ليکوال:شاهده بابر ملاله
د مجلې ګڼه:۹مه
د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبتر ۲۰۱۵
منی په شروع کېدو ؤ، داسي معلومېدی لکه چي په وچه ژبه ارږمی اخلي، هر چا چي موږ ته د ويالې پته راښودله موږ خپلي پښې څکولې او تر هغه ځايه پوري به مو ځان په الوتو رسوی.
دې کتار ويالو ته موږ د اوبو ويالې نۀ شو ويلای چي بس څاڅکي څاڅکي اوبه پکښې راتلې. لکه دا وياله چي خپل د اخيري خزانو څخه څاڅکي راتوی وي او په ختمېدو وي. دلته يو کډی ؤ چي شپانه خپل منګول ځيني ډکوی او اوبه يې څښلې، خو موږ ته دې اوبو خوند نۀ راکوئ، زموږ د حلقه خو يو څاڅکی هم نۀ تېرېدی.
لږ لېري د ځنګل په منځ کښې د صنوبر د درختو په منځ کښې د يو کور څخه رڼا ښکارېده.
تۀ دا معلومه کړه ګوندي دلته اوبه پيدا شي؟
د درختو په منځ کښي دوی يو اوار ځائ پيدا کړئ او هلته کښېنستلې.
زۀ يواځي د دې کور په خوا راروان شوم
تاسو به څومره ډېر ګلان ليدلي وي، خو د يو انسان غوړېدلی مخ به کله کله تاسو ليدلای وي. چي کومي ښځي د کور دروازه راخلاصه کړه د هغې مخ، په رښتيا يو ګل ؤ.
زۀ د اوبو د پاره دلته راغلی يم.
زۀ د وچو مياشتو د مخه دا شکريه ادا کوم. په دا مياشت کښې اکثره خلګ د اوبو دپاره زما کره راځي. د ښځي مخ د ګل رنګه نۀ ؤ، بلکې د دې خبري هم د ګلانو په شان وې. زۀ حيران شوم چي په دا ځنګل کښې دا ګل چېري پټ ؤ.
تۀکښېنه، زما مزدور به اوس اوبه درله راوړي. دلته نزدې يوه غاره ده، له هغې څخه يوه چينه بهېږي، بس د دې ماسوا دلته نور يوځائ هم اوبه نشته.
نن زۀ دا چېري راغلې يم، ټوله خونه د کتابو څخه ډکه وه، اوس زۀ پوه شوم چي د دې ښځي مخ ولي د ګل رنګه ښائسته دئ. دې ګل مخي چي زما څخه زما په باره کښې وپوښتل نو ما چي کومه خبره ورته وکړه هغه ماهيڅ کله هم چاته نۀ وه کړې.
زۀ غزلي ليکم.
غزلي ...... ما کله هم غزلي نۀ دي ليکلي، خو ما هغه لار وليدله په کومه لار چي غزلي راځي.
زما زړۀ خو لکه د دې ښځي د دړده سره په غېږ شو، دا زما د زړۀ خلوص ؤ چي دې ښځي زۀ تر لاس ونيولم او زۀ يې بلي خوني ته بوتلمه.
په دا خونه کښې يو ښائسته پلنګ پروت ؤ، دومره ښائسته لکه د ټولي دنيا خوب او سکون چي په دا بستره کښې وي.
په دا خونه کښې يو ښائسته تصوير لګېدلی ؤ لکه د ټولي دنيا د سړيو ښائست چي په دې تصويري سړي کښې وي.
دا شايد ستا خاوند دئ؟
شايد نۀ بلکې دا زما سړی ؤ.
زۀ د يو وګړي په حېث دا حق خو نۀ لرم چي له تا څخه يوه پوښتنه وکړم خو بيا هم.....که تۀ يې ماته ووايې
زما د وادۀ نکريځي زما پر لاسونو لګېدلي وې چي زما خوندکۍ ماته په غوږ کښې دا وويل چي د چا سره چي تۀ مينه کوې د هغه سره خو ستا وادۀ ونۀ شو خو يو اخيري وار راشه د خپل لاسو په دې غلطو کرښو باندي نکريځي ولګوه.
زۀ يوې جلا کوټې ته ولاړم، هغۀ د نکريځو کټوری لري کړی او د خپل قلم په ساهي يې زما په لاس په انګهوټې يو مهر جوړ کړئ.
زما د منګول په کاغذ چي تا دا انګهوټه ولګوله نو زۀ به دې ته ساه ورکړم.
اوس نو زۀ په کوم حق ستاڅخه څۀ غوښتی شم؟ زما اوښکي راتوی شوې.
که تۀ وغواړې نو نن يې وا خله اوکه د نن څخه يې شل کاله وروسته غواړې نو زۀ به يې هم د شل کاله وروسته درکړم، تۀ چي کله هم له ما څخه خپل حق وغواړې نو زۀ به يې وتاته درکوم.
دۀ دا خبره راته وکړه او ولاړی. ما خپل لاس په تندي ولګوی، او په بل لاس مي نکريځي ولګولې او د وادۀ جوړه مي واغوستله. څوک ټول عمر بايلي او بيا دي هم په همت ژوند کوي،ما د ژوند ډېر کلونه داسي تېر کړل او د ډېرو کلو پس زۀ د يوه بچي مور جوړه شوم.
چی دی کوچنی ؤ نو زۀ د دۀ سره مصروفه وم، ورځي مو تېرولې بيا چي دی غټېدی نو زما مصروفيت کمېدی. اوس نو وماته د ژوند تېرولو لپاره د زيات همت ضرورت ؤ.کور د ښه مړو خلګو ؤ، خو د پردو تر شا ډېره سختي وه، نۀ موږ چېري تلو، نۀ زموږ کره څوک راتلو. او که چېر ي څوک د دا سي بد مخو اميرانوکره راتلو هم، نو لکه د انسانانو په رنګه ملاوېدل ؤ.د کور تر څنګه يو د چای هوټل ؤ. هوټل نۀ ؤ بس يو دکان غوندي ؤ، تر څنګ يې د لاريانو اډه هم وه.
د هرو دوو مياشتو پس به قوال استاد راتلو، ډېر مشهور قوال ؤ. دوی به دلته لارۍ بدلوله. درې ساعته به دوی دلته پراته وو. د چای د دکان والا يو رنګيلا سړی ؤ. ګردو قوالي والاؤ ته به يې مفتي چای ورکولې او قوالي به يې په ويله. د کړکۍ د پردو د آخواکولو حق زموږ سره نۀ ؤ. خو د قوالي اواز د پردو نه هم راتلی او ډېر د ارمانه ډک اواز. ما چي به په ډېر محنت سره کوم شيان پر خپل خپل ځای کښېښودل نو هغه به بېرته زما څخه خراب شول.
کله کله خو به ما خپل نوکر ته پيسې ورکړې چي ورشه، خپل په نوم نوري چای دې قوالي والا ته ورکړه، نوري قوالياني په ووايه.
زۀ د شلو کالو څخه د تقدير د لاسه کړېدمه، ما دا واورېدل چي هغۀ ناجوړه دئ. هغۀ څوک چي زما په لاس يې خپله انګهوټه لګولې وه او ماته يې ويلي ؤ چي ستا مرضي ده که دي زړۀ وي نو نن يې واخله او که نۀ وي نو شل کاله وروسته يې واخله زۀ ستا حقوق تاته درکوم...... زۀ په دې خبره وم چي دۀ وادۀ نۀ دئ کړی. د دۀ سره د دۀ مور وه، او اوس هغه په ناجوړۍ کښې د دۀ سره وه.
ما تمامه ورځ خپل د لاس منګول ته کتل. داسي را معلومېدو لکه چي يو زوړ زخم را تازه کېږي، نن د قواليو ورځ وه. د چای والا دوی ته چای ورکړې، دوی قوالي ويله، دوی په ډېر ارمان قوالي ويله، قوال خو خپله قوالي ويله او ولاړ ؤ خو غزل يې دلته پرېښودئ. ماته داسي معلومېدو لکه غزل چي کورته راغلی وي او زما مخ ته ولاړ وي او زما لاس يې نيولی وي او هغه مهر ماته ښکاره کوي. شل کاله ما د بل کور په يوه يوه خاشه جوړکړو. خو خپله مي کله هم يو شی استعمال نۀ کړو، اوبيا د شلو کالو وروسته ما د خپل د ژوند د تهان څخه يو ګز کپړه پرې کړه.
رښتيا؟
هو زما خوري!
د دولت او عزت قيمت مي ادا کړئ او يو ګز کپړه مي واخستله.
هغۀ په سينټي ټوريم کښې پروت ؤ. زۀ ولاړم د هغۀ مخ ته مي خپل لاس کښېښود.
دا وګوره خپل د انګوټهې نښان، دا نښان بل چاته خونۀ معلومېږي خو زۀ او تۀ يې ليدلای شو، زۀ خپل حق غواړم اوس خو زما سره د ژوند روزي نۀ شته. تۀ زما دپاره دومره لوی قيمت مۀ ادا کوه. هغه ډېر وويل خو زما يو منت ؤ د ژوند د دې تهان څخه ماته يو ګز کپړه راکړه. يو ګز
څوک به وايي چي يو ګز کپړه وي ما د ژوند ګرد تهان اخستلای شو. دا تقدير ما شل کاله دمخه هم جوړولای شو، خو هغه وخت زما په ژوند زما دومره حق نۀ ؤ، هغه وخت زما د موراو پلار د عزت سوال ؤ اوس ما د دوی د عزت ډېر سخت قيمت ادا کړی دئ.
خو دا هم غلطه ده، هغه قيمتونه ګرد غلط وو، دا خو د ژوند بهير هغه وخت معلومېږي چي ما خپله ځواني قربان کړه او د خپل محبوب صحت .....
خو اوس زۀ د دۀ په ناجوړي کښې د دۀ د ناجوړۍ قرباني نۀ شم ورکولای. ما د دې ښځي خبري اورېدلې، د دې د خُلې يوه يوه خبره زما په زړۀ نښته. ځواني او دولت قربانولو والا او د ناجوړۍ او د سپين سري توب اخستلو والا ښځه. هغه ښځه اوس په هغه لوړ مقام ولاړه وه چي يو څوک هم نۀ شي ورسېدای. ډاکټرانو بمشکل د شپږو مياشتو وخت ورکړی ؤ، خو خدای دي په ما رحم وکړي ما د دۀ د سرای په دې خونه کښې شپږ کاله تېر کړل. ما د دې لوړو لوړو درختو په ځنګله کښې خپل يو ګز کپړه استعمال کړه. زما د ژوند سفر په ختمېدو ؤ، خو تر اوسه د دۀ مور ژوندۍ ده، هغه ماته خپل زوی هم وايي او نژور هم.
او دا کور، زموږ د ميني نخښه ده. تمام ورځ هغۀ ماته خپل د زوی خبري کوي، نۀ کله زما غوږونه ستړي کېږي او نۀ کله ده دې خُله.
زۀ يو وار دا ليدلای شم؟
زۀ ګورم چي ويده خو نۀ ده.
مور ويده وه او نوکر اوبه راوړې
ما اوبه راواخستلې زۀ چي راروانېدمه نو ماته داسي ښکارېده لکه دې چي يو تږي ته اوبه نۀ، بلکې د يوې راهګيري و بې چېني روح ته يې قرار ورکړی وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ