ليکوال:نادر خان عليل مروت
د مجلې ګڼه:۹مه
د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵
له ژبي سره تړلی ادب او د شعر و شاعرۍ بېلابېل توکي او نقلونه متلونه سينه په سينه تر موږ رارسېدلی دي چي ورته فولکلوري، اولسي يا شفاهي ادب هم وايي دا د اولس د رواياتو ژوند ژواک، تهذيب و تمدن په مکمله توګه ترجماني کوي. پښتو سندري ټپې او لنډۍ محاورې او متلونه موږ د خپل قام زاړه تاريخ سره اشنا کوي، موږ ته د خپل قام د پېړيو پېړيو زوړ سماجي حالت او ذهني کيفيت په ګوته کوي. د اولسي ادب مطالعه موږ ته د تېري زمانې يو رښتونی عکس رامخته کوي.
متلونه د پښتو ادب او کلتور هغه درنه برخه ده چي په اولسي ژوند کښې پخې جرړي او بنيادونه لري د دې نه بغير به زموږ ژبه او کلتور نيمګړی وي، دا زموږ د نيکه ګانو هغه غوره او کره وېنا ګاني دي چي تر موږ پوري خو له په خوله او سينه په سينه رارسېدلي دي. دا د کاڼي هغه کرښي دي چي د وخت بادونو بارانونو او طوفان نه بچ او سلامتي پاتي دي.
د متلونو ابتدا چېرته او کله وشوه؟ د دې سوال ځواب نۀ دئ معلوم. تاريخي شواهد په دې باره کښې زموږ هيڅ مدد نۀ کوي که سړی سوچ وکړي نو خبره د ژبي پيدائش پوري رسي او بيا د وخت او زمانې تېرېدو سره سره وخت په وخت د موقع محل او تر ضرورت تر مخه بېلابېل متلونه تخليق شوي تشکيل شوي يا بې ساخته د هوښيارانو د خولو نه وتلي او د کاڼي کرښي جوړي شوي دي.
په عامه توګه اتيا فيصده (۸۰فيصده) متلونه داسي دي چي په ټولو پښتنو قبيلو کښې د څه لږ ډېر فرق سره په شريکه په استعمال کښې دي او دې حقيقت نه زياتره متلونه د زوړوالي يا قدامت اندازه کېدای شي ګويا موږ قياس کولای شو چي دا متلونه په هغه زمانه کښې په وجود کښې راغلي دي کله چي د پښتنو بېلابېلي قبيلې يو بل سره جختي او نزدې اوسېدې او لر و بر سيمو ته د ځيني قبيلو کوچ نۀ ؤ شوی دا پاتي شل فيصده (۲۰) متلونه داسي دي چي په هره قبيله کښې د ننه کورنۍ حالاتو واقعاتو او ضرورتونو تر مخه جوړ شوي خواره شوي او قبول شوي دي خو د داسي متلونو پيژندل يا له نورو مشترکو متلونو نه جدا کول هم څه داسي اسان کار نۀ دئ کېدای شي موږ يو متل خپل قبيلئيز متل ګڼو او هغه په نوو قبيلو کښې هم مستعمل وي بيا هم ځيني متلونه ضرور داسي وي چي د هري قبيلې ځانګړی او خپل وي داسي متلونه موږ د هغې قبيلې د لهجې په اساس پېژنو او د داسي متلونو تناسب د متلونو د ټولي ټالي پنګي نزدې نزدې مثل فيصده جوړېږي.
د يوې قبيلې تر جده د ځانګړيو متلونو د افاديت په لړ کښې موږ دا ويلای شو چي دې سره په متلونو کښې استعمال شوي ډېر زاړه ټکي د موګ نه بچ شي بلکې د هغه قبيلې کلتوري خدوخال هم په ګوته او رامخته شي.
زۀ غواړم چي په پښتو کښې په متلونو محاوره وغيره سم او تسلي بخش کار وشي چي تر اوسه پوري نۀ دئ شوی لکه څرنګه په اردو او نورو کښې محاورې متلونه مقولې او ضرب الامثل د غيره له يو بل نه جدا شول او پېژندلي شوي دي داسي بايد په پښتو کښې هم وشي او د دې توکيو په خپل منځ کښې فرق او توپير وشي ځکه چي په خپله ژبه کښې موږ پښتانه په دې څېزونو کښې فرق نۀ پېژنو چي کوم متل دئ کومه محاوره ده يا کوم ضرب المثل يا قول زرين دئ.
دې کار سره به په متلونو کښې دلچسپي لرونکيو خوانده پښتنو يا شاعرانو اديبانو تر حده په دې باب کښي يو علمي پر مختګ وشي خو دې کار دپاره د متلونو او محاوره وسيع مطالعه او ژور علم پکار دئ حال دا دئ چي په دې لړ کښې زموږ علم بېخي سر سري او سطحي دئ موږ متلونه او محاورې وغيره په خپلو خبرو وېنا ګانو او ليکونو کښې ولي استعمالوو؟ د دې سوال ساده باده ځواب دا دئ:
لومړی: چي کوم مفهوم موږ دپاره په اوږدو عباراتو او جملو کښې ادا کول ګران وي هغه موږ په يو متل يا محاوره کښې په مختصره ترينو ټکيو کښې اد کړو او لوستونکي يا اورېدونکي ته يې ورسوو.
دويم: په خبرو يا ليک کښې د متل يا محاورې په استعمال سره زيات خوند او اثر پيدا شي.
تر څو چي د متل د تعريف خبره ده، نو محمد نواز طائر صيب وايي چي پخوانو يوناني فلسفيانو د زمانې نه يې راواخله تر نن پوري د متل جامع او مکمل تعريف لا چا نۀ دئ کړی. دا يې وايي زما په خيال د متلق تعريف پخپله متل دئ خو بيا هم زموږ د پښتنو ځيني پوهانو او څه مستشرقينو د تعريف کوششونه کړي دي.
ښاغلی قلندر مومند د متل تعريف په يوه جمله کښې داسي کوي:
متل د هري انساني ټولني د اجتماعي هوښيارتيا څرګندونه کوي. ابوالخير ځلاند وايي. متلونه هغه پاخه ګايونه دي چي زموږ د مشرانو د عمرو عمرو تجربو او ازمائشونو ماحاصل دئ دا هغه عالمي صداقتونه دي چي نۀ يې څوک چيلخجولای شي، او نۀ يې له سند او صداقت څخه څوک انکار کولای شي."
مراد شنواری وايي." د متل مثال د هغه کاڼی دئ چي د مځکي په ژورو کښې يې تر مودو مودو تاؤنه خوړلی وي او بيا ترې قيمتي غمی يا هېره جوړه شوې وي، بل ځای وايي متلونه زموږ د ازمائيلو تجرباتو کوټلې خزانه ده."
ډاکټر اسرار وايي دا د يو قام مشترکه عقلي سرمايه وي او د دغه قام د اجتماعي هوښيارتيا څرګندونه کوي دا د سرو زرونه زياته قيمتي خزانه له زړو نسلونو نه نوو نسلونو ته په ميراث کښې پاته کېږي او نوي نسلونه ورکښي هم د خپلي برخ ياضافه کوي.
ګسې(Guiste) متلونو دپاره د استحکام اصول لازم ګڼي
ارل رسل(Earl Russel) وايي متل د ډېرو د رايې او د يو سړي د جوهر د تميز نتيجه وي.
سرو نټيز خپله رايې داسي وړاندي کوي د معنې او مطلب ډکي وړې وړې خبري چي د اوږدې تجربې نه را زېږېدلې وي متل بللې شي.
د متل دا تعريفونه د اوږدو تجربو د ماحاصل يا د تکو د اخنضار جامعيت او د مني خيزۍ تر حده په محاوره معقولو وغيره هم لاګو کېدی شي خو بايد دې رنګارنګ توکيو تر منځ د فرق څه نا څه وضاحت وشي.
متل ضرب المثل: د ضرب لغوي معنٰی يو شی ته په زور سره ټک يا ټس ورکولو ته وايي چي په اردو کښې ورته چوټ وايي په عروضو کښې د بحر اخري رکن ته هم ضرب وايي ضرب المثل نه مراد داسي جمله يا وړه خبره وي چي د مثال په طور بيان شي او په دانشمندانه طريقه د يو کار يا نکتې داسي وضاحت وکړي چي يو قسم دليل وګرځي لکه
(که په سل سيندو شي پوري ــــــ خپل نصيب به وي در پوري)
ضرب المثل د شعر په شان په شعوري توګه نۀ تخليق کېږي بلکې يو يو مخصوص کلچر ورله وجود ورکوي او تشکيل يې کوي. زما په خيال څه ته چي موږ په پښتو کښې متل وايو هغه ته په اردو کښې ضرب المثل وايي دا خبره په ذهن کښې ساتل پکار دئ چي د محاورې په مقابله کښې متل پخپله پوره جمله وي چي د شمېر مخصوص توري او بيانيه لري په دې کښې د الفاظو مخته وروستو کولو يا د څه الفاظو زياتولو يا کمولو سره متل متل نۀ پاتي کېږي.
په متل کښې د لفظونو حقيقي خو کله کله مجازي معنې هم اخستل کېږي، محاوره د څه اصولو يا ضابطې پابندي نۀ لري، د دې برخلاف د متل تخليق يا ايجاد د څه خاص واقعې په تناظر کښې د واقعې مشاهده کوونکي له خولې نه ديکلخت يا بې ساخته جملې په وتلو سره کېږي ځکه چي د هر متل پسې شاته د څه قصې يا واقعې لاس وي.
محاوره: محاوره د دوو يا دوو نه زياتو لفظونو هغه مجموعي ته وايي چي د مصدر په اشتراک سره او له خپلو حقيقي معنونه جدا په مجازې معنو کښي وويلی شي.
د مثال په توګه:
ا: سر خوړل : فلانکی سر اوخوړلو يعني مړ يا قتل شو
ب: سر خوړل: هسې سر مي مه خوره، زۀ ستا په خبره نۀ پوهېږم
ج: سر خلاصېدل: اوس مې ستا په خبره سر خلاص شو يعني پوهی شوم
د: مازغه خوړل: په دغه کتاب مي ډېر مازغه اوخوړل خو پوهی پرې نشوم
ک: مازغه تويول: دا هم په داسي مفهوم کښې استعمالېږي
ل: توري شپې خوړل: فلانکی توري شپې اوخوړو. يعني ورک شو هيڅ پته يې ونۀ لګېده
ه: کولمې شنې کېدل: دا وزن مي اوچت نه کړی شو، هسي کولمې مي ورباندي شنې کړې.
ی: کولمې شنې کېدل: فلانکی څه داسي خبره وکړه چي له خندا مو کولمې شنې شوې
دباندي مثالونو نه دا پته لګي چي محاوره په خپله مکمله جمله يا "جمله تامه" نۀ وي بلکې غير تانه يا نامکمله جمله وي چي د کوم بل عبادت نه بغير خپل مفهوم نۀ شي ادا کولای.
د محاورې په مخصوص هئيت کښې کمی زياتی کول نۀ وي پکار.
روز مره: د لفظونو هغه خاص ترتيب چي اهل زبان خپل کړی او اولس قبول کړی وي ته روز مره وايي او د هغه خلاف ورزي کول د فصاحت د اصولو منافي ګڼل کېږي.
په روز مره کښي لفظونه په خپلو حقيقي معنو کښې استعماليږي، په نظم او نثر دواړه کښې که محاوره استعمال نۀ شي نو څه عيب جنه خبره نۀ وي خو د و مري پابندي نۀ کولو سره کلام د وضاحت له درجې نه پرېوځي.
په جمله کښې د لفظونو کوم ترتيب يا تړون چي په پښتو يا بله کومه ژبه کښې مقرر دئ د هغي پابندي لازمي وي په اصل کښې د اهل زبان د خبرو اترو عمومي طرز ته روزمره وايي د مثال په توګه:
لس پنځلس وار زۀ و اجمل کورته ورغلم خو هغه مي مونده نۀ کړو
د دې په ځائ که موږ داسي ووايو چي لس ديارلس ځله يا لس څوارلس ځله زۀ د اجمل کورته ورغلم نو دا به د روز مره خلاف وي ځکه چي اهل زبان داسي نۀ وايي د اردو دا شعر وګورئ:
کیوں محبت بڑہائی تھی تم نے ہم گنہگار بے گناہ ہو تم
دلته د شعر په دويمه مصره کښې په ګنهګار پس د (ہیں) ټکی نشته خو د دې (ہیں) ټکی نشته خو د دې (ہیں) الوزل يا حذب کول د روز مره مطابق او درست دئ.
مقوله: هغه جملې يا فقرې ته معقوله وايي چي د يو عمومي کليه کېدو يا د يو ښه نصحيت حامل کېدو په وجه په عامه توګه په اولس کښې مقبوله وي.
په مقوله کښي لفظونه حقيقي معنې ورکوي.
د مقوله کښې د زوړ والي يا قدامت شرط لازم نۀ دئ د مثال په توګه:
الف: با ادب با نصيب بې ادب بې نصيب
ب: تۀ يو يې ښه او ستا کار
ج: اول عزت بيا دولت
د: اول ځان پسته جهان
ما د خپل نيمګړی علم او مطالعې په رڼا کښې د متل محاورې روز مرې او مقولې په خپل منځ کښې د فرق ښکاره کولو سعي وکړه خو له خپل دې کاوش نه زۀ پخپله مطمئين نۀ يم ځکه چي ما دوی توکيو تسلي بخش وضاحت ونۀ کړی شو. حال دا دئ چي دا څيزونه يو بل ته دومره نزدې او ورته دي، چي له يو بل نه يې جلا (جدا) کول ګران شي، د پښتو په اولسي او کليوال مجلس کښې خو موږ صرف د متلونو خبري اورو دا محاورې روز مرې وغيره څوک نۀ پېژني خو حقيقت دا دئ چي دا هر څه زموږ په ژبه او لهجو کښې موجود دي خو موږ يې فرق نۀ کوو او دې هر څه ته متلونه وايو. بايد چي په دې حواله جامع کار وشي او زموږ په ژبه کښې هم لکه د نورو ژبو د متلونو کارو روز مرو او مقولو يو پوره نظام وضع شي ځکه چي ژبه فقط د خبرو اترو يا کميونکيشن ذريعه نۀ وي بلکې د ذکر شوو توکيو يوه بيش بها خزانه وي متلونه محاورې د هري ژبي د ښائست او ودانۍ ثبوت ورکوي دا د کورنۍ او ټولنيز ژوند او مزاج عکس هم وي او هنداره هم چي د خپل سماج او کلتور کړۀ وړۀ او خدو خال څرګندوي متلونه او محاورې که يو خوا د ژبي د زړو تکو حفاظت کوي نو بل خوا د هغې ژبي د ويونکيو د لرغوني تاريخ او کلتور نشان دهي هم کوي لکه څرنګه چي د اثار قديمه ماهرين د دې اثارو په ذريعه د زړې زمانې خلقو د ژوند ژواک او د تهذيب و تمدن اندازه لګوي دا رنګي متلونه او محاورې زموږ دپاره د يو داسي کړکۍ کار کوي چي په هغه کښې موږ د يو قام د ماضي ننداره کوی شو.
د يوې ژبي مرګ سره فقط د خبرو رسانۍ يا کميونکيشن يو نظام ورک يا د منځه نۀ شي لاړ ځکه چي دا خلا خو بله يا نوې ژبه هم پوره کړي بلکې په صديو او پېړيو محيط د جوړتيا علم د تجرباتو پخوړ د انساني شعور راهنما اصول او د تهذيب تمدن او کلتور بنيادونه ورک او فنا شي او بيا له ماضي نه پرې او په هوا کښې معلقه دا ټولنه د پرديو تهذيبونو د يلغار لاندي فنا او د ماضي قصه جوړه شي.
په ننني دور کښې د مورنۍ ژبي د بچ خوندي او سلامت ساتلو کار او ذمه واري ډېره زياته شوې ده ځکه چي د ممي او ډيډي کلچر په تيزۍ سره خور شوی او زموږ انغريو ته رارسېدلی دئ د احساس برترۍ په رنځ اخته د تش په نوم خانۍ او ملکۍ په چوکيو ناسته سپين پوشه طبقه د مورنۍ ژبي له ارزښت او اهميت نه بېخي ناخبره ده د قام پرستۍ په نوم سياست کونکې ډلي د ژبي نوم د تشو نارو تر حده پکاروي. د رټلي او ځپلي عام پښتون اولس په حال بغير د افسوس او ماتم نور څۀ کېدای شي چي د مفاد پر ستي استحصالي طبقې په نقل او پېروي کښې دوی هم د خپلي ژبي له حرمت او تقدس نه مخ اړولی دئ
په داسي حال کښې
دا وخت نه دئ عليله په پالنګ کښې د خوبونو
راغلی په اوږدو د سخنور ذمه واري ده
ماخذونه:
اولس سندري ټپې متلونه او نکلونه مقاله لمړی پښتو عالمي کانفرنس مئ
۱۹۹۱ کوټه ليک حاجي مرزا خان
۲: سهېلي لعلونه د متلونو کتاب ليک طارق محمود دانش
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ