ليکوال:ډاکټر سليم اختر 

مترجم: : ډاکټر محمدزبېر حسرت

 د مجلې ګڼه:۸مه

د مجلې د چاپ نېټه:جولائي ستبمر ۲۰۱۵

شروع شروع کښې مذهبي رسمونه له دَ ډرامې درجه ورکړې شوې وه لکه چي دَ راتلونکيو کرښو دَ مطالعې نه به څرګنده شي خو ورو ورو ډرامې خپل يو مستقل حېثيت وموندلو ـ دا خبره هم په خپل ځائ  ده چي مختلفو وختونو کښې مختلفو ليکونکيو دَ ډرامې رنګ رنګ تعريفونه کړي دي ـ ارسطو وړومبنی ليکونکی ؤ چي خپل کتاب “POETICS” کښې دَډرامې په حقله تفصيلي ليکل کړي دي او ډرامه يې افلاطون سره په اختلاف کښې دَ انساني ژوند او عمل نقل ګړځولی دی خو چي دَ ډرامې منظومې وي ـ دَ دۀ برعکس نورو نقادانو دَډرامې تعريف دَ ټول ادب تعريف ګرځولی دی او دا حال دَ انګرېزي دَ تنقيد پلار ډرايئډن هم دی ـ هغه په خپل مضمون ډراميټک پوئټري )تمثلي شاعري( کښې دَ ډرامې دَ تعريف کولو په وخت وليکل چي: 

“دَ انساني فطرت سره سم دې دَ صحيح او ژوندو جذباتو او غوښتنو او دَ قسمت دَ بدلون عکاسي داسي وشي چي انسان ترې خوشحالي ومومي او عبرت ترې واخلي ـ”)۱( او د هغه دَ ډرامې متعلق دا تعريف هم په ټول ادب صحيح راځي ـ په خپله ډرايئډن هم وړاندي ټول تخيّلی ادب دَ ډرامې تعريف ګرځولی دی ـ په شلمه پېړۍ کښې پرسيول وائلډ دَ ډرامې تعريف داسي کړی دی چي : ډرامه دَ ژوند يوه منظمه ترجماني ده چي دَ تماشبينو جذبات راپاروي” ـ )۲( 

که چېري دَ ډرامې کتونکيو نه ډرامه لوستونکي مراد واخستی شي نو دا تعريف هم دَ ټول ادب تعريف کېدای شي ـ دغسي که يو لوستونکی ډرامه لولي نو هغه دَ ډرامې کردارونه دَ خپل تخيّل په مرسته په سټېج دَ خپلو کردارونو ادا کولو په وخت ويني. که چېري داسي نۀ وي نو دَ ليکونکي دَ پاره به ډرامه ليکل ګران شي ځکه چي هغه دَ ليکلو په وخت خپل کردارونه په عمل ښولو ويني او محسوسوي او ځکه دا حقيقت ارسطو ډېر وړاندي بيان کړی دی چي : “ټرېجډي )الميه( هم دَ رزميه شاعرۍ په شان دَ اېکټنګ )اداکارۍ( نه بغېر هم اثر کولای شي ـ ټرېجډي په لوستو هم خپل اثر ښکاره کوي ـ ” ۳ 

بيا هم ډرامه دَ ادب حصه ده ځکه نو دَ ادب تعريف پرې بيخي صادق راځي خو زما په خيال دَ ډرامې يو خصوصيت همېشه موجود وي او هغه دا دی چي دا يوه داسي قصۍ ده چي په عملي طور او دَ خبرو )مکالمو( په ذريعه کولای شي او که په دې تناظر کښې ګورو نو ډرامه هم دَ افسانوي قصۍ( ادب يو حصه ده خو په انګرېزي ادب کښې يې ډرامه دَ افسانوي ادب (FICTION) نه بېخي او همېشه بېله ګڼلې ده او شاعري، ډرامه، افسانوي ادب فکشن مضمونونه،تقريرونه، خطونه، طنز ومزاح )چې يو صنف هېڅکله هم نهـ دی بلکې دَ ليک يو طرز دی( او متفرقات نور مختلف صنفونه ګڼلي شوي دي ـ ۴ 

دَ دې صنفي تقسيم له رويه يو خوا ډرامه دَ افسانوي ادب نه بېخي جدا او بېله ګرځولې شوې ده او دويمه دا چي دا يې شاعرۍ سره نزدې شمېرلې ده او دَ دې اصل وجه هم هغه ده چي موږ وړاندي بيان کړه يعني پخوانۍ ډرامې به منظومي وې . دَ تاجور سامري دَ وېنا مطابق په سنسکرت اد ب کښې يې دَ شاعرۍ، جز ګرځولی دی ـ نظم چي صرف لوستلی شي “شروکاديه ” يعني دَ اروېدو شاعري او مکالماتي نظم چي سټېج کړی شي “درشيه کاويه” دې ته دَ لېدلو کتلو شاعري وايي له دې عمله دَ سنسکرت دَ ډرامه نګار دَپاره شاعر کېدل ضروري ؤ بلکې هغه به شاعرانو او ډرامه نګارو وروستو ګڼلی شه ۵ 

دَ اردو پخوانۍ ډرامې هم په دې تناظر کښې اکثر منظومې وې او دا حال دَ نورو ژبو هم وه )که موږ خپلو پښتو ډرامو ته نظر وکړو او دَ “خدايي خدمتګار تحريک” دَ سټېج ډرامې يا نوري ريډيايي ډرامې “ دَ وينو جام” “درسِ عبرت”او “نوې روشني”وغېره وګورو نو هغې کښې هم دَ مکالمو سره سره نظمونه په نظر راځي بلکې اکثر مکالمې يې هم منظومي دي. (  ولي انګرېزي کښې هم په جديدو ډرامو کښې په منظومو ډرامو ډېر زور راوړی شي ـ ټي ـ اېس ـ اېلټ خپل ليکچر “شاعري او ډرامه” چي په 21 نومبر1950ء کښې يې په هاورډ يونيورسټۍ کښې ورکړی وه، په دې خبره ډېر زور ورکړی دی چي “ډرامه دي منظومه وليکلې شي او دَ نظم او نثر دواړو دَ استعمال په ځائ  دي فقط په نظم کښې وليکلای شي او دليل يې دا دی چي ادبي نثر هم دَ عامو خبرو نه جدا او مختلف وي، ځکه نو دا ويل چي دَ ډرامې کردار په نثر کښې خبرو کولو سره فطرت او حقيقت ته نزدې کېږي، غلطه ده ” ۶ 

دلته اېليټ دا حقيقت نظر انداز کړی دی چي ډرامايي نثر دَعامو خلقو خبري نۀ وي خو دَ شاعرۍ په نسبت په عامو خبرو کښې زياتي جوتي او نزدې وي او عام خلق چرته هم په شعرونو کښې خبرې نۀ کوي  )ځکه چي ټول خلق شاعران نۀ وي ( او همېشه نثر استعمالوي )دَ ويلو ژبه پکاروي( نو په دې وجه ډرامه کښې هم دَکردارنو ژبه منظوم پکار ده )نه چي منظومه ( بلکې اوس خو )زمونږ په وطن کښې( دَ )پښتو،اردو، پنجابي، او بلوچي ( ډرامې ليکونکي دَ ډرامې ليکلو په وخت دَ شخصيت مطابق هغوی سره خبري کوي ـ ليکلی لوستلی کردار به خامخا خپلو خبرو کښې دَ عامې لهجې نه خلاف دَ انګرېزي ټکي هم استعمالوي خو لکه چي وړاندي ذکر وشو چي څنګه کردار وي هغه رنګه ژبه هم استعمالوي  ولي بيا هم زمونږ په اکثرو ډرامو کښې دَکردارنو ژبه دَ هغوی دَ ظرف څه چي دَ کتونکيو يا اورېدونکيو دَذهن نه هم بالا بالا وي ځکه موږ وايو چي دَ يوې ژبي ډرامه دَ غېرو ژبي لږو ډېر ټکي خو زغملای شي  ولي کثرت يې بېړۍ چپه کړي او غالباً هم دا وجه ده چي انګرېزي کښې يې ډرامه دَ فکشن افسانوي ادب( نه بېله ساتلې ده چي هغه په نثر کښې ليکلای شي ـ هډسن هم دَ ادبي مطالعې په وجه ډرامه دَ افسانوي ادب نه جدا ښولې ده ـ حالانکې هغه په خپله وايي ـ “دَ تېر شوي باب دا هډسن دَ خپل کتاب )اېن انټروډکشن ټو دي سټډي آف لټرېچر بېل باب يادوي( ” په سر کښې ويلي شوي وو چي دَ ناول او ډرامې دَ جوړښت عناصر يو شان دي نو چي څه دَ يو دَ پاره وويلي شي نو دَ هغې لويه حصه به دَ دويمي دَ پاره هم صحيح وي ـ” ۷ په دې وجه چي هغه دَ ډرامې ذکر کوي نو بيا بيا ډرامه دَ ناول سره دَ يو شان کولو هڅه کوي ـ يوه بله دَ فکر خبره دا ده چي هغه هډسن افسانوي ادب صرف دَ نثر پوري محدود کړی دی خو دَ ډرامې دَ پاره يې نثر شرط ضروري نه دی ګرځولی ځکه چي اوس هم دَ ډرامې ډېر ليکونکي دَمنظومو ډرامو په حق کښې دي ـ زما خيال دی چي ډارمه دي دَ افسانوي ادب برخه وګرځولای شي ځکه چي له دې علاوه پکښې قصه، ناول او افسانه هم شامله ده او زما تر پامه ډرامه کښې دَ دې ټولو صنفونو توکي شامل دي .

پخوانيو ډرامو کښې به قصې بيانولې شوې ـ يوناني ډرامې په قصو اډاڼه دي. دَ کالي داس مشهوره ډرامه “شکنتلا” هم يوه قصې ده او دَ اردو اولنۍ ډرامې شکلونه هم دَ قصو پامته دار دي. که دَ مداري لال “اِندرسهبا” او که دَ امانت لکهنوي “اِندرسهبا” هم قصې دي. زمونږ ترپامه داستان، ناول، ډرامه اوافسانه کښې چي قصې نۀ وي نو هغه په فنی چوکاټ نۀ وي، ځکه چي دَ افسانوي ادب دَ پاره دَ قصې مثال دَملا تير دی او چي دَ ملا تيرنۀ وي نو وجود پرې نۀ شي ودرېدی. دغه شان عمارت پرې نۀ شي اډاڼه کېدی. مترجم 

ډاکټر اسلم قرېشي په قصې دَډرامې اثر بيان داسي کوي: 

“دَ قصې ادب او دَ اردو دَ ډرامې دَ تقابلي مطالعې نه دا واضحه کېږي چي دَ قصو ادب کښې عارضي تفريح، طلسماتي او ملکوتي عناصر شاملېدل دَ ملکي او غېر ملکي لوغوني قصو او رواياتو اغيزه، دَ عشق عاميانه موضوع، معاشرتي پسِ منظر، پلاټ، منظرونه، دَ قصې خلق )کردارونه( هيرو او دَ اسلوب دَ ښکاره خصوصيتونو نه )دَ هرې ژبي ډرامه. مترجم( ډېره زياته متاثره شوې ده او دَ نولسمي او شلمي پېړۍ منځو ميانه کښې هم دغه سټېج کړې شوې ډرامې تقريباً ټولي هم دَ دغه خصوصيتونو نه ډکي دي . ”۸

دَ ډاکټر اسلم قرېشي دغه بيان کښې ځيني خبري داسي دي چي دَ اختلاف ګنجائش پکښې په هر حال موجود دی ـ مثلاً “دوی دَ عشق موضوع عاميانه ګڼلې ده چي سمه خبره نه ده ـ که چېري دوی دَ عشق عاميانه ترکيب استعمال کړی وي نو ډېره به غوره وه ځکه چي دَ عشق موضوع عاميانه هم ده او عظيمه هم او دا دَ ژوند يوه اهمه برخه هم ده. له دې وړاندي بادشاه حسېن دَ عشق او سټېج په موضوع دَ خپلي رايې دَ اظهار کولو په وخت ډېر په ځائ  ويلي دي چي ” 

“يوه جذبه هم په سټېج دومره جاذبيت نۀ لري څومره چي عشق. دَ عشق نه بغېر ډرامه بې ځايه وي ځکه ډرامه نګار له ټول مخکښې دَ ميني خيال ساتي ـ دا خبره ښکاره ده چي هر کله هم ډرامه نګار )خپله ډرامه کښې ( دَ عشق څرګندونه کوي نو نوي نوي څيزونه مخې ته راځي خوتماشبين دَ عشق له موضوع چېري هم نۀ ستړی کېږي. که چېري هر څنګه او هر څومره طريقو وړاندي کړی شي او که چېري يو شان او که نوی والی پکښې پيدا کړی شي او که نۀ خو چي په هره طريقه دغه دَ عشق جذبه څرګنده کړی شي نو هم دغه سرې سکروټي غرغنډي شي بلکې څومره چي پکښې دَ عشق جذبات ولوله انګېز وي هم هغومره يې په تهېټر کښې ناست خلق خوښوي ـ دَ نوي دور ډرامو کښې دَ جذباتو عرياني، فحاشي اولغو حرکات نۀ شي خوښولی، ځکه چي دَ نفسياتي اُصولو مطابق دَ عشق دومره شدت سره بيانول او څرګندول يو ناوړی عمل بريښي او ځکه خو نويو ډرامه نګارو چي ځان ته ترقي پسند وايي، دَ پخواني قدامت پسندي نه يو اړخ ته سماجي، اصلاحي او نورو اړخونو ته خپله توجه ګرځولې ده  ولي خبره بيا هم دَ عشق دَ څرګندولو نه بغېر سمون نۀ خوري ـ” ۹

که دَ داستانونو نه پس افسانه واخلو نو دَ يو اېکټ ډرامې دَ افسانو په شان مختصري دي ـ په ډېرو بابونو مشتملي ډرامې دَ ناولونو په شان اوږدې وي ـ ډرامه دَ ناول، افسانې او داستان نه دَ قصې دَ استعمال طريقه بېلوي ـ په دغو صنفونو کښې دَ قصې وينونکيو ته دَ خپلې رايې دَ رايې اظهار هر قسمه ازادي وي چي هغه قصه څنګه بيانوي نو هم هغه شان دي يې بيان کړي او چي کوم منظرونه غواړي نو دَ هغې تصوير کشي دي وکړي او دا شان دي دَ کردارونو داخلي کېفيات هم راجوړ کړي خو په ډرامه کښې هر څيز تماش ګيرو ته ښودل دي او صرف هغه مناظر چي په سټېج ښول ممکن وي ـ ځکه چي کردارونه دَخپل ذهني کېفياتو او دَ خپلو عملونو، دَ جملو دَ استعمال اودَ مخ دَ تاثراتو په رڼا کښې ښولای شي ـ په دې وجه دَ ډرامې دَ قصې لوازمات دَ ناول، افسانې او داستان نه مختلف وي او داشان په ډرامه نګار دَ ناول نګار او افسانه نګار نه زياتي پابندۍ عائد کېږي او په دې لحاظ هم ډرامه ګران فن دی ـ دَ ډرامه نګار دَ پاره په دې پوهېدل ډېر ضروري دي چي دَ دې فن غوښتني څۀ دي؟ او ډرامه څنګه سټېج کېږي؟ ډرامه دَ ناول او داستان هومره نۀ شي اوږدولې ځکه چي دا په سټېج لوبېږي نو دادي دومره اوږده وي څومره چي ورته تماشګير په اسانتيا کښېناستی شي او ستړي کېږي هم نۀ، ځکه دي ډرامه دَ دوه درې ګهنټو نه اوږده نۀ وي. 

 

سيد عابد علي وايي چي :

“په ډرامه کښې دي دَ قصې دَ زمانې واقع دي کم نه کمه وي ځکه چي ډرامه دَ وخت اږدوالی مشاهده کېږي په ناول کښې دَ زېږون نه ترمرګه واقعات کېدای شي خو په ډرامو کښې دَ ژوند دَ څو ورځو يا څو لحظو دَ واقعاتو پوره تصوير وړاندي کول وي.  ۱۰ 

دَ سيد صاحب خيال صحيح دی چي په ډرامه کښې دَ قصې دَ وخت دَ وقوعې عرصه لږه پکار ده خو دا وخت صرف څو ورځو يا څو لحظو ته محدودول هم نه دي پکار ځکه چي دا په څو کلونو هم خورېدای شي. دَ مثال په طور دَ دن نګار اچاريه ډرامه “کندمالا” دي وکتی شي. دَ ستيا دَ بن باس نه شروع کېږي کله چي هغه امېدواره وي او هله ختمه شي چي کله کس او لور خپل پلار رام سره وويني، دغه وخت به دَ ده عمر لس کاله خامخا وي ـ دغسې دا ډرامه لس کاله باندې خوره ده ـ دا شان دَ کالي داس ډرامه “وِکرم اروسي” دَ دې نه زيات وخت باندې خوره ده چي ډرامه شروع شي نو اروسي لا جينۍ وي او چي اختتام ته رسي نو زوی يې بلوغت ته رسېدلی وي. ۱۱  دغسې دَ آغا حشر ډرامه “ټهنډي آګ” په شپاړس کاله محيط ده ـ په هر حال دَ ډرامې له ټولو لويه خوبي دا ده چي دا دي سټېج کړی شي او وخت دي يې ډېر کم وي ـ په دې هېڅ فرق نۀ پرېوځي چي ډرامه په څومره وخت خوره ده؟

پروفېسر فصيح احمد صديقي وايي چي :

“کومه ډرامه دَ سټېج زينت نۀ شي جوړېدای نو هغه که هر څۀ وي  ولي ډرامه نۀ شي کېدای. ځکه چي دَ ډرامې له ټولو لوی او اولنی شرط دې کښې دَ تمثيل صلاحيت او عمل دی ـ که په دې شرط ډرامه پوره نه وه نو هغه ادبي شهپاره په بله نامه خو يادېدای شي  ولي ډرامه ورته هيڅکله هم نۀ شي ويلی. ۱۲ 

هم دغه وجه ده چي دَ لوی نه لوی اديبانو ډرامې دَ ډرامې په تاريخ کښې څه ځائ  او مقام ونۀ مونده او ښې ډرامې ورته ونۀ ويلې شوې دَ )دَ مزار هادي( رسوا “ليلٰی مجنون” دَ چکبست “کملا” دَ پرېم چند “نرملا” دَ عبدالخالق دريا بادي “زودِ پشيمان” او دَ مولانه ظفر علي خان “جنګِ روس وجاپان” دَ ډرامې په حېث هېڅ اهميت نه لري. که دې ډرامو کښې يې سټېج دَ غوښتنو خيال ساتلی وي نو په ارزښت کښې به يې اضافه شوې وه. دَ انګرېزۍ ډرامه ليکونکيو هم دَ اردو دانو غوندې ډرامې ليکي دي خو په قدروقيمت يې ځکه نشته چي اسباب يې يو شان دي ځکه چي هغوی هم په دغه ډرامو کښې دَ اديت خيال خو وساته  ولي سټېج يې نظر انداز کړه. کالرج، شيلي، کيټس، بائرن، ورډزورتهـ ، براولنګ او ټيني سن وغېره ديو ټولو ډرامې وليکلې خو ناکامه شو ځکه چي دَ سټېج تقاضې يې نظر کښې نه وې ساتلې او دا ترې هېر وو چي ډرامو دَ لوستلو نه زيات دَ کولو او ښولو څيز دی  ولي چي ډرامې سره دَ تماشګيرو ژور تعلق دی ـ تماشګيرو په ډرامه او ډرامه په تماشګيرو اثر انداز کېږي ځکه چي ښه ډرامه ښه تماشګير او ښه تماشګير ښه ډرامه پيدا کوي ـ زمونږ وطن کښې چي دَ ښو ډرامو دَ نه پيش کولو کوم عُذر پيش کېږي هغه دا چي دَ کتونکيو ذوق ختم شوی دی  ولي دا هم يو حقيقت دی چي ډرامه نګار هم له خپلو کمزوريو بهر راونۀ وتل ګنې دوی هم دَ آغا حشر ډرامه ډېره وړاندې بوتللې شوه، اګر چي رېډيو او ټيلي وژن دَ سټېج کار لږ سست کړی دی خو دَ دې باوجود دَ ښو ډرامو او ښو ډرامه نګارو فقدان دی. په هر حال ډرامه دَ افسانوي ادب يو ښاخ دی او دا دي هم دَ داستان او ناول دَ کورنۍ يو فرد ګڼلای شي  ولي چي ترکيبي عناصر يې هم تقريباً هم هغه دي چي دَ نورو دَ کورنۍ افراد دي او هم دغه وجه ده چي ارسطو دَ ډرامې له ټولو اهم جُز پلاټ ګڼلی دی. هغه دَ پلاټ لفظ نۀ استعمالوي خو دا وايي چي “الميه يو داسي عمل دی چي دا دي اهم او مکمل وي. ۱۳ او نوره تشريح يې داسي کوي چي “مکمل عمل هغه دی چي دا يو آغاز، يوه منځوميانه او يو انجام لري. نو ښکاره ده چي دا دَ قصې پلاټ کېدای شي او دغه دَ عملونو پوره کولو اظهار وي ـ هم له دغې عمله په ډرامه کښې دَ وحدت په عمل همېشه ډېر تاکيد کېږي ـ دَ دې مطلب يو عمل نه بلکې دا دی چي دَ ټولو عملونو نتيجه وي يو منطقي انجام ولري. 

په افسانوي ادب کښې يې قصې ته دَ ملا تير ويلي دي او دَ قصې له ټولو لويه خوبي يې دلچسپي ښولې ده .۱۴ که چېري قصې په لوستونکي يا کتونکي کښې دا تجسس پېدا نه کړي چي مخکښې به څه کېږي نو داسي به قصې ناقصه وي. دَ ډرامې به قصې کښې دلچسپي دَ ناول نه هم ډېره ضروري ده ځکه چي دا قصې په سټېج کولې ښولې شي او تماشګير ورته ډېر نزدې وي او خپل ردِ عمل په موقع او برمحل کوي. ځينې وخت دا ردِ عمل دومره شديد وي چي دَ اداکارانو دَ پرېشانۍ سبب وګرځي او انتظاميه دَ فرنيچر او مالي نقصان لاندې ګېر شي. په دې وجه ډرامه نګارو همېشه دَ قصې دَ دلچسپۍ خيال ساتلی دی او دا حال دَ فلم هم دی ځکه چي پېش کوونکي يې کاروباريان وي ـ په ټېلي وژن او رېډيو کښې دَ تماشګيرو دا عمل اکثر نظر انداز کولای شي ځکه چي دلته انتظاميه دَ ناظرينو او اورېدونکيو جدا او دَ هغوی له رايو بې نيازه وي.

په قصې کښې دلچسپۍ په مختلفو طريقه پيدا کېږي او برقراره هم ساتلای شي. ډغره يا تصادم په دلچسپۍ پيدا کولو کښې لوی لاس لري او دَ قصې مخ په وړاندي بوتلو کښې هم کُمک کوي تصادم بهرنی هم وي او کورنی هم بهرنی تصادم دَ ښو او خرابو کردارنو او يا دَ زړو قدرونو لرونکيو خلقو ترمينځه وي. کله دَ يو سړي دَ يو ګوند او کله دَ بلي ډلي سره تصادم وي. دَ دې په مند داخلي تصادم دَ يو سړي دَ ذات دننه پيدا کېږي ځکه چي دَ مختلفو نفسياتي قسمه جذباتو په وجه دَ دوي دَ شخصيتونو خرابي په نظر راځي ـ داخلي تصادم دَ خارجي تصادم په نسبت ډېر په دګرانه پيدا کولی شي. دَ داخلي تصادم ښه مثال دَ شېکسپيئر “مېکبث” دی. دغسي دَ سيد امتياز علي تاج په ډرامه “انارکلي” کښې دَ “اکبر” او “انارکلي” داخلی تصادم په نظر راځي دلته خارجي تصادم دَ سليم او اکبر په منځ کښې دی. دَ خارجي تصادم مثالونه دَ آغا حشر کاشميري په ډرامو کښې ډېر موندی شي. تصادم او کشمکش دَ قصې روح دی او دا هم دا شان مخ په وړاندي بوتللی شي چي قصې پرې دَ عروج نقطې ته رسولای شي. په منځ منځ کښې پکښې وړې وړې مسئلې پيدا کولای شي او بيا حل کېدو پله مخ په وړاندي ځي چي قصې دَ لوريت ښکار نه شي. 

يوه قصه عموماً په پنځو برخو کښې سرته رسولای شي. وړومبۍ ابتدايي برخه کښې دَ کردارنو پېږندګلو کېږي او واقعات دَ يوې نقطې نه شورو شي. دَ ډرامو دا حصه عموماً دَ دلچسپۍ نه خالي پاتې شي ځکه چي ډرامه نګار هڅه کوي چي دَ کردارنو پېږندګلو دي په غوره طريقه وشي خو داښه خبره نۀ ده. ډرامه نګار له په اول کښې تصادم او کشمکش پيدا کول پکار دي چي کتونکي په شورو کښې په ډرامه کښې دلچسپي واخلي او له دې وروستو کړکېکچونه او کږ لېچونه زياتېږي او مختلف لوی ، واړه مخي ته راځي او دا شان دَ يوې واقعې انجام دَ دويمي واقعې اغاز جوړولای شي. دَ ډرامې دويمي برخي له موږ دَ شاتار )اُلجهن( نامه ورکولای شو او په اخره کښې دغه شاتار دومره زيات شي چي دَ کتونکيو دَ زړۀ درازۀ ورسره په زياتېدو شي او دَ يوې داسي واقعې په انتظار وي چي دَ زړۀ دغه زياتي حرکت يې قلار شي او دَ ډرامې دا برخه اختتام دی چي په حقله يې پروفېسر عبدالسلام ليکلي دي چي :

“يو قوت پرې دومره غلبه حاصله کړي چي کاميابي يې په نظر راځي. ۱۵ 

خو دَ ډ‌رامې دَ انتظار يا اختتام دا تعريف صحيح نۀ دی چي که دچېري کاميابي په نظر راځي نو ډرامه کښې دَ کتونکيو دلچسپي ختمېږي ځکه منتها يو داسي مقام دی چرته چي دَ کتونکيو شاتار او دَ زړۀ دَ حرکت رفتار نو هم تېز شي او دَ يوې داسي واقعې منتظر وي چي دَ ډرامې جوړولو کښې ورسره مرسته او کومک وکړي او دا شان يوه داسي واقعه عملي شي چي دَ ډرامې شاتار اُلجهن ختم شي او هم دا واقعه يې دَ ډرامې دَ قصې دَ پلاټ منطقي نتيجه ثابته شي خو په داسي طريقه چي کتونکی يې په ځان بوج ونۀ ګڼي، ګنې ډرامه به ناکامه شي. دا هم ضروري نه ده چي يوه واقعه ټول شاتارونه ختم کړي، بلکې دَ يوې واقعې نه په زياتو واقعاتو هم انحصار کېدای شي او دَ دې برخي نوم پروفېسر محمد اسلم قرېشي “ تنزل” اېښی دی.۱۶ دا دَ انګرېزي دَ ټکي (RESOLUTION) ترجمه ده. زما په خيال دَ صحيح نامه “ تخيّل” دی ځکه چي اوس دَ مختلفو شاتارونو اُلجهنونو حل په نظر راتلل شورو کېږي او هغه تحليل کېدل شورو شي خو دَ تحليل او انجام ترمنځه دي هم دلچسپي په ځائ  وساتلای شي که نه وي اوتماشګير له وخته وړاندي له نتائجو خبرشو شايد چي له تهېټره ووځي. داسي موږ ډېر ځله ليدلي دي چي دَ فلم دوران کښې دَ کتونکيو دلچسپي ختمه شي نو په نيمي کښې يې پرېږدي او دَ سېنما هال نه بهر راووځي ځکه نو دَ قصې تحليل داسي پکار دی چي دَ تماشګيرو دلچسپي پکښې تر اخره برقرار وي او طريقه وړاندي بوتللای شي او دلچسپي هم پکښې برقرار ساتلې شوې وي خو انجام کښې يې قصه منطق نتيجې ته ونۀ رسي نو کتونکي مايوسه شي او تنقيدي شعور يې هېڅ تسکين ونۀ رسي. دا رنګ که انجام ښه نه وي نو ډېره ښه قصه هم بې اثره شي دغه وجه ده چي ډرامه نګار له همېشه دَ قصې په انجام ډېر سوچ پکار دی.

اصل کښې افسانوي ادب دَ اولس دَ پاره دَ تفريح يوه بهترينه ذريعه ده او هغوی ډرامه يا فلم کتو دَ پاره دَ خپلو شاتارونو حل دَ پاره نۀ ځي بلکې دَ دغې شاتارونو له وېري ځي دا بيله خبره ده چي په هم دغه تفريح تفريح کښې دوی ته دَ خپلو شاتارونو حل هم په لاس ورشي او ژوند دَ ژوند جذباتو تهذيبي رغوني سره مخ شي. 

پروفېسر عبدالسلام وايي چي : 

“د دې په ذريعه ډرامه نګار خپله خبره کول غواړي او دې د پاره هغه ډرامه ليکي.۱۶ دا خبره سمه ده چي د ډرامه نګار د ژوند يوه فلسفه وي او د ژوند د مسئلو په حقله د خپلي رايې اظهار کول غواړي خو ډارمه ورله داسي انداز کښې ليکل پکار دي چي همېشه هم تفريح او خوشحالي ورکړي. په قول د سګمنډفرايډ “په ټولنه کښې د ډرامې مقصد همېشه هم تفريح ورکول وي او همېشه هم داسي کېږي.۱۷په دې وجه د آغا حشر کاشميري متعلق ويلی شي چي هغوی به کله ډرامه وليکله نو عامو خلقو ته به يې واوروله که چېري د هغوی به خوښه شوه يا به يې پرې وخندل نو دوی به دغه ډرامه کاميابه ګڼله ځکه چي د آغا حشر دا خيال ؤ چي د ډرامې کتونکي عام خلق دي ځکه نو دی د هغوی د خوښې ډرامې ليکي ۱۸. خو پروفېسر عبدالسلام د آغا حشر په دې رويه اعتراض کوي او وايي چي “هغه د عاميانه تصوراتو پېروي کوي اوهم په دې وجه يې فن ته نقصان رسېدلی دی خو بيا هم په خپله ورپسې په بله صفحه وايي چي “ قصې دي داسي وي چي د عامې پوهې لرونکي خلق ځان پله راوبلي.۱۹ دراصل د عامو خلقو د خوښي خيال ساتل څه بده خبره ده، دا څيز د عامې اولسي خوښې سندور کوي خو دې کښې د خواصو خيال هم وساتلی شي. د ډرامې دي دوه مخونه وي يو دې پکښې د عام اولس د خوښې خيال وساتلی شي او دويم دي د خواصو په نورو لفظونو کښې دي هر ښه ډرامه نګار د مير د دې شعر د اصولو پابندي کوي چي : 

شعر مرمے ہںي گو خواص پسند گوتو   پر  مجهے  عوام  سے ہے

که مي شعرونه د خواصو خوښ دي خو د اولس سره خبري کوم 

په هر حال د دلچسپي عصر عام او خاص دواړه خپل موټي کښې ساتي او دلچسپي هم د اولسي خوښې مخي ته پيدا کېږي. که په يوه ډرامه کښې د واقعاتو حيرانوونکي عناصر نۀ وي نو قصه ليکونکي بيا د کتونکيو د پاره د نورو عناصرو نه کار اخلي ځکه چي موږ ګورو نو د اردو په ډېرو زړو ډرامو کښې سندري، منظومي خبري اتري، لېونتوب او د دېوانو پېريانو يا ښاپېرو واقعات کثرت سره لېدای شي. هر کله چي کتونکيو په دغو ډرامو کښې دلچسپي اخستل پرېښوه نو دغه توکي هم ورو ورو د ډرامو نه غېبېدل شورو شو. يو بل څيز چي کتونکيو له خوشحالي ورکوي هغه طنز ومزاح دی او په دې وجه هم زمونږ په اکثرو ډرامو کښې طنز ومزاح ډېر کثرت سره کېږي  ـ او که په ژور نظر وګورو نو اکثرو ځايونو کښې طنز ومزاح د قصې عنصر نه جوړيږي  ولي بيا هم هغه ډرامه نګاران د دې څيزونو استعمال کوي چاله چي د قصې راجوړولو هنر نۀ ورځي. که چېري دغه توکي په قصې کښې نه رابرسېره کېږي او زيات په نظر نه هم راځي   ولي بيا يې هم استعمال جائز ګڼلی شي. د اردو زياتره ډرامې اخذ او ترجمه کړې شوي دي او دې وجه هم دغه ده چي ليکونکي يې په ښو قصو ليکلو يا تخليق کولو قدرت نۀ لري. ډرامه کښې مکالمې او عملونه ډېر زيات اهميت لري ځکه چي هم دغه توکي ډرامه د نورو اصنافو نه بېلوي او هم په دغه وجه ډرامه سټېج کېږي هم. مکالمې هغه خبري اتري دي چي د کردارونو په ژبه ادا کېږي. که په سټېج بل ادا کار موجود نۀ وي او کردار ځان سره په اوچت يا غلي اواز خبري کوي نو دې ته خود کلامي وايي. خود کلامي په ډرامه کښې فائده مند ثابېتېږي، ځکه چي خود کلامي موږ د کردارونو د ذهني نفسياتي کېفياتو نه خبروي او ادا کار د دې په ‌‌ذريعه د خپلي داخلي دنيا رموز تماشګيروته رسوي. خود کلامي لويو لويو ډرامه نګارو کړې ده ـ شېکسپئير د دې نه ځائ  په ځائ  ډېر کار اخستی دی، خو بادشاه حسېن خودکلامي په ډرامه کښې عيب ګڼلی دی. د کوم وخت پوري چي خود کلامي په ډرامه کښې رائجه وه نو د اداکارانو مخونه به د څوارلسمي سپوږمۍ په شان کتونکيو ښول ښه نه شو ګڼلی، ځکه چي اداکار به خپل ځان سره د خبرو نه علاوه کتونکيو تماشګيرو سره هم خبري کولې او دا شان به يې هغوی د ځينو پټو واقعاتو، د تېر شوو يا راتلونکيو واقعاتو نه خبرول خو په نوي دور کښې څنګه چي د نفسياتي اصولو پېروي کښې د تحت الشعور په دنيا کښې ډرامه کښې ډېري نوي تبديلۍ راغلي دي، د يو اداکار له ځانه سره په اوچت اواز خبري ښې نه شي ګڼلی.۲۰د سيد بادشاه حسېن دا خيال سم نه دی چي د اداکار ځان سره په اوچت آواز خبري کول بد ګڼلای شي. د دې برعکس د اداکار د تماشګيرو سره خبري کول بد ګڼلای شي. که چېري اداکار ځان تماشګيرو ته مخاطب کړي نودا هم مناسب نۀ دي او دې ته بيا خودکلامي نه بلکې تقرير ويلی شي. له دې پرته د خودکلامۍ داشکل هم نه شي خوښولی چي له ځانه سره خبري کوي او دويم اداکار د دې خبرو نه ناخبره وي. په اصل کښې اداکار به د نورو اداکارانو نه لږ بېل شه اوڅو جملې به يې وويلې او داسي به فرض کولی شو چي په سټېج نورو اداکارانو دغه خبري نه دي اورېدلې. دې ته انګرېزي کښې ASIDE وايي خو د خبرو دا انداز هم غوره نۀ شي ګڼلای خو که چېري يو ادا کار په سټېج يواځي وي او ځان سره خبري کوي نو دا د عيب خبره نۀ ده ځکه چي موږ هم کله کله ځان سره ګوڼېږو او څه چي ژوند اوفطرت سره يو شان والی لري نو هغه څنګه بدګڼلی کېدای شي. موږ د مکالمو متعلق خبره کوله خو هغه خبري چي يو کردار يې بل سره کوي هغه دې لنډي او ښې دلچسپي وي  ولي داسي مکالمې چي تر ډېره وخته پرې سړی خوځوي، ډېري کمي په لاس راځي ځکه نو د اوږدو مکالمو نه پرهېز پکار دی ځکه چي دا اکثر بوريت پيداکوي. لنډي لنډي خبري کله هم په ذهن نه بوج کېږي اوږده اوږده خيالونه او فلسفيانه فکرونه دي هم د مختصرو او دلچسپو مکالمو په قالب کښې ځائ  کړی شي. اوږده اوږده تقريرونه خو د ناول لمن هم نۀ شي زغملای نو ډارمه به يې څه برداشت کړي. 

د مکالمو يوه لويه خوبي دا ده چي دا د شخصيت د کردار څرګندونه کوي. که هغه بادشاه وي نو د بادشاهانو په شان دي خبري کوي. دا شان دی د يو عام سړي او عالم فاضل سړي د خبرو په انداز کښې هم تميز وکړی شي. د مکالمو نه دي نه صرف د شخصيت د کردار څرګندونه کېږي بلکې د هغه صورت حال مطابق هم پکار دي چي په کومه موقع ادا کېږي، لکه د غم غصې او د مينې محبت اندازونه او طرزونه جدا جدا وي ځکه چي يو ښه ډرامه نګار د انساني فطرت د ګڼو رنګونو نه خبر وي په دې وجه د دوی مکالمې د صورت حال او شخصيت عين مطابق وي خو هغه ليکونکيو چي د مختلفو طبقو د خبرو اترو او آدابو نه ناواقفه وي هغه د کردارنو مکالمې په ښه شان نه شي ليکلی. يو ښه ډارمه نګار له د مکالمو ليکلو په وخت په ژبه پوره عبور پکار دی، هغه دي د لفظونو په نبضونو پوهه او له دې نه دي خبر وي چي مختلف لفظونه، ترکيبونه او جملې په کتونکيو څنګه اثر کولای شي او دا علم دي هم لري چي بيانيه انداز او ډرامايي انداز کښې څه فرق وي؛ د جی ، ايل ، سټائن په قول “په يوه صفحه خواره لفظونه او په سټېج ويلي شوي لفظونه د خپل مقصد له اعتباره جدا وي. ۲۱ بائد چي د ډرامې لفظونه دي هم په يوه صفحه کښې پټ وي خو هغه په سټېج د ادائيګۍ د پاره ليکلی شي او دغه څيز يې د عام ليک نه بېلوي ځکه چي مکالمې خو کردار اداکوي او دا طرز ډرامه نګار له ډېر اهم دی او په ښه شان ترېنه خبرېدل ضروري دي او دکردارونو روحونو ته کوزېدل هم ډېر زيات ضروري دي چي د شخصيتونو نه يې ځان اګاه کوي. دا دي ورته معلومه وي چي کردارونه کومي طبقې سره تعلق لري او د دې غوښتني څۀ دي او د دوی مسئلې څۀ دي او سوچونه يې څنګه دي؟ که چېري د دوی کردارونه د خپلي طبقې نه جدا او مختلف وي نو داسي  ولي ده او هغه کوم حالات دي چي دوی ته يې يو مخصوص کردار څنګه عمل کوي او د مخ تاثرات او د وجود حرکات يې د کوم نوعيت دي. که يو کردار د صورت حال مناسب حرکتونه نه کوي او الفاظ يې د موقعې مناسب نۀ وي نو دا حرکتونه او لفظونه به څه عجيبه شان وي او تماشګير به يې د زغملو توان نۀ لري. 

په ډرامه کښې منظرونه هم ډېر اهميت لري. منظر هغه ځائ  وي چرته چي کردارونه خپل کردار ادا کوي ځکه دي د ډرامې ليکلو په وخت د داسي منظرونو انتخاب کولای شي چي سټېج باندي په اسانۍ ښولای شي. پخوا به يې د منظرونو حقيقي جوړولو پله ډېره توجه نۀ کوله ځکه چي کوم منظرونه به ډرامه کښې ښولای شو نو تماشګيرو به خپله اندازه لګوله چي اوس به فلانی منظر وي او ډرامه نګار به دغه تاثر د مکالمو په ذريعه پيدا کولو ـ په سنسکرِت ډرامو کښې به هم داسي کېدل او ورستو اردو ډرامو هم دغه روش خپل کړه. “کندمالا” چي د څلورمي عېسوۍ پېړۍ يوه ډرامه ده، له هغې ځنې يوه مکالمه :

“سيتا په سټېج راځي او د خود کلامۍ انداز کښې وايي:

د ماښام عبادت سر ته ورسېده، په مقدس او منښتې وکړې شوې، ما په ګنګا کښې ولامبل او د هغې پښې مي ښکل کړې. ما چي د رامبېلو هار په لاسو جوړ کړی ؤ، هغه مي ورته وسپارلو ـ اوس راله د بوټو خواته تلل پکار دي چرته چي يخ سېوری دی. هلته به ګلونه هم وشوکوم چي مېلمنو ته نذر کولی شي  ” (د ګل د شوکولو اظهار کوي ) (۲۲) 

 له دې مکالمې )خودکلامۍ( څرګندېږي چي منظر بدل شوی دی او “سيتا” د بوټو خوا ته رسېدلې ده خو نۀ پرده خورځېږي او نۀ ګڼ پوټي شته. هغه صرف د خپلو حرکتونو په ذريعه د ګلونو د شوکولو عمل کوي او تماشګيروداسي انګرېزي چي سيتا ګلونه وشوکول، نو په دې وجه به پخوانو ډرامو کښې د هر قسمه منظرونه ښول کېدل. که په رتهـ (بګۍ) کښې به ناست ؤ يا کشتۍ کښې نو داسي منظرونو نه به په سټېج ډډه کولای شوه بلکې داسي منظرونه به يې خيالي کول. دغه زمانه کښې ډرامه نګار ته ډېر سهولتونه وو  ولي اوس دغه شان منظرونه په سټېج ښولای شي نو دا به صحيح نۀ وي او دا به د ډرامه نګار لويه کمزوري ګڼلې شي. زمونږ ډرامه نګارو کښې هم اوس دا احساس پيدا شوی دی. 

ډاکټر اشتياق حسېن قرېشي د خپلي ډرامې “ګناه کی ديوار” په ديباچه کښې ليکي چي :

“داسې واقعات چي په سټېج د تمثيل کېدو صلاحيت نۀ لري، مثلاً جنګ، د جهازونو ډوبېدل يا د ريل ګاډۍ حادثه. په ډرامو کښې نۀ دي پکار خو د ټېلي وژن او فلم د پاره ليکلي شوي ډرامو کښې دا منظرونه شامېلېدای شي. ځکه چي دغلته دا عملونه په اسانه ښولای شي او په دې وجه ټېلي وژن (ډرامه) او فلم ناول ته ډېر نزدې دي خو په ناول او ټېلي ډرامه کښې فرق دادی چي په ناول کښې د کردارنو د مخ تاثرات او اندروني کېفيتونه او عملونه بيانولای شي خو په ټېلي وژن او فلم کښې اداکار د خپلو کړو وړو او خبرونه د دې اظهار کوي” (۲۳ ) د ټېلي وژن او فلم د پاره ليکلي شوي ډرامه د سټېج په نسبت اسانه وي. دې کښې يې، سهولت خو دا دی چي هر قسمه منظرونه پکښې ليکلي شي، اداکاران يې په لږه هڅه ياد او فلم بند کړی شي ځکه چي د ټولو مکالمو يادولو ضرورت ورته نۀ وي ـ ټېلي وژن والو ته يوه فايده دا هم ده چي د کتونکيو ناراضګي ورته نېغ په نېغه نۀ ښکاري او دوی د کاروباري مصلحتونو خيال هم نۀ ساتي ځکه نو دوی چي په ټي وي څه کول غواړي، کولای شي او هم دغه وجه ده چي ځيني د ټي وي ډرامې ډېر لوړ او ځيني وخت ډېر راټيټ شي او دا ډېره افسوسناکه خبره ده چي د ټي وي اکثري ډرامې د اوچتي درجې نۀ وي او وجه يې دا ده چي ټېلي وژن والا په ښه او خراب کښې ډېر کم تمېز کوي ځکه چي د هغوی په سر کښې د افسرۍ خپله يوه نشه وي او ګېر چاپېره ترې خوشامدګر راتاو وي، ځکه ښه ډرامه نګار په ځائ  پرېږدي او هغوی خوشامدګرو له فايدې ورکوي چي هر وخت ورله دفترونو ته سلام له ورځي. 

د ځينو خلقو خيال دی چي ټېلي وژن او فلم سټېج بېخي ختم کړی دی. په دې حقله شان الحق حقي وايي چي “د فلم او ټېلي وژن له خوا د ډرامو پيشکش دومره سېوا شوی دی چي د سټېج نه يې آثارِ قديمه جوړ کړی دی.۲۴داحيال صحيح نۀ دی. په يورپ کښې فلم په 1910ء کښې راغلی دی؛ رېډيو او ټي، وي ترې ورستو راغلي دي خو دغلته د سټېج ډرامې رواج نور هم سېوا شي. تهېټر ته په ټي، وي او رېډيو فوقيت حاصل دی ځکه چي دغلته کتونکي ژوندي انسانان په اداکارۍ ويني بل خوا په رېډيو صرف اواز اورېدای شي او په فلم او ټي، وي صرف تصويرونه په نظر راځي. د سټېج ډرامې په شکل کښې کتونکي د اداکارانو د کردارونو نه نېغ په نېغه متاثره کېږي او د کاميابۍ او ناکامۍ فېصله په ځائ  کېږي. په تهېټر کښې کار کول ډېر ګران په دې دی چي يو خو هغوی خپل کار په ټوکړو کښې نه کوي بل هغوی ته معلومه وي چي تماشګير يې ويني او د خپلو خوشحاليو او غمونو اظهار په موقع کوي او هم دې ګران والي د تهېټر کار دلچسپ کړی دی او ځکه تهېټر د فلم، رېډيو او ټي، وي د راتلو باوجود ژوندی دی.

د تهېټر په ذريعه موږ خپل تاريخ، کلتور، تهذيب او ټولنه په ژوندي حالت کښې وينو. د رېډيو ډرامې د فلم، ټېلي وژن او سټېج ډرامو نه ځکه لنډي وي چي دې کښې د منظرونو احساس د آواز په ذريعه کولای شي د کتو پکښې هيڅ نۀ وي صرف اورېدای شي او ټولي ډرامې د تاثر اظهار صرف په اواز وي ځکه نو دا خيال ساتل ډېر ضروري وي چي صرف داسي منظرونه او عملونه بيان کړی شي چي اورېدونکيو ته يې احساس د اواز په ذريعه کېږي چي رېډيايي ډرامې ته پرې زبان نۀ رسي او هلته د منظرونو بيانولو کښې اساني هم وي. کوم منظرونه چي په سټېج په اسانۍ ښولی شي هغه رېډيو کښې اورېدلای شي مثلاً په سټېج اسونه په منډه ښول ممکن نۀ دي خو په رېډيو دغه منظر د اسونو د پښو د ريکارډ شوو اوازونو په ذريعه ممکن دی. 

عشرت رحماني چي کومي ډرامې رېډيو له ليکلي دي هغه يې د “انوکها سنسار” په نامه کتابي شکل کښې چاپ کړي دي. د هغه د ډرامې “ميري کهاني” دويم منظر داسي دی: “شانتا د باغ په يو ګوټ کښې بې قراره ناسته ده.۲۵ کوم منظر چي بيان شوی دی دا نۀ رېډيو له صحيح دی او نۀ سټېج د پاره ځکه چي په سټېج د باغ يوه حصه ښول ممکن نۀ دي البته شانتا په سټېج ناقراره ښولې شي او په رېډيو دغه عمل د مکالمې په ذريعه کېدای شي خو په مکالمو کښې هم څه داسي خبره نشته البته دا پته لګي چي شانتا باغ کښې ناسته ده خو بيا دا پته نۀ لګي چي هغه په يو ګوټ کښې او بې قراره ده. دا مکالمې ولولی: 

سريش:   شانتا تۀ دلته يې ؛

 شانتا:   دا باغ زمونږ د بنګلې په شان دی ـ ”

که چېري دا مکالمه يې داسي ليکلې وي چي “شانتا تۀ دلته باغ کښې يواځي ناسته يې؛ ” نو د هغې د يواځي والي تصوير ترې پيدا کېدای شه . بيا هم هغوی دغه ډرامې د چاپ کولو په وخت سټېج ته د برابرولو پوره هڅه کړې ده نو ځيني داسي خبري به خامخا مخې ته راځي چي څه به د ريډيو د پاره صحيح نۀ وي او څه د سټېج د پاره . مطلب مي دا دی چي کومي ډرامې رېډيو له ليکلای شي نو د سټېج غوښتني ترې جدا وي. په رېډيو چونکې اوږدې ډرامې اورول ممکن نۀ وي ځکه په يو باب مشتمله وي البته داسي ډرامې چي په هغې کښې يو کوټلی پلاټ نۀ وي او ډېر بابونه يې وي نو په ټوکونو کښې کولی شي ـ د داسي ډرامو هم يو قسط )ټوک( يو باب وي. صرف کردارونه هر ټوک کښې هم هغه وي چي د تېر شوي ټوک سره يو کمزوري شان تعلق لري. دې قسمه ډرامو )فيچرونو( کښې د اشفاق احمد “تلقين شاه” او د شوکت تهانوي “قاضی جی” د يادولو جوګه دي خو سوال دا پيدا کېږي چي دا ډرامې نۀ دي بلکې فيچرونه دي. 

اوس دا کتل پکار دي چي ډارمه او فيچر کښې څه فرق دی؛

اصغربټ د فيچر او ډرامې ترمنځه فرق ښولو په وخت ليکلي دي چي :

 “د اکثرو رېډيايي ډرامو او فيچرونو ترمنځه فرق نۀ شي کولای. د مکالمو او کردارنو يا واقعاتو هره مجموعه د ډرامې په ضمن کښې حسابېږي خواه هغه باقاعده طور سره ډرامه وي يا نۀ وي. خو ډرامه ليکونکيوله د څو لويو خبرو خيال ساتل ډېر ضروري دی. يو بنيادي اصول دا دی چي د قصې نه بغېر ډرامه نۀ جوړېږي، د کردارونو نه بغېر قصې نۀ جوړېږي او مکالمو نه بغېر کردارونه نۀ جوړېږي. که په ديوکښې د يو څېز هم کمی وي نو غالباً چي هغه فيچر دی نۀ چي ډرامه.۲۶د اصغر بټ دا بيان مبهم دی. د قصې نه غالباً د هغه مراد پلاټ دی خو پلاټ صرف د کردارونو او مکالمو نه وجود کښې نۀ راځي. په فيچر کښې قصې، کردار او مکالمه وي خو يو تړلی پلاټ نۀ وي.

 عشرت رحماني د فيچر تعريف د دوی نه ښه انداز کښې کړی دی : 

“فيچر کښې د پلاټ او پخې کردار نګارۍ ضرورت نۀ وي دا دواړه خاصيتونه د ډرامې روح دي ځکه نو فيچر د رېډيو ډرامې سره يو کول بېخي ناانصافي او غلط بياني ده .۲۷

که د عشرت رحماني دا بيان نظر کښې وساتل شي نو “تلقين” او “قاضي جی” ته به هم فيچر ويل ناګزير وي. ځکه چي دا فيچرونه ډرامې ته نزدې خو دي  ولي ډرامې نۀ دي. د فيچر يو بل خاصيت په دې کښې د راوي بيان دی چي خصوصي طور د ډرامې منځ کښې د خپل وجود احساس ورکړي. په دې لحاظ د منټو “جنازې” او د باسط سليم صديقي “اسلامي ډرامې” هم فيچرونه دي چي منځ کښې پکښې د راوي  روايت لېدای شي باسط سليم هم چرته دا ډرامې او چرته فېچرونه ګڼلي دي.۲۸ دغسي د شوکت تهانوي “غالب کې ډرامې ” هم فيچر دي چي د غالب د يو شعر نه چورلي اګر چه دې کښې راوي په نظر نۀ راځي خو د يو تړلي پلاټ نه محرومې دي خو داسي شوي دي چي په کومه واقع باندي يې شعر صادق راوستی دی يا يې کوم شعر پوري واقعه تړلې ده. 

شمشاد سيد او امين احتر هم داسي ډرامې فيچرونه ګڼي چي راوي پکښې وي او خپلو داسي ځينو تمثيلونو ته يې فيچرونه ويلي دي. د هغوی په خيال “ په فيچر کښې راوي د راتلونکو منظر باره کښې زمونږ وړاندي، لفظي تصوير راکاږي اود هغوی بيان موږه د ډرامې د پس منظر او نورو حالاتو واقعاتو ځنې خبر وي. د راوي بيان يې څومره زور دار وي، دومره به اورېدونکي د راتلونکي عمل نه خوند اخلي څنګه چي په سټېج پرده اوچتېدو سره يې، خاص منظر په نظر راځي چي اداکار پکښې خپل کردار ادا کوي هم داسي د راوي دا لفظي تصوير زمونږ له پاره يو پس منظر پيدا کوي. که چېري د رېډيو د ډرامې ځيني برخې د سټېج ډرامې يو اېکټ ياسين )ننداره( وګڼلای شي چي د راوي بيان پکښې يو لار ښود وي چي د يوې برخي په ختمېدو دويمي برخي پله زمونږ رهنمائي کوي او بيان يې د ډرامې په عمل کښې تسلسل برقرار ساتي او دغسې د اورېدونکيو دلچسپي برقرار وي.۲۹ 

ډاکټر اخلاق اثر ليکي چي: “راوي د رېډيو فيچر ښکاره خوبي نۀ ده، ځکه چي د رېډيو په اولينو ډارمو کښې يې راوي د ډرامې يو ضروري عنصر ګڼلی ؤ.۳۰ خو زمونږ خيال دی چي د راوي استعمال د فيچر ښکاره خوبي ده. که چېري داسي فيچرونو ته ډرامه وويلای شي نو دا ډرامه نۀ شي کېدای. هغوی د شمشاد سيد او امين اختر د کتاب رېډيو ډرامې يوه ډرامه “مجسمه ساز” نه وړومبنۍ ننداره رانقل کړې ده او ويلي يې دي کښې وړومبی ، دويم او دريم اواز په ځائ  د وړومبی، دويم او دريم راوي هم ليکلی شي. دراصل ډاکټر صاحب په راوي باندي په ښه طريقه نۀ دی پوه شوی، دا درې اوازونه د ډرامې کردارونه دي چي د هغو خلقو نه دي او د دې باره کښې هيڅ معلومات نشته د وضاحت د پاره يې دلته موږ هغه ننداره رانقل کوو: 

“وړومبنی اواز: دا کاڼی دی که چېري دېوي چي خپله فاني جامه راکوزه شوې ده.

دويم اواز : لکه ديوتاګانو چي خپله محبوبه په خپلو لاسونو 

                                تراشلې وي او ځمکي ته يې راکوزه کړې وي. 

دريم اواز : زۀ خو په طمع يم چي کله به د دېوي شونډي خوځي . 

وړومبنی اواز: د فنکارۍ دا ناوياته نمونه يقيناً دا انساني لاسونو

                                هنر نۀ شي کېدای.

دويم اواز: جوړوونکی انسان خو دی  ولي د ديوتاګانو نه کم نۀ دی.

دريم اواز : څوک ؟ 

دويم اواز: زرکه

وړومنی اواز: څوک ناپېږند ګلو دی. 

دويم اواز     : دلته يې د راتلو څو ورځي وشوې خو لکه چي اوس 

                              راغلی وي. د سپرلي د وړومني ګُل نه زيات ښکلی او 

                              د ديوتاګانو نه ډېر زيات ښائسته. 

وړومنی اواز : هغه زلمی چي خلق ورته جادوګر وايي. 

دويم اواز      : هَو! د چا اوږدې ګوتي چي قدرت د حورو په حسن او 

                                مجمسمو کښې بندي کړي دي. 

وړومنی اواز: او داسي په دې د ابديت مهر ولګوي.

نو دلته اوازونو ته کردارونه خو ويلای شو  ولي راوي نه راوي داسي واقعات اوري چي مودې پرې تېرې شوي وي او کلونو واقعات په يو څو جملو کښې بيانوي يا هغه يا هغه واقعات چي بيان د پاره يې موي پکار وي ځکه چي ليکونکی ځان د طوالت نه ژغوري. خو دغه اقتباس کښې اوازونه د مخامخ څيز مطابق اظهار کوي. که چېري دغه مجسمه په سټېج پرته وي نو څو تنه د کردارنو په شکل کښې خبري کولای شي چي موږ ته څه معلومات راورسوي. د راوي نه د دې نه څو چنده زيات کار اخلي. د فيچر او ډرامې د مکمل فرق ذهن نشين کولو په وجه ډاکټر اخلاق اثر فيچر د رېډيو ډرامې يو قسم ګرځولی دی. په رېډيو او ټي، وي همېشه د يو اېکټ )عمل(  ډرامې پيش کولای شي، د دې وخت دورانيه کمه وي او هم په يو ټوک کښې خپل مکمل تاثر پرېږدي خو د يو اېکټ عمل ښه ډرامه ليکل هم اسان کار نۀ دی ـ د يو اېکټ )عمل(  ډرامې د اوږدې ډرامې سره هم هغه نسبت دی کوم چي د مختصري افسانې او ناول دی. دې کښې هم د افسانې په شان وحدتِ تاثر ډېر زيات ضروري دی.

 حکيم احمد شجاع پاشا د يو عمل ډرامې په تعريف کښې ليکي چي :

“د يو اېکټ )عمل( د ډرامې تعريف د دې نه زيات نۀ شي کېدای چي په يو منظر کښې د يوې ډرامې پلاټ د محدود کولو کوشش دی.۳۱

د حکيم صاحب دا بيان صحيح نۀ دی، ځکه چي يو اېکټ (عمل) لرونکې ډرامه د يو منظر نۀ وي، بلکې د يو نه زيات منظرونه وي پکښې، او داسي ډېري ډرامې ليکلې شوي دي. پرسيون وائله يې داسي تعريف کوي چي: 

“يو باب لرونکې ډرامه د ژوند منظمه ترجماني ده چي د تماشګيرو جذبات رالړزوي، د دې خاصيت د اعلٰی درجې کفايت او د تنظيم حسن دی. دا مقابلتاً کم وخت کښې کولای شي او د دې مقصد په تماشګيرو کښې مجموعي طور يو تاثر پېدا کول وي.۳۲ 

يو بل ځائ  کښې يې څه داسي وضاحت کړی دی چي  “ د يو باب لرونکې ډرامې وخت دي 45 منټه وي.۳۳دا تعريف په افسانه هم صادق راځي. صرف د لوبولو په ځائ  دي ولوستلی شي نو دا د افسانې تعريف کېدای شي. دراصل افسانه او ډرامه کښې فرق هم دا دی چي يو د لوستو څيز دی او بل د کتو. حالانکې ډرامه لوستی هم شي خو د ليک انداز يې د لوبولو دی. 

پروفېسر فصيح احمد ليکي چي او هم دغه ليک زمونږ د بيان تائيد هم دی

بې شکه افسانه کله کله د يو باب لرونکې ډرامې مېرنۍ خورشي او دا صرف په دې چي د جوړولو عناصر يې د يو باب لرونکې ډرامې ضرورتونه تر يو حده د پوره کولو صلاحيت لري.۳۴

د تاثر له اعتباره د ډرامې دوه لوی قسمونه دي. يوه الميه او دويمه طربيه. باقي ټولو قسمونو کښې غم او ښادۍ د کمۍ بېشۍ نه واقع کېږي. الميه ډرامې د ډرامې اعلٰی ترين قسم ګڼلای شي ځکه چي هم دا تصوير کېږي چي په الميه کشې د اعلٰی درجې سنجيده فکرونه ځائ  مومي. ارسطو خپل کتاب (Poetics)  “نظميات” کښې د الميه مقصد د جذباتو د تطهير ذريعه ګرځولې ده او ډاکټر محمد اسلم قرېشی افاقيت د الميې لازمي جُز ګرځولی دی.۳۵ په هر حال الميه د ژوند د اوچتو حقيقتونو ترجماني کوي او د ويري او دهشت جذبات پېدا کوي، د انساني روّيو د تهذيب فريضه پوره کوي. الميه کښې انجام خوشګوار نۀ وي او بعضې وخت خو په ټوله ډرامه د غم او افسوس وريځي خورې وي اوکله کله پکښې د خوشحالۍ موقعې هم وځلېږي خو په مجموعي توګه الميه ډرامه کښې المياتي تاثر ډېر وي. د اعلٰی درجې الميه کښې د غم او افسوس مقدسه سنجيدګي په نظر راځي او په کمزوري الميه کښې د بې کاره جذباتو نه کار اخستی شي. د دې برعکس په طربيه کښې د خوشحالۍ او خندا کېفيات زيات وي ولي کله کله پکښې د غم او خفګان هواګاني هم چلېږي خو مجموعی طور د طربيې تاثر انجام خوشګوار وي. طربيه کښې هم افاديت پېدا کېدای شي خو دلته دا کار د الميې په نسبت ډېر ګران دی. هم دې سلسله کښې سيد وقار عظيم ليکی چي : 

 “فنی نقطه نظر سره هم حُزنيه )الميه( ډرامې د طربيه ډرامو په مقابله کښې ډېري زياتي اوچتی وي او که نور څيزونه ترې بېل هم کړی شی خوکم از کم فنی باريک بيني خو پکښې ضرور داسي وي چي په موږ هم دغه خزينه ډرامې ډېرې ښې لګي او هم په دې وجه دا ډرامې د طربيه په نسبت زياتي مقبولې وي.۳۶

استاذ محترم صحيح ويلي دي چي خزينه ډرامې د طربيه ډرامو په مقابله کښې زياتې اوچتي، ښې او مقبول وي او وجه يې شايد دا ده چي طربيه ډرامو سپک انداز خپلولای شي او د ژوند د ژورو او کړکېچنو ستونځونه پکښې سترګي پټولای شي. خو طربيه ډرامو کښې هم دغه لوی والی پېدا کول د خزينه په نسبت ډېر ګران کار دی. دا هم صحيح ده چي ذهن کتونکي او لوستونکي خزينه ډرامې خوښوي نو په دې وجه نقادان هم په خزينه ډرامو کښې زياته دلچسپي اخلي ولي عام اولس د خزينه په مقابله کښې طربيه ډرامې ډېر خوښوي او هم دا وجه ده چي کله مترجم د شکسپيئر خزينه ډرامه ترجمه کوي نو اکثريې په طربيه بدله کړي. کوم خلق چي محض د ځان خوشحالولو د پاره ډرامه ګوري او خزينه ډرامو سنجيدګي ګرانه محسوسوي ځکه نو پکار دي چي د غميزو د مقبولولو لره دي د ډېري زياتي فني چابکدستۍ او مهارت نه کار واخستی شي او اولسي خوښي ته پکښې دې خصوصي توجه اوکړی شي. 

 

حوالې او حاشيې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

۱: بوطيقا، د ارسطو د پوئيټکس، ترجمه: عزيز احمد ۳۴ مخ 

الف : تنقيدي نظريې، ډاکټر حسن اختر مکتبه ميري لائبرېري، لاهور،۱۹۸۱ء ، 

۷۵مخ 

۲: دي کرافټس مېن شپ آف دي ون اېکټ پلې از پرس ول وائلډ ـــ جارج اېلن اېنډ 

الون لمټېډ، ۱۹۳۷ء ۳۳مخ

۳: بوطيقا ـ ۹۹ مخ 

۴: نظام کتب خانه ــ از ـــ الطاف، شېخ غلام علي اېنډ منزل، لاهور، ۱۹۷۸ء ۱۸مخ

۵: اوېک ـــ از ـــ تاجور سامري واسشټهـ، ادبي منزل، لاهور ولائل پور، ۱۹۴۳ء 

۱۸مخ

۵ الف : سنسکرت ډرامه اېنډ ډرامه ټسټ ـــ از ــــ کی پي کلکراني ـ ۲۷مخ

۶: پوئټري اېنډ ډرامه، ټی ـ اېس ـ ايليټ، خېبر اېنډ خېبر لمټېډ، لندن، د ۱۲ نه 

۱۵ پورې 

۷: اېن انټروډکشن ټو دي سټډي آف لټرېچر، وليم هنري هډسن، جارج اېنډ جي 

هبرب اېنډ    کمپنی، لندن، ۱۹۶۰ء ، ۱۸۱مخ 

۸: ډرامی کا تنقيدي و تاريخی پس منظر، ډاکټر قرېش، مجلس ترقي ادب

 لاهور، ۴۲۲مخ

۹: اردو مين ډرامه نګاري ، سيد بادشاه حسين حېدر ابادی، ناشر، نذير احمد 

ملک، تاج بک ډپو، اردو بازار لاهور ، ۱۹۵۰ء ۵۶-۵۷ مخونه

۱۰: مضامين عابد،ډاکټر عابدحسېن، 180مخ

۱۰ الف: وګورئی “داروسی” ـــ ترجمه: محمد عزيز مرزا، مجلس ترقي ادب، لاهور

۱۰ب: اردويک بابي ډرامه، پروفېسر فصيح احمد صديقی )څلورم جلد(، علوي بک

ډپوبمبۍ ، ۱۹۷۳ء ۱۱مخ         

۱۰ ج: ماډرن ډرامه، جی، بی، ميرټ، ۵مخ 

۱۱: بوطيقا، ۹۹مخ

۱۲: اسېکټس آف ناول، اي، اېم، فارمسټر، پنکوئن بکس، لندن، ۹۶۳ء ۳۴مخ

۱۳: فنِ ډرامه نګاري اور انارکلی، مکتبه نظاميه کراچۍ، پروفېسر، ۲۳مخ

۱۴: ډرامه نګاري کافن، پروفېسر محمد اسلم قرېشي، مجلس ترقي ادب، 

لاهور، ۱۹۶۳ء ۱۹۳مخ 

۱۵: فنِ ډرامه نګاري اور انارکلي، ۱۹۶۱ء، ۱۱مخ 

۱۶: دی کنسائز انسائېکلوپېډيا آف ماډرن ډرامه، لندن،۱۹۶۸ء ۳۰مخ

۱۷: اردو ډرامه، عبداسلام خورشيد، مکتبه اردو، لاهور، ۴۸مخ  

۱۸: فنِ ډرامه نګاري اور انارکلي، ۱۱مخ 

۱۹: اردو ډرامه نګاري، سيد بادشاه حسېن، تاج بک ډِپو، لاهور، ۱۹۵۰ء۶۰مخ 

۲۰: دی ايليمنټس آف ډرامه، جی ــ اېل ــ شټائن، کېمرج، ۱۹۶۰ء ۲ مخ

۲۱: کندمالا، دن نګااچاريه، ترجمه: صمداني نقوي، انجمن ترقي اردو کراچۍ، 

۱۹۶۷ء )۵۴ ــ ۵۵ مخونه 

۲۲: انيس شناسي، مرتبه : فضل امام ،انيس کی ډرامه نګاري( شان الحق حقی، 

)۴۰مخ

۲۳: دی کنسائز انسائيکلوپيډيا آف ماډرن ډرامه، ۳۰مخ 

۲۳الف: انوکها سنسار، عشرت رحماني، شمه بک ډِپو، دهلي، ۱۸مخ

۲۴: ادبِ لطيف ،ډرامه نمبر، جلد ۳۹ـــ شماره نمبر۱، ۲۸مخ 

۲۵: کوشواره، عشرت رحاني، ملک دين محمد اېنډ سنز، لاهور، ۱۹۵۵ء۴۹مخ

۲۶: اسلامی ډرامې، باسط سليم صديقي، ګوشه ادب، لاهور، ۱۹۵۱ء ۱۱مخ

۲۷: رېډيو ډرامه، شمشاد سيد/ امين اختر، ادراه فروغ اردو، لاهور، ۲۹ ــ ۳۰ 

مخونه

۲۸: رېډيو ډرامې کی اصناف، ۱۰۲مخ

۲۸: الف: رېډيو ډرامې کا فن، مکتبه جامعه لمټېډ، دهلي ۳۱۱مخ 

۲۸: ب: شيش محل اور دوسری ايک ايکټ کی ډرامې، حکيم شجاع پاشا، ۶مخ

۲۹: دی ګرافټس مېن شپ آف ون اېکټ پلی، پرسېول وائلډ، لندن، ۱۹۳۷ء )د۳۷ 

نه ۴۱ مخونه 

۳۰: هم دغه مأخذ، ۳۸مخ 

۳۱: اردو يک بابي ډرامه )څلورم جلد( علوي بک ډِپو بمبۍ، ۱۹۷۳ء ۸۲مخ

۳۲: ډرامه نګاري کا فن، ۲۲۷مخ 

۳۳ ـــ ۳۴: ادبي )ډرامه نمبر(، حزينه ډارمې کی مقبوليت از سيد وقار عظيم ، 

جون /جولائی ۱۹۳۵، ۷۴مخ

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba