ليکوال:فېصل فاران

د مجلې ګڼه:۸مه

د مجلې د چاپ نېټه: جولائي ستمبر ۲۰۱۵

  که لږ هم په تنقيدي نکته نظر وکتلای شي نو اوسنی پښتو غزل د خپل پېش رو ترقي پسنده غزل نه چي په کومو حرکياتو باندي بدلېږي هغه د تفکر يو داسي پرانستی شوی انداز دی چي ژوندته په کښې يوه لويه شانې زاويه کښې کتلی کېږي ـ هسې خو تفکر د نفسياتو له رويه د عادي ذهني فعاليت دويمه نامه ده چي د ليدنو کتنو او تېرو تجربو په رڼا کښې يوه مسئله هواروي ـ  خپل چاپېرچل سره د بنيادم د  ژوند سمي راولي دا داسي ذهني خبره ګڼلی شي چي په کښې تمثالونو ، مخيلو ، اشارو ، علامتونو ، اشاراتو ، تصوراتو ، د خيال تلازمي ، تعقلاتو او د ژبي نه مرسته اغستی شي خو دلته زۀ تفکر په دې معنو کښې نۀ په هغه معنو کښې پکارومه چي موږ يې د مفکر ،مفکرانه او مفکورې غوندي لفظونو سره تړو يعني د يوازي سوچ کولو معنو کښې نۀ ، يو خاص انداز کښې سوچ کولو ته تفکر وايمه ـ په دې بنياد که موږ پښتو غزل ته ګورو نو دغه ډول ذهني فعاليت په کښې تر لږه موده وړاندې کم کوز محسوسېده خو اوس البته تفکر په پرانستي انداز کښې محسوسېده شروع شوي دي ـ د تفکر عمل ژبې سره تړلی دی ـ دا هم ځکه څومره څومره چي غزل کښې تفکر رادننه کېږي دومره ورسره د غزل لفظيات او محاوره هم د پراختيا او تنوع سره وړاندي کېږي او هغه لساني ساه تنګي او لفظي ساه دلي په کښې ورکېږي ـ کومه چي موږ د غزل د لوست په وخت زياتره ادراک کړې ده ـ دې خبري ته په ماډرن پروز سټائل کښې يونامی ډوبري داسي اشاره کوي چي څنګه نوي سيکې په لاسونو کښې په اړوېدو را اوړېدو مخونه بائيلي دغسي ژبه هم په تکرارېدو فرسوده شي ـ 

"Words, perhaps metaphors, means of approach become warnout with use they are like coins which gradually get rubbed so that we cannot see what is on them."

ځکه د تفکر دغه عمل هم ساده معنو کښې اغسته نۀ دي پکار دې سره د ژبي معنوي وسعت او د ليکونکي د تخليقي صلاحيت ازمېښت هم تړلی دی بلکې د اصليت له رويه شايد چي تخليقي عمل هم د فکري عمل دويمه نامه ده ـ داسي هم نۀ ده چي پښتو غزل له سره د تفکر عمل سره بلد نۀ ؤ ـ د پښتو وړومبۍ نوي غزل ګو فضل احمد غر د سوځېدو نه پاتي شوي غزلونه که وکتی شي هغې کښې هم د تقدير تدبير په حواله هم او په معاصر سياسي چاپېرچل هم ساده تفکر موندلی شي ـ دغسې د حمزه  خان شنواري غزل کښې هم ژور تفکر تر تصوف پورې محدوده دی ـ ترقي پسنده غزل کښې هم تفکر د طبقاتي تضاد تر حده موجود دی ـ روماني شاعرانو کښې د اشرف مفتون غزل کښې تفکر د ښائست او  بدرنګۍ په حواله راڅرګندېږي ـ هغه فطرت ، اخلاقيات او تقدير باندې مفکرانه نکتې غزل کښې پورته کوي خو دې شعرونو کښې منظومانه اظهار زيات او شعري اظهار لږ کم وي بيا تفکر موږ په بې باکۍ وينو خو پرانستي او کولاؤ ډلاؤ انداز کښې نۀ وينو کوم چي د اوسني غزل بنيادي حرکيات (Dynamic)جوړ شوي يا جوړېږي ـ د تفکر په حواله د خېبر اپريدي او ناظر شنواري هم د خپل معروفيت باوجود ما بعدالطبيعياتي او جنسياتي حوالې لري  او اوسني پښتو غزل کښې د ممتاز اورکزي غزل د تفکر په حواله شايد چي يو ډېر روڼ مثال ځکه دی چي دلته چي موږ څنګه د ژوند منظر نامه په يوه لويه زاويه کښې وينو د هغه د بل کوم معاصر غزل ګو په غزل کښې يې هغسې نۀ وينو ـ ځکه د هغه غزل په دې حقله د روح عصر د ادراک غوره نمونه ده ـ ښکاره دې وي دلته موږ په تفکر خبره کوؤ ـ ددې نورو شاعرانو په خوبۍ خامۍ خبره نۀ کوؤ او هر ښۀ شاعر بيا ځانله څۀ شعري خوبي لري ـ تفکر چي څونه په تېزۍ سره تغزل ته ګوټ ورکوي نو اندازه ده چي زر دغه دغه د جاګيردارانه ذهنيت نه راپاتې اصطلاح هم ددغه دور د ذوق جمال استعاره وګرځي ـ ددې بدليدونکي حرحرکياتو شاته چي د دې دور د لوستونکي کوم نفسيات جوړېږي چي د هغې له کبله هغه ته دغه تفکر اوپره يا نامانوسه نۀ ښکاري د هغې بنيادي يوه وجه رسنۍ ابلاغ ذرائع هم دي چي هره شېبه موږ بېلا بېلو موضوعاتو سره په سوچ باندې مجبوروي ـ او ددغه نه اغستي تاثرات زمونږ د نوي وجدانياتو جوړښت سازي کوي ـ ځکه هر کله چي بيا دغه موضوعات موږ د تفکر په حواله د اوسني غزل شعري روايت ګورو نو زمونږ جمالياتي ذوق هم نه ژوبل کوي بل خوا خپله هم دغه تفکر آمېزه غزل ددغه وجدانياتو جوړښت کښې خپله اغېزه پرېباسي ـ ګويا دا دوه اړخيزه عمل دی چي لوستونکی ورسره وړاندې دی او د يو چاخ چوبند غزلپال غوندې ممتاز اورکزی هم ددې  برخه دی ـ هغه د ژوند په څانګه ټوکليدلي منظرونو ته د بصيرت په سترګه ګوري او بيا يې د تفکر پائيله د يوې استفهاميه غوندې په شعر کښې څرګندېږي دغه استفهاميه د هغه يوه بنيادي شعري رويه ده چي د هغه غزل کښې يوتر بله غزيدلي ښکاري ـ 

استفهام داسي سوال وې چي د هغې تر شاه د ځان او د بل د فهم او پوهې هڅه وي ـ موږ وينو چي دغه استفهام د هغه غزل کښې د هغه ډوګماز او ډاکټرايئنز له مخه راولاړ شوی دی د کومو له مخه چي نن زمونږ پښتنه ټولنه د اور لنبه شوې ده ـ غوره به دا وي چي دۀ خپلي خبري د څرګندولو دپاره دلته څو حوالې راوړمه لکه مذهب کښې د آسمان د مجرده تقدس خبره په عامه توګه منلای شي په دې حقله غزلپال داسي ګويانه د ی ـ

د ځمکي په هغه حصه آباد يُو چي تر اوسه

مونږ هر څۀ ته کتلي په چشمو کښې د آسمان

د آسمان په حقله د مجرده زبرګتيا دا تصور په دې حقله هم عجيبه دی چي خپله عربۍ ژبه کښې د سماء لفظ آسمان ته په اصطلاحي معنو کښې نۀ دی ټاکلی ولي هر اوچت منظر ته سماء وای ـ ځکه وريځو او فضا دپاره هم قرآن پاک مقدس د سماء يعني آسمان لفظ راوړي ـ دلته دا خبره هم کېدای شي چي بيا دقرآن د اووه آسمانونو او ځمکو څۀ مطلب دی؟ نو په عربۍ کښې د اووه او اويا (سبعه ، سبعتين) د زياته شمېرې دپاره راځي لکه سورة برات کښې د عبدالله بن ابي د جنازې نمونځ دپاره نبي پاک ص ته ويلي شوي ؤ چي که تۀ يې اويا ځله مغفرت وغواړې هم يې خدائ درته نۀ  بخښي ـ ددې مطلب دا نۀ دی ګوندې چي اتيا ځله په مغفرت غوښتو به يې وبخښي لکه پښتو کښې شل ځله فارسۍ کښې سل ځله د بې شمېره تيراژ دپاره راځي ـ دغسې د زمکو د تفسير لړ کښې امام راغب اصفهاني دا نکته مهمه ده چي هر سياره بره سيارې دپاره ځمکه ده او بره سياره ورته فلک دی مطلب دا چي د اسمان د زبرګۍ تصور بنياد کښې سم نۀ دی ـ  دغه شاليدکښې اوس دې شعر ته پام شی ـ 

د آسمان عظمت منم خو دا هم وايم

ځمکه نۀ شوه محترمه محترمه

زړۀ ټولنپوهنه دا وائي چي بنيادم د کثرت نه وحدت پله راغلی او د وحدت نه د توحيد تصور راوتی ددې مفکورې له رويه د غزلپال دا شعر هم مهم دی ـ 

د ممتاز دعوٰى خو دا ده دا به وي هم 

چي د خپل وجود له زوره مي ايجاد کړې

خو بل خوا نوې ټولنپوهنه دې تصور ته خنډ اچوي چي نه بنيادم د وحدت نه کثرت او کثرت نه بيا وحدت ته راغلی دی او د خپلې مفکورې ثبوت کښې هغه وحشي قبيلې په ګوته کوي چي تر اوسه ځنګلي دورې نه تيرېږي او د شامانيت مذهب لري خو دوی کښې هم يو داسي آسماني هستي منلی کېږي چي ټولو نه لويه او برتره ده ـ دغه هستي ديو مالا کښې هم د رب الارباب لکه زيوس ، جيوپتر ، اندر په صورت موږ بيا تجسيم شوي وينو ـ يعني د آسمان د زبرګۍ دا سوچ يو اجتماعي لاشعور له رويه د ښکار د زمانې نه را روان دی ـ د ښکار زمانه مي ځکه ياده کړه چي د اتل نخست مثال هم اصل کښې ددغه زمانې د مټور زورآورښکاري دی او هم دغه زمانه کښې د آرتيمس نخست مثال جوړېږي چي هم هغه ګاډس مادر ده ـ خو په هر حال د آسمان د زبرګۍ دا سوچ کتابي مذهبونو له رويه يې منونکيو بيا په داسي تجريد واړوو چي ځمکه خپلو ټولو حوالو سره ناولي او پليته وګرځېده ـ تر دې چي د صنعتي اوښتون نه پس ته اروپا ددې سوچ نه ځان خلاص کړو او مادي ته يې د قدر په سترګه وکاته ـ نو هم د مادي کراماتونو په سوب تر آسمانه اورسېده بل خوا چي کوم مذهبونه تر اوسه د آسمان د مجرده زبرګۍ ښکار دي هغوی د معجزو په هيله ناست دي پوښتني کوي ـ 

مونږه هم فرعون سره يو مخ اې لويه خدايه

نۀ شوه لکړه اژدها نۀ درياب دوه ځايه شو

( ممتاز اورکزی )

يو ابرهه په سمه لار نۀ راځي

خو توتکرکي په يلغار نۀ راځي 

( ارمان نهار )

دلته د معجزې په تصور ډېره خبره نۀ کومه خو دومره به ضرور اووايمه چي دغه تصور هم د مفسرينو شارحينو د خوش عقيدګۍ پائيله ده او  غېر قراني تصور دی ـ په هر حال کښې د نن معجزه به د درياب د پاسه برج او لاندې سرنګ وباسل وي او د اژدها نه به لکړه جوړول وي د معجزې مطلب البته که د عقل عاجز کېدۀ وي نو هغه د مادي اسبابو په ذريعه هم کېدای شي خو که ددې مطلب د مادي اسبابو نه بغېر يا خرق عادت کار وي لکه سپوږمۍ ماتول ، ګوتي نه پى راوتل په سر وريځ غونډسکې تلۀ نو دا ټول خرق عادت کارونه غېر قرآني او غېر عقلي دي ـ قرآن بېخي د دا قسمه معجزو غوښتنو نه چورلټ انکار کوي او پېغمبر پاک يو عام بنيادم ښيي چي البته په وحي باندې متصف دی بلکې د زوی په مرګ د ورځ يې چي نمر تندر اونيوي نو مشرکين وای دا د پاکص نبي د زوی غم دی خو نبي پاک صفا انکار وکړي  ـ په هر حال د اوسني وخت استعمارچيان هم دغه د تجريدي زبرګۍ له رويه د فضائي بدر خود ساخته تصورات له مخه د خپلې تزويراتي ژورتيا خاکه کښې رنګونه ډکي ـ ددې دپاره د خراسان د تورو جنډو ، د هدايت يافته شهسوار روايتونه په خصوصي توګه ځنډلی کېږي ـ کوم چي د ايران و عرب د واکمنۍ په جنګونو کښې د سياسي مقصدونو دپاره جوړ کړي شوي روايتونه دي  ـ د اسماء الرجال په کسوټي د رد کېدونکي دغه روايتونه چي نوي سر نه ناوياته ناشولته طريقو باندې تشريح شي نو د برمودا ټرائي اينګل نه تر نينو تيکنالوجي پورې ټول سائنس د يو مفتي د فتوې لاندې راشي دا مفتي د هغه مفتي ماډرن شکل دی کوم چي د جبن د بجلي ګهر په اوبو باندې اودس چاردام ناروا ګڼلی ؤ چي ګوندې دې اوبو نه هغه غوړوالی اوځي کوم چي اودس چاردام ته ضروري وي ددغه تشريحاتو له مخه امريکن ډرون د کاڼا دجال خر ثابت کړی شوی دی او اوس براق ډرون نه پس کېدای شي نوې تشريح کښې دا اسلامي ډرون د امام مهدي اس په ثابت کړی شي ـ دا ټول هر څه زمونږ ګېره چاپېره کېږي ـ د بې عقلۍ ددې ناشولته کارونو شاته غزلپال د تور استعمارچي سياسي مقصدونه ډېر په اسانه په ګوته کوي ـ

زور لري چي دوی دجال هم پېغمبر کړي

لعنتي وحشته تۀ خو يې جهاد کړې

د فتنه ګر او فتوې ساز دغه يوالي ته پښتو غزل کښې داسي اشاره کول هم د تفکر د پرانستي انداز کمال دی ـ دې سره سره د نائن اليون پېښه د سورة توبه نه ثابتول ، ملاله يوسفزۍ باندې حملې ته د موسٰى ٤ خضر واقعې کښې ماشوم وژني نه دليل راوړل معمولي خبري دي ـ دا شعر موږ ته دا نۀ ښايي چي هغه لعنتي وحشت ته پام شي چي وحشيانو په کښې ډز بندۍ دپاره په خانه کعبه کښې په قرآن سوګندونه وخوړل او بيا يې خپله کښې د يو بل په وينو مات کړل ـ دا شعر موږ ته هغه ذهنيت ښايي چي د خپل هر مکروه او ناولي عمل دپاره ورته فقهه او فتوٰى موجوده ده او رياستي پشت پناهي ورله د تزويراني ژورتيا(Stratagicdepth )له مخه حاصله ده ـ هغه تزويراتي ژورتيا چي لومړي ځل رنجيت سنګهـ عمل کړې وه يعني پېښور او کابل کښې مورچه جوړول او تخت لاهور بچ کول غزلپال دې عمل ته داسي اشاره کوي ـ 

اوس دې لختي لختي زما وينه ورماته کړله

چي هيڅ يو رنګ دې هم بدرنګ تصويرته پاتې نه شو

ددې نه  اندازه کېدای شي چي د تفکر بصيرت هغه کوڅه ډبو جاهلانو شاعرانو کښې د شاملېدو نه بچ کړی دی ـ چي د اوښتون او بدلون چيغې وهي  ـ خو په ذهني توګه باندې د سرې شنې ، يا توري سپيني بېرغي د سېوري سوچ کوي او د تخت لاهور واکمنۍ لاندې  باندې د بدلون او پاڅون سره يو ګڼي  عسکريت پسندي او خون رېزۍ ته د سوچه دين نامه ورکوي ـ د کومې په باب چي غزلپال داسي ګويانه دی ـ 

د منارو نه هم هغه نا سازې اوشوې دوسته!

چي په تاريخ کښې به تمامي له صليبه کېدې

انتها پسندي د قدامت پرسته ذهنيت عملي پائيله وي په دې حقله پادرئيت ، ملائيت او صيهونيت کښې هېڅ توپير نۀ وي ـ د يورپ درې سوه کاله وړاندي پيوريتنز ، سل کاله وړاندي شدهي شنګهټن او د نن خوارجو کښې د ذهنيت په لحاظ هېڅ فرق نشته ـ د دوی دې عمل ته کوم چي د اصلاح په نامه کېږي قرآن فساد فى الارض وای ـ دا هغه فقهه ايز تصور نه راوتی چي وړومبی يې قتال او جهاد بېخي يو شی وګرځولو بيا يې قتال دپاره هم د خپلې ګټې مېدانونه غوره کړه ـ د صليب او د منارې دغه يوشانوالی د قدامت پرست ذهنيت له رويه څرګندول لوی ادراک دی ـ بيا په دې حواله چي پخوا يورپ کښې هم رياست او مذهب د يو بل مترادف وو څنګه چي نن دلته مذهب او رياست د يو څيز دوه نامې ګرځېدلي دي ـ 

د معاصر ژوند ددې ټولي منظر نامې سره سره غزلپال د هغه فرسوده مذهبي مفروضاتو نه هم بې غوره نۀ دی پاتې شوی چي ددې ټولي منظر نامې شاليد کښې له صديو نه را روانې د ايمانياتو برخې ګرځيدلي دي لکه د تقدير مسئله  به واخلو ـ

تقديره دوی روا نۀ بولي ستا په حقله بحث

او ما سره شکونه او سوالونه دي بلها 

داسې ده کنه چي لرغوني سميري بابلي دوره کښې چي کله د خاورو په تختو باندې د ليک هنر بنيادم زده کړو هغه وخت نه د لوح تقدير دا تصور را روان شوی دی ـ د سلطنت بادشاهت دورې دې تصور ته لا وده ورکړه  ـ ځکه چي دلته به د بنيادم د قسمت پوره واک بادشاه ته حاصل ؤ لکه د نمرود او ابراهيم مکالمه کښې هم دغه تصور ته اشاره ده اسلامي دوره کښې بنو اميه او  بيا بنو عباس دغه تصور ته په رياستي توګه ښۀ خصمانه وکړه او تفاسير او روايتونه او مباحثې په دې اوشوې چي هر څۀ ازل نه تر ابده قسمت کښې ليکلي شوي دي ـ وجه ددې دا وه چي اولس کښې هر بنيادم په خپل بخت و قسمت صبر وکړي شکر وباسي او د بادشاهت خلافت اپوټه د پاڅېدو هڅه نۀ کوي ټول ويش وي اسماني الوهي ګڼي ـ بې شکه دا هم يو بيخي غېر قرآني تصور دی قرآن قسمت و بخت د ازل جواري نۀ ګڼي ولي دا د بنيادم د هلو ځلو سره وابسته کوي ځکه موږ ګورو چي دنيا کښې په ډېرو ورانو ورکو باندې هم خلق د بې پناه دولت څښتن شي او حلال رزق پسې سر وهلی بروهلی خواري کښ نيستمن د دويم وخت د ډوډۍ درک نۀ لري ـ اصولي توګه باندې د تقدير او د قسمت لفظونه يو بل مترادف ګرځول هم ناروا دي د تقدير ماده قدر ده پېمانې ته وئيلی شي ـ دې نه مطلب کائناتي قانون دی يا کتاب مکنون دی چي هر څۀ دپاره د هغوی خپل خصوصيتونه ټاکلي دي لکه د اوبو لاندې بهېده او د اور سوزول کول د زهر وژل کول خو بنيادم دومره واک او اختيارلري چي ددې قوانينو هم د خپل ضرورت له مخه استعمال وکړي ـ که موږ تقدير او قسمت يو معنې کښې اخلو هم د نن نه څۀ موده وړاندې په زرګونو لاکهونو خلق به د هيضه ، طاعون ، نري زامت او حلالو ننکو په وجه مړۀ کېده هم دغه د دوی تقدير ؤ ـ خو نن دغه وباګانې او رنځونه د طبي سائنس د مټ لاندې راغلي دي مطلب دا شۀ چي تقدير کښې هم بنيادم خپله ادلون بدلون راولي او هم دغه ځائ  نه د جزا سزا تعقل راوځي ـ ايټم بم خدائ د اسمان نه نۀ دی نازل کړی خو بنيادم جوړ کړی ځکه د ناګاساکي او هيروشيما سانحه د بنيادم د خپل لاس کار دی ـ خپله قرآن وای چي خدائ دا آباديانې نۀ تباه کوي او په اوچه لونده ټول فساد د بنيادم د خپل عمل پائيله ده ځکه د ازل د برخو تصور د خدائ انصاف اپوټه دی چي څوک دې زېږدن نه وړاندي د هوتي نواب وي او څوک دي د نواب صېب ګوجر او دهقان وي څوک دي په بدهضمۍ مري څوک دي لوږې نه مري د چا دي د استوګني ځائ  نۀ وي څوک دي بني ګاله هاؤس او رائيونډ پيلس کښې پاتې کېږي څوک دي دقبر ځائ  نۀ لري د چا دي مقبره هم تاج محل وي ـ ددغه ټول واک و اختيار نتيجه کښې بنيادم شر و تخريب هم کوي دې دپاره بيا پېغمبران او د خدائي نيک بندګان د اصلاح دپاره راځي ـ ځکه خدائ څۀ سګريټ سازه اداره نۀ ده چي هم چورټ جوړوي او هم پرې دپاسه ليکي چي خبردار شه سګريټ څکل صحت دپاره ښۀ نۀ دي ـ دغه ټول تضاد کوم ته چي غزلپال د شکونو او سوالونو باندې اشاره کوي هم دغه په ازل کښې د ليکلي تقدير د غېر قرآني تصور نه راوتي دي ـ 

د تقدير غوندې يو بل غېر قرآني او غېر عقلي تصور د حورو غلمانو د جنسي استعمال دلپذيره تصور دی ـ ددې شاته هم د بادشاهت او سلطنت د زمانې د عېش و عشرت تهذيبي شاليد پروت دی ـ بنو اميه او بنو عباس د بادشاهانو وختونو کښې مفسرينو او ژباړونکيو هم ددغه عېش و عشرت د شعوري او لاشعور ي اغېزې له مخه جنت تصور هم داسي د يوې لوی عشرت کده په صورت را وړاندې کړلو دې تصور سره دغسې د دوي دغه بې وکره عياشي هم د يوې روحاني سپېڅلتيا سره مخ شوه او دا هغه خلق وو چي دوی د سپو او کوترو دپاره هم بادشاهانو ته حديثونه جوړ کړي وو ـ نو ساقي وينځي او مغبچې د حورو غلمانو په شباهت ښودل ورله څۀ ګران ؤ دغه روايتونه نن هم لاهوري دانشوران روزانه ورځپاڼو کښې سره دکتابونو د حوالو وړاندې کوي او زمونږ ايمان پرې تازه کوي ـ د حورو غلمانو د موجوده جنسي تصور شاته د يو مالائي تخيلات هم پراته دي لکه هندي ديو مالا کښې اپسرا يوناني کښې نمف ايراني ديومالا کښې ښاپيرۍ آسماني جنسي مخلوقات دي دغسې به جاګيردارانو به وينځي ، خادمانې ، متعه شوې ښځې بالکي ،مغبچې او لختې هم ساتل دغه ټول هر څه د حورو غلمانو په موجوده جنسي تصور باندې تمامېږي ـ ځکه غزلپال ګويانه دی ـ 

ممتازه جنسي لوږه مقدسه شوه کنه

د حورو دومره ذکر نمائش کښې د جنت 

څنګه چي خوړني مقصد بدن ته طاقت او ژوند ته دوام ورکول دي او دغه خوراک د ذائقې او خوند نه بغېر هم کېدای شي خو ذائقه په کښې يو اضافي شی دی ـ دغسې د جنس مقصد د نسل مخکښې بوتلۀ دي ـ او شهوت يې اضافي شی دی يعني لذت او شهوت د خوراک څښاک او جنس جماليات دي ـ او دا ځکه هم چي تر دې وخته بنيادم ډېرو په خوارو زارو او کړاؤنو رارسېدلی هره زمان کښې په وباګانو ، جنګونو او افتونو ددۀ د نوغي د ختمېده وېره وه نو ددې له کبله فطرت يو خوا د منويه جراثيم په يو څاڅکي کښې بې شمېره حساب سره کېښوده بل خوا يې ورله دومره توانائي ورکړه چي جنسي عمل دپاره کال و سر فعاليت لري او لکه د ځناور د سپرلي انتظار نۀ کوي بل خوا يې ورله په کښې شهوت کېښودۀ چي بيا بيا دې عمل دپاره ذهني توګه راپارېږي خو اوس هغه زمانه تېره ده ـ بنيادم د ډائنوسار مثال نۀ شي ګرځېدای ـ بل خوا که وګورو نو د بنيادم ټول تهذيب تمدن ددغه لذت ، شهوت او ورسره د سنګت د عمل پېداښت دی د دۀ ټولې تهذيبي او اخلاقي هلې ځلې هم ددغه درې څيزونو احاطه کښې راګېري دي خو لذت او شهوت خپله د کيميائي تعاملاتو او دکيمائي ترتيب و توازن دويمه نامه ده خو که دغه دواړه خوړني او جنس نه وباسلی شي نو غوښه خوړل او په څلور بولو کول دواړه عملونه به انتهائي وحشيانه کارونه وګڼلی شي ـ اوس بل خوا د حور قرآني تصور ته راشي حور د حوراء يا احور جمع لفظ دی ددې مطلب غټو رڼو سترګو والا ښځه يا سړی هر دواړه دي بل خوا ددې مطلب ملګری ، سنګتي ښځه يا سړی هم دی د جنس تعين په کښې نشته دی هم دغه وجه ده چي د حور سره نور نزدې توري حواري ( عقيدت مند ملګری) محاوره او تحاور ( خبرې اترې ) دي ـ قرآن پاک مقدس درې ځايه د حور توری راخلي درې ځايه هغه د غټو رڼو سترګو والا معنې نسبت لري ـ دوه ځايه ورسره د زوج توری دی چي هم دغه د جوړې دار يا سنګتي معنې لري ښځه او سړی دواړه زوج کېدی شي ـ البته اردو والا په لکهنو کښې زوج نه زوجه جوړه کړې ده ـ 

دغسې د غلمانو خبره قرآن پاک مقدس ده جنتي خدمتګارانو معنې کښې راخلي او غلام توری يې دوه ځايه راغستی يو ځائ  د زوی بل ځائ  د هلک معنې کښې معني يې څوارلس کلونه ديرش کالو پورې هلک دی ـ د غلام جمع غلمان دی ـ دې کښې جنسيت ځکه ګډېږي چي ماده  يې غلمه ده چي د تندۍ او تيزۍ معنې يې دي لکه اغلم البحر د سيند چپې وهل جنسي جذبه چي پښتو کښې ورته متوه ويلی شي او متيزه هم دې توري نه وتی لفظ معلومېږي ـ عربي کښې دې جذبه ته غلمته ويلی شي چي دا هم يوه سرکښه جذبه ده او دغسې حورو غلمان دغه دواړه د جنسي تعقلاتو ښکار شوي دي دي ـ بنيادي طور باندې بيا د سنګت جذبه ډېره مهمه ده ـ دغه جذبې نه د خلت مقام جوړېږي چي کله يې ارتفاع اوشي جنت هم ددغه خلت د مقام مظهر ښکاري چي جنتي خلق به خدائ سره دومره نزدې وي چي خدائ صفت به ورته وديعت شوی وي يعني ذهن کښې چي يې څۀ وي دغه به عملي کېږي دا هغه کُن فيکون والا مسئله ده په هر حال دايو ممکنه توجيهه وه خو که موږ عام ژوند ته هم پام وکړو نو يو خوش رنګه خو جاهل بنيادم سره ناسته عذاب وي او يو بد رنګ خو خوش ذهنه بنيادم سره موږ ته ذهني لذت ميلاوېږي هم دغه د سنګت  او خلت مسئلې سره تړون لرونکې معامله ده ـ د حورو غلمانو دغه جنسي تصور کښې مرغن خوړنو ، د کوټڼو استوګنې روايت ، او د زړو عالمانو مجرد ژوند کردار هم هېرول نۀ دي پکار ځکه که د ممتاز اورکزي په مرسته کښې دا شعر هم ورکړی شي بده به نۀ وي ـ 

 مُلا پرې اور د خپل هوس سړوي

 د مه جبين تشريح غلطه کوي 

( اختر علي اختر )

دې ټولي مباحثې کښې موږ ګورو چي دغه شعري استفهاميه موږ د مثبتو او صحي نتيجو سره وړاندي کوي هغه تضادات چي د نن وخت يو بنيادم يې د مذهبي تصوراتو له مخه د بوج غوندې په خپل ذهن محسوسوي هغه له مېنځه اوځي دا ځکه چي استفهام تلوسې ته لاره هواروي تلوسه د علمي لټون غوښتنه کوي ـ لټون خامخا ځان سره ځواب راوړي او دغه ځواب به خامخا يوه پائيله وي په دې بنياد ددې غزل تخليقي سويه د معاصر غزل د تخليقي سويه نه په دې بدله ده چي د شعري ذوق سره د علمي شوق ساتنه هم کوي د استفهام په صورت کښې غېر عقلي تصورات او  مفکورې د تفکر د عمل نه تيروي داسي هم نۀ ده ګوندې چي د معاصر ژوند د ځيني نزدې تجربات او ليدنې کتنې دي غزل سره بس دي دغه نوي غزل کښې وړاندې نه شتون لري او د شاعر د هم ځولو شاعرانو شاعرۍ کښې هم ليدی کېږي ـ لکه : 

چا درته وې چي مندرونه او ګرجې سيځه 

هغه اور راغللو اوس ستا تر مصلې پوري

تسنيمه واړه د واعظ په وېنا لوټي لوټي 

نه جماتونه دي ودان نه مندرونه اباد                                     

دا اوس چي کومه لوبه په دې کلي کښې ده جوړه

ددې خبرې تاسو ته  زاری خلقو ايستې 

اوس که دې سره موږ د صليب او منارې والا د شعر توکنه کښې کېدو نو معلومه به شي چي هم د تفکر استفهام اسلوب چي د غزلپال د غزل تخليقي خاصه هم ورته ويلی شو ـ دغه غزل په نوي غزل کښې ځانګړی کوي ـ تاسو ګوری چي دې نورو دوه شعرونو کښې لکه د تماش بين يوه ننداره باندې په تلو تلو کښې داسي روانه تبصره ده لکه چي نندارچي په بيړه روان وي ـ د بصارت استعمال کوي خو ذهن نه بس د مغمول کار اخلي سوچ کښې نه پريوځي ـ خو هم دغه موضوع چي د تفکر په عمل کښې راشي نو د شعر معنويت تر ډېر لرې لرې پورې وغزېږي څنګه چي وړاندې توکنه کښې پرې بحث وکړو د روايت درايت له مخه هم دغه غزل يو خوا د اشرف مفتون بل خوا د غني خان شاعرۍ سره رګ وريښه لري ـ د غني خان راپورته کړي سوالونه په مابعد الطبيعياتي فلسفه کښې مستقل حېثيت لري هر کله که پښتانه د درس نظامي په ځائ  په يوه درسته اسلاميکا جوړولو کښې بريالي شو نو زياتې حوالې  به په کښې هم د غني خان د شاعري نه وي او منفي حوالې به په کښې د اشرف مفتون د شاعرۍ نه وي ـ د غني خان شاعرانه پوښتنې د دين نه د مذهب ترديد دی او د اشرف مفتون بې باکي د يو ابقيوري ده چي د دنيا په نيمګړتيا ورله ځکه غصه ورځي چي عېش عشرت کښې خلل پريوځي ـ              

په مار لړم کښې زول او طوفان کښې

خدايه څۀ فخر څۀ فن کمال ؤ

اشرف مفتون فکر هم پراخه ساخت لري خو موضوعات يې تقدير، فطرت ، اخلاقيات دي ـ وړومبی غزلپال دی چي غزل ته يې ذهن ورکړی خو ممتاز اورکزي د غني خان مستقل سوالونه په پښتو غزل باندې پېرزو وي او دې سره د معنويت نوي کائنات پيدا کوي ـ ځکه چي ددې مابعدالطبيعيات سوالونو سره تړي معروضي ضمنيات هم هغه نۀ هيروي لکه څنګ چي وړاندې موږ بحث ورباندې وکړو خو هغه دې دوران ددې تضاداتو له مخه د اشرف مفتون غوندې د سوال پرده کښې د ترديد نه ښکاره کېږي ـ ځکه هغه د تقدير د مذهبي تصور له رويه سوال هم پورته کوي خو ګستاخانه لهجه کښې نۀ وي ـ 

دا ژوند چرته نعمت  ولي او چرته عذاب  ولي 

زۀ نۀ يم مطمئن له دې تقسيمه لا يزاله

د ارض او د سماء مالک کولای شي دا هم 

شېطانه خدائ دې وکړي چي خدائ وبخښي تاهم

هم دغه نه د ژوند او دنيا په حقله د مفتون او د ممتاز د فکري بېلوالي اندازه په اسانه کېدای شي چي يو سره د شېطان د بخښلو غم دی او بل د شېطان په خرمستيانو کښې د خپل عېش و عشرت سامان ويني ـ 

ما به ابليسه مشغول ساتې تۀ

ستا په اخلاص مي ښۀ پوخ يقين شي 

اشرف مفتون 

دغسې بل مذهبي اعتقاد به واخلو چي بت ګري او مجسمه سازي نېغ په نېغه د اعتقاداتو سره تړي ـ 

په دې مي مۀ کافروه بتان خو نۀ ګورم

بس د هنر په فېض لړلي څو ډبرې ګورم

دلته لوستونکي ته د باميان د مجسمو په حواله هغه د غني خان وجداني کېفيت هم رايادېږي ـ چي په هغه  يې يو شاهکار نظم ليکلی ؤـ دلته شعر کښې هم د هنر فېض وجداني کېفيت ته اشاره ده ـ کوم چي د بُدها چي قرآن ورته ذوالکفل ويلي دي ـ د تعليماتو په حواله هر باشعوره بنيادم محسوسوي ـ هندوستاني پوهاند راجيو ملهوتره يوه مقاله کښې ګندهارا  او کندهار يو لفظ بللی دی کندهار چي د ګندهارا تهذيب نه هم ډېر پخوا د زرتشت زمانې نه وړاندې د لمر پرستي (Zunism)د تهذيب ټاټوبی ؤ او زمينداور کښې د لمر ټولو نه لوی معبد ؤ ـ دغسې نور معبدونه کابل ، هنډ او اسوټا کښې هم نن پورې اثار لري ـ په دې اړه که ګورو نو بيا د ګندهارا مطلب د خوشبويانو ځمکه کول د وروستونۍ زمانې د عقيدت مندي نتيجه ده ـ د کند دا توری هم هغه دی کوم چي د سنسکرت کهنډ او اکهنډ دی او پښتو کښې د کنډ د کندي په صورت شتون لري کندهـ کوټ او کندهـ غرۀ هم دغه کند دی مطلب يې يوه سيمه يا د ځمکې څۀ برخه ده او هارا هغه و هارا او واره يا باړه ده چي وروستو ترې د ښار يعني لويه واره يا شهر توری جوړ دی ـ معنې يې بنياد يا اور دی ځکه پخوا متمدنه آبادي به اورتون سره وابسته وه ځکه اور زبرګ حېثيت اوموندلو او دا د لمر علامت ګڼلی کېده ـ لمر پرستي دوره کښې به د ستورو سپوږمۍ بتان جوړېده ځکه دا تصوره هم غلطه ده چي بت د بدهـ وران شوی صورت دی ـ د بت نه بد نه راوتی کوم چي قد بود او کالبوت کالبد کښې دی د بت او د مجسمې د سوال تر شا که موږ لاړ شو دغه ذکر شوي لرغوني پښتني تهذيب سره به وړاندي کېږو کوم چي اوس له منځه اوتی دی خو د ګندهارا تهذيب هم دغه لمر پرستۍ د بت تراشۍ په فن و هنر ولاړ تهذيب ؤ اوس چي د اعتقاد او توهم مسئله له منځه اووته اوس دغه بتان بتان نۀ دي ـ د فن په نزاکت د هنر په فېض لړلې ډبرې دي هسې هم چي اعتقاد او توهم له منځه اوځي نوابراهيم د لمر (بعل ) بت نه ماتوي او سليمان ٤ په خپل محل کښې تمثيل ګري دپاره هنر مندان د لرې هېوادونو نه راغواړي لکه څنګه چي قرآن پاک يې تصديق کوي ـ او تمثيل ګري کښې د صورت ګري او شبيهه سازي ټول فنون راځي موږ ګورو چي د غزلپال تفکر هر ځائ  موږ يوې درستې او صحې نتيجې سره وړاندې کوي او دلته هم دغسې يې موږ د خپل تهذيب لرغوني حوالې ګندهارا سره نزدې کړي يُو ـ هغه لوی تهذيب چي وچ په وچه يې فتوې ګر زمونږ د ماضي نه پرېکوي ـ هم دغسې په ثقافتي حواله هم چي کله د هغه پام د ټال غوندې معمولي شي ته ځي نو د سوچ نوي دروازې پرانيزي ـ 

ما نه بچي پوښتنه اوکړه چي ټال څۀ ته وايي

بيا زۀ خبر شوم چي د ژبي زوال څۀ ته وايي

اوسني دور کښې چي اربانائزيشن د ثقافت څنګه بيخ بنياد وباسي ـ هغه پټه پناه نۀ ده خو دا يو فطري او تاريخي عمل هم دی ـ دې سره بيا ثقافت ته د کَليمرس په لاره د فيشن صورت هم ورکوي ـ ځکه چي ورسره د کارخانې منډۍ سوال هم تړلی دی خو دلته د ژبې زوال د ثقافت زوال سره تړل د غزل شعر کښې يوه د غور نکته ده ـ ټال اصل کښې د ميچن ، ګودر ، غوجل او د تنور د کار ستړيا سره تړلی د زنانه ذات دپاره د موج ميلې سمدستي لاره ده ـ ځکه د ټال مطلب يواځې يو توری نۀ دی چي ورکېږي ـ دا د يو ورکېدونکي ثقافتي منظرنامې د منځ يوه کړۍ ده دا د پوره لساني او ثقافتي ياداشت  د بې معنې کېدو عمل ته اشاره ده ـ بل خوا که وګورو نو دا مسئله جبر سره هم تړلې ده ـ دا موږ ته ښايي چي هغه زنانه ذات چي پخوا پښتنه ټولنه کښې ورته کومه لږه ډېره آزادي حاصله وه اوس هغه آزادي هم له مينځه اووتې ده ـ دلته د تفکر ډانډي بيا هغه د ملائيت د تعقلاتو سره ملاوېږي ـ د ټال دې حوالې ته که موږ د سمندر خان سمندر د پښتنې په تناظر کښې وګورو بيا موږ ته پته لګي چي د ټال مطلب پښتنه ټولنه کښې د ښځي د کردار فعاليت هم دی ـ دلته بس يو وروستی شعر ددې ټول بحث تناظر کښې راوړمه چي هغې کښې دغه ډوګماز او ډاکټرائن کومو چي پښتانه اور کښې اودرولي دي خپله کښې هغه يو کوي دا شعر د اوسني پښتو غزل د ذهني بلوغت نه لويه بېلګه ده ـ کومه چي ما تر اوسه ليدلې ده ـ چي په کښې سياست او مذهب د دواړو هغه ګټهـ جوړ په ګوته شوی ـ 

د خوب ليدونکی د خپل خوب تعبير ته پاتې نه شو

دې غم ته دې فساد ته  دغه وير ته پاتې نه شو

په مذهبي منافرت د سياسي ډلي د جوړېدو نه راواخله تر نولس سوه ديرشم د خطبې پورې او هغې نه تر ويش ، فساداتو، بنګالي الميه، ايټمي خطرې ، انتها پسندي ، د محکومو قامونو استيصال ( دغه لفظ پښتانه ليکوالان استحصال ليکي او خوشحالېږي ) ـ کارګل ، سياه جېن ، تزويراني ، ژورتيا ، عالمي مفاداتو جنګ غرض څۀ دي چي دغه شعر يې احاطه نۀ کوي ـ کوم هېواد چي د حقيقت په ځائ  په خوبونو جوړېږي هغه هم دغسې په تعبير الرويا ٍ،ٍخواتين ډائجسټ ، ندائې ملت ، بهشتي زيور ، فضائل اعمال ، نوائې وقت ،ضرب مومن، ای آر وائي ، روزنامه ايکسپريس ، اې وي ټي خېبر، دي نيشن، الکهـ نګري ، شهاب نامه ، منټو نامه ، نسيم حجازي، مير انيس ، دي ميګ ، يادوںکى برات، د عميره احمد ناولونو د جميل عالي په نغمو ، روزنامه مشرق روزنامه امت ،  باندې د خپل اجتماعيت ذهنيت تشکيل کوي هم په دغه صحافتي او ادبي ميراثونو باندې وياړ کوي ـ  عملي دنيا به يې هم د افيوني شاعر د خوب غوندې ګډه ودۀ وي ـ 

زۀ دلته يو ځل بيا دا خبره کول غواړمه چي آيا دې غزل کښې د غزلپال راپورته کړي استفهاميه چي کوم مضامين او موضوعات د بحث لاندې راولي آيا حقيقي معنو کښې موږ دې نه وړاندې دې سره هم دغسې او هم په دې طريقه اشنا شوي يُو کنه ـ آيا دغه مضامين او موضوعات د نوي غزل بدليدونکې منظر نامه تشکيلوي او کنه ؟ چي د ټاکلي تړلي غم انګېزه يا عېش لړلي جذباتو سره کوم چي له مودو راسې د پښتو غزلپال ډېر په ناز او پياز پالل ورو ورو له مېنځه اوړي او کنه ؟  ځکه اوس موږ د بانډو کلو او وړو وړو ښارونو د نفسياتونه راټوکيدلي د مينې محبت د روماني داستانونو ، کهانيانو او په دې قسمه فلمونو باندې ټول عمر غوليدۀ نۀ غواړو ـ زمونږ د ذهن خليات د يوې نوې بدلې شوې دنيا سره اشنائي لري داسي دنيا چي پوره کائنات په کښې د هګز بوسون ، ډرائيوانجن نه ليزر تيکنالوجي او نينو تيکنالوجي پورې مباحثه کېږي ـ دا هم ځکه چي دې پرانستي شوي کائنات کښې زمونږ وجدانيات هم نن د تفکر او تغزل مسئله نۀ پورته کوي ـ چي دا د نن د جوړېدونکي جمالياتي وجدان  ثبوت هم ورکوي ګوندې دې غزل کښې پورته کړي مضامين او موضوعات به ډېر نه پنځلس کاله وړاندې د ثقالت او کثافت له مخه د غزل په نازکه اوږه بار ګڼلی کېده او د تغزل مقدسه پېمانه به په دې خرابيده ـ موږ ګورو چي دلته موضوع مضمون سره لفظيات هم دغه مقدسه پېمانه باندې ګذاره کوي بلکې دا تفکر د تغزل ترڅمن ولي وګڼو ؟ او بيا د هغه تېروتنې ولي ښکار شو چي د صديو نه يې غزلپال ښکار را روان دی ـ يعني يا به غزل تغزل وي ګوندې بيا به غزل غزل نۀ وي ـ ولي نه موږ دې تفکر د تغزل نه پرته د غزل يوه نوې پېمانه وګرځوو ـ چي زياته پراخه او متنوع پېمانه ده او نسبت يې د تهذيب په ځائ  د زمانې ادراک ( روح عصر ) سره دی ـ د تغزل غوندې د ذوق جمال اصطلاح هم د پښتو قينچي کړپ ليکوالانو د اردو دهلي والو نه راچپه کړي څۀ چي ولي راهپه کړي يې ده په دغه دوه اصطلاحاتو کښې يې هر ممکنه هڅه کړې چي د غزل د فکري ودې او خصمانې هره لاره بنده کړي ـ تغزل اصل کښې د تعشق ايراني شعري اسلوب ؤ او ذوق جمال ددغه تغزل هغه خام موادو سره ايراني تهذيب تناظر کښې جمالياتي اشنائي وه خو اوس د غزل دغه پېمانه زمونږ توقعات نۀ پوره کوي ځکه تفکر د غزل نوې پېمانه پکار ده خو له دې سره چي فکر به منظومانه نه شاعرانه اسلوب لري څنګه چي موږ د بحث د لاندې غزل کښې وينو او ګورو ددې ټول بحث له مخه دا ويل ګران نۀ دي چي د تفکر په دې پېمانه باندې چي موږ اوسنی غزل جاج کوو نو د ممتاز اورکزي د غزل حواله يې بهترينه نمونه ده ځکه چي هغه  تفکر ته د استفهاميه داسي غوره صورت ورکوي يا دا به اووايو چي دغه استفهام د هغه د ذات د بصيرت دوېمه نامه ده دا ځکه هم چي د اعتقاد او نظريه تړون شخصيت سره وي او د مفکورې تړون د ذات سره وي د شخصيت او ذات بحث وړومبي ځلې پښتو تنقيد ته ما په تنقيدي فيصلې کښې راؤړی ؤ او شکر دی چي زما د بلې مباحثې آمد آورد غوندې ددې نه هم ليکونکيو اغيزه واغسته ـ دغه اغيزه هغوی سمه استعمالوي او کنه ـ دا بيله خبره ده خو دومره اوشوه چي د ذات او شخصيت فرق واضحه شــو دلته به دومره اووايمه چي خپله د بصيرت مجرده اصطلاح نۀ ده ـ  عربي منقوله ده چي و فراسته ذات بصيرة دا د ذات فراست دی ماده يې بصر ده چي مطلب يې ځلک او پړقيده دي ـ او سترګه هم په رڼا کښې ليدۀ کوي ځکه ورته بصاصته ويلی شي تبصره په معنې د غور فکر او بصيرت پوهې ، زيرکتيا او حجت ته وای ـ دلته چي موږ بصيرت ذات سره ووتړو نو هم دغه هر څۀ تر نظر لاندې ساتل دي ذات د قرآني روايت له رويه يو الوهي ځواک لري ـ چي ورته روحنا ويلی شوي دي ـ او ددې څلور ابعاده (4Dimentional)، جبلت ، يکتائي ، خپلواکۍ او  بصيرت دی دلته چي موږ غزل کښې کومه شعري شبهيه د استفهام شاته وينو نو د تفکر دغه ذکر شوی عمل موږ ته ښائي چي دغه شبهيه د شخصيت نه د ذات سره تړون لري ولي شخصيت ټاکلي تړلي نظريه يا عقيده سره منسلک تهذيبي پيداوښت وي ـ خو موږ ګورو چي د تفکر  پرانستی انداز ددې په ځائ موږ مفکورې سره وړاندې کوي چي مفکوره موږ د يو بنيادم د ذاتي تعقل نتيجه ګڼلی شو ـ خو دغه تعقل به د ژوندانه د صداقتونو او حقيقتونو بې نيازه نۀ وي ـ بيا اوچ عقليت سره چي کله د جذبې ګډون اوشي ـ دې نه دغه بصيرت پېدا شي ـ غزلپال د بصيرت دپاره د زړۀ دريچه ترکيب پکاروي ـ 

خېر دی دا ژوند د هرې هرې زاويې نه وکسه

خو بيا يو ځل ورته د زړۀ د دريچې نه وکسه 

د زړۀ دريچه دلته وجدان سره ګډ وډول نۀ دي پکار ځکه چي وجدان بنيادم کښې د حيواني حياتياتي دور د ژوند پاتې يادګار دی چي عقل نۀ ؤ نو د بنيادم لارښودنه به يې د جبلت د غوښتنو تر مخه کوله ـ ولي بصيرت په عقل و خرد باندې هغه اضافه ده کوم چي د تجربو ليدنو کتنو لوستنو باندې د تفکر عمل نه پېدا کېږي ـ دا هم ياد ساتل پکار دي چي ختيځ کښې قلب يا زړۀ پخوا نه د ذهن معنو کښې هم پکارولی شي اسلامي روايت هم دغه معنې فالو کوي ـ قرآن پاک کښې څلور ځايه النحل ، الملک ، السجده ، المؤمنون کښې د پوهيدونکي زړۀ ترکيب راغلی او هر ځائ  د اوريدو کتلو يا غوږونو سترګو سره راغلی دی يعني د زړۀ د پوهېده خبرې د سماعت او بصارت اورېدني کسي نه بېل نۀ دي ګويا بصيرت هم دغه د تجرباتو مشاهداتو نه راوتې نتيجه ده دلته هم هره هره زاويه نه مطلب دغه هر څۀ ته اشاره ده ـ ځکه د زړۀ دريچه شعري ترکيب د بصيرت (Insightvision) دويمه نامه ده ـ دنيا ته د هرې هرې عقلي زاويې نه کتلو نه پس د بصيرت په سترګه کاته هم دا ښايي چي د عقل سود و زيان او انسانيت سود و زيان کښې ځينې وخت بلها فرق و فاصله پرته وي ـ دا ځکه غزلپال بيا ذات د اجتماعيت له رويه هم موږ سره متعارف کوي ـ 

ممتازه ځه دا خپل مهاجر ياران دې ولټوه

چي د خپل ذات د طول و عرض په ميرو آباد دي

ممتازه بس يو څو ياران ساتو ذهنونه آباد

لا خجل شوي د خپل خپل فکر په شاړه نۀ يُو

شخصيت يو ډول ټولنې نه د ډډې عمل هم دی خو ذات د فرد په توګه که بنيادم ځانګړی کوي هم خو د اجتماع برخه يې هم ګرځوي ـ څنګه چي موږ دې ټول غزل کښې د تفکر مرکز د بنيادم ذات نه د بنيادمو ټولنه وينو ـ بل د تفکر دا عمل چي هغه يې د اجتماع او ټولنې دپاره ناوياته بللی دی هم دغلته نه د فکر شاړه او د ذات ميره غوندې ترکيبونه راوتي دي ـ د تفکر دغه ناوياته عمل ځکه دی چي ددې نتيجه زياتره د اجتماعيت او ټولنې د تصور کړيو تعقلاتو برعکسه وي ځکه دوی دپاره د منلو وړ نۀ وي ځکه د تفکر عمل د يو وسوسې او د جنجال عمل هم دی او دې سره متفکر ته د خپل ځان د تنها کېدو ويره هم پېدا کېږي ـ يا هغه خپله د ټولنې نه کناره کيده کوي دلته که موږ غزل کښې چرته د تنهايۍ احساس محسوو نو دې تړون هم دې سره دی او د صنعتي تهذيب راوړې وجودي تنهايۍ سره ګډول نۀ دي پکار د ذات سره يو بل لفظ ځان هم دی چي غزلپال يې د جاګيردارانه تهذيب شاليد کښې د انائيت دپاره پکاروي ـ موږ ته ددې ټول بحث له رويه دا هم اندازه لګول پکار دي چي استفهام د بل سره سره د ځان د پوهې او فهم عمل هم دی ځکه دغه استفهاميه موږ د ذات د تحقيق سفر هم ګڼلی شو او دغه تحقيق دې ځان سره حقيقت پسندي ، خودمختاري ، غېر روايتي فکر ، بې ساختګي او تخليقي سوچ راوړي چي جديد نفسيات دغه پنځه واړه هم د بصيرت سره منسلک کوي ـ يعني دلته موږ ته اندازه دا هم کېږي چي تفکر استفهام او بصيرت درې واړه د يو بل سره داسي تړلي رګ و ريښه لري چي بيلول يې ګران دي ـ دې ته هم کاتۀ پکار دي چي د ذات تحقيق چي لا محدوده خپلواکۍ کښې بدل شي نو دې نه د سارتر د وجوديت له مخه بې کسي ، بيګانګي ، اضطراب ، لاشئيت اولا يعنيت غوندې پنځه احساسات پېدا کېږي ـ دلته ماته بيا د پښتو د نوم تر حده تنقيد نګارانو پورې افسوس هم راشي چي هغوی نن سبا د اضطراب اصطلاح څومره په غلطو معنو کښې پکاروي او لوستونکې تېرباسي ـ خو په هر حال دغه لا محدوده خپلواکۍ چي کله موږ تصوف کښې ګورو نو دې نه د فريد الدين عطار د منطق الطير اووه مقامات طلب ، عشق ، معرفت ، استغنا ، توحيد ، حېرت او فنا پورې خبره رسېږي چي زمونږ موصوعات نۀ دي ـ 

د ممتاز اورکزي د غزل بنيادي حواله استفهام آميزه تفکر دی او دغه تفکر د هغه د ذات شبهيه منعکس کوي ـ ضروري نۀ ده چي دغه شعري شبهيه دي د هغه د معروضي کردار ښودنه هم کوي خو د ليکوال شعور يا لاشعور کښې پروت د هغه مثالي کردار ښودنه ضرور کوي ـ چي هغه يې ټولنه کښې ادا کول غواړي ـ خو ادا کولای يې نۀ شي او هم دلته موږ په دې خبره هم لږ پوهېږو چي رتهامس سټيرن ايليټ ولي شاعري د شخصيت نه تېښته ګڼلې ده ـ په هر حال د استفهام په حقله چي هغه غزل کښې ځائ  په ځائ  د صاحبه او دوسته مخاطب راوړي دا هم له پامه غورځول نۀ دي پکار ـ دې لفظونو نه هغه هومره معنې راپېدا کوي څومره چي اردو غزل کښې ميرتقي مير، د مياں دلفظ نه به راپېدا کولې ـ د مياں معنيت موږ ته د ميرتقي مير هغه مصرعې سره تړلې ښکاري چي پکښې د خپل شعر مقصد عوامو سره ګفتګو  ښودلې ده ـ دغسې دلته هم د صاحب او دوست نه خاص تاثر پېدا کېږي ـ استفهام دپاره ضروري دي چي بل ته درنښت ورکړی شي او په طريقه خپله خبره وکړی شي خو موږ دا هم محسوسوو چي دا لفظونه يو خوا په خپلې خبرې باندې زور هم څرګندوي بل خوا د توجه راګرځولو اسلوب هم دی ـ هر کله چي د استفهام دغه عنصر له منځه اوځي بيا د هغه خبره اېغه نېغه شي او ښکاره انداز يې د قطعاتو نه کېدای شي ـ رباعي او قطعه هسې هم د تفکر نه بغېر نه شي ليکلی کېدی ـ ځکه موږ ويلی شو چي نوي غزل کښې د ممتاز اورکزي غزل د استفهامي تفکر يوه ځانګړې بېلګه ده 

څه تخيل که د حمزه په تفکر شو بدل 

ولې په دې مۀ کړه ګمان چي يې غزل پرېښود 

 

( اميرحمزه خان شنواري )

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba