ليکوال:         فاروق سرور

د مجلې ګڼه:۸مه 

د مجلې د چاپ نېټه:جولائي ستمبر ۲۰۱۵

د دغه نېک کار دپاره د کلي برېتور خان دا هم ورته ويلي ؤ چي د چرۍ توپک به درکړم ، ډېر ښه دی ، دم دستي به دي کار په وشي خو د خلګو له وېري دۀ د چرو توپک نه سو ګرځولای ، حالانکه د دۀ د چرۍ نښان هم ښه ؤ . بل بيا خلګو به هم ورباندي خندل چي لوی په تورو برېتو سړی ګوره او د کوچنيانو توپک ګوره ، البته په غُلېل څوک نه ورباندي خبرېدی ، ولي چي دۀ به په پټو کښې کړی او چا دا نۀ شو ويلای چي دۀ نو په څادر کښې څۀ ايښي دي .

د غرمې وخت ؤ ، دا مهال د کلي په خالي کوڅو کښې يو دی ؤ او بل سپېرې دوړي وې چي دواړه لکه کړهاندي ارواوي پرله ګرځېدل ،را ګرځېدل ، دوړو خو خورا شور جوړ کړی ؤ ،د ورارو ، بورو او کونډو ښځو په شان په چيغو او ماتم وې ، خو دی خاموشه ؤ ، البته سترګي يې نۀ وې خاموشي او د چا په لټون وې او دې شي څرګندوله چي دی له دننه ډېر ناکراره دئ او خورا سره خوړل کېږي هم .

ناڅاپه يوه ناره شوه چي دا يو مرغه معلومېده. دغسي هغه په خپل ځائ  وچ ودرېد او مخ يې تک سور شو . سترګي يې داسي وبرېښېدې لکه لېوه چي په غرۀ کښې د يو کمزوري وري ږغ واوري ، هم هغه وری چي دی يې په انتظار وي او خله يې له اوبو ډکه شي چي کله به يې د نس شومه کوم .

اوس تورک پوهېدی نۀ چي دا ږغ له کومه راغی ، ځکه نو هغه وار دواره سترګي پټي کړې چي اندازه ولګوي چي د ږغ ځائ  چېري دی ، خو پای يې مغزو کار وکړی چي ږغ د ميرک اکا له باغه را روان دی ، ځکه نو دغسي ، په هغې خوا په بل مخ په منډه سو . 

کمال دی ، داسي چمونه به هلکانو کول ، تورک د بچيانو پلار ؤ، لوی سړی او اوړ مرغه په غُلېل وهل ، له هغه سره د يو معمولي مرغه وژني ګرسره خوند نۀ کوي ، خو د دۀ لېونتوب دا څرګندوله چي ددۀ او مرغه تر منځ يو څۀ دي او قصه معمولي هم نۀ ښه غټه ده . څۀ ده او ولي ده ، په دې نو دی ښه خبر ؤ .

دا ساعت دۀ منډي وهلې ، په تېز باد کښې ملګرو دوړو هم په ځغاسته کښې مقابله ورسره کوله ، خو دغه مهال له خپله لېونتوبه دی ورباندي زورور ؤ او مخته ؤ .

 بياهم يوه زوروره او کلپه سپين سترګې دوړه داسي په پسې وه ، خاص لکه بلا ، خو دی په خپله بلا ؤ ، بلا به له بلا څۀ وېرېده .

کلی خورا زرغون ؤ او ټول کورونه له درختو ډک وو . دا وخت داسي ايسېده لکه د کلي دېوالو چي سترګي کړي وي چي خورا حېراني وي چي دا تورک ولي په لېونتوب دی؟ او د دېوالو په شان درختي هم ګوته په غاښ وې، ځکه نو په نارو وې او له يو او بله پوښتني کوي چي اخير د تورک لانجه څۀ ده؟ لېونی سوی دی، ماغزه يې چپه شوي دي که چا کوډي په کړي دي، خو لوی سړی دی، غُلېل يې په لاس کښې دی او داسي منډي وهي لکه ماشوم ، اخير نکل څۀ دی؟

هغه به لا ږغ سم نه اورېدی چي د خاموشه باد يوه بله تېزه او شئيلې څپه راغله چي له ځانه سره يې بېرته د مرغه ږغ راوړی او په دۀ يې نور اور ولګوی. پای دی د ميرک اکا و باغ ته ور نږدې شو چي دا مهال په پسرلي کښې يې ځائ  ځائ  دېوال مات ؤ او زياتره به ،ماشومانو په دغه لاره ترّنک ځني غلا کول، باغوان يې نۀ درلود او اوس اکا ويلي ؤ چي دېوالونه به يې بېرته ورسموي چي باران مات کړی ؤ .

پای دۀ په لاره کښې له هغي رارواني ويالې هم ټوپ کړل چي مخته د پېغلو د ښائسته ګودر په خوا تلۀ چي ښائست به يې د کلي ځوانان لېوني کړي وو او له هغه باغه څو ګامه لېري ودرېدی چي ږغ تر راوتی چي مرغه په دۀ پوه نۀ شي، ګنې دغسي به والوزي. اوس يې بالکل دا ډول په احتياط ګامونه اخيستل لکه پيشو چي د يو ناخبره موږک په لور ځي  . 

دا د هغه چا ږغ ؤ چي دۀ يې ارمان درلود ، خوبونه يې ليدل ، مينه يې ورسره کوله ، لېونۍ مينه ، خو نن يې دښمن ؤ ، بدي يې ورسره پيدا شوې وه، بده بدي او اوس يې وژل غوښت .  

دا يو ښايسته مرغه ؤ چي رنګارنګ وزر يې درلود او ږغ يې نۀ ؤ،   جادو ؤ  جادو . د هم دغه خواږه ږغ په اورېدو به پخوا د دۀ په زړۀ کښې تل دا ارمان پيدا کېدی چي کله به دا مرغه زما و لاس ته راځي او زۀ به باچا جوړېږم، خو نن يې د سر دښمن ؤ او په هر حال کښې يې غوښت چي بس وې وژني، د همېش دپاره سر ور وکوټي . که څه هم سوال پيدا کېدی چي ولي ؟ خو په ځواب او راز يې دی ښه خبر ؤ .

اوس دی د باغ دباندي له يو داسي دېوال سره پټ ودرېدی چي لا نۀ ؤ مات چي مرغه يې نۀ وويني . دۀ به  و دغه مرغه ته تل د هغي مخصوصي درختي لاندي ځال خوروی چي د خوراک دانې به له ورايه پکښې ښکاره وې چي هغه ورباندي کښېنستی او کله به يې هم نۀ بدلوله خو بس مرغه ظالم هم ځان په لاس نه ورکوی، نۀ به يې په دانو کښې چرت وهي او نۀ به ورا کښته کېدی چي دا دی حاضر يم ، ومي نيسه.   

هسي خو د دۀ نوم ؤ تور  جان ، خو خلګو بالی تورک . تورک د کلي بدمرغه غل ؤ چي پخوا به په غرۀ کښې په هغه لاره کښې پټ ولاړ ؤ چي ناولده خلګ به ورباندي تلل او راتلل . دا ډول به يې دغه ناولده مخلوق د چاقو په زور شکوی 

کله چي دا غلا د کلي خشمېدلي خلګو ورباندي ودوروله چي مېلمه به يې لوټ شو او ښه په اخلاصه يې وډبوي ، نو د شپې يې غلاوي پېل کړې، خو دغه غلاوي به دۀ په نورو کلو کښې کولې، ولي چي د خپل کلي له خلګو يې اوس خورا وېره کېده ولي چي هم نوم بدی ؤ او هم هر چا د شک په نظر ورته کتل. 

پای هلته هم څو واره ونيول شو او ځوانانو ښه ځواني ورباندي ښکاره کړه او دا ډول قصه د کلي تر بريتور خانه ورسېده چي په وډايي کښې يې ساری نۀ درلود ، باغونه او مځکي يې بې حسابه وې او له ښه مرغه د دۀ تربور ؤ . اوس خان راوغوښت چي د بد بخت زو ، غلاوي تۀ کوې او نوم زما درباندي بد دی، هلکه ما خو به نۀ وي درته ويلي، خو خلګ له ما ګيلې کوي . بس که مي عزيز نۀ وې ، نو اوس به مي يا دوړه کړی وې يا به مي چپه راځړولی وې ، ولي چي وړ خو يې د ګولۍ .

دا وخت د تورک سر لاندي ؤ او شرمنده ولاړ ؤ . ناڅاپه د خان سرې سترګي و برېشېدې چي راشه چي تربور دي و زړۀ ته ور نږدې کړي ، يو نوی کار درکړي او په سمي ګټي سپور شې . هم به دغه بدمرغه غلا پرېږدې ، هم به دي څوک له ګرېوانه نۀ نيسي او هم به مي پوزه نۀ وي پرې . ته خو خبر يې چي زۀ د مرغانو شوق لرم ، پيسې خرڅوم او له نورو مرغان اخلم چي نخرې يې بالا وي او مهمان خانه مي د دغو مرغانو له قفسانو ډکه ده ، که څه هم له خواږه ږغه يې نه يم انکاري ، خو په دغه شوق مي نوم ګټلی دی ، شاوخوا په دغو مرغانو او قفسانو پېږندل کېږم. چي بس په دغه ډګر کښې تر دۀ نامي او لوړ نشته ، په دغه خو د هر يوه ومخته و برېتو ته تاؤ ورکوم او په هم دغه شي مي شمله هم تر ټولو لوړه وي . اوس نو تۀ د ورور دپاره مرغان نيسه ، پيسې به درکوم ، تر ګزران هم زياتي او که دي کله نۀ نيول ، نا جوړه وې يا په لاس نۀ درتلل ، پرواه نۀ لري ، بيا به دي هم خيال ساتم او نازوم به دي کور سپېرې ، څۀ وکړم ، خو هم مات لاس يې ، هم شپږمه ګوته يې. بس زما د برېتو به خيال ساتې او مرغان به را زياتوې . پام کوه چي په برېتو او شمله کښې مي فرق را نۀ شي ، ګنې سر به در پرې کړم .

دا ډول به اوس د غلۀ تورک په لاس کښې ځال ؤ ، د کلکو سپڼسو مضبوطه ځال او کار يې بدل ؤ چي پکښې تر پخواني زيات هم په عزت ؤ او هم په کراره .

 څنګه چي کلی له رنګينو باغو ډک وو ، دغسي يې غرونه هم له چينو ډک وو ، ځکه خو يې کارېزونه او ويالې له اوبو ډکي راتلې چي ميده ميده سندري به يې ويلې ، بس لکه بېلي بېلي غاړي چي يې رااخيستي وي . په دغه به د هغو مستو پېغلو په شان کال ښه په زور کښې هم ؤ چي دف او دريې يې په لاس کښې وي او اتڼونه او شلي کوي. هم به يې کروندې له شنه رنګه او هم به يې باغونه له رنګدارو ، خوشبودارو ګلانو او زرغونو پاڼو ډک وو . بلکه اوس خو د کلي کورونه هم له درختو ډک وو او د مرغانو به ورباندي رند و روند وو . تا چي به ويل زۀ خاص د جنت ننداره وينم او خوشبويي به هري خواته خوره وه چي مست شمال به لوبي ورسره کولې .

دلته د يوې ګڼي وني لاندي دۀ ځال خور کړی ، خورا دانې به يې ورواچولې او رنګارنګ مرغان به يې نيول ، خو دا څۀ ، يوه ورځ ناڅاپه داسي غټ پټ او ښايسته مرغه هلته ښکاره شو چي هم يې ږغ په چا لېونتوب کوی او هم يې خوږو سندرو دي وڅرخوي او د داسي ناولده مرغه کله ددۀ و روح ته هم نۀ وه لوېدلي چي زۀ به يې وينم . حېران شو چي دا له کومه راغی ، د مخه خو مي نۀ ؤ ليدلی ، زما په خيال ناولده دی .

مرغه هم عجبه ؤ ، برناحقه يې و ځان ته مصيبت جوړوی ، بس لکه لېونتوب چي ورلوېدلی وي او د خان کره به هم ډير تلی او راتلی چي تر کليوالو به يې زيات لېوني کړي چي دا بيا څه بلا ده او کله به يې تر لاس کوم ، وش وش ، نۀ به شي په لاس را . بس تورو ته به وايم چي بچکه زور کوه ، زيات مزی شه ، زوی مړې نا ، قصه ټوله په تا ولاړه ده ، پايڅې ورته ونغاړه چي دغه يې وخت دی او زر تر زره يې نيسه چي درڅخه ولاړ نه شي ، آهو خو نو د هوا شی دی او هيڅ يې نۀ ده معلومه . که يې يو وار مخ و بلي خوا ته شو ، بيا به څه مخ توروو . دا راز يې برناحقه د خان هم ځان ته پام کړی .

اوس نو د تورک نوري مزې شوې ، لاندي ، پسونه ، چرګان ، کڼ ، شلومبې ، شيدې ، پېروی ، هګۍ ، کوچي ، رنګارنګ مېوې او بادام او جوز به ورا روان وو او کورداري يې تر پخوا زياته خيالوره وه ، بلکه اوس خو به د زنانو هم ورباندي رش وو او دا به يې په منځ کښې ناسته په غيبت داسي اخته وه لکه بلبله او د خندا ږغونه به يې تر لېري لېري تلۀ . دا ډول به ساعت ؤ دم چلمان هم تازه کېدل او د ګوړي توري ترخې چای به هم په وار وار راتلې چي مجلس به نور ورباندي خوږ ، تازه او تود شو .

د مرغه قصې ډېر وخت نۀ واخيست ؟ يوه ورځ تېره شوه ، دويمه او دا ډول پوره هفته ، خو مرغه و لاس ته نۀ وراغی . عجبه چالاکه ؤ، نۀ به و ښو ښو دانو ته لاندي و ځال ته راکښته کېدی او نۀ به يې د نورو مرغانو په شان ځان ورباندي نيوی . بس د مرغه هم دا يوه درخته وه ، ګرسره به يې نۀ بدلوله لکه و دۀ ته چي خار ورکوي او په کسته يې کوي چي ګرانه که داسي پالوان يې ، نو نر شه او ومي نيسه . 

دلته به تورجان پوره ورځ ورته تېره کړه ، ستړی به شو ، سترګي به يې تل په مرغه کښې وې چي د درختي په شاخونو به يې مستۍ ورته کولې ، داسي به الوتی ، را الوتی ،لکه د رنګين فطرت ټول حسن چي د دۀ وي ، په دۀ به يې سړې ساوي کښې او هلته به خان سور سور ورته کېدی چي ملا ماتې يو مرغه هم نۀ شې نيوی، خو ورځ په ورځ داسي پنډېږې لکه اېږ ، بې کراماته . 

دۀ څو واره خان ته وويل چي اسانه ده ، په غُلېل به يې په وزر ووهم ، نښان مي ډېر پوخ دی، خو دا خبره خان نۀ ورسره منله چي بدبخته ، کورخرابې ، ډېر قيمتي مرغه دی، داسي مرغه نۀ له ما سره شته ، نۀ له نورو شوقيانو سره او په دې به نور نوم وګټم . زۀ باور نۀ درباندي لرم ، لاسونه دي هر وخت په کپ اخته وي ، يو لړزانده شی يې ، په سر يا بل نازک ځائ  به دي ويښتلی وي او له لاسه به دي راڅخه ايستلی وي ، بيا به نو ټول عمر ارمان کوم او ژاړم به . خبردار که دي دا خبره بل وار په زړۀ کښې هم راوسته .

تورک د مرغه په طبيعت ښه خبر ؤ چي دی شپه بل ځائ  تېروي او هلته يې ځائ  دی ، خو د ورځي دلته راځي ، ځکه نو دۀ په شپه شپه په هم هغې درختي کښې داسي پټ ځالونه ولګول چي د مرغه په ګمان کښې لا نۀ ؤ ، خو عجبه ده چي بله ورځ لکه د مرغه تېز نظر چي له لېري بيا ځالونه وويني او سحار چي څنګه ښکاره شو ، نو دا څه زړې وني ته نۀ راغی او ونه يې بدله کړه چي د تورک ماغزه يې د لږ ګړي دپاره وڅرخول چي دا څۀ وشو او په رښتيا هم دا د نۀ منلو خبره وه . آ هو ، مرغه نو څنګه پوهېدی چي په درخته کښې پټ ځالونه دي ، بس ناشوده وه ناشوده .  

تورک هم په زنه لاس ورته تېر کړی چي زويه والله که دي زۀ هم پرېږدم . اوس دۀ د هغه خاص کوچني باغ په ټولو درختو واړه واړه ځالونه ولګول چي خان د سترګو په رپ کښې ورته راورسول چي مرغه به ورته راتلی ، خو مرغه تر تورجان دوې نېزې بالا  ؤ ، دا مهال به هغه ګرسره درختو ته کتل لا نۀ ، بلکه را به غی ، په دېوالو به کښينستی او تورک او خان دواړه به حق حېران وو چي دا اوس مرغه دی که پېری چي په هر څه وختي لا خبر شي . بله دا چي مرغه به په عجبه ډول و دوی ته کتل هم چي دوی به نور ګوته په غاښ شول چي دا يې بيا څۀ مطلب دی ؟

دا ډول به ددوی تر منځ پټ پټانی روان وو . اوس ښکاري تورک لږ نور ورته په چم کښې شو او د باغ په شاوخوا دېوالونو يې هم ځالونه خواره کړل ، خو مرغه به په تېزۍ ، د سترګو په رپ کښې داسي ځائ  راغی ، چېري چي به ځال نۀ ؤ خور چي په داسي چم به يې تورک نور سوروشين شو او په زړۀ کښې يې دا خبره هم پخېده چي دا حتما" پېری دی چي په هر راز د مخه لا خبر وي . ياره د داسي مرغه خو مي په نکلونو کښې لا نۀ ؤ اورېدلي .

دا څۀ ، اوس داسي ناولدي قصې پېل شوې چي تورک يې نور ولړزوی . مرغه باغ بدل کړی ، نوی باغ شو ، چېري چي به آزادي وه او يو ځائ  به هم ځالونه نۀ وو خواره او څنګه چي به يې ناره کړه . دغسي به د وزرو يو زورور سرپی شو او د سترګو په رپ کښې به خورا ډېر مرغان په سېل سېل داسي ورته راغلل لکه بس د دۀ د ږغ په انتظار چي وي چي تورک به يې نور پرېشان کړی چي دا يې بيا بله ، ای څۀ دي؟.

اوس به نو ټوله ورځ تورک په منډه ؤ چي نن به بيا مرغه چېري کښېنستي او دا ډول چي به يې مرغه او نور مرغان له لېري په يو باغ کښې د درختو په منځ کښې وليدل ، نو به پټ پټ کېدی او په ننداره به يې شو .

دا څۀ ، نوره ناشوده ، دا ډول به اوس مرغه ږغېدی او ټول به چپ وو ، کټ مټ لکه دی چي څه ورته وای او دوی يې په خلاصو غوږو اوري او د يو بل په ژبه پوهېږي . دا يوه نامنونکې قصه وه او داسي ؤ لکه تورک چي خوب ويني ، يو داسي بد خوب چي بيا په سړي چيغي هم وهي .

اوس عجبي قصې پېل شوې . د تورک ځال به يو مرغه هم نۀ نيوی ، خواره مرغۍ لا نه او دا ډول تورجان او خان دواړه پوه شول چي دغه دا مرغه دی چي ټول يې خبرداره کړي دي چي و ځال ته ور نږدې نۀ شی ګنې ټول عمر به مي غلامي او سرګرداني په نصيب وي .

هو هو دا مرغه خو ډېر خطرناکه دی . دا که دغسي قصې رواني وې ، نو به مو کور په چرګه را بار کړي .

دا ډول پای ، په ډېر دړد او افسوس ، يو مين خان دا فېصله وکړه چي له دې جانان مرغه خو آپي مار وختی، د اووه سرونو تر مار لا خطرناکه ښامار ، ځکه نو که موږ د داسي بد ښامار سر وکوټو ، ښه به وي او په حق به يو .

هم دا هغه سوب ؤ چي اوس به غُليل د تورک په لاس کښې ؤ او په مرغه پسې به ګرځېدی ، خو مرغه له دۀ هوشيار ؤ ، يو داسي پټ ځائ  به يې نور مرغان په ځان را ټول کړي وو چي د تورک په ګمان کښې به لا نۀ ؤ او څنګه چي به يې دی وليد ، د سترګو په رپ کښې به په داسي تېزۍ والوتی چي ددۀ نښانه به خطا شوه ، خو نن تور عجبه چالاکي وکړه چي په ډېري تېزۍ سره او په يو نۀ منونکي چسپاندي د سترګو په رپ کښې د مات دېوال له شا داسي راووت لکه پېری او دغسي يې د غُلېل ګټي ور چالان کړي .

دا څۀ ، څرخېدونکي ګټي سم د ناخبره مرغه په ککرۍ کښې ونښت او هغه دغسي را چپه شو چي درب يې شو ، لاندي راولوېد . دۀ چي په منډه ور تراټ وهل ، نو ښايسته مرغه بيا په وينو لړلی ؤ او مړ ؤ .

بېرته خوشحالۍ شوې او خان او تورک د کراري ساه واخيسته او شکر يې وکښی چي بلا وه برکت يې نۀ ؤ . اوس د خان رالوېدلي برېتونه بيرته شک ودرېدل .

د مرغانو خو څو موده د ښکلي مړ مرغه نصيحت په ياد وو ، خو بيا لکه يو بد بخته قام هر څه داسي ځني هېر شول لکه په ژوند کښې چي يې مرغه کله ليدلی او اورېدلی لا  نۀ وي .

اوس يو ځل بيا د خان ډوډۍ شوې ، اصطبل به يې له اسانو ډک وو چي لوی لوی او ماړه خانان به له لېري لېري ورباندي راغلي وو . دوی به د دۀ ښايسته مرغان ليدل چي په قفسونو کښې به بند وو او نارو به يې دوی لېوني کړي وو . که څه هم مرغانو به د غم سندري ويلې ، خو ټول به لکه بې حسه ديبان نۀ ورباندي پوهېدل او خوند به يې په اخيست . دا ډول د تورک بېرته مزې شوې .

دغه راز به بې شعوره مرغان بيرته ځال نيول . د خان کورته به هره ورځ له بازاره نوي قفسونه راتلۀ چي نوي مرغان به جګ جګ پکښې غورځېدل او خپل سرونه به يې پکښې خوږول چي کله کله به ويني هم شول او زاره چاودي وو ، خو څوک ؤ چي دوی به يې ځني را ايستل او نۀ مرغه ؤ چي دوی يې د مخه لا پوه کړي وو او دوی به دا وخت بنديان نۀ ؤ.

اوس هم هغه کلی دی ، هغه خان او هغه تورک دی . که څه هم اوس دوی هغه د پخوا ځوانان نۀ دي ،خو د خان برېتونه زيات په خيال شوي دي ، بلکه نور غټ شوي دي . اصلي تېل او رنګ ګرسره له دباندي وراځي . نوم يې خورا لوړ شوی او خور شوی دی ، بلکه د ډېرو قفسانو او مرغانو له سوبه د دۀ سور مخی او شين سترګی شخصيت بېخي ستاره دار سوی دی چي په ښکار او قفسانو کښې نو دی د نړۍ باچا دی .

پاته سو تورک ، نو هغه هم له خانه په کمه نه دئ ، دی هم باچا دئ باچا ، اوس ماړه او شتمن خان په پيسو داسي نازولی دئ چي د دۀ په مخ هم لوی برېتونه ليدل کېږي چي دئ وای چي زۀ يې هم د خان غوندي نور لوی وم ، ولي چي دا د لويي او فخر نخښه ده . 

دا وخت نو د دۀ هم خوندوره حوېلي ده ، له خېره د يو دوو باغونو هم څښتن شوی دی چي هر کال په ښه بيه خرڅېږي ، يوه بله ، اوس دی په کور کرار ناست وي بلکه دا کار د دۀ مذدوران کوي او ځالونه يې هم زيات شوي دي چي هم ډول ډول مرغان په زيات شمېر سره ورنيسي چي خپل کلی خو پرېږده ، اوس دوی په شاوخوا کلو کښې هم ځالونه خوروي او ورځ په ورځ مخته ځي او لا روان دي ، ګوره چي کوم کوم ولايتونه به لا نيسي په خپلو ځالو .

البته يو فرق دی چي دواړه ، هم خان ، هم تورک ،اوس هم د مرغه د وخت په شان ستړي ستړي وي بلکه مات مات ، بد بد خوبونه ويني ، بې سکونه وي ، په خوبونو کښې يې له خلګو سره جنګونه وي . که څه هم ناپوه حکيمان وايي چي دا ستاسي بد پرهېزي ده ، خو د هر ډول علاج او پرهېز باوجود هر خوب يې اوس هم دروند وي بلکه داسي چيغي ورباندي ووهي چي راويښ شي ، تر ډېره يې ساه نۀ سمېږي او مېرمني خواراني يې په سرو سترګو په ژړا وي چي څۀ په وکړو ، څۀ په وشو او تل يې له هغه ښکلي او غټ پټ مرغه سره جنګ وي چي ددوی د ناورين په ضد يې لومړي ځل د بغاوت بېرغ پورته کړی ؤ او بيا ظالمانو په سرو وينو ولړی .

د کمال خبره خو داده چي د داسي ، بالکل د هم دغه رنګ مرغانو د راتګ سلسله اوس هم روانه ده ، نۀ ده درېدلې چي په کال کښي يو نيم يو وار حتماً ښکاره شي او کټ مټ و اولني ته شوي وي ، د يوې بڼوکي رنګ يې لا نۀ وي ځيني بدل چي هم دوی حېران کړي ، هم يې ولړزوي او په ناولده بنده خو نو لېونتوب کوي او دا راز د څو موده دپاره نور مرغان يو ځل بيا ځالو ته ځان نۀ ورکوي ، خو خان او تورک زر په خپلو نښانه بازانو ، دغه بلا هم په سرو وينو ولړي او له دې جهانه يې د سترګو په رپ کښې رخصت کړي . 

که څه هم د خان د کلا مېلې نۀ ختمېږي ، بلکه نور دوام اخلي چي اوس خو د ساز او اواز محفلونه هم پکښې وي او ښکلي هلکان په ناز ناز پکښې رخصېږي چي د پشو د ږمږغو ږغ يې لېونی باد تر لېري لېري وړي ، خو د ځنو هوشيارانو پټي خولې يو نښانه باز هم نه شي تړی او نۀ يې زورور خان ور ماتوی شي . ددوی بيا عجبه وېنا وي . ددوی ګای څۀ داسي وي .

هر نوی ياغي مرغه په اصل کښې د هغه اولني مرغه لمسی ښکاري ، ولي چي هم په رنګ سل په سله ورته شوی وي ، هم په خواږه ږغ او هم په خوی ، ولي چي د دغو دا د ځال بدي په وينه کښې ده ، نصيب يې ده ، په قلم کښل شوې ده ، په بد بختانو کښې هر يو سر خوري خو له خپله ياغي توبه ګرسره راګرځي نۀ، خبر نه يو چي دا نو ولي؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba