ليکوال:ډاکټرباقي درانی 

د مجلې ګڼه:۸مه

د مجلې د چاپ نېټه: جولائي ستمبر ۲۰۱۵

فكر د فلسفې مغز بلل کېږي او له پخوا څخه  فلاسفران د فلسفيانه فكري نظام په جوړښت كښې كار ترې اخلي لګيا دي3- كله چي د فلسفيانه شكوكو په نتيجه كښې يو خيال په ذهن كښې را وپاڅي نو بيا ګمان، وسواس، ياداښت، خواهش او اميد واړه ورسره مله شي او د يوۀ داسي تَخَيُلي شاهكار په جوړښت پېل وكړي چي تر دې لمخه يې شتون نۀ وي- همدغه فكر په فلسفه كښې تر هر څۀ مُهم او محترم ګڼل كيږي- په فكري نظام كښې كه څوك په ديانتدارۍ سره د خيال تشكيل او تزئين وكړي او د عملي كولو يې معقوله طريقه وړاندي كړي نو بيا د دۀ د مقام تعيُن په كيږي- 

په انساني ذهن كښې خيال زياتره د يوۀ سوال په بڼه را پاڅيږي- بيا يې په فكري نظام كښې دننه له هره اړخه جاج اخستل كيږي- په ياداښت كښې د خوندي تېري تجربې په رڼا كښې يې پلټنه كيږي او فېصله ورباندي كيږي- د عمل ورباندي كولو پلان يې جوړېږي او په دغه حقله  دخواوشا دماحول په ګچه معقوليت پكښې را پېدا كيږي لګيا وي- لكه چي مصوّر د تصوير په بېلا بېلو سانچو كښې رنګونو ته ترتيب وركوي لګيا وي همدغه راز تخليق كوونكی د فكري نظام په تخليقي سانچو4 كښې خيالونو او تصوراتو ته ترتيب وركوي چي تخليق يې ښکلا په ومومي- يعني دغه فكري څرخ د نورو بېلا بېلو كارونو سره سره د تخليقي تندي او تخليقي عمل بنسټ هم جوړېږي-


خيال د فكر څخه بېل يو ځانګړی معنوي صلاحيت دی چي په  انساني ذهن كښې را پاڅيږي او هغه څيزونه هم په ليدل كيږي چي په ظاهره د محسوساتو تر دايره وتلي ښكاري- معنا دا چي د فكر بنسټ تر يوۀ حده پرخيال ولاړ دی او خيال انساني فكر د غېبو سره تړي لګيا وي-  ولي چي د محسوساتو تر دنيا په آ خوا يوازي د خيال رسايي شته او ځينې داسي غېبي حقيقتونه هم ليدلاى شي چي په بله هيڅ توګه يې تصديق ممكن نۀ وي- د هر انسان دخيالونو د الوتني خپل بېل كائينات وي- لكه چي د خلګو په رنګونو، كړۀ وړۀ قد وقامت او نور ډېر څه كښې توپير ليدل كيږي همدغه شان يې د خيالونو جهانونه جُدا جُدا دي- خيال كله كله د مادي دنيا نه بهر هم تر يوۀ داسي جهان پوري د غزېدو په هلو ځلو وي تر كومه چي په ظاهره  د رسېدو امکان ډېر کم وي-

خيالونه كله هم يو شانتي نۀ وي- دا د بهاندو اوبو په څير همه وخت رابهيږي لګيا وي- دغه بهاؤ يې په ډېرو نورو ذهني خاضيّتونو پوري اړه لري- احساس، ګمان، وسواس، ياداښت او پوهه ټول د خيالونو پر صحت اثرات لري- په انساني ذهن كښې رابهېدونكي دغه بې شمېره خيالونه كۀ څۀ هم زياتره منفي وي  خو انساني فكري نظام يې د ياداښت او پوهۍ په ذريعه زېركړي اوكم شمېرمثبت يې رابرسېره كړي- بل مثال يې دا دی چي خيالونه لكه پلوشې له انساني ذهن څخه هر وخت راپورته کيږي لګيا وي- لوى شمېر يې د لمر د شغلو په شان چارچاپېره خورې ورې وي- نۀ يې څوك شمېرلاى شي او نۀ يې بشپړ ادراك وچاته وي- خو كله چي د هينداري په شان يو بل څيز د دغو شغلو مخي ته راشي نو يې لار وربدله كړي او په بېل انداز وبرېښي- معنا دا چي خيال هلته برېښي كله چي يې د ياداښت (تجربې) او پوهني په هينداره كښې د پلوښو سمت  وټاكل  شي او د خپل  شتون  احساس وركړي- ياداښتونه او زدكړه ددغو پلوشو په شان انساني خيالونه متاثره كوي او تراشي يې- د خيالونو دغه پېوسته تراشنه په اصل كښې د ښه تخليق بنسټ وي- كه څوك دا خواهش لري چي  معياري تخليق وكړي نو دي په خپل ذهن كي منفي خيالونه زېر كړي او مثبت خيالونه دي تراشي لګيا دي اوسي- د ښۀ ژوند راز دا وي چي له خپله فكره منفي خيالونه  وتښتول شي او مثبت عمل ته ملا وتړله شي-

انساني دماغ يو مادي څيز دی- خپل يو خاص شكل لري خو د بدن له نورو غوښو څخه يې جوړښت بېخي بېل ښكاري- دا په ظاهره يو ډېر نازك غوندي اندام دی خو د بدن پر ټولو نورو اندامونو بشپړكنټرول لري- لاسونۀ، پښې، سترګي، غوږونه، او ژبه ټول د دماغ په ذريعه خپل خپل كار تر سره كوي لګيا وي- خو انسان ځينې داسي كارونه هم كولاى شي چي وضاحت يې په دغه مادي دماغ نۀ كيږي- د دغو كارونو اړه په ذهن پوري ده چي فكر، احساس، ياداښت، شعور او لاشعور ټول پكښې ګډون لري- د انساني فكري نظام په تشكيل كښې كه څۀ هم دماغ، ذهن، نفس، فكر، احساس او ياداښت واړۀ ګډون لري خو اصل رول پكښې د’ كاګنيشن’ يا ادراک وي- دا په ذهن كښې دننه يوۀ بشپړ فكري نظام ته ويل کېږي- ذهن تر دغه فكري نظام لاندي د سترګو، غوږونو، پوزي، خولې او پوست غوندي نورو حواسو څخه اثرات (سيګنلز) اخلي، پلټي يې او بيا يوكس ويښوي، جذبات يې راپاروي او په نتيجه كښې يې دغه كس حركت كوي، خبري كوي او عملي ګامونه اخلي- ځكه خو انسان حركت كولاى شي، ګائېدلاى شي، تخليق کولای شي، خوب كولاى شي او هم خپل بېلابېل جذبات  تركنټرول لاندي  راوستلاى شي-


د انساني فكري نظام بنسټ كه څۀ هم تر ډېره حده پر احساس او ياداښت ولاړ دی خو دا د ذهن د پېچيده كاركړني يو عجوبه غوندي مظهر ګڼل کېږي- دغه پېچيده نظام د دماغ د بې شمېره وړو وړو خليو په ذريعه په ټول بدن كښې يو برقي جال جوړوي چي بېرته بيا د دماغ سره په همدغه شان نورو خليو تړلی دی5- دا راز ذهني برقي رو دماغ ته ځي او راځي- پخپله په دماغ كښې هم هره حِصه له بلي سره په همدغه شان وړو وړو خليو تړاؤ لري او د دغو تر منځ هم همه وخت په تواتر سره برقي رو بهيږي لګيا وي- د دماغ جوړښت داسي دی چي دغه وړې وړې خليې يې د وخت سره سره د مشاهدو او تجربو په ترڅ كښې بدليږي- ذهن د دماغ د دغه پېچيده نطام دكار كولو د مجموعي اثر نوم دی-
هسي خو په انساني ژوند كښې د بې شمېره غټو او وړو كارونو ټوله ذمه واري د ذهن پر وږو وي خو بيا هم څو داسي ستر ذهني صلاحيتونه شته چي وضاحت غواړي-  ولي چي انسان له نورو مخلوقاتو څخه بېل او ممتاز په ښكاري- په دغو سترو ذهني صلاحيتونو كښې، احساس، ياداښت، جبلت، وجدان، يقين، عادت، خواهش، جذبه، سماعت، نظر، او ژبه شامل دي- د فكر سره سره به پر دغو واړو سترو ذهني صلاحيّتونو څۀ نۀ څۀ بحث کيږي، كوم چي د موضوع په مناسبت ځاي ځاى ضروري وي-

په عمومي توګه هر وخت بېلا بېل سوالونه تر بحث لاندي راځي، لكه دا چي خلګ له تاريخه څنګه سبق اخلي؟ له تېرو تجربو څخه څنګه ګټه ترلاسۀ كېداى شي؟ تېر ياداښتونه په ذهن كي څنګه محفوظه پاته كيږي؟  د ياداښت په موجودګي كښې  هېره څله ممكنه ده؟ خلګ سختي فېصلې په كوم قوت كولاى شي؟ په شعور او لاشعور كي څۀ فرق دی؟ لاشعور تر كومه حده دشعور مرسته كوي؟  ژبه آيا د انسان پر فكر همدغومره اثر كوي لكه چي يې ليكوال ګڼي؟ د دغه شان ډېرو نورو سوالونو ځوابونه چي د انساني نفسياتو په كومه څانګه كښې ممكن ښكاري هغه د كوګنيټيو سائيكالوژي (cognitive psychology)6 په نامۀ مسوا ده- موږ چي د كوم بشپړ فكري نظام خبره كوو هماغه اوس په ساينسي اصطلا كوګنيشن يا ادراک بلل كيږي- دا د يوۀ داسي بشپړ فكري عمل نوم دی چي تر ليدلو، كتلو، لوستلو او اورېدلو وروسته د انسان  احساس، توجه، خيال، پوهه، ياداښت، ګمان، وسواس، ژبه او قوّتِ فېصله ټول پكښې برخه  اخلي- دا نظام  په  اصل كښې دكس پر ياداښت ولاړ وي او ياداښت يې درې بېلا بېلي برخي لري-

لومړۍ برخه يې ‘محسوساتي ياداښت’ بلل كېږي چي  تر ليدلو، كتلو، لوستلو او اورېدلو وروسته په انسان كښې يو داخلي احساس، راپاڅوي، توجه يې را اړَوي او تر’پلټونكي ياداښت’ پوري يې رسوي-  د ياداښت دغه دوهمه برخه يعني پلټونكی ياداښت ډېر مهم دی او د درېيمي برخي يعني ‘پاخۀ ياداښت’ په مرسته محسوس كړي معلومات پلټي او په نتيجه يې رسوي چي فېصله ورباندي وكړه شي- د دغو معلوماتو يوه مهمه حصه بيا تر پلټني وروسته ‘ كوډ’  شي او پاخۀ ياداښت ته  منتقله شي چي د سبا دپاره د تجربې په حېث په كار راوسته كيږي- په اعلىٰ ذهني صلاحيتونو كښې د معلوماتو د ترلاسۀ كولو، پلټلو او بيا په نتيجه رسولو دغه بشپړ فكري نظام يعنيInformation processing model of cognition  ډېر مهم ګڼل كيږي- دا  د كمپيوټر په شان په يوۀ وخت ډېر نور بېلا بېل كارونه هم تر سره كوي لګيا وي- د يوۀ خاص خيال تر څنګ څنګ د  ډېرو نورو سوچونو يوه لويه ډله وي چي روانه وي- د كمپيوټر ايجاد هم په اصل كښې د كوګنيشن تر دغه ساينسي پوهۍ وروسته ممكن شو او پر همدغه اصول يې د پراسېسر، هارډ ډيسك او مېموري نظام كار كوي لګيا وي-


د انساني دماغ ، ذهن او فكر تر توپير وروسته د نفس په اړه هم څۀ نۀ څۀ وضاحت لازمي ګڼم  ولي چي نفسيات د ډېرو اړو مسئلو حل  وړاندي كوي- نفسيات د بدلېدونکو ذهني كېفياتو د  جاج اخستلو سره سره، د روحانيت سره د تړلو ډېرو بېلا بېلو مسئلو ساينسي وضاحت هم كوي- كله كله خلګ سوال كوي چي عادت، كردار او يقين څنګه بدلېداى شي؟ د چا سره عقيدت يا نفرت څنګه پېدا كيږي؟ د نورو كسانو په حقله رايه څنګه جوړيږي؟ د چا مدد كوَل څله پكار وي؟ يو كس هغه څوك څله بخښي چي ګرمه يې پرې كړې وي؟ او هم دارنګه نور ډېر سوالونه دي چي خلګ يې هره روځ پوښتنه كوي- د دغو ټولو سوالونو ځوابونه هله ممكن دي چي موږ د هغو سترو ذهني صلاحيتونو مطالعه وكړو چي په انساني فكري نظام كښې برخه لري- سماجي او معاشرتي نفسيات تر بحث لاندي راوړو- په ساينسي او تاريخي پسِ منظر كښې د انساني ذهن د كار كولو بشپړه جايزه واخلو-

يوناني فِزيشن هيپوكرېټس7 ترعيسى عليه السلام تقريباً پنځۀ سوه كاله مخكښې د هغه وخت د ټولنيزو نفسياتو جايزه اخستې وه او پر دې حقيقت به يې ټينګار كاوۀ چي بيمارئ د خداى له خوا د سزا په توګه نۀ دي را ليږل شوي بلكې خپل خپل قدرتي وجوهات لري- دی د دنيا لومړی فزيشن ؤ چي د ذهني ناروغيو تفصيل يې وړاندي كړی ؤ او د هرمعالج دپاره يې اخلاقي ضابطه تجويز كړې وه- بيا سقراط، افلاطون او ارسطو هم د يونان د خلګو پر سماجي نفسياتو تر ډېره فلسفيانه بحثونو ته دوام وركړی ؤ- د دوى په مُهمو موضوعاتو كښې احساس، غم، ښادي، خوند، درد، خواهش، حسن، علم، اراده، ياداښت، معقوليت او فطرت شامل ؤ- امام غزالي هم د خپل  وخت  پر سماجي نفسياتو ډېر څه ليكلي دي- 
په اولسمه عيسوي پېړۍ كښې فرانسوي فلاسفر رېني ډسكارټس1 دا وضاحت وكړ چي روح او بدن دوه بېل څيزونه دي او دا پر هره سطحه په آساني محسوسېدلاى شي- 


په عيسوي كال۱۸۹۷ كي دجرمني په ښار ليپزنګ كښې8، جرمن فزيالوجيسټ ويلهلم مېكس ونډټ (Wilhelm Max Wundt) دذِهن د ساينسي مشاهدې يوه باقاعده لېبارټرۍ جوړه كړه او نفسيات يې په رسمي توګه په خلګو وپېژندل ځكه نو دی د ساينس د دغي څانګي پېل كوونكی منل كيږي-  بيا په كال ١٨٩٠ كي د امريكا د هاورډ پوهنتون پروفېسر ويليم جېمز د نفسياتو پر اصولونو يو زخيم كتاب تصنيف كړ او په امريكا كي يې هم د نفسياتو علمي حېثيت څرګند كړ- په نونسمه پېړۍ كښې بيا د نفسياتو اهميت په علمي توګه نور هم ډېر زيات شو- د ويانا يوۀ نيورولوجيسټ سيګمنډ فرائيډ9 د Psychoanalysis يعني نفسي تحليل  نظريه وړاندي كړه او د شخصيت په پلټنه كي يې د شعور او لاشعور يومُهم تصور وركړ- د دۀ زور پر اجتماعي لاشعور ؤ او د څيزونو سپيناوی به يې د جنس پر بنسټ كاوه- دغه نظر وروسته د نفسياتو په دنيا كښې انقلاب راووست- څوك يې په حمايت كښې او څوك يې بيا په مخالفت كي را ووتل- د سويزرلېنډ يو جرمن  سايكياټريسټ ژانګ كارل ګسټاؤ10Jung, Carl Gustav) د فرائيډ هغه فكر رد كړ چي د هر څۀ وضاحت به يې د جنس پر بنسټ كاوه- دۀ د اجتماعي لاشعور نوی باب په نفسياتو كښې شامل كړ. 


د سوزرلېنډ د نفسياتو يو ماهر جين پياګټ به بيا د خپلو ماشومانو دعادتونو عميقه مشاهده كوله- دۀ به د نفسياتو پر بنسټ  د دوى د عادتونو د بدلون ذكر د عمر په حساب   كاوه- خو ورو ورو د نړۍ سائنسي تحقيق دا ثابته كړه چي يوازي د نفسياتو په مطالعه او مشاهده د دغه شان پېچلو سوالونو بشپړ ځوابونه نۀ شي وركړل کېداى- جين ورو ورو د كاګنيشن د نوي تصوّر سره مخ ته راغلی او وضاحت يې وكړ چي انساني ذهن څنګه كار كوي- د دۀ په زړۀ پوري موضوع دا وه چي ذهن له ماحول څخه معلومات څۀ رنګه اخلي، پلټنه يې څنګه كوي او بيا يې په درون كښې ساتي څنګه؟  

   امريكن ژبپوهـ نوم چومسكي په كال ١٩۵٠ كښې څرګنده كړه چي په انساني ذهن كي د ژبپوهني يو سترمركز شته چي نۀ يوازي د ګائيدو صلاحيت پكښې دی بلكې د ژبي د پلټني او بېرته د ځواب وركولو پُوره پُوره صلاحيت هم لري- د ژبپوهني دغه اړخ د كوګنيشن د تصور سره ډېر سمون درلود ځكه يې ډېر اهميت پېدا كړ او د انساني دماغ په سترو ذهني صلاحيتونو كښې د ژبي مقام په اوچت شو- 

د انسان دذهن زياتره صلاحيتونه له ازله د دۀ په خمير كښې موجود وي خو يو شمېر داسي هم دي چي د انسان په خاريجي ماحول پوري اړه لري- د بېلګي په توګه يوې خواته ‘نفس’ يو داخلي جبر دی چي د انسان په خمير كښې شتون لري خو بلي خوا ته فطرت او تاريخ په خارجي ماحول پوري اړه لري- جبلت كه څۀ هم په قبايلي ټولنه كي زيات ليدل كيږي خو په حقيقت كښې دا د هر كس د شخصيت يوه برخه ده- د انسانيت تر معراجه د رسېدو اولنی شرط دا دی چي له دغو جبلتونو څخه آزادي واخستله شي- د فكر، احساس او تجربې پر بنسټ د نظر زاويه سمه كړله شي- جبلت كه څۀ هم ځان لره يو داسي حقيقت دی  چي انكار ترې نۀ شي كېداى ، خو د معقوليت په خوا د سفر لاره د فكر او عقل په رڼا وړل كيږي- فكر او عقل دوه بېل څيزونه دي- فكر مثبت هم كېدلاى شي او منفي هم خو عقل د فكر د مثبت اړخ دوهم نوم دی- زموږ فلسفي شاعر غني خان وايي چي:            

  عقل  مي  ايـرې  شــه   ستـا  لپـاره د فكرونو نـه

سترګي مي قربان شه  ستا لپاره د سوچونو نـه

ځارشمـه قربان شم ستا دخاورو د كورونو نـه       

 ستا زړۀ  كښې پرتې دي  ټولي  تللي افسـانې زما

اې  زمـــا   وطنــــه !    د   لعـلـونـو   خــــزانې   زما

دلته غني خان هم دا حقيقت څرګند كړی دی چي عقل او فكر دوه بېل څيزونه دي، ځكه خو عقل د وطن تر بېلا بېلو فكرونو ځارَوي- يعني پښتني هوډ يې له عقله بغاوت كوي- دغه بغاوت يې ښايي چي د تخليقي تندي د تسكين موجب ګرځي- 


پايله دا چي د انساني فكر بحث بېلا بېل اړخونه لري- نفسياتي استدلال يې تر ډېره حده د تخليقي تندي وضاحت كولاى شي اودا پركوګنيشن مبني دی- فلسفيانه، طبيعي اوټولنيز اړخونه يې خپل خپل تاريخي او علمي پس منظر لري- فكر په انساني ذهن كښې د خيالونو د خاص ترتيب نوم دی- دا ترتيب چونكي په ټولو خلګو كښې يو شانتي نۀ وي ځكه يې نو د فكرونو هم بېلا بېلي سطحي دي- توپير يې په  زدكړه، ياداښت، پلټنه او قوتِ فېصله پوري اړه لري چي په سطحه كي يې زياتوكم ليدل كيږي- كوګنيشن د انساني فكري نظام يو نفسياتي ماډل دی چي داستدلال، تنقيدي عمل او تخليقي تندي وضاحت په كېداى شي- د دغه فكري نظام مثبت اړخ عقل دی- كه څۀ هم د ټولو انساني مسئلو حل يوازي په مثبت فكر يا عقل ممكن نۀ دی او دا د انساني عزم، بقا او خدايي تصور په حقله سطحي غوندي شی ښكاري خو بيا هم د احساس او تجربې (ياداښت) په مرسته د نظر د زاويې په تشكيل كښې يو مهم رول لري- تخليقي تنده يو خاص احساس دی چي د فکر او ياداښتونو په مرسته تخليقي عمل تر سره رسوي- تخليقي عمل بيا په اصل کښې يوه بېله رَويه  )خوی ( ده چي تخليق کوونکی  په تخليق  بوخت کاندي-


 

                          اخځليك

1-   ګاكروګر ، سټيفن ( Descartes: An Intellectual Biography)
  

        يعني د    ډسكارټس علمي سوانح ، آكسفورډ يونيورسټۍ پرېس ، 

١٩٩ 

2-   ډاكټر باقي درانى ،  ʼ دفكر ټالʻ  صحا ف  نشرياتي  موسسه


      كاسي روډ كوټه ، ٢٠١٣

3-  برټرېنډ روسل ، The Analysis of Mind ، يعني ʼد ذهن تحليل 

  '   روټلېج (Routledge)      لندن ،  ١٩٩٢ 

4-   لېنګر سوسنې، احساس او سانچه ، (Feeling and Form) ، ١٩۵٣

5-  لېنګر سوسنې، Mind:An Essay on Human Feeling  


      يعني ʼ ذهن: پر انساني احساس يو مضمونʻ دوه ټوكې ، ١٩۶ - ١٩٢  

6-  اېنډرسن جان،  كاګنيټيو سايكالُوژي، (Cognitive Psychology)  

     څلورم ايډيشن فري مېن ١٩٩۵(Freeman, 1995). 

7-  ول ډيورانټ ، The Story of philosophy:

 The lives and openions of the greater philosophers  

 اردو ترجمه سيد عابد  علي عابد ،  فكشن هاؤس مزنګ روڈ لاهور، ٢٠١٠

8-  ويلهلم مېكس ونډټ، ʼد فزيالوجيكل سايكالوژي اصولونۀ ʻ 

 (The Principles of Physiological Psychology)    دوه ټوكه  ١٨٣ - ١٨۴ 

       انګرېزي ژباړه  ١٩٠۴ 

9-    موكن هاپټ ، ʼ سيګمنډ فرايډ: د لاشعور پلټونكیʻ

(Sigmund Freud: Explorer of the Unconscious)     

      آكسفورډ يونيورسټۍ پرېس ١٩٩٩ 

10 - ژانګ كارل ګسټاؤ ، Man and his Symbols  ʼ 

      انسان او د دۀ   علاماتʻ ، ډبل ډې، ١٩۶٩ ، دوهم ا شا عت

    Laureleaf, 1997  

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba