ليکوال:فاروق سرور
د مجلې ګڼه:۹مه
د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵
يو اور ؤ چي سرې لمبې يې د سترګو په رپ کښې په کلي کښې هري خوا ته خورې شوې، په هغه کلي چي د ښارونو له ژوژه ډېر لېري د غرونه په منځ کښې دا ډول پروت ؤ لکه په شپه شپه چي هلته يو داسي دېب راوړی وي چي په خپله يې هم له ډېرو نارو بغارو يې بد کېږي او سکون او کرار غواړي .
بس نو څۀ ؤ، يو شخول شو، دغسي په درزنو زنانو، ماشومانو او سړو زموږ د ګاوبند په خوا را منډه کړه. ټول حيران وو او نۀ پوهېدل چي دا څۀ وشو. بلکې که دا هم ووايم چي د ټولو سترګي رډي راختلي وې او له سوالونو ډکي وې چي ولي، نو بې ځايه به نۀ وي .
دا څۀ، هر يو په نارو او چيغو ؤ چي دا څۀ وشول. عجبه ده ټول يو ځائ داسي ږغېدل لکه د مچو د ګبين مچۍ چي يو څوک هم نۀ په پوهېدی چي دوی اخير وايي څۀ؟ بس نو دغالبوزو په ځالۍ به څوک پوه شي.
دا يوه عجبه ننداره وه. پای دغو ساده خېلو کليوالو په خپل ساده انداز کښي پوښتنه وکړه چي اخير ولي؟ سوب يې څۀ ؤ چي خواره لېونۍ شوه ؟ چېري يو لېوني بوټي خو يې نۀ دي خوړلي ؟
نۀ يم خبر چي ولي، زموږ برېتور قادر کاکا ورته وويل چي دا مهال په ګاوبند کښي د توت تر سايه داره درخته لاندي ناست ؤ. ما خو په غوا کښې داسي هيڅ خبره نۀ ده ليدلې. سر مي نۀ خلاصېږي چي ولي؟
خواري يو بياڼګی خو نۀ درلود چي مړ شوی وي او دا ورپسې لېونۍ شوې وي. د خيرني لنګوټې والا يو کليوال پوښتنه وکړه چي ډېر کړهانده ؤ .
کاکا زموږ د کور يو زوړ مزدور ؤ او مزدور هم نازولی، چي بابا به خورا باور ورباندي درلود او هم دا سوب ؤ چي اوس د دۀ وزه داسي وه لکه د کلي اصل خان چي دي وي، په دغه ډېر غاور هم ؤ او اوس يې هم غرور په خبرو کښې چا محسوسوی بلکې په ساده پښتو کښې له دروا معلوم ؤ .
يا، داسي خبره هم نۀ وه، له دغو دوو کالو وچه وه. نۀ مي يادېږي چي يو واڼی دي يې راوړی وي .
رښتيا خبر دا وه چي دې خبري چي څرنګه ټول کلي لړزولی ؤ، دغه رنګه يې کاکا او زموږ کورنۍ هم چي دغه ناببره ټکه راغله څنګه او ناست ناست وشول څه .
زموږ کلی چي څرنګه ډېر اوړ ؤ، هم دا راز ډېر ښکلی هم ؤ لکه د رنګارنګ ګلونو باغ چي شاوخوا خوشبويي ورته په لوبو او اتڼ وي او سندري وايي .
ژړه غوا په ټولو کليوالو ډېره ګرانه وه ولي چي خورا ډېري پۍ يې درلودې. بله ډېره شريف مزاجه او نېکه هم وه، ګرسره به يې په چا کار نۀ درلودی او نه به يې بد کول .
که څه هم زموږ په ګاوبند کښي څلور نوري غواوي هم وې، خو سرې ښاماري وې البته دا تر ټولو ښه وه او په سړي به برناحقه ګرانه شوه.
بابک د خپلي علاقې يو مالداره او خوشحاله سړی ؤ چي خورا ډېر باغونه او له شنو فصلو ډکي مځکي يې درلودې. ژړه غوا د ادې او بابا په شان په ما هم ډېره ګرانه وه بلکې زۀ يې تر ټولو زيات شيدا وم، ولي چي هر وخت به ورسره وم او لکه ددې بياڼګی ټينګ به ورباندي نيښتي وم.
ودې خبري ته به ټول حيران وو چي يوه ژړه غوا ګوره او داسي بسياري شيدې ګوره. نوري څلور سره غواوي ځواني جهاني وې او په طاقت کښي هم وې، خو پۍ به يې تر ژړي غوا کمي وې او ټولو به دا عجبه بلله .
البته يوه خبره وه چي څلور سره د بياڼګانو مندي وې او د بابا په وېنا قادر کاکا به د بابک په ويلو بچي ورايله کول چي له لوږي به يې له نږدې کوټې ناري ورته وهلې او د بابک نۀ زړۀ کېدل، په دغه هم د هغو بد مخو شيدې لږ وې .
رښتيا وايم ، څلور سرو خورا بد کول او زموږ مزدوره قمره ابۍ به ډېره ځني وېرېده او نږدې به نۀ ورتله ولي چي په تېرو شکرو به يې وهله بلکې څو واره يې خواره خوږ کړي وه، ځکه به نو قادر کاکا پخپله لوسلې چي په دې څانګه کښې خورا مزی ؤ .
هغه د پاخه عمر يو تک سور او پنډ غټ پټ سړی ؤ او خورا سخت مزاجه ؤ، له دۀ سره به هر وخت يوه نرۍ، اوږده، نوده لښته وه چي د زړۀ له اخلاصه به يې څلور سره داسي په بې دردۍ ورباندي ووهلې، لکه ددۀ بې لاري کوردارۍ چي وي، دم دستي يې د پلرو له کوره راوستلي وي او په لاره يې راوستل غواړي .
کله چي به ماځيګر مهال څلور سرو هغو وليدی، نو داسي به سرونه ورباندي وځړېدل، لکه بد کول چي د هغو په روح کښي لا نۀ وي او بدمخی مېړه يې په سرای او انګڼ را ننوزي.
که څه هم د کلي ټول وګړي ډېر خواران وو، خو په خپل حال کښي مست وو او صبر کول سړي له دوی زده کوئ.
بابک او مورکۍ ته الله پاک په خپل نيت هم ورکړې وه. کليوال به تل زموږ کره راتله. کڼ، شيدې، مستې، کورت، کوچي او شلومبې هر څه چي به هر چا غوښت، مورکۍ به انکار نۀ ورته کوئ. عجبه ساده خېل کلي وال وو چی بس هر څه دي د ژړي غوا وي، ولي چي د رښتيا خوند پکښې وي.
ما به تل ددوی په دې معصومي غوښتني خندل. ولي چي ماځيګر کله چي به هم ټولي غواوي ولوسل شوې، نو قمري ابۍ به په منا کښې په لوی لګن کښې شيدې يو ځای کړې او بيا به يې هغه شيدې چي شلومبې کولې به يې، دتومني دپاره په يو بل لوی دېګ کښې ځني جلا کړې.
لکه چي دمخه مي وويل ژړه غوا ډېره امن ناکه او خاموشه وه، خو اوس به يې هر چا له سترګو څخه دا اندازه لګوی شوه چي يوه ورځ به يې دغه لېونتوب زيات شي. رښتيا خبره هم دا وه چي تل به کړهانده وه، ناخوبه به وه او موږ يې خونه هم ور جلا کړې وه، ولي چي تر دې دمخه موږ ټولي غواوي يو ځای تړلې چي اوس به ددې له سوبه دوی هم ناخوبه او ناارامه وې او په يوه خونه کښې يې ګزران ګران ؤ.
يوه ورځ خو د ژړي غوا ماغزه داسي پر له وګرځېدل چي توان من مغزي يې له هغي مېخ تبلې په زوره کش کړئ چي د دې د غاړي زنځير به ورباندي تړلی ؤ، شړک شو، زنځير په منځ دوه ځايه شو، د ګاوبند دروازه خلاصه وه او دغسي يې دباندي منډه کړه .
اوس هغې په خورا لېونتوب دباندي د کلي په سپېرو او ډبرينو کوڅو کښې منډي وهلې او څوک داسي ښاغلی نۀ ؤ چي را و يې ګرځوي. که څه هم هغې په زوره نارې او رامبوړي وهلې، خو و ماته داسي معلومېده لکه هغه چي ژاړي او داسي له ډېره دړده کوي.
په دغه ساعت کښي کليوالو دا وګڼه چي هر هغه څوک به ددې له بدو شکرو مړ شي چي که يې ومخته راغلل. په دغه منځ کښې چي دې منډي وهلې، د کلو سپو هم منډه ورسره وهله چي په شمېر خورا زيات وو او هم لوچک پکښې وو او هم خروړي چي غوږونه او لکۍ دواړه يې پرې وو، خو ټولو بس په غپا ګزاره کوله او پوهېدل چي که څوک يې و مخته راغی، نو به يې په پشو او شکرو کښې وکوټل شي او د ټولو دا هڅه وه چي په غپا يې راوګرځوي، خو د هغې لېونو مغزو چېري ددوی غپا منله ، بلکې سترګي يې تر دوی زياتي سرې وې.
ناڅاپه دغسي توره شپه شوه، د سترګو په رپ کښې اسمان له تورو وريځو ډک شو چي ټولي يو مخ په بدو نارو وې او يو بد او زورورباران دغسي شور وهل .
کلی شاوخوا له جګو درختو ډک وو. اوس وني هم له وريځو سره په نارو شوې چي اول خو په ګنګوسو او په سرپي وې، خو پای په بدو چيغو. اوس داسي ايسېده لکه وريځي او درختي چي هم له ژړي غوا سره په ګډه ژاړي.
ناڅاپه يوه بله قصه پېل شوه. ژړه غوا ودرېده او دغسي يې د کورونو و نودو دېوالونو ته پام شو او دا ډول يې د سترګو په رپ کښي څو کمزوره دېوالونه په خپلو بدو شکرو ونړول. دا ښه ؤ چي و شاته يې څوک نۀ ؤ کنې تر دېوالو به لاندي شوي وو.
اخير پای مشرانو دا فېصله وکړه چي غوا خو په سمه نۀ راګرځي، نو ښه خبره به دا وي چي قادر کاکا به ټک ورباندي کوي، ځکه نو د سترګو په رپ کښي زموږ له کوره د بابک توپک راووتی، ډز يې شو، سرې ويني خورې شوې او ژړه غوا په دې جهان کښي نۀ شوه پاته .
که څه هم ژړه غوا د همېش دپاره زموږ له منځه ولاړه، خو په دې راز يو څوک هم نه شو خبر چي هغه لېونۍ ولي شوه، ماغزه يې ولي پرله وګرځېدل او سد يې کار پرېښوئ، بې له يوه سړي چي هغه زۀ وم. هو زۀ، بل څوک نۀ، د هغې د لېونتوب يواځنی يو ګواه .
اوس به نو په دې پټي خبري او راز زۀ تاسي هم له ځانه سره راګډ کړم چي ولي څنګه يو قيامت راغی او په ژړه غوا تېر شو.
دا هغه شپي وې چي شوروي له وطنه تللي وو، مجاهد کمزوري شوي وو، په وطن کښې ګډامۍ وه او هر ځای د هغو خلګو باچهي وه چي موږ به توپکيان بلل، بس هر ځای به ددوی بېلا بېلو وسله وال او ډنډه مارو ډلو خپل خلګ درلود او لوټ مار به يې جوړ کړی ؤ. ظالمان په منځ کښي هم نۀ وو سره جوړ او يو بل به يې د لېوانو په شان وژل .
په دا منځ کښې يوه ورځ ژړه غوا د څنګ له يوه داسي کلي تېرېده، چېري چي توپکيان د لوټ مار په نيت وراغلي وو، په درزنو وو، د کلي خلګ يې په يو لوی ميدان کښې د يوې لويي کلا ومخته را ټول کړي وو، که څه هم لوټ مار يې کړی وو، خو د وحشيانو په شان وو او اوس يې زاړه، تنکي او نور سړي وژل، ولي چي هغو اول سر ټکان په کړي وو او ددوی څو نۀ بلکې ډېر کسان يې وژلي وو. کليوال ملامت هم نۀ وو، په غلۀ او ډاکه مار څوک ټک نۀ کوي .
نو ما دا ويل چي هم به يې په يو قطار کښې ودرول او زربه به يې کړل او هم به يې خپل ځني هغه خاص نوي دښمنان و يوې خواته کړل چي دوی توپکان ورڅخه نيولي وو او په غاړو به يې چړې ورتېرولې او داسي به يې حلالول لکه هغوی چي پسونه وي او دا ډول به يې سرونه ور جلا کول، ماشومانو او زنانو به يې چيغي وهلې، د خدای روی به يې ورته نيولی ؤ، سرونه به يې ورته لڅ کړي وو، ددوی پښې به يې نيولې، سپين سرو به خپلي رخچيني لا پر ايښوولې خو دغو وحشيانو به خندل، په دوی به يې ملنډي وهلې او ډنډه مارانو به يې دوی په نريو نريو لښتو وهل، په وينو به يې سره کړل چي په قطار کښې ودرېږی او دا ننداره ګورئ، کنې له تاسي سره به هم موږ داسي وکړو.
له بده مرغه دا هر څه ژړي غوا په خپلو سترګو وليدل او دغه د قيامت ساعت په دې هم تېر شو. دا مهال زۀ او ژړه غوا له خپلو لېرو مځکو راروان وو او دغه د څنګ کلی مو په لاره کښي پرېوتی چي ناوړتيا پکښې روانه وه. د ژړي غوا په ملا د سپېښتو ګېډۍ پرته وه چي موږ به د نورو بودګانو دپاره هره ورځ راوړه او د غوا په ملا له ګېډۍ سره زه هم ناست وم چي د لسو کالو وم .
په دغه ننداره ليدلو ژړه غوا ناڅاپه ودرېده او و ماته يې په دا شان رډ رډ وکتل لکه پوښتنه چي کوي چي دا څۀ لېونوتوب روان دی. که څه هم هغه خاموشه وه، خو دا هر څه د هغې د زغملو نۀ ؤ. هم دا سوب ؤ چي په وار وار يې و ماته مخ را اړوۍ، لکه چي وايي چي ولي يو انسان بل انسان وژني او هغه هم په داسي ناترسۍ، خو زۀ په خپله ووړ بچی وم ، له ما سره به يې څه ځواب ؤ، بل په خپله هم وارخطا وم چي ددغو وحشيانو وماته پام نه شي او څه تاوان نۀ راورسوي.
که څه هم غوا د مخه ښه په خوند خوند روانه وه، خو اول ودرېده او اوس يې ناڅاپه منډي پېل کړې. داسي ايسېده لکه هغې چي له دغي نندارې بد تاثر اخيستی وي او اوس ګرسره په يو بل ډول لېونتوب په ځغاست وه او زما دپاره دا ډېره ګرانه وه چي زۀ دا څرنګه راوګرځوم. بس وېري اخيستی وم، په ملا يې ټينګ پروت وم او لاسونه مي په غاړه کښي وراچولي وو چي چېري غوځار نۀ شم. رښتيا وايم په کليمو وم چي دا دی ولوېدم، دا دی مړ شوم .
يوه ورځ چي اسمان له وريځو ډک وو او نري شمال مستي کوله. دغه راز ما اول ځل و قادر کاکا ته په ګاوبند کښي ووايه چي له درختو ډک وو او وياله هم پکښې بهېده، که څه هم ادې و بابا مي لا تر اوسه نۀ وو په خبر کړي. عجبه ده چي هغه زما په دې دومره لويه خبره بالکل نۀ شو حيران، بلکې چرت يې لا نۀ پکښې ووهي او راته ويل يې.
زما لاليه مېړني خلګ ګرسره په داسي وړو خبرو کښې ری نۀ وهي او نۀ يې پرواه کوي چي سرونه پرې کېږي او خلګ حلالېږي، ولي چي دا مهال وطن د جنګ په سرۀ اور لړلی دی .
خو کاکا مورکۍ وايي چي د جنګ خپل اخلاقيات وي، خپله وزه يې وي، د ډېرو خبرو خيال پکښې ساتل کېږي.
ما بېرته خبره ور غبرګه کړه .
جنګ، جنګ وي زما بچيه او دا دويم نوم دی د حيوانيت، د وحشي توب، د لېونتوب، د لېوه توب، که له ما پوښتنه کول غواړې، نو دا هيڅ اخلاقيات نۀ لري چي څوک ګناه ګاره دی او څوک بې ګناه. بس و دښمن ته هر مخالف سور اور ښکاري، هم ښامار او هم بده بلا او له کيني ورته ډک وي .
د کاکا په مخ دا مهال بې حسۍ لوبي کولې او په سترګو کښې يې هيڅ رحم او تاثر نۀ ؤ .
خو کاکا ژړي غوا خو دا هر څه نۀ منل، هغه خو ټوله ژوند په خپله د امن او سوکالۍ پېلامه وه، د هغې دپاره خو دا سور ظلم ؤ .
ما يو ځل بيا دی قانح کول وغوښت .
هغه ليونۍ وه، بېوقوفه وه، بې مغزو وه، حيوانه وه حيوانه. کاکا کټ کټ وخندل، او حيوان کله پوهنه لري؟
بس هغه ږغېدی او ما په غټو حيرانو سترګو ورته کتل .
دا مهال کاکا په يوې داسي نرۍ لښتي سره چي تازه تازه يې له يوې وني پرې کړې وه، په مځکه پرتې له يوې داسي مرغۍ سره لوبه کوله چي مړۀ وه خو ملګري مرغۍ يې د نږدې وني په شاخ ناسته، د هغې په مرګ داسي په سرو ساندو او چيغو وه چي زړونه يې لړزول او څوک يې وزلووئ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ