ليکوال:حنيف خليل
د مجلې ګڼه:۸مه
د مجلې د چاپ نېټه:جولائي ستمبر ۲۰۱۵
د کاظم خان شيدا د شاعرۍ په رڼا کښې د هغه د جمال نظريه د بحث نه مخکښې دا هم ښودل ضروري دي چي شيدا د کومي لاري او کوم معيار شاعر ؤ، او موږ به د هغه د جمال نظريه له کومه لوري څېړو.
شيدا په پښتو ادب کښې د هندي مکتب د ټولو نه کلک مشرح عالم، فاضل او صوفي شاعر دی. ځکه نو موږ په د هغه د جمال په نظريه د بحث په وخت د هغه صوفيانه فکر او عالم و فضل په نظر کښې نيسو.
ولې له دې نه مخکښې په تاريخي لحاظ په جمالياتي افکارو هم غور پکار دی د اسلام نه مخکښې او بيا د ميلاد نه مخکښې د جمالياتي افکارونه د فيض اخستلو دپاره موږ سره د يوناني مفکرينو نظريات موجود وو. دغو مفکرينو کښې اکثرو جمال په وحدت تناسب او توازن کښې لټولی دی. دې نه علاوه هره نيکي حسن ګڼل او د حسن مطلق حسن ازل او حسن حقيقي نظريات هم موجود وو. د سقراط نه تر ارسطو او د هغه د ځنو پيرويانو پوري د حسن په حقله اکثر هم دغه نظريات وو. له دې نه پس د ابيقورس او د هغه د پيرويانو د جمالياتي افکارو دور وو. دوی هر هغه څيز حسين ګڼلو چي روح ته مسرت وبخشي ولي دوی روح هم لکه د جسم مادي ګڼلو او دغسي يې په جمالياتي افکارو مادي رنګ خوروو.
له دوی نه پس رواقيانو د رواقيت په نوم جمالياتي فلسفه پيش کړه، دوی د افلاطون او ارسطو د نظرياتو په تائيد کښې جمال ته د اخلاقي نظره کتل. د رواقيت نه وروستو پلاطنيس او نورو مفکرينو جمال ته په روحاني او اخلاقي نقطه نظر کتل.
د اسلام د راتګ او د قرآن حکيم د نزول نه پس په جمالياتي افکارو کښې ډېر تفصيلات مخي ته راغلل او دغسي د اسلامي تصوف خاوندان هم د قرآن حکيم په رڼا کښې په جمالياتي افکارو او اقدارو غور وکړو، او په هم دغه تناظر کښې يې د حسن حقيقي او حسن ازلي د نظرياتو تشريح وکړه، د جمال سر چشمه يې خالق او د دغه جمال مظاهري مخلوقات فرتاؤ ګڼل شو.
لکه مخکښې چي موږ ويلي دي چي شيدا په اسلامي علومو ښۀ پوه او صوفي شاعر ؤ نو ځکه به موږ د هغه په نظريه جمال د بحث په وخت د يو بنيادي ماخذ په حيث له هر څه نۀ مخکښې قرآن حکيم د نظر لاندي ساتو.
د اسلامي صوفيانو نظريه دا ده چي په کائناتو کښې څه هم موجود دي دا هر څه د خالق له وجود نه فيض اخلي. هر کله چي د حديث مبارک "الله جميل ويحب الجمال" له رويه دا معلومه ده چي خالق جميل دی او جمال يې خوښ دی، نو دا هم څرګنده شوه چي په کائناتو کښې هر څه چي دي حسين دي، ځکه چي دا هر څه د خالق له معبود نه رڼا اخلي. شيدا هم د اسلامي صوفي په حيث دا هم دغه نظريې منونکی دی چي دا ټول مخلوقات د خالق نه فيض اخلي او د دې هر څه موجودګي د هغه له مخه ده: وايي:
چي په ملک کښې دي وجود دی
بهره مند د تا په جود دی
له دغه نظريې چي د هر څه وجود د خالق له مخه دی او د هغه د حسين کېدو له وجهي دا هر څه حسين دي تائيد د قرآن حکيم له دې ايت نه هم کېږي:
الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ سورة السجدة آيت ۷
ژباړه: خدائ پاک هر څه احسن (حسين) پيدا کړي دي.
اوس پوښتنه دا پيدا کېږي چي د خالق په دغه حسين جهان کښې له هر څه نه زيات حسين او جميل څۀ شی دی؟ د دغه سوال جواب که د شيدا په شاعرۍ کښې ولټوو نو معلومه به شي چي د هغه په نظريه انسان په ټولو مخلوقاتو کښې زيات حسن او جمال لري، او صرف انسان د خالق د خلافت او نيابت اهل ؤ. شيدا وايي:
لوی ديوان دي مرتب کره
چي انسان دي منتخب کړه
اوس که د شيدا دغه نظريه هم د قرآن حکيم په رڼا کښې وګورو نو وړومبی خو دا خبره ثابته ده چي خالق خپل نائب انسان منتخب کړی دی.
او بيا دا هم ښکاره ده چي د خالق له خوا د خلافت دپاره د انسان دغه انتخاب په دې وجه شوی دی چي انسان په ټولو مخلوقاتو کښې حسين دی. د انسان د حسن په حقله هم قرآن حکيم وايي:
وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ سورة غافر آيت ۶۴
ژباړه: چي ستاسو تخليق مي وکړو نو څومره حسين مي وکړو.
د انسان د حسن په حقله په قرآن حکيم کښې نوري اشارې هم شته خو د حسين کېدو وجه دا ښودلې شوې ده چي خالق انساني فطرت په خپل فطرت تخليق کړی دی. د قرآن حکيم آيت دی:
فِطْرَةَ اللهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا سورة الروم آيت ۳۰
ژباړه: د خالق فطرت داسي دی چي د انسان فطرت پرې تخليق شوی دی. له دې وجهې نه شيدا د دې قائل دی چي خالق خپل همراز محض انسان جوړ کړی دی، خپل خصوصي انعام او اکرام يې انسان ته ورکړي دي. د خپل علم يوه برخه يې انسان ته ورکړې ده، په ټولو مخلوقاتو کښې شرف او وقار انسان ته حاصل دی. تر دې انسان د ملائکو مجسود جوړ شوی دی، دغه ټول امتيازونه محض له دې وجهي دي چي انسان حسين دی او د هغه فطرت د خالق په فطرت تخليق شوی دی.
تاله خاورو ادم ساز کړه
تا همراز او تا دمساز کړه
تا مصداق د کرمنا کړه
په هر اسم دي دانا کړه
په وجود له خاکيانو
کړه مسجود افلاکيانو
دا خبره واضح شوه چي د قرآن حکيم د افاقي نظريه جمال مطابق د شيدا نظريه دا ده چي د حسن سرچشمه خالق دی مخلوقات د هغه د حسن حقيقت نه فيض ياب او ځکه حسين دي. په ټولو مخلوقاتو کښې انسان زيات حسين دی.
اوس به د شيدا د جمال نظريه له دې نه وړاندي وګورو:
او خالق دا هم دغه مخلوق په وجه پېژندی شي، د انسان په جوړښت دا غور کولو نه پس د خالق د حسن او پېژندګلو نشاني په فطرت کښې موجودي او خالق پخپله هم موږ ته په فطرت کښې د غور کولو وايي ځکه چي هغه دغه فطرت هم حسين پيدا کړی دی.
زموږ اکثرو جمال پرستو شاعرانو په خپله شاعرۍ کښې د فطرت دا جمال څرګندونه کړې ده، کاظم خان شيدا چي په بنيادي توګه يو جمال پرست شاعر دی نو ځکه يې د فطرت د اجزاؤ حسن و جمال په خپله شاعرۍ کښې نغشتې دي. د شيدا کمال دا دی چي د محبوب د حسن دپاره يې د فطرت اجزا د تمثيل په توګه استعمال کړی دی او دغه شان يې د محبوب او د فطرت د حسن امتزاج په داسي شاعرانه انداز کښې کړی چي شاعري يې سراسر د حسن و جمال بې مثاله نمونه ده، هر څو که د هغه شاعرانه تکنيک او يوخوالي د هغه د شاعرۍ خوند رنګ بې مثاله کړی دی ولي دلته يې موږ د تکنيک په ځائ په جمالياتي تصور زيات بحث کوو. د محبوب او فطرت د حسن امتزاج په تمثيلي انداز کښې داسي کوي:
له شفق سره افتاب متمثل کا
چي جلوه هغه طناز په رنګ محل کا
د افتاب د چشمې اب د شفق رنګ وي
چي تصوير ته يې د تا مصور حل کا
د نرګس تر ګل يې زياته زيبائي وي
چي په سترګو کښې خندا زما اجل کا
اراسته جمال يې درست د چين تصوير شي
توري زلفي چي قلم د مشکين موکا
د شيدا د لفظي او معنوي مشکل پسندۍ له وجهي د دغو پورتنو شعرونو تشريح کول هم ضروري ګڼم چي هغه څوک ترې هم مزه واخلي چي له دغو شعرونو نه وته معنٰی اخذ کول ګران دی.
په وړومبي شعر کښې شيدا وايي چي زما شوخ (د ښکلي ادا څښتن) محبوب چي په رنګ محل راښکاره شي نو د دې مثال داسي دی لکه چي نمر په شفق ښکاره کېږي، دويم شعر کښې وايي چي يو مصور چي ستا تصوير سازوي نو هغه به هله ستا د حسن او جمال انځور په ښه توګه پيش کړی شي چي ستا د تصوير سازولو دپاره نمر د چشمې اوبه او د شفق رنګ يو ځائ کړي او بيا د هغې نه ستا تصوير ساز کړي، دريم شعر کښې وايي چي زما اجمل (جميل) محبوب چي په سترګو کښې مسکی شي نو د نرګس د ګل نه يې حسن زيات وي په څلورم شعر کښې وايي چي زما محبوب چي خپلي توري مشکني زلفي قلم (يعني سازي) کړي نو جمال يې بېخي د چين تصوير معلومېږي.
د چين د ماني نومي مصور د شاهکاري مصورۍ له مخه هر ښکلي او حسين څيز دپاره د چين تصوير اصطلاح مشهوره ده.
د چين د مصور "ماني" ذکر شيدا په دې شعر کښې هم کړی دی:
که د هند اب و رنګ ستا په صورت شه
خپل قلم ورته ماني راوړه له چينه
د کاظم خان شيدا د جمال د دغه افاقي نظريې که تحليل او تجزيه وکړو نو معلومه به شي چي هغه جمال له څلورو زاويو نه ګوري. وړومبی دا چي جمال د اظهار مقتضي دی، دويم دا چي جمال د مختلفو رنګونو امتزاج او د تضاداتو تصادم کښې دی. دريم دا چي جمال په ژوند او حرکت کښې دی. څلورم دا چي جمال په وحدت، تناسب او توازن کښې دی. اوس به موږ په دغو څلورو واړو زاويو بحث وکړو.
ا: جمال د اظهار مقتضي دی:
د جمال د اظهاريت نظريه دا ده چي جمال په هر صورت د اظهار تقاضه کوي، د دغه نظريې لپاره موږ سره د ټولو نه بنيادي ماخذ دا حديث قدسي دی:
کُنتُ کَنزاً مخفاً ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
ژباړه: زۀ پټه خزانه وم، ما وغوښتل چي وپېژندی شم (ښکاره شم) نو مخلوق مي پيدا کړو."
دغه نظريه په فلسفيانه شکل کښې د جمالياتو عالم باړ ګارټن هم پيش کړې وه او د اټلي مفکر بينډيډيټو کرو چي د دغي نظريې زياته تشريح کړې ده. د شيدا د جمال د نظريې يوه زاويه هم دغه د اظهاريت ده. هر کله چي د شيدا دغه نظريه هم اسلامي نظريه جمال سره هم اهنګه ده نو ځکه موږ دغه نظريې ته افاقي وايو، د حسن د اظهار د تقاضې ذکر شيدا داسي کوي:
ائينه ورته افتاب نيسي د صبح
بيا شېوه د ګلستان خود ارائي شوه
يعني ګلستان د خپل حسن له وجهي خود ارائي کوي يا ځان ښودنه کوي، له دې نه معلومه شوه چي هر ښکلی څيز د خود ارائي يا اظهار تمنا کوي، دغه تاثر د شيدا د دې شعر نه نور هم زيات جوتېږي:
مخ د خوبانو جلوه پيرا بويه
تل نمايان او محفل ارا بويه
۲: جمال د مختلفو رنګونو امتزاج کښې دی:
لکه څنګه چي د مسلسل حرکت او سکون بيا حرکت او بيا سکون د وحدت او امتزاج نه په کلام او بيان کښې توازن او ښکلا پيدا کېږي، او د موسيقۍ د تضادو سرونو او مختلفو سازونو د امتزاج نه خوندوره نغمه زېږي دغه شان د مختلفو رنګونو د امتزاج نه ساز شوی تخليق هم حسين وي، فرق صرف دومره دی چي نغمه او ساز د اورېدلو حس سره تعلق لري او رنګونه د ليدلو حسن سره د حسن احساس که په هره ذريعه وي کو شديد هله وي چي د تضاداتو د تصادم نه زېږېدلی وي، د جمال د نظريې دغه زاويه ته د جمالياتو عالمانو د ابوقلموني دکاظم خان شيدا حسن ته له دغه زاويې نه هم کتلي دي او د خالق دغه تخليق شوي کائنات يې د تضاد او تخالف نتيجه ګڼلې ده، د خالق د ټولو نه د حسن تخليق انسان په حقله وايي:
هر ورق يې ګونا ګون دی
هر مضمون بو قلمون دی
د ابوقلموني دغه تصور صرف د مخلوق د حسن دپاره کېدای شي د خالق د حسن لپاره نه ، او که صرف د تخليق په حقله شيدا د ابوقلموني نظريه لوري نو بيا دغه تصوري هم د قرآن پاک د نظريه جمال مطابق دی چي له دې بيان نه واضح کېږي.
وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ سورة النحل آيت ۱۳
ژباړه: خالق تاسو دپاره په ځمکه کښې هر څه د مختلفو رنګونو د امتزاج نه پيدا کړي دي.
۳: جمال په ژوند او حرکت کښې دی:
لکه چي معلومه ده چي شيدا د تصوف د لاري سالک دی او ساکين د اسلامي حکم په تائيد کښې خالق يو لازواله هستي ګڼي يعني د خالق ژوند يو داسي ابدي حيثيت لري چي نۀ يې ابتدا معلومه ده او نۀ يې اختتام شته. هر کله چي خالق خپل تخليق ته هم ژوند ورکړو نو د دغه تخليق د ژوند دپاره يې د منفي او مثبت ټکر يا د تضاداتو تصادم لازم وګڼل ګويا ژوند هم لکه د ابوقلموني يا رنګارنګۍ نه عبارت دی او هر کله چي خالق حسين دی د هغه تخليق حسين دی نو معلومه شوه چي هر ژوندی څيز حسين دی يا هر حسين څيز ژوندی دی. او په دې غور پکار دی چي حسن په ژوند کښې دی نو ژوند خو جامد او ساکن څيز نۀ دی.د کاظم خان شيدا د جمال د نظريې يوه زاويه دا هم ده چي هغه حسن په ژوند او حرکت کښې ګڼي. د هغه د نظريې له مخه چي ژوند په حرکت کښې دی نو دغه حرکت څه شی دی؟ د ژوند په نوي شکل کښې ظهور يا نوي ادا حرکت دی، د جمال نه د خط اخستلو دپاره هغه د ژوندي حس لرلو نظريه لري چي د جمال موضوعي نظريه ده او وروستو به پرې بحث وشي، دغه تصور به يې له دې شعر نه ښه واضح شي.
مرده دل يې د جمال تماشا څه کا
د مجنون تصوير ادا د ليلٰی څه کا
يعني د جمال حس کولو دپاره ژوندی زړۀ پکار دی او د ليلٰی ادا د مجنون تصوير ته مسرت نۀ شي بخښلی، ځکه چي تصوير ژوندی نۀ دی، د ليلٰی د ادا دپاره د مجنون د تصوير په ځائ هغه پخپله پکار دی، په دغه شعر کښې يو خو د حسن د ادراک دپاره د ژوندي حس خبره شوې ده او بل د ليلٰی د ادا خبره شوې ده چي ليلٰی ژوند هم لري او ادا (حرکت) هم يوه دغه شان د حسن دپاره په موضوعي او معروضي دواړو لحاظو ژوند او حرکت پکار دی.
هر کله چي شيدا حسن د ژوند نه عبارت ګڼي او حسن متحرک ګڼي نو بيا دا هم ضروري ده چي حسن همېشه په تغير کښې وي يو نوی انداز نوې ادا او نوی شان خپلوي، او موږ د شيدا د جمال په نظريه کښې دا هم څرګنده کړه چي د حسن سرچشمه خالق دی نو دلته دا هم لازمه شوه چي خالق به هم هر وخت په نوي انداز او نوي شان کښې خپل ظهور کوي. دغه تصور هم شيدا واضح کړی دی. وايي:
هره ورځ ورق ګردان يې
مخترع د نوي شان يې
ژوند، حسن، حرکت او بيا د خالق په نوي شان ظهور يا د نوي شان اختراع داسي سوال دی چي د ټولو نه ښه جواب يې په قرآن حکيم کښې دی:
كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ سورة الرحمن آيت ۲۹
ژباړه: په شکل کښې موجود دی يعني خالق په هره ورځ په نوي شان کښې وي.
۴: جمال په وحدت تناسب او توازن کښې دی
د شيدا د جمال د نظريې څلورمه زاويه د ترتيب، تناسب، نظم او توازن ده، دغه نظريه د ټولو نه عام منلې او قابل قبول ده، د يونانيانو نه واخله تر اوسه پوري د جمالياتو اکثرو عالمانو که د جمال په مختلفو تصوراتو بحث کړی دی ولي دغه نظريه يې هم منلې ده، هم دغه وجه ده چي شيدا د جمال د نورو تصوراتو سره سره دغه تصور هم په خپله شاعرۍ کښې ځائ کړو، او حسن ته يې له دغه نظره هم وکتل.
دومره معلومه شوه چي شيدا جمال ته له څلورو زاويو نه ګوري چي موږ پرې بحث وکړو، اوس په دې غور پکار دی چي د شيدا په خيال د حسن معيار به څۀ وي؟ کوم څيز به حسين وي او کوم قبيح؟ کوم به زيات حسين وي او کوم کم؟ د دې سوالونه په جواب کښې به موږ دومره ووايو چي د جمال د ادراک فيصله او اندازه په جمالياتي حس کېږي، يعني موږه د جمال نه تسکين او راحت د خپلو حواسو په مدد اخلو ولي د انسان د ټولو حواسو مرکز روح او زړۀ دی. يعني د ښکلا احساس که موږ په هر يو حس کوو ولي تسکين روح و قلب ته رسي؟. د جمالياتو زياتو عالمانو په دغه تصور بحث کړی دی. دلته به دومره قدر ووايو چي دغه روحاني او قلبي تسکين ته په جمالياتي اصطلاح کښې مسرت او حظ ويلای شي، له دې نه مخکښې چي د شيدا په معيار حسن خبري وکړو، نو معلومه به شي هر څو که د مسرت مرکز روح و قلب دی ولي دغه مرکز د پنځو حسونو په زريعه مسرت جزب کوي، سره د دې چي کله کله د انسان روح و قلب مسرت واخلي خو په دغو پنځو حواسو کښې د يوه په زريعه هم نۀ وي بلکې نېغ په نېغه يې رابطه روح و قلب سره وي د مثال په توګه يوه ډېره پېچيده مسئله چي حل کول يې ډېره مشکله وي خو بيا هم د ډېر کړاؤ نه پس يې حل ممکن شي نو روح و قلب په دغه وخت کښې يو خاص قسم اطمينان محسوس کړي، يا د چا چي سهار يې بې وسه او غريب انسان داسي مرسته کول چي د هغه ډېر مشکل پرې اسان شي او هغه د دغه محسن ډېر په روڼ تندي شکريه ادا کړي نو محسن ته هم يو روحاني او قلبي مسرت حاصل شي، ولي دغه براه راست قلبي او روحاني مسرت نه علاوه مسرت څوک په ليدلو حسين کوي، څوک په اورېدلو او څوک د خوړلو په زريعه خوند محسوسوي او يا د نورو حواسو په زريعه. ولي کاظم خان شيدا داسي شعرونه هم لري چي په يو وخت د انسان د يو نه زيات جمالياتي حواس د مسرت اخستلو دپاره مشغول کړي، په دغه لانديني شعر کښې يې د ليدلو او څکني د حواسو استعمال څومره په شاعرانه کمال سره کړی دی:
په دغه شعر کښې د فرهاد د شيريني ذکر سره د تلميحاتي رنګ نه علاوه د نمکين حسن اصطلاح هر څو که د ليدلو حس سره تعلق لري ولي دغه اصطلاح د نمک د زائقې نه اخستې شوې ده او هسي هم نمکين د زياتو خلقو دپاره معيار کيدای شي ځکه يې شيدا هم تائيد کړي.
د جمالياتي خط دپاره يې دغه لانديني شعرونه وځيری:
په دا وخت نشته د هيڅ فتح باب خط
بسته در لري ارام اجتناب خط
څو يې نۀ وي دروازه د کور واه کړې
تر هغه په جمع دل کامياب خط
په افګر به دي همېش ايښی ځيګر وي
که حاصل لکه کباب کړي د تاب خط
تصوري کړم د آن په څو الوانه
تر جلوه يې دی بسيار د نقاب خط
له نيلي ارواقه تل ستوري پرېوځي
څو به کا د بلند قصر ارباب خط
کل مايه ورکړه د هوش په بې هوشۍ
په غوغا دي لوي ورک کړه د خواب خط
ساقي يا د سوخته شيدا کړه په محفل کښې
له مستۍ دې مۀ شه هير د کباب خط
په دغو شعرونو کښې شيدا وايي چي په بنده دروازه د خلقو نه لري يو خواته په ارام کولو کښې ښه مزه ده او له دروازې نه بهر پريشاني ده لکه بړګوکی چي تر څو بنده وي نو ښه په ارام وي خو د چودلو سره يې ژوند هم ختم شي. او که څوک د کباب غوندي په سوځېدلو کښې خوند محسوسوي نو تل به يې خپل ځيګر په اور ايښی وي، د محبوب د جلوې نه د هغه د پټ مخ ليدلو کښې زيات حسن دی ځکه يې نو د اوچت اسمان غوندي د اوچتو محلونو خلق به هم ټول عمر خوندونه نۀ اخلي بلکې لاندي به راګذار شي، د هوش ټوله سرمايه په بې هوشۍ ورکړه او د خوب مزه په شور او غوغا مۀ خرابوه.
ساقي سوځېدلی شيدا هم په محفل کښې ياد ساته په مستۍ کښې د کباب د خط اخستلو کيفيت مه هېروه.
اوس به راشو دې ته چي د شيدا د جمال په نظريه کښې د حسن معيار څۀ دی؟ موږ د جمالياتي مسرت او خط په حقله وضاحت وکړو چي د دغه مسرت دارومدار په حواسو دی چي مرکز يې روح او قلب دی يعني هر څوک د خپل جمالياتي حس په معيار د حسن معيار هم تلي، د چا احساس او ذوق چي تيز او جاندار وي هغه به د حسن احساس زيات کوي، او د چاچي احساس او ذوق تيز نۀ وي هغه به حسن نه کم محفوظه کېږي، که څوک داسي وي چي د يو څيز نه ورته لږ هم مسرت حاصل نۀ شي نو دغه څيز دۀ دپاره فبح دی، کېدای شي چي بل چا دپاره حسين وي، دغه د حسن موضوعي نظريه ده چي کاظم خان شيدا يې تائيد کوي.
ولي د دغه موضوعي نظريه په رد کښې د جمال د معروضي نظريې مشر حين هم شته، هغوی وايي چي جمال په معروض (اشياؤ) کښې دی. که څوک ترې حظ اخلي او که نۀ خو حسين څيز په هر صورت حسين وي، د دغو دواړو نظريو په حقله بحثونه شوي دي، او جمال پرستو شاعرانو پرې د خپلي شاعرۍ ښکلا زياته کړې ده. عموماً داسي شوي دي چي عالم يا مفکر د جمال د موضوعي نظريې تائيد کړی دی او شاعر د معروضي نظريې. په دې حقله ډېر مثالونه شته خو د اختصار له پاره صرف په يو يو مثال اکتفا کوو د مفکر په حيث د معروف تورئيو (Thoreau) نظريه موضوعي ده. د هغه الفاظ دا دي:
“Man is the artificer of his own happines”
انسان د خپل مسرت پخپله خالق دی.
د شاعر په حيث د انګرېزۍ د روماني شاعرکيټس نظريه معروضي ده د هغه الفاظ دا دي :
“A Thing of beauty is a joy for ever
هر ښکلی څېز تل پاتي مسرت بخښي
د دغو دواړو نظريو په حقله له پورتنو بيانونو نه پس که موږ دا ووايو چي حسن په کلي توګه نۀ موضوعي دی او نۀ معروضي او په جزوي توګه حسن موضوعي هم دی او معروضي هم. نو دغه شان به د دواړو نظريو احاطه وشي. د کلي او جزوي نه مراد دا دی چي هر څيز هر چا دپاره په کامل ډول ښکلی نۀ شي کېدای. او ځينو څيزونو کښې ځينو خلقو لپاره ځيني اجزا ضرور حسين کيدای شي، د دې فيصلې دپاره که موږ د قرآن حکيم دغه بيان ته فکر وکړو چي خالق هر څه حسين پيدا کړی دی نو معلومه به شي چي حسن يقيناً په معروض کښې دی خو ولي فيصله او اندازه يې په موضوع کېږي، لکه مخکښې چي مو عرض کړی دی چي د شيدا د حسن نظريه موضوعي ده خو ولي له قرآن حکيم نه چي معروضي نظريه هم څرګنده ده نو ځکه شيدا د دغي تائيد هم کړی دی چي مخکښې ورته موږ د دې شعر په ذريعه اشاره کړې ده:
چي په ملک کښې دي وجود دی
بهره مند د تا په جود دی
معلومه شوه چي شيدا د دواړو نظريو تائيد کوي او حسن د دواړو نظريو تائيد کوي او حسن د دواړو نظريو د ګډون نه عبادت ګڼي. ځکه يې ځيني داسي شعرونه هم ويلي دي چي په يو ځائ دا دواړو نظريو تائيد وشي، او پکار هم داسي ده وايي:
ستا جمال چي په عالم کښې بې نظير دی
په افراط د دې خوبيو د لپزير دی
يعني د محبوب حسن (چي په معروض کښې دی) بې مثاله دی، نو له دې وجهي هر چا دپاره د لپزير دی يعني موضوعي دی، د دې سره سره شيدا د دې هم قائل دی چي يو څيز د بل په وجه حسين کېدای شي او د دې دعوې په تائيد کښې دا هم وايي چي زما د محبوب د حسن له مخه هر څه حسين دی.
مګر تا دی ارائش د جمال کړی
د تمام ښهر نن درو ديوار زيب کا
سره د دې چي شيدا په ځينو شعرونو کښې د حسن د بې ثباتۍ او فنا ذکر کړی دی لکه دا شعر چي:
په رباط يې د مخ ګوره فاني حسن
چي يې خط په شان د شام غريب پرور شي
ولي له پورتني بحث په نتيجه کښې موږ دا وايو چي د هغه د جمال نظريه افاقي ده او د قرآن حکيم او اسلامي تصوف سره هيڅ تصادم نۀ لري بلکې تائيد يې کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ