ليکوال:مولوي همايون کاکړ

د مجلې ګڼه:۹مه

د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵

  او دا هم اوري چي شعر ښه نۀ دی، لاکن تر اوسه پوري داسي مستند تحقيق شايد د چا مخي ته نۀ وي راغلی چي هغه دي د قرآن کريم او  احاديث نبوي په دلا ئلو سره د شعر د ښه والي او بد والي وضاحت وکړي د دې دپاره ما له خپلي کم علمۍ سره سره دا زيار په کار راوستل چي د شعر په باره کښې دغه زړۀ نا زړۀ احساس لري کړل شي. زۀ دا نۀ وايم چي زما دا ليکل به حتمي وي البته دا يو کوشش دی چي زۀ يې د ليکني و لوستونکو ته وړاندي کوم ممکن دی چي په دا حواله نور لوستونکي هم خپل تاثرات او ليکني رامخته کړي. ما خپله دغه ليکنه پر دوو برخو تقسيم کړې ده: چي اوله برخه يې په شعر کښې پراخي او آزادي ده او دويمه برخه يې د شعر حيثيت د قرآن او حديث په رڼا کښې واضح کول دي. زه نۀ شم ويلای چي په دې کښې به زۀ څومره بريالی شوی يم خو دا يو کوشش دی چي زۀ يې در تاسو پوري در رَسَول غواړم.  

شعر باالکسر؛    يعني په زير د شين سره په لغت کښې په معنٰی د دريافتن  يا د دانستن راغلی دی.

او په اصطلاح کښې شعر و سخن موزون يعني وزن کړل شوې خبري ته وايي.

مولانا يوسف په شرح نصاب کښې ليکي چي شعر:

 بمعنٰی معرفتے چيز هائے باريک است

 ګوا شعر په معنٰی د پېژندلو د باريک شيانو دی.

نو چي شعر کلام موزون شو نو  هم د دغه وزن او قافيې دپاره شاعر ځيني قواعد او قوانين د ژبي، ماتولای شي. د دې په هکله له عربي څخه يو دوه مثاله وړاندي کوم. 

اول: موږ به عربي ژبي ته راشو هغه په دې سبب چي عربي ژبه د خپلو قواعدو او الفاظو د جامعيت دپاره ډېره پراخه او فصيح ژبه شمېرل کېږي.  يعني افصح السان ده. نو کله چي په داسي فصيح ژبه کښې قاعده ماتول جائزه شي نو په نورو ژبو کښې دا طريقه اولاً جايزګڼلای شو.

مثلاً په عربي نحوه کښې يو اسم دی چي و هغه ته غير منصرف اسم ويل کېږي او د هغو حکم دا دی چي پر هغه تنوين او کسره يعني زير نۀ جاري کېږي او د تنوين او د کسرې په حالت کښې فتح يعني زوَر ورکول کېږي.

او د دې لوی دليل دا دی چي په قرآن عظيم الشان کښې پر غير منصرف کسره نۀ ده جاري شوې، لکه : له دې ايت نه چي واضح ده.

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآَنُ  البقرة :۱۸۵

اوس دلته  شهر مضاف دی او رمضان مضاف اليه دی او مضاف اليه همېشه مجرور وي يعني زير پر جاري کيږي. لکه: صلوٰة اليلِ 

 لاکن پر رمضان د زير جاري کېدو پر ځای زور جاري شوی دی له دې وجهي چي رمضان غير منصرف دی.

لاکن د شعري ضرورته څخه غير منصرف اسم منصرف کېدای شي لکه دا بيت د فاطمهؓ چي هغې په مرثيه د نبي عليه السلام ويلی دی.

صب علی مصائب لو انها صبت علی الايام صرنَ ليالها

                              (شرح الجامی)

دلته مصائب غير منصرف دي لاکن تنوين پر جاري شو ولي چي که تنوين پر جاري نۀ کړل شي نو بيا د شعر وزن ماتېږي.

او يا لکه دغه شعر:

سلام علی خيرلانام وسيدِ

بشير نذير هاشمی مکرمِ

حبيب اله العالمين محمدِ

عطوف رؤف من يُسمی باحمدِ

اوس که چېري باحمدَ په زور سره وويل شي نو وزن ته تاوان نۀ رسوي لاکن و قافيې ته ضرر رسوي ولي چي حرف اخير په دا نورو ابياتو کښې "دال" مکسور دی. نو له دې څو اشعارو دا ثابته شوه چي څه ډول په شعرکښې د فکر پراخي تر انتها پوري شته دغه رنګه د قافيې او د وزن د سمولو دپاره له ځيني قواعدو او قيودو سرغړونه روا ده.

 د قرآن او حديث په رڼا کښې د شعر حيثيت 

موږ چي کله د قرآن عظيم الشان او حديث نبوي مطالعه د شعر په باب کښې وکړو نو زموږ و مخ ته دوه ډوله شعرونه راځي چي يو ممدوح او بل مذموم

د دوی دواړو وضاحت صاوي داسي کوي:

اعلم ان الشعر منه مذموم وهو مدح من لا يجوز مدحه وذم من لا يجوز ذمه

ترجمه: پوه شه چي ځيني هغه شعرونه په دا وجه  مذموم دي چي په هغه کښې د هغه چا مدح شوې وي چي د هغو مدح په شرع کښې روا نۀ وي، او ځيني وخت د هغو خلګو مذمت پکښې شوی وي چي د هغو مذمت نه وي روا."

و عليه تستخرج الايت الاولٰی وقوله عليه اسلام لان تملی جوف احدکم قيحاً و دماً خيرله من ان يمتلی الشعرا 

ژباړه: د مذموم په باره کښي چي کوم  اول ايات راځي (چي هغه به وروسته ذکر کړو) او قول د عليه السلام به راواخلو، کوم چي وايي، که ډک شي نس د يوه له تاسو څخه له نوو (پيپ) او له ويني دا ډکېدل بهتر دی دۀ لره تر دې چي له شعره ډک شي. لکه چي وايي،

ومنه ممدوح وهو مدح من يجوزو مدحه و ذم من يجوز ذمه

و عليه تستخرج الاية الثانيه وقوله عليه السلام ان من الشعرا لحکمة  

(حاشيه صاوی علی تفسير الجلالين) جلد ۴ مخ ۱۴۸۰

ژباړه:  او ځيني شعرونه هغه دي چي د ممدوح مدح پکښې شوې وي يعني صفت يې شوی وي او صفت هم د هغه چا چي د هغه مدح روا وي او مذمت يې کړی وي د هغه چا چي مذمت يې روا وي. نو پر دې باندي د دغه حديث انطباق کېدای شي: 

علاوه له دې د مدح  په باره کښې چي کوم دويم ايات او حديث نبوي دلته راوړو هغه په دې ډول دي. 

په تحقيق سره بعض شعرونه خوامخوا حکمت دي؛

د شعر له وضاحت وروسته چي موږ کله د نولسمي پارې و سورة الشعرا ته نظر وکړو نو الله تعالٰی جل جلاله فرمايي:

وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ الشعراء : ۲۲۴

ترجمه: شاعران چي دي د دوی پېروي ګمراهان کوي.

له ابن عباس څخه روايت دی 

قال تهاجا رجلان علی عهد رسول احد هما من الانصار ولاخر من قوم اخرين وکان مع کل واحد منهما غواة من قومه وهم السفها٫  (مظهری جلد۷ مخ ۹۱)

ژباړه: دۀ ويلي دي چي د رسول الله په زمانه کښې دوو کسانو په شعر کښې د يو بل مذمت وکړئ اول له انصارو څخه ؤ او بل له بله قومه او دا دواړه  د ګمراهانو له قومه څخه وو چي هغه بې عقلان وو.

وقال اکثر المفسرون يعني به شعرا الکفار الذين کانو يحجون رسول الله 

ژباړه: ويلي دي اکثرو مفسرينو چي مراد په دغه سره شاعران د کفارو دي هغه کسان چي هغو به په شعر کښې د رسول الله مذمت کوي.

ذکر مقاتل اسما٫ هم فقال عبدالله بن زبعری اسهمی و هبيره بن ابی وهب المخزومی ومسافح بن عبد مناف و ابو عزه عمرو بن عبدالله الجمعی و اميه بن ابی الصلت اثقفی

ژباړه: مقاتل د هغو نومونه ذکر کړي دي چي په دا ډول يې يادوي. 

فتکلمو بالکذب والباطل وقالو نحن نقول مثل ما يقول محمد و يقولون اشعارا ويجمع اليهم غواة قومهم يسمعون اشعارهم حين بهجون رسول الله و اصحابه فيروون عنهم

ژباړه: نو به دوی خبري کوي په دروغو او باطل سره، او ويل به يې، چي موږ وايو، په مثل د هغه څه چي محمد يې وايي، او دوی به شعرونه ويل، او پر دوی باندي به د قوم  ګمراهان راټول شوي ووچي هغو به د دوی اشعار اورېدل، او دوی به په دغه اشعارو کښې  د رسول الله او د هغه د ملګرو په شعر کښې مذمت کاوه،  او بيا به دوی (يعني ګمراهانو) به دا روايت کوئ له دوی څخه:

فلذالک قوله تعالٰی 

ژباړه: له دې وجي څخه دغه قول د الله تعالٰی دی.

وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ الشعراء : ۲۲۴

هم الرواة الذين يرون هجا رسول الله والمسلمين 

ژباړه: دغه راويانو به د رسول الله او د مسلمانانو د مذمت روايت يو تر بله رسولی.

عن عروة قال لما نزلت

وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ

وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ

 الشعراء : ۲۲۴-۲۵-۲۶

له حضرت عروة څخه  روايت دی چي کله پورته ليکل شوي اياتونه نازل شو دۀ وويل چي هر کله نازل شو يعني بالا اياتونه :

قال عبدالله بن رواحه قد علم الله انی منهم فانزل الله تعالٰی

نوعبدالله بن رواحه وويل چي الله تعالٰی عالم دی چي زۀ له دوی څخه يعني له شاعرانود هغۀ ډلي څخه يم د کوم په باره کښې چي الله تعالٰی وايي.

إِلَّا الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا الله كَثِيرًا الشعراء: ۲۲۷

ژباړه: ماسوا له هغو کسانو چي هغو ايمان راوړی دی او عمل د نيکو کوي او الله ډېر يادوي.

عن ابی الحسن البرا  قال لما نزلت

يوبل ايات دی: وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ: الشعراء۲۲۴

  له ابی الحسن البرا څخه روايت دی: دۀ ويلي دي چي کله بالا ليکل شوی ايت نازل شو نو  جا٫ عبدالله بن رواحه و کعب بن مالک و حسان بن ثابت راغلو و رسول مبارک ته او وې ويل يا رسول الله په تحقيق سره الله تعالٰی دغه ايت نازل کړی دی حال دا دی چي دی په هر څه عالم دی چي موږ شاعران يو نو موږ دي هلاک شو. 

په ځواب کښې رسول الله مبارک دا وضاحت ورته وکړی: 

إِلَّا الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا الله كَثِيرًا : الشعراء۲۲۷

ژباړه: ماسوا له هغو کسانو چي هغو ايمان راوړی دی او عمل دنيکيو کوي، او الله تعالٰی ډېر يادوي.

حضرت عن کعب بن مالک څخه روايت دی چي رسول مبارک وويل  انه قال للنبی ان الله تعالٰی قد انزل فی الشعرا ما انزل قال النبی ان المومن يجاهد بسيفه ولسانه والذی نفسی بيده لکانما ترمونهم به نضح النبل  

ژباړه:کعب بن مالک څخه روايت دی دۀ و نبي ته وويل چي په تحقيق سره الله تعالٰی نازل کړي دي په شعر کښې هغه څه چي دۀ نازل کړي دي نو نبي وفرمايل چي په تحقيق سره مومن جهاد کوي په توره او په ژبه سره . زما دي په هغه ذات سره قسم وي چي زما ځان د هغه په لاس کښې دی ګواه کې تۀ دوی (يعني کفارو) باندي ګزارونه کوې په داسي شعرونو سره چي د هغو حيثيت  لکه پر هغو غشي پاشل وي. مظهري جلد۷ مخ ۹۳

 هم دغه رنګه په استيعاب کښې ليک دي

 وفی الاستيعاب لابن عبدالبر انه قال يا رسول الله ما ذا تریٰ فی الشعر قال ان المومن يجاهد بسيفه ولسانه  

ژباړه:  ابن عبدالبر لره چي دۀ وويل يا رسول الله تۀ څۀ وينې په شعر کښې نو دۀ يعني رسول الله وويل په تحقيق سره مومن جهاد کوي، په توره سره  او په ژبه سره د دۀ:

عن عائشه ان رسول الله قال اهجو قريشا فانه اشد عليهم من رشق النبل 

ژباړه: له بي بي عائشې څخه روايت دی چي رسول الله وفرمايل چي د قريشومذمت په شعر سره کول داسي دی لکه دوی چي په شدت سره په غشو وويشتل شي. 

اوبل ځای د شعر افاديت له دې څخه څرګند دی چي د رسول مبارک په امر باندي  حسان بن ثابت دغه لانديني شعرونه  وويل:

هجوتَ محمدا فاجبتُ عنه وعند الله فی ذاک الجزا

هجوتَ محمدا برا تقيا رسول الله شیمة الوفا٫

 فان ابی ووالدتی و عرض

امن يهجو رسول الله منکم

وجبريل رسول الله فينا

لعرض محمد منکم وقا٫

ويمدحه وينصره سوا٫

وروح القدس ليس له کفا٫ 

 

(صاوی جلد۴ مخ ۱۴۸۱)

  

دغه رنګه د عمروبن الثريد څخه دغه روايت شوی دی چي:

 عن عمرو بن الثريد عن ابيه قال ردفت رسول الله يوما فقال هل معک من شعر اميه بن الصلت شئ قال نعم هيه فانشد ته بيتا فقال هيه ثم انشدته بيتا فقال هيه حتیٰ انشدته ماته بيت (مظهري جلد ۷ مخ ۹۴)

ژباړه: هغه له خپله پلاره څخه دغه روايت را نقل کړی دی چي  يو ورځ له رسول الله سره پر سپارلي له شا سپور وم، نو  رسول الله راته وويل، ايا له تا سره د اميه بن الصلت له شعرونو څخه يو شعر شته؟ ما ورته وويل هو، رسول الله مبارک  د شعر د اورېدلو امر راته وکړی. نو ما يو بيت ورته وويلی. دۀ مبارک وويل، يو بل بيت ووايه، ما بيا يو بيت ورته وويلی، نو دۀ مبارک بل وويل بل ووايه، هن تر دې پوري چي ما سل بيته ورته وويل. 

دغه رنګه يو بل صحابي ابن عباس فرمايي  

عن ابن عباس قال کان ابو بکر يقول الشعر و کان عمر يقول الشعرا وکان علی اشعر الثلاثه

ژباړه:دۀ وويل چي شعرونه حضرت ابو بکر، حضرت عمر هم ويلو خو حضرت علي په دوی درو کښې د ډېرو شعرونو ويونکی ؤ. 

له دې علاوه له ابی بن کعب څخه روايت دی 

 عن ابی بن کعب ان رسول الله قال ان من الشعر حکمة    

 ژباړه: چي رسو الله وويل چي په تحقيق سره بعضي شعرونه حکمت دي.

 په دې ضمن کښې له جابر بن سمره څخه روايت دی

عن جابر بن سمرة قال جالست النبی اکثر من ماته مرة فکان اصحابه يتناشدون الشعر وتذاکرون اشيا من امر الجاهليته وهو ساکت فربما يتبسم

(ترمذی جلد ۲ مخ ۵۷۴)    

ژباړه: چي زۀ له نبي سره تر سل واره زيات کښېنستلی يم او د دۀ اصحابو به و يو بل ته شعرونه ويل او يو و بل ته به يې د جهالت شيان ور يادول. او رسول مبارک به  په پټه خوله دا اورېدل او لږ لږ به موسېدلی.

 

فائده: 

ثبت من هذه الاحاديث ان الشعره باس به ما اجتنب الکذب و اشباهه من المحرمات (مظهري)

ژباړه: له دې احاديثو څخه داپه ښه ډول ثابته شوه چي د شعر ويل هيڅ پرواه نۀ لري . باالخصوص هغه وخت چي سړی په کښې ځان له دروغو وساتي، او يا له دغه ويلو څه چي هغه له دروغو سره مشابهت لري.

يو بل ځای هم زموږ د خبري اثبات په دا ډول کېږي

والشعر طاعته ان کان فيه ذکر الله او علما من علوم الدين او نصحا او وعظ للمسلمين (مظهري)

ژباړه: شعر طاعت دی که چېري په هغه کښې ذکر د الله تعالٰی وي، او يا د مجموعه  علومو څخه د دين، او يا نصيحت او يا وعظ وي مسلمانانو لره. 

خپلي خبري ته د فاطمهؓ او دحسانؓ په يوه يوه بيت د پای ټکی ږدم 

يا ابتاه اجاب ربا دعاه

يا ابتاه من جنت الفردوس ماواه

 

           يا ابتاه الی جبريل ننعاه

ما ان مدحتُ محمد بمقالتی

ولکن مدحتُ مقالتی بمحمد

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba