ليکوال:فېض الوهاب فېض
د مجلې ګڼه:۸مه
د مجلې د چاپ نېټه: جولائي ستمبر ۲۰۱۵
مرثيه هغه نظم ته وايي چي د مړي ماتم او پسماندګانو سره پکښې غمرازي کولای شي. دا د عربي لفظ رثا نه مشتق دی. د رثا معنٰی ده د مړي د خير ذکر کول. د هري ژبي په شاعرۍ کښې داسي نظمونه موندی شي چي د چا نږدې انسان په مرګ ليکلی شوې وي.
د شعر و ادب فارسي مصنف زين العابدين موتمن د مرثيې درې قسمونه ښودلي دي:
۱: رسمي مرثيه: دا هغه مرثيه ده چي د قامي مشرانو په غم کښې ويلې شوې وي.
۲: شخصي مرثيه: دا هغه مرثيه ده چي د خپلو خپلوانو او دوستانو په مرګ ويلې شوې وي.
۳: مذهبي مرثيه: دا هغه مرثيه ده چي د مذهبي مشرانو خصوصاً د کربلا د شهيدانو په شهادت ويلې شوې وي.
پښتو کښې دغه درې واړه قسمونه موندی شي او ځيني مرثيې خو پکښې د فکر و فن ډېري اعلٰی نمونې دي. تر کومه چي د حمزه بابا د مرثيه نګارۍ تعلق دی نو که څه هم هغوی ته د غزل بابا ويل شوي دي او هم په دغه لقب ډېر شهرت لري، خو حقيقت دا دی چي حمزه بابا د پښتو شاعرۍ په ګڼو اصنافو کښې طبع ازمائي کړې ده او هر صنف يې د کمال درجې ته رسولی دی. د هغوی په شاعرۍ کښې يو لوی شمېر د نظمونو، رباعياتو، قطعاتو، مناقبو او نعتونو موجود دی او په دغه صنفي حواله که د پښتو شاعرۍ تاريخ ليکلی شي نو په دې کښې به هم حمزه بابا په لوړ مقام فائز وي. خو تر کومه چي د مرثيې تعلق دی نو د حمزه بابا په شاعرۍ کښې د مرثيې درې واړه قسمونه موندی شي. يعني د کربلا د شهيدانو مرثيې خو د يو خاص ذهني مېلان په وجه د فکر و فن لوړي نمونې لري.
مرثيه يو موضوعاتي شعري صنف دی. د يو خاص هيئت پابند نۀ دی. ځکه نو مختلفو شاعرانو په مختلفو هيئتونو کښې مرثيې ويلې دي. حمزه بابا هم د مرثيې ليکلو په وخت د يو خاص هيئت پوري محدود نۀ دی پاتي شوی. د هغوی په کليات کښې د فدا مطهر مرثيه چي د غزل په هيئت کښې ده او د باچا خان مرثيه مثمن قطعه بند په شکل کښې ده دغه شان د صابر شنواري صادق شهيد، حافظ ادريس مرحوم، د خاطر اپرېدي په وفات ليکلي رثائي شعرونه د رباعي په هيئت کښې دي لکه د حافظ ادريس مرحوم په مرګ:
بيا سترګو کښې نور چېرته چي يې نم لاړو
منزل شه پاتي خود چي د زړۀ دم لاړو
ادريس چي راته تللی پوهنتون تلی دی
عالِم چي رانه تللی دی عالم لاړو
دغه شان د سيد ضيا جعفري په مرګ ليکلې څلورېږه او د حاکم شاه بامر، مولانا عبدالعلي، خاطر اپرېدي، عبدالصادق کاسي، اقبال حسين، سيدتقي او صابر شينواري مرثيې د قطعې په حېث کښې دي، ياده دي وي چي قطعه د دوو شعرونو نۀ زياته هم کېدای شي لکه د حاکم شاه باصر په مرګ ليکلو قطعو کښې يوه درې شعرونه لري، د عبدالصادق کاسي قطعه نما مرثيه يولس شعرونه لري او د سيد تقي مرثيه اتۀ شعرونه لري، د خاطر اپريدي په مرګ:
د ځوانۍ سپرلی يې تېر لکه خزان شه
چي بلا د رنځورۍ پرې مېلمنه شوه
د قدرت ستم ته ګوره چي مرګ راغی
هغه وخت چي د غزل شونډه يې شنه شوه
د رسمي او شخصي مرثيو نه چي راتېر شو او مذهبي مرثيې ته راشو نو په دغه ميدان کښې حمزه بابا د خپل فکر، فن او عقيدت نيلی داسي زغلولی دی چي د دغه ميدان سر سواره ورته ګوته په غاښ دي.
په کربلا کښې د حضرت امام حسين او د هغه د ملګرو د شهادت سانحه د اسلامي نۀ بلکې د انساني تاريخ يو داسي باب دی چي د اثراتو تسلسل يې تر ننه جاري دی او په راتلونکي کښې به هم جاري وي د دغه سانحې اثرات په مذهب، سياست او ادب يو شان مرتب شوي دي. په سياست کښې دا د باطل په ضد د حق دپاره د سر شيندني يو داسي مثال دی چي په انساني تاريخ کښې يې ثاني نشته، په مذهبي حواله د شيعه مذهب نږدې نږدې ټول شعائر له دغه سانحې راوتي دي او د بل هر مذهب نۀ زيات په ډېر جوش، جزبه او والهانه عقيدت نمانځلی شي بلکې په ادبي اظهار کښې له دغه سانحې د الهام اخستو په لړ کښې خو د مذهبونو او مسلکونو لنډ تنګ حدونه هم له مېنځه تلي دي او شيعه او سني شاعرانو ترې يو شان د فن کالبوت له روح اخستی دی. د کربلا د سانحې سره تړلی فکر ته که موږ د حسېنيت نوم ورکړو نو معنوي محيط به يې ډېر پراخ شي. حسېنيت يوه داسي استعاره ده چي د معنويت او کېفيت نوې نوې چينې ترې راوځي، د حسېنيت سره تړلي علامتونه او استعارې لکه کربلا، فرات، اوبه، تنده، حسېن، علم دار حر، يزيد، شمر، ذوالفقار، ذوالجناح، زېنب، سکينه او داسي نور داسي دي چي د څوارلسو سوو کالونه په تسلسل سره د فکر او جذبې په امتزاج د شاعرۍ د ګلستان ابياري کوي.
د شاعرۍ دوه اصناف منقبت او مرثيه خو که ژوندی دی نو د حسېنيت په حواله ژوندی دی، نۀ منقبت د حسېنت د اظهار دپاره په وجود کښې راغلی دی او نۀ مرثيه خود دغه سانحې نه پس. خو داسي محسوسېږي لکه چي دغه دواړه صنفونه هم د دغه موضوع د اظهار او بيان دپاره په وجود کښې راغلی وو بيا په تېره تېره مرثيه خو که ژوندۍ ده نو په دغه روح ژوندۍ ده.
مرثيه په عربي شاعرۍ کښې د جاهليت د زمانې نه موجوده وه خو د رسمي، ذاتي او شخصي غم د اظهار نه زيات نور څه موضوعاتي تنوع پکښې نۀ وو خو د کربلا سانحې يعني حسېنيت دې له دومره فراخي ورکړه چي ذاتي غم يې په اجتماعي غم کښې داسي بدل کړو چي فکري، جذباتي او فني جمالياتي بنيادونه يې نۀ صرف مضبوط شو بلکې د عصري روح ترجمان هم وګرځېدل، او نن که موږ په عصري تناظر کښې د دغه روح دغه فکر او دغه جذبې ځېرنه وکړو نو ګڼ شمېر معنوي او کېفياتي اطلاقات به يې مخي ته راشي.
د کربلا واقعه په عربي کښې وړومبۍ مرثيه ابو فراس همام بن غالب تميمي چي په فرزدق مشهور دی ويلې ده. دی په ۱۱۰ هـ کښې مړ دی. په فارسۍ کښې وړومبۍ کربلايي مرثيه په اوومه هجري پېړۍ کښې شېخ سعدي سېرازي ويلې ده، خو په فارسۍ کښې د کربلايي مرثيې باقاعده ابتدا٫ محتشم کاشي په شپاړسمه عيسوي پېړۍ کښې د ايران د باچا طهماسپ معنوي په حکم کړې ده، د محتشم د مرثيو هيئت په اووه بېتي بندونو مشتمل وو، خو وروستو بيا د دغه هيئت پابندي لازمه پاتې نۀ شوه، په اردو کښې په يو لسمه او دولسمه پېړۍ کښې ګڼو شاعرانو لکه سودا، مير تقي مير، مير ضمير، مير خليق، مير انيس او ميرزا دبير د مرثيې لمن ډېره پراخه کړه او د عزادارۍ د مجسلونو د محدود ضرورت نه پرته د فن او موضوع او فکر او جذبې په امتزاج يې ور ته يو علوي شان و بخښلو او د يو ژوندي صنف په حېث يې د ژوند د خورو ورو امکاناتو او نوو نوو غوښتنو سره اشنا کړو او دا يې ثابته کړه چي فني قدرت وي نو هر صنف د وخت سره مخ په وړاندي تلی شي. مرثيه هم د وير ژړا نه پرته د فکري تړون، جذباتي غورځنګ، حق پرستۍ، ريښتنولۍ، توکل، عزم، مېړاني، حوصلې، استقامت، صبر، زغم او ايثار د قدرونو د اظهار او ترجمانۍ دپاره د نن وېړه لمن لري.
پښتو کښې مرثيه په ديارلسمه هجري پېړۍ کښې باقاعده سرنښلوي. په دغه دور کښې زياتره مرثيې اولسي شاعرانو ويلی دي چي د جنګ نامو په نوم يادېږي. لکه جنګ نامه حسېن او بي بي سکينه، جنګ نامه امامين جنګ نامه امام قاسم او داسي نور. دغه جنګ نامې زياتره د مثنوي په هيئت کښې دی او د داستان يو شکل لري، په جنګ نامو کښې زيات زور د واقعاتو په بيان وي او د واقعاتو د بيان دپاره ښه هيئت مثنوي ده. د دغه اولسي رنګ جنګ نامو نه چي راتېر شو او جديد دور ته راورسو نو بيا د کربلا د سانحې نه د شاعرانه الهام اخذ ډېره تنوع لري، د جديد دورې بې شمېره شاعرانو په دغه موضوع د سلام مرثيې او نظم په شکل کښې ګڼ تخليقات کړي دي او په دغه ټولو شاعرانو کښې د حمزه بابا ونډه د هر چانه زياته او متنوع ده.
مرثيه د شاعرۍ د يو صنف نه پرته په قول د پروفېسر سيد عابد علي عابد د شيعه مذهب په نزد د حسېنيانو په شهادت د ژړېدونکو د اجرا و ثواب زريعه هم ده، خو وروستو بيا د وير او ژړا د جذباتو راپارولو نه زيات د يو داسي فني صنف وګرځولی شه چي مقاصد يې پراخه او خواره واره کړې شول او د فن ډېري نادري تجربې پکښې وشوې او په دغه لړ کښې پښتو مرثيې ته د حمزه بابا ورکړه هم ډېر فکري، فني و جمالياتي ارزښت لري.
حمزه بابا علمي او عملي صوفي دی، د تصوف په حقله د هغوی نثري نګارشات نۀ صرف په پښتو کښې بلکې په عالمي ادب کښې هم خپل اهميت لري، په دغه لړ کښې د هغوی فکر د علمي سره سره تخليقي هم ؤ او د دغه تخليقيت په وجه په شلمه عيسوي پېړۍ کښې د هغوی شاعري نۀ صرف نقادانو قبوله کړه بلکې د غزل د بابا لقب يې هم ورکړو. حمزه بابا تصوف د عصري رجحاناتو سره هم اهنګ کړو او د اسماني سره سره يې د ځمکني حقيقتونه هم په نظر کښې وساتل. پښتو شاعرۍ ته د هغوی دغه بخښنه ډېره لويه ده، حمزه بابا د تصوف په مشهوره سلسله چشتيه کښې بيعت ؤ او پوره شجره يې چشتي، نظامي نيازي وه، د دغه سلسلې مزاج جلالي دی او بيا حمزه بابا چي په تصوف کښې د پښتون قاميت سره هم ګډ کړل نو د هغوی شاعرۍ يو جلالي شان و موندو. جمال د صوفيانه شاعرۍ عمومي صنعت دی او جلال يې خصوصي صفت، نو په عموم کښې د خصوص دغه ګډون د بابا د نوري شاعرۍ سره سره د هغوی په رثائي شاعرۍ کښې هم برېښي.
په فارسۍ، اردو او پښتو درې واړو ژبو کښې مرثيه په هم يو ټاکلي هيئت کښې نۀ ده ويلې شوې، د محتشم کاشي د اووه بېتی بند لرونکی هيئت نۀ پرته په مثنوي، مثلث، مربع، مخمس، مسدس او تر دې چي د غزل په فارم کښې هم مرثيې ويلې شوي دي، په اردو کښې مير انيس او ميرزا دبير په مسدس کښې دومره د لوړې درجې مرثيې ويلې دي چي نور ټول هيئتونه يې شاته پرېښي دي، د حمزه بابا په کلياتو کښې د کربلايي رثائي شاعرۍ څه خوا شا دوه څلوېښت منظومات شامل دي چي د قطعې، رباعي، غزل، مثلث، مسدس او مثنوي په هيئتونو مشتمل دي چي د يو يو هيئت يوه يوه نمونه وړاندي کول يې ضروري بولم.
قطعه :
سخ د هغو والدينو چي پيدا داسي زامن کړي
په ناموس باندي د دين او د ايمان چي قربانېږي
رباعي:
د نبوي نمر رڼا امامه
تياره دي لري کړه له اسلامه
پېړۍ شوې تېري لا به تېرېږي
قصه د غم به دي نۀ شي تمامه
غزل نما:
نبي که محمد د کل جهان دپاره دی
حسېن د ژوند چينه د کل انسان دپاره دی
ميدان د کربلا نه تر ميدانه د محشر
املا د مرتضٰی خو د ميدان دپاره دی
ايثار به د هغوی کړمه يو روح د افسانې
حمزه نوم د حسېن يې د عنوان دپاره دی
مثلث:
الله الله د شهادت هغه منظر و حسېن
چي ثمر غوڅ کړو په خنجر د ستم سر د حسېن
سر په ثنا د رب صمد شه هر پر هر د حسېن
امام په وينو خشکه ځمکه د کربلا کړه چمن
حمزه که تندي د فراق دي سوخته کړی وي تن
پل يې په پل ږده ملاقي شه په کوثر حسېن
پل يې په پل ږده ملاقي شه په کوثر د حسېن
مسدس:
اوښکي کړې باروي طوفان د غم شه
شو تازه د زړۀ زخمونه محرم شه
يو په دوه مي په دې غم د زړګي دم شه
لا سېوا مي له دې د زړۀ غم شه
نن به نۀ ګڼې دا غم چي پرونی دی
ګويا هر پروسه کال يې سکنی دی
مثنوي:
لا خو وه غرمه چي ننګيالي ټول شهيدان شو
آل د محمد او د اسلام ځني قربان شو
ګنج د شهيدانو کربلا کښې ؤ جوړ شوی
بس خو عمر سعد يې په وينو ؤ موړ شوی
پاتي په ميدان کښې يک تنها امام حسېن ؤ
هو! هغه حسېن د پاک نبي چي نور العين ؤ
په دغه رثائي منظوماتو کښې د حمزه لهجه د موضوع د کيفيت مطابق چېرته ماتمي ده، چېرته رزمياتي او چېرته بزمياتي او تغزلي ده، د هر کيفيت په اظهار کښې بابا خپل فني وسائل او مهارت په ډېره ښه طريقه پکار راوستی دی.
ماتمي انداز:
امام ولاړ دی شهيدانو ته حيران ګوري
چېرته زاړۀ، چېرته ځوانان او ماشومان ګوري
څۀ پرده داري سترګي هم د جنګ ميدان ګوري
يوه په سور سالو کښې ناوې په ارمان ګوري
وايي زېنب چي ژړا ښه ده خو لېمه چېرته دي
ما به باران په تږيو وکړه خو اوبه چېرته دي
زړونه به وايي د بيبيانو چي بهر ورشو
چي په قاسم او په عباس او په اکبر ورشو
چي مو سايه له سره درومي چي په لمر ورشو
دی مو د سر پړونی تلونکی چي تور سر ورشو
يوه ماشومه د خېمې په پرده لاس لګوي
تروري چي کوز کړي ترې نۀ خلاص هغه يې پاس لګوي
رزمياتي انداز:
سور په اس د تصور شه چي دي بوځم کربلا ته
دي راغلي د جفا لښکري زوی د مرتضٰی ته
نمر د تندر پرده وکړه هيڅ نظر نۀ کړي دنيا ته
چي تېرو هم د جنګريز حوصله کړې ده رڼا ته
څه خيمې دي د ساداتو د رضا پکښې چپيا ده
څه خېمې د يزيديانو د ستم پکښې غوغا ده
دا حسېن دی چي تسليم يې اس نيولی له جلبه
د ژوندون نبضونه تېز دي په امکان راغلې تبه
خوله ورکه له ګرمۍ راوېستې ژبه
چي جلوې د رسالت پرې قربانېږي له يثربه
د هر څيز د قربانۍ نه پس پخپله
د حجت اتمام په هغو کاندي چا چي دی بللی
چي صورت د امن صلحې په امکان کښې پاتي نۀ شه
چي هيڅ شک يې د جګړې په طوفان کښې پاتي نۀ شه
چي يو دوست يې ګير چا پيره په چشمان کښې پاتي نۀ شه
که يو حد ؤ هغه هم په دې کښې پاتي نۀ شه
دۀ به پېش ورته قرآن کړه هغوی تودې برېښولې
چا به غشي کرول او چا نېزې به نېغولې
امام پوی شه چي اوس وخت د شهادت د کمال راغی
شو مزل د جمال ختم اوس مقام د جلال راغی
د اجل په لاس کښې ښکار د ژوندانه لره جال راغی
ذوالفقار چي کړو بهر په لاس کښې زوی د حيدر وينو
قدوسيانو په هېبت د اسمان مخ ته سپر وينو
ذوالفقار چي يې مېړانه له جوهره ځارېده
ذالفقار چي هره توره يې له پرهره ځارېده
ذوالفقار چي تل يې فتح له حيدره ځارېده
ذوالفقار چي يې له قنبره ځارېده
هغه توره چي په برېښ کښې يې رفتار ؤ د اجل
هغه توره چي په شړنګ کښې يي ګفتار ؤ د اجل
جوړ نېټه وه د اجل د امام لاس کښې ښکارېده
په يو وخت کښې هر يو کس ته اوږدېده او لنډېده
اوچېده او څڅېده اوکږېده او شنېده
برېښېده او ځلېده او قهرېده او موسېده
نۀ په خود او نۀ په زغره نۀ په ډال ايسارېده
نۀ په زور د زورور او نۀ په سوال ايسارېده
د زرمياتي کيفياتو د بيان دپاره د ټولو نۀ غوره هم د مسدس هيئت دی او حمزه بابا په دغه هيئت کښې د خپل فن جلال ښودلی دی.
بزمياتي يا تغزلي انداز:
ستا په محبت کښې چي هم سوز و هم ګډېږو
خو ښه زموږ دغه مشغله د سپېلنو ده
موږ ته هم جزبې د قربانۍ نه برخه راکړه
بس دغه ارزو د ښکلي دين د لېونو ده
ګېر يو په تېرو د ابتلا کښې اې امامه!
پورته دې نقاب کړه د جبين نه چي رڼا شي
زما خيال دی چي د هر صنف يا هيئت يو نفسياتي چرت هم وي چي شاعر د کوم چرت اظهار کوي نو هيئت ورله هم هغه شان خوښوي چي د وړاندي ورکړی شوو نمونو نه به يې څه نه څه اندازه لګېدلې وي. د حمزه بابا په مرثيو يا رثائي نظمونو د ژبي او فن د مرثيې د نورو فني لوازماتو په رڼا کښې نور بحث هم کېدای شي خو د طوالت د وېري زۀ په دې اکتفا کوم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ