ليکوال:اسيرمنګل

د مجلې ګڼه:۸مه 

د مجلې د چاپ نېټه:جولائي ستمبر ۲۰۱۵

  "ادې! تۀ خبره يې چي د رېښميني د  ترور پسې خلق خبري کوي"

هو! ماته پته ده ځکه خو تا"---------دسلمىٰ خبره په خوله کښې وچه شوه هغه دخپل ځائ  نه سپکه پاڅيده او په درنو قدمونو يې د کوټې نه ووته.

دپلار له اړخه رېښميني نه علاوه د سلمیٰ بل څوک خيل نه ؤ. هغه يې مور هم وه او پلار هم، ګني په عمرونو کښې يې څه دومره خاص فرق نه ؤ. رېښمينه مشره او سلمىٰ کشره وه.  ولي بيا هم دسلمې ورباندي ډېر زيات زړۀ تکيه ؤ. رېښمينه په کلي کښې وادۀ وه، خو اکثر به يې ښار ته پېښه کوله. دهغې دمېړه نوم چي هر څه ؤ، خلقو به هغه د ښځي په نوم پېژندلو. يو بل به ويل چي رېښمينه داسي جادوګره ده چي وغواړي خاوند لکه دګوډاګي ګډوي. نزدې لېري علاقه کښې دهغې يو درز خور وه او هغه د چا دپاره نا اشنانۀ وه. د څښتن يې عربو کښې ډېره ښه نوکري وه. کال کښې به يې يو نيم ځل چرته پېښه کوله نور نۀ هغه د ښځي تپوس کولو او نۀ يې ارتينې پروا کوله.

باتور چي ماخوستن ډوډۍ وخوړله نو هغه په دې پوی ؤ چي مور يې تروسه پوري خفه ده. هغه اوس په زړۀ کښې ډېر پښېمانه ؤ، خو توکلي لا ڼي بېرته کله راتلې،  ولي هغه دا جرات هم نه شو کولای چي د خپلي مور نه يې معافي غوښتلې وای. هغه د دوولسم امتحان ورکړی ؤ، په نتيجه کښې يې يو څو ورځي پاتي وې. دهغه په زړۀ کښې تېر شول هسې نۀ چي هغه د مور د ازار له کبله په امتحان کښې ناکام شي----"نۀ نۀ ما خو ډېري ښې پرچې کړي دي"------هغه دځان سره وويل.

خدای ته څه ګرانه څه اسانه ده------دې سره دهغه سودا سېوا شوه هغه غوښتل چي د مور په پښو کښې پرېوزي خو دا وخت هغه په مانځه ولاړه وه هغه لاړ په کټ کښې وغزېدو او د ترور په سرو سترګو کښې يې دهغې لور رنګيني رڼې سترګي وليدې. هغه به چي درېښميني کور ته لاړو ترور به په کوچو او مستو ښه موړ کړو او بيا به چي د ماخوستن په محال ټول د نغري په غاړه راغونډ شول رنګيني به باتور ته په معني خېز نظر وکتل، رېښميني به هغه ساعت وويل،

"باتوره خوريه! رنګينه ستا ده بل چاته يې نۀ ورکوم"

دې خبرې سره به باتور لکه دګل وغوړېدو او رنګيني به سترګې ښکته کړې. رنګينه که ډېره لوستي نۀ وه  ولي د ښائست کمی يې نه ؤ. په باتور ښه لګېده او رنګيني خو ورسره دومره مينه کوله لکه چي په رښتيا يې ورسره وادۀ کېږي. سلمىٰ ته هم رنګينه ډېره ګرانه وه. دهغې زړۀ ؤ چي زوی ته يې په نکاح کړي خو دباتور دپلار انکار د هغې دغه ارمان ترسره نۀ کړو اوس رنګينه وادۀ ده، او د خيره ديو بچي مور هم ده.

خدای خبر چي نن  ولي د باتور په زړۀ او ذهن رنګينه راورېده، هغه که نن د دۀ کور ودانه وه نو دمور په رسوايې به څومره خفه شوې وه او يا کېدای شي چي باتور داسي کار هم نه وای کړی.

د باتور دپلار په خيال رېښمينه توره ښځه وه او دتوري ښځي لور چرې هم سپينېدای نۀ شي، ځکه خو هغه باتور ته ونه غوښته دهغه رېښمينه ډېره بدي وه،  ولي دکور نه يې منع کولای نۀ شوه او نن چي باتور کوم قدم پورته کړی ؤ په هغې هغه ورله شاباشي هم ورکړی ؤ. هغه به چي په جلالي انداز کښې راغې ډېري سپيني پګړۍ او ډېر سپين پړوني به يې لکه دتبخي تک تور کړل رېښميني که ډېر هم ځان سپينولو خو دهغه په کتاب کښې دهغې خواري مخ تک تور ؤ.

دسپرلي جړۍ شروع وې، په اسمان توري وريځي ګرځېدې. شنې پاڼي ايستلي وې، دګلونو په وږمو کښې ټول ماحول لمبېدلی ؤ داسمان په درز  دروز کښې به کله غټ کله نري څاڅکي راښکي شو، او کله به د ږلۍ ټکار هم تر غوږونو راغی. داسي يو تور ماښام کښې د رېښميني او دسلمىٰ دريمه خور نازو په خپلو وينو لکه دګل لمبېدلې وه. دهغې قاتل دهغې دمرګ نه پنځه کاله پس هم نۀ ؤ معلوم شوی. خو دومره پته لګېدلې وه چي هغه يو ګاونډي سره تورو غرونو ته تللې وه او بيا يې په ګولو سوری سوری مړی موندلی شوې ؤ.

سلمیٰ ته نن ځواني مرګه خور ډېره زياته راياده شوې وه. پړونی يې راواخستلو او د رېښميني کور ته لاړه. هلته چي ورسېده په دروازه کښې يې دمخکښې نه خور ولاړه وه لکه چي دهغې انتظار يې کولو. دواړو خويندو يوې بلې له غاړي ورکړې. د نازو په ځواني يې وژړله او د مودې ډک زړونه يې په شېبه کښې ښه تش کړل.

دماخوستن مانځه نه پس چي پلار او زوی دجومات نه راغلل نو باتور غلی غوندي د مور خواته ورغی او ډېر په مزه يې دمور نه تپوس اوکړو

"موري ! ته نن ترور دوی کره تلې وې؟"

 "ولي زۀ به اوس دخپلي خور تپوس هم نۀ کوم؟"

"خو موري! هغې پسې ټول کلی----------"

"او هغه يوه توره ښځه ده---خو زما خور هم ده"

باتور نور غلی شو او دهغه ځائ  نه برنډې ته لاړو يو کتاب يې راواخستو لوستل يې شورو کړل. څه شېبه پس سخته سيلۍ په الوتو شوه دکتاب پاڼي يې يو خوا بل خوا اړولې، مطالعه ګرانه شوه هغه کتاب بند کړو څه شور غوندي يې تر غوږونو شو. شور ورو ورو زياتېدو دکلي په فضا تور لوګي د تورو کارغانو راخورېدل او د لارو موټرو په غرار کښې د ګوګو خطرناک اواز هم ښه صفا اورېدلی شو. زنانه خپلو کوټو ته ختلی وې هر اړخ نه بس دايو اواز راتلو.

"په بازار اورلګېدلی دی اور، هله کړی شابه هر څه وسوځېدل"

باتور او پلار دواړه په وار خطايي دکور نه بهر ووتل چي دخپل دکان سامان بچ کړي خو چي هغلته ورسېدل هر لور ته شنه لوخړه او تور لوګی ؤ. مجال شته چي خپل دکان پکښې دوی پېژندلی وای. شپه که هر څنګه وه تېره شوه سحر چي دوی خپل دکان له ورغلل د خدائ دنامې نه علاوه نور هيڅ نه وو.

د باتور پلار چي دفکرونو په سين کښې غوپه ووهله په يو ګرځندي کښې يې رېښمينه هم صحيح کړه او هغه ته هغه وخت راياد شو چي دمړي په يوه دعوٰی کښې يې يو لکهـ روپو ته ضرورت ؤ، د رېښمينې خاوند غلی شوی ؤ رېښمينه چي خبره شوه سهار وختي يې ورله په رومال کښې تړلي يو لکهـ روپۍ راوړي وې.

"اوس هم هغې سره دولت کمی خو نشته، هغه دځان سره وويل"

" نۀ نۀ، هغه يوه توره ښځه ده" هغه بيا پښېمانه شو خو بيا يې ډېر زر دخپلي خبري ترديد اوکړو

"روپۍ توري خو نۀ وي"

هغه ځان سره جوړه کړه چي په دې حقله د وړو مور سره خبره اوکړي خو زړۀ يې ونۀ منل او هغه دغه کار باتور ته وسپارلو دهغه اوس سترګي غړېدلي وې خو دسر نه يې نشه نه وه کوزه شوې، ګني دهغه په وړاندي په ډېر لږ ساعت هر څه بدل شوي ؤ، هغه ته بيا دسر دوباره کاروبار دپاره لس لکهو روپو ضرورت وو. هغه به چي چرته تلو واپس به نااميده راتلو، ډېرو ښو ښو اعتباري کسانو دهغه نه مخ واړولو. باتور هم په خپلو ملګرو پسې ډېر وګرځېدو، خو په توده ځمکه پښې اېښودو ته څوک هم تيار نه شول.

درې ورځي پس درېښميني پړسېدلی مړی دعلاقې خلقو په يو خوړ کښې وموندو، هغه چا په چاړو زړۀ ته وهلې وه. دهغې لور رنګيني په ژړا او انګولا کښې پوليس ته داسي بيان ورکړو

"زموږ د چا سره هيڅ دښمني نشته، درې ورځي وړاندې مې مور ترور کره لس لکهـه روپۍ وړلې، خو چا ظالمانو په خپلو روپو پوري ووژله" 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba