ليکوال:
د مجلې ګڼه:
د مجلې د چاپ نېټه:
ماشومانو ته د کيسو لوستل/ويل اروايي، ټولنيزې او تعليمي ګټي لري.
اروايي ګټي:
تخيل انسان ته دا وړتيا وربخښي چي د نورو پر ځائ فکر وکړي، د نورو ستونزه، غم او درد درک کړي او له نورو سره خواخوږي پيدا کړي. کله چي انسان له نورو سره خواخوږي پيدا کړي بيا د نورو حق پېژني، له نورو سره په مينه چلند کوي او د نورو ځورولو ته نه هوسېږي. په دې توګه د ټولني نظم خوندي کېږي.
ماشوم له کيسو زده کوي چي خپل احساسات څنګه بيان کړي. دا کار ماشوم له اروايي فشاره خلاصوي. همدارنګه کيسې په ماشوم کښې پرځان باور زياتوي او په ماشوم کښې دا وړتيا پيدا کوي چي خپلې ستونزې پخپله حل کړي.
کله چي مور يا پلار ماشوم ته کيسه لولي، له هغه سره د ماشوم عاطفي تړاو زياتېږي. کله چي مور، پلار، نيا يا نيکه ماشوم په خوا پورې نيسي، يا يې په غېږ کښې کښېنوي او کيسه ورته لولي/وايي، ماشوم احساس کوي چي ارزښت لري، احساس کوي چي لويان ورسره مينه کوي او دی ورته ارزښتمن دئ. له دې سره د حقارت يا کمترۍ هغه احساس چي په طبيعي ډول له هر ماشوم سره وي، ځپل کېږي او ماشوم له لويانو سره د برابرۍ احساس کوي. دا شی په لويېنه کښې د حقارت د عقيدې د پيدا کېدو مخه نيسي.
ځينې ماشومان د شپې له خوا ډارېږي خو که کيسه ورته ولوستل/وويل شي، وېره يې ختمېږي او د ارامۍ احساس کوي.
د اتلولۍ کيسې، د ماشوم په روح کښې د مبارزې او بريا ته د رسېدو حس ژوندی کوي. کله کله ماشومان د کيسو له کرکټرونو څخه خپل ايډيال شخصيت غوره کوي او هڅه کوي چي هماغسې کس شي.
ټولنيزې ګټي:
مخکښې مو وويل چي د کيسو لوستل/ ويل، د ماشوم تخيل ته ګټه رسوي. د تخيل کمال دا دئ چي انسان نور درک کولای شي او د بل درد خپل درد ګڼي، نو هغه کسان چي د بل احساسات درک کولای شي، د بل په درد دردېږي او نورو ته زيان نه رسوي. دې سره ټولنه سمېږي.
کله چي ماشومانو ته د نورو ملتونو کيسې لولو/وايو، ماشومان په دې حقيقت پوهېږي چي دنيا يوزاې زموږ لپاره نۀ ده، بلکې د خدائ ډېر نور مخلوقات هم په کښې اوسېږي. دا د ماشوم ليد پراخوي او په دې يې پوهوي چي په دنيا کښې نور انسانان هم شته خو له مختلفو باورنو، دودونو او متفاوت ژوند سره. دا په ماشوم کښې تعصب ختموي او د بل منلو ته يې چمتو کوي. دغه ټولنيز زغم، خصوصاً زموږ د وګړو لپاره خورا اړين دئ، ځکه چي زموږ په هېواد کښې ګڼ قومونه اوسېږي او بايد ټول سره وزغمي. همدارنګه موږ په داسي نړۍ کښې اوسېږو چي خورا مختلف انسانان په کښې ژوند کوي او بايد چي له ټولو ملتونو سره په سوله او ملګرتيا کښې ووسېږو. دا د هر متمدن انسان ځانګړنه ده چي نور وزغمي او د نورو حقونه په رسميت وپېژني.
ماشوم له کيسو زده کوي چي څنګه ملګرتيا وکړي، څنګه له نورو سره مرسته وکړي، څنګه نور له ستونزه راوژغوري او څرنګه د ټولني يو مثبت او ګټور کس شي.
تعليمي ګټي:
ماشومانو ته د کيسو بله ګټه دا ده چي د ژبي مهارتونه ورسره زده کوي. د تورو او کلمو سم تلفظ، د جملو جوړښت او ګرامري خصوصيات پېژني. کله چي ماشوم د کيسو کتاب ته ګوري، سترګې يې د کلمو له شکل (املا) سره اشنا کېږي او بيا د ښوونځي په دوره کښې ليک لوست په اسانه زده کولای شي. ماشوم له کيسو څخه نوي کلمې او د مختلفو شيانو نومونه زده کوي او په دې ترتيب د لغاتو زېرمه يې پراخېږي. د لغاتو زېرمه د ماشوم له ذهني ودي سره نېغ په نېغه اړيکه لري. څومره چي د ماشوم ډېري کلمې زده وي، هماغومره ژر نوي مفاهيم زده کولای شي.
په ځينو کيسو کښې عددونه ياد شوي وي مثلاً دوه هلکان، درې وزې، اووه وني ... دغه کيسې ماشومان د رياضي او حساب له مفاهيمو سره اشنا کوي. د ماشومانو لپاره کتابونه معمولاً رنګه تصويرونه لري. د تصويرونو په ليدو سره ماشوم پخپله له شکلونو، حجمونو او رنګونو سره اشنا کېږي. ماشوم له دې کتابونو د غټ او ووړ، لوړ او ژور، دنګ او ټيټ، نری او پلن، لېري او نږدې په توپير پوهېږي. د مختلفو شکلونو ليدل، ماشوم ته د هندسې ابتدايي درسونه اسانوي. مختلف رنګونه په اروايي لحاظ متفاوتي اغېزې لري. ماشوم چي څومره ډېر رنګونه وپېژني، هماغومره يې ذهني وده ډېرېږي.
د سائنس فيکشن کيسې ماشومان له ځينو سائنسي مفاهيمو سره اشنا کوي او د سائنس په اهميت يې پوهوي. عاطفي کيسې د دوی مثبت عواطف پياوړي کوي.
کله چي ماشوم ته کيسه لولو/ وايو، ماشوم د کيسې د پېښو او کرکټرونو په اړه رانه پوښتنې کوي. دا د ماشوم د کنجکاوۍ او پلټني حس پياوړی کوي. ماشوم د پېښو په اړه تبصره کوي، وايي که داسي شوی وای، ولي هاغسې وشول، پلانکي ولي داسي وکړل ... دغه تبصرې د ماشوم فکر، منطق او استدلال روزي.
د طبيعت او چاپيريال په اړه کيسې، ماشوم ته دا پيغام ورکوي چي خپل چاپيريال بايد پاک وساتي، له ژوو، بوټو، اوبو او هوا سره سم وچلېږي او له طبيعت سره مينه پيدا کړي.
د ماشومانو په اکثرو کيسو کښې مثبت کرکټرونه بريالي کېږي نو دوی ته د خير ښېګڼي او ښه کولو درس ورکوي.
د کيسو کتابونه په زړۀ پوري وي نو کله چي ماشوم ته کيسه لولو، له کتاب سره يې مينه پيدا کېږي، له مطالعې سره علاقه پيدا کوي او مطالعه ورته په يو مهم ارزښت بدلېږي.
ماشومانو ته له کوم عمره د کيسو لوستل پيل کړو؟
ځيني پوهان وايي چي ماشوم ان د مور په نس کښې د مور آواز او د زړۀ درزا احساسوي. ځيني مېندي د مېندوارۍ له وخته له خپل بچي سره خواله کوي او کيسه ورته وايي. نوزېږي ماشومان د مور او پلار غږ پېژني او له اورېدو سره يې د خونديتوب او ارامۍ احساس کوي نو بهتره ده چي مېندي خپلو ماشومانو ته د زوکړې له هماغه لومړيو ورځو د کيسو ويل/لوستل پيل کړي.
د عمر په لومړيو دريو کالونو کښې د ماشوم د ماغزو وده ډېره چټکه وي او وروسته بيا دغه وده وار په وار سره کمېږي. که په همدې عمر کښې له ماشوم سره ډېري خبري وشي او ډېري کيسې ورته ولوستل/وويل شي، ذهني وده يې لا زياتېږي.
دا حتمي نۀ ده چي ماشوم ته هره ورځ يوه نوې کيسه پيدا کړی. ماشومان له تکراري کيسو هم پوره خوند اخلي، بلکې د کيسې تکرار د هغوی د حافظې له ودې سره مرسته کوي.
د کيسو د ويلو لپاره کوم وخت مناسب دئ؟
نوزېږيو او تی خورو ماشومانو ته هر کله چي دوی ويښ وي او مور/ پلار وزګار، بايد کيسه وويل شي. نسبتاً لويو ماشومانو ته بيا شپه، کله چي ماشوم ويده کېږي، د کيسې د لوستلو/ ويلو لپاره غوره وخت دئ. له دې سره ماشوم د ورځي جنجالونه هېروي، د خونديتوب احساس کوي او خوب يې ارام وي. کېدای شي ماشوم هماغه کيسه چي ورته لوستل شوې ده، په خوب کښې هم وويني.
نن سبا په اکثره کورنيو کښې خلک د شپې تر ناوخته ټلويزيون ته ناست وي. ماشوم به ويده شوی وي او يا به له دوی سره ټلويزيون ګوري. دا کار ناسم دئ. د ماشومانو لپاره بايد د خوب وخت، معلوم وي. ماشومان تر لويانو نسبتاً زيات خوب ته اړتيا لري نو بايد کورني ماشومان د شپې په نهو بجو ويده کړي. مور يا پلار بايد ټلويزيون پرېږدي او د ماشوم په څنګ کښې څملي، ورته کيسه ولولي/ ووايي او ماشوم ويده کړي.
څه ډول کيسې؟
کيسې بايد د ماشوم له عمر او ذوق سره سمي انتخاب شي. همدارنګه هغه کيسې بايد خپلو ماشومانو ته غوره کړو چي د خوند تر څنګ اخلاقي پيغام ولري او عالي انساني ارزښتونه په کښې رانغښتي وي. مثلاً د ملګرتيا، خواخوږۍ، همکارۍ، له ژوو بوټو او انسانانو سره مينه، پاکي او صفايي، صداقت، خير رسول، له نورو سره مرسته ... او داسي نور ارزښتونه په کښې راغلي وي. کيسې بايد ماشوم په داسي روحيه وروزي چي کرکه، تعصب، تبعيض، تربګني، دښمني او نور منفي عواطف او احساسات په کښې نۀ وي. مثلاً داسي کيسې انتخاب شي چي په کښې هلکان او نجونې دواړه مثبت نقشونه ولري. هغه کيسې چي بوډۍ په کښې جادوګره وي، ممکن ماشومانو ته دا ذهنيت ورکړي چي هره بوډۍ مضره ده.
ډاروونکې کيسې، د ماشومانو لپاره ښې نۀ دي. ماشومان اکثره وخت د کيسو کرکټرونه حقيقي ګڼي. که چېرې په کيسه کښې ډاروونکی کرکټر وي، ماشوم چي يوازې شي ډارېږي چي اوس به هماغه ډاروونکی شی راپيدا شي.
وړو ماشومانو ته نسبتاً لنډې کيسې غوره کړی ځکه چي که کيسه اوږده وي، ممکن د دوی ذهن مغشوش کړي او د کيسې په پای کښې پيل يې ځني هېر شي. همدارنګه کرکټرونه بايد په کښې دومره زيات نۀ وي چي له ماشوم څخه ګډوډ شي. درې – څلور کلن ماشومان بيا نسبتاً اوږدې کيسې غواړي او په لنډکۍ کيسه يې تنده نۀ ماتېږي. هغه کيسې چي سجعي او آهنګيني کلمې يا يو نيم شعر ولري، ماشومانو ته زيات خوند ورکوي.
د بڼي په لحاظ د ماشومانو کتابونه مختلف وي. د نوزېږيو او تي خورو ماشومانو لپاره له ټوکر څخه جوړ کتابونه وي چي رنګه تصويرونه او يوه نيمه کلمه ورباندي کښل شوې وي. دا کتابونه ماشوم نه ژوبلوي، مېنځل کېږي او رنګونه يې پاخه وي يعني که ماشوم کتاب په خوله کښې هم ووهي، رنګ يې نه ځي او ماشوم ته تاوان نۀ رسوي.
دوه – درې کلن ماشومان د کتابونو له څيرلو سره جوړ وي نو د دې عمر ماشومانو ته داسي کتابونه په کار وي چي څيرېږي نۀ. له پېړ کارډ څخه جوړ کتابونه همداسي دي.
کله چي ماشوم نور هم لوی او په خبره پوی شو، عادي کتابونه ورته اخيستلی شو. خو د هر عمر ماشوم لپاره په کار ده چي کتابونه رنګه وي، ښکلي تصويرونه ولري او د خط اندازه يې غټه وي.
ماشومانو ته د خپل ماشومتوب د وخت خاطرې ووايئ. خاطرې هم د کيسو هومره خوندوري او ګټوري وي. ستاسو د ماشومتوب وخت بل ؤ او اولادونه مو په بل وخت کښې ماشومان دي. ستاسو خاطرې دوی له تېر سره اشنا کوي او ليد يې پراخوي.
کيسه بايد څنګه ولوستل/ وويل شي؟
کله چي ماشومانو ته کيسه لولو/ وايو، بايد د کلماتو سم تلفظ ته پام وکړو. جملې پوره ولولو او په منځ کښې يې نيمه نۀ کړو. ساه اخيستل مو بايد د متن له لوستو سره برابر کړو. کله چي په جمله کښې کامه راځي، لنډه دمه او چي ټکی راځي، نسبتاً زياته دمه وکړو. د جملو له مفهوم سره سم بايد د خپل غږ ټون عيار کړو، مثلاً کله چي د خوښۍ او هيجان خبره وي، هماغسي په هيجان سره جمله ولولو او کله چي د خواشينۍ خبره وي، غږ مو بايد ټيټ او خواشينی شي. همدارنګه بايد هڅه وکړو چي د مختلفو کرکټرونو لپاره مختلف غږونه وباسو، مثلاً که په کيسه کښې پلار خبرې کوي، ښه به وي چي غږ مو ډډ کړو، که نجلۍ غږېږي، بايد غږ نری کړو. سواليه جملې بايد د پوښتني په انداز او بياني جملې په عادي انداز ادا کړو. که مو د ازادۍ راډيو له لارې، د اغلې فريدې هوډ سيفې په غږ کيسې اورېدلې وي، هڅه وکړی چي کيسه هماغسې ولولی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ