ليکوال:سليم بنګښ

د مجلې ګڼه:۹مه

د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵

    کبير خو اول خپلي ښځي سره ډېر ښۀ ؤ - غريبي ډېره  وه خلق په غلا جتو کښې دوبۍ ته بې وېزو او بې پاسپورټه روان وو - کبير د ډيوې د وادۀ کالی  خرڅ کړو او  کشری  ورور يې دوبۍ ته ولېږلو - ورور  يې ورسېدو هلته ورته مزدوري ملاؤ شوه نو ورو ورو يې حالت په ښۀ کېدو شو خو د کبير خپلي ښځي سره تعلق په خرابېدو شو - ورور به يې دوبۍ نه  پيسې  رالېږلې  او دلته به کبير راخلاصولې - ولي چي پلار خو يې بيمار ؤ ،نو  دا هر څۀ به د کبير په لاس  کېدو - د کبير مور هم د کبير په طرف وه ولي چي بل يې وو څوک؟ 

                 کله کله به کبير ملګرو سره دا خبره هم کوله چي زۀ به بل وادۀ کوم ولي چي يو وادۀ سړی د پلار په خوښه کوي او چي سړي سره پيسه راشي نو يو وادۀ په خپله خوښه هم پکار وي  -

        د کبير ورور به پيسې رالېږلې او د کبير جيب به هر وخت روپو نه ډک ؤ - اوس د کبير خپلي ښځي سره نۀ لګېده - مور ته يې هم پته لګېدلې وه- خو مور به يې ډيوې  ته ډاډګېرنه ورکوله چي تۀ ګذاره کوه کبير به خپله سم شي - خو چي پيسې زياتېدې کبير سره سره  يې د مور رويه هم بدلېدل شورو شوه - خلقو به ويل چي په  کبير رڼا د ډيوې په وجه راغله ډيوه ډېره بختوره ښځه ده - 

ډيوې  به ټوله ورځ د کور کار کولو - هر طرف نه به ورته اوازونه  کېدو او دې به هم لکه د لېونو هري خوا ته منډي وهلې کله به چا چای غوښتې نو چا به د ډوډۍ غږ کولو - که چا ته به د اوبو ضرورت ؤ ،نو  غږ به يې په ډيوې  ؤ - پخول ټولو ته ورکول هم د ډيوې  په ذمه ؤ هغې به ټول مَړه ول خو د ځان د خوراک غم به يې نۀ کولو - ډيوې هم دا هر څۀ په ډېره خوشالۍ زغمل هغې بس ورځي اړولې - د هغې بل لوی کار دا هم ؤ چي هغې به د بيمار سخر خدمت هم کولو - که هغه بيماره هم وه خو هغې کله ويلای شو چي زۀ بيماره يم - د هغې  بستره هم نۀ وه- په يَو واړۀ پرې غوندي کټ  يَوه پرې غوندي نيمه درۍ پرته وه - د سر دپاره يې هم څۀ نۀ ؤ - د هغې بېخي ارام نۀ ؤ - چي کله به ټول اوده شو نو هغه به هاله د سخر په خوا کښې اودۀ شوه - هغه به بيا هم د څه ساعت دپاره وېښه وه چي هسې نه چي چا ته د څه ضرورت پېښ شي او اواز وکړي اکثر به داسي کېدل هم - هغه که اودۀ هم وه په زړۀ به بيداره وه - خوب کښې به هم  لړزېده ،  ويښه به شوه چي لکه چا اواز کړی وي-د شپې به ناوخته پوري ويښه وه  او بيا به  هم د سحر بانګ سره اوچتېده-

 د ډيوې  د جامو خيال به چا ساتلو ، که چا چرته  زاړه جوړه ورکړه نو دې ته به هم ډيوه  خوشاله وه ځان ته به يې برابره کړه - د اختر په ورځ هم د ډيوې  نوي جوړه نۀ وه- 

         ډيوه  پوهېده خو ځان يې نګول کړی ؤ - په دې دوران کښې ډيوې  ته خدائ ليدلي ؤ  زوی  يې پېدا شو - ډيوه  ډېره خوشاله وه چي که خير وي زما دا وړوکی بچی به لوی شي او بيا به زما ورځي بدلي شي خوشحالي به راشي بيا به زما چاته څۀ کار وي - خير دئ که د کبير ما سره اوس تعلق خراب وي نو ورستو به ښۀ شي - ورځي تېرېدې د کبير رويه ورځ په ورځ خرابېده - د کبير پلار به ښځي ته بيا بيا دا وېنا کوله چي زۀ د ډيوې  دا حال نۀ شم ليدای ، د خدائ عذاب نه وورېږی تباه به شی - خو د بيمار خبري چا اورېدې - څۀ مودې پس د کبير کشر ورور دوبۍ نه راغی -  هغۀ ځان سره بلا ډېري پيسې هم راوړي وې - مور يې د کشر زوی د وادۀ تابيا وکړه - اوس دوی شته من خلق وو - ښکلې جېنۍ يې زوی ته راوسته ، ډېر جهېز يې راوړو - اوس کبير او د کبير مور ته خدائ ورکړه اوس خو ډيوه  وينځه شوه - د ناوي خدمت هم د دې په غاړه شو-په کور کښې ډېره سپکه شوه د کبير کنځلي او وهل ټکول  د خواښي  پېغورونه د ډيوې  مقدر شو - ډيوې  به کله کله چي د ناوي جامو ته پام شو او يا به يې په غوږونو کښې د سرو زرو کالي وليدو نو ورو غوندي به يې په  خپلو تشو  پېڅکو  لاس تېر کړو ۔ 

 اوس خو بېخي کبير ورسره تعلق ختم کړی ؤ ۔ د ډيوې زوی  رومان اوس لوی شوی ؤ- هغۀ دا هر څۀ ليدل ،په هغۀ يې اثر هم کولو   - رومان سره هم د پلار تعلق ښۀ نۀ ؤ -  هغه به کله کله  د مور په طرف  ودرېدو ،او  اکثر به په سوچ کښې پروت ؤ -

                      او اوس خو د کبير  مور د کبير دپاره ښځي ته ګرځېده - کبير بل وادۀ کولو، ويل به يې چي ډيوه  د کور ښځه نۀ ده - او يوه ورځ کبير همدغسي وکړو - د کبير ناوې راغله  اوس خو ډيوه  بېخي ورکه شوه - د پلار وادۀ  په رومان  ډېر بد اثر وکړو دماغو يې کار پرېښو - رومان  يې ډاکټر ته وښايلو ډاکټر دوا ورکړه خو نصيحت يې هم ورته وکړو چي رومان به خوشحال ساتی  - دوی ته صدمه رسېدلي ده. رومان څۀ نا څۀ ښۀ شو خو په کور کښې خوشحالي چرته وه - روزانه ژړا، روزانه وهل اؤ بيا يَوه ورځ کبير په غصه کښې ښځي ته طلاق ورکړو  - ډيوې  په هغې وخت کور پرېښلو دروازې نه بهر اووته  حېرانه  اودرېده چي چرته لاړه شي هيڅ درک يې نۀ لګېدو ناکامه  د خپل ورور کور ته لاړه - ورور يې خبر شو هغۀ د کبير کور ته جرګه ولېږله خو طلاق نه پس څۀ کېدای شو -  

رومان خو هسي هم بيمار ؤ اوس يې سم  مزغو کار پرېښو – چي کله به په خود شو نو مور ته به يې ويل چي مۀ خفه کېږه زۀ بس لوی يم  زۀ دي ذمه وار يم د ورور کور کښې ښه يې د بل خاوند خيال نه ځان ساته -په کلي کښې ټولو ته پته وه چي ډيوې  سره ډېر ظلم وشو - هر چا به کبير ته بدعا کوله - 

              ډيوه د ورور کور کښې صرف عبادت ته ناسته وه - کله به يې تلاوت کولو او کله به يې نفل مونځ کولو  - ډيوې پسې به رشتې راتلې خو هغې به انکار کولو -  خو چي کله د نعمان رشته راغله نو ورور او خپلو خپلوانو دې ته مجبوره کړه چي دې رشتې نه انکار مۀ کوه په سر د عمر پروت دئ نن د ورور شته سبا بۀ نۀ وي - ولي چي نعمان  ډېر دينداره سړی ؤ عمر يې کم ؤ خو  اوس اوس يې ښځه په حق رسېدلي وه ځکه خو يې بل وادۀ کولو - ډيوې  دې رشتې ته مجبورًا غاړه کېښوه - وادۀ وشو نعمان په رښتيا ډېر ښۀ سړی ؤ - هغۀ د بلي ښځي ټول د سرۀ زر او کالي ډيوې  ته ورکړو په ښار کښې يې ښه بنګله ورته واخسته - لوی کور ؤ پخواني شتمن وو  ښۀ جائيداد يې لرلو د خوراک هر څۀ ډېر ؤ - مېوې نه به هم فريج ډک ؤ ۔ هره مياشت به ورته نوي کپړې راتلې - ډيوه  په لږو شپو کښې وځلېده  - ډيوه ډېره خوشحاله وه خو هغې سره که فکر  ؤ  نو د رومان فکر ؤ،  اکثر به يې هغه يادولو خو رومان به اکثر په پاګل خانې کښې ؤ - نعمان  ته پته وه هغۀ به ډيوې  ته ويل چي رومان  سره څومره  مدد  کولای شې کوه يې او که دلته يې راولې هم بده نۀ ده-

                کبير چي کله بل وادۀ وکړو نو د کشر ورور ښځې ورسره ګزاره نۀ شوه کولای دواړه بېل شو - د کبير د پيسو چينه اودرېده غريبي بيا راغه  په کور کښې به يې هيڅ نۀ وو،  ورسره د دوېيمي ښځي تعلق خراب شو ښځه يې پلار کور ته لاړه کبير يواځي پاتې شو۔ 

                کبير د ډيوې حال نه خبرېدو هغۀ ته پته وه چي ډيوه  ډېره خوشحاله ده - نۀ يې د جامو کمی شته او نۀ يې د سرو زرو - هغه ډېر پښېمانه ؤ خو اوس څۀ کېدای شو - هغۀ دا  خوشحاله ورځ په ډيوې  نۀ وه پيرزو- خلقو ته به يې ځان سپينولو چي ډيوه  مي ځکه طلاقه کړه چي د هغې چال چلن ښۀ نۀ ؤ- دا شان کيسې به يې د نعمان غوږونو ته هم رسولې -

ډيوې  به رومان نه ځان خبرولو  -  خو چي کله نه وادۀ شوې وه نو رومان يې نۀ ؤ ليدلی - رومان اوس بېخي خراب شوی ؤ کله کله به د لږ وخت دپاره ښۀ شو-  زيات به په پاګل خانې کښې ؤ - چي کله به لږ غوندي په هوش شو نو د مور تپوس به يې ضرور کولو خو چا به ورته بهانه وکړه چي چرته تلې ده -

          يوه ورځ ډيوه  په کور کښې وه چي ناڅاپه د کور دروازه  وډبېده چي ډيوې دروازه خلاصه کړه نو رومان په دروازۀ کښې ولاړ ؤ- ډيوې  زر غېږ کښې لکه د لېونو ونيوو- رومان هم غېږه ورکړه دواړو يوبل غېږ کښې نېولي دي ، يو بل ښکلوي د اوښکو باران روان دئ رومان ورته ژاړي چي ما خو درته ويلي ؤ چي دويم خاوند نه به ځان ساتې. 

             چي ناڅاپه دوه ډزه وشو ډيوې  او رومان د يو بل په غېږ کښې سا ورکړه.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba