ليکوال:ډاکټر خالق زيار 

د مجلې ګڼه:۹مه

د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵

 نو د نړۍ د بېلابېلو برخو سېلانو خپلي د سېل کيسې ليکلي دي او لوستونکو ته يې وړاندي کړي دي، چي تر ننه پوري پکښې د تاريخ او لرغوني ژوند سره تړلي خلګ د خپل مطلب ټکي ګوري او استفاده ورځني کوي.

 هيروډاټس(Herodotus-485-425B.C) چي د مصر، افريقې او زموږ د منطقې د اوږد سفر په دوران کښې کوم ليدلي کتلي حالات د تاريخ په ډول ليکلي دي د هغې ارزښت هر چاته ښکاره دئ، همدا رنګه ابن بطوطه (IbnBattutah-1304-1378) د اتۀ ويش  کالو د سفر چي په مشرق بعيد هند، افريقه، جنوبي، روس، مصر، سپين وغيره کښې کړی ؤ او بيا يې دغه سفر نامه په ۱۳۵۴ کښې چاپ کړه، د دغه وخت د حالاتو او ژوند ژواک په حواله يوه لويه ذخيره زموږ په وړاندي ږدي. دغسي نوري په سلګونو سفر نامې (Travel Book) خلګو په بېلابېلو وختونو کښې ليکلي دي او تر ننه پوري يې موږ پکار وو، او د خپلو لرغوني دورونو سره د خپل تړون دپاره ترې د زنځير کار اخلو.

په موجوده وخت کښې د سفر يا سياحت شعبې ډېره وده کړې ده او د يو ګټه ور صنعت (Tourism Industry) شکل يې اختيار کړی دئ. اوس خلګ صرف د سېل سپاټې دپاره سفرونه نۀ کوي بلکې د دې سره سره يې بل څه لوی مقصد هم وي. د مثال په توګه هر کال خو او ستا يو نيم لکهه د يورپ اوسېدونکي په دې غرض هندوستان ته راځي چي دلته د ارزان طبي سهولتونو نۀ فائده واخلي او سېل هم وکړي، دې مد ته يې د Medical Tourism نوم ورکړی دئ. چي هندوستان ته ترې هر کال دوه بليونه (Billion) ډالره امدن راځي او دا سلسله ورځ په ورځ مخ په وړاندي روانه ده، همدا رنګه د مذهبي مفرسو ځايونو ضرورت زيات هم د سفرونو ډېره لويه برخه په برکښي نيولې ده، د مثال په توګه د حج او عمرې په مد کښې د سعودي عرب د کال امدن ۵. ۱۶ اربه ډالره دئ. شيعه زيارت کوونکي په تواتر سره دمشق، تهران، مشهد، کربلا او کوفې ته ځي. همدا رنګه د نورو عقيده او مذهبونو خلګ خپلو خپلو مذهبي ځايونو ته ځي او دې ته د Religious Turism نوم ورکړی  شوی دئ.

هسي خو چي څوک هم په سېل لاړ شي نو خلګو ته د خپل سفر او سېل کيسې اوروي، خو دا ده چي په زباني اورولو کښې ډېري نيمګړتياوي جوتي وي. ډېر لږ خلګ چي واوري او بيا يې د فکر نه ووځي همدا رنګه د اورونکي خوله هم ډېره د باور وړ نۀ وي، کيدای شي چي ځينې خبري يې پکښې د ځانه ور ګډي کړي وي. په دې حواله بيا د ليکوال ارزښت ډېر زيات دئ. هغه کولای شي چي دغه ليدلي کتلي تل دپاره په ليکلي شکل کښې خوندي کړي او يو زيات شمېر خلګ د لوستونکو په شکل کښې د خپل سېل په تجربو مشاهدو او معلوماتو کښې د ځان سره راشريک کړي. 

طاهر بونيری چي کوم رپورتاژونه پښتانه بيا پښتانه دي، ليکلي دي دا زښت زيات ارزښت لري ځکه چي ګوهر څو موږ پښتانه يو قام يو خو په بېلو بېلو انتظامي برخو کښې تقسيم يو. بلکې يوې يوې برخي چي مرکزي ټاټوبی هم دئ ته خو بغير پاسپورټ او ويزې بغير تګ ممکن هم نۀ دئ. دا ويش هسي څه د خدای دپاره هم نۀ دئ شوی. د دې په شا يو مقصد ؤ، او دئ. هغه دا چي پښتانه د يو بل نه بېل پاتې شي او د قامي وحدت امکان يې ختم شي. دا د هوښيار پېرنګي منصوبه وه او تر ننه پوري دوام لري. د بده مرغه په ښوونځيو (سکولونو) کښې هم د دې منصوبې ميراث خواره ناست دي او جماعت د عربي نمائنده نيولی دئ. د موجوده وخت د قام پرست سياست هم ډېره مزه نشته، نو ځکه هغه پښتانه ليکوال چي د قام په بده ورځ او په تقسيم پسې تقسيم باندي خوابدي او غمژن دي دا وظيفه په غاړه لري چي د پېرنګي د ناپاکه منصوبې د ناکامولو دپاره کار وکړي او خپله تاريخي فريضه سرته ورسوي.

قامونه په ډېر اوږد وخت کښې جوړېږي نو ځکه يې ورانول يا د مېنځه وړل هم ډېر اوږد وخت غواړي. زموږ د قامي وجود په دوه برخو کښې د تقسيم دوه سوه کاله قابو کېږي، خو پښتانه بيا هم پښتانه دي، خپل پښتني نفسيات او پښتني ټولنيز قدرونه يې ژوندي ساتلي دي خو د دې دا مطلب هم نۀ دئ چي ګنې د پېرنګي منصوبه ناکامه شوې ده او موږ دي په خواږه خوب اوده شو. زما په خيال د پېرنګي د منصوبې د ناکامۍ اعلان به زموږ خوښ فهمي وي ځکه چي که موږ د غفلت په خوب اوده پاتې شو نو د وخت په اوږدو کښې به هم هغه وشي څه چي پېرنګي غوښتل او يا يې اوس د هغوی ميراث خواره غواړي. نن هم يو شمېر خلګ چي ځان په دانشورو او قامي خواخوږو بولي په لا شعوري توګه داسي ټکي او اصطلاحات پکاروي چي د سړي زړۀ ورسره پرېوځي د مثال په توګه کابلۍ پښتو يا پېښورۍ پښتو يا د جنوبي پښتو يا قبائلي پښتو کابلی شاعر يا پېښوری شاعر يا اديب د دې قسمه بېلتون د مېنځ ته راتلو په شا هم دغه د پېرنګي منصوبه په نظر راځي. او د بده مرغه زموږ ځينې ليکوال د خپلو وړو وړو ګټو په خاطر دې ګناه کبيره ته ورلاندي وتي دي. تر دې پوري چي د لري او بري د پښتو د املا د يو شانوالي پر ضد يې هم بډي وهلي دي دغسي نوري هم ډېري خبري دي چي د کلکي پام لرني تقاضا کوي.

په نني وخت کښې د پښتنو بېلابېلو سيمو ته د اوړېدو راوړېدو په کړ کښې د ترهګړۍ په وجه ستونځي لا زياتي شوې دي او خبره دې ځای ته رسېدلې ده چي د خپلي خاوري او خپل وطن ناشنا ځای ته تلل په سر لوبي کول دي نو ځکه هغه د ميني د زياتولو وسيله هم تړلې شوې ده.

مينه په تلو راتلو زياتېږي                                          کله راځه کله به زۀ پېښه کومه

نو ځکه که طاهر بونيري دا زړۀ کړی دئ او د پښتنو بېلابېلو سيمو ته تلی دئ او د خپلو سېلونو ليدلي کتلي يې د خپلو قبلي واداتو سره په کتابي شکل کښې زموږ مخي ته ايښودلی دئ. نو پکار ده چي موږ تر ې استفاده وکړو او په هغه باندي شاباشي ووايو.

د کتاب نوم ته چي سړی وګوري نو يو شی چي طاهر بونيری چي چيرته هم تلی دئ نو د کوربنو نه يې ښه تاثر راوړی دئ او خوشحاله بېرته راغلی دئ. البته د کتاب نوم کښې د يو ټکي يعني" هم" کمی محسوسېږي زموږ په علاقه کښې دا خبره داسي کېږي، چي پښتانه بيا هم پښتانه دي. نۀ يم خبر چي په نورو ځايونو کښې به څنګه وي خو د کتاب د لوستو سره سړی لوی شي چي دا کليمه طاهر بونيري د يو شعر نه اخستېده، نو ځکه خبره بيا هم سمېږي نۀ ځکه چي د شعر د خپلو پابنديو له کبله کله کله ځينې روزمري، محاورې يا متلونه لکه څنګه چي وي هغسي نۀ ادا کېږي، بهر حال مطلب يې واضح دئ او سړی نېغ د ليکونکي زړۀ ته ننبا سي.

ما هم په افغانستان کښې اوه اتۀ کاله تېر کړي دي، د استقلال جشن مي څو واري په کابل کښې کتلی دئ خو حالات په ځای ودرېږي نۀ. کله چي طاهر بونيری په قندهار کښې چي څه ليکي هغه زما دپاره بېخي نوي دي. البته يو شی پکښې اوس هم په خپل زوړ رنګ به دې ته هم خيال شوی وي چي د استقلال جشن څۀ معنا لري او په دې لړ کښې به يې نور معلومات هم حاصل کړي وي چي ثواب يې د طاهر بونېري په ځولۍ کښې پرېوځي.

طاهر بونېری چي افغانستان ته ځي يا د هغه ځای د خلګو سره ويني ګوري نو فکر يې اخلي چي موږ د يوې خاوري او يو وطن خلګ يو. يوه ژبه وايو او د يو تهذيب لرونکي يو.  ولي بيا هم زموږ په مېنځ کښې دومره فاصلې دي چي د يو بل نه ناخبره يو. دې احساس زۀ هم ټول عمر خوړلی يم چي په تورخم کښې به خاصه دارو راوګرځولم او د پاسپورټ د اندراج به يې راته وويل نو خپل ټول تاريخ او بې وسي به مي مخې ته ودرېده:

ژاړم خپل ټوټې وجود ته ځای په ځای

زياره! چي کابل ته په تورخم ځمه

 

لکه پر دې چي په تورخم اوړم

ځم چي هر ځل په زړۀ کړم اوړم

کله چي طاهر بونېری په دويم ځل قندهار ته ځي او هلته د يو سندر غاړي ډاکټر د خولې نه د لري پښتونخوا او شاعرانو غزلي اوري نو ما د پېرنګي د منصوبې يو بل حقيقت ته متوجه کوي، او هغه دا چي زموږ د کورس په کتابونو کښې د هندوستان د شاعرانو اديبانو شعرونه او نور ادبي ليکونه په باقاعده توګه شا ملولی شي خو د پښتو د کتابونو په برخه کښې د افغانستان د شاعرانو او ليکوالو په ليکونو باندي پوخ قدغن دئ مطلب يې صفا او روڼ دئ چي که د هندوستان سره په تهذيبي توګه نږدې کېږو نو خير دئ خو چي د لري او بري پښتانه د يو بل سره د ليک لوست تر حده هم اشنائي حاصله نۀ کړي.

تګ راتګ ستونځي يې بې شمېره دي. نو په دې لحاظ هم زما په خيال طاهر بونېری د دې سيمو د خلګو د يو بل سره د پېژندګلو کولو هڅه کړې ده او د خپل خوند ناک ليک په زور په دې مقصد کښې کامياب شوی هم دئ. 

رښتيا خبره دا ده چي موږ پښتانه په پاکستان کښې هم د يو بل نه داسي لري ساتلی شوي يو لکه چي په بېل بېل هيواد کښې اوسېږو. دلته زموږ په علاقو کښې د جنوبي ضلعو ليکوال ډېره کمه پېژندګلو لري د پروفيسر رحمت الله درد، مجذوب صاحب او افکار صاحب غوندي د لوړي پای شاعران هم دلته د ګوتو په شمېر کسان پېژني او دا حال به هلته زموږ د دې سيمي د ليکوالو هم وي  نو ځکه که د طاهر بونيري کتاب موږ خپل دې کمزوري اړخ ته متوجه کوي نو دا هم په خپل ځای يو لوی کار دئ.

د طاهر بونيري د دې رپورتاژنو يو بل په زړۀ پوري او ارزښتناکه اړخ دا دی چي هغه په کوم ځای کښې هم زموږ قامي او اولسي کمزوري محسوس کړې ده نو خپله خبره يې ورباندي کړې ده که په قندهار کښې يې علم دوستي ليدلې ده نو د خپلي علاقې علم دښمني ور په زړۀ شوې ده او خبره يې ورباندي کړې ده. همدا رنګه د خپل قام بې سوادي يې قدم په قدم ژړلي دي او دا تډايي جذباتي نه شعوري ده ځکه چي په دې حقيقت اوس هر د شعور څښتن پوهېږي چي قامونه صرف او صرف د سواد په وزرو مخ په پورته تلی شي، طاهر بونيری په دې حقله دومره حساس دئ چي کله چي د پېښور پوهنتون ته ځي او په دې خبرېږي چي د دې پوهنتون تيګه عبدالقيوم خان ايښودې وه نو هغه يې په دې کار دومره په ذهن دا سورېږي چي د هغه په نۀ يادولو د پښتنو نه ګيله کوي. د طاهر بونيري په علم دوستۍ کښې هيڅ شک نشته خو زۀ چي هغه د کتاب دا ځای لولم نو په زهن کښې مي يو سوال راپيدا کېږي او هغه دا چي هغه سړی چي د خپلوذاتي ګټو په خاطر يې په خپل کتاب “Gold and Guns چي د هغه د ضمير اوازه وه، پخپله پابندي لګولې وه. د ايوب خان د مارشلا په دوران کښې چي بندي شو نو ډېره زر يې ليکلي معافې وغوښته او د سياست نۀ کولو کلکه وعده يې وکړه د اقتدار په نسته کښې يې په هغه چا سر په ټوله ګولۍ وورولې چاچي د پښتنو بچو له د تختۍ او قلم په غم کښې په ځان شپه او ورځ يو کړی وه. په خپلو ذاتي پېسو يې په سوونو سکولونه پرانستي وو او هم په دې تور کښې پېرنګي او بيا د هغه ميراث خورو په کلنو کلنو په جېلونو کښې ساتلي وو. ايا دغه سړی په سرکاري خرڅ د يو پوهنتون په تيګه ايښودو د دومره مرتبې خاوند کېدای شي چي دا ټولي بې ايمانۍ او ناپسندي يې سړی هېر کړي او د قامي اتلانو په صف کښې يې ودروي.

 په اخير کښې بايد ذکر شي چي طاهر بونيری دا رپورتاژونه د يو خاص مقصد دپاره ليکلي دي. مقصد يې نيک دئ نو ځکه يې هره خبره زړۀ ته لار کوي. او لکه زما چي يې څوک هم لولي نو په زړۀ کښې يې دا خواهش پيدا کېږي، چي ارمان چي ما هم داسي کړي وای يا مي وکړی شوې.  

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba