ليکوال:محمود اياز
د مجلې ګڼه:۸مه
د مجلې د چاپ نېټه:جولائي ستمبر ۲۰۱۵
در حقيقت ما ويل دا غوښت، چي يو تخليق کار د ذات او خارج د اثراتو د باهمي تړون په رد عمل کښې په فطري ډول هغه يو بېل او ځانګړی فطري نظام پخپله مرتب شي، او د حيات او کاينات د دغي رشتې د تسلسل له کبله هغه يوه مخصوصه رويه په وجود کښې راشي. در اصل په هم دغه تناظر کښې د يو فنکار تخليقي صلاحيتونه تر تخليقي عمل تېرېږي،کله چي موږ د يو شاعر د فکر و نظر فلسفې او عقيدې او د هغه د شعري صلاحيت سره سره د شعري جمالياتو کره کتنه کوو، نو بايد چي د ذکر شوي فکري نظام، د سياق او سباق په رڼا کښې د هغه د شعري اثر جاج د اوچت تنقيدي بصيرت سره سره په غېر جانبداري او زړورتيا سره واخلو.
لکه څنګه چي هر سنجيده شاعر د زندګۍ، ذات او د خپل عصر په اړه، يو بېل فکري نظام او ځانګړی تصور لري، دغه رنګه د بوري زلمی شاعر عارف تبسم هم د ځان او د زمان په اړه يو مربوط کوټلی تصور لري، هو بالکل کټ مټ د ستر مسلمان شاعر رسول حمزه توف د دغه فکر په مصداق لکه هغه چي ويلي دي:
Poets write books to tell other people about them selves and their time.
دا د تخليق کار يا فنکار ستر جهاد او اجتهاد هم دغه دی چي هغه و خلګو ته د خپل ذات او خپل عهد حال ووايي. اوس سوال دلته دا پيدا کېږي، چي عارف تبسم د يو فن کار په حيث دا کار يا دا ذمه واري تر کومه حده پوره کړې ده. زما په خيال چي د موصوف د شعري مجموعې نوم د لمر پل پخپله د دۀ د شاعرانه ذوق او شوق پوره پوره غمازي کوي. زۀ پخپله د معناوو يو لوی او نۀ ختمېدونکی جهان وينم.
تر لږه ډېره حده چي زۀ په دې شاعري پوهېدلی يم زما په خيال دې زلمي شاعر په شمار يو خو استعارې د خپلي نظريې عقيدې او فکري نظام په تناظر کښې په وار وار کارولي دي. لکه لمر، رڼا، ورځ، شپه، تيارې، څراغ او هوا هغه توري دي چي د دۀ د تصور فکر او تخليقي وجدان نمائندګي او ترجماني کوي، خو ذکر شوي لفظيات کوم چي د دۀ د فکر او تصور برخه ګرځېدلي دي، پخپل ځائ خپل هغوی رنګونه او لزتونه لري، خو زما په خيال د دوی د فکري نظام يا ځانګړی تصور چي کومه کليدي استعاره ده هغه د رڼاوو استعاره دا نوري استعارې د کليدي استعارې په دې شاعري کښې دپاره د پلاټ کار کوي.
د دې لېوني په فکر " د زندګي شيرين تصور" د رڼا په روح کښې چېرته دی، د دې شاعري د کوټلې مطالعې او ژوري مشاهدې وروسته قاري په شعوري او لاشعوري توګه يو داسي نتيجې ته ورسېږي لکه په رښتيا چي ټولي خوشحالياني د رڼا په خېمه کښې اوسي.
د ستر افلاطون په جمهوت کښې د شاعر لپاره هيڅ ګنجائش نۀ ؤ. د تهامس مور په يو ټوپيا کښې د کرکې په ضد يو منظم اجتجاج د دې حقيقت اثبات په شد و مد سره کوي، چي د هغه تصوراتي جنت صرف او صرف د ميني او امن دپاره دی. دغه رنګه د عارف تبسم په ارضي جنت کښې د تيارو لپاره هيڅ ځائ نشته. د تخليقي سفر په اړه که خبره ګرسره له سره راشروع کړو نو لا محاله به موږ د اولني معلوم شاعر هومر و زمانې ته ورسېږو. هو د هغه هومر و زمانې ته چاته چي د شعر د يوې د الهام په سارنګۍ کښې سندري اورولې ګوا د فکري نظام د کما حقه تجزيه که څه هم زما د وس خبره نۀ ده، خو زۀ غواړم چي بايد په شعر و شاعري باندي په يوه نوي تناظر کښې بحث و مباحثه وشي نو به د ادب لوستونکيو لپاره د علمي استفادې باعث وګرځي.
دلته که ګرسره د ستر هومر د دېوي و نظريې او تصور ته د يو ګړي لپاره ځير شو نو دومره ويل بايدچي ستاسي دپاره د حېرانۍ خبره نۀ وي، چي د هغه د شعر د يوې هم له بد مرغه د تجزيې ذهن مالکه وه. د دې ذکر شوي تريخ حقيقت اثبات پخپله د هومر هغه ټول هم تصوراتي ديوتاګان او ديوياني کوي چي نۀ يوازي بد کرداره وو، بلکې د شر او فساد علمبرداران وو، خو د موصوف په مقابل د ايسيډ تصوراتي ديوتاګان د خير او ميني پلويان وو. که نور شاته ولاړ شو نو د خير او د شر فلسفه موږ تر خدائ او شيطان پوري رسوي، د خير او شر تر ميان دغه سور او تود جنګ له ابتدا نۀ راروان دی او هنر تر اوسه پوري جاري دی.
د شعر په اړه دا حقيقت زۀ ويل غواړم چي د شر هم دغو بلاګانو او د خير فرښتو د سوچ او فکر په اړه يوه حيرانوونکې او نۀ ختمېدونکې سلسله په محسوس او غير محسوس ډول د شاعرانو لپاره ژوندۍ ساتلې ده. ځکه له دوی سره د رڼا او تيارې ميني او نفرت، سکون او کرب سره سره د ښه او بد بې حسابه وسوسې او وهمونه مسلسل ملګري پاته شوي دي.
د دې تر څنګ د دغه تريخ حقيقت اثبات هر سترګور او لوستلی څوک په شعوري او لاشعوري توګه په پټو سترګو کولای شي، چي نن دغه دنيا چي د ګلوبل ويلج په نامه مسما ده له يوې عجبي غير يقيني فضا او حيرانوونکې الميې سره مخامخ ده، نن بشريت د لوږي او تندي له کبله زما په شخصي فکر نۀ فکر وړی او نۀ وار خطا ښکاري بلکې د نن د بنيادم خټه مسئله دا ده چي هغه خپي سائې ته هم د شک په نظر ګوري، هر وګړی د يقين په اسپه سپور خو بيا هم غير مطمئن ښکاري. د موجود عصر تر ټولو لويه الميه دا ده، چي د کربلا د وحشت نه هم د ګلوبل ويلج دهشت زيات وحشتناکه ښکاري، د دې کلي خلګ اوس دومره بې حسه شوي دي چي د يو بل د سر سره په سيالۍ نۀ بلکې بې جوازه لوبي کوي. د زندګۍ بدرګه دومره بې وسه او بې دسه شوې ده چي د ژوند د يوې ساه تحفظ هم نۀ شي کولای او مرګ د دې کلي يو مطلق العنان باچا دی د لاقانونيت په دې شور او غوبل کښې دوست او دښمن نښاندهي کول هيڅ امکان نۀ لري، مرګ د يو بې حسه ړانده په مثال مسلسل خپل غشي ولي. دا هر غښی د چا د ژوند سره لوبي کوي. په دې اړه هم غشی مختار کل دی. انسان نن د وجود او عدم دهشت او نيت په يو وېروونکي خوپ حيران ولاړ دی داسي ښکاري لکه د هر سړي پر تندي چي دا سوال ليک وي چي:
شته که نشته په يو شک کښې مبتلا دی
ورک د خپل وجود په سوال کښې يو سړی دی
دا هر څه عارف تبسم ويني هم او په شدت سره يې محسوسوي هم خو سوال دلته دا پيدا کېږي چي دا زلمی د مارکس د جدلياتي عمل د نظريې تر تاثر لاندي شاعري کوي يا که بلي نظريې د نښان تر لاندي او که فرائيډ د تحليل نفسي د نظريې په تناظر کښې شعرونه وايي زما په خيال د دې زلمي شاعر شعرونه هيڅ ابهام او اشکال نۀ لري، ماته د جدلياتي عمل د نظريې پلوی او لږ ډېر د ترقي پسندي هم. د دۀ په خيال شايد ښه شعر هغه دی چي د لوستونکي ذهن ته زر تر زره ور ورسېږي خو زما په خيال دا يو عام شعوري کوشش دی. زما په فکر د تخليق لپاره لاشعوري کېفيت زيات معني خيز او د ارزښت وړ دی ولي په داسي صورت کښې تخليقات لږ ډېر ابهام او اشکال لري که موږ د حقائقو تجديد په يو نوي انداز کښې له نوي سره غواړو نو بيا شاعري د شاعر له نوري غوښتني هم کوي ګوا د نوي شاعري لپاره ځيني نور جزئيات هم په نظر کښې ساتل پکار دي، لکه نابلده خواهشات، معاشرتي او نفسياتي ايمېجز د لاشعور د دنيا مرئي او غير مرئي کېفيات له نوي نوي تمثالونو سره سره داسي استعارې چي علامتي معناوي لري او خپل تراکيب په کار راوستل د نن د شاعري هغه غوښتني دي کومي چي د عصري اسلوب او د تخليق کار د خپل ځانګړي تشخص لپاره بېخي ضروري دی.
زۀ نۀ غواړم چي د دې زلمي شاعر يو څو شعرونه راواخلم او تشريح او توضيح يې ادب لوستونکيو ته وړاندي کړم دغه تشريحي تنقيد اوس بېخي زوړ او روايتي غوندي معلومېږي زۀ خو د يو مجموعي تاثر په رڼا کښې د لمر پل شعري مجموعه له يو نوي موضوعي بحث سره ستاسي مخي ته ږدم. زما په شخصي فکر چي د يو شاعر لوی رد عمل در اصل د هغه د معروضي خلاف فکري احتجاج دی په دې فکري احتجاج کښې لوستونکی د شاعر حياتي او نفسياتي تاثراتو سره سره د هغه د خارجي او داخلي کېفيت له حيرانوونکي کرب او درد هم محسوسوي په شعر باندي بايد چي د رياضي د دغي کليي نه اجتناب وشي چي: " دو او دو چار ہوتا ہے" بايد چي د شاعري فکري اړخ يو مخ شاعران نظر انداز نۀ کړي، د تبسم شاعري فکري، نيم فکري او د ساده لب و لهجو په خانو کښې وېشل شوې. شايد د دې وجه دا وي چي لا پوري هغه د خپل تصور په فکري نظام باندي پوره پوره ګرفت نۀ دی تر لاسه کړی خو د دوی دا شعري کاوش بېخي عاميانه کوشش هم نۀ دی. انسان صرف د سائنس او ټېکنالوجي په ميدانونو کښې ترقي نۀ ده کړې بلکې هغه په فکري او شعوري لحاظ هم نن د ترقۍ تر ډېرو پړاونو راتېر شوی دی ځکه د پرون په مقابل کښې د هغه نظر نن زيات ژور او پراخ دی. رښتيا ماخبره د فکري احتجاج کوله دا احتجاج يو شاعر يا تخليق کار هله کوي کله چي د ژوند معيارونه د هغه په فکر و نظر نيمګړي او پيکه ښکاري. د نن شاعر علاقائي شاعري نۀ کوي. نن چي هغه کومي استعارې، تمثالونه او تراکيب په خپله شاعري کښې په کار راولي هغه د بشپړ انسانيت لپاره د ګټي او خير پېلامه ګرځي. هغه ځکه د هر چا د خواهشاتو احترام کوي، ولي هغه نن د يو عالمګير فکر او سوچ پلوی دی. که چېري شاعر پورتني جزئيات د شعر لپاره نظر انداز نۀ کړي، نو بيا دا امکان لري چي د هغه په ذات کښې يو نوی شعري باطن راويښ شي او د اظهار يو نوې ژبه ځيني راوزېږي. د نن د شعري اظهار روايت زما په خيال هم دغه دی.
تبسم هم په علاقائي جهاد باندي يقين نۀ لري بلکې هغه د دې درستي نړۍ لپاره د يوه داسي سحار غوښتنه کوي چي هغه ابدي وي، ځکه دا احساس زلمی د تورو تورو بلاوو په تورتم کښې هم د لمر پلونه غواړي، شاعر لوی سړی وي، د هغه غوښتني بايد چي دغومره شاعرانه معصوميت ولري. ګوا دا شاعري ځائ په ځائ د نن عصري غوښتني هم پوري کوي خو ځائ په ځائ روايتي هم ښکاري زما په خيال دا زلمی که شاعري ته لږ ډېر نور متوجه شي نو د دۀ د جوړېدو امکانات پيدا کېږي، بايد چي يې ميوې درختي په ګلونو نۀ ولي .
زما دا خبره کېدای شي چي ادب دوستان راسره ومني چي د عصر او ذات کماحقه صورت ګري کول زښت ګران کار دی، خو دا يو ارټسټ د خپل ارټ په وسيله پخپل ګرفت کښې راولي او د ځان او زمان يو نوي او جديده الهامي تصوير کده ځيني جوړ کړي، بيا چي هر څوک دغه تصوير کده ګوري هغه ته د هغه د ذات او عصر معنوي دنيا ښکاري. په دې شعري مجومعه کښې موږ د عارف د ذات او د هغه د عهد تصوير کده وينو خو له لږو نيمګړتياوو سره. خو د دې باوجود د دې زلمي په شاعري کښې يوه شاعرانه روح له خپلي بد مستۍ سره په غورځنګ ښکاري، ځکه د دۀ د اوچت فکر او سوچ نۀ لوستونکی يو مخ نۀ مايوسه کېږي.
زۀ د مثال په توګه د ننۍ شاعري په حواله دوه مثالونه ستاسي مخي ته ږدم چي هم عصري تقاضې پوره کوي او هم د عصري مزاج په معيار پوره شاعري ښکاري. د اردو ژبي د معتبر شاعر منير نيازي د نظم لفظي ترجمه ستاسو نظر ته وړاندي کوم چي د فکر وړ ده:
شا او خوا ـــــــــــــــــ توري تيارې توره بډه
هغه وايي ـــــــــــــــ څوک
زۀ وايمه ــــــــــ زۀ
خلاصه کړه درنه دروازۀ
ما د ننه پرېږده لږ
پس له دغي ـــــــــــ وېړي خاموشۍ وي د هوا غوبل
اوس د افتخار جالب د نظم لفظي مفهوم چي نقادان يې د جديد نظم ګو شاعرانو په قطار کښې دروي:
غرمې ټولي سائې يو کړې
ديوالونه د تنهائي څهرې پاته دي
داسي څوک نشته
چي د خپلي کبابېدونکي روح ته ځير شي
او له نازکو معينو پړدو څخه بهر راووزي
او زما د حرمت په شلېدلي ګريوان کښې
تاوده تاوده سپرلي وويني
ما په سوونو کلونو کښې
خپل پټ وجود خيرن کړی
او بيا مي داسي لڅ کړی
چي د نور يو بهاند درياب ترېنه راوزېږېد
لمر راويښ شو
او ټولي سائې يې خاوري اېرې کړې
زما وجود اوس په غمونو الوده نۀ دی
ديوالونه دي او ديوالونه دي
چي د تنهائي عکسونه پاته شوي دي
زۀ له ازله د هغې څهرې په لټون يم
يوه لاره هم زما نۀ ده
ټولي لاري زما دي
زۀ د خوبونو په محل کښې هغسي پرله ګرځم
له اوو اسمانو او مځکو سره
خو ليدلی يې نه شم
لکه زما چي ګرسره کور نۀ وي
که يو څوک ورته راځي هم ــــــــــــ لکه خوب چي وينم
که چېري موږ د يوه ګړي لپاره ذکر شوي نظمونو ته ځير شو نو موږ په دې شاعري کښې د لاشعوري کېفيت ازانګې له ورايه محسوسولای شو، داسي ښکاري چي لکه د نن د عصر يو سړي چي موږ ته په منظومه ژبه ګويان وي. د اميد او د نااميدۍ ګډ وډ عکسونه او لذتونه پکښې قاري محسوسولای شي خو د دې معنا دا هم نۀ ده چي د عارف تبسم په شاعري کښې داسي شعري نمونې موږ نۀ شو په ګوته کولای. زۀ در اصل د زلمي تبسم سره خپل احساسات په علمي ديانت او لوی زړۀ شريکول غواړم. هغه ځکه که دا زلمی د يو لوی شاعر په حيث صبا منظر عام ته راځي نو د بوري دا سپېڅلی نوم به نور هم لوړ او اوچت شي.
کله چي موږ د ګران تبسم د شاعرانه هنر، تخليقي وجدان او فکري صلاحيت ته په رښتيا او ځير نظر وګورو نو په دې شعري کاوش کښې موږ ځائ په ځائ داسي نظمونه او اشعار هم په مخه راځي چي موږ يې په لوی زړۀ او ورين تندي و اردو د ذکر معياري شعري نمونو سره پر څنګ شوولای شو، د مثال په توګه يو د دۀ دوه شعرونه راواخلو:
خپل ديوالونه هره شپه له ځان سره ويده کړم
خدای خبر څوک يې هر سحار له بل مکان سره ږدي
پخپله روی شم او هره شپه خپل ځان وېروم
ځکه خو هره ورځ سحار خپله کمره بدلوم
دغه رنګه د ګلېډيئټر تر عنوان لاندي ليکل شوی نظم د نوي او جديدي شاعرۍ يو ژوندی مثال دی. دا نظم د نن د لويو طاقتونو د عالمي منفي رجحان کماحقه ترجماني او عکاسي کوي او ورسره ورسره په دغه عالمګير منفي رجحان باندي يو علامتي طنز هم له ورايه پکښې محسوسېږي. په دې نظم کښې چي شاعر د دې ګلوبل ويلج کومه خاکه د نظم په ژبه انځور ګري ده. د بلا غور او فکر وړ ده. هغه وايي چي موږ له بدمرغه د يو داسي کلي استوګن يو په کوم کلي کښې چي هر دريم سړی باچا يا سردار دی. هغه د خپل ساتېري لپاره د دۀ مريان ساتلي او په خپلو کښې يې سره جنګوي ګوا د شاعر په سپېڅلي زړۀ کښې دا وهم غزېدلی دی چي که د دغو باچهانو د ساتېري دغه ناروا لوبه هم دغسي جاري پاته شوه نو د مځکي پردې شکمن جنت به صرف او صرف ظالمان پاته شي. د ظلم او بربريت په ضد د عارف تبسم دغه علامتي جهاد او احتجاج د ستايني وړ دی. له دې سره سره ځيني نور نظمونه او غزلي هم د دې شعري اثر په ښائست کښې يو په دوه اضافه کوي. د دغي شعري مجموعې د ځينو معياري او جديدو شعري نمونو په سوب له موږ په لوی زړۀ عارف تبسم د جديدو شاعرانو په قطار کښې درولی شو خو عارف تبسم له پکار دا دی چي د نوي شعر او معياري شاعري په اړه د نن د بنيادم له احساساتو او غوښتنو سره سره د عصر له مزاج سره ځان نور هم په ښه شان اشنا کړي ولي موږ دا منو چي د جدلياتي عمل سفر پر تسلسل سره مخ په وړاندي روان دی. د معروضي تبديليانو او سائنسي ترقۍ له کبله د انساني فکر سره سره د هغه په ذات کښې هم بلا تبديلياني راغلي دي شعور خو پرېږده چي د لاشعور سر هم له اسمان سره خبري کوي. د انسان فکري معيار بدل شوی دی. ذهن د تجربه په لور منډي وهي. زۀ داسي محسوسوم لکه د نن انسان چي د مشکلا تو په ځنګل کښې د سکون ساوي لټوي. اوس شاعري څنګه پکار ده؟ په دې تاسو ټول تر ما زيات علم لری.
په اخير کښې زۀ عارف تبسم ته دعا کوم، چي خدائ پاک دي د دۀ فکر نور منور او ذهن نور روښانه کړي. د دې مضمون د ليکلو او وخت د تبسم د شاعري په حواله يو شعر د الهام له لاري راغلی دی دا شعر زۀ د دې زلمي په نامه منسوب کوم او اجازت هم غوارم:
څنګه په تورو تورو شپو کښې ګرځي؟
يو لېونی د رڼا پلونه غواړي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ