ليکوال: بهار ناصر                                       

 د مجلې ګڼه:۹مه

د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵

مور يې بېرته کځڼ له مخه لرې کړ، " زويه څۀ غواړې، په توره شپه؟ په توده کوټه کښې تودې انګېټۍ ته ناست يې، شين ژمی دئ، دمځکي دتل او د اسمانو بلاګاني ټولي دمځکي پر سر راغلي دي، دا دئ سهار به له ملګرو سره ووينې ګپ به ورسره وکړې".        

      اسفنديار وويل، "ادې زۀ دکالج په هاسټل کښې د شپې ترنيمي پر کتاب ناست اموخته شوی يم، تاسې دا دئ ټول ويده شواست، ماته هسې هم ترډېره خوب نه راځي، بتۍ شته نۀ په دې بدبخت کلي کښې چي خپل کتاب ورته ولولم او نۀ ټيليوژن او کمپيوټر شته چي شېبه پام پرې غلط کړم. د ورځي به هم ورسره ووينم خو دغه د ماخوستن واړې ځان ته خوند لري، دډېر وخت ملګري مي دي، اوس چي په اونۍ کښې يوه شپه کلي ته راځم نو دغه د اتوار د ماخوستن دملګرو محفل ته مي زړۀ خوشحال وي".                                    

مور يې په خپل ځای کښې راکښېنسته، "زويه ته لږ رادې خواته شه، تاسې خو ځوانان ياست منۍ نۀ، زويه نن څلورمه پنځمه ده چي د کاکوپه انځرو کښې بلا ياده شوې ده، د شپې يې يوځل نه دوه درې ځله خلګ وېرولي دي. دا درې شپې کېږي چي دکلي هيڅ وګړی له ماخوستنه پس دخپل وربويه دباندي نۀ وځي، ګنې دکاکو د انځرو پر لارخولا د ورځي پرمخ خلګ وېرېږي. وايي چي لويه توره بلا ده، داېږ غوندي لوی سپين پراخ ټټر يې دئ، تورتور لوی وزر يې تر اسمانه رسېږي. وايي چي بنده وويني وزر ورته يوسي پرې ورا منډي کړي يو داسي ناسي کريږه پرې ور وکړي چي د بنده زړۀ له وهمه تر تلو تېر شي. زويه دلته دروند کښېنه په خپل کور کښې، ګنې چي څوته بېرته راځې زۀ به سترګي وازې وره ته ناسته يم. تر هغو به مي زړۀ رپېږي څوچي تۀ بېرته راځې".                               

اسفنديار ومسېده، "خوږې ادکي خدای ومنه هيڅ هم نشته، دارنګه بلاګاني ولله که په هيڅ کتاب کښې ذکر شوي دي. دا ټول دروغ دي، دکلي خلګ دي، دژمي اوږدې شپي نۀ پرې سبا کېږي نوبس تودې انګېټۍ ته ناست ناست چي څه دروغ ته يې زړۀ وغواړي پله پوري يې کړي. دا افواګاني دي، ته بې غمه ويده شه زما خوږې ادکي هيڅ چنته مه کوه"، يو ځل بيا ومسېده اود کوټې په وره ووت.         

"مۀ ځه زويه، راوګرزه  ولي سرزوري راسره کوې؟  ولي مي نۀ منې؟ " مور يې په تورسر له کوټې پسې راووته، له شا يې پسې نعره کړه. مګر اسفنديار نېغ د کلا په وره دباندي پرمخ پسې لاړ.                                                                                   

پنځلس شل دقيقې وروسته د پېروز هغو هجرې ته راورسېدو، د هجرې د وره پرده يې پورته کړه، دخټو ډيوه ګۍ بله په تاکچه کښې پرته وه،دننه ورننوت،"اسلام عليکم 

"وعليکم دي سلام" پېروز، سيدال او ګل شاه دين په يوه ږغ سلام تود وربيا کړ.                                                             

"پېری يې که انسان؟" ګل شاه دين له وعليکم پس وويل.                                                                                         

اسفنديار پېروز بيا سيدال او بيا ګل شاه دين ته غېږه ورکړه. په روغبړ روغبړ کښې يې خبره پېل کړه،                                   

 "ياره خدای دي هدايت وکړي دې ټول کلي ته،چي ښار ته ولاړ شي نۀ پېری شته نۀ يې نوم، نه ښکره وره بلا شته نه کلۍ، نۀ نظرشته نۀ کوډي، نۀ کوډګر، دلته چي راشې بله خبره نشته پلانی پېريانو نيولی دئ، پلانی ښکروري بلا وېرولی دئ، پلانی تورو سترګو خوړلی دئ، په پلاني کوډي شوي دي، هره خوا وېره وېره خپره ده، د انسانانو له نړۍ مو والله که پوهېږم چي کومه نړۍ جوړه کړې ده؟". بيا يو څنګ ته يوه بالښت ته په تکيه کښېنوست. "نورملګري  ولي نۀ دي راغلي؟"                             .                                        .                                                         

پېروز وخندل،"موږ تاته حېران يو چي تۀ پېری يې که انسان چي دکلي له هغه بل پلوه په دې وېرونکې تياره شپه دلته راورسېدې، له کومي ورځي چي دغه ښکروره بلا ياده شوې ده له هغې ورځي يو ملګری هم محفل ته نۀ دئ راغلی"                .                 

"توبه خدايه دالا بيا څنګه ښکروره بلا ده؟". اسفنديار وموسېده.                                                                            

سيدال ومسېده،"اسفنديارخانه ته راغلې تر دې ځايه پر کومه لار؟"                                                                           

 "هم دغه د کاکو د انځرو پرلار"، اسفنديار ورځواب کړه.                                                                                      

 "دروغ وايي ولله که د دۀ غوندي سل هم پر دغه لار راشي"، ګل شاه دين بيا له هغې بلي خوا راټول شو.                                

 سيدال وخندل،"راغلی به وي خو د بډي هغو د کلا له دېواله سره په شنتی شنتی راتېرشوی وي، په وېره وېره به يې د کاکو د انځرو پرخوا کتل".                                                                                                                                       

 "دغومره نر لا هم والله که وي"، ګل شاه دين نور په ضد شو.                                                                                

"عقل نر دئ ګل شاه دينه!،عقل چي درسره وي بيا له يوې ښکروري بلا هم مه وېرېږه "، اسفنديار په غاوره ژبه ګل شاه دين ځواب کړ.                                                                                                                                                 

"باو! عقل دي بيا څنګه راته نرکړ". ګل شاه دين پسخن ته زړۀ وغوښتل                                                                  

 اسفندياروموسېده،"ګلشو! خبره داسي ده چي په نړۍ کښې چي خدای څومره مخلوقات پيداکړي دي، په هغو کښې هيڅ دارنګه بلا نشته چي پرسر دي يې ښکر وي، سينه دي يې د اېږ وي،او تورتور وزر دي يې تر آسمانه رسېږي، دا د بې عقلۍ انتها ده چي څوک وايي د کاکو په انځرو کښې دارنګه بلا شته".                                                                                                          

 "کښېنه قرار زوی مړې داژمی دئ په ژمي کښې د مځکي د تل او د اسمانو بلا ټولي دمځکي پرمخ راشي".ګل شاه دين يوځل بيا ښه غاوره وږغېده.                                                                                                                                     

 اسفنديار وويل،"ګرانه ولله که لا دمځکي په تل کښې بلاګاني شته لا په اسمانو کښې،بلاګاني هم دغه دي چي دمځکي پرسرګرځي. يوې ته لېوه، بلي ته پړانګ، بلي ته ګاږه بل، بلي ته زمری، او بلي ته يې اېږ وايي، نوري نو دغه خزندې دي چي مار،لړم او لټکه  يې بولي. دمځکي پرسر بله نابلده بلانشته، که شته نو هغه انسان دئ چي موږ لاتر اوسه دبلا په نامه نۀ دي پېژندلي. ملګرې ياد وساته چي  دمځکي په تل اواسمانو کښې بلاګاني بېخي نشته، هومګر په اوبو اوپه ژورو سمندرونو کښې بېشکه انسان دښمنه ځناور شته چي ته بلاورته ويلای شي".                                                                                                                               

 "نربه دي وبولم که ته دا اوس اوس زموږ پرمخه روان شې او د کاکوپه انځرو يوازې ور ننوزې، دا ګز دا يې ميدان". ګل شاه دين اسفنديار ته ازمايښت ورکړ.                                                                                                                     

 اسفنديار هم دستي له ځايه پورته شو، دګوټو تڼۍ يې ټينګي وتړلې، چټک روان سو،"راځه راپسې"نېغ د هجرې په وره ووت.

 پېروز او سيدال شاه لوره پسې نعرې کړې،"راوګرځه اې لېونيه! تۀ تر دۀ کم عقل يې دی ترتا،راوګرځه شين يخ دئ،منډي مۀ وهه، راشه خپل مجلس وکو". مګر اسفنديار هيڅ غوږ نه پرې وټاپه، اوتېز تېزيې دکاکو د انځرو پرلور مخه وکړه. پېروز دهجرې په کونج کښې دېواله ته جګ تبري ته لاس کړ له شا ورپسې ووت. سيدال او ګل شاه دين هم دهري له څپري يويو غټ لرګی راکش کړ، دريو سره په اسفنديارپسې چټک چټک روان شول.                                                                                                

 څه شېبه پس اسفنديار په تروږمۍ کښې دتياره سېوري په رنګه لږلږ ښکاره کېدوچي نېغ دکاکو په انځرو ورننوت. دوی درې سره له شا ورپسې ورګړندي شول مګر له انځرو څخه يوڅه واټڼ راپه دې خوا سانيولې ودرېدل.                                               

سړه سړه د واوري يخه هواچلېده،د اوږګو،انځرو او د ونو د وچو شوکېدلو پانو سرپهار لانور دتيارې ترهه زياتوله. اسفنديار په انځرو کښې نورپر مخ لاړ، بيايې دانځرو د ځنګل په منځ کښې نوک تم کړ. دشۍ خواله لښتي څخه يې سمښت تر غوږ شو. دی يو څه ووېرېدو چي څه خو ضرور شته مګر دښکروري بلا په وجود يې اوس هم يقين نه لاره.  ژر يې د هغه لښتي پرلور مخ ور واړاوه، ځان يې د بريد مقابلې ته په وار کښې کړ، او بيا چټک پر ور روان شو. دلښتي غاړې ته ور رسېدونکی ؤ چي له لښتي څخه د بلا ښکر راښکاره شول، بيايې دسترګو په رپ کښې ښکر ورک شول تور پراخ وزر يې خواره واره کړل، سپينه سينه کښلې له لښتي په اسفنديار راوغورزېده. اسفنديار هم په ښکروري بلا ورټول شو، يودم يې ترغاړي ونيوله، له کښې لوره يې لېنګتۍ ورته کښېښوه ښکروره بلا يې درز له مځکي راوويشته. ګل شاه دين چي درب واورېدو، يودم يې د شا پرخوا د هجرې پر لور تاخ کړل. مګر پېروز او سيدال د انځرو پر لور په اسفنديار پسې رامنډي کړې، چي دوی رارسېدل اسفنديار د توري ښکروري بلا پرسپيني سينې پاس ناست ؤ. اسفنديارچي دوی وليدل پر ږغ يې کړل، "پېروزه هی ماته پرېږدی هغه بله راونيسی". پېروز اوسيدال په هغې پسې منډي کړې. پسې ورسيدل. دوی چي لاس ور اچاوه هغې پرې ور کرږي کړې، "دخدای او د قرآن روی ته وګورئ پرده راکړی". دوی هم په ارامه تر لاس ونيوله د اسفنديار پرخوا يې راوسته.                                                                                                       

اسفنديار هم سړی تر ګريوان ونيو راپورته يې کړ.                                                                                            

ګل شاه دين هجرې ته ډېر نژدې شوی ؤ چي نوک يې تم کړ، شالوره يې چي د دوی هاهوی واورېده، بېرته يې د انځرو خواته ورامنډي کړې، راورسېده، لوی پرړ کوتک يې پر سر جګ نيولی ؤ. بر يې وهل،"څه بلا ده؟ ژر راته ووايی څه بلا ده؟".        

پېروز پرې ږغ کړل، "هيڅ بلا نسته انسانان دي".                                                                                            

ګل شاه دين ترلېواله تر دوی شاوخوا کوتک چمتو راګرځېده. بيا يې بر وهل، "څوک دي دا مرداړان، ژر يې راوښاياست".     

پيروز وويل هلکه مۀ غرېږه،"شناخته خلګ دي، يو ټکري مامدين دئ بله پاتکه ده".                                                      

ګل شاه دين لرګی ورسره راخير کړ ټکري مامدين يې کړس په ککرۍ وواهه. يو وار يې بيا لرګی ورسره راجوړ کړ مګر داځل سيدال پرې ور غوټه کړه لرګی يې دګلشو له لاسه څخه وايست. د ټکري مامدين له سره څخه سرې وينې راروانې شوې چي پرمخ او غوږو يې رابهېدې.                                                                                                                                 

سهار چي د اسفنديار ادې اسفنديار له خوبه راکښېناوه، چای يې تر مخ ورته کښېښو وې. اسفنديار وويل،" کاکا چېري دئ هغه چای څښلي دي که يا؟".                                                                                                                                         

مور يې وويل،"ګوره زويه تاسې خو ځوانان ياست منۍ نه،زويه ژمی ډېر دروند موسم دئ. بېګا مي څومره زارۍ درته وکړې چي دباندي مۀ وزه خو تۀ اخر هم لاړې. دادئ کاکا دي چي د سهار له لمانځه کور ته راغی يوه داسي نابلده يې راته وکړه چي په اورېدلو به يې له خدايه وېره درشې. کاکا دي ويل چي نن دمسجد ټولي،مسلې، کمبلي او دمسجد د مېلمنو کځڼ په مسجد کښې دننه او د مسجد دباندي پر يوه بل لور شيندک شيندک پراته وو، دمسجد ګړۍ ورکه وه، مسجد ټول پر بل مخ اوښتی ؤ. دټکري مامدين ترۀ ګل محمد ټوله  کيسه دوی ته کړې وه چي بيګا چي ټکري مامدين د تعجدو له پاره مسجد ته ورننوتو نو څه يې ليدلي چي د مسجد ډيوه بله ده او څلورتنه غلۀ دمسجد دکمبلو او کځڼو په راټولولو بوخت دي. ټکري پرې ږغ کړو او ورسنډه غله ته يې لاس ور اچولی دئ، قابو کړی يې دئ خو هغه بل غله پرې رامنډې کړي دي هډوکماتي ټکري مسکين په ککرۍ د توپک په کونده وهلی دئ سر يې غوټ ور مات کړی دئ. بيا څلور سره غلو منډي کړي او تښتېدلي دي. کاکا دي ځکه چای وختي وڅښلې بيا د ټکري بېڅاره پوښتني ته ولاړ. زويه نو زۀ درته وايم ډېر پام به کوې، ژمی د توري بلا نوم دئ"                                                                          .                                                                                    

      

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba