ليکوال:مير حسن اتل
د مجلې ګڼه:۹مه
د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵
ټولنيز ژوند نخښي او د تهذيبي ارتقاء پېل له هغه وخته ممکن او را پېل شوی دئ چي کله انساني شعور په دې و توانېدلی چي د يوې غښتلي او منظمي ټولني د بنا کولو يا پر پښو د درولو لپاره څۀ کول پکار دي يا څۀ ته اړتيا لري، د انساني شعور دې ارتقاء د نړۍ پر مخ پراته ټول انسانان سوکه سوکه دې ته و هڅول چي د خپلو اړتياؤ او ضرورتونو په رڼا کښې څه داسي اصول، قوانين او نور سماجي قدرونه منځ ته راوړي چي په مرسته يې وکولای شي چي له يوه بل سره ګډ او يو ځای ژوند تېر کړي، وروسته دا ټولنيز اصول، قوانين او سماجي اړتياوي د هغه قام يا ټولني چي منځ ته يې راوړې وي قامي دودونه، روايات او قدرونه و بلل شول.
د دې خبرې ذکر مخکښې هم و شو چي دا ټولنيز اصول، قوانين او سماجي اړتياوي عموماً د انساني ضرورياتو په رڼا کښې منځ ته راوړل کېدې او راوړل کېږي ځکه د تهذبي ارتقاء بېلا بېلو پړاوونو ټولني او اولسونه وخت په وخت دې ته هم اړ ايستل دي چي خپل هغه ټولنيز اصول قوانين او قدرونه چي نوره يې د ضرورياتو او خواهشتاتو احاطه نۀ شي کولای هسي د ټولني پر وږو د اضافي بوج سوب ګرځي له منځ څخه يوسي او پر ځائ يې داسي نوي اصول، قوانين او قدرونه چي نسبتاً ګټور او د نوي دور له اړتياؤ او ضرورتونو سره سمون خوري منځ ته راوړي، دا لړۍ هغه وخت لا پسې تونده او ګرندۍ شوه چي کله په نړۍ کښې د صنعتي انقلاب نخښي راڅرګندې شولې او په راتګ يې د انساني ضرورياتو او اړتياوو بڼي او شکلونه بدل شول، خو د دې هر څه باوجود په نړۍ کښې هره ټولنه څه داسي ټولنيز اصول، قوانين او نور سماجي قدرونه هم لري چي په انساني ژوند کښې د راغلو تغيراتو او بدلونونو باوجود د خلګو پر توقعاتو ځانونه پوره خېږوي، هم دا هغه خصوصيات او ځانګړتياوي دي چي د داسي دودونو چي لا تر اوسه يې ځانونه ژوندي ساتلي دي د ژونديتوب او پايدارۍ سوب ګرځي.
لکه څنګه چي په نړۍ کښې هر مېشت قام او اولس څه داسي ځانګړي دودنونه، روايات او قدرونه لري چي د هغه قام او اولس خپل ګڼل کېږي يا يې د زيږېدلو عوامل هلته ساز شوي وي، داسي پښتانه هم په حيث د يو قام څه خپل ټولنيز اصول، قوانين او ملي دودونه لري چي موږ يې په عامو تورو کښې د پښتو، پښتونوالي يا پښتونولۍ) په نوم يادوو.
پښتونولي په اصل کښې د پښتنو د هغو ټولنيزو اصولونو، قوانينو، رسمونو،دودونو، رواياتو او د سماجي اقدارو و مجموعې ته ويل كېږي تر كومو لاندي چي پښتانه د خپل ورځني ژوند معاملات او د ژوند کړۀ وړۀ پر مخ بيايي، يا ويلای شو چي پښتونولي د پښتني ټولني هغه ناليكلى (Unwrittin) ائين دئ چي د يوې اوږدې تهذيبي ارتقاء په نتيجه كښې يې منځ ته رواړی دئ، هم دا وجه ده چي پښتانه په حيث د يو قام د د خپل دې ناليکلي ائين له هري نقطې او شق سره ډېره مينه او اخلاص لري، په بله معنٰی په پښتني ټولنه كښې دا خيال ډېر عام او په خاصو معنو کښې مروج دئ چي کوم پښتون د پښتونولي د اصولو او پاپنديو خلاف ورزي کوي هغه ته ډېر په بد نظر او سپکه سترګو کتل کېږي، ټولنه يې دا عمل غندي او ورته وايي چي دا دي ډېر بې پښتو کار وکړ، په دې اړه نامتو ليکوال او محقق ښاغلی رسول رسا په (ارمغان خوشحال) * کښې وايي: (۱).
"پښتو يوه ډېره پر معنی او جامع کله ده او دا د پښتون قوم د حيات په هر اړخ جاري ده، پښتو د پښتنو د ملي ژوند، عزت، شرافت، لوړوالي، غيرت او حميت يو داسي معيار دئ چي پښتانه په دې تله پښتون تلي او کوم پښتون چي د پښتو نه پرېوزي نو د پښتنو د نظر نه هم پرېوزې "
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(*)ارمغان خوشحال د د خوشحال بابا د هغه دېوان چي ميا سيد رسول رسا په کال ۱۹۶۷م کښې له يوې ضخيم سريزې سره چاپ کړ، وروسته په کال ۲۰۰۱ م کښې د يونيورسټي بک ايجنسي پېښور لخوا بيا چاپ شو
خو د دې خبري معنٰی دا هم بالکل نۀ ده چي د پښتونولي يا د پښتنو د دې ناليکلي ائين ټول اړخونه او هره بڼه يواځي او يواځي مثبت او ګټور اړخونه لري بلکې موږ په ډېرو ځايونو کښې دا هم احساسوو چي پښتانه د پښتونولي په غېږ کښې څه داسي اصولونه او قوانين هم پاللي چي تل د يوې مهذبي او مثبتي ټولني پر لمن د بدنما داغ په حيث ارزول کېږي، مثلاً بدل، سواره، تور، پېغور، د دښمنيو پالل او نور، دا نور داسي ډېر بې ځايه او غلط دودونه او روايات دي چي تر مثبتو اړخونو يې منفي اړخونه ډېر قوي او مغزن دي،په دې اړه ښاغلی رسول رسا وايي. (۲)
د پښتون په پښتو کښې که يوې خوا ته ننګ، مېړانه، شجاعت، مېملستيا، بدل، سخاوت، غيرت، عفوه، استقلال، سخت ګوشي، عزم، د ارادې پختګي، پت، پخه ملګرتيا، پخه دوستي، سادګي، صاف ګوئي، حق ګوئي، بې باکي، ايثار، قرباني، او سيالي وغيره ښه صفات موجود دي نو بلي خوا ته ور کښې فضول دود دستورونه، او رواجونه، بې ځايه او بې موجبه ضد، په ذات پات بې ځايه غرور او تکبر، يوګونه، د زمانه جاهليت، جهل، تربورولي (تربورګني) او پخه دښمني، کسبګر او هنر مند او غير پښتانه ته په سپک نظر کتل، بې ځايه خرڅونه، بې ځايه انفراديت او بې موجبه انتهاپسندي وغيره هم شامل دي.
له دې خبرې څخه دا اندازه کول نسبتًُااسان دي چي د پښتو، پښتونولۍ يا پښتونوالې پراخه لمن پر يوه وخت له ګټورو او تاواني اصولونو او قوانينو څخه ډکه او غني ده، مثلاً جرګه، ننواتی، پناه، اشر، مېمله پالنه،کاڼی، پښتو (وعده) وايه او داسي نور،.دا ټول هغه سماجي اصول او ټولنيز قوانين ګڼل کېږي، که يې سم کارونه و شي نو په مرسته يې ډېر ټولنيز کړکېچونو، تکليفونو او ناوړتياوي ډېري په اسانه له منځ څخه تلای شي.
په دې ليکنه کښې هم د پښتونولی د يوه داسي دود چي (لوڅه) (لوه- څه) نومېږي په اړه لنډ بحث کوو، لوڅه د پښتونولۍ د دودونو له هغه لاړ څخه يوه ارزول کېږي چي له هره پلوه مثبته او د ټولني لپاره د ګټي سوب مهيا کوي، لوڅه که څه هم ډېر لوغونی او پخوانی دود دئ خو په پښتني ټولنه کښې، په خصوص په کليوالو سيمو کښې نن هم په هغه څېر ژوندی او په خلګو کښې مروج دئ لکه له ننه چی ډېر پخوا پالل کېده، دابيا بېله خبره ده چي د دې دود په اړه تر اوسه کوم فولکوريسټ يا ليکوال د ليک په بڼه بحث نه دئ کړی، ځکه يې په اړه سم او کرۀ معلومات د خلګو سره نشته.
د لوڅي دود په لوی سر کښې د مېلمه پالني له دود نژدېوالی لري ، کله کله يې تر منځ توپير کول هم ګران شي، حالانکې دا دواړه دودونه له يوه بل څخه جلا او تر منځ ډېر بنيادي توپيرونه لري، مېلمستيا عموماً د خوښۍ کار وي، هر چا ته چي مېلمه ورشي نو پخپله يې سنبهالوي، د خپل وس او بس مطابق هغه ته ډوډۍ او نوره مېلمستيا ور کوي، خو (لوڅه) بيا داسي نۀ ده بلکې دا د يو کلي، محلې يا بل کوم اجتماعي ټبر و ګډي مېلمستيا ته ويل کېږي، د لوڅي د دود له مېلمستيا سره بل بنيادي توپېر داهم دئ چي دا د خوښۍ کار نۀ بلکې کړيته (شرطيه) بڼه لري، په دې دود کښې به هر سړی د خپلي ونډي مېلمانه پرېکوي، که د پښتنو معاشي اړخ ته لږ ځير شو نو وينو چي پښتانه په بنيادي توګه غريب اود ټيټ معيشت لرونکي خلګ دي، ځکه په ډېرو برخو کښې اړتيا لري چي يوه بل ته مټه او کومک ورکړي، د لوڅي د دود هم بنيادي مقصد په ټولنه کښې له يو بل سره د مرستي او کومک نوم دئ، له دې دود څخه عموماً پر دريو موقع کار اخيستل کېږي، يا ويلای شو چي دا دود پر دريو اهمو موقعو کارول کېږي البته څه نوري داسي کارونې يې هم شته چي پر خپل نوبت يې ذکر وکړو.
موږ په دې ټول خبر يو چي په کليوالو سيمو کښې هره ورځ مېلمه دوه پېښېږي، ځکه يو سړي ته دا ګرانه شي چي هر ورځ کوم مېلمه ته ډوډۍ يا نور خدمت ور کړي او که داسي وکړي هم نو پر بوج کېږي، هم دا وجه ده په کليوالو سيمو کښې د لوڅي د دود له رويه دا عام رواج وي چي مېلمه به هر سړی په وار پرېکوي، د مېلمستيا دې وار ته (لوڅه) ويل کېږي،
يعني کله چي کوم کلي يا ټبر ته يو داسي مېلمه ورشي چي په هغه کلي کښې يې له کوم کليوال سره شخصي کار يا ذاتي پېژندګلوي نۀ وي نو دا مېلمه عموماً ځان د کلي جومات ته رسوي او تر هغو هلته انتظار کوي تر څو چي کليوال جومات ته ورځي او مېمله له هغه سړي سره استوي د چا چي د مېلمه وار وي.
خو دا دود د کلي يواځي د جومات تر مېلمه پوري را لنډ نه دئ، بلکې دا دود هغه وخت هم کارول کېږي چي کله په يوه کلي کښې د چا لور خور په بل کوم کلي کښې واده شوې وي، پخوا به د ګاډيو اسانتياوي (سهوليات) نۀ وې، خلګ اړ وو چي له يوه کلي بل کلي ته وراوي (وراګاني) په پښو بوځي ، چي کله به ورا د ناوې کلي ته و رسېده نو شپه به يې ارومرو په هغه کلي کښې کوله، داسي به يې دوه يا درې هوره (وخته) ډوډۍ او چای هم هلته وو، د يوه هور (وخت) ډوډۍ او چای خو به يې د ناوې پر کورنۍ کرۀ ؤ، خو دا نور هورونو (وختونو) ډوډۍ او نوره مېلمستيا به په ټول کلي ور کوله، ورا وال به پر ټول کلي سره و وېشل (تقسيم) کېدل، هر چا به څو وراوال له ځان سره کور ته بېول او د خپل وس او بس مطابق به يې هغو ته ډوډۍ او مېلمستيا ور کوله.
داسي د دې دود يوه بله اهم کارونه بيا هغه وخت کېږي چي کله په يو کلي کښې کوم څوک وفات شي، چونکې د مړي هديرې، جنازې او نورو مراسمو ته خلګ له ډېرو لرو لرو ځايونو څخه راځي، ځکه د کليوالو له خوا دا خلګ داسي نۀ پرېږدول کېږي چي وږي تږي او نهر له کلي ولاړ شي، د مړي له ښخولو وروسته په هديره کښې يو سړی په زوره دا ناره کوي چي د ټولو خلګو لپاره د ډوډۍ بندوبست شوی دئ، هيڅوک به هم بغير د ډوډۍ خوړلو نۀ ځي، هر کليوال لا تر مخه په کور کښې د څو کسانو د ډوډۍ بندوبست کړی وي، دلته هم ټول مېلمانه سره وېشل کېږي او هر سړی خپل مېلمانه له ځان سره کور ته بيايي.
د ياد شوو موقعو علاوه د لوڅي له دود څخه پر نورو موقعو هم کار اخيستل کېږي، مثلاً هغه کلی چي خپل ملا نۀ لري او په ټولو يې يو داسي ملا چي کور يې په دې کلي کښې نۀ وي ته ډوډۍ او نور خدمت د لوڅي د دود په رڼا کښې ور کول کېږی، له دې علاوه که په کوم کلي کښې چي د ښوونځي استاد (ماسټر) اوسي يا يې، غوبه او اوښبه (څاروان) نيولی وي او هغه د ټول کلي کار کوي نو يې هم د لوڅي له دود سره سم د وار په حساب ډوډۍ ور کول کېږي، خو دلته بايد د دې خبري لږ وضاحت و شي چي دا ډول ډوډۍ ته څوک (لوڅه) وايي او څوک بيا وايي چی نۀ دا لوڅه نۀ ده ځکه چي دا ډوډۍ خو هغه ته د کوم خدمت په بدل کښې ورکول کېږی.
موږ د دې خبري ذکر مخکښې هم وکړ چي د صنعتي انقلاب له راتګ وروسته کابو (تقريباً) هري ټولني دا هڅه او کوشش وکړ چي خپل ټولنيز ژوند د روايت له ټاکونو څخه ډېر په چټکتيا او توندۍ راتېر کړي،قدامت پسنده رجحاناتو ته د پای ټکي کښېږدي او پر ځائ يې د نوښت او جدت لاره خپله کړي، خو څه ټولني د هر څه باوجود دې ته مجبوره دي چي خپل څه دودونه، قدرونه او ټولنيز انعنات پر ځائ و ساتي، پښتني ټولنه هم له هغو څه يوه ده، خو دلته کتل دا پکار دي چي کوم شيان بايد پر ځائ پاته شي او کوم شيان له منځ تلل ګټه لري، که خبري رالنډي کړو نو ويلای شو چي په نړۍ کښې هغه قامونه هوښيار او ځيرک ګڼل کېږي چي په خپل ټولنيز ژوند کښې هغه اصول او قوانين چي تر بدو يې ښه اړخونه ډېر او مضبوط وي نۀ يواځي له ورکېدولو څخه و ژغوري، بلکې د وس تر ټاکه يې د پاللو هڅه هم وکړي.
ماخذونه
۱: ارمغان خوشال، سريزه او مقدمه ميا سيد رسول رسا، چاپ دويم، کال ۲۰۰۱م ، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور صفحه نمبر (۵۹)
۲:ارمغان خوشال، سريزه او مقدمه ميا سيد رسول رسا، چاپ دويم، کال ۲۰۰۱م ، صفحه نمبر (۵۹)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ