ليکوال:    حنيف خليل 

 د مجلې ګڼه:۹مه

د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵

 او ورته وده هم ورکوي ځکه چي د هغو مفاد دغه ماحول سره تړلی وي په هره ټلونه کښې چي د عمومي او عوامي مفادو ځائ ذاتي او انفرادي ګټه ونيسي، وګړي د جهان په ځائ د ځان فکر پېل کړي نو جاګيردارانه ذهنونه هم خپل کار پېل کړي. زموږ دين اسلام د دې قسمه نظام او ذهنيت ترديد او خاتمه ځکه کړې ده چي په داسي نظام کښې په ټولنه کښې د خوشحالۍ په ځائ انتشار او بد امني پيدا کېږي. اسلام دا نۀ غواړي اسلام قدم په قدم د سرمايې د جمع کولو غندنه او د خواري کښو د محنت ستاينه کړې ده خو هر کله چي د حضرت عثمان غني په دور کښې د حضرت ابو ذر غفاري د سرمايه دارۍ خلاف تحريک سر پورته کړو نو خبره اخير هم د خلافت نه ملوکيت ته راورسېده او دغسي د دين اسلام د روح سره ناسم حکومتي نظام سرمايه دارۍ ته هم وده ورکړه. او په دې طريقه په اسلامي ټولنه کښې هم د معتبرو مسلمانانو لخوا د دغه نظام پېروي وشوه او اثرات يې زموږ د پښتني ټولني معتبرو مسلمانانو ته هم راواستول.

حضرت رحمان بابا د دين اسلام د روح پښتون ترجماني ثابت شو. هغه چي په کوم دور کښې ژوند کولو هغه په مکمله توګه د جاګيرداراۍ او سرمايه دارۍ دور ؤ او د مغلو حکمرانۍ د ملوکيت د دور يادونه هم تازره کړی ؤ او په هندوستان د بابر زوی همايون د هغه زوی جهانګير د هغه زوی شاه جهان د هغه زوی اورنګزيب او د هغه زوی شاه عالم پرله پسې حکومتونه کړي وو او کول يې په داسي حالاتو کښې يو خوا که خوشحال خان خټک د خپل ژوند وړومبۍ نيمه د مغلو په خدمت کښې تېره کړې وه نو بل خوا رحمان بابا د خپل وخت حضرت ابو ذر غفاري ثابت شو او په جاره يې د مغلو د ملوکي نظام حکومت او سرمايه دارۍ خلاف اواز پورته کړو. دغه شان يې د اورنګزيب او شاه جهان شرافت چيلنج کړو او وې ويل چي:

اورنګزيب او شاه جهان غوندي اشراف

صدقه شه تر منصور غوندي نداف

د وخت د قاضيانو او منصفانو معيار يې په ګوته کړو چي:

که څوک تله د انصاف په لاس کښې درکړي

خپل ټټو او د بل اس به برابر کړې

د اصلي انسانيت او اوميت معيار يې د دولت او سرمايې متضاد متعين کړو او وې ويل چي:

ادميت څه په دولت نۀ دئ رحمانه!

بت که جوړ شي د سرو زرو انسان نۀ شه

د دې باوجود هغه د ويني د اصليت قائل ؤ هغه په خپله ټولنه کښې که چېرته ليدلي دي چي د کم ذات انسانان د انساني اقدارو خلاف يې او په ټولنه کښې د خرابو زيږولو سبب جوړېږي نو دا يې هم ويلي دي چي:

همسايه او چريکار يې پښتانه شي

او په اصل به موچي وي يا قصاب

دا وېنا د رحمان بابا د ټولني د وګړو د منفي اوئيو رد عمل ښکاري د هغه مذهب او مسلک نۀ، ځکه چي هغه د انسانيت شاعر دئ. د هغه مسلک دا دئ چي:

زۀ عاشق يم سروکار مي دئ له عشقه

نه خليل نه داودزی يم نه مومند

رحمان بابا عاشق دئ په انسانيت عاشق د اصل نسل نه بابا تر عاشق د رحمان بابا دغه محبوب انسان ته چي څوک درد ورکوي، تکليف ورکوي. نو رحمان بابا يې مخالفت کوي هغه که د ادم زوی ولي نه وي.

ادم زاد په معنٰی واړه يو صورت دي

څوک چي بل ازاروي هغه ازار شه

ظالمان که حاکمان وي او که نور خو رحمان بابا يې غندنه کوي. ځکه چي ظلم همېشه په ټولنه کښې بد امني پيدا کوي او دا ظلم که د حاکمانو لخوا وي نو نتيجې يې لا زياتي خطرناکي وي ځکه چي د حاکم مفاد د عالم سړي نه ډېر زيات شديد او د دغو مفادو لپاره هغه  په ډېره غټه پېمانه د انساني زيان نه هم مخ نه اړوي ځکه رحمان بابا په ډېر جرات سره وايي چي:

په سبب د ظالمانو حاکمانو

ګور او اور او پېښور درې واړه يو دي

دا د هغه وخت ترجماني ده چي د اورنګزيب عالمګير د وفات نه پس د هغه زامنو د اقتدار د حصول او وسائلو قبضه کولو دپاره پېښور سور اور کړی ؤ.

رحمان بابا د هغوی تر منځه مشهور د جاجو جنګ ته اشاره هم کوي او د اورنګزيب عالمګير د زامنو نومونه هم اخلي او وايي:

شاه عالم اعظم وګوره چي يې سخا کړ

په خونونو واړه ملک د هندوستان

د وسائلو قبضه کولو او اقتدار نيولو دا لوبه د شاه عالم او اعظم تر منځه ځکه روانه وه چي هغوی ته معلومه وه چي هغوی پلار اورنګزيب عالمګير هغه اورنګزيب عالمګير چي د خپل پلار شاه جهان په وخت کښې به يې دا قرآن حکيم په کتابت ګټلی پيسې د خپلي ذاتي جز چي دپاره استعمالولې خو د سرکار خزانه يې خپلومفادو دپاره نۀ استعمالوله. هغه اورنګزيب چي د فقيرۍ ټوپۍ يې په سر وه هغه هم د اقتدار نيولو دپاره خپل پلار قيد کړو او وروڼه يې ووژل او دغه شان د امير المومنين په کرسۍ کښيناستو رحمان بابا څه ښه فرمايي چي:

اورنګزيب هم يو فقير ؤ

 چي ټوپۍ يې وه په سر

و ټوپۍ وته يې شاه کړه

چي قادر شه په افسر

څو يې هومره فقيري وه

چي څه نۀ وو ميسر

ګوره څه چاري يې وکړې

په عيال د خپل پدر

وار په وار يې تر تيغ تير کړه

د خرم تمام ټبر

يو ټبر د خرم څه ؤ

ډېر عالم يې کړه ډبر

تمامي جهان يې ونغړو

چي يې لاس شه باندي بر

له حرصه ورته هيڅ شو

هم دارا هم سکندر 

خيال يې دا ؤ په خاطر کښې

چي به خپل کړم بحر و بر

بادي ورځ ورڅخه لاړه

وخت پرې راغی مازديګر

اوس يې زۀ په روح دعا کړم

که يې خدای که بهرور

دا د دغه مريي څو انتخاب شعرونه دي چي د اورنګزيب عالمګير په حال ويلي شوي دي. د رحمان بابا په نزد د ادم زادو دغه د يو بل ازارول د حاکمانو دغه زور ظلم او فساد و انتشار خورو او د حرص او لالچ نه ډک ژوند د دې هر څه اصلي محرک د ملوکي نظام رواج او د سرمايه دارۍ يا جاګيردارۍ نظام دئ. ځکه هغه د دولت جمع کولو نه نفرت کوي. او ځان دپاره صرف دومره دولت غواړي چي د دلبرو صدقه يې کړي:

د دلبرو صدقې لره يې غواړم

هسي نه چي په دنيا پسي زهير يم

او د دولت او سيم و زر جمع کوونکي ته وايي چي:

ته چي هره ګړۍ غم د سيم و زر خورې

زۀ دي هره ګړۍ وينم چي خپل سر خورې

عاقبت به دي يو خنډ له سينې ووځي

ته چي تل په هر يو ښاخ باندي ثمر خورې

وزا نه د ډډي کولو په وجوه د انسان په خود دارۍ و وقار کښې اضافه کېږي ځکه رحمان بابا وايي چي :

که د عقل څه اثر لري و سر ته 

لاس په نام مه شه د هر سړي و در ته 

په نظر د هغو خاوري سره زر کېږي

هر چي نه کوي نظر و سيم و زر ته 

بې منته جام د زهرو څښلی ښه دئ

نه هغه چي منت بار وي و کوثر ته 

زۀ د خپلو خبرو خلاصه هم د رحمان بابا شعرونو کښې وړاندي کوم او اميد لرم چي د رحمان بابا د تعليماتو په رڼا کښې به دا خبره څرګنده شوې وي چي د دولت جمع کول سرمايه داري جاګيرداري د وسائلو په ناجائزه قبضه کول په زور او ظلم حکومت نيول ملوکي نظام رائج کول انساني وقار ته څومره زيان رسوي داسي زيان چي د دنيا يو نظام يو دستور يو يو مذهب او يو دين چي هم اجازت نۀ ورکوي. ځکه رحمان بابا هم د يو ويښ او باضميره دانشور مدبر غوندي غندي:

که يې مال د دنيا ډېر وي

هيپ دي نه کاندي سروا

دنيا بده د هغو ده

چي يې کسب وي ريا

يا يې کسب د ريا وي

يا يې ټوله کړه په غلا

يا يې ټوله کړي په ظلم

يا د خمرو په سودا

يايې ورکړي په شرابو

يا ېې سړی يې په زنا

يا نا حق خونونه کاندي 

يا مالونه خوري د چا

عبادت کړه په ځان فرض

د بادشاه د امرا

حق باطل باطل حق کړه

په سبب د اور ريا

د يوې ګيډي دپاره 

هزار خوني کړه بيديا

 

سخي هر يو د خدای دوست دئ

په لو کان فاستا

 

هر بخيل د خدای دښمن دئ

ولوکان زاهدا 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba