ليکوال:شفا کاکړه
د مجلې ګڼه:۹مه
د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵
ښځه زموږ په ټولنه کښې د الله تعالٰی يو حسين مخلوق دئ چي کور په ښائسته دئ ولي چي ښځه مور خور لور د يو چا د ژوند خوږه ملګرې هم وي.
ښځي ته که په صحيح توګه تعليم ورکول شي نو زموږ ټولني ته به ډېره زياته ګټه ورسېږي، خو د نارينه مرسته او کومک به ورسره وي ولي چي ښځه تر نر په زړۀ نرۍ او زړۀ سوانده وي د ميني او زده کړي جذبه يې هم تر نارينه زياته وي او همدرده هم وي.
که موږ په نړۍ کښې د نر او ښځه دواړو جاج واخلو لکه پخوا چي ورسره ښه سلوک نۀ کېدای اوس هم نۀ ورسره کېږي نۀ په نړۍ کښې يو څوک دا دعوٰه کولای شي چي هلته نر او ښځه برابر دي هلته هم ښځي ته بنيادي سهوليات معاشي او قانوني تعليم او سماجي برابري نۀ ده حاصله.
اوس هم زموږ په پښتني ټولنه کښې د ښځي تعليم ته په ښه نظر نۀ کتل کېږي اوس هم زموږ د ښځو تعليم له درېيمي څخه کم دئ که موږ د قبايلي سيمو د ښځو جاج واخلو نو تقريباً پنځه نيوي فيصده ښځي له تعليمه څخه محرومي دي. دوی اوس هم د ښځي و زده کړه ته په بد نظر ګوري نۀ يې ديني نۀ يې عصري زده کړو ته پرېږدي که چېري يو ځائ د ښځو دپاره سکول وي نو هم بند ولاړ دئ ځيني خلګ ميږي کښې تړي چاترې بېټکان جوړ کړي ماسټران دا کوشش کوي چي خپله بدلي کلي ته وکړي بيا په مياشتو مياشتو سکولونو ته نۀ ځي د مثال په توګه:
لکه موسٰی خيل، توبه کاکړۍ، توبه اڅکزۍ، کلا عبدالله، کلا سيف الله په کلي والو سيمو کښې تر اوسه پوره که څه سکولان شته هغه هم بند ولاړ دي او داسي نور.
زموږ تر ټولو غټه بد مرغي دا ده چي يو سړی خپل زوی دباندي د تعليم دپاره ولېږي وايي چي ډاکټر يا انجينئر شي نو د خپل کور او قام په ګته به وي هغه چي کله هم را فاريغه شي نو د خپل کور او قام په لوري ګوري هم نۀ وايي چي په ښار کښې سهوليات شته له ښاره نۀ وځي نو دې کلي والو سيمو ته که چېري نور خلګ ولېږل شي نو هغه ظاهره خبره ده چي په کلو کښې ګذاره نۀ شي کولای بد بختي دا ده چي موږ عالمان نۀ کړو پيدا که شته نو هغه د ځان په ګته دي اونۀ د قام او نۀ د مورنۍ ژبي په ګټه تمام دئ.
که موږ چېري د ترقي يافته هيوادونو د ښځو د تعليم شرح وګورو نو هغه شل دېرش فيصده ښځي تعليم يافته دي او په روزګار دي دغه شرح په ترقي پزير ملکونو کښې هم زياته نۀ ده.
موږ بايد دا خبره ومنو چي د ماشوم او له درس ګاه د مور غېږ ده خو بيا هم موږ د ښځو تعليم ته زياته توجه نۀ ورکوو. که چېري مور تعليم يافته شي نو د هغې اولاد به باشعوره، با ادبه او نېک عمله وي.
دې ته نۀ ګورو چي ښځه تعليم يافته شي نو هغه به د خپل خاوند ګټه بې ځايه نۀ خرڅوي په ايماندارۍ سره به يې خرڅوي دا رنګه د خاوند او خوسرګنۍ احساس هم ورسره وي د کور نورو ماشومانو ته هم زده کړه ورکولای شي د خپل کور د صفائي خيال به هم تر يوه ناخوانده ښځي ښه ساتي او د کور نور انتظامات هم ښه کولای شي ځکه خو د ښځي و تعليم ته زياته توجه ورکول پکار دئ د ديني تعليم سره سره عصري تعليم هم ډېر ضروري دئ.
په عصري يې دنيا جوړېږي او په ديني يې خدای د اخيرت وېره انصاف پرهېز ګاري، پرده، عصمت، صبر او توکل پيدا کېږي او د جهالانه رسمونو او وهم پرستۍ څخه محفوظه شي او هم به يې دغه اثر پر بچيانو پروت وي.
بل د ښځي تعليم دا ګټه هم رسوي کله چي يو نارينه پر کور نۀ وي،نو نۀ له هغه سره يو خط يا کتابت کولای شي کله چي په کور کښې يوه ناروغي پېښه شي نو دا هغه ځائ ته مريض په وخت رسولای شي بل د پرديو ژبو ويلو ستونزه هم ورته نۀ وي.
دغه رنګه چي ښځه وکيله يا ډاکټره جوړه شي نو د ښځو مريضانو تشخيص هم کولای شي ځکه چي ښځه خپل حال و سړيانو ته نۀ شي ويلای که چېري يوه ښځه په طب کښې يو محارت حاصل کړي نو په پښتني ټولنه کښې ډېري ښځي د ناروغۍ له تاوانه څخه بچاولای شي او د خپلو ماشومانو تربيت به هم په ښه توګه کولای شي. د خپل کور په امدني کښې هم کمي بېشي کولای شي، سقراط وايي: په انساني ټولنه کښې خرابي او بربادي د بې علمي وجه ده.
د نيپولين وينا ده: نسبي مېندي ښه بچيان پيدا کوي بيا هم هغوی د خپل قوم او ملت دپاره د شناخت باعث وګرځي. د تعليم يافته مېندو بچيان دماغي (زهني) بلوغت ته زر رسي، او روشن خياله هم ډېر وي خو د دې برعکس د بې سواده مېندو اولاد شر پسند او ذهني نابالغه وي او په انساني ټولنه بوج وي. اوس هم زموږ د ډېرو ناپوه خلګو دا خيال دئ چي په ډېر تعليم حاصلولو سره ښځي ورانېږي او نوره هم ټولنه خرابوي، اخلاق خرابوي او د خاوند سره ژبه چلوي او پر خاوند بيا حکم چلوي، خو دا تر سړي پوري اړه لري که ښځه په صحيح معنا زده کړه وکړي او په ځان کښې شعور پيدا کړي نو هغه ټولني ته ګټه رسوي خو نقصان کله هم نۀ رسوي. دا صحيح خبره ده چي د نن سبا ازادۍ د ښځو اخلاق او بې پرده ګي زياته کړه خو هغه په نصاب کښې د مغربي تعليم او د ميډيا د ازادۍ دوجهي دي. خلګ چي وايي تعليم انسان ماډرن کوي زۀ منم چي دا ټولنه ته نقصان رسوي د دې مخنوی زر تر زره پکار دئ ولي چي د نوي ټيکنالوجي غلط استعمال او په کورو کښې سم تربيت نۀ ورکول کېږي. تعليم د انسان ذهن پراخوي ولي چي تعليم داسي نُور دئ چي د جهالت توري تيارې په رڼا بدلوي انسان د ګمراهي څخه ساتي د شرافت پر لاره يې بيايي او د اخلاقو نمونه ځينيجوړوي لکه چي شاعر وايي:
انبيا که اوليا دي له عورتو نه پيدا دي
دوی به څه و تاته ستا يم له حقوقو به يې وايم
بل زموږ په نصابو کښې و ماشومانو ته داسي کورسونه ورکول شوي دي چي هغه زموږ د ماحول، سيمي او ټولني سره هيڅ تعلق نۀ لري او نۀ د هغې ژبي سره تعلق لري کوم چي يو ماشوم هغه په کور او په ټولنه کښې وايي.
نن چي به زموږ په کليو کښې کوم اسکولان وي ماشومان به تر درخته لاندي ناست وي استاد به ورته وايي چي پر سکول باندي مضمون وليکه چي يو ماشوم د سکول کمرې يا هغه ماحول ليدلی نۀ وي بيا چي کوم کتاب کښې ليکلي وي هغه به په زبردستي په يو ماشوم زده کوي.
دغه وجه چي زموږ کوم تعليم دئ هغه ټولني ته هيڅ ګټه نۀ رسوي بلکې د نقصان پر خوا يې بيايي. خو تر اوسه زموږ ټولني هم د تعليم دپاره کله هم اواز نۀ دئ پورته کړی او نۀ تر اوسه چا د احساس درلودلی چي خلګ خپل بچيان د اعلٰی تعليم دپاره لېري لېري لېږي چي خالي د پيسو ماشينان ځيني جوړوي خو د ټولني و ګټي ته هيڅ څوک فکر نۀ کوي او نۀ کله مور او پلار د اولاد څخه پوښتنه کوي چي زويه! يا لوري! نن دي سکول کښې څه وويل او څه دي زده کړو.
زموږ په خلګو نۀ پوهېږم چي ولي د انګريزي ژبي دومره اثر پر شوی دئ چي له لېري لېري خلګ خپل اولادونه رالېږي او انګريزي ورزده کوي او نن سبا خو باقاعده هر ځائ د انګرېزي سنټرونه دي چي د پيسو کاروبار يې جوړ کړی دئ. د نن سبا انګلش ميډيم سکولان دي چي د کاروبار يوه ذريعه ده که چېري دغه تعليم په مورنۍ ژبه باندي وای نو ټولني ته به يې ډېره ګټه رسولې وای.
که څه هم اسلام څوارلس سوه کاله لمخه پر تعليم باندي نور هم زور اچوي چي د انسان د ښه تربيت د تعليم په وجه يي، ولي که يو سړی هم يو چاته د ښه او بد تميز ور زده کړي چي هغه د نوي تخليق د عمل څخه تېرېدو سره د معاشرتي ژوند دپاره ځان ته يوه لاره وباسي او د ټولني دپاره يو غټ کردار ادا کړي زموږ خوږ نبي حضرت محمدؐ فرمايلي دي: علم حاصلول پر هر نر او ښځه فرض دئ امام غزالي د تعليم تعريف داسي کوي:
تعلیم نفس انسان کو مہلک عادتوں اور بری خصلتوں سے بچاتی ہے اور عمدہ اخلاق سے مزین کرنے کی سعادت کی راہ پر ڈالنے کا نام ہے، جہاں قرآن میں جاننے اورکھوجنے اور حقیقت کی پر زور تاکید کرتا ہے اس میں علم کی اہمیت کو بنیادی اہمیت حاصل ہے۔
خو د بده مرغه نن هم زموږ په پښتني ټولنه کښې تعليم تر اوسه پر مخ تګ نۀ دئ کړی، ولي چي تر ننه پوري زموږ تعليمي نظام په رټه روان دئ، په علمي توګه ډېر کم دئ ولي چي کم ښه دئ، نو دوی ليدلی او کتلی نۀ وي نو هغه به څنګه د فطرت و ازادي ته ورنزدې شي ځکه خو زموږ تعليمي نظام ناکامه دئ ځکه خو د خلګو ذهنونو تر اوسه زنګ نيولی دئ نو داسي ټولنه به څنګه بدلون راولي نن که هر څه زموږ په خپله ټولنه کښې شا و خوا وګورو نو کوم تشدد وهل ترټل اغوا غلاوي بد نظمي دا ټوله زموږ په ټولنه کښې تر ټولو زياتي لاري بندي کړې دي.
که څه هم اوس تعليم تر پخوا ډېر پر مخ دئ او په ښار کښې ځائ په ځائ سکولونه دي اوس هم خلګ د تعليم وس نۀ لري، ولي کوم پښتانه چي له ښاره لېري وي د هغو دپاره ډېر ګران وي پخوا ته د سکول تګ راتګ ستونزي درلودې بلي خواته کرايې او دسکول فيسان ډېر ګران دي که څه هم حکومت کومه تعليمي پالسياني اعلان کړي دي په کار دئ چي هغه پر مورنۍ ژبو باندي وي او پر دې باندي په کار دئ عمل وشي خو له دې سره سره د يو ډول مصلحت څخه کار واخلي او د تعليم په اړه چي کومي ستونزي دي هغه واوري ښه پياوړي نصاب او پياوړي اوستازان ښه نظم او د ملک د زده کونکو د ريشو او د ښځو د تعليم په هکله دي هلي ځلي وکړي چي موږ د خپل ملک او ټولني دپاره دا کچه ديوالونه ودروو.
کومه ټولنه چي ښځه له تعليم څخه بې برخي وساتي نو بيا به د دوی په جهالت کښې هيڅ شک نۀ وي ډېر پښتانه او معتبر خلګ خپله او په زامنو زده کړه کوي خو د لور په تعليم شرمېږي او جهايله يې ساتي زموږ پښتانه خو د خور او ماينې په نامه لا شرمېږي که چېري څوک ورته وايي چي پلانيه دلته څۀ کوې؟ يا هسپتال (روغتون) او بل ځائ نو دی ورته وايي کوشنيان مي راوستلي دي دوی دښځو په نامه شرمېږي.
بله دا چي يو جاهله مور به څنګه د يو ماشوم خدمت وکړي؟
بل نن سبا چي کوم زموږ تعليم دئ هغه د مغربي تهذيب تقليد کوي خو دوی په دې ناخبره دي چي نارينه ځائ په ځائ او يا ګډوي خو له دغي ترقي څخه به خانداني نظام ته نقصان ورسېږي او روان نسلونو ته به نوري هم ستونزي جوړي کړي د ښځي کار دا نارينه سره تعاون د ماشومانو ښه تربيت کول دي خو چي کله ښځه د تعليم دپاره وځي نو بيا له ازادۍ څخه ناجائزه فائده اخلي بيا شاته هر څه پرېږدي خو دا موقف ډېر غلط دئ ولي چي يو خو زموږ په ټولنه کښې د ښځي تعليم نۀ خوښول دئ که چېري هغه بيا داسي هم وکړي نو له تعليمه څخه به ټولنه نور هم نفرت وکړي او شاته به ولاړه شي پکار دئ چي تعليم يافته ښځه ډېره با ادبه باشعوره، اخلاق منده وي چي ټولنه يې له دې ټولو شيانو څخه مطمئنه شي چي له زده کړي شاته زورونه نۀ وهي ولي چي تعليم يافته ښځه د خاوند په جذباتو او احساساتو ښه پوهېږي او دغسي کورنۍ هم له ډېرو جنجالونو ساتلای شي.
بل لکه لوستلې ښځه د معاشي تنګدستي ښکار نۀ کېږي ولي چي هيڅ مشکل به ورته نۀ وي خپله نوکري روزګار به کولای شي ولي چي نوکري يا بل روزګار پېغور نۀ دئ.
د کور په معمولي جنجالو کښې به چورت نۀ وهي پخپله به هم د کور واړه واړه ستونزي حل کولای شي ځکه چي د کور دواړه واړه جنجالونه په غټو غټو بديو بدلېدلای شي ځکه زموږ و ټولنه ته د يو ښي مور ضرورت دئ په دغه خو د ښځي جسم او دماغ نازک جوړ دئ ځکه خو هغه د بيابان په نورو ستونزو کښې برخه نۀ شي اخستلای کوم کار چي د نر دئ هغه ښځي نۀ شي کولای خو ښځه خپل خاوند ته په کور کښې خوشحالي او سکون ورکولای شي.
بل پکار دئ د نجونو او هلکانو نصاب بايد چي يو رنګه نۀ وي د دواړو ذهنونه يو له بل څخه جلا دي د ښځو دپاره د سادګي تعليم په کار دئ ولي چي عرياني بې پردګي او د مغربي تهذيب فيشن پرستي بې حيايي ټولنه د اخلاقو بې راه روي ښکار کوي، که نن هم زموږ د ښځو دپاره د علم و فن ډاکټري، انجئينرنګ او نوري داسي مقدسي پېښې شته چي د هغو انتظام جلا جلا وشي نو هم داسي به زموږ ټولنه ورو ورو پر مخ تګ وکړي. نن هم زموږ د ټولني په ښځو کښې وهم قبر پرستي جاهلانه رسمونه او په غم او ښادي کښې هغه د پخوا جاهلانه رسمونو څخه کار اخلي خو اسلام داسي شيانو څخه موږ منع کړي يو. موږ بيا هم هغه بې ځايه رسمونه نۀ پرېږدو غټ مثال د حضرت عائشه د ژوند ټولنه، تغيرات او انقلابات او مصائب، وادۀ، رخستي، خسرګنۍ، خاوند، بن، لا اولادي، کونډتوب، غربت، خانه داري، رشک و حسد غرض دا چي پر هر موقع او حالت باندي د دې تقليد قبايلي نمونې موجوده دي. دغسي علمي او عملي ژوند يې مالا مال دئ زموږ مخ ته ددې سيرت موجوده دئ چي د يوې مسلماني د حقيقي ژوند تصوير څنګه وي بيا هم موږ له دې ټولو شيانو څخه لېري يو. په زده کړه کولو توجه نۀ ورکوو په صحيح البخاري کښې له ابو سيد الخدري څخه روايت دئ:
ستا په باب پر موږ باندي نارينه غالب شوی دئ خو تۀ له خپله ځانه موږ ته يوه ورځ وټاکه نو هغوی ته يې د نصيحت امر وکړو هغوی ته يې وويل:
نشته له تاسو څخه هيڅ ښځه چي هغه دي درې اولاده وړاندي کړي درې اولاده يې مړۀ شي، مګر هغه پر دې لاره له اور څخه حجاب وي نو يوې ښځي وويل دوی که دوې وي؟
نو پېغمبرؐ وويل دوه هم(۲)
نو مخکښې به دا مجلسونه کېدل او ښځو ته به باقاعده درسونه ورکول کېدل.
فتوح البلدان کښې راغلي دي چي ام المومنين حنفه بنت عمر بن الخلب د جهالت په عصر کښې له يوې ليزکوالي ښځي څخه چي په الشفا٫ العدوبه نومېده د ليک زده کړه کوله او بيا چي خطوشوې هم دا راز په ابو سنن کښې له الشفا٫ بنت عبدالله څخه روايت دئ:
دخل علی رسولؐ و انا عند حنفة فقال الا تعلين هده رقيه النملته کما علمتيها القراة و الکتابة
ژباړه: پر ما باندي رسولؐ دا خل شو او زۀ د حنفه سره وم، ويې ويل! ايا دغي ته د خاوند وم نۀ شي، څنګه چي تا ورته لوست او ليکل ښودلي دي(۳)
دغه رنګه د مصر مشهور شاعر شوقي ويلي دي:
الا مدرسة ادا هدبتها هذبت شعبا طيب الا عراق
ژباړه: يعني مور مدرسه ده کله چي هغه مهذبه وګرځي نو د هغې په تهذيب سره به يو ملت مهذب کړي چي هغه به د ښه اعمالو لرونکي وي (۴)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ