ليکوال: رشيد احمد
د مجلې ګڼه:۸مه
د مجلې د چاپ نېټه:جولائي ستمبر ۲۰۱۵
کله چي دانساني ابادۍ د زياتون او زرعي مځکو او دهغې د پيداواري صلاحيت کمبوت انسان دخوراک دکمي سره مخ کړو نو هغه نوري وسيلې لټول شروع کړې داسي وسيلې چي دكومو په بركت هغه دلږې مځكي نه ډېر پيداوار ترلاسه كولو جوګه شي.او دغه تحقيق،زغل او كوشش انسان ته چي كومي فائدې اورسولې په هغو كښې د مځكي نه زيات پيداوار اخستو دپاره'' سرې'' او ''مشينان'' شامل وو او هم دا رنګه انسان د زرعي ترقۍ سره سره صنعتي ترقي شروع كړه.نوي نوي مشينان ايجاد شول حالت بدل شول .
د تخليق دغه عمل د انساني فکر بدلون هم ؤ او هغه د قديمي علومو،فکرونوعقيدو ته د شک په سترګه کتل پېل کړل. د کومي بنياد چي په محکومي ،مجبوري او تقليد وو. او داسي علوم خورېدل شروع شولې نۀ يوازي ازادي،مساوات،خپلواکي ،خودشناسي او انساني زړۀ سواندي په شان دولت نه ډک ؤ.
دپيداواري وسائلو د بدلون او نوو علومو د خورېدلو سره نه يوازي جبر،جاګيرداري،امريت،تهذيبي جمود،کليسائي مشري او د مذهب په نامه تعصب ټوټې ټوټې کړل بلکې هغه اقدار او رشتې يې هم کمزوري کړې دکومو تعلق چي ددغه وسائلو سره وو. د نوي پيداواري وسيلو سره قديم طبقاتي نظام او اقدار ،حدبندو او رشتو سره يوه نوې مېنځه ګړې طبقه (متوسطه)په وجود کښې راغله.
نو ضرورت ددې دخبرې پيښ شو چي په حقيقي نقطه نظر او فلسفيانه ژور والي سره د سماج داخلي او خارجي قوتونو په پس منظر کښې د ژوند نوې معني،اقدار داسي ولټولی شي چي د انسان پيدايشي حق،ازادي او نساواتو تحفظ پکښې اوشي او دژوند امکان هم په نظر راشي.ددغه هرڅه د بيان دپاره زاړه ادبي اصناف او روايتي قصې او داستانونه مناسب نه ښکارېدل .نو په دغه نثري بيان کښې هم چي کوم ندرت،نوی والی او بدلون راغی نو دغه صنف ادب ته د ناول نامه ورکړی شوه.
په بيانيه نثر کښې دغه بدلون هم ناڅاپي يا يودم نه ؤ. دا ورو ورو د وخت سره راغی. او ددې ثبوت په شپاړسمه او اوولسمه صدۍ کښې ليکلي ادب کښې څرګندېږي. ډان کوئيکزوټ(Don Quixote) ١٦٠٥-١٥ ء کښې دغلته بدلون ډېر جوت لېدای شي.
ناول او داستان: په ناول او داستان کښې ددغه تضاداتو باوجود په بيان واقعه،کردار ،ماحول او اظهار بيان کښې يو شان والی موجود دی.په ناول کښې ددغه عناصرو مترقي او جديد شکل وړاندې کولای شي.
په ناول کښې انسان ته مرکزيت حاصل وي او دهغه نه چاپيره واقعات بڼلی شي. او ددغه تعلق په بنا د ژوند معنوي،داخلي او خارجي رشتې ،ريښې او دحقيقتونو لټون کولای شي. ددې کبله اکثر ناول ته Novel of Charactersهم ويلای شي.
ناول: د داستان نه يو څو ځانګړتياوي لري، هغه دادي، حقيقت نګاري،د کردار اهميت،او فلسفيانه ژور والی. حقيقت خو په څه نه څه ډولپه داستان کښې هم موجود وي او دفکري زغل نه ناول هم خلاص نه دی . ولي په داستان کښې ځيني داسي د عقل نه ماورا يا محيرالعقول واقعات او کردارونه وړاندي کولای شي، د کوم چي د حقيقت سره هيڅ نزدې والی نۀ وي. او عام حقيقتونه په داسي انداز کښې وړاندي کولای شي چي حقيقت پکښې مجروح شي او دهغې يو اړخ په نظر راځي. ددې په مقابله کښې په ناول کښې کردار ته زياته توجه ورکولای شي. واقعات په حقيقي رنګ کښې پيش کولای شي.چي ذهن يې قبلوي او حقيقت ته نزدې څه چي حقيقي وي. ددې کردارونه ژوندي انسانان وي او واقعات د کردارونو تابع وي. د داستان په مقابل کښې دلته د کردار په اسباب و علل هم رڼا اچولای شي.
ناول او فسانه: د داستاني ادب دې صنف په پښتو ادب كښې ډېره وده موندلې ده. او په پښتو كښې لنډه قصه يا افسانه ډېره مشهوره ده. افسانه د ژوند په يو اړخ ليكلای شي ، يوه موضوع لري. دناول په مقابله كښې موږ داسي ويلای شو چي كه ناول دسترخوان دی نو افسانه په هغې پروت يو توكی دی. بس دغه هومره فرق يې دی.ناول دټول ژوند احاطه كوي ولي افسانه د هغې د يو اړخ نمائندګي كوي. او س ناول يا د افسانې اوږد والی څومره پكار دی. نو دا لا چا ټاكلي نه دي.
پوهان د اندرېګائډ يوې قصې ''لافاني'' ته ناول وای . ولي د دې هومره يوه اوږده قصه''دي ډوئل'' چيخوف ليكلې ده چي هغې ته افسانه ويلای شي. هم دا رنګه د ليو ټالسټائي ډېري اوږدې قصې دي خو په يا افسانو بللی شي.
خو دا منلې خبره ده چي ناول اوږد وي او د ژوند د مختلفو اړخونو او مسئلو احاطه كوي، ددې په مقابل كښې افسانه لنډه وي او د ژوند د يو اړخ يا يوې مسئلې احاطه كوي او په ټوله افسانه كښې فكري يووالی موجود وي.
د ناول عناصر
1. قصه: د مرکزي خيال وړاندي کولو دپاره ناول نګار د قصې نه مرسته اخلي. کوم ته چي اي ايم فوسټر د ناول دملا تير وای.
هډسن هم وای '' ناول کښې نور څه وي او کنه قصه به ضرور وي.''
قصه په اصل کښې د انسان قوت اظهار ته ويلای شي.ناول نګار چونکې د دنيا واقعات وړاندي کوي نو دهغې دپاره قصه ضروري ده. يوازي په مړو کردارونو ښودلو ناول نه پوره کېږي. کله چي کردارونه حرکت کوي نو قصه به جوړېږي. د قصې دپاره نقطه اغاز او انجام داسي ضروري خبره نۀ ده. بلکې د ادچرته نه شروع کېدای شي. ديوې ښې قصې اصل راز د قصه ويلو په ګر کښې دی.
قصه د چرته نه هم شروع شي او چرته هم ختمه شي.مګر په دې کښې د اغاز او اختتام يو حس يا فکر موجود وي. قصه شروع شي،بيا عروج ته رسي او دهغې نه پس انجام مومي. واقعه د يوې نه پس بله پېښېږي نو داسي د وخت تعين هم کېږي يعني مقام او وخت يا زمان او مکان پخپله ښکاره شي او ددې تعين کول ضروري هم وي.
د قصو هم ډېر قسمونه دي مګر په عمومي ډول په دوه قسمه کښې تقسيمولای شي.
1. نېغه قصه ( لکه خط مستقيم) واقعات ديو سر نه شروع شي او په بل سر ختم شي .
2. درې ګوټي(مثلث) لکه درې تنه،هېرو،هېروئن،او رقيب
2. کردار نګاري:د قصې واقعات چي د چا په وجه پېښېږي هغه ته کردار ويلای شي. کردارونه د مرکزي خيال سره تخليق کېږي. او ناول نګار د داسي کردارونو انتخاب کوي. دکومو نه چي متاثره وي.لوستونکي حقيقي کردارونه خوښوي نو ځکه ناول نګار د کردار،مرکزي خيال،دکردار د نفسياتو او لوستونکي د خواهش هم خيال ساتي.
کردارونه په دوه ډوله څرګندولی شي
۱:بيانيه،تشريحي
۲:ډرامائي انداز
په وړومبي کښې ناول نګار د کردار نفسيات او عمل بيانوي او ورسره خپله تبصره هم د وخت او ځائ په مناسبت سره کوي. او داسي ځيني وخت يو واقعه هم د کردار په ډول خپله کړي.
په ډرامائي طريقه کښې کردار د خپلو خبرو يا مکالمو په ډول پيژندی شي.
په وړومبې طريقه کښې ناول نګار مرکزي کردار نه کوي بلکې ناول نګاري کوي خو په دويمه کښې هغه ناول نګار بهير کړي او پخپله متکلم شي. يعني کردار شي.
دعمل په اعتبار سره کردارونه په دوه قسمه کښې وېشلی شي.
١.سپاټ کردارونه (FLATE)
٢.مدرر(ROUND)
ساده کردارونه د ژوند يو اړخ وړاندې کوي. په اولسمه صدۍ کښې به يې دغه رنګ کردارونو ته ظريف کردار ويلو. بيا يې ورته ټائپ يا نمونه او اوس ورته خاکه (CARICATURE) ويلای شي.
سپاټ يا ساده يا خاص کردارونه د يوخاص صفت ښودلو دپاره سازولی شي.که چرې ''نيک ''وي نو تر اخره ''نيک'' وي. او که'' بد'' وي نو تر اخره ''بد'' وي. داسي کردارونه پاخه وي او ارتقاء نه کوي.د شروع نه تر اخره پوري په يو رنګ وي.
کله چي په ساده کردار کښې د يوې نه زياتي خوبۍ يا صفات پيدا کړی شي نو هغې ته مدرر(ROUND) کردار ويلای شي. په دې کښې ډېري انساني خوبي وي او د يو شخصيت بېل بېل اړخونه وړاندي کوي.نور هم متاثره کوي او داسي کردارونه اقدار،عصر،انفرادي او اجتماعي خصوصياتو د نظر لاندې سازولی شي.دادحقيقي ژوبد سره نزدې والی لري. او د لوستونکو د دلچسپۍ وړ وي. هم ددې کردارونو په وسيله ناول نګار خپل نظريات وړاندي کوي.په ساده کردار کښې د کردار موجودګي د ناول نګار مخې ته وي. ليکن په مدرر کردارونو کښې هغه ساته شي او کردار مخې ته راشي.او دغه رنګه د هغه خيالات په لوستونکي اثر کوي.
۱:مکا لمه نګاري:مکالمه د کردار د احساساتو ،جذباتو،خواهشاتو او فکر ترجماني کوي. دا د پلاټ په ارتقاء کښې مرسته کوي. دحادثاتو او واقعاتو تشريح کوي،د ناول نګار د نظرياتو د اظهار او مقصد حاصلولو ''اله'' وي.مکالمې ښې هم وي او بدي هم. خو دا د ناول په اصل پلاټ کښې داسي ځائ شي چي د هغې برخه ښکاري او دپلاټ د ارتقاء او کردار او واقعاتو په تشريح کښې مدد کوي.مکالمې دکردار په تشخص او شخصيت کښې خوند پيدا کوي.
۲:منظر نګاري:منظر نګاري نه يوازي قصې ته تحريک وركوي بلكې دا يوخاص قسم له جذباتي او نفسياتي حالت هم ښيي (رشيد امجد١٩٨٥) ځيني وخت ځيني ښه ټكي په بې رنګه او بې خونده قصه كښې هم خوند رنګ پيدا كړي او كله كله د ليكوال لږه بې فكري د يوې قصې سين يا منظر بې خونده او بې رنګه كړي.منظر نګاري په قديمو داستانونو كښې هم وه او داستان ګو به دې پله ښه توجه وركوله او هغوی به د رنګ رنګ كردارونو او منطرونو انځور ګري په ټكو كښې كوله . په ناول كښې هم منظر نګارۍ ته پوره توجه وركولای كېږي او هم دغه زمان اومكان هم ټاكي.(علي عباس حسيني ١٩٨٧)
۳:جذبات نګاري:ددې تعلق دکردار سره وي . اوکردار چونکې د دنيا سره تعلق لري نو ځکه په انساني جذباتو کښې غم او خوشحالي دوه داسي توکي دي چي اثر يې ډېر زيات وي .ځيني قصې د خوشحالۍ وي چي ورته طربيه ويلای شي نوري غمژني وي او ورته حزنيه ويلای شي.جذبات نګاري چي د فطرت سره سمه وي نو د د لېکوال کمال وي. ځکه چي پدې کښې د عمر،وخت،نېټي ،موسم،سيمي د خلقو رسم ورواج او طبعي خويونو خيال ساتل ضروري وي او ددې دپاره ښه مشاهده هم ضروري وي.
۴:اسلوب: دښه ناول خوبي او دهغې دکاميابۍ کنجۍ د هغې د قصې په بيان کښې ده.چې په ښه ډول په ښو ټکو کښې قېصه بيان شي. دا خوبي څه خو وهبي ده او څه کسبي يعني محنت مطالعې او مشق سره هم حاصلېدای شي.د يو ناول ژبه چي څومره ساده وي نو هومره پرې خلق ښه پوهيږي. ددې ژبه نه خو ډېره ادبي پکار ده او نه بالکل ساده د لاري کوڅې. داسي چي لوستونکی پرې پوهېږي او هغه ستړي والی يا ستوماني محسوس نه کړي
۵:مقصد حيات: د ادب او مقصد خپلو کښې د نوک او ورۍ رشته ده .ناولنګار ديو خاص مقصد دپاره ادب تخليق کوي. کوم خلق چي ادب دپاره د ادب کار کوي نو هغه هم څه نه څه مقصد لري. ديو ناول مقصد داسي وي لکه موږ چي قصه لولو نو دهغې اثر زموږ په ذهن کېږي او داسي لوستونکی خپله نتيجه اخذ کوي. او که داسي او نۀ شي نو بيا داغوره نشي ګڼلی.
د ناول قسمونه
لکه څنګه چي ژوند متنوع دی او د ژوند رنګونه بېل بېل دي هم داسي د هغې دوړاندي کولو انداز په ناول کښې مختلف دی. دمواد ،تکنيک او هيئت په لحاظ ددې ليک او پيشکش دواړه مختلف دي. او هم داسي په قسمونو يا شکلونو کښې وېشلی شي.
دګرانۍ او مشکل سره سم بيا هم د ناول دغه قسمونه پيژندلی شي
• واقعاتي ناول دا د ناول ساده قسم دی. چي په هغې کښې د قصې او خوند ټوله اډاڼه په واقعاتو وي. دلته واقعات کردار سازوي. ناول نګار واقعاتو ته زياته توجه ورکوي او قصه په وړاندي ځي. دا ناولونه په عمومي ډول طربيه وي.
• سيرتي يا کرداري ناولونه په دې کښې د واقعاتي ناول په نسبت په کردار سازۍ زور ورکولی شي. او واقعات د يو کردار د اړخونو تشکيل کوي. په داسي کردارونو کښې هغه ټولي خوبۍ وي کومي چي د کردارونو خاصه وي. د داسي ناولونو کردارونه اکثر ساده وي او پلاټ يې هم سست وي. د ناول موضوع عموماً د اوصولو او سماج تر مېنځه کشمکش وي او اخر اوصول ګټه کوي. او داسي ددې انجام هم طربيه وي.
• حادثاتي ،مهماتي يا صحافتي ناول په داسي ناول کښې واقعات او سيرتي دواړه قسمه ناولونو خوبۍ موندی شي په دې کښې د قصې نه قصه را اوځي. په هغې کښې د تسلسل او دلچسپۍ عناصر شاملولای شي. او په يو ښه انجام پای شي.په محماتي ناول کښې کردارونه ديو نه پس بل مهم ترسره کوي او دحادثاتي نه پس بله حادثه وي. دکردارونو په اسباب او علل بحث نه کېږي. او نه کردارونه د ارتقائي عمل نه تېرېږي. داسي د مختلفو اړخونو څرګندويه وي.
• اصلاحي يا مقصدي ناول ديو خاص مقصد دحصول دپاره تخليق کولای شي. او د کردار او واقعاتو انتخاب د هغې دپاره کولای شي.په داسي ناولونو کښې قصه اوپلاټ فطرتي نۀ وي بلکې د رواړلو احساس پکښې وي. کله کله داسي ناولونه د اخلاقي نظرياتو او تبليغ دپاره تخليق کولای شي.
• تاريخي ناولونه دا ناول هم څو قسمه وي لکه د يو تاريخي شخصيت يا يوه واقعه وړاندي کولای شي او يا د دور يا ديو ملک تاريخ پکښې وړاندي کولای شي.په دې کښې نه صرف د تاريخ مطالعه ضروري ده بلکې د هغه دور حالات و واقعات هم په نظر کښې ساتل شامل وي. او د ليکوال دپاره د تخيل دومره قوت پکار وي چي دغه تاريخي واقعات داسي وړاندي کړي چي لوستونکی يې ژوندي محسوس کړي. تاريخي ناول لکه د مصورۍ او شاعرۍ د فنکارۍ يو ښائسته امتزاج وي. په دې کښې کله چي ځيني واقعات پټ وي نو ناول نګار زيات ازاد وي او کله چي واقعات معلوم او څرګندوي نو ليکوال پابندوي.
• نفسياتي ناولونه داسي ناولونه د چا ذاتي ژوند ښيي. او د هغه نفسيات وړاندي کوي.په دې کښې کردار پخپله قصه لكه د سترګو ليدلی حال ،دخپل ژوند په ډول وړاندي کوي. هغوی چي څۀ ليدلي کتلي وي او د څه نه اغيزمند شوي وي، هغه څه ښکاره کوي چي معاشرې ورسره څه سلوک کړی وي او دوی څه کړي وي.غرض دا چي دا دشعور،تحت الشعور، دټولو حالاتو او کيفياتو څرګندويه وي. په داسي ناولونو کښې واقعات د پلاټ په ترتيب کښې دلچسپي نۀ پيدا کوي ددې په ځائ د کردار نفسيات د قصې دلچسپي پيدا کوي.
• روماني ناول داسي ناولونه د انساني تخيل نتيجه وي. د ژوند عام واقعات او کردارونه د تخيل په زور داسي پيش کولای شي چي لوستونکی يې په کتو حيران اوپريشان شي او خوند ترې واخلي. د ژوند عام واقعات چي لوستونکي ليدلي نۀ وي په ناول کښې اوويني ،حيران شي په داسي ناولونو کښې سائنسي حقائق هم وړاندي کولای شي.
• سماجي ناول دا ناولونه معاشرتي ناولونه هم بللی شي. په دې کښې رسم ورواج ،وادۀ، خوشحالي،غم،ښه او بد بيانولای شي.
• جاسوسي ناولونه په دې کښې ددغه تېرو ټولو ناولونو خوبۍ موجودي وي. ليکن د تکنيک په لحاظ دا داسي پيش کولای شي چي د جرم او مجرم نه شروع شي او په سزا جزا ختم شي. په دې کښې رازونه هم لټولای شي . دجرم او مجرم نفسيات ،دهغه دکردار په رڼا کښې څېړلای شي. داد زمان ومکان د قيد نه هم ازاد وي. ددې ټولو ناولونو انجام يو شان وي يعنې جرم معلومول او مجرم له سزا ورکول وي په دې کښې تر اخره تلوسه ساتلای شي او هم دغه ددې روح وي. په اخره کښې ټولي کړۍ د يو بل سره ميلاوي شي او د قصې پای شي.
د ناول شعور اواغازپه بر صغير او پښتونخوا کښې
دناول اغاز او شعور زموږ په دې سيمه كښې څنګه پيدا شو، وده يې اوكړه او رجحان يې په څه ډول وړاندي شو.ددې څه وجوهات وو، دلته به ددغو لنډ او جامع جاج دلته واخلو:-
۱:سياسي اثرات کله چي فرنګی برصغير ته راغلو حکومت يې تر لاسه کړو. نو هغه دلته خپل تهذيب ،ژبه او ثقافت هم راوړل.هغوی ددې سيمي رسم و رواج،کرکرونده،د تګ راتګ زريعې ،لاري سړکونه او تعليمي نظام هرڅه د ښو او ډېرو ګټو ترلاسه کولو دپاره په کار راوستل. هم دغه رنګ يې په اولس کښې يو قسم سياسي شعور هم راپيدا کړو. هغوی که دلته ترقي راوستله نو ورسره يې د دې سيمي د اولس نه هم څه غوښتني کولې. دلته سياسي شعور په اولس او ليکوالو کښې پيدا شو. او هم دغه سياسي بدلون دخلقو سوچ او فکر بدل کړل. او هم داسي په دغه فکر رابيدارولو کښې باشعوره او او دوخت د نزاکت ادراک لرونکي ډلي د ناول نه کار واخست.
۲:تمدني اثرات کله چي انګريز دلته راغی .حکومت يې ترلاسه کړو. نو هغه ځان دنورو قامونو نه متمدن ګڼلو. اوخپله ژبه او ثقافت يې دلته رواج کړل. او هغه به يې دنورو نه غوره ګڼل. خو کله چي د ١٧٧٣ء قانون دلته نافذ شو. نو عام سړي يا وګړي د خپلو حقونو او فرائضو احساس اوکړو.کوم چي په اګاهو قصو او داستانونو کښې موجود نه وو. ليکن د فرد د ازادۍ او مساواتو دا قصه به نيمګړې پاتې شوې وه که چرې په ١٨٥٨ء کښې يې د حقوق تصديق نه وای کړی. چي ددې خبري اعاده يې اوکړه چي د رعايا په لحاظ دا نسل او قام په ازادۍ سره زموږ په نوکرۍ کښې هغه عهدې هغه موندی شي کومي چي هغه دخپل علمي،لياقت او ديانت سره په ښه توګه ترسره کولای شي. دامقامي خودمختاري محدوده وه خو د جمهوريت پله يو قدم ؤ. او دغه رنګه ددې سيمي اوسېدونکو ته د خپلو اجتماعي مسئلو او د هغې د حل موقع تر لاسه شوه.
ناول هم ددغه شعور منت بار دی.
۳: معاشي حالات دلته د پيداواري وسيلو بدلون ددې ملک معاشي نظام متاثره کړو. په قديم کښې د خلقو انحصار په کليوال ژوند ؤ.ليکن سياسي بدلون او زرعي نظام کليوال ژوند متاثره کړو. او پاتې کسر د يورپ زرعي ترقۍ او صنعتي انقلاب پوره کړو.د انګريز راتګ په دې سيمه دوه کرداره ترسره کړل اول تخريبي او بيا تعميري. که يو اړخ ته يې دا معيشت تباه کړو نو بل اړخ ته يې ورته د ترقۍ او تعمير وسله په لاس ورکړه او د نوي دور پله يې ورله مخه کړه. هم داسي دلته مختلف تحريکونه شروع شول . څه معاشي،څه معاشرتي،څه د ژبو او څه د قامي ازادۍ. کوم چي د ناول په وده کښې هم اغيز مند وو اولېکوالو ناول ته ترجيح ورکړه.
۴:تعليمي نظام انګريز په دې سيمه دخلقو ذهني غلامي د طبعي غلامۍ نه غوره او ګټوره ګڼله نو ځکه يې په ١٨٣٣کښې د فارسي ژبې سرکاري درجه ختمه کړه او اول انګريزي او دويمه ژبه يې اردو رواج کړه. او د ماضي او خپل تاريخ سره يې ورله اړيکي اوشلولې.
هنټر هم ددې خبري اعتراف کړی دی '' د هندوستان قديم تعليمي نظام اګر چه زموږ نه دلاندي درجې ؤ خو تربيت دومره بد نۀ ؤ چي کرکه ترې اوشي. ځکه چي هغه د اعلى دماغي تعليم و تربيت اهل ؤ. دهغې بنيادونه په ناقصو اوصولو نو وو. د هغې د تعليم دا طريقه زړه وه ليکن ددې خبري نه برتره وه. مسلمانانو به په دغه طريقه تعليم او اعلى قابليت دنياوي برتري حاصلوله.
مغربي علوم او تعليم که يو اړخ ته يې ذهنونو ته نوی افق د فکرو خيال نوي زاويې ورکړې. جديد نظام تعليم د ازادي رائې او اجتهاد کوم رجحان تر لاسه شو.
مولوي نذير احمد د هغې په حقله داسي وای'' اګر چه ما سائنس په شوق سره اونۀ لوستلو،ليکن د معلوماتو د وسعت رائې،د ازادۍ،ټالريشن(برداشت)تعديلِ د حکومت په ريښتنې خير خواهۍ، اجتهاد،علمي بصيرت دا څېزونه د تعليم عمده نتيجې دي. په حقيقت کښې د ژوند شرائط دي. ما په کالج زده او حاصل کړل.'' حقيقت دادی چي زموږ جديد ادب د مغربي علومو او تهذيب منت بار دی. دکوم بنياد چي په انسان دوستۍ، مساواتو،وسيع القلبي،سياسي او مذهبي ازادي،اتحاد،حب الوطني د تحرير او تقرير ازادي باندي دی. جديد ادب کښې دا صفتونه د مغربي ادب په ذريعه پيدا شول. او د يو ادب دغه خصوصيات د ناول پيش خيمه دي.
ناول نګار يو وسيع او خورورسماج تخليقوي. ليکن په قديم نظام کښې ددې غلبه او ددې وجود ممکن نه ؤ.په جديد نظام کښې ددې ګرفت سست شو او دا د فرد د ذ ات پوري محدود شو.مذهب د سړي ذاتي معامله ګڼلو سره د تعصب په ځائ رواداري،او وسيع القلبي واخستو. چي د يو وسيع سماج خصوصيات دي. د اردو وړومبی ناول نګار هم د يو کټر مذهبي کېدو باوجود مذهب د سړي ذاتي معامله ګڼي.
جديد تعليم دا يو کار اوکړو چي د عقيدې عمارت يې اوجړقولو تر دغه وخته به د مشرانو خبري،د مذهب په نامه غلط روايات اورسمونه هم داسي تسلېم کولی شول. ليکن سائنسيو تنقيدي شعور او تخليقي نظر پيدا کړل. تشکيک ته موقع ميلاوه شوه او د مذهب نه د بغاوت رجحان زيات شو . په مذهبي ميدان کښې هم اصلاحي او حقيقت خوښونکي تحريکونه په وجود کښې راغلل. په هندوانو کښې برهمو سماج،اريه سماج،راماکرشن مشن او په مسلمانانو کښې وهابي تحريک ددې احساس او اګاهۍ نتيجه وه. په دې تحريکونو او مذهب کښې د سړي ذاتي معامله ګڼلو نتيجه داشوه چي تر دغه وخته ادب د مذهب د بوج لاندې ؤ. د اجتهادي خيالاتو علمبردار شو او هغې ته د خپل خيال ازادي تر لاسه شوه.
۵:پريس کله چي انګريز دځان سره پريس راوړو. دلته دکتابونو د اشاعت سره سره د صحافت اغاز هم اوشو. اخبارونه او رسالې خورېدل شروع شول. د ازاد صحافت حق تسلي کړی شو او انګريز فکر کولو چي د علم د ازادۍ او خورېدو سره به زموږ حکومت مضبوط شي . وهمونه به ختم شي نو ځکه هغوئ پريس له ازادي ورکړه او دا رنګه ناول هم په خورېدو شو.
بر صغير کښې وړومبی ناول او ناول نګار ''مولوي نذير احمد''
مولوي نذير احمد د اصلاح غوښتونکو د هغه ډلي سره رشته او تعلق لرلو چاچي د ماضي روايات او دحال متحرکو ترقي پذير عوامل او عناصرو په مدد سره د مستقبل امکانات روښانه غوښتل او ديو مهذب سماج جوړولو خواهش يې لرلو. مهذب سماج هغه وخت ممکن کېدای شي. يو بنده خپل ذاتي حقونه دلاسه ورکړي.
دهغه کمال دادی چي داسي دور کښې چي تهذيب او سماجي اقدار ښکاره نۀ ؤ. او د ډېر غور او فکر نه وروستو هغوی هغه بنيادي کړۍ اولټولې دکومو په اصلاح چي قام اډاڼه ؤ. او دهغې اهميت معلوم ؤ دکومي د تنظيم او تهذيب نه وروستو چي د نور څه ضرورت نه پېښېږي.
مولوي نذيد احمد هم ددغه ضرورت او اهميت او د قام د اصلاح دپاره ناول غوره اوګڼلو او وړومبی اصلاحي ناول ''مراة العروس'' يې تخليق کړو. د دغه ناول نه وروستو هغه نور ناولونه هم تخليق کړي دي. د هغه وړومبی ناول د ''نقش نګين'' په نامه ميا حسيب ګل کاکا خېل ترجمه کړی ؤ او دهغه دويم ناول ''توبة النصوح'' دی کوم چي هم په دغه نامه ميا محمد يوسف کاکاخېل ترجمه کړی ؤ. هم په دغه حالاتو کښې ناول د پښتو ادب سره پيژندګلو اوکړه.
ناول په پښتو کښې
د مولوي نذير احمد نه وروستو په بر صغېر کښې هر قسم ناولونه اوليکلی شول. ولي په پښتو کښې ددغه ترجمه شوي ناولونو نه وروستو په افغانستان کښې هم دګوتو په شمار ناولونه ترجمه شول. دکال ١٩٤٠ء پوري په پښتوکښې چا دې اړخ ته توجه اونۀکړه او نور محمد ترکي ته دا توفيق نصيب شو چي په خپله ژبه کښې د اولس د اصلاح دپاره د پښتنو د ماحول سره سم ناول اوليکي.او هم دغه دپښتو وړومبی طبع زادناول ؤ. او داشان د نور محمد ترکي نه وروستو ورو ورو پښتوناول ليکلو ته د ليکوالو پام شو. نورمحمد ترکي پخپله پنځه ناولونه اوليکل صاحبزاده ادريس ،ميا سيدرسول رسا او ډاکټر شيرزمان طائزي څو ناولونه پښتو ژبي ته پيرزو کړل.د وړومبو طبع زادو ناولونو بڼه هم اصلاحي وه.
د ناول ليكلو رجحان ډېر كم دی او په دغه تېرو د سلو نه زياتو كلونو كښې ټول ټاله دوه سوه(٢٠٠) طبعزاد ناولونه لا نۀ دي ليكلي شوي.نن صبا په پښتو ژبه کښې د ناول ليکلو رجحان زيات شوی دی. او دغه رجحان حوصله افزا دی. او طمع کېدای شي چي دا صنف دوخت سره ترقي اوکړي او ښه ښه شاهکار ناولونه د پښتو ادب په برخه شي.
پښتو كښې مترجم ناولونه
ناول د پښتو سره د مولوي نذير احمد داصلاحي ناولونو ''مراةالعروس'' او ''توبةالنصوح''د ترجمو له كبله اشنا شو. ددې نه وروستو په افغانستان كښې څه ترجمې اوشوې خو بيا تر ډېري مودې د ترجمو كار ډېر سست وو خو روان وو.په يو وخت كښې د يو خاص غرض دپاره د نسيم حجازي ټول ناولونه ترجمه شول او بيا دغه د ترجمو لړۍ روانه شوه خو بيا هم تر اوسه ټول شمار سلو(١٠٠)ته لا نه دی رسېدلي. په دې وروستو ورځو كښې د ترجمو كار لږ تند شوی دی او دپښتو ژبې نوموړې براډكاسټري محترمه صفيه حليم د انګريزي ژبي نه مشهور ناولونه پښتو ته را اړولي دي.
حوالې
1. نذير احمد چاليسوان لکچر ١٩٠٣،لکچرون کا مجموعه مفيد عام پريس اګره ١٩١٨،مخ ٤١٩.
2. هنټر دهندوستان مسلمانا ن مخ ٢٠٧
3. رشيد امجد،اردو ناوِل مين منظر نگاری،جريدہ۱۹۸۵ ء،مخ۲۸۱ تا ۲۸۸
4. علي عباس حسېني،ناوِل کې عناصرترکيبي،ناوِل کيتاري خاورتنقيدايجوکېشنل بکهاوس۔عليګړهـ،۱۹۸۷ءمخ۶۱تا۶۷
5. عظيم الشان صديقي، اردو ناول (١٩٥٧ تا ١٩١٢ء)،اغازو ارتقاء،ايجوكيشنل پبلشنګ هاوس دهلي
6. محمد حسن،ډاكټر،ډاكټرنورالحسن فاروقي،ناول كيا هی؟.دانش محل امين الدوله پارك لكهنو،١٩٤٨ء.
7. ټيري ايګليټن، دي انګليش ناول اين انټروډكشن،بليكويل پبلشينګ، اسټريليا ٢٠٠٥ءمخ ٨.
8. فوسټر،اي.ايم.،اسپكټس اف ناول،١٩٢٧ء.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ