ليکوال:فېصل فاران
د مجلې ګڼه:۹مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵
د ډېر پخوانه د تيروتني په صورت منلې شوې ۔ ځکه چي موږ ګورو چي غزل په وزن د بدل دی چي وړۍ ورېشلو ته وايي۔ لکه عربۍ کښې ويلای شي غزلاً و اغتزل۔ ولي ښځو سره ګپ شپ دپاره د غزل توری په وزن د منزل دی ۔ کېدای شي د دې غلط صفت بنياد د يوبل توري الغزل په وزن د الا هل وي۔ چي هلته د "ز" ټکی زير په زبر بدل شوی وي يعني مکسور نه مفتوح شوی وي۔که داسي وي نو بيا دا د عرب لغت پوهانو د مصلحت يو مثال دی خو اصولاً غلط دی۔ د لساني مصلحتونو لفظي مثالونه او د ځان ته جوړ کړی شوي جعلي توري په عربۍ کښې بسيار موندلی کېږي چي د هغې دپاره د مصنوع او موضوع غوندي اصطلاحات پکارولې شوي دي۔ ځکه خپل اصل کښې دغه توری هم هغسي معنو کښې پاتي شوی نۀ ښکاري، نو دغه بل معنويت يې په درباري فضاء کښې وده موندلې ده که موږ اوګورو د وړۍ ورېشلوعمل د خپل معنويت له رويه د ستړيا او کړاک له مخه د شعري تجربې د هغه ذهني مشقت او رياضت سره سم دی د کومي په هکله چي يو شاعر وايي
په اسمان د ګڼو ستورو شمار کول دي
شعر هسي نۀ جوړېږي دماغ غواړي
اوهم دغه روڼ حقيقت نوی نفسياتي، لساني او عصباني څېړنو هم په ګوته کړی چي شاعري د زړۀ نۀ بلکې د دماغو کار دی او تخليقي تجربه په نورو معنو کښې د فکري فعاليت دويمه نامه ده۔ يو خوا د غزل دا زوړ صفت اوبل خوا د غزل پراخ ماهيئت دواړه د يو بل په ترڅ دي۔ د غزل ماهيئت هره زمانه کښې دخپل دغه صحيح صفت يعني د وړۍ ورېشلو پاسداري کړي او د چاپېرچل د اغيزې نه لېري نۀ دی پاتي شوی. د تصوف نه تر جديديت پوري پړاؤ په پړاؤ تګ کښې يې د ماهيئت جوړښت ځان کښې بلها زمانې فکري اثرات راځائ کړي او هم دغسي دا خبره يې سمه ګرځولې چي دا د ښځو سره د ګپ شپ نامۀ نۀ ده ولي د وړۍ د ورېشلو غوندي يو پېچيده او ستړی د کړاک ډک عمل دی چي د غزل پال نه د پوره ذهني بوښتيا غوښتنه کوي۔ د غزل په هکله بله تېروتنه د مودو راهسې دا هم راروانه ده چي دا د هوسۍ هغه کريکه ده چي په تازي سپوکښې د ګېرېدو په وخت يې د خُلې نه اوځي ځکه له دې تصورله مخه دا قسمه شعرونه ويل کېږي۔
د غزال غوندي مي زغل دی هره کريکه مي غزل دی
د غزل د جوړولو کيفيت هم د هوسۍ غوندي په خوب کښې ترهيده دي
خو دلته دا تيروتنه فارسيوانو کړې چي غزل يې غزال يعني هوسۍ سره تړلې هوسۍ (آهو،مرګ،چکارا، هرن) چي غزال ګڼلې شوې نو دغه تېروتنه بيا تر اوسه تکرارېږي خو عربۍ کښې غزال هوسۍ ته نه وايي بلکې د هوسۍ بچي ته وايي او يا صحرانۍ سوۍ ته ويل کېږي۔ که موږ اوګورونو د هوسۍ په بچي اوسوه کښې هم داسي څه مشابهت نۀ ښکاري سيوا يې د معصومتوب نه چي دا لفظونه دي خپلو کښې ګډ وډ شي، ځکه دا امکان لېري نۀ دی چي محض د غلط فهمۍ د وجهې دي د هوسۍ بچي ته د غزال دغه لفظ ورکړی شوی وي۔ داسي مثالونه ژبو کښې موندلای کېږي لکه د پښتو ګډ په انګريزي ژبه کښې د ګوټ په شکل کښې موجود دی او په کوزه پښتونخواکښې ليوۀ خنزير دپاره او بره پښتونخوا کښې شرمخ دپاره ويل کېږي. دغسې قبائيلو کښې بيزو شادو دپاره او سمه کښې بيزه بيزې دپاره پکارېدونکی توری دی۔ بيا د هوسۍ دپاره خپل توری عربي کښې ظبي دی۔ دومره هم خيال نۀ دی ساتل شوی چي هوسۍ د دښتي او د شګو ځناور نۀ دی بلکې د غرئيزو سيمو ځناور دی ځکه پښې يې هم د غوا مېښي، پسه او بيزې غوندي کُهر لري۔ د دې په مقابله کښې د سوۍ پښې د اوښ غوندي وي چي په شګو کښې د تلو دپاره مناسبي وي۔ اګرکه عرب کښې څه ځايونو کښې ځنګلي او غرئيزي سيمي هم شته چي هوسۍ پکښې ژوند کولای شي خو د عربو جزيره نما دښته د نړۍ لويه اوچه او توده دښته ده چي د هوسۍ دپاره پکښې ژوند ناممکنه دی البته سوۍ پکښې ژوند ځکه کولای شي چي دا ځمکه کښې دننه سوړو کښې اوسېږي۔ او ټولو نه اهمه خبره دا ده چي هوسۍ داسي قسمه غږ نۀ را اوباسي کوم ته چي غزل ويلای شي۔ دغه غږ سوۍ هغه وخت را اوباسي چي کله ځان په خطره کښې اوويني۔ دا اواز بېخي داسي وي لکه يو وړوکی ماشوم چي فرياد کوي او بنيادم په خواشينۍ مجبوره کړي ځکه دغه دواړه تېروتني بايد اوس درستي کړای شي۔
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ