ليکوال: ذهين آفريدی
د مجلې ګڼه:۹مه
د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبتر ۲۰۱۵
ناصر درې څلور ځله خوله راجوړه کړه چي ګل شير ته د تسلۍ او حوصلې يو څو خبري وکړي خو د هغۀ خپله مرۍ ماته وه نو غلی په يو ګوټ کښې په خيرنې شان شړۍ کښې پټ ناست ؤ دېوال ته يې ډډه وهلې وه او ګل شير بل ګوټ کښې ناست ؤ د فکرونو ښاپېرۍ ترې تاوېدلې. په خړ څادر کښې پټ ؤ. چاپېر چل چپتيا نيولی ؤ. نۀ خو د ناصر د خولې نه سوڼ ختو او نۀ د ګل شير ...... خو دواړه د يوبل د زړونو نه نا خبره هم نۀ وو. د بلب تته زېړه زبېښلې رڼا بيا هم دومره وه چي د يو بل مخ پکښې ښکارېده. ناصر چي د ګل شير پټو سترګو ته خيال شو نو په اول نظر کښې خو ورته داسي محسوسه شوه لکه اوس اوس اوده شوی وي خو چي لږ په غور يې ورته وکتل نو په مخ يې داسي عجيبه د غم او خوشحالۍ ګډې وډې کرښې راښکلې شوي وې لکه د ماضي په ورځو شپو کښې ورډوب شوی وي لکه په تېر وخت غمزده او په راتلونکي وخت خوشحاله وي او هم داسي وه هم ..ګل شير رښتيا د ماضي په کوڅه کښې تش لاس ولاړ ؤ د خپل کور غولي ته يې غوږ نيولی ؤ لکه د وړو لوريانو خبر اخلي چي اوده شوي به وي کۀ نۀ....؟ خو چي يوه ښه شېبه يې څۀ کش کړپ وا نۀ ورېده نو ورو غوندي د کور په دروازه ور دننه شو هغه که هر څو کوشش کولو چي څوک هم د هغۀ په راتلو پوهه نۀ شي خو بيا هم د ور د ګړب سره ياسمين په کټ کښې نيغه کښېنسته. په سر يې لوپټه سمه کړه او بيا د کټ سره لاس په نامه د خاوند مخې ته ودريده او د سترګو په اشارو يې ترې تپوس وکړه چي " څۀ کار روزګار درته ميلاو شو کۀ نۀ؟" خو ګل شير چي ترې سترګي ښکته کړې نو هغه پوهه شوه چي نن بيا تش لاس راغلی دئ.
ګل شير د تېرو ديرشو، څلوېښتو کالو نه خواري مزدوري کوله څۀ نول په ځول يې وخت تېرېدلو خو د تېرو دوو کالو نه يا خو بېخي روزګار په ټپه ولاړ ؤ او يا اوس د ګل شير په مټو کښې هغه زور نۀ ؤ پاتې شوی چي د کوم په زور کارونه کېږي. هغه به روزانه بيلچه په لاس د ښار لوی چوک ته سحر وختي وتلو چرته به چي نور مزدوران هم راټول وو.خو خدائ خبر ولي به هغه چا کار ته نۀ بوتلو. يو خو د هغه نه لکه د نورو مزدورانو منتونه او چاپلوسۍ نۀ کېدلې او بل هغه اوس عمر هم خوړلی ؤ. هر سړی چي اجرت ورکوي نو د هغې په مناسبت کار هم غواړي.
ګل شير به چي څنګه سحر بيلچه په اوږه تش لاس لاړ ؤ نو هم هغه شان تش لاس بيلچه په اوګه به ماښام د کور مخکښې کوڅې ته راغلو او تر هغې به ولاړ ؤ چي تر څو به يې تسلي نۀ وه شوې چي ټول اوده دي.لکه هغۀ د خپلو پيغلو لوريانو تورو سرونو ته نۀ شو کتلای. نو ځکه به تر هغې کور ته نۀ راتلو چي تر څو به رضيه او صائمه نۀ وې اوده شوي. هغۀ لکه خپلو تور سرو لوڼو سره سترګي نۀ شوې نيولای.
ګل شير غيرتي او خوددار سړی ؤ خو نېستي سړی هر څۀ ته مجبوره کوي. د خېټي اور سړي ته هر کار ورښايي او چي دپاسه پرې بيماري هم شي نو يو غيرتي پلار هم په دې مجبوره شي چي پېغلي لوڼه دي يې پردو کورونو کښې لوښي جامې وينځي خو چي د خېټي جهنم ته لږ ډېر څۀ ورپريوځي.
ياسمين د تېرو څو کالونو نه د ګردو بيماره وه خو بيا هم څه ګزار کېدله خو د تېرو څلور مياشتو نه داسي شپه مه شه چي د ګردې درد به پرې نۀ وي راغلی او ټوله ټوله شپه به يې کټ کښې لکه د حلال کړي چرګ پښې ټکولې. فريادونه زبرګي به يې کول رنګ يې يو ورځي نه بلي ته زېړېدو. ټول وجود يې دو په دو پړسېدلی ؤ ډاکټرانو ورته صفا جواب ورکړی ؤ چي دواړه ګردې يې فېل دي او که ګرده ورته بدله نه شوه نو............
رضيه او صائمه به سحر وختي د چم ګاونډ کورونو ته تلې لوښي کودي جارو پوچه به يې کوله نو په خپل کور کښې به يې د يو وخت اور بليدو او ياسمين خو هسې هم د الله په اسرې پرته وه چي رنګ به يې بېخي تک شين شو نو مېړه به څۀ په قرض پور او څۀ د لوڼو د ګوتو ماتې ګوډې پېسې ټکې راجمع کړې او د ښار يو نيم خيراتي هسپتال ته به يې بوتله. ډاکټر به ورته د مرۍ نه رابهر شوي رګ پورې مشين ولګولو وينه به يې ورته صفا کړه خو بار بار به يې ګل شير ته ويل چي دا د دې علاج نۀ دئ څومره چي زر کېدای شي ګرده ورته بدله کړی خو هغه څۀ خبر ؤ چي ګردې خو يو نه پوره شپږ تياري پرتې دي خو د اپرېشن پيسې د کومي راوړي؟..........
يو ورځ چي ګل شير کور ته راغلو نو ښځه او لوڼه درې واړې يې د انغري په غاړي ويښي داسي غلي ناستي وې لکه د وجود نه يې ساه ختلې وي. سترګي يې داسي پړسېدلي وې لکه ټوله ورځ يې په ژړا تېره کړې وي د رضيې او صائمې مخونه داسي کرښي کرښي او تک سرۀ وو لکه چا ترې په نوکارو راشکولي وي. د کوټې په يو ګوټ کښې دوه قميصونه ريښۍ ريښې تار تار په کونډه کښې داسي راځوړند وو چي ګل شير د ټکه په هر څۀ پوهه شو رنګ يې تک سور د غصې نه واوړېدو لاسونه پښې يې په رپېدو شو خو مرۍ يې داسي ماته شوه چي هډو دومره قدرې تپوس يې ونۀ کړی شو چي دا چا.......... په دواړو لاسونو يې کلک سر ونيوو او واپس د کور نه راوتو. خدائ خبر څنګه او چرته يې شپه تېره کړه. خو چي سحر د خپل کور خواته رانزدې شو نو د ښځو ژړا يې تر غوږو شوه او په هغه ژړا کښې هغه د رضيې او صائمې چيغي څرګندي وپېژندې .......
ياسمين خو په سپين کفن کښې په ابدي خوب اوده شوه خو ګل شير به ټوله ټوله شپه ويښه په فکرونو او سوچونو کښې تېروله لکه هغه د زړۀ په نري مرض اخته شوی وي لکه هغه ټوله ټوله شپه د خدائ نه بس هم دا دعا غواړي چي لويه خدايه عزت ته مي نور خير کړې خو چي درې څلور مياشتې پس يې يو ورځ د رضيې او د صائمې د وجودونو بدلون ته خيال شو نو سر او مازغۀ يې داسي په چورلکونو شو لکه هغه څۀ شوي وي چي د کومي نه يې وېره کېده چي د کوم غم نه به ټوله ټوله شپه خوبونه نۀ ورتلل، چي د کومي وېري به يې ټوله ټوله شپه د اسمان په لور جولۍ نيولې وه ............
او اوس خو به د ګل شير د خپل کور نه داسي وېره کېده چي څو څو ورځي به کور ته نۀ شو راتلای.
وختونه ښاپېرو د لاس نۀ نيولي وو او لکه د بې وزرو مارغانو الوتل.... او ګل شير د يو ورځې نه بلي ته په مله کښې راټيټېده او نن چي څۀ ډېري ورځي پس کور ته راغلو نو خدائګو چي څنګه يې زړۀ ټينګ کړی ؤ ؟ او څۀ يې په زړۀ کښې راغلي ؤ. په چپه خوله په نغري پرتې پتيلې ته يې يو وړوکی غوندي بوتل ورواړول او چپه خوله بيا بهر ووتو.
صائمې مشري خور رضيې ته داسي وکتل او هغې دې ته ...لکه په هر څه پوهې شوې وي خو بيا چي ورته د خپل بابا جان د ټيټي ملي تصوير سترګو ته شو نو په سترګو سترګو کښې يې يوې بلې ته ووې چي" اوس د باباجان ټيټه مله د دوو لوڼو د درنو درنو وجودونو بوج نۀ شي وچتولای" او په يو ځای يې ټوله پتيله په يو لوښي کښې راواړوله او داسي په مينه مينه يې وخوړه لکه مودا پس ورته باباجان د هغوی د خوښي خوان راوړی وي.......
سحر د پوليسو والو پيک اپ د ګل شير د کور مخي ته ولاړ وو. خلق راجمع وو خو د چا هم د خولې نه رپ نۀ وتو، لکه د ټولو شونډي ګنډلي وې او ګل شير د خپلو لوڼو سر ته ناست ؤ. چي يو ښۀ ساعت تېر شو نو يو پوليس والا چپتيا ماته کړه او صرف دومره قدرې يې ووې چي " دا چا؟
دا ما...... دا ما په خپله ..... دا دواړه قتلونه ما کړي دي....زۀ قاتل يم........ د خپلو لوڼو قاتل ..... او ګل شير په چغو چغو سر شو. هره چغه د بلي نه تېزه وه ... دا ما...... زۀ قاتل يم....
زۀ قاتل يم ........او سرې سرې اوښکي يې په سپينه ږيره را روانې شوې..
ناصر چي د ګل شير اوښکي ولېدې نو د هغه هم اوښکي په مخ راماتې شوې. يو ځل بيا يې څه ويلو ته خوله جوړه کړه خو خبره يې د شونډو نه ستنه شوله، ډېر ځله يې زړۀ کلک کړلو خو هيڅ يې هم د ژبي سر ته نۀ راتله. ناصر لا خبره خوښوله چي غږ وشو درې څلور پوليس والا د دروازې مخکښې ولاړ وو وې" ګل شير ماما راځه وخت پوره شوی دئ" او د ګل شير نه مخکښې ناصر راپاڅېدو او ګل شير يې د لاس نه ونيوو او د راپاڅولو سره سم داسي کلک ورغاړه وتو تا به وې لکه د يوې مور راوړي وي....
چار چاپېره د جيل په غولي کښې بېشماره خلق ولاړ وو خو داسي چپتيا خوره وه لکه چرته د خدائ په خدائۍ کښې ژوندی ذات نۀ وي پاتې شوی يو کس په ګهړۍ سترګي ښخي کړي وې او جلاد په هغه کس.... د اشارې سره جلاد د پهانسۍ پړی راښکلو او د ګل شير پښې ښکته په تختو کښې ځوړندي په ځنګېدو شوې، خو بېخي يې وجود هډو ړک ونۀ کړو. هډو پښو ته يې هم څۀ حرکت ور نکړو او ټول وجود يې داسي ساکت ؤ لکه چا مړی په دار خېژولی وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ