ليکوال:حبيب الله رفيع
د مجلې ګڼه:
د مجلې د چاپ نېټه:
هو، په عربي ادب کښې غزل د قصيدې لومړۍ برخه وه، چي له پنځو نه تر پنځلسو بيتونو پوري به رسېده او د تشبيب، نسيب او تغزل د ناز نوم يې درلود. د قصيدې دا برخه به دومره خوږه، په زړۀ پوري، له باريکيو او نازکيو، استعارو او کنايو تشبيهاتو او انځورونو ډکه وه، چي د احساس رباب ته به يې ترنګ ورکاوه او د روح دنيا ته رنګ او لوستونکي يا اورېدونکي به يې په داسي مقناطسي ځواک ورجذب کړل او داسي هيبنوتيزمي جادو وبې برې وکړ، چي بيا به يې يوه اوږده سل بيتيزه، دوه سوه بيتيزه قصيده چي د ژوند درانه خواږه، ترخه، اوږده کوميډي ياتراژيدي رزمي يا بزمي او نور دردونه، پېښي جنګونه او ننګونه به پکښې وو، په مينه اورېده او تر پايه به يې غوږ ورته ايښی ؤ. کله، چي غزلې او قصيدې دواړه د عربي ادب له ورشو د ختيځ لورته مخه کړه او په اصطلاح د عجمو لاله زارونو او ګلکڅونو ته راغله دلته دې چمنونو نور ګلونه درلودل او نور رنګونه، دا ورشو تر هغې هم پسته وه، قصيدې نازولې غزل له اوږو کوزه کړه او په خپلو پښو ورو- ورو خرامانه خرامانه او په ناز ناز روانه شوه، دلته يې د هوسۍ غوندي ګامونه ورته شمېرلې کړل يوازي د ميني، محبت خبري يې وروښودې او له ښځو سره يې په مجلس کښېنوله، څو يې ورو-ورو ګامونه پراخه شول، ژبه يې د مينې له راز او نياز نه د ژوند سوز او سازته هم ور واوښته او ورو-ورو، وار په وار يې قيدونه اوبنديزونه مات کړل او غزل د ادب يو حسين، رنګين، ګلورين، مهين او وريښمين توکی شو، دوږمې غوندي يې ذهنونه معطر کړل، د پرخې غوندي د لمر د وړانګو په مراندو اسمان ته وخته او د تخيل لوړ افقونه او رنګين شفقونه يې کچ کړل.
هو: غزل د ادب په ګلبڼ کښې د ګلونو يوه داسي غونچه شوه، چي د مچۍ په شاتو کښې يې ځان وښود يا د عطار په عطرونو کښې، يا د باران هغه روڼ څاڅاکی شوه چي د سيپۍ خولې ته ولوېده، د ملغلرو بڼه يې غوره کړه او د ادب د ښکلا هار ترې جوړ شو.
د ادب نازولې پيغلې د غزل د لوی کندهار په زمينداور کښې داسي وخت خپل نازک پلونه کښېښودل، چي دلته د اتڼ په نارو مست اتڼونه له زرګونو کلونو راهيسې را روان وو، د ښادۍ په نارو پسو للې ډولۍ يوخوا بل خوا تللې، د نکلونو مسيحايې نارو زاړۀ داستانونه راژوندي کول، د لنډيو ملکوتي زمزمو په غرونو اورغونو کښې انګازې کولې او د ملي ادب ورشو سمسوره او ښېرازه وه، په همداسې يوه ښکلې ادبي فضا کښې غزل هم له اکبر زمينداوري کره مېلمنه او بيا د پښتو ادب په پراخه، وېړه او درنه کورنۍ کښې کوربنه شوه او نوي رنګونه يې خپل کړل.
زما د يار د ميني اور په زړۀ کښې بل دی
زه به سر او مال ښندم ديد به حاصل کړم
او پښتو ته هم غزل د ميني له مضمون سره راغله، چي بيا نورې تجربې هم پکښې وشوې، روښاني شاعر ارزاني د تصوف د روند پيټۍ ورپه اوږه کړ او له غزل نه يې د بلبلو ژبه واخيسته خو ميرزا، دولت، مخلص او کريمداد ورو-ورو په تصوف کښې هم د غزل پر ژبه د ادب خواږه بېرته ورګډ کړل او غزل د وږمو په لاره خپل مزل ته دوام ورکړ.
خوشحال بابا د غزل طلايي دوره راونښلوله او د غزل د پرخې غوندي رڼه توري يې د وږمو په تار وپئيل، د ادب له ګلونه جوړ شوي عطر يې پرې پوڼ وهل او د ادبي ګلونو له شيرې نه، په جوړو شوو شاتو يې ښوی او راڼه کړل او په دې توګه يې د ژوند ټول رنګارنګ مضمونونه پکښې راټول کړل او پښتو ادب ته يې غني اومړه غزل وړاندي کړه، ورپسې ګڼو شاعرانو د غزل په کاروان کښې يون وکړ، څو حميد بابا د هندي سبک خواږه هم پرې ګډ کړل او کاظم شيدا په دې لاره کښې معراج ته ورسوله خو تر پير محمد کاکړ وروسته د غزل رنګين کاروان تم شو او تر شلمې پيړۍ پښه پر ځائ پاتې شو.
په لره پښتونخوا کښې د شلمې پيړۍ په پيل کښې راحت زاخيلي غزل بيا راژوندی کړ، خو حمزه بابا د پښتو غزل مسيحا او د پښتو غزل بابا شو، خپل دوينو سره يې ورکړل او د پښتو غزل يې ځوانه کړه:
ستا په اننګو کښې د حمزه د وينو سرۀ دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زۀ دي بابا کړم
ما چي څومره مطالعه کړې، په بره پښتونخوا کښې د نوي غزل موجد او مجدد محترم پسرلی صاحب دی ځکه دۀ غزل له خپلو ټولو فني او هنري ښکلا وو سره د عصر په غوښتنو سنباله او له ژونده مالاماله کړه، پسرلي صاحب په خپل غزل کښې ګڼې خوبۍ راغونډي کړي دي، دی د هندي سبک د پښتو او دري شاعرۍ ژوره مطالعه لري او د دې سبک ټولې نازکۍ او باريکۍ يې په غزل کښې ځائ کړي دي، دۀ کليوال ژوند کړی او په طبعي ښکلا او بيديا يې ګلانو مالامال چاپېر کښې اوسېده، د اولسي ژوند انځوروونکي ښکلې اورنګيني په زرهاوو لنډۍ يې اوريدلې او د لنډيو د واقعي انځورونو او واقعيتونو ښکلا وو ته تم شوی، چي د واقعيت او طبيعت ښکلاوي يې له دې لارې خپلو غزلو ته لېږدولې. د خوشحال بابا حماسه او له حادثو ډکه شاعري يې ژوره لوستې او د خپل پښتون طبيعت له مخې يې دې ځانګړنو هم په غزلو کښې مناسب ځاي نيولی او په دې توګه ګڼې ښکلاوي او د مضمون غناوې د پسرلي صاحب د غزل شکل او محتوی، پانګه او منځپانګه ده.
د پسرلي صاحب غزل د انځورونو رنګيني، د ادا سنګيني او د فن مهيني په ښکلي تناسب کښې له ځانه سره لري، چي د روانو دريو لسيزو د غميزي غمګيني هم او دې ټولو د دۀ غزل ته فني قوت او فکري وسعت وربخښلی او د غزل په نازکه غېږه کښې يې د درندو پېښو انعکاس لکه په عطرو او عسلو کښې د ګلانو د بوی او خوند غوندې نغښتی دی.
د پسرلي صاحب غزلي مستي هم لري او چستي هم، بزم هم تود وي او رزم هم، د عزم ښکارندوي هم کوي او د نظم هم او د دۀ د شاعرۍ يوبل لوی خصوصيت او ارزښت دا هم دی، چي اصطلاحات او ګړنې له خپل مورني محيط او اولس نه اخلي او په زرهاوو داسي محاورې په خپله غېږه کښې رانغاړي چي تر اوسه د قاموسونو او کتابونو په غېږه کښې نشته او په دې توګه به د دۀ شاعري نه يواځي د ادب د مينانو مرجع وي بلکې د ژبڅېړونکو لپاره به منبع هم وي.
زما د دې خبرو ملاتړ د دۀ يو غزل، چي له څه نه څه جوړوي، په دې توګه کوي:
خپل خيال ورته تراشمه او غمی ترې جوړوم
حسيني خاطرې ته يې خونی ترې جوړوم
په زړۀ کښې ږدمه هيلې که دوکه شي باندي عمر
د بوري غوا خوسکی ؤاوس ډډی ترې جوړوم
بې لارې زاهدان کړي ګوندې لارې ته سم ناز
د زړۀ په تخت مي کښېناوه او (کی) ترې جوړوم
د ژوند له حقايقو نه پرې اړوم څه پام
ډک زړۀ مي نښتېځمه ځان ته می ترې جوړه وم
خپل سوي نفسونه مي په زړۀ کښې غوټه کړي
فرياد که مي تربت شو اسويلی ترې جوړوم
زاهد د فرښتو په پښو کښې مسخه کړ خپل ځان
د ميني په روغتون کښې بيا سړی ترې جوړوم
د حسن وي حسيني نغمې خوښي پسرليه
له زړۀ مي هيلې وايستلې، نی ترې جوړوم
او دا بله غزل يې هم د ښکلا همداسې يوه هينداره ده:
مه کړه نازونه په هندارو کښې
ګل کله ريښه زغلوي ګارو کښې
پرېږده د احساس پالنه ستونزو ته
شور د راده لږ شي په اوارو کښې
موږ چي يې د ژوند ډګر ته وايستو
تشي تولۍ پاتې وې په بارو کښې
وايستم پسرليه له هر څه ميني
څه غږوې ما د ژوند په چارو کښې
د پسرلي صاحب غزلې ډېرې دي خو له ډېروالي سره سره يې زما له نظره هر غزل انتخاب دی، چي هم فني ښکلا لري هم فکري ځلا لري او هم ژبنۍ غنا، خو دلته دا خبره کول غواړم، چي له دې ټولو خوبيو او رنګينيو سره – سره د پسرلي صاحب شاعري او غزل ولي پښتونخوا ګير او عالمګير شهرت نۀ دی موندلی او د رحمان بابا خبره د شعر کوکې يې په عالم ولي خپرې شوې نۀ دي؟ د دې پوښتني ځواب، چي تر کومه ځايه ما موندلی دا دی، چي پسرلی صاحب سره له دې، چي صوفي او ملنګ نۀ دی خو ګوښه ګير، ګوښه نشين يا ګوښه خوښ ډېر دی، له همدې امله ده، چي دۀ د شعر ډېره لويه پانګه رامنځ ته کړې، خو لکه قيمتي خزانه غوندې يې له ځانه سره ساتلې وه، چي نژدې دوستانو ته به يې تر ډېر ټينګار وروسته کومه نمونه اوروله اويا به يې خپرونو ته د هغوی تر ټينګيې غوښتنې وروسته سپارله او په دې توګه د دۀ د شعر قيمتي خزانه له دۀ سره محفوظه پرته وه او د نشر ساحه يې ډېره وړه او محدوده وه. د غزلو دوې مجموعې «ماته شپېلۍ» او د«نی کوڅه » يې د دوستانو په ډېر ټينګار او اسرار نشر او بازار ته راووتې، خو د غزلو زياته پانګه يې لکه« د سروزرو خزانه» لا تر اوسه له ځانه سره پاتې وه، چي دا دی د دۀ د مينه والو په همت، چي به مينه يې د خپل ادب خدمت ته ملاتړلې ده، د دۀ غزلبڼ چاپ او د ادب د يوې ارزښتناکې پانګې په توګه د ادب مينانو ته ورسېد:
هينداري دي د سترګو له کيفونو نه مه پوښته
مستي ګوره د ميو په بوتل کښې نه ښکارېږي
پسرليه چي بېديا دي د جنون څه باد وهلې
يو پل دي د غزالې په غزل کښې نه ښکارېږي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ