په هم دغه ناسته کښې سره خوابدي شي، جنګ وکړي، يا له سره يو له بل سره دغه ناسته لا خوښه نۀ کړي. د دوی د ناستي په حقله د دوی د يو بل سره د رويو دګڼ شمېر تصوراتو امکان د دوی اختيار څرګندوي ځکه چي د دوی د يوبل سره په ناسته  کښې د دوی رويې د دوی اختيار فيصله کوي. د ميزلو په اروا پوهنه کښې مهمه لاسته راوړنه د هغه د تحريکي نظريې (theory of motivation) معرفي کول ؤ. د ميزلو د تحريکي نظريې بنياد د اختيار په وجود تکيه کوي . د دۀ په خيال انسان اول د بنيادي ضرورياتو پوره کولو هڅه کوي، له هغه څخه پس لوړ ضروريات ترلاسه کوي،له هغه پس جنسي، خانداني، سماجي او سياسي تعلقات، له دې څخه پس دی د عزت نفس په لټون کښې وي. د عزت نفس لټون دئ خودشناسي ته رسوي.  د خود شناسۍ اخري پړاو ته چي کله يو انسان ورسي دلته دۀ ته څرګنده شي لکه دی هم دې ته پيدا شوی ؤ. د ميزلو په خيال انسان چي په حرکت کښې بنيادي ضروريات لاس ته راوړي دلته دی خپل نور پټ صلاحيتونه و پېژني د هغه په زور دی د حرکت دويم پړاو ته داخلېږي هن تر دې چي خودشناسي ته رسي. د ميزلو په خيال خودشناسي ته رسېدل  هغه يواځينۍ مرحله ده چي انسان له ځناورو بېلوي،  او له ځناورو بېلېدل د خود شناسۍ په لور دغه حرکت بغير له اختيار څخه هيڅ کله هم ممکن نۀ دي. د ميزلو په خيال په اخيتارباندي يقين محض ضرورت نۀ بلکې د خودشناسۍ د پاره لازمي عنصر دئ. اوس که موږ د بره ذکر کړي بحث لنډيز ته راځو هغه به هم دغه وي کم چي د مضمون له ټايټل څخه څرګندېږي. د جبر او اختيار مسئله په بره ذکر شوي ټولو ډسپلنو کښې په انتهايي کړکېچن صورت حال کښې د مختلفو پوهانو د ليک او نظر جوګه شوې ده. څوک فقط په جبر ټينګار کوي، څوک د هغوی په ضد په اختيار يقين لري، څوک جبر تر مادي قانون محدود کوي او اختيار د روح، عقل او انساني رويې صفت ګڼي خو څوک د هغوی په ضد عقل ، رويه او روح د انسان د مادي دماغو له فنکشن څخه بغير نور هيڅ نۀ ګڼي، او مادي فيزيکل او بائيولوژيکل کم قانون چي د انسان په نور بدن نافذ دئ هغه په عقل، روح او رويو هم نافذ ګڼي. خو د دوی تر منځ بشپړه نظرونه داسي هم شته چي په جبر او اختيار دواړو يقين لري، او دا دواړه سره هم آهنګه کوي. داختيار او جبر په بحث کښې دغه نظريه په کمپېټبلزم (compatibilism) سره پېژندلې کېږي، چي خپلي جرړي د منځني دور رواقيت پرستو (stoics) او سکولانيت (scholasticism) ته رسوي. خو زما په خيال هغه وګړي چي په ليکنو او فلسفه کښې يې د انسان عمل، اخلاقيات، امنيت، انساني ازادي، انسانيت پرستي (humanism) سماجي او مذهبي رواداري  په پام کښې نيولي وي هغوی په اختيار يا په هم دې مهال چي دوی په دغو موضوعاتو خبري کوي په اختيار يقين لري. او هغه پوهان او فلسفيان چي له انسان يا له انسانيت پرستۍ څخه بغير مادي نړۍ، په هغه کښې د تخليق او کرپشن واقعات په نظر کښې نيولي وي هغوی په جبر يقين لري. همدغه وجه ده که په مذهبياتو کښې ورته وکتل کېږي مذهب پوه عالمان چي کله د خدائ په ذات، په صفاتو او د هغه په نړۍ کښې د دخل په حقله خدايي قدرت، علم او د خدائ په قضاوت  باندي خبري کوي، هغه بحثونه تقريباً جبريت زېږوي، خو چي کله يې بحثونه انساني ټولنه، اخلاقيات، سماجيات، ګناه او ثواب  او انسانيت په پام کښې لري نو د بحث خاموشي يې اختيار ته زوکړه ورکوي. زما په خيال تهومس هوب د هغه يو ډېر ښکاره مثال دئ، چي په فلسفه او د سائنس په فلسفه کښې يې له بحثونو مکمل جبريت څرګندېږي، او که يې فلسفې ته د ټولن پوهني له پلوه وکتل شي، نوموړی د رينېسانس  د هيومنزم او د نوشت (modernism) د يوه پولي (bridge) حيثيت لري. د هغه له سياسي فلسفې (political philosophy) او هيومنزم څخه په اختيار يقين له ورايه معلومېږي.  او زما په خيال زما دا خبره به هم داسي زر د ردولو وړ نۀ وي، چي د تجربيت (empiricism) د معروضيت (objectivism)په ضد د موجوديت (existentialism) د موضوعيت (subjectivism) بيناد په انسانيت پرستۍ وي، همدغه وجه ده چي په تجربيت کښې جبريت او موجوديت په اختيار تکيه کوي.

 

ماخذونه

  FR JOSEPH PRASAD PINTO, JOURNEY TO WHOLENESS: REFLECTION OF LIFE IN ABUNDANCE (BOMBAY: ST PAULS, 2006).

  Nancy Frankenberry. Religion and Radical Empiricism (New York: State University Press, 1987).

  Diane P. Thompson, the Trojan War: Literature and Legends from the Bronze Age to the Present (Jefferson, North Carolina and London: McFarland and Company, Inc., Publisher, 2013).

  Majid Fakhry, A History of Islamic Philosophy (Columbia: Columbia University Press, 2004).

  Bertrand Russell, A History of Western Philosophy (New York: Book Stratford Press, INC., 2008)

  http://www.informationphilosopher.com/freedom/history/ accessed on 15-04-2016.

  Keren Harding, “Casuality Then and Now: Al-Ghazali and Quantum Theory”, The American Journal of Islamic Social Sciences, 65-78.  

  JOHN BAER, JAMES C. KAUFMAN, ROY F. BAUMEISTER, ARE WE FREE? PSYCHOLOGY AND FREE WILL (OXFORD: OXFORD UNIVERSITY PRESS, 2008)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba