ليکوال:محمد زبېر حسرت

د مجلې ګڼه:۹مه 

د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵

د کيمپ د خېمو په ټولو ښځو او جينکيو کښې رنګينه لکه د ګل غوټۍ برېښېده، څه هم که د تن جامې يې لږي مښلې او خيرني وې خو داسي ښکارېده لکه په وران کلي کښې د ګلونو باغ ـ لوړ قد، ګلابي رنګ، غټي سترګي، اوږده پوزه، دنګه غړۍ، د زوړ سور ساټين ګل دار قميص، سپين پرتوګ، سپينه ريښمنه لوپټه او په غوږونو کښې د چاندۍ نري تارونه ـ

د کيمپ عملې ته چي د رنګيني د لږ ډېر سبق ويلو پته ولګېده نو ځان سره يې په کار ولګوله چي د کيمپ د استوګنو نامې پتې وليکي چي امدادي سامانونه ورته په اسانۍ رسي ـ د کيمپ په مشرانو کښې يوه نيمزالې ښځه زري هم وه چي هر چا سره به يې ډېره مهرباني کوله او بيا رنګيني ته خو به يې د “لوري لوري” او “بچۍ بچۍ” نه بله څه نامه نۀ اخسته ـ څو ورځي پس يې له کوره د جامو جوړو دوه پنډوکښې راوړل او رنګيني ته يې حواله کړل چي د کيمپ په خلقو يې ووېشي او ځان له ترې هم ښکلي او پاکي جامې بېلي کړي خو چي د دې دومره سهولتونو باوجود هم رنګينه د خلقو او خصوصاً د زنانو او ماشومانو د جنګ جګړو او ژړا انګولا نه تنګه شوه نو زري ته يې په خوله د شکايت ټکي راغلل، ځکه چي په ټول کيمپ کښې ورته هم دا يوه زري خپله مهربانه ښکارېده ـ

“خوښه دي نۀ ده چي خپل کور ته دي بوځم؟”

زري د رنګيني په سر لاس راکښه او په ډېره مينه يې ورته ووې ـ

“ما ته د خپلې پري نه کمه نۀ ښکارې او بيا هلته به دې ثمينې او خالدې سره هم ډېر ښه وخت تېرېږي، ستا همځولي دي ـ”

رنګيني ورته اول انکار وکړو خو چي صبر يې تمام شه نو کور ته ورسره لاړه ـ د زري کور ښکلی او لوی ؤ ـ هغې چي په اول نظر پري، ثمينه او خالده وليدې نو داسي ورته وښکارېدې لکه چي ددې په شان د هغوی پلاران هم سېلاب وړي وي، مېندي يې مړې وي، د سر سيوري يې نۀ وي او زري ورله خپل کور کښې پناه ورکړې وي ـ

“دا پري ده زما لور ـــــ دا ثمينه او دا بله خالده ده ـ يوه مي ورېره او بله مي خورځه ده ـ دوی هم دلته ما سره په دې کور کښې اوسېږي ـ”

زري رنګيني سره د هغوی پېژندګلو وکړه او هغوی ته يې ووې،

“دا رنګينه ده، دا به هم اوس تاسو سره دې کور کښې اوسېږي ـ”

رنګينه ثمينې غسلخانې ته بوتله چي ولامبي او پاکې جامې واغوندي ـ پري او خالدې هم ورسره د خوېندو په شان سلوک وکړه ـ

اوس په دغه کور کښې د زري، پري، ثمينې او خالدې سره د رنګيني په موجودګۍ کښې پنځۀ زنانۀ او يو د هغوی نوکر “کاکا” اوسېده چي د کور کار، سود سودا او نوره ماته ګوډه به يې هم کوله، کله کله به زري سره غوږ او خوله شه او رنګينه به په دې راز پوهه نۀ شوه چي کاکا د زري سره په غوږ کښې څۀ پس پسی وکړه ـ

ثمينه به اکثر د زري سره د ورځي بهر تلله او دا به پري او خالدې سره کور وه ـ کله کله به پري او خالده هم شاپنګ له لاړې او بيا به د شپې ناوخته راغلې ـ څو ځل خو رنګيني دغه کور کښې څه نارينه سړي او هلکان هم ليدلي وو خو هغې ته دا پته نۀ وه لګېدلې چي دا د زري څۀ دي؟

يو ځل ټول ډوډۍ ته ناست وو چي زري ثمينې ته ووې،

“رنګينه به ابرار له مناسبه نۀ وي؟” ــــــ او ټولو رنګيني ته په ډېر معني خېز انداز وکاته او بيا کړس کړس په خندا شوې ـ په سبا يو ښايسته هلک راغی او زري يې رنګيني سره پېژندګلو وکړه،

“دا ابرار دئ!” او رنګيني ورته د سترګو لاندي وکاته خو له خولې يې ګفت نۀ خته ـ ابرار ته يې ووې،

“دا رنګينه ده!”

هغۀ وخاندل “رنګينه نۀ، دا خو سمه ګل اندامه ده!” او د ابرار دې وېنا سره د هغې سترګي په ځمکه کښې ورښخي شوې ـ دې دوران کښې ثمينه او خالده هم له خپلي کمرې راووتې، وې يې “موږ شاپنګ له ځو، ناوخته به راځوـ موږ به ډوډۍ بهر خورو ـ”

پري زري ته ووې،

“موري! زما جوړه هغه درزي سره ده، ما سره لاړه شه چي هغه ترې راوړوـ”

ټولو ابرار سره ستړي مۀ شي وکړه او بيا ټولي په يو ځای له کوره ووتې او داسي ابرار او رنګينه دوه په دوه کور کښې پاتې شو ـ رنګينه اول خو حېرانه شوه چي څنګه ټولي له کوره ووتې او زۀ يې يو ناشنا هلک سره يواځي پرېښودم خو بيا يې ذهن کښې دې خيال غزوني وکړې چي شايد هغوی دوی له يو په يو د خبرو اترو موقع ورکول غواړي خو رنګينه ترې هم خپلي کمرې ته ننوته ـ هغې لا ځان پسې دروازه نۀ وه بنده کړې چي ابرار هم ورپسې ورغی ـ هغه څو شېبې خو غلی ؤ، ولي رنګيني داسي محسوسه کړه لکه چي په وجود يې څه درانۀ راغلي وي ـ د رنګيني مزاج د ابرار د توقع نه خلاف ؤ، ځکه چي دې کور کښې هغې سره مخکښې چرته داسي ټوقه نۀ وه شوې ـ

“زۀ به دغه ډمي سره پوهه شم ـــــ ما نه يې ستا په سر پوره شل زره روپۍ اخستي دي” او د ابرار دې وېنا سره رنګيني يوه تلېدلې څپېړه ورکړه خو هغۀ پرې هم سم راباندي کړل، ښه يې ووهله او ډېر په غصه کښې له کمرې بهر ووتو. 

دې واقعې د رنګيني سترګي وغړولې او هغې ته په وړومبي ځل دا احساس وشه چي د زري دا شان و شوکت د کوم زرين روزګار له کبله دئ ـ د هغې په سترګو کښې د اوښکو په ځائ ويني راغلې، ګلابي مخ يې نور هم سُور انګار شوی ؤ او چي ثمينه او خالده راتلې نو هغه لکه چي شېبري تبې نيولې وي او بستره کښې ډبه ډوبه پرته وه ـ ثمينې راپاڅوله، دم دلاسه يې کړه، د مکر اوښکي يې ورسره توی کړې او بيا لاړه تاوده پۍ يې ورله راوړه خو د هغې چرته تېرېدل، ځکه چي په هغې څۀ تېر شوي وو او څۀ ورسره شوي وو، د هغې نه يو الله خبر ؤ خو بيس په بيس يې ثمينې ته ټوله کيسه تېره کړه ـ

“سحر وختي به زۀ کيمپ ته ځم ـ”

هغې ورته ووې،

 “کيمپ کښې به څۀ ښاده ورځ ومومې؟” او بيا يې په زهرژنه خندا کښې ووې،

“هلته به دې هم دا انجام وي!” او رنګيني په زړۀ کښې ووې،

“کاش چي سېلاب مي د پلار په ځائ زۀ وړې وای نو ښه به وه، د ذلالت د دې ژوند نه خو مرګ ښۀ ؤ ـ”

ثمينې بتۍ مړې کړې او راغله رنګيني سره د همدردۍ په غرض يو ځای څملاسته او د دلاسې په غرض يې ورله اول وېښتو کښې ګوتې وهلې خو د تسلۍ او حوصلې د خبرو سره د هغې لاسونو هم د هغې په کوټلي وجود خپلي خبري جاري وساتلې ـ په رنګيني د هغې د لاسونو دغه حرکت ښه نۀ لګېده، د هغې لاس يې ونيوه او په سلګيو کښې يې ووې،

“دا کاکا ما ته سم سړی نۀ ښکاري ـ”

“د کاکا په دې کور کښې څۀ حېثيت دئ؟ دا خو د زري نه علاوه زموږ د ټولو” ـــــــ او هغې وړاندي خبره وژووله ـ

رنګيني د هغې په خوله لاس کښېښوه او له شرمه ټوله خولې خولې شوه او هغې داسي ګڼله چي دا ټول د يو سپي مچان دي ـ د هغې اوس د دې کور د هر فرد نه نفرت ؤ او زر تر زره يې ځان د دې دوزخ نه ويستل غوښتل ـ

سحر هغه د خوراک کمرې ته لا نۀ ړه چي دغه مکاره بې شرمه زري يې په سترګو و نۀ لګي ـ ثمينې ورله کمرې ته چای راوړه، ولي ډېر زر ورپسې زري په خپله راغله او رنګيني که د “لوري لوري” او “بچۍ بچۍ” نه بغېر بل څه نۀ اورېدل خو په ځان يې بړستن کلکه راکښلې وه او بيا څۀ وخت پس زري بهر ووته ـ ټوله ورځ ثمينې د رنګيني سره په کور تېره کړه ـ

“بيا شپه شوه خدايه!”

رنګيني په زړۀ کښې ووې او هغه ټولي يادي کليمې يې په ځان چُوف کولې چي ماشوموالي کښې يې له موره زده کړي وې او نن هغې ته خپله مور بې اختياره ورياده شوه، د هغې سترګي له اوښکو ډکې شوې او هغه غريو ونيوله ـ 

شپه تېره شوه خو سحر وختي چي پاڅېده او ډرائنګ روم ته لاړه نو هلته يې يو نوی زلمی په کرسۍ کښې په ناسته اوده پروت وليده چي څټ يې يو طرف ته کوږ شوی ؤ او په رنګيني خدائ زده چي ولي ډېر خوږ خوږ ولګېده، لاړه او د خپلي کمرې نه يې خپل بالښت راواخست چي سر ته يې کښېږدي خو د هغۀ سترګي يو دم وغړېدې او هغه لکه چي د کچه خوبه رالټېدلی وي ـــــ د رنګيني په ليدو اول خو څه حېران غوندي شه، ولي بيا يې ترې ډېر په مينه اومسکا کښې پوښتنه وکړه،

“تۀ څوک يې؟”

“يوه بدنصيبه”، هغې ځواب ورکړه ـ

“ولي تۀ دلته خوشحاله نۀ يې څه؟”

“هيڅکله هم نۀ ـ دا خو کور نۀ دئ، ګور دئ ـ” رنګيني ورته په تريو تندي ووې او بيا يې د هغۀ په غوښتنه ورته خپله ټوله کيسه تېره کړه ـ هغۀ هم څه غږ غوږ و نۀ کړ او نېغ بهر ووتو ـ د هغۀ په تلو رنګيني داسي انګېرله چي ځه خو څوک ګاک به ؤ، راغلی ؤ، پته نشته چي شپه يې چا سره تېره کړه او لاړه خو د رنګيني د حېرت انتها نۀ وه چي هغه څه ساعت پس بيا راغی او وې ويل،

“شابه! زر کوه چي ځو!”

“چرته؟” رنګيني د وېرې او حېرانتيا کېفيت کښې ووې ـ

“د خبرو وخت نشته ـ بهر مي چنګچي ودرولې ده، د کور بنديان را نه خبر نۀ شي ـ ”

“خو ستا نوم څۀ دئ؟ تۀ څوک يې او د کوم ځائ يې؟” ـــــ رنګيني ترې په يوه ساه ټولي پوښتنې وکړې ـ

“زما نوم محمد خان دئ، د بر کلي د ملک احمد خان زوی يم ـ راځه! نوري خبري به په لاره کوو ـ”

زلمي په ولاړه ولاړه ځواب ورکړو ـ رنګينه هسې هم اور کښې ولاړه وه، جوړ د محمد خان خبره يې ومنله او ورسره روانه شوه ـ دواړه چنګچي ته وختل او يو داسي کور ته لاړه چي هلته هم د زري په شان يوه مشره ښځه وه ـ هغې ورله ډېره تسلي ورکړه چي دلته به تا ته هيڅ تکليف نۀ وي، دا خپل کور وګڼه او رنګيني ته ياد شو چي داسي خبرې خو ما سره زري هم کړي وې ـ 

“دا بختۍ ترور ده، زماترور ده او د نن نه پس ستا هم ترور ده ـ” محمد خان ووې ـ

“دا ريښتيا وايي، دلته به تا ته هيڅ تکليف نۀ وي ـ څنګه چي تۀ خوشحاله يې، هاغه شان به دي ساتي ـ زما دا فرض ؤ چي تۀ مي د هغه دوزخ نه راوويستې ـــــ اوس ستا خوښه ده چي ما سره دلته پاتې کېږې او که ځې ـ”

رنګينه به چرته تله؟ ــــ محمد خان سره په پاتې کېدو راضي شوه او وجه يې شايد دا وه چي د هغۀ ښه ځواني او اخلاقي جرأت يې په زړۀ کښې لار کړې وه ـ

محمد خان دروغ نۀ وو ويلي ـ هغه واقعي د برکلي د ملک احمد خان زوی ؤ خو بختۍ د هغۀ ترور نۀ وه، هسې به يې ورته ترور ويل ـ د دې کور به محمد خان هغې له کرايه ورکوله او چي کله به هم کلي او هاسټل کښې تنګ شه نو شپې دوو له به دلته راغی ـ اوس رنګيني ته هم د بختۍ دا کور د زري د هغه دوزخي کور نه جنت وښکارېده، چرته چي به خدائ زده څنګه څنګه سړي او هلکان راتلل ـ د هغه شلو او سلو نه ورته دا يو محمد خان غوره ښکارېده چي رنګينه يې د ذلت او ذلالت نه رابهر کړې وه ـ اوس که رنګينه د محمد خان انډيواله هم وه، ولي دا انډيوالي ورته د زري، ثمينې، پري او خالدې د ملنګانو د هغه کچکولونو نه ډېره غوره ښکارېده چي د هر کور او هر بازار رنګ رنګ پخکړي پکښې پراته وو ـ هغې ته دا پته هم ولګېده چي د محمد خان پلار ملک احمد خان د ډېر مال حال خاوند او د کلي نامتو ملک دئ او دا هم ورته معلومه شوه چي محمد خان په پوهنتون کښې سبق وايي او دومره روپۍ ورسره وي چي د رنګيني او بختۍ خرچه پکښې په اسانه وځي او يوه ورځ چي محمد خان کور ته اخبار راوړی ؤ نو رنګيني ته يې پکښې د زري، پري، ثمينې او خالدې تصويرونه هم ښودلي وو چي پوليس په کور د چاپې وهلو نه پس د دريو سړو سره نيولې وې، په دغه دريو سړو کښې هغه کاکا هم شامل ؤ چي رنګيني ته ښه سړی نۀ ښکارېده ځکه چي زري سره به هر وخت غوږ او خوله ؤ او هغه پرې ښه ډېره خوشحاله شوې وه ـ

د غم ورځې تېرېدې او د وختونو زخمونو خولې ورکولې او رنګيني لکه د خانخېلي ژوند تېروو خو د هغې دا خوشحالي صرف د څو مياشتو وه ـ د پوهنتون د فراغت نه پس محمد خان د نور تعليم د پاره يورپ ته لاړه او خپله د پنځو مياشتو نخښه يې د رنګيني په وجود کښې پرېښوده ـ د محمد خان جدائي هغې د پاره د قيامت نه کمه نۀ وه او هغې داسي محسوسوله لکه چي يو وارې يې بيا د وجود په ځمکه د سېلاب چپه تېره شوې وي، بيا يې پلار مړ شوی وي او يو وار بيا په کيمپ کښې د خېمې په ژوند مجبوره وي خو دا ښه وه چي بختۍ ترور ورته ووې،

“فکر مۀ کوه بچۍ! محمد خان ما له ستا د خرڅ خوراک د پاره دومره څۀ راکړي دي چي يو کال دي پرې ساتلی شم، باقي الله مالک دئ ـ”

او بيا هغه وخت هم راغی چي په رنګيني ځمکه او اسمان يو شو، د هغې په ټول وجود دړدونه وو، مخ سر پرې پړڅېدلي وو، سترګي يې د وينې له جوشه سرې وې، د زړۀ حرکت يې زيات ؤ او داسي يې محسوسول چي د سر رګونه يې شلېږي ـ د دړدونو او څړيکو له لاسه دې لېونيو تړتقو کښې هم د هغې مزغو کښې هغه سېلاب، د پلار مړی، کيمپ، د زري د جامو پنډونه، د زري کور، وړومبی ناشنا هلک، د ثمينې د ژبي مکرژني دلاسې او د لاسونو کرکژني خبري، د محمد خان کوږ څټ، چنګچي، د بختۍ ترور کور او په دغه کور کښې د محمد خان د يو احسان قيمت کښې خپل پېغلتوب او ځواني هغۀ ته د سپارلو نه تر دې وخته يو يو تصوير وار په وار ګرځېده او هر نوي تصوير به هر زوړ تصوير تتولو او د هغې په زړۀ سيادلي راغله ـ

د رنګيني په بدن او مزغو کښې د دړدونو او يادونو دغه سېلاب سره ايکي يوازې بختۍ ترور څۀ کولای شو؟ کله به کوټې ته شوه او کله به يې ورۀ له منډه کړه چي که څوک راښکاره شي چي رنګينه ورسره روغتون ته ورسوي ـ په رنګيني به د دړد يوه چپه تله او بله به راتله او د هغې په سترګو داسي خړه راغله لکه چي بيا د يو بل سېلاب سره مخ وي خو دا سېلاب د هغې د وجود دننه ؤ ـ د هغې زوېرګي په چغو بدل شو خو ډېر زر د هغې دوه ځاني وجود يو ځاني شه، ځکه چي د وينو سېلاب په دې ګنګخړو کښې يوه بله رنګينه راوړې وه ـ 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba