ليکوال:خليل باور
د مجلې ګڼه:۹مه
د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵
تکل
دا داسي سوالونه دي چي په اورېدلو کښې خورا ساده او اسانه ښکاري خو په کتلو يعني ځوابولو کښې ډېر مشکلات لري، ولي چي دواړه تجريدي شيان دي. تجريد خپله يو مشکل عمل دئ هر هغه فن چي له چا سره يې ځواب نۀ وي د تجريد په کاته کښې يې واچوي دغه رنګه اوس د تجريد پنګه خورا درنه شوې ده، او دا د هغو ادب دوستانو، ادب مئينانو او ادب پوهانو مهرباني ده (په معزرت سره) چي له عقل يا وقوف سره يې "بې" ډېر په اسانه اضافه کېدای شي خو په دې کښې د سترګو دهوکه هم کېدای شي ولي چي لکه په نن سبا دور کښې چي په چا باور نۀ شته دغه رنګه په شي باندي هم باور نۀ دئ پکار، سترګه هم په عين وخت کښې سړي ته دهوکه ورکولای شي. له يو چا مي پوښتنه وکړه چي ياره عقل به لوی وي که غويی هغه له لږ ساعت عقل جنګولو پس راته وويل ياره په غوايانو کښې هم ډېر غټ غټ غويان شته. خو په دې کښې د هغه قصور په دې نشته چي هغه غويی خو ليدلی دئ خو عقل يې تر اوسه نۀ دئ تر سترګو شوی. زۀ و هغو طالب علمانو ته شاباشی وايم چي هغوی شی ليدلی نۀ وي خو په هغو باندي اوږده اوږده مضامين ليکي که چېري د عقل او وقوف په هکله دا سوال زما و مخ ته راشي نو زۀ به ووايم چي ماته عقل د هغه زوڼي رنګه ښکاره شي چي هغه د ډېر کوچنوالي باوجود په ځان کښې يوه سايه داره او مېوه داره ونه لري، که څه هم دا وخت د هغې سايه او مېوه ښکاري نۀ، ولي چي تر سايې او تر مېوې پوري د رسولو دپاره خورا زيات زيار پکار دئ. اول شرط يې دا دئ چي توخم (زڼی) بايد صحت مند وي. دويم د هغه دپاره مځکه بايد برابره کړل شي. درېيم هغه ته د خوراک په توګه اوبه، امبار، هوا او نور داسي ضروريات ور پوره کړل شي او ورسره د صبر خوږه مېوه هم په خوله کښې واچول شي، نو بيا که چېري دا ونه د چا په ښه ورغله او وقوف ماته هغه بچک رنګه ښکاري چي هغه له توخم څخه نۀ بلکې له رېښو څخه راشين کېږي او ورسره بيا پر مناسب وخت باندي پېوند کړل شي، او مناسبه کتنه يې وشي نو بيا تر ځايه پوري رسي. دا خو ؤ زما زرين خيالات خو د لغتونو کتابونه دې دواړو ته په يوه سترګه ګوري شايد چي په دا بله سترګه معزوره وي.
زما ياد دي يو ځلي د ساهو ليکونکو مرکې په تنقيدي نشست کښې د قلندر مومند صاحب سره ناست وم چا دواو معدوله په هکله يو مضمون وړاندي کړ. او په دې لړ کښې يې يوه حواله له فېروز الغات څخه اخستې وه، نو قلندر مومند ورته وويل چي فيروز الغات زۀ نۀ منم. ولي چي د هغه مرتب اهل زبان نۀ دئ. د هغه مطلب هم دا ؤ چي دې لغت (فيروز الغات) و هغو ته په دواړو سترګو نۀ دي کتلي نو دلته هم تاسي دا وګورئ چي د لغتونو کتاب که په يوه سترګه معزور وي نو بيا پلټنه پکار ده چي د عقل او وقوف تر ميان د تعلقاتو حد معلوم کړل شي، چي هغه جائز دي که ناجائز.
په دې لړ کښې بايد خپلي سترګي، غوږونه او دماغ په قابو کښې وساتل شي، چي بيا و چاته دهوکه ور نۀ کړي کنې نو به زما د دوست پسات په شي. يو ځلي مي تپوس ځيني وکړو چي يو من اور سپينه درنه ده که يو من پنبه، اول خو په پنبه نۀ پوهېده چي بيا مو مالوچ ور ياد کړه نو له څه انتظاره پس وويل بلکې وفرمايل اوس پنه خو ډېر دروند شی دئ د پنبې له هغه سره څه سيالي. خير زما د دوست خو دا رنګه ډېري لطيفې مشهوره دي. راځم اصل موضوع ته، تاسي به د سترګو معزوران ليدلي وي چي سپينه لکړه پلاس چېرته د سړک په غاړه روان وي دغه سپينه لکړه که څه هم سترګي نۀ لري خو د دې معزورانو دومره رهمنائي ضرور کوي چي د هغو روز مره کار په وچلېږي خو بيا هم سړی دا نشي ويلای چي و دې معزورانو ته د سترګو ضرورت نشته يا د يو داسي رهنما چي سترګي ولري. عقل هم د دغسي لکړي په شان دئ چي د انسان رهنمائي خو کوي خو فقط دومري چي د هغه د روز مره کار په وچلېږي، تر دې وړاندي هم و انسان ته د يو رهبر ضرورت شته. نن سبا د رهبر توری هم قابل اعتماد نشو پاته، پخوا به اسان په ګنج (مارکيټ) کښې خرڅېدل اوس په اسمبلۍ حال کښې د هارس ټرېډنګ رواج هم عام شوی دئ، بهر حال عقل هم د اله بصارت او اله سماعت يعني سترګو او غوږو رنګه يو حد لري چي تر هغه حد اور تېر شي بيا د هغه کارکردګي صفر شي، سترګي چي يو ووړ يا لېري شی نشي ليدلی نو بيا د محدب حادثې، چشمکو، خوردبين يا دوربين په مرسته د هغه شي د ليدلو هڅه کوي خو چشمکي بايد د خپل نمبر مطابق وي، که زما غوندي ساده باده سړي څخه پوښتنه وشي چي د نظر چشمکي سړی ولي په سترګو کوي، نو وبه وايي چي د دې دپاره چي غټ اوړ شی غټ ښکاره کړي، او لېري شی نزدې خو دا معقول ځواب نۀ دئ. بايد اوړ شی د خپل سائز مطابق او لېري شی د حقيقي فاصلې مطابق ښکاره کړي داسي هم چي د اوبو نالۍ لا يو فرلانګ لېري وي، دی بيا دلته پښې پورته پورته کوي، تاسي به اورېدلي وي چي يو سړي د چشمکو په دوکان کښې د نظر چشمکي واخستې چي دباندي راووت نو له انګورو والا څه يې پوښتنه وکړه. هلکه! دا د هيندوانې کيلو په څو دئ؟ غوږ هم دغسي وشمېره چي ږغ يې د کشش ثقل تر مدار دباندي شي نو بيا يې نشي راکښولای، مطلب دا چي د غوږ دپاره هم د يو آلې ضرورت وي که چېري سترګي نۀ ويني يا غوږ نۀ اوري نو د هغه مطلب دا نۀ دئ چي شی نشته يا ږغ معدوم دئ بلکې خبره د رسايي ده دغه رنګه عقل هم يو حد لري چي تر هغه ها خواته د هغه ادراک کار نۀ کوي، نو د هغه مطلب به قطعاً دا نۀ وي چي تر دې حد دباندي به حقيقتونه نۀ وي، د دې حقيقتو د ليدلو دپاره د عقل هم د مرستي ضرورت شته، دغه مرسته يې وحي يا وجدان کوي، وحي د عقل په ادراک کښې اضافه کوي، څوک چي د عقل پر سترګو باندي د وحيو دوربين يا خوردبين نۀ ږدي هغه عموماً ګمراهان شي، او وايي چي په دنيا کښې هر شی د پنځو حواسو په ادراک کښې نۀ راځي هغه وجود نۀ لري.
علامه اقبال عشق د عقل دپاره سپينه لکړه ګڼي، هغه وايي چي عشق يا جذبه هغه سپينه لکړه ده چي د عقل رهنمائي کوي که وغواړي نو پر سمه او سيخه لار يې روان کړي، کنې نو په کندو کښې يې وغورځوي عقل خو بېوسه دئ ولي چي ړوند دئ ګو عقل هم پر سمه لار باندي د تللو دپاره د رهنما ضرورت لري هغه رهنما جذبه ده، خو جذبه نېکه هم کېدای شي او بده هم نو دلته هم د يو رهنما ضرورت شته چي د جذباتو خټه د نېکۍ په اوبو لنده کړي.
دانايان وايي عقل سړی منزل ته نزدې کولای شي خو منزل ته يې له جذبې بغير رسولای نشي کله چي نمرود ابراهيم عليه السلام و اور ته واچاوه نو د عقل ملايکي ورته راغلې، او دۀ ته يې وويل اې د خدای نازولې پېغمبره! که تۀ غواړې نو موږ به باران وورو. او د نمرود اور به په لمحو کښې نيست و نابود کړو، خو ابراهيم عليه السلام پوه ؤ هغه وويل زۀ د عقل پر لار و منزل ته نشم رسېدلای ما به صحيح منزل ته د عشق لاره رسوي لکه شاعر چي وايي:
بے خطر کود پڑا آتش نمرود میں عشق
ځکه خو وايي چي د ژوند کوم چاک چي عقل نشي ګنډلای عشق له ستني او سپڼسي بغير وګنډي د ځيني خلګو دا خيال دئ چي عقل يو تيار اله دين بېټري سيل دئ چي انسان ته يې ورولګوې نو هغه بلا تفريق هر سټيشن راکشوي. خو داسي نۀ ده عقل هغه بېټرۍ ده چي هغه به د استعمال لمخه چارج کول غواړي او ورسره به يو چارجر هم ږدې، چي ورسره ورسره يې چارج کوي که نوي نو ډېر ژر به هغه خپل کار ايله کړي، د عقل د چارج کولو دپاره مطالعه، تجربه، مشاهده، او غور و فکر د چارجر کار کوي، او له چارجر څخه چي تر عقل پوري د لينک کار ورکوي، هغه سترګي غوږونه، ژبه، پزه، او ټول عصابي نظام دئ که د انسان و عقل ته دغه چارجر نۀ وای لګېدلای نو خدائ خبر چي د انسان په صفت به متصف شوی وای.
رسول اللهﷺ فرمايلي دي چي عقل د دين بنياد دئ خو ځيني د عقل دښمنان پر دې خبره باندي بحث کوي چي په دين کښې د عقل خلل عينهي بې ديني ده، خو د عقل خبره دا ده چي د خدائ پېژندنه (چي د ايمان دپاره اولنی شرط دئ) هم د عقل په وسيله سره شوی دئ د الهام د پوهېدلو، اخستلو او محفوظ کولو دپاره هم د عقل ضرورت ؤ ځکه الله پاک انسان ته له عقل سره دين او له دين سره عقل ورکړی دئ. هغه سړی ډېر بختور دئ چي خدائ پاک عقل ورکړی وي، (لږ وي که ډېر نصيب د هر چا خپل دئ) عقل د خدائ پاک ډېره لويه تحفه ده هغو ته يې ورکوي چي د خدائ پاک دوستان وي او ور باندي ګران وي، ولي چي د دې نابودي هستۍ د تخليق په مقصد هغه څوک پوهېدلای شي چي عقل ولري او له يو ښکلي شي څخه خوند هغه څوک اخستلای شي چي د هغه مقصد او استعمال باندي پوهېږي.
او له دې سره هغه څوک هم کم بختور مه ګڼئ چي دښمن يې عقلمند وي. نن سبا چي نړۍ د بارودو پر غونډۍ باندي اباده ده هره لمحه دا وېره شته چي د بې عقلۍ ښکار شي پخوا به انسان د بارودو په زور د ځان تحفظ کولای شو خو د اوس په صورت حال کښې له بارودو ځان ګوري يو عقل دئ چي د سړي د تحفظ زمانت ورکولای شي ځکه دا هم ويل کېږي چي خښم د عقل دښمن دئ پښتانه وايي زور چي برابر وي عقل مرور شي، خو دا خبره له ياده مه باسئ چي د عقل رهنمائي عشق کوي، چي ابراهيم عليه السلام يې انتخاب کړئ ؤ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ