ليکوال:ډاکټرعصمت منير احمد

 د مجلې ګڼه:۹مه ګڼه

د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبتر ۲۰۱۵

د بخت مينې د ناڅاپي مرګ دا شپږمه مياشت وه او د رضيې د چغو شورو څلورمه....رضيه زما کور وداني زما د بچو مور د شاه زېب او د ملالۍ مور....زما د تېرو شلو کالو ملګرې... د ملالۍ په پيدائش ورته څه داسي مرض پيښ شو چي يو ډاکټر هم پرې پوهه نۀ شو، د بجلۍ شاټونه يې آخري علاج اوګڼلای شو، خو آخر تر کومي! 

د تېرو پنځو کالو نه به مي په مياشت کښې يو ځل د پېښور لوی هسپتال ته د شاټونو د پاره بوتلله...د ډاکټرانو وېنا وه چي دا به وخت تيرېدو سره پخپله جوړېږي...خو وخت...آخر څومره وخت؟ زما د پاره خو دا يو عذابِ مسلسل جوړ شو، کله به پرې دوره راغله نو ټول کور به يې تس نس کړو، زما اووه ماشومان به ټوله ورځ په يو ګوټ کښې غلي ولاړ پاتي شول...د نهه کلن شاه زېب سبق هم خاوري ايرې شو...زما هم د نوکرۍ مسئله وه، سحار وختي پاڅېدل او روزانه څلويښت ميله سفر کول.. خو ما سره د خپل ځان نۀ بلکې د خپلو بچو او د رضيې د مرض غم ؤ، ولي چي خپلو خپلوانو او د کلي ټولو خلقو دا مشهوره کړې وه چي رضيه پېريانۍ ده-هغه پېريانو لېونۍ کړې ده.

هغه په ځان هم نۀ پوهېږی او چي کله پرې دوره راشي نو د خُلې نه يې ځګونه هم راوځي...ما ته د کلي ډېرو خلقو چي پکښې د ښځو شمېره زياته وه اکثر ويل چي رضيه په زيارتونو وګرځوه، کاکا صاحب له يې بوځه...که هر څومره لېونۍ وي هلته روغ موټ به شي.

خو د ډاکټرانو وېنا وه چي دا دماغي اثر دئ او علاج يې هم دغه د بجلۍ شاټونه دي، دا به ورو ورو صحت مومي..

او چي کله به په رضيې دا دوره راغله نو واقعي چي روغه لېونۍ به شوله...ماشومان به يې په يو بل غورځول، د خپل ځان او د حال نه به بالکل ناخبره او بې حاله شوه، په هيڅ به هم نۀ پوهېده او درې څلور ورځي به يې هم دغه حال ؤ، ما ته هم ډېره ګرانه وه، زما هم ډېر خلق وو، خو په خپلو غمونو کښې ډوب، زما د حال نه ښۀ خبر خو د هر څۀ نه ناخبر..او بيا په هغه ورځو کښې زموږ د دفتر نه د يو ورځنی ټور سوات ته جوړ شو...بخت ميني ته خو موقع ميلاؤ شوه...نديم صېب! رضيه بابي هم د ځان سره راوله، د هغې به پام بدل شي او واړۀ به هم خوشحاله شي او په آخر کښې يې خاص تاکيد هم اوکړو، ګوری که رضيه بابي مو راوسته نو زۀ به هم لاړه شم، د دفتر نوري جينکۍ خو هم ځي، ما ورته ځواب ورکړو.

نديم صېب! زما اصل مقصد د رضيې بابي د کوره بهر بوتلو کښې دئ او واقعي چي ما رضيه غريبه چرته هم نۀ وه بوتللې... بس د ژوند په کشالو کښې داسي ډب ډوب وم چي هر څه رانه هېر وو،او بيا پرې د رضيې مرض نور هم کار سېوا کړه، خو بخت ميني مي ورته پام کړو رضيې ته. خدائ خبر چي دا کوم ازمېښت ؤ؟

بخت مينه زما د دفتر د تېرو څلورو کالو يوه کلرکه د خپلي ډيوټۍ او د خپل وخت پابنده يوه ايمانداره جينۍ، د پنځو خوېندو مشره خور د خپل کور او د کونډي مور د روزۍ سبب. د هغې کور خو هم هلته نزدې ؤ، د دوو کمرو کوارټر ورته د دفتر له اړخه الاټ شوی ؤ، ما هم ښار نه د کډه راوړو کوشش کوو خو داسي ښۀ کور محلت راته نۀ ؤ پېښ شوی لا.

د بخت ميني د ټولو حالاتو نه زۀ خبر وم ولي چي هغې به په ټول دفتر کښې صرف په ما اعتبار کولو، هغې سره درې جينکۍ نوري هم وې خو د هغوی دنيا د دې دنيا نه ډۀره بېله او جدا وه. د بخت ميني يوه بوډۍ مور چي په ځوانۍ کښې دکونډتون سپېړو وهلې وه او سره د پنځو لوڼو يې يک يواځي په دې ډکه دنيا کښې پاتي شوه. د پردو کورونو وينځتوب ورله ملا نوره هم راټيټه کړه، خو هر کله چي بخت ميني لسم پاس کړو نو مور يې په کور کښېنوله، پخپله په يو پرائيوېټ سکول کښې په استاذۍ اولګيده- په هغه وخت کښې يې ډېر خپل خپلوان راپيدا شول، خو هغې د هيڅ چا پروا نۀ لرله، خوېندي يې ټولي په سکول کښې داخلي کړي وې او پخپله يې هم پرائيوېټ تياري کوله، آخر يې څوارلسم هم په ډېرو ښو نمبرو پاس کړو او بيا ورته هم زموږ په دې دفتر کښې نوکري مِلاؤ شوه، تنخواه خو دومره نۀ وه خو کوارټر ورته مِلاؤ شوی ؤ بس دا ورله غنيمت ؤ چي د پردي کوټې نۀ- د کلي نه يې پښې راويستي وې، اوس يې دوه خوېندي په سکول کښې استاذاني وې او دغه رنګه د کور خرڅ چلېده او د بخت ميني د ژوند ګاډۍ په منډه منډه روانه وه،خپل دفتري کار به يې د وخت نه ډېر مخکښې ختم کړی ؤ، بيا به زما ميز ته راغله.

"نديم صېب! که څه ټائپ کول وي نو زۀ اوزګاره يم" او ما به ورته مهربانی ووئيل. 

او نن سبا زما د سوچونو زاويې څه بل رنګه بدلي شوي وې، اوس مي د رضيې د دورې سره هم سمجهوته اوکړه. ما ته اوس هيڅ هم عذاب نۀ لګېدل، ولي چي بخت ميني به زما ډېره طبع تسلّي اوکړه، زما حوصله به يې ډېره لويه کړه او ماته به يې اکثر د رضيې د کراچۍ بوتلو او هلته يې د علاج کولو تاکيد کولو، خو کراچۍ ته تلل او د رضيې نروس بريک ډاؤن علاج کول ډېره خرڅه غوښتله او هغه ما سره نۀ وه، خو د بخت ميني د تسلو ډکو خبرو نه به ما ته داسي ښکاره شوه چي واقعي دا هر څه به سم دم شي. زما د کلونو ازمېښت به هم ختم شی. 

او چي کله به ما کور کښې د رضيې سره د بخت ميني خبره اوچېړله نو هغه به سره لمبه شوله. ما به ورته د اعتبار کولو غږ کوو چي يقين ساته هغه څه اخوا دې خوا جينۍ نۀ ده، بس د انسانيت خوا خوږې او ستا د صحت د پاره فکرمنده، ولي چي هغې سره غم ستا او ستا د دوو وړو وړو بچو دئ، خو د رضيې هغه فطري حسد به نور هم سېوا شولو کوم چي په ښځو کښې موجود وي او چي کله به زۀ پوهه شوم چي د رضيې موډ خرابېږي نو ما به بله موضوع اوچېړه.

او بيا په دې ورځو کښې هغه سپېره ورځ هم راغله چي د بخت ميني د ژوند اوربشه واقعي چي په دې دنيا ختمه شوله...

يوه هفته مخکښې زموږ د دفتر خلقو د سوات د سېل پروګرام جوړ کړو، بخت ميني راته اوويل، که رضيه بابي بوځې نو زۀ به هم لاړه شم.

او بيا رضيه د هغې په نوم او په ذکر بالکل جل بل نۀ شوله، دواړه ماشومان يې هم تيار کړل او خپل دارو يې هم راواغسته چي د دورې په وخت به خوړل وو.

زموږ بس د يوې ورځي په ټول سوات پله په منډه روان ؤ.

د سوات د سيند غاړه مو د دمي ځائ ؤ، ټول ملګري سره د کېمرو او د کډو راکوز شول او د خپلي خوښي په ځايونو خواره واره شول ولي چي لا د غرمې ډوډۍ ته ډېر وخت ؤ.

ما چي کله نه بخت مينه ليدلې وه نو زړۀ ته مي قدرتی ډاډګيرنه رسېدلې وه، او زۀ د بخت ميني پښتنو کړۀ وړۀ دومره متاثره کړم چي د څلورو کالو خاموشي نن لکه د سوات د سيند په غورځنګونو شوه، او زړۀ مي نور صبر اونۀ کړی شو.

ما هم دا کلکه اراده کړې وه چي بخت مينه يوه تعليم يافته باشعوره جينۍ ده، که خپله د زړګي مدعا ورته ښکاره کړم نو پکار نۀ ده چي خفه شي او په روڼ تندي به يې واوري.

خو چي کله مي سوچ خپلو دوو بچو ته او د رضيې مرض ته لاړو نو ځان راته ډېر خود غرضه ښکاره شو چي د خپلي خود غرضۍ د پاره د خپل زړۀ سکون او د آرام د پاره زۀ بخت مينه د يوې مريضي تيماردارۍ له راولم، د خپلو دوو بچو د خدمت د پاره خپلوم. نا،نا،نا! زۀ به چرې هم په هغې دا ظلم اونۀ کړم.

آخر ولي؟ دا خو ظلم نۀ دئ، يو انسان د بل انسان پکار راځي او بيا بخت مينه ستا د کور د ټول حال نه خبر هم ده، تا خو د هغې نه هېڅ نۀ دي پټ ساتلي.

ولي خلق خو درې درې څلور څلور ودونه کوي او تۀ خو يې څه مستۍ له نۀ کوې، د نيستۍ او د لوی مجبورۍ له کبله يې کوې، او بيا د ټولو نه غټه خبره دا ده چي بخت مينه به هم د خپلو پردو د خبرو او د سپکي ناروا وېنا نه په امن شي.

زړۀ مي راته لوی نصيحت اوکړو.

زۀ د رضيې او د جميلې نه لري ځان له يواځي هم په دې کشمکش کښې بوخت وم چي ناڅاپه مي يوه چغه تر غوږو شوله. هله بابا! بخت مينه آنټي اوبو ته پرېوتله.

او چي ما کتل نو زما نه بيا مخکښې د دفتر ټولو خلقو منډي کړي وې، رضيه او ماشومان يې د لوی ګټ نه د سيند غاړي ته راواړول، ماڼګو ډېرې لامبو اووهلې خو د خونړو څپو په شور کښې او د اوبو په زور کښې د بخت ميني د بخت هيڅ پته اونۀ لګيده.

بس د پوليس نه ځکه بچ شولو چي د رضيې طبي معائنه يې اوکړه نو هغه دماغي ټيک نۀ وه او د بخت ميني مرګ يوه اتفاقي حادثه اوګڼلی شوه.

د بخت ميني مور او خوېندو به ما ته تسلي راکوله چي دې کښې ستا څۀ ګناه وه، بس د خدای راغلې وه.

او د هغې به هم دغه هومره ژوند ؤ.

د بخت ميني کشره خور مي د خپل افسر په سفارش د هغې په ځائ اولګوله چي د هغوی د سر د سېوري مسئله وه.

او چي د بخت ميني څلوېښتي پوره شوه نو يوې هفتې پس يې کشري خور ما له يو لفافه راکړه، سره د دې تاکيد چي نديم صېب کور کښې يې وګورئ.

او چي کور کښې ما لفافه پرانستله نو پکښې شل زره روپۍ او يو وړوکی غوندي کاغذ ؤ، کاغذ مي پرانسته نو پکښې ليکلی ؤ.

"زۀ د تېرو شپږو مياشتو ځان له حوصله ورکوم چي نن به درله دا لفافه درکړم او سبا به يې درکړم، اوس ګورم چي د خدای رضا په کومه ورځ ده، خو دا خبره مي ياده ساته چي دا پيسې د حقي حلالي نوکرۍ دي، او د انساني ژوند نه شل زره څه چي شل کروړه هم زار شه،همت مۀ بايله او زر تر زره د کراچۍ د تلو بندوبست اوکړه، ماشومان به دي موږ سره وي،زموږ کور کښې".

دا قرض اوګڼه، په زړۀ کښې هيڅ اخوا دې خوا خيال رانۀ ولې.

(ستا د کور د خوشحالو آرزومنه!)

"دا پيسې صرف د رضيې د علاج د پاره دي، ګورې نور څلۀ نا"

په رضيې بيا دوره هغه راغله او اوس خو ورسره د چغو شورو هم اضافه اوشوله.

"بخت مينه ما وژلې ده،د هغې قاتله زۀ يم،هو ما ورله په سيند کښې ديکه ورکړې ده، يۀ خلقه! ما پهانسۍ کړئ، يۀ خلقه بخت مينه ما د ګټ نه لاندي غورځولې ده"

پهانسۍ کړئ، پهانسۍ،ما پهانسۍ.

زما د لاسه هغه د کاغذ پرزه پرېوته.

زۀ بې دمه او بې ساه ولاړ پاتي شوم.

رضيه خو ټيک ده، نو اوس ورله د څۀ علاج اوکړم؟

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba