ليکوال:حافظ رحمت نيازى
د مجلې ګڼه:۹مه
د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵
اظهار الله اظهار، زبېر حسرت، اباسين يوسفزي، اسير منګل، مشتاق مجروح پروفيسر داور خان داود، قلندر مومند او سعيد ګوهر له اوږده بحثه را تېرېږم كوم بحث چي د دغو ليكوالانو د مضامينو او مقدمو په شكل كښې دومره كش خوړلى دى لكه د پټي خزانې يا اخونيانو او روښانيانو كشاله چي را منځ ته شوې وه، زۀ دلته نېغ په نېغه د هايكو لنډه پېژندګلوي او او د ډاكټر هرات خان ناصر د هايكوګانو په مجموعه خپله لنډه تجزيه وړاندي كول غواړم.
هايكو د جرمني ادب شعري صنف دى كوم چي له يوۀ اوږده نظم هائى كائي څخه په مختصر شكل كښې شاعرانو اړولى دى. د هايكو خپل اصلي شكل د سېلابونو او مصرعو په بنياد داسي دى چي لومړۍ او وروستۍ مصرعه يې پنځۀ پنځۀ سېلابونه لري او منځنۍ مصرعه يې اووۀ سېلابونه لري لومړۍ او درېيمه مصرعه يې هم وزنه او هم قافيه وي خو درېيمه مصرعه يې ازاده وي دغسې د وزن په اعتبار كه ورته وګورو نو د فعلن فعلن فع، فعلن فعلن فعلن فع او فعلن فعلن فع په وزن راځي، دا د اصلي هايكو اصلي شكل دى كوم چي په لومړي سر كښې پښتو شاعرانو خپل كړى دى، خو د جرمني ژبي د هايكو په ډول په پښتو كښې د ځينو ليكوالانو او شاعرانو په اند پښتو هايكو هم د شكل او هيئت له لحاظه ځان بدل كړى دى. او د اوولس سېلابيز شكل په څنګ كښې يو دېرش سېلابيز هايكو په دريو مصرعو كښې چي په وزن كښې سره برابري وي خو د رديف او قافيې په لحاظ ازادي او پابندي دواړه قسم راځي. هم دغه دويم ډول هايكو وه چي كله د پښتو شعري ډګر ته يې سر را ښكاره كړو نو ډېرو ليكوالانو اختلاف ورسره وكړ چي دا هايكو نۀ ده ازاد نظم دى يا دا چي ټپه وه نو د دې هايكو ليكلو ګرسره ضرورت نۀ ؤ. خو په دغه اختلاف كښې له جنوبي پښتونخوا يو دوه كسه ورګډ شول خو د شمالي پښتونخوا ډېرو شاعرانو په دغه اختلاف كښې وخت ولګاوه او ځينو ليكوالانو خو په ادبي ليكنو كښې د تمثيل په ډول دغو شعري صنفونو يعني هايكو او ټپې ته له موټر سايكل او ركشې سره تشبيه وركوله او ويل به يې چي هايكو چنداني صنف نۀ دى لكه ركشه درې ټېره لري او دوه سپارۀ تر ځايه رسوي تر دې خو ټپه ښۀ ده چي د موټر سايكل مثال لري او ډېر سوارۀ وړاى شي دا ډېر اوږد بحث دى خو ښۀ شو چي د جنوبي پښتونخوا ليكوالانو دې خوا ته توجه ور نۀ كړه كني نو هغوی به ويل چي موږ غاړې، چغيان او د اتڼ ځينې نارې لرو نو د هايكو ليكلو څۀ ضرورت دى او خاص كر بيا بلندۍ خو كټ مټ د هايكو خور ده، نو كه هايكو ته توجه وركړل شي نو دا خور به يې تور سرې پاته شي او اوس به ډاكټر هرات ناصر په دې ګورم اخته واى چي د هر چا د سوالونو ځوابونه به يې كول لكه هلته چي اظهار الله اظهار ورسره مخامخ شوى ؤ. خو بيا هم هغه خبره ده لكه د پټي خزانې او روښانيانو او اخونيانو اختلاف چي پښتو ادب ته يې ګټه ورسوله دغسې د هايكو په اړه چي كوم مضامين چاپ شوي دي يقيناً چي پښتو ادب ته يې تر څۀ حده ګټه رسولې ده.
د موضوعاتو په لحاظ هايكو هم د نورو شعري اصنافو غوندي پراخه لمن لري او هرې موضوع ته په خپله لمن كښې ځائ وركوي د بلابېلو شعري اصنافو په منځ كښې خصوصاً د څلوريځې، انګۍ، ټپې يا غاړي په ډول هايكو داسي غوره او خوږ رنګ اختيار كړى دى چي ډېر شاعران يې په غير شعوري ډول ليكي چي وروسته روغ كتاب ځينې جوړ شي، دا لا بله د خوند خبره ده چي د ظفر الله خان ظفر غوندي شاعران د مزاحيه شاعرۍ تنده هم په دغه خواږه صنف كښې ماته كړې ده. د هايكو د موضوعاتو په اړه محققينو ډېر څه ليكلي دي او د خپل فكر مطابق يې ليكلي دي چي له ځينو سره اتفاق كېداى شي او له ځينو سره اختلاف خو په موجوده وخت كښې د هايكو موضوع د شعري نورو اصنافو غوندي هرې موضوع ته په خپله لمن كښې ځائ وركوي او هغه چي شاعر په خارج كښې كوم څۀ وويني هغه داخل ته يوسي او د شعر په بڼه كښې يې د اولس د ترجمانۍ دپاره بېرته خارج ته وسپاري، هايكو هم دغه د اولس د ترجماني بڼه غوره كړې ده او د يوې مخصوصې موضوع دپاره نۀ ليكل كيږي لكه ځينې محققين چي وايي او د موضوعاتو عمومي بڼه موږ د محترم ډاكټر هرات خان د هايكو په مجموعه شنې لښتې كښې وينو.
ډاكټر هرات خان ناصر د جنوبي پښتونخوا د شاعري په ډګر كښې لومړى شاعر دى چي د هايكوګانو بشپړ كتاب يې ليكلى دى او د هايكو دواړه قسمونه يې په كتاب كښې شامل كړي دي دا چي تر كومه حده بريالى شوى دى، نو د فن په لحاظ كه ورته وګورو ډاكټر صاحب دواړه قسمونه د هايكو د تعريف په چوكاټ كښې اكثره پوره ليكلي دي، كه يې د سپوږمۍ واهي كتاب وګورو نو په هغه كښې هم دغسي واړه واړه نظمونه شته چي د هايكو تنده ورباندي ماتېږي خو هغه خبره ده چي په هايكو باندي يې خپل خوند كړى دى او په لنډو نظمونو يې جلا غوندي خوند كړى دى. دا چي د اولسي اصنافو شاعر ورک وي او د هايكو شاعر ټول عمر ژوندى وي نو ډاكټر هرات خان ناصر به هم په دغو هايكوګانو باندي ټول عمر ژوندى وي بلكې تر دې له مخه د سپوږمۍ واهي هم داسي شاعري وه چي د تاريخ په پاڼو كښې به يې د تل دپاره د هرات خان د نامه ساتلو دپاره وكالت كاوه.
په مجموعي لحاظ هرات خان ناصر د ټولني ګرځجن ماحول په ډېره ښه توګه هضم كړى او اولس ته يې د هايكو په ژبه كښې هغه څه وړاندي كړي دي له كومو سره چي د نن وګړى مخامخ دى. لكه چي وايي:
اوس داسي وخت شو
چي څومره ښۀ سړى وي
ژوندون يې سخت شو
مکيسد دې ښۀ وي
تكليف پروا نۀ لري
لار دي اوږده وي
په دغه هايكو كښې كټ مټ د دغه شعر ترجمه شوې ده چي:
كښېنه مه اخير رسي دغه لاره تر جانان
كوڅو كښې ازغي دي او ږغل دى پام كوه
ارواښاد سعيد ګوهر وايي:
ګرځم سرګردان لكه مېږى په كټوري كښې
زۀ په پوټوهار كښې يم زړګى مي په بوري كښې
ډاكټر صاحب وايي:
زړۀ ناكراره
لكه مېږى په جام كښې
نۀ يې وي لاره
د ايوب صابر مشهور شعر دى چي:
د عمل قوت پيدا كړه په خپل ځان كښې
په خبرو خو قامونه نۀ جوړيږي
ډاكټر صاحب وايي:
څۀ خو په كار دي څۀ كول په كار دي
هر يوۀ ژوندي ته د خپل ژوند دپاره
په تش ګايونو خو ژوند نۀ تېريږي
د پښتو شاعري د غزل په برخه كښې د ډېرو شاعرانو د شعرونو له مفهوم سره سم ډاكټر هرات خان ناصر هايكو ويلي دي او د اولس د ښې ورځې دپاره يې يواځي په نبض ګوتي نۀ دي ايښې بلكې د درمل هڅه يې هم كړې ده، او وايي:
وي ناكراره
سكون يې نۀ وي د زړۀ
د ګناهګاره
د شعرونو د سېلابونو د ضرورت له كبله كله كله هرات خان ناصر غير مانوسه او غير ادبي يا په نورو ټكو كښې د عامو خلګو ژبه كارولې وي او دا اندازه هم كله كله وشي چي شاعر د مقصدي شاعرۍ قايل ښكاري او لږ شعري ضرورتونه يې هم په شعر كښې ځائ په ځائ څركونه وهي كه څۀ هم په لږ كوشش سره دا شعري ضرورت له منځه تللى شو خو شاعر فكر ته اهميت وركړى دى ځكه خو يې يو دوې درې سره د پنځو پنځو سېلابيزو مصرعو هايكو هم ليكلي دي خو داسي هايكو يو دوه ځايه شته كېداى شي چي دا د كاتب غلطي وي يا د ډاكټر صاحب ورته پام نۀ وي شوى لكه دا هايكو:
كه ګرانه نۀ وي
هايكو ليكنه
اسانه نۀ وي
دغسې دا هايكو هم د ويلو وړ ده:
څنګه سودا ده
وي زر ګيلي يوه خندا
بيا خوښه ستا ده
د تورو تقدس بايد چي شاعر ته معلوم وي او هر تورى په خپل انځور باندي د كشيدې غوندي استعمال كړي خو له بده مرغه يا له ډېري چابكۍ ډاكټر صاحب د تورو استعمال په ډېر هنر سره نۀ دى كړى لكه چي دا خبره په شعر كښې كوي چي توبه كول اسان وي خو د ګناه پرېښول ډېر ګران وي ډاكټر صاحب دا خبره په داسي انداز كوي:
كارونه ډېر وي
دا مختصره ژوندون
له هر چا هېر وي
توبه اسانه
خو د ګناه پرېښوول
وي ډېره ګرانه
دغه توري په بله هايكو كښې داسي ليكي:
اول ډېر ګران وي
هر كار سوكه سوكه بيا
وروسته اسان وي
په ځينو هايكوګانو كښې يې خپله لهجه كارولې ده كه يې قصداً كړي وي نو د پښتو رسم الخط ادب او ژبي دپاره د تاوان باعث ګرځي او كه يې غير شعوري كړي وي نو په كار دى چي د لهجې خيال يې نۀ واى ساتلى، ځكه كه داسي هر څوک د لهجې خيال ساتي نو پښتو به له ليكوالانو پرته عام خلګ نۀ شي ويلاى او بيا خو به هر څوک د خپلې لهجې خيال ساتي نو په وزيري يا مسعودي لهجه به بيا د ځان پوه كولو دپاره د مېجر راورټي د ډكشنرۍ اې ډكشنري آف وزيري لينګويج هر وخت ليكوالان له ځان سره ګرځوي. د ډاكټر صاحب د لهجې د استعمال دپاره دا څو نمونې واورئ:
باور پرې څه ده
تېزې هوا ته پرته
د ژوند ډيوه ده
دا مجبوري ده
خپلو كارونو پسې
تګ ضروري ده
زما اندېښنه ده
ته ټېليفون را وكړه
كه درسره ده
چي اختر تېر شي
نكريځي څۀ كوي څوک
كه هر څو ډېر شي
څومره ګراني ده
بازار ته نۀ سمه تلى
جېب مي خالي ده
په پورتنيو هايكوګانو كي د تورو نامناسب استعمال له ورايه ښكاري چي د هيڅ وضاحت ضرورت نۀ لري او پوهان وايي چي نقد تر تخليق زيات اهميت لري زۀ د هرات خان ناصر په شعري فن تنقيد كول نۀ غواړم خو كله كله داسي شعرونه منځ ته راشي چي په هغو كښې لږ كج يعني كوږوالى وي د هغو وضاحت كول د ځان فرض بولم خو له ښۀ مرغه دا خبره هم نۀ شم نظر انداز كولاى چي ډاكټر صاحب په هايكو كښې يو نوى رنګ دا هم پيدا كړى دى چي په ځينو هايكوګانو كښې يې بشپړه ټپې يا د ټپې مفهوم را نغښتى وي او په ځينو هايكوو كښې ډېر كامياب ښكاري د يوې مصرعې له زياتوالي سره ټپه ډېره ښايسته شوې وي او د ټپې له راوړلو سره د هايكو ښايست هم يو په دوه شوى وي، خو زۀ نۀ پوهېږم چي ټپه په خپله هغه خوږ صنف دى چي په كوم بل شعري صنف كښې واوړي نو خوند يې يو په دوه شي لكه ځينې ټپې چي شاعرانو د ټپه ايز په صورت كي په مقفٰى انداز ليكلي دي او ځينې يې د ازاد نظم په صورت كښې ليكلې دي يعني د نظم وروستۍ مصرعې يې د ټپې له لومړۍ مصرعې سره تړلې وي دا هم يو جلا شكل او صورت لري خو د ډاكټر صاحب په هايكو كښې موږ وينو چي ځينې ټپې په خپله بشپړه وي خو ډاكټر صاحب چي كومه درېيمه مصرعه ورپوري كړې وي هغه هسي بې ځايه ښكاري د مثال په ډول دغه دوې هايكو د لف و نشر مرتب په بنياد وګورئ:
چي عمر تېر شي اشنا هېر شي
زړه ټپه را يادوم د پښتو
ستا دي قسم وي ما به نۀ هېروې
دې ستا يادونو
دلته پاخۀ واړول
لكه كورونو
څومره وخت تېر شو
نۀ مي له زړۀ ووتو
نۀ مي يار هېر شو
نۀ ورختى شم
د اسمان ستورى جانان
نۀ صبرېداى شم
په لنډه توګه به ووايم چي دا هغه هايكو دي د مختلفو ټپو غوندي رنګ لري، له دې هري هايكو سره يوه يوه ټپه راوړل مناسب نۀ ګڼم ځكه چي د دغو هايكو مفهوم په ډېرو عامو ټپو كښې بيان شوى دى او هر هغه څوک چي لږ له ټپې سره اشنايي لري هغه به دغه ټپې خپله لټولاى شي. دغه په هايكو كښې د ټپو له مفهوم راوړلو سره سره ډاكټر صاحب په ځينو هايكوو كښې د پښتو متلونه چي د مشرانو د كوټلې تجربې په رڼا كښې ويل شوي دي هم د هايكو په بڼه كښې وړاندي كړي دي د مثال په توګه:
يا خو كلا وي
د انسان خپله ژبه
يا خو بلا وي
يو وار يې زده كړه
د پښتنو متل دى
وروسته كوزده كړه
په اخير كښې خپل مضمون په دې را لنډوم چي ډاكټر صاحب د پراخي سينې او روڼ تندي خاوند او په انسانيت مين شاعر دى د نسلي توپير ګرسره نۀ دى قائل، د انسانيت دپاره د ښۀ ژوند د څركونو امېدونه لري، د شعر ژبه ډېره خوږه ده او په شعر ليكلو كښې خپل سټايل او انداز لري، د ښو شاعرانو له قطاره يې كله هم څوک نۀ شي ايستلى او له شعر ليكلو سره د جنون تر حده مينه لري. تخليقي قوت يې په ځواني دى د اظهار ژبه يې ډېره خوږه ده اكثره هايكو يې په خپل ذات كښې بشپړه دي د ډېرو هايكو له راوړلو ډډه كوم خو د نمونې دپاره يې دا څو هايكو د لف و نشر غير مرتب په انداز واورئ:
ستاسي د كور په لاره نۀ تېرېږم
زړې خبري را په ياد شي ټولي
ځكه بيا ټوله ورځ خوابدى ګرځم
چي په رښتيا وي
دوستي يې ډېر خوند كوي
كه د هر چا وي
پايله بې دا شي
بدلون راوړونكې هوا
به دلته راشي
په دغه دور كښې كمزورى مه شې
دغه دنيا اوس د ځنګله غوندي ده
د بل خوراک شوې كه كمزورى شوې ته
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ