ليکوال:در محمد کاسی 

 د مجلې ګڼه:۹مه

د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵

 

"زۀ چي د څه کار يا يو شي دپاره شل ځله درته ووايم ته يې ګرسره اورې لا هم نۀ، خو د نازنيني له خُلې نۀ مړ يې نۀ ژوندی. ملک به په خندا خندا ورته ويل چي آ لېونۍ! زما لور نازنينه ده او تۀ له نازنيني سره ځان مۀ برابره وه.

اميري به په خندا ورته ويل چي د چا لور ده له چا پيدا شوې ده؟ ملک به په فخر په انداز سر وشوروی هو منم چي ستا لور ده زما لور ده له موږه پيدا شوې ده خو فکر کوم چي تر څو به زموږ وي؟

اميره پوه شوه چي نن بيا د نازنيني دپاره و ملک صاحب ته يو چا مرکه کړې ده، ځکه هغه يو ځل بيا حيران او فکر منده دئ چي ها ورته وکړم که نا ورته وکړم ځکه يې په راز دارانه انداز تپوس وکړ.

ولي فکر مند يې نن بيا چا د نازنيني دپاره مرکه کړې ده که څه بله خبره ده اميري تپوس وکړ.

اميري تپوس وکړ، ملک په فکر مندۍ کښې سر وشوروی هو خو له دې واره فيصله ډېره ګرانه ښکاري ولي چي دا ملک ګل ډېر زړۀ ته رانږدې سړی دئ زوی  يې هم ښه ښاغلی ځوان دئ بيا دوی هر څه لري، ښه زمينداري ښه امدن ښه کور که خدائ کول لور به مو هلته هم دغسي باچاهي کوي لکه دلته.

اميره په فکر کښې دومره غرقه شوه چي د خاوند نوري خبري يې لا وانۀ ورېدې ملک و دې ته په غور وکتل او تپوس يې وکړ، تۀ ولي بت شوې ولي څه صلاح نۀ راکوې.

اميره ورته ګويانه شوه. زۀ څه ووايمه، لور چي هر څومره نازنينه شي خو بيا هم پردۍ ده، خدائ پاک دي نصيب ښه کړي زۀ حيرانه يم چي د دې بغير به دا زموږ کور څنګه کور وي؟

ښه نود دې مطلب دا شو چي له دې ځله تا هم په زړۀ لوی کاڼی کښېښوی دغسي ده کنه.

تر څو به موږ و خلګو ته نا نا کوو دا شليمه مرکه ده بيا د انجلۍ ذات دئ ورځ په ورځ يې عمر زياتېږي اوس هم د دوه ويشت کالو ده تر څو به لا ناسته وي بس د ښه نصيب دعاوي به کوو خو تۀ لږ معلومات وکړه چي هلک څنګه هلک دئ اميري و خاوند ته خواست وکړی.

ښه هلک دئ ما ليدلی دئ پلار او ټول خاندان يې پېژنم خپل خلګ دي څوک پردي خو نۀ دي، نن ماځيګر دوی په مرکه راځي. که چېري ستا تسلي نۀ کيږي نو سبا ورشه هلک هم ووينه کور يې هم وګوره اوس زۀ ځم خو ها، تۀ له نازنيني سره هم خبره وکړه د هغې رضا مندي هم ضروري ده.

ملک دباندي ولاړ او اميره يې د فکر په انبار کښې يواځي پرېښوله دا لا دغسي فکر وړې وه چي نازنينه راغله و مور ته يې په غور وکتل نو په خندا خندا يې تپوس وکړ.

مورکۍ! خير دئ بيا دي څو جهازونه غرق شوي دي چي داسي فکر وړې يې؟ اميري چي د لور و ښائسته مخ ته وکتل نو په خندا شوه، نۀ لوري خدائ دي نۀ کوي ما هسي فکر کوئ هغه پلار دي ويل چي نن ماځيګر مېلمانه راځي تياري وکړئ.

مېلمانه څوک دي؟ نازنيني په تجسس تپوس وکړ.

لوري نن بيا له خيره سره ستا په مرکه ملک ګل کاکا راروان دئ د هغه زوی اسفند يار خو به تا هم ليدلی وي د هغه دپاره تا غواړي خو ستا د رضا مندي بغير موږ هيڅ فيصله نۀ کوو.

نازنيني د لږ فکر پس و مورته ويل ولي دا خلګ ولي داسي ړانده دي چي په ټول کلي کښې بله انجلۍ نۀ ويني تر ما ښې ښائستې انجوني شته هغه ملاله، ګلالۍ، ګل پاڼه، د هغو د کورنو لار ملک ولي نۀ ده ليدلې.

اميري په حيرت و لور ته وکتل او بيا يې وويل راشه دلته نزدې راشه چي نازنينه مورته نزدې کښېنسته نو هغه د دې په سر لاس کښيښوی او په مينه مينه يې ورته ويل ستا بلا واخلم تۀ خبره يې چي دا څويمه مرکه ده چي موږ يې جوابوو، خو يوه ورځ خو به اخر هو هم کوو لوڼي خو دي د پردي امانت بس خدائ دي نصيب ښه کړه.

نازنينه پوه شوه چي جدايي راغله ځکه له مور و پلار څه د جدائي په غم کښې تر ډېره خاموشه ناسته وه او بيا يې يوه سړه ساه واخسته او ويل يې.

مورکۍ! چي تاسو له ما دومره بېزاره ياست بيا نو ستاسي خوښه ده او له دې سره نازنينه له ډېره حيا د نور څه ويلو جوګه نۀ وه ځکه له کمرې بهر ووتله او مور يې د خوشحالي او غم په يو بې کچه فکر کښې ورکه شوه د لور جدائي د لور ابادي.

د نازنيني او اسفند يار وادۀ د دواړو خاندانو د شان مطابق ډېر په شان و شوکت وشو د وادۀ په شپه له ډوډۍ پس د ټنګ ټکور محفل ؤ د کلي ټولو ځوانانو و اسفند يار ته د داسي حوري سره د وادۀ مبارکۍ ورکوله او ځيني مخصوص دوستانو دی له ځان سره بوتلی چېرته چي دوی خپل د هري شپې غوندي په خفيه محفل کښې د جاني واګر نومي وسکي خوندونه واخستل.

نازنينه د ناوې په لباس کښې نن واقعي يوه پرۍ يا حوره ښکارېده. د ناوې کره دومره ښائسته وه چي د ټول وادۀ خلګ ګوته په غاښ ورته حيران ؤ خو تر دې هر څه زياته ښائسته د دې نوی کور ميرمن وه چي تر نيمي شپې د خپل خاوند و اولني ديدار ته په انتظار ناسته وه. اسفند يار د شپې په يوه بجه د شرابو په نشه کښې د ناوې خوني ته راغلی او د نازنيني څنګ ته په پلنګ له بوټانو سره کښېنستی او په اوتو بوتو اخته شو.

 نازنيني چي په غور و دۀ ته وکتل نو حيرانه شوه چي دا هغه ځوان دئ چي ټولو يې ستاينه او تعريف کوئ اسفند يار چي و نازنيني ته لږ نور نزدې شو نو په هغې باندي د شرابو بدبو ولګيده دا پوه شوه چي سړی په نشه کښې دئ ځکه فوراً له پلنګه کښته لېري ودرېده، اسنفد يار حيران شو چي دا ناوې څۀ کوي، ځکه يې ورته ويل دلته راشه تۀ چېري منډي وهې دا شپه خو د وصال شپه ده، د ميني شپه ده. نازنيني په ډېر خفګان او اواز کښې ورته وويل تا پخپله د وصال ټولي لاري د تل دپاره بندي کړې، ستا د شرابو دا لعنت ډېر خوښ دئ ځکه له ما څخه هيڅ هيله هيڅ اميد مۀ ساته.

اوس د اسفند يار هوش په ځائ شو حيران ؤ چي په کومه توګه نازنينه رضا کړي بس دومره خبره يې وکړه چي تۀ زما ښځه يې زما هره خبره هر کار ستا فرض دئ. نازنيني په يوه زهر خندا انداز و دۀ ته خپله هتمي فيصله ور واوروله د دې انداز او الفاظ دواړه د يو اعلٰی جج غوندي مديرانه ؤ چي په هغه کښې د هيڅ شک او اپيل ګنجائش نۀ پاته کېدای سترګي اوښکو او زړۀ له ارمانه ډک.

نازنيني ويل جناب ملک اسفند يار صاحب، زۀ د يو ناقدره شرابي ښځه نۀ شم کېدلای، لاکن د قام، قبيلې مور و پلار د عزت او وقار دپاره طلاق او جدائي هم نۀ اخلم ځکه نو دا خبره د زړۀ په غوږو واوره چي زۀ او تۀ تش د کورنۍ او خاندان په وړاندي له دې خوني بهره مېړه ماينه يو او بس نور زما او ستا تر منځ هيڅ رشته هيڅ تعلق نشته.

زۀ هيچا ته هيڅ حال نۀ وايم او که چېري تا څوک خبر کړه نو په هغه ورځ زما او ستا تر منځ دا د دروغو تعلق هم ختم وګڼه اوس تۀ دلته په خپل پلنګ يواځي پرېوزه زۀ له خپل نصيبه سره جدا په مځکه پرېوزم شپه دي په خير.

نازنيني ټول ژوند د مېړه په کور کښې د ستۍ غوندي په خاموشي او ارمان کښې تېر کړ، هيڅوک د دې په درد د دې تر مرګه خبر لا هم نشو خو دې په صبر او وقار د وادۀ پنځه ويشت کاله له مېړه څه په جدا بستره کښې د مځکي په مهربانه غيږ کښې تېر کړل

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba