ليکوال:ګل محمد بيتاب
د مجلې ګڼه:۹مه
د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر
تکل
د نورو ژبو غوندي په پښتو کښې هم سفر نامې لېکلی شوي دي . خو اکثر سفر نګاران د خپلو سفرنامو په خلقو د لوستو دپاره دې کښې رنګيني پيدا کوي. په اردو کښې ځينې سفرنامې محض په دې وجه ډېري مشهوري شوي دي چي پکښې ليکونکو د سفرونو دحال سره سره د دغه ملکونواو خصوصاً د يورپي ملکونو دښځو ذکر ډېر په شوق سره کړی دئ او داسي تصوير وړاندې کوي چي لوستونکی د مېمانو سېل کوي. کله کله پکښې ځينې عجيبه غوندي خبري اوليکي لکه د اردو يو مشهور ليکونکي او کالم نګار عطاءالحق قاسمي خپله يوه سفر نامه '' ګورون کے ديس مين'' کښې ليکلي دي چي ’' د پيرس ائيرپورټ په لاونچ کښې دپاکستان نوموړی باولر عبدالقادر د خپلو مداحانو په منځ کښې ولاړ ؤ او د دۀ مداحانو دۀ سره د عقيدت اظهار کولو. چي دې کښې خالد احمد په دواړو لاسونو کښې خپل پتلون نېولی په تېزو تېزو قدمونو ددۀ طرفته ورغلو او ورته يې اووې که زۀ غلط شوی نۀ يم نو تۀ عبدالقادر يې؟ عبدالقادر اووې او جي. ستاسو خيال صحيح دئ. نو خالد اووې بس زما مسئله حل شوه. ته اکثر پيرس ته ځې راځې نو تا ته به معلومه وي چي ټائلټ چرته دئ. مهرباني اوکړه لږ زر يې راته اوښايه''.
ديو ليکونکي تجربه ،علم ،مشاهده اود ليک توان چي څومره زيات وي دومره به د هغۀ سفر نامه هم ښه وي. لکه د حج سفر نامې هسې خو ډېري خلقو لېکلي دي خو د اردو د نوموړي ليکوال ممتاز مفتي د حج سفر نامه ډېره مقبوله ده. ولي چي په دې سفرنامه کښې ليکوال خپلي ټولي رنګينۍ،شوخۍ،،تجربې اؤ مشاهدې راجمع کړي دي. په پښتو ژبه کښې هم لکه چي ما وړاندي ويلي دي سفرنامې شته او نوري هم لېکلی کېږي. دخوشحال خان خټک '' سوات نامه'' هم د منظومي سفرنامې يو ښه مثال دئ.اوس د حمزه بابا'' دکابل منظومه سفرنامه'' هم چاپ شوې ده.په نثر کښې هم ډېري سفرنامې شته او هم ددې په لوستو زۀ دومره متاثره شوم چي ماوې راشه ته هم يوه سفر نامه اوليکه. خو دسفر نامې دپاره کوم ملک ته تلل ضروري وي .او صرف په تګ هم کار نه کېږي بلکې هلته څه'' کارنامې'' کول وي ګنې نو هسې کيسې او بيا سپوري کيسې څوک کله اوري. دا اراده مې پرېښوده ځکه چي يو خو ما د بهر ملکونو داسي خاص سفرونه نۀ دي کړي او که چرته تلی يم نو هغه سفرونو کښې د عامو لوستونکو د دلچسپې مواد نۀ وو. خو بيامي څه موده پس اووې راشه بنده ځان ديوسف په خرېدارو کښې راوله . هر څنګه چي وي يوه سفر نامه خامخا اوليکه. خير دئ که سفر لنډ وي خو چي واقعات پکښې ډېر وي. چي په دې مي فکر اوکړو او ځان له مي مازغه ښۀ ستړي کړل. نو دې نتېجې ته اورسېدم که خامخا سفر نامه ليکې نو بنده تۀ صرف د کيسه خوانۍ نه ترخيبربازاره ليکلی شې. ولي چي که څۀ هم ددې ځايونودبېلتون دپاره يو سړک واقع دئ او تردې چي ډېرو خلقو ته دا پته نشته چي کيسه خوانۍ يا خيبر بازار د کوم ځائ نه شروع کېږي خو واقعات پکښې ډېر زيات دي. ځکه نو په دې مي فيصله اوکړه چي دا سفر نامه ليکم. اؤ دا ثابتول غواړم چي سفر نامه د هر ځائ ليکلې کېدای شي.دا هم کېدای شي زما دې ليک ته ځينې خلق رپورتاژ اووای. خو زۀ ورته سفر نامه وايم او ادبي سفر نامه ورته هم وايم ځکه چي دې کښې اکثر دلېکوالو شاعرانو او ادېبانو ذکر دئ. زۀ په دې هم ډېر نه پوهېږم چي سفر نامه څنګه ليکلی کېږي. او کومي سفر نامې چي ما لوستي دي. نو ددې معيار څنګه دئ خو البته دا راته معلومه شوه چي هر چا خپله خوښه کړې ده. او څنګه چي يې زړۀ ؤ نو دغسې يې ليکلي دي .زما هم چي زړۀ ته څه راځي نو هغه به ليکم او کوم کوم واقعات چي ماته ياد دي او مناسب يې ګڼم هغه به ليکم او ځان په دې طريقه سفر نګارانو کښې راولم.
هسې خو د پېښور سره نزدې اوسېدونکي په ماشوموالي خامخا د مشرانو سره خيبر بازار او کيسه خوانۍ ته ځي راځي. ز ه هم د غه شان تلی وم خو دا سفرونه به زما په خوښه نۀ ؤ بلکې پلار به مي د ځان سره بوتلم او داپته راته نۀ وه چي خيبر بازار کوم يو دئ او کيسه خوانۍ کومه ده. خو بس د قاسم علي خان جومات نه واخله تر سويکارنو چوک پوري مخامخ بازار ته به يې کيسه خوانۍ ويله. داسي اورو چي دې بازار يعنې کيسه خوانۍ کښې به پخوا د مختلفو ځايونو خلق راغونډېدل او شپې به يې کولې نو دلته به يې يوبل ته دخپلو خپلو سفرونو کيسې کولې يعني سفرنامې به يې اورولې. ځينې پکښې لا داهم وايي چي دغلته به څو پېشه ور کيسه بړوو او مسافرو به ورله روپۍ ورکولې او دوی به ورته د شپې خوندورې کيسې اورولې. په دې وجه ددې ځائ نوم کيسه خوانۍ شو.
خير ما خبره کيسه خوانۍ او خيبر بازار ته د تګ راتګ کوله. نو د کالج په زمانه کښې ما دپښتو وړومبی غزل لېکلی ؤ او چا راته اووې چي کيسه خوانۍ ته لاړ شه.هلته په ''جهاد'' اخبار کښې به يې درله چاپ کړي..زۀ چي لاړم د اخبار د دفتر تپوس مي اوکړو نو چا راته اووې ددغه اخبار دفتر په خيبر بازار کښې دئ. دغه دفتر ته ورغلم او پيرسيد سفيد شاه همدرد صيب چي ددې صفحې ايډيټر ؤ ته مي غزل د چاپ دپاره ورکړو. په اردو ورځپاڼه '' جهاد'' او نورو ځينو اخبارونو کښې چي د اردو به وو خو د پښتو يوه صفحه به يې لرله. بيا دې نه لږه موده وروستو پير صيب يو اخبار واخېستو چي ''الوحدت'' نوم يې ؤ او هغه هم ددې مقامي اخبارونو په طرز ؤ. چي ډېر زر په ورځپاڼه '' وحدت'' بدل شو. دا دپښتو وړومبۍ ورځپاڼه وه . اوس به ورته زموږ تګ راتګ ډېر کېدلو او د کيسه خوانۍ او خيبر بازار ټول حدونه مي اوپېژندل.
د کالج د يوملګري او نوموړي شاعر او اديب شيخ نور علي نور په مرسته يوځل خيبر بازار کښې د ''سرحد پښتو ادبي ټولني'' مياشتني اجلاس له لاړم. او د ډېرو ليکوالو سره مي پېژنګلو اوشوه. بيا به چي کله هم خيبر بازار يا کيسه خوانۍ ته لاړم نو دوی کښې به مي څوک نه څوک دغلته ليدل.
يو وخت داسي هم راغلو چي په '' وحدت'' اخبار کښې مي د سب ايډيټر په توګه کار کولو. او دغلته مي ځان له کيسه خوانۍ کښې يوه کمره اونېوله او کيسه خوانۍ کښې مي مکمل ژوند شروع کړو. د مالاکنډ ايجنسۍ نوموړی شاعر فضل سبحان عابد چي د '' وحدت'' اخبار کاتب ؤ راسره څه موده اوسېدلو. بيا چي هغه لاړو نو تر څه وخته ځانله اوسيدم خو بيا راله څه موده د ''وحدت'' انتظاميې د کمپوزرانو سره يوه کمره راکړې وه چي پکښې به زۀ،سمندر خان ،واحد ګل،سيد محمد حامد يو ځائ اوسېدو. څو څو ځله داسي شوي دي چي کمپوزرانو به کار پريښی وو او د فلم شو له به سنيما ته تلي وو.بيا قېصر اپرېدی د کراچۍ نه راغلی ؤ او په نيشنل هوټل کښې يې کمره وه بس دواړه به هلته اوسېدو. او په يو اخبار کښې مو کار کولو. هم دغلته مي يو بل ملګری مشتاق مجروح اوپېژندو چي دی په دويم ځل دغه وخت پېښور ښارته راغلی ؤ او د تاج کتب خانې د مالک ډاکټر محمددين سره يې کار کولو. دۀ له ډاکټر صيب يوه کمره هم ورکړې وه خو زموږ نه وړاندي په نيشنل هوټل کښې ډېر پاتې شوی ؤ او د کيسه خوانۍ بازار په ټولو اسرارو او رموزو ماهر ګڼلی شو. نو دۀ به راته هره ورځ په دې حقله خوندور معلومات اورول. مشتاق مجروح که څوک پېژني نو دا ډېر خوږ سړی دئ. وخت هم ورسره ډېر ښۀ تېرېږي. د هرچا اوري خو مني د هيچا هم نۀ. بس پخپله خبره کلک ولاړ وي. د طنز و مزاح حس يې هم ډېر تېز دئ.ځکه نو کله کله به يې ډېري خوندوري او بې باکه تبصرې کولې.د هغوی ډېري تبصرې چي د ځينو ليکوالو پحقله يې کړي دي ماته يادې دي خو ليکلای يې نشم.البته په يارۍ دوستۍ کښې کلک سړی دئ.د خپلو ملګرو ډېر خيال ساتي. او که ددۀ په وړاندي څوک هر څه وايي خو په شرط ددې چي ملګری يې وي نو دی جواب نۀ ورکوي. د تاج کتب خانې مالک ډاکټر محمد دين صيب هم ډېر ښۀ او علم دوسته سړی ؤ. ديني عالم ؤ او پي ايچ ډي يې هم کړې وه. په ټيلي ويژن او ريډيو به يې اکثر ديني پروګرامونه کول .يو ځل په ريډيو ددوی پروګرام ته چا خط لېکلی ؤ چي دا ديوې زنانه له خوا ؤ او ورته يې ليکلي وو که تاسو په ريډيو د قران پاک پښتو ترجمه نشر کول شروع کړی نو موږ ته به يې ډېره فائده اورسي. ځکه چي موږه په اردو نۀ پوهېږو. داخط قاري فدا محمد اولوستو او ډاکټر محمددين يې په جواب کښې اووې چي محترمې ستاسو غوښتنه موږ افسران بالا ته اورسوله چي څه جواب يې راشي نو بيا به يې درته واوروو. څه مياشت نيمه پس ترې ما په ريډيو کښې تپوس اوکړو.قاري فدا هم دغه وخت ورسره ؤ، چي ډاکټر صيب دهغه مطالبې په جواب کښې افسران بالا څه اووې؟ ډاکټر محمددين په خندا کښې قاري صيب ته ګوته اونېوله وې دا به دۀ ته پته وي، ځکه چي کوم خط نشر شي نو دا قاري صيب يې په بيګ کښې واچوي او کور ته ځي. نو که د دۀ کوروداني پرې څه احکامات جاري کړي وي نو اوس به يې درته اووايي.
دې ډاکټر محمددين صيب نه يو ځل ما دا تپوس کړی ؤ چي مولاناصيب که د چا نه د څو کلونو يا ډېري مودې مونځونه قضا شوي وي نو هغه به څۀ کوي؟ ډاکټر صيب اووې په کتابونو کښې يې طرېقه شته هغه اوګوره. ما ورته اووې چي کتلي مي دي. څوک وايي د هر مونځ سره به د قضا شوي وخت يو مونځ کوې نو بس پوره به شي. بل کتاب کښې يې ليکلي دي چي نه د ټولو قضا شوو مونځونو حساب به اوکړې او ټول به ادا کړې. بل پکښې لا د قضايي عمري خبره هم ليکلې ده چي د روژې د مياشتې په اخري جمعه به د يوې ورځي ټول قضا شوي مونځونه اوکړې او کيسه به ختمه شي. ځينو ځايونو کښې امامان په جمع هم دا مونځونه کوي. دې نه علاوه نوري طريقې هم شته دئ.دې سره ډاکټرصيب اووې ځه دا مسئله به درله زۀحل کړم. زۀ بله ورځ عمرې له روان يم د سعودي عرب د عالمانو نه به تپوس اوکړم چي هغوی څۀ وايي. کله چي ډاکټر صيب واپس راغلو او ما اوليدو نو هغه اووې د سعودي عرب د عالمانو فتوىٰ داده چي کوم سړی مونځ نۀ کوي هغه مسلمان نۀ دئ، او که چا نه داسي د ډېرو کلونو مونځونه پاتې وي نو طريقه يې داده چي په صدق سره به توبه اوباسي او بيا د پاره دي مونځونه په وخت کوي. ما ورته اووې ټيک ده ډاکټر صيب خو دا فتوىٰ ماله ليکلې راکړه. هغه په خندا کښې اووې زۀ ليکلې فتوىٰ نشم در کولای. البته څوک وهابي ملا اوګوره هغه به داسي ليکل درکړي. ملګري مشتاق مجروح راته هم دغه کيسه خوانۍ کښې يو مولانا صيب اوښودلو.چي مولوي امين الله نامه يې وه چي زۀ ورغلم او ورته مي اووې چي ته وهابي يې نو هغه وې چي زۀ ا هل حديث يم . ما چي ورته دا خبره اوکړه نو هغوی څو کتابونه راواخستل، وې دا خو ډېره عامه مسئله ده. بيا راته مشتاق مجروح د دغه مولانا صيب نوري ډېري کيسې هم اوکړې. نو کله کله به بيا دۀ سره کښېناستم. ډېر دلچسپ او په خپله عقيده کلک سړی ؤ. د کتابونو دکان يې ؤ خو کتابونه به يې لږ خرڅول او جنګونه به يې ډېر کول.خو خوش قسمته ؤ ځکه چي هغۀ به قلمي نسخې اخستې او خرڅولې نو په هغې باندې يې ګذاره روانه وه.
کېدای شي ځينې لوستونکي اعتراض اوکړي چي داخو ته لګيا يې تاريخ بيانوې او يا دخلقو ليدلي واقعات وايې. سفر نامه کښې خو داخبري ډېري نۀ وي. چرته د دلچسپۍ څه خبره خو هم اوکړه کنه. نو زۀ وايم چي ما دغه څه ليدلي دي دا څه چي وايم
خبره د چرته نه چرته لاړه. ښه نو ما داخبره کوله چي زۀ او قېصر اپرېدی به په يوه کمره کښې اوسېدو او يو دفتر کښې مو کار کولو. خو په کمره کښې به مو ډېر کم ملاقاتونه کېدل. ځکه چي قېصر اپريدي به د اخبار پروف ريډنګ هم کولو. ځکه نو دی به مانه دوه دوه نيمي ګهنټې وروستو کمرې ته راتلو. چي دی به راتلو نو زۀ به اوده وم. او سحر چي به دی راپاڅېدو نو زۀ به کلي يا بل خواته تلی وم. چي کله به څه ضروري سوال جواب وو نو په کاغذ به مو اوليکلو او په دروازه به مو هغه کاغذ يو بل ته لګولو. البته د کمرې نه بهر به اکثر يو ځای وو او د دنيا جهان خبري به مو کولې. چي اکثر به مو خپله درنه او دبل سپکه وئيله. او ډېر غيبت به مو دپرېشان داؤدزي کولو چي په دې به قېصر اپرېدی خوشحالېدو. دی هم موږ سره اخبار کښې ملګری ؤ.خو دپرېشان داؤدزي دا عادت ؤ چي خپله مرضي به يې کوله په بل چا به يې څه کار نه ؤ. البته پخپله به ډېر زر خفه کېدو. يو ځل يې د قېصر اپرېدي او نورو ملګرو خلاف اخبار کښې يوه اوږده کيسه ليکلې وه چي بيا يې قېصر اپرېدي په يوه ګهېنټه کښې جواب لېکلی ؤ. البته دغه مضمون له په عنوان يې درې څلور ورځې لګولي وې او د قېصر اپرېدي د وېنا مطابق دا نوم دپرېشان دپاره ډېر مناسب دئ. ددې جوابي مضمون عنوان ؤ'' غليظ القلب''. په دې مضمون کښې يې پرېشان له هغه خطابات او القابات ورکړي وو چي دلوستو سره تعلق لري. بيا موږه په شريکه د پرېشان داؤدزي خلاف يو غزل نما نظم هم ليکلی ؤ. چي دۀ ته مو د څو ملګرو په وړاندي هم د دۀ په وېنا اورولی ؤ ځکه دی خبر شوی ؤ چي داسي يو نظم دوی ليکلی دئ. د دغه نظم درې شعرونه ماته ياد دي
نعمتونه دي په ما د پاک الله
کله سوات نه د غوزانو بوجۍ راشي
صابر شاه راباندي کله ډوډۍ اوخوري
چي تحفې راله راځي د هرې خوا
کله کله د ډېرو خوږه حلوا
کله شمه زۀ مېلمه دګل ملا
اخبار کښې قاضي اعجاز احمد زاهد هم کار کولو . دی په مرکزي محکمه اطلاعات کښې افسر ؤ. څه مودې پوري د پښتو رسالې '' اباسين'' ايډيټر هم پاتې شوی ؤ. ښه شاعر اديب اوخاموشه سړی دئ. خو چي ټيک به د شپې نهه يا نهه نيمي بجې شوې نو د دفتر ټيليفون به ددۀ غوږ ته پرېوتو او هله به يې کېښودلو چي يولس نيمي يا دولس بجې به کار ختم شو. ښکاري داسي چي چا محترمې سره به يې خبري کولې او خبري به يې ډېري نۀ کولې خو اورېدې به يې ډېري په شوق او خوشحاله به ؤ. دۀ سره يو د١٩٧٥ماډل داسي ګاډی ؤ چي غلو هم نۀ تښتولو.ځکه چي ددې ګاډۍ دروازې به هم سمې نۀ بندېدلې. ځکه نو دۀ به چي کله ټيليفون غوږ ته اونېولو او مسکی به شو نو بس اخبار کښې خدمت ګارانو به يو بل ته اشارې اوکړې او دواړه به غلي غوندي اووتل،ګاډی به يې په څه طريقه سټارټ کړو او دواړه به ورته کښېناستل او تر لسو يولسو بجو به يې ګاډی د بازار يو سر او بل سر ته رسولو. کله چي به قاضي صيب راکوز شو نو طبيعت به يې خراب شو او ويل به يې، سبا له به زۀ دا مرداران نيسم خو چي کله به يې بيا ټيلي فون غوږ ته شو نو هر څه به ترې هېر شول.
هن رښتيا د اخبار اډيټوريل صفحه به نوموړي شاعر اوليکوال نورالبشر نويد ترتيب کوله. هر وخت به ورسره ليکوالان، سياسي کارکنان او يا د ډرامې فنکاران موجود وو. خو ددۀ خپله دنيا وه اوزموږ خپله.
د پېر صيب زوی رحمدل شاه به هم زموږ سره کار کولو.دی ډېر ژوندی او دکار سړی ؤ. ورسره خوش طبيعته هم ؤ. ځکه نو څوک به ورسره نۀ تنګېدل. هرچا سره يې ګپ ؤ او هر چا به خپل ګڼلو او کله کله به ورته خلقو بد رد هم ويل. خو دۀ به ډېر په خندا اورېدل. بلکې پخپله به يې خلق دې ته راپارول. يوه ورځ د سيد رحمدل شاه ذهن ته يو ډېر'' نېک خيال'' راغی او سمدستي يې پرې عمل اوکړو. نېک خيال دا ؤ چي وحدت اخبار ته مخامخ د ټانګو اډه کښې عوامي بيت الخلاګانې وې چي فلش سيسټم پکښې نۀ ؤ او دخاورو لوټې به يې مخې ته پرتې وې. دغلته د وحدت پرېس ؤ نو يو ماسخوتن دئ چرته پرېس ته ورغلی ؤ هلته دۀ څه کسان اوليدل چي د حاجت فارغېدو نه وروستو د روپو ورکولو په تکل کښې وو خو نۀ د بيت الخلا ګانو مخې ته څوک سړی موجود ؤ او نۀ څه بکسه پرته وه.بس دۀ يوه بکسه راپيدا کړه، زنځير او تاله (کلپ) يې ورته اولګول . او چي کله به د دغه بيت الخلا ګانو مالک لاړو نو دوی به ورته دغه بکسه د چا په لاس اولېږله او بيا به يې د شپې دولس بجې دا واپس راوړه او چي څومره روپۍ به پکښې جمع شوي وې نو په دغه ''پاکو روپو'' به يې بيا د فردوس نه پراټې راوړې او چای به ورسره ټولو اوڅښلې.
ددې وحدت اخبار تذکره لږه اوږده شوه خو څه اوکړم موږ هم ددې اخبار د برکته دغلته اوسېدو. ددې اخبار مالک پيرسفيد شاه صيب ډېر ښه او خنده رويه سړی دئ. موږه به ترې هر وخت د پيسو زياتولو غوښتنه کوله خو هغه به ويل بچی ! موږ خو دپښتو خدمت کوو.البته دا صفت پکښې ؤ چي کله يې هم تنخواه د مقرري ورځي نه نۀ وه وروستو کړې. تر دې چي يو ځل يې ورله خپل يا د زوی موټر خرڅ کړی ؤ. تنخواه به کمه وه خو دوه څلور ورځي د تنخواه نه پس به يې هر چاته ايډوانس ورکولو او په دې به خوشحالېدو.
مراد شينواري صيب راته يوه ورځ اووې پير سفيد شاه صيب مي په دې لس اته ورځو کښې درې څلور ځله په ټيلي وېژن اولېدو چي خبرنامه کښې يې ښکاره کولو او د مختلفو غونډو صدارت يې کولو. ما او دی به چي کله په خيبر بازار کښې ددۀ بالاخانه کښې يا کيسه خوانۍ کښې د چايو هوټل ته لاړو نو يوه طرحه به مو کېښوده او بيا به مو پرې شعرونه ويل. يوه ورځ مو په دې صلاح راغله چي په پير صيب څه ليکل پکار دي. نو يو لوی نظم مو پرې في البديه لېکلی ؤ چي څو شعرونه يې داسي وو.
لېدلی ټيلي ويژن کښې مي بيا ؤ سفيد شاه
خبره د پښتو وه په خندا ؤ سفيدشاه
اوس جوړ شو په پښتو کښې ترې بابا دصحافت
پخوا که ديوڅو بچو بابا ؤ سفيد شاه
مراد شينواري د اميرحمزه خان شينواري زوی ؤ او هم د هغوی په وجه ما پېژندلی ؤ. خو بيا مي ورسره ډېر کلک تعلق ؤ. او اکثر به ورسره ناست پاست وم. ولي چي دی په خيبر بازار کښې اوسېدو او زۀ کيسه خوانۍ کښې وم. دی په ريډيو پاکستان کښې ملازم ؤ. ډېر ښه ليکوال ؤ خو هوائي او باغي غوندي طبيعت يې ؤ. ځکه نو کله به يې فلمونو له سندري او مکالمې ليکلې. کله به يې ريډيو او ټي وي له ليکل کول. داسي يو شلو پوري کېسټونو له يې هم شاعري کړې وه. ډېره ښه عوامي شاعري يې کولای شوه.خو ددې ريکارډ به يې نۀ ساتلو.ځکه چي دا شاعري د هغه په معيار پوره نۀ وه . هغه به ويل يوه معياري شاعري وي او بله هټ شاعري. نو دې کمرشل ادارو ا وخلقو له هټ سندري پکار دي. بل اکثر داسي شاعرۍ کښې به يې مقطع هم نۀ ليکله ځکه که چرته قلم به يې اخوا دې خوا اوخوی دو نو په اسانه به يې ويلای شول چي دا ما نۀ دي ليکلي. په عوامي شاعرۍ هغۀ ډېر ښه پوهېدو او ځينې ډېري ښې سندري يې هم ليکلي وې. ما يو ځل کيسه خوانۍ کښې داسي واړه واړه لس اته کتابونه واخستل کوم چي د فلمي سندرو او بدلو وو. لکه دخيال محمد فلمي سندري،دګلنار بېګم،هدايت الله،کشورسلطان، معشوق سلطان او داسي نورو سندري. مراد صيب په هغه کتابونو کښې نخښي لګولي وې چي دا سندري ما ليکلي دي. او ددې نه ماته پته اولګېده چي داسي پنځوسو پوري فلمونو له يې سندري ليکلې وې. بيا څو کاله وروستو مراد صيب د داد محمد دلسوز صيب سره زموږ کلي ته راغلو او هغه کتاب يې يوړو چي په ما څوک يو مضمون ليکي او ددې نه استفاده کوي بيا به درله داکتاب راوړم خو هغه کتاب بېرته ماته را ونۀ رسېدو. مرادشينواري صيب د دوړو وېښتو هم ډېر مېړنی يادېدو او چي چا پوري به يې په ټوقه کښې دوړه اووېښته نوتر ډېره به خلقو يادوله . يو ځل يې يو سړي ته اوويل ''داسي مخ دي دئ لکه ښځه چي بورقه په څټ واغوندي''.هغه غريب بيا هغه ځای پرېښودو. دغه شان يو ځل زۀ د کيسه خوانۍ نه خيبر بازار ته راغلم او مراد صيب مي اوليدو ماسره دغه وخت د يو شاعر مجموعه وه چي چاپ کوله يې او مايې پروف ريډنګ کولو. مراد صيب چي زما لاس کښې دا مجموعه اوليده نو وې ويل دا د چاکتاب دئ؟ ما ورته د هغه شاعر نوم واخست .وې ښه ده ځکه چي ددۀ کومي غزلي وخت په وخت په رسالو او اخبارونو کښې چاپ شوي دي نو ګذاره کوي.خو چي کتاب يې اوکتلو نو بس په خندا کښې يې اوويل زما خيال دئ زموږ د دې ملګري اخري وخت راغلی دئ.ما ورته په حېرانتيا کښې اووې، ولي؟ نو هغه اووې که دا شاعري چاپ شي نو ښه به نه وي. هسي ځان به اوشرموي.خو بيا يې په خندا کښې د يوې قبيلې نوم واخيستو چي د هغې متعلق مشهوره ده چي ''تر هغې په دوی کښې څوک زوړ سړی نۀ مري تر څو چي يې ځان نه وي شرمولی''.
مراد شينواري له به د شاعرانو نه علاوه سندرغاړي، موسيقاران او دفلمي دنيا خلق راتلل. دپښتو فلمونو د مشهور موسيقار فضل ربي پردېسي ورسره خاص تعلق ؤ. هغه به ورته کله کله سپين دادا ويلو. د بنو د علاقې يو سپين ږيری سړی مي مراد صيب سره دوه درې ورځي اوليدو. نو ماترې تپوس اوکړو چي دا څوک دئ ؟.نو وې يې چي دا دبنو د علاقې دئ وايي چي زۀ شاعر يم. خو نۀ يې کله ما نوم اورېدلی دئ او نۀ مي ليدلی دئ. او بابادا هم وايي چي زما د حمزه صيب سره ډېره مينه وه خو کله ورسره ميلاو شوی نۀ وم. نو ځکه دلته راغلی دئ. په بله ورځ يې راته اووې نن مازيګر راشه چي سېل درباندي اوکړم. ما ورته اوويل چي څه سېل راباندي کوې ؟ نو مراد صيب اوويل چي هغه بابا له وړومبی زۀ اصلاح اوکړم او بيا هغه ماله کوي. ريښتيا چي مازيګر ورغلم نو مراد صيب ورله د غزلو اصلاح اوکړه خو بيا هغه بابا شاعر اووې که دا لږ داسي کړو نو څنګه به وي؟ خير چي کله داسي يو پنځوس شپېته غزلونه برابر شول نو پکښې دولس غزلونه چاڼ کړی شول فضل ربي پردېسي ورله طرزونه جوړ کړل او خيال محمد له يې ورکړل چي دابه ريکارډ کوو. خو فضل ربي پردېسي ما او مراد صيب ته اوويل چي تاسو دواړه به ضرور سټوډيو ته راځی. ځکه نو ورغلو او چي يو غزل ريکارډ شو نو د چايو دپاره خيال محمد او نور سازنده د فضل ربي پردېسي سره راووتل خو په دې دوران کښې د شعرونو کاپي ورکه شوه. هر چا سره غم شو چي کاپي څۀ شوه؟ خو هيڅ درک يې نه لګېدو. دې کښې فضل ربي پردېسي مراد صيب ته غلي غوندي اووې سپين دادا چي دا څۀ چل اوشو؟. مراد صيب اووې '' زما خيال دئ کاپي دشرمه اوتښتېده.'' فضل ربي د خندا نه شين شو او نورو سازندو ته يې حال اووې او تر خيال محمده پوري ټول د خندا نه شنه وو او بابا شاعر غصه شو. هر چا به خندا کښې ويل نو ګني کاپي د شرمه اوتښتېدله؟. خو شکر دئ چي کاپي راپيدا شوه. د مراد شينواري واقعات ډېر دي خو بس هم دلته يې پرېږدم.
خيبر بازار کښې په يوه ادبي غونډه کښې ما ډاکټر اسرار صيب لېدلی ؤ او بيا به مو ورسره هره ورځ ملاقاتونه کېدل. ځکه هغه به د دفتر نه داسي راتلو او په خيبر بازار يا کيسه خوانۍ کښې به ګرځېدو. او چي ماښام بانګونه به اوشول نو ډاکټر صيب به کورته روان شو. او موږ به د اخبار دفتر ته لاړو. هر وخت به مو په کتابونو خبري کولې او يا به مو د يوبل غيبت کولو.د ډاکټر اسرار داسي عادت جوړ شوی ؤ چي يوه ورځ يې خپله کيسه کوله چي د ماخوستن په ځای مازيګر کورته لاړم نو دکور خلقو راته ويل ولي نن دفتر ته نه وې تلی چي دومره په وخت راغلې. زۀ او ډاکټر صيب به کله کله د حمزه بابا ځای ته ورتلو کله د قلندر مومند صيب خواله . کله د مشتاق مجروح ځای ته او کله به ټانګو هوټل کښې ناست وو چي اکثر به راسره مراد شينواری هم ؤ.
د ډاکتر اسرار صيب واقعات هم ډېر زيات دي خو ددۀ يو بل ملګری ؤ چي ډاکټر حسين علي شاه نوم يې ؤ. او د ډاکټرۍ سره يې په عربۍ کښې لوی لاس لرلو. ډېر عالم فاضل سړی ؤ او دی به هم کله کله موږ سره کښېناستو. يوه ورځ د ډاکټر حسين علي شاه سره يو بل مشر ډاکټر راغلو چي هغه ددۀ دوست ؤ موږ ته يې اووې دی هم شاعر دئ او د مېنټل هسپتال نه رېټائرډشوی دئ. خو چي کله يې خپل کلام واورولو نو ډېر فحش او پوچ ؤ. دغه وخت مراد شينواري هم موجود ؤ. ډاکټر اسرار صيب خندا کښې اووې مراد صيب به ددې کلا م په حقله خپله رايې ورکړي. خو مراد صيب اووې که په دې باندي تاسو د قلندر مومند نه راې واخلی نو ښه به وي. ځکه کېدای شي هغه ورله څه نوم خوښ کړي. ځکه نو سړی مو ''د ساهو ليکونکيو مرکې'' ته بوتلو .هلته يې په ترنم کښې خپل کلام واورولو نو بغير د قلندر مومند صيب نه د ټولو کسانو نه د چايو پيالې د خندا نه په يو بل اوړېدلي وې. ما خو په وخت پښې راسپکې کړې. ځکه چي د دغه ډاکټر د ورتګ په موقعه زۀ هم ورسره وم. خو وروستوقلندر مومند ، ډاکټر اسراريا بل چا ته ويلي وو چي دا صاحب يا خو لېونی دئ يا بکواسي او پوچ ګو .
يو ځل زۀ او ډاکټر يار محمد مغموم د حمزه بابا د کوره ډبګرۍ نه يو ځای خيبر بازار ته راروان وو نو هغوی دا پيش ګوئي اوکړه چي دا موږ چي د کومو خلقو سره کښېنو پاڅو نو دا ټول لوی او تاريخي خلق دي لکه حمزه شينواري،قلندر مومند،همېش خليل ،غني خان،سيف الرحمان سليم او داسي نور. تۀ به اووينې چي په دې ټولو به په راتلونکو وختونو کښې څېړني کېږي.د مغموم صيب خبره رښتيا شوه او په دوی کښې په اکثرو د پي ايچ ډي د کچ مقالې ليکلې شوي دي او په نورو به هم اوليکلای شي. بلکې او س خو ډاکټر يار محمد مغموم خپله هم د دغه خلقو په صف کښې ولاړ دئ. ډېر ادبي خدمات يې دي او په دۀ هم پي ايچ ډي کېدای شي.
په خيبر بازار کښې د يونيورسټي بک ايجنسي سره نزدې د اخبار خر څولو په سټال به يو دنګ لوړ سور سپين سړی اکثر د ماسپښين نه وروستو تر ماخوستنه ناست ؤ چي هوبهو د خان عبدالولي خان په شان ؤ، خو دا دلبر خان ټکر ؤ چي يونيورسټي بک ايجنسي ته مخامخ هوټل کښې يې مستقله کمره وه. عاصي اشنغري صيب به ويل چي يو ځل ولي خان د پنجاب په دوره ؤ داسفر په ريل ګاډۍ کښې ؤ او په ځينو سټېشنو دۀ د ولي خان په ځای تقريرونه هم کړي وو.يوه اتفاقي خبره داده چي زۀ څومره خلق پېژنم چي د مردان د ټکر کلي اوسېدونکي دي او خپل نوم سره دکلي نوم يعني ټکر ليکي، نو دکور کلي نه لېري وي. لکه دلبر خان ټکر،سردارعلي ټکر،نفيس ټکر او ساجد ټکر.
سردارعلي ټکر هم تر څه وخته خيبر بازار کښې ؤ دغلته ورسره ما د يو اخبار دپاره مرکه هم کړې او چاپ کړې وه. نفيس ټکر موږ سره يو اخبار ''کسوټي'' کښې يو ځای کار کولو بيا اسلام اباد ته لاړو او اوس دی او سردار علي ټکر دواړه امريکې ته رسېدلي دي. ساجد ټکر هم په ټکرو سر دئ او دپېښور نه اسلام اباد ته رسېدلی دئ.
هم دې خيبر بازار او کيسه خوانۍ کښې ما محترم همېش خليل ،ډاکټر راجولي شاه خټک،لطيف وهمي، شېرشاه ترخوي، نيمروز قېس،اطلس ګل اطلس، داد محمد دلسوز، اکرام الله ګران، سليم راز، ډاکټر زبير حسرت، اسير منګل،سيف الرحمان سليم ، فريحان شيدا، قمر زمان قمر، ډاکټر شېرزما ن طائزی، مهدي شاه مهدي، مرتضٰی خان شاهين، پرويش شاهين، رحيم شاه رحيم، ډاکټر فضل دين خټک، سيد رسول ناڅاپه ، اباسين يوسفزی،حنيف خليل، فاروق فراق او داسي نور ډېر ښاغلي ليکوال پېژندلي دي .
هم دې کيسه خوانۍ او خيبر بازار کښې ما د افغانستان ځينې نوموړي ليکوال هم په وړومبي ځل ليدلي او پېژندلي وو. چي پکښې حبېبالله رفيع، آصف صميم ، زرين انځور، محمد صديق پسرلی، پير محمد کاروان، غلام فاروق چشتي، نورالحبيب نثار، باز محمد عابد او نور ډېر شامل دي.خو د رفيع صيب او د آصف صميم سره به مي ليدل کتل ډېر کېدل .يوه ورځ څو تنه ليکوال ناست وو او هر يو دا خبره کوله چي موږ کله کتابونه کورته يوسو نو دکور والاو رويه مو څۀ وي او څنګه تبصره پرې کوي. حبيب الله رفيع صيب اووې زۀ خو چي کله نوی کتاب کورته يوسم نو کور کښې راته وايي'' چي بيا دي راله بله بن راوسته'' . دغه شان دوی نه به موږ ډېر تپوسونه کول او دوی به راته د هغې پحقله د جوابونو راکولو سره سره کتابونه هم ښودل. چي په دغه حقله به وو. زۀ آصف صميم صيب او نور ليکوال به اکثر کيسه خوانۍ کښې دکتابونو يودکاندار له ورتلو چي دی په سودا ګر مشهور ؤ. د دۀ متعلق ډېري قسم قسم کيسې مشهوري دي. البته يو لوی صفت پکښې دادئ چي په کتاب او دهغې په قدر وقيمت پوهېږي. ځکه نو کله چي د افغانستان نه دلته د پښتو کتابونه راغلل نو دۀ د عقاب خټک يو کتاب چي کابل کښې چاپ شوی ؤ او دا د رحمان بابا خلاف دوی ليکلی ؤ. په کال ١٩٩٢ کښې په ما او صميم صيب په شپږ سوه روپۍ کتاب خرڅ کړی ؤ. وروستو بيا آصف صميم ته معلومه شوه چي دا کتاب هم دغه کيسه خوانۍ کښې يوبل دکان کښې په شپېته روپۍ خرڅېږي. په بله ورځ ما بيا صميم اولېدو او دا خبره يې راته اوکړه چي دې کښې سوداګر راغی. وې راشی نور ډېر ښه کتابونه مي راغوښتي دي چي دريې کړم خو آصف صميم ورته اووې'' سوداګره دومره زياتی دي راسره کړی دئ، که تۀ راته اووايې چي ما ژوندی حبيبي صيب راوستلی او درباندي به يې خرڅ کړم هم درنه به يې وانخلم''.
ډاکټر مجاور احمد زيار صيب به هم کله کله ډېري خوندوري کيسې کولې خو ډاکټر اسرار راته خيبر بازار کښې کيسه کوله چي موږ مالاکنډ ايجنسۍ درګۍ ته يوې مشاعرې له تلي وو، نو هلته په مشاعره کښې اعلان اوشو چي دلته څو ليکوالو د ځان سره خپل دپښتو کتابونه راوړي دي او بازار نه يې ارزان ورکوي. په دې کښې د ډاکټر مجاور احمد زيار نوی کتاب '' دپټي خزانې لغوي څېړنه'' هم شامل ؤ. يو تن دا کتاب واخيستو او لاړو مخامخ په کرسۍ کښېناستو څو پاڼې يې واړولې او بيايې هغه کتاب واپس کړو وې ''دا واخله ماوې ګنې دا د پښتو کتاب دئ.'' د ډاکټر زيار صيب اکثر دپښتو کتابونه هم داسي وي چي ډېر کم خلق پرې پوهېږې. او بغير د شاعرۍ نه په نورڅه يې پوهېدل ګران دي خو اورو چي دپښتو ژبي لوی ماهر دئ. په وروستو وختونو کښې به زۀ ،ضياء الرحمان لالاخېل ،سيد ظاهرالله،ساجد ټکر او خصوصاً شريف الله مسرور اکثر کيسه خوانۍ او خيبر بازار ته د چکر ،کتابونو يا د خوراک دپاره ورتلو. ولي چي دغلته د کتابونو نه علاوه قسم قسم خوندور خوراکونه هم شته.
نور هم ليکوالان سندرغاړي،فنکاران، پروډېوسران،استاذان ، پروفېسران او عام ډېر دلچسپ خلق ما ليدلي دي او ددوی ډېر واقعات هم راته ياد دي. ماوې ليکم يې خو چي تردې مي دا ليکل اوکړل نو يو ملګری مي راغلو او راته يې اووې بيا څۀ کوې؟ ماورته اووې سفرنامه ليکم . هغه وې دکوم ملک سفرنامه ليکې؟ ما ورته اووې پخپله يې اوګوره . هغه چي دې عنوان ته اوکتل نو او يې ويل. مړه ! د دوه نيم ګامه مزل به څه سفرنامه وي . سفر نامې له خو چرته بل ملک ته تلل پکار وي او واقعي د کيسه خوانۍ او خيبر بازار تر منځه خو يو نری غوندي سړک دئ چي دوه دوه نيم ګامه به وي. دې سره ماهم لاس اونېوولو. ګنې نو ډېر واقعات رانه پاتې شول د ملګري دې خبري ته چي ګورم نو دا يو زړۀ مي وايي چي بس کاڼی پرې کېږده خو دا بل زړۀ راته وايي چي بل وخت ته يې پرېږده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ