ليکوال:عادل اڅکزی

 د مجلې ګڼه:۹مه

د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵

 چي د هلمند د  نادرعلي اولسوالۍ د يودېرشم  غربي  کليوالي سيمي زين الله ستانکزي  په قلم ليکل شوې ده له نېکه مرغه  ما د نيمي ورځي په اوږدو کښې په يوه  ناسته کښې ولوستله

د نثري ليکني ژبه يې ساده او روانه ده ، د نوموړي سفرنامې د لوست پر مهال مي د يوه  لوستونکي په حېث  د کتاب   لوستولو ته لا نوره تلوسه پيدا کېدله ، دهمدې سفرنامې د لوستلو په وخت کښې ما داسي احساسوله  لکه زۀ چي  د سفر  نامې د ليکوال سره په دې سفر کښې ملګری يم  ، د ياد کتاب د بشپړه لوستلو وروسته اوس داسي احساسوم لکه ماچي هم دغه ذکر شوي ځايونه  له  نژدې  ورسره  ليدلي  وي.

 دبرطانوي اليسټر  ټوکي او ټکالي (ديوۀ ملګري د وېزې  د نۀ لګېدو په  خبر  ټول ملګري خواشيني کېدل او بيرته وضعي ته په پام سره  سمدستي وروسته بيا د ټولو ملګرو  د وېزو د  لګېدو زېری  يو ډول له خوښۍ څخه برخمنه فضا رامنځته کوي)

  د هېواد په سُهېل لوېديځ  سيمو کښې له ډېرو مودو څخه   د  ودونو پر مهال  بابولالي مروجه بڼه خپله کړې ده ، که زۀ تېروتی نۀ وم  د بابولالي په يوه کړۍ کښې ښځې داسي وايي 

داسي زوم مي در وستلی

 چي تر ناوې ښائسته دئ

 تۍ په خوب نۀ دئ ليدلی

بابولاله ، لاله  زما د جان وای

خو زما په خام فکر  زۀ دلته خبره برعکس ګڼم، هغه داچي له اليسټر څخه مېرمن عليس زما د نظر  په  ټاکنيز عدالت کښې البت  د صورت په برخه کښې د ښکلا په نزاکت پوښلې جايزه  وګټله ،نۀ پوهېږم چي د سيرت په برخه کښې به کوم څوک د جايزې د ګټولو حقداره وي؟      

د ابوظبۍ په پنځه ويشت پوړيزه  رسټورانټ کښې لاندي د سمندر  و خواته  د اوبو په حوض(تالاب) کښې د همدې حوض  د مسؤل  پر ممانِعت سربېره  په خپلسري ډول د سفر د ملګرو  لمبېدل ښه او پرځائ  شوخي ګڼم.

د ابوظبۍ د لوی او نوي تاريخي جامع مسجد ننداره په زړۀ پوري وه ، که څه هم  څه ناڅه اړين او پر ځائ معلومات  په سفرنامه کښې  قلم بند شوي وو خو زما د معلوماتو تنده  په پوره ډول  پرې ماته نۀ شوه.

د ابوظبۍ د شنۀ او راڼه سمندر غاړي  ته  نژدې تاريخي سيمه  او  ورپکښې  په  يوې  زړې  تاريخي  ودانۍکښې زاړۀ تاريخي اثار او توکي  په زړۀ پوري په  دې  راته  و ايسېدل چي زموږ  له تاريخي او زړو  توکو سره يې ورته والی درلود.

د لندن لوی تاريخي ښار چي يوې خواته زړې پخوانۍ ودانۍ او  دنګي عصري ماڼۍ،ډېر نفوس،پراخ اوشنۀ پارکونه لري بلي خواته تنګي کوڅې ، صفا چاپېريال ، له سولي څخه  برخمن ژوند او  له اړتياوو سره سمي او پر ځائ اسانتياوي  که  لوستونکی  په مادي لحاظ له خپلي شاته پاته سيمي سره پرتله کړي رښتياهم په ژورفکر کښې به  يې  لاهو کړي.

د غرب مادي پلوه ټولنه که يوې خواته ورځ تر بلي  د پرمختګ مزل  ته  دوام  ورکوي  نو و بلي خواته  د وګړو د وخت  د نۀ درلودلو له  امله  آن  د مور  او  د لور، د پلار او د زوی  غوندي نژدې او مقدسي رښتې د نۀ اِرتباطاطو له  مخي  خورا ورپکښې  پيکه شوي دي، چي هلته يې  اذاد انساني طبيعت ته لويه صَدَمه رسولې ده.

 که يوې خواته هلته ډيموکراسۍ او د بيان اذادۍ مثبتي پايلې لرلي دي نو وبلي خواته  يې منفي اغېزې هم سړی له ورايه په بېلابيلو اشکالو کښې درکولای شي چي بعضو ته  يې په دې سفرنامه کښې څه نا څه  ګوتنيونه شوې ده.

د بريټش موزيم جالبه لوی موزيم دئ ، پر لسګونه جريبه  مځکه يې د موزيم  ودانۍ جوړه شوې ده، بله لا داچي د نړۍ د بېلابيلو هېوادونو څخه  تاريخي اثار په يوه نه يوه لار  ورته راوړل شوي دي.

ما يو  وخت له يو چا څخه واورېدل چي زموږ له جګړو ځپلي  مېړني هېواد (افغانستان)   څخه هم بې شمېره تاريخي او لرغوني اثار په غېرقانوني ډول د قاچاک له لاري  د کورنيو لوټمارانو په  وسيله  د څو پونډه په بدل کښې چي  د ملت ګډه تاريخي شتمني وه ، تر بريټش موزيم لندن پوري رسول شوي دي.

د ماضي دغه کړغېړن ملي خيانت که افغان ژورناليستان په ګډه د خپل مسؤليت له مخي د څېړنيز ژورناليزم  په رُڼا کښې په صادِقانه ډول وڅېړي فکر کوم د خپل رسالت حق به يې د يو کم مِقدار  په اندازه  پر ځائ کړې وي او ورسره به يې خپل ملت او خپل تاريخ ته حقائق وړاندي کړي وي ، ډيره  موده وړاندي مي  د يوې رېډيو د څپو څخه  په يوه پښتو خپرونه کښې راپور اورېدی چي ورپکښې د پاکستان د پخواني وزيرداخله نصرالله بابړ مرکه هم   په پښتو کښې  خپره سوه، خبريال د نصرالله بابړ څخه  وپوښتل  چي ستاسو سره په خپل شخصي کور کښې د افغانستان د موزيم ډېر زاړۀ او پخواني اثار خوندي  پراته  دي  دا تاسو څرنګه لاس ته راوړل؟  نصرالله بابړ په ځواب کښې ورته وويل چي هو دا خبره  دروسته ده  دا زاړۀ او تاريخي اثار ما په بيه رانيولي دي که يې څوک قيمت راته راکړي زۀ به يې بېرته  ور وسپارم ،

فکر کوم چي ژباړونکی ناصر رسولي به  د يوې جدي ستونزي له امله په لندن کښې د تابِعت  د تر لاسه کېده په موخه پاته شوی وي  اليسټر ګله : تۀ او ستا  لوړپوړي  ملګري  خاطر مۀ مانده کوی،  ناصر رسولي خو تاسو ته د ژباړونکي په صِفت خدمت تر سره کاوی د دۀ دغه خدمت  و دۀ  ته  وهم  ، د مرګ جدي ګواښ او د سر خطر  ور پېښ کړ ، ځکه هلته په لندن کښې  پاته شو  دا سړی مجبوره ؤ بله چاره يې نۀ درلودل ، تاسي دومره بې وفا ياست  چي د خدمت په بدل کښې سړی د مرګ  وکندي ته ورټېل وهی؟ دا څرنګه بشر دوستي ده؟

ټپه

څوک په رضا له ملکه نه ځي

يا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه

زه  تر لوستلو وړاندي   د کتاب د نامه په اړوند په دې اند وم چي شل ساعته شپه به هسي د سفرنامې د ليکونکي لخوا د خپل کتاب لپاره يو تصّوراتي  ايښودل شوی نوم وي، خو چي کله د لوستلو په وخت کښې د کتاب دونيوي يمي پاڼي ته ورسېدم نو راته معلومه شوه چي ليکوال د ماښام  شاوخوا پنځه بجې له پلازميني کابل څخه  د الوتکي په توسط حرکت کړی دئ ، سهار  تر لمر ختو وړاندي  د متحده ايالاتو  پلازميني واشنګټن ډي سي نړيوال هوايي ډګر ته  يې الوتکه کښته شوې ده ، د شپې د اوږدېدو لامل يې دا ښودلي دي چي د ماښام په ابتدا کښې يې له شرقي ښار کابل څخه سفر پېل کړی.  په  درې ساعته  کښې دوبۍ ته رسېدلی،بيا يې په دوبۍ کښې  ماخستن مهال درې ساعته انتِظار  ايستلی  له دې څخه وروسته يې له دوبۍ څخه تر غربي ښار  واشنګټن پوري څوارلس ساعته پرله پسې  هوايي سفر کړی دئ ، دغه د سفر ساعتونه چي سره جمع  کړل سي نو ټول ټال شل ساعته ترې جوړېږي ،

د ورجينيا په دُنيا نومي هوټل کښې افغاني خواړه لکه يخي شلومبې،غلمينه ډوډۍ او د وريجو کابلی پلو نوشي جان کول په دومره لېري ولات کښې پر داسي خوړو پېښېدل څه  د معجزې څخه په کمه نه ګڼم. په همدې هوټل  کښې چي کوم سپين ږيري افغان چي سر يې د زړښت له امله کپېدی او سګرېټ يې هم لګولی ؤ ، خپله  دېرش کلنه امريکايي لور هم ورسره   په څنګ کښې وه ، دې سپين ږيري افغان مسافر  چي پر بين المللي سياسي موضوع کومي خبري د ليکوال او د دۀ د سفر له ملګروسره د هوټل په عادي مجلس کښې کړي وې   سراسر  يې د حقيقت څخه برخمني ګڼم زموږ د جنګ ځپلي هېواد درې ازلي خارجي دوښمنان يې په ښکاره ډول ورته ښودلي دي بايد هر افغان په دې وپوهېږي.

د واشنګټن په ميوزيم کښې د ژورناليزم په برخه کښې د نړۍ د مُهمو پيښو خبرونه ، پخوانۍ وډيوګاني ، عکسونه،د انقلابونو او لويو مشهورو جګړو معلومات او دغه راز د نړۍ په بېلو برخوکښې  د اتۀ  سوه  يويشت  وژل شوو خبريالانو عکسونه چي زموږ  د هېواد  د  ډېری خبريالانو په ځانګړې توګه  د ځوانيمرګ  عبدالصمد روحاني عکس هم پکښې لګول شوی ؤ، په هغه وخت کښې چي ما د هلمند د لښګرګاه د سيمي د ځوان او فعاله فرهنګپال او د بي بي سي پښتو خپروني د هلمند ځايي خبريال عبدالصمدروحاني د وژل کېدو خبر او عکسونه د انټرنيټ پر نړيوال جال د پښتو په بېلابېلو وېبپاڼو کښې تر سترګو تېر شول خدائ ( ج) شته ډېر خواشينونکی اغېز  يې راباندي وکړ ، دغه خواشينونکی اغېز څو مياشتي په پرله پسې ډول  زما پرذهن  غالب وو لکه زۀ چي د عبدالصمدروحاني بېخي نژدې کورنی قريب يم،حال داچي ما په ژوند کښې نۀ روحاني ليدلی ؤ او نۀ مي خبره ورسره شوې وه او نۀ مي هم شناخت ورسره درلودئ ، ويل کېږي چي د هلمند د سيمي د نورو  وتلو  فرهنګپالو  اشخاصو شاعرانو او ليکوالانو  په شمول  چي  تر څنګ يې روحاني هم په دې هڅه او تکل کښې ؤ چي په هلمند کښې د نورو سيمو په څېر کلنۍ دوديزه پښتو مشاعره رامنځته کړي ، چي  په ډېر اخلاص سره د ګډ زيار ګاللو وروسته  د هلمند ادبي ملګري پخپل مثبت معنوي عزم کښې کاميابه شول ، د دې خبري شاهدي هر کال د هلمندسيند دوديزه کلنۍ پښتو مشاعره ورکوي چي د نېکه مرغه موږ هم دوه ځله برخه پکښې اخيستې ده او هر کال د هېواد وتلي  پښتانۀ  شاعران له خپلو سيمو څخه ورته رابلل کېږي.

د متحده ايالاتو مونتانا نومی ايالت  چي د امريکاخپل پخوانی توخم سورپوستي وګړي په ډېرشمېر کښې ور پکښې اوسي که يوې خواته کرهڼيزه سيمه ده  و بلي خواته بيا خورا يخ زوڼې سيمه  هم  ده . په  دوبي  کښې سيلانيان په دې موخه په ګڼ شمېر کښې  ورته راځي چي د ګرمۍ په موسم کښې له سړې هوا څخه خوند واخلي او بل د دې سيمي د شين ګښتيو په ليدلو سره ذهني هوساينه ترلاسه کړي ، په ګرمي کښې دلته  د سيلانيانو ګڼه ګوڼه د ځايي خلګو پر اقتصاد او روزګار مثبت  اغېز شيندي ، خو زموږ د مسافرو نصيب دلته د ساړه ژمي په جوبن کښې شوی وو ، چي د دې سيمي ځايي وګړي لا  د ژمي په ساړه موسم کښې  وبلي ګرمي سيمي ته په کډه کولو مجبور ېږي.

د مونتانا د خلګو دغه خويه مي زښته زياته خوښه شوه چي  دوی نۀ يواځي دا چي علم دوسته وو د دې تر څنګ يې د علم ارزښت هم خورا په ديقت له نژدې پېژندلی ؤ، بېخي د پام او فکر وړ خبره خو لاداچي د دې ايالت والي  زموږ دې مسافرو هېوادوالو ته  ويلي وو چي د امريکا ټول خلګ په ځانګړې توګه د مونتانا اوسېدونکي زده کړي ته زيات ژمن دي، پوهنتونونه لري ، په هره سيمه کښې ښوونځي لري،دا يې هم ورته زياته کړې وه  چي په دې ايالت مونتانا کښې يؤ کلی دئ چي شاوخوا لس کورونه پکښې اباد دي په دې کلي کښې يواځي يو کوچنی ماشوم شته خو دوی ورته  يوه لومړنۍ ښوونځۍ  جوړه کړې  چي درې تنه يې ښوونکي ، ملازم ، مدير او ټول پرسونل لري، خپل معاش اخلي ، والي پخپلو خبرو کښې دا هم ورته ويلي وو چي نور ماشومان هم په دې کلي کښې شته خو هغه اوس په منځنۍ او لوړو  ښوونځيو کښې په زده کړو بوخت دي.

که د نړۍ د پر مختللوملتونو د پر مختګ اسباب ولټول شي نو پايله به يې دا راووځي چي دوی به زده کړي له لومړي صنف څخه بيا تر لوړي کچي  پوري په خپله مورنۍ ژبه کښې کړي وي او اوس مهال هم خپل تنکي نسلونه ترې برخمنوي.

د ننني عصر د سيمئيزواوملي مشرانو  مسؤلانه دنده جوړېږي چي د خپلو خلګو او اولس  رُخ  د  زده کړو او بيا هم  په پرله پسې  ډول  د زده کړو  وخواته  راواړوي ، دا يو منل شوی حقيقت دئ چي بې له زده کړو د ملت  پر مختګ ناشونی دئ.

ليکوال ليکي چي نيويارک ښار  هلته خلګو په لېوني ښار مُسما کړی وو. د دۀ په وېنا چي کله دلته له الوتکي کښته شو او له  ميدان هوايي څخه دباندي راووتلو  يو افريقايي موټر چلوونکی چي دلته يې دنده لرله زموږ انتِظار يې کاوی. په پېل کښې مو لا جنجال  ورسره راغلی ، لامل يې نۀ دئ ښودلی چي پر څه يې  د خُولې خوند ورسره بد شوی  دئ؟  د اويا،سلو او يوسلوشل پوړيزو دنګو ودانيو  د  ډېرښت  او پر سړکونو  د زياتو موټرونو د ګڼي ګوڼي له امله  د ټرافيکي لارو د بندېدو پر وخت  موټر چلوونکو يو او بل ته په  لوړ اواز  ښکنځلو سره زموږ د نابلدو مسافرو سرونه په لومړۍ ورځ لا سره  ګرځولي وو ، بله ستونزه لا دا وه  چي پلي مزل هم ورپکښې ستونزمن ؤ. خلګو به  د خپلو زياتو بوختياوو   له امله پر  پلي لارو  په ګڼه ګوڼه کښې  منډي وهلې او ورسره به  هره ورځ  په پلي لارو کښې جنګونه ،غلاوي ، له لاسه د بکسې او د غوټي تښتولو پېښي   زياتي تکرارېدې  ، ليکوال که دلته ټرافيکي ستونزي تر کابل بدتري ګڼي ، خو فکر کوم  فِضا به يې بيا داوسني کابل تر فَِضا په څو کرته  صافه او شفافه وي ، چي کله زۀ  لومړی ځل په ۲۰۰۵ميلادي کال  کابل ته  د يوۀ بل دوست په ملتيا په سېل او تفرېح  د کابل جان د ليدني په موخه چي ستره ارزو مي وه  ولاړو،  چي کله ما د کابل  پرهر  پرهر  په وينو ککڼ   زخمي وجودله نژدې پخپلو سترګو وليد نو څو څو ځله مي د کابل پر ورانيو  په بې اختياره ډول  له سترګو څخه په تکرار سره  اوښکي وڅڅېدې.

 نيويارک ټايمز انګليسي ورځپاڼه چي دنړۍ د مشهورو او وتلو ورځپاڼو په ليکه کښې درېږي ، په اړه يې معلومات خورا جالب راته وبرېښېدل ، د دې ادارې دُوپنځوس پوړيزه ودانۍ چي لومړي شپُږويشت پوړه يې  د نيويارک ټايمز لپاره په کار اچول شوي دي او هغه نور لوړ  پوړونه  يې وکيلانو او نورو کسانو ته په کرايه ورکول شوي دي، د غه ورځپاڼه هره ورځ پنځوس لکهه کسان ګوري ،څومره چي يې نوم لوی دئ هم دومره يې کار او فعاليت زيات دئ،يواځي په ليدولو يې سړی منلی شي چي څومره کارمندان ، څومره ځائ او څومره امکانات لري.  د يادي ورځپاڼي دفتر په نيويارک ښار کښې دئ، مخکي به د دوی پر وېبپاڼه دغه ورځپاڼه وړيا کتل کېده خو اوس يواځي يو کس کولای شي شل مقالې وګوري د يويشتمي سره لګښت پرې راځي،نيويارک ټايمز ټول ټال پنځه زره کسان کارکوونکي لري چي دوه زره  دوه سوه يې دلته په ودانۍ کښې دنده تر سره کوي، لسګونه اډيټران  او راپورټران يې له هر ډول امکاناتو څخه برخمن دي، د نيويارک ټايمز  ودانۍ د يوه ډېر مسلکي انجينئير له خوا داسي ډيزاين شوې ده چي ټوله  دُوپنځوس پوړه ودانۍ په ښيښه باندي پوښل  شوې ده او معنا يې دا ده چي د ژورناليزم په وظيفه کښې به دا ډول صفا کار  کوی،  د هيڅ اړخ طرف به نۀ نيسی ، په پټ او  تياره کښې به څه نه پرېږدی په خپل مسلک کښې به بې پرې (بې طرفه) ياست، چي کله مي  په کتاب کښې د نيويارک ټايمز په اړوند معلومات لوستله   نو زموږ د چمن  د سيمي اکثره اوسني مادي پلوه  ژورناليسټان مي سترګو ته جګ ودرېدل هغه په دې دلته په چمن کښې چي موږ ځايي اديبان کله نا کله په نۀ اِمکاناتو او په خورا ستونزو ګاللو سره  ادبي سيمينار او مشاعره دايروو  نو له دباندي څخه هم مېلمانه ليکوالان او شاعران  د بلني پر اساس برخه پکښې اخلي ، تاسو ته  ښه  معلومه ده چي دلته په سُهېلي پښتونخوا کښې پر مېښت پښتني اُولس باندي   د تاريخ په اُوږدو کښې  پردۍ  ژبه اُردو په جبري ډول تپل شوې ده ، دلته  د اساسي قانون له مخي اُردو ملي ژبه ده،په ټولو دولتي ادارو کښې اُردو او انګليسي ژبو رسميت  خپل کړی دئ، دلته چي کومي ږغيزي ، چاپي او تصويري  رسنۍ  فعاليت کوي اکثره په اُردو خپرېږي ، موږ  ځايي اديبان چي کله ادبي غونډه او مشاعره دايروو نو د چمن د سيمي ژورناليسټان چي د بېلو اُردو ژبو رسنيو  محالي استازي دي ، هر يوه له  د دوی خپلو دفترونو له چي په دې ښار کښې پر  بېلو بېلو واټونو موقعيت لري ، د ليدني په غرض  ورشو.  پخپل لاس   بلنليکونه ورته وسپارو ، خو دوی کورښادي  د نورو په چربه او  خوشمړو اموخته شوي دي. دپښتو ادب  په خړو پړو غونډو  اومشاعرو کښې ګرسره ری لاهم نۀ وهي ، ادبي فعاليت هسي يو عبث کار  ورته ښکاري ، موږ  پر نۀ راتګ  سربېره بل ځل  وبلي غونډي ته خدای (ج) شته بيا بلنه ورکړو خو  د تېر په څېر بيا رانشي. دا ډول موږ دوی په تکرار سره رابولو خو دوی په تکرار سره زموږ بلني پر مځکه غورځوي ، چي دوی په نۀ راتګ  نۀ شرمېږي نو موږ  د چمن ادبي کهول  په بيا بلنه ولي وشرمېږو؟ موږ د دې مجبورۍ له مخي دوی ادبي غونډو ته رابولو چي د دې ادبي غونډو او پښتو مشاعرو ږغ  د  دوی  د رسنيو په مټ تر ډېرو نورو ناخبرو کسانو پوري  ورسېږي ، ترڅو خلګ زموږ  د سيمي په ادبي فعاليت نه يواځي داچي خبر شي تر څنګ يې  د پښتو ادب  ارزښت  هم  موندلی وي، د چمن د ژورناليسټانو د نۀ همکارۍ له امله موږ د خپلي هري ادبي غونډي راپور  پخپل لاس په اُردو ژبه په مُفصل ډول قلمبندوو بيا يې د غونډي د انځورونو په شمول  د اُردو ژبو  ورځپاڼو مرکزي دفترونو ته لېږو چي د کوټي په ښار کښې موقعيت لري ، وروسته تر دې ستونزمنو  پړاوونو  بيا  زموږ  ادبي  راپور  په مټي سر  په  خټي  په  اُ ردو  ورځپاڼو کښې  چاپ شي ، نه پوهېږم چي د نيويارک ژورناليسټان به هم پر بلنه سر بېره د خپلي سيمي ادبي سيمينارونو ته نۀ  ور ځي  که څنګه؟ دلته دا پوښتنه هم سر راپورته کوي چي يواځي د چمن اديبان د خپلي سيمي د ژورناليسټانو د ميرني چلن سره لاس او ګرېوان دي که نوري سيمي هم د دا ډول ستړي ادبي يون  سره مخامخ دي؟

  دغه شپږ کسيزه پلاوی چي درې تنه نارينه او درې تنه ښځينه ژورناليسټان وو په نيويارک کښې هغه  دوو سوداګريزو ودانيو ته هم  ورغلي چي  د  ۲۰۰۱ميلادي کال د ستمبر د يوولسمي  د  بريد پر مهال وراني شوي وې ،  د دې ودانيو پر ځای اوس  څلور دنګي ودانۍ رغول شوي  دي.

د ستمبر د يوولسمي  پېښي په اړوند دوه نظرونه  وجود لري  يو يې دا دئ چي پر ياده نېټه باندي  پر واشنګټن او نيويارک بريدونه  د نړيوالي شبکې القاعده لخوا د سنجول شوو پلانونو څخه ګڼل کېږي ، بل نظر دا دئ چي دغه بريدونه پخپله  د امريکا استخباراتي شبکې سي ائي اې د خپلو سياسي  ګټو  د تر لاسه کېده په موخه  وکړل ، ويل کېږي چي  د بريد په ورځ اکثره  هغه يهوديان له خپل رسمي کار څخه ناغه وو کومو چي به دلته په دې  نړيوالو سوداګريزو مرکزونوکښې هره ورځ  دنده درلودل، بله د حېرانتيا وړ خبره خولا  دا ده چي کله  الوتکي د دنګو ودانيو په لوړو پوړونو کښې ولګېدې نو سمدستي په دوولس ثانيو کښې دا دومره دنګي ودانۍ د لاندي  زېرخانو څخه په دودونو کښې يو دم پر مځکه راپرېوتې دا ډول نړېدل د دې شاهدي ورکوي لکه تر  ودانيو  لاندي  چي  له وړاندي لا زورور بارود او کېميکل ايښودل شوي وي.

دا خبره هم کېږي چي  د نړۍ پر کچه کوم لوی څېړونکي  په دې اړوند په څېړونو بوخت وو هغه منع کړل شو او چاچي  پر ممانعت سربېره له دې څېړنو څخه لاس وانۀ خيست هغه له ژونده لاس پر سر کړل شو.

په دې دوو نظرونو کښې چي هر نظر دُرست وي هغه به رښتني موريخين ثابتوي خو دردېدونکې خبره دا ده چي د نړۍ د زورورو په جنګ کښې افغانستان  څو لسيزي کېږي چي د پرديو  د غوبل ميدان وګرځېد او اکثره  ناپوهه افغانان د بل د لاس آله کاران جوړ شو ، دا ولي او د څه لپاره؟ آيا ګرم افغانان دي که د نړۍ زورور؟

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba