ليکوال:در محمد کاسی  

 د مجلې ګڼه:۸مه

د مجلې د چاپ نېټه:جولائي ستمبر ۲۰۱۵

کله چي به د کوئلې له تک تور کان څخه کورته راغلی نو سپيني به د لمبيدلو ټول سامان په داسي ترتيب ورته ايښی وو لکه سپينه چي يې په خپله لمبوي، نو د دۀ د بدن او جامو تور به داسي صفا شو چي چا به دا ګمان هم نۀ شو کولای چي پاليزوان د کوئلې په تور کان کښې کار کوي، که څه هم دا ډېر سخت او خطرناکه روزګار ؤ خو دۀ د سپيني او فرمان د ضرورياتو دپاره و هري خواري ته په ورين تندي ملا تړلې وه.

د پاليزوان مشر ورور ولي نومېدی. هغه به هر کله ويل چي زۀ ناروغه يم، ځکه څه کار روزګار نۀ شم کولای. هغه ډېر وخت وړاندي وادۀ کړی ؤ. يوه پېغله لور ګل مينه يې درلوده او ښځه يې لس کاله وړاندي مړه شوې وه، ولي به همېش د کور په غولي کښې پټه خوله ناست ؤ، له ډېره فکره يې مخ داسي تک ژړ اوښتی ؤ لکه سړی چي د ژړي مريض وي، د مخ هډوکي يې له ورايه ښکارېدې، پاليزوان به همېش ورته ويل. 

" دا يو کوچنی ښار دی خو بيا هم دلته ښه هسپتالونه، ښه ډاکټران شته. درځه چي علاج دي  وکړم." خو ولي، و دې ته هيڅ کله تيار نۀ ؤ. دۀ به و کشر ورور ته ويل زۀ روغ جوړ يم په ما هيڅ نۀ دي شوي. ورور به بيا بيا ورته ويل چي ورېنداره دي خدائ وبخښي تۀ د هغې پسي ناروغه يې خير دی دويم وادۀ به درله وکړو خو ولي، و دې ته هم تيار نۀ ؤ، هيڅوک نۀ پوهېدی چي د دۀ څۀ ناروغي ده او دی علاج ته  ولي غاړه نۀ ږدي.

پاليزوان به اکثره د کوئلې په کان کښې له نورو مزدورانو سره شپږ ورځي تېري کړې، د جمعرات په ماپښين به له کاره راووتی له خپل جماداره څخه د خرڅې اخستلو پس و کورته د خوږو ترخو راوړلو په کار لګيا شو. د جمعې ورځ به يې په کور تېره کړه او بيا به بېرته د کان و تورو تيارو ته ننوتی. هر کله چي به پاليزوان د هفتې په ورځ په پېښلمي له کوره روان شو او د ملا په آذان به بيرته له خپلو ملګرو سره د کان و تورو تيارو ته شوه شو نو هغه به يو داسي منظر ؤ لکه سړی چي له دنيا څخه د لحد په تورو تيارو کښې مخ پټ کړي، دلته به د پاليزوان په تګ سره د سپيني د کور غولی داسي خالي شو لکه په شپه کښې چي څوک له خوني څخه بل څراغ وباسي. سپينه به په چرتونو کښې ډوبه وه او له دا سره سره به په دا خپلي بېوزلۍ او تنهائي باندي کله په خندا او کله به د ډار په داسي غم اخته وه چي دا سپين مخ به يې د زعفرانو غوندي تک ژړ شو، له هغې سره يوه سپين سرې بوډۍ خواښې هم وه، خو سپينه به په دونه درنښت ګرځېده، چي و دا خپلي بوډۍ خواښې ته به يې هم کله د خپل ګرم، خوارۍ او ډارېدو اظهار هم نۀ ؤ کړی. 

چي کله به پاليزوان له کوره رهي شو نو په دغه شپو کښې به دا او فرمان د خپلي سپين سري خواښي سره په يوه بستره کښې ويدېدل. خواښي به يې کله کله  ورته ويل؛ چي مړونه پيدا د خوارۍ دپاره دي، تۀ مه ډارېږه.

يو ورځ د خواښې د تسلۍ ورکولو پس سپيني ورته وويل؛ موري! ستا خبره سهي ده موږ خو بيا هم له خپلو خپلوانو او کلي څخه دلته لېري راغلي يو، او دا پريدي خلګ دي، پښتانه وايي پر سپين کالي توره ليکه له لېري ځايه معلومېږي نو موږ دلته څوک لرو، يو د الله پاک نوم دی، نور شا و خوا پرېدي خلګ دي په دا سوب ماته کله کله چورت راولوېږي. خواښي په خندا ورته وويل لوري! چي خدائ شته غم نشته.

لوري! موږ څوک څۀ کوي؟ دلته د لوی لوی مالدارو کورونه شته، چي غل ځي نو لويو کورو ته به ځي چي څه خاوري په لاس هم ورشي، موږ څۀ لرو چي څوک به يې راڅه وړي. 

سپيني به په پټو تورو کښې ورته ويل مورکۍ! ته صحيح وايې چي موږ هيڅ نۀ لرو. او چي څوک هيڅ نۀ لري نو د هغو تر ټولو لوی دولت د هغو "عزت وي".

خواښي به ورته ويل: لوري! وهم مۀ کوه دلته هيڅوک و چاته په لوړو سترګو لا نۀ ګوري."

 سپيني و  خواښې مورته دا نۀ شوه څرګندولای چي ادې! په ما پوري خپل ښائست اور دی، او زما ښائست د پالېزوان امانت دی، او په دغه يو وزرې ورځ کښې زما فکر زما مجبوري ده. 

يوه روځ د دوی د کلي ځني عزيزان د "ولي" کره د  ولي د لور "ګل ميني" په مرکه راغلل، ولي د خپلي سپين سري مور سره د سلا کولو دپاره  راغلی مورته يې دغه ټوله قصه بيان کړه، مور ورته وويل؛ زويه! زما خو خوښه ده، ښه دی چي انجلۍ په خپل نصيب پسې شي خو زما خيال دی چي يو شرط ورته کښېږده.

ولي حيران ؤ چي د دۀ مور بيا څۀ شرطونه ايږدي، ځکه يې تپوس وکړ څنګه شرط؟ مور ورته ويل بچيه! ته هم کونډ يې، بل وس خو موږ نۀ لرو ځکه نو د ګل ميني په سرۍ کښې به له دوی څه تا لره يوه انجلۍ وغواړو ستا به هم کور اباد شي، د ګل ميني هم، ولي، په دې خبره ډېر خوشحاله شو.

بله ورځ چي هغه مرکباڼي بيا راغلل نو ولي په دا شرط ورسره هوکړه چي زما کور هم بايد اباد شي، او ستاسو کور هم. نو ګل مينه په سرۍ ورکړل شوه. 

يوه شپه هغه وشو له کوم چي سپينه له ډېره وخته ډارېدله د جمعرات په شپه چي پالېزوان ستړی ستومانه د "کان" له تيارو څه خپل د کور په توره کوڅه کښې د سپيني او فرمان د خنده رويه څهرو په اميد په تېز تېز قدمو د کور و خواته راروان ؤ چي ناببره له تيارو څه يوې ناترسي سائې په پالېزوان باندي د چړې وارونه وکړل، پالېزوان سخت ژوبل شو او دا معلومه نۀ شوه چي دا واری چا او  ولي وکړی؟ د دوی له هيچا سره دښمني نۀ وه نو بيا داسي  ولي اوشو.

سپيني او د پالېزوان ورور ولي دی هسپتال ته په ډېر بد حال کښې ورسوی.

سپينه د هسپتال په وارډ کښې د پالېزوان له کټه سره پر فرش ناسته له سترګو يې د اوښکو رودونه بهېدل او بيا به يې په يو آه سره له خولې دعا ووته چي يا خدايه فضل وکړې، خو د هسپتال حال دا ؤ چي نۀ ډاکټر ؤ نۀ دوا دارو او نۀ علاج د پالېزوان حال وار په وار خرابېدی. بله چاره نۀ وه ځکه سپيني د هغه اولني مکان چېرته چي دوی اوسېدل مهربانه مالک ته ورغله او په ژړا ژړا يې ورته ويل.

" خان جي دلته په دې ښار کښې موږ هيڅوک نۀ پېژنو، زما خاوند د مرګ په بستره پروت دی، که چېري تاسو څوک ډاکټر پېژنی نو زما مرسته وکړی، هغه هسپتال ته راغلی خو شپه وه، هيڅوک يې پيدا نۀ کړه. خو چي د پالېزوان وارډ ته ورغلی نو هغه ساه ورکړې وه، سپيني په چيغو چيغو خپل په سر باندي خاوري دوړولې، ولي چي هغه ښه پوهېدله چي اوس د ظلم تيارې نوري سېوا کېږي، او په يوه سختره پسي نوري سختري هم رارواني دي. 

دلته تر ولي پوري هم حال رسېدلی ؤ او هغه په بېړه بېړه خپل ورور په هم دغه توره شپه په دغه کلي کښې و تور لحد ته وسپارولو، خان جي چي په دويمه ورځ د دوی کورته د فاتحې او دعا دپاره ورغلی نو خبر شو، چي په کور کښې هيڅوک نشته.

په دغه منځ کښې ولي د ميراث خور په حيث خپله سپين سرې مور، او خپل وراره فرمان او سپينه درې واړه د غرو په هغه خوا خپل کلي ته بوتلل او د دې انتظار يې هم ونه کړ چي د ورينداري عدت پوره شي، سم دلاسه يې په خپل ورينداره نکاح واچوله، او فرمان ته يې د کلي شپني ور پيدا کړه او ورته ويل يې چي تۀ له نن څخه د دې کلي شپون يې".

و سپيني ته ښه معلومه وه چي د پالېزوان قاتل بل څوک نۀ شي کېدلای، ځکه چي هغې لا پخوا د هغه له برګ برګ کتلو څخه دا اندازه کړې وه، چي دا کتل بې له څه سوبه نۀ دي. 

سپينه دومره سپين زړګۍ هم نۀ وه، چي د حالاتو جائزه يې نۀ شوای اخستلای، ليکن د هغې پښتني پت کله هم د اظهار دا موقع په لاس نۀ ورکوله، چي هغه پر سپين کالي باندي د تور داغ سوب وګرځي. 

 

بلي خواته د ولي تلوسه وه چي ځوانه، کونډه ورېنداره په کور کښې تور کالی دی، په کار دی چي تر عدت له مخه لا د مروښۍ څادر ورباندي وغوړل شي.

ولي چي و سپيني ته دا تر لمر سپينه وه، چي د پالېزوان سره څۀ وشو، او چا وکړل د څۀ دپاره يې وکړل، خو هغې د پښتني حيا په خاطر او د خپل بچي فرمان د ژوند دپاره دا نۀ غوښت چي دغه پر له اړي شوي غوټي خلاصي کړي، هغه اوس له يو نوي ازمويښت سره مخامخه وه، او د دې ازمويښت دپاره دا ضروري ؤ، چي هغه له صبره څخه کار واخلي، او داسي ونۀ کړي چي د هغه په سبب فرمان هم د پالېزوان غوندي د سترګو په رپ نهام شي.

هر څۀ چي وو سپيني د پټي خولې روزه نيولې وه او د هغه ورځي په انتظار وه چي فرمان په ښه او بد پوه شي او بيا دا ورته د زړۀ غوټه خلاصه کړي، د دې دپاره هغې هر څه قبول کړي ؤ، و هر جبر ته يې سر ټيټ کړی ؤ، خو د وخت انتظار ؤ.

ورو ورو د عمر کاروان روان ؤ، او د سپيني په زړۀ کښې د پالېزوان د ژوند او ملګرتيا ټول اړخونه خوندي پراته وو، هن چي فرمان لوی شو، او هغه د پالېزوان له تربره سره پر کار ولګېدی، د پالېزوان تربره تجارت کولی، او په دغه تجارت کښې يې ډېر وخت پس و فرمان ته په دا سوب حصه ورکړه، چي فرمان قابل، ديانت دار، او د تجارت په اصولو باندي ډېر پوه ؤ، ځکه خو اوس هغه مجبوري چي سپيني او پالېزوان به په دواړو ګالل، دا وخت سپينه د خپل زوی فرمان په وجه درنه او خوشحاله وه، هغې به کله کله چرت وهلو، چي که زۀ فرمان په هغه داغونو خبر کړم چي زما په زړۀ پراته دي، نو د هغه انجام به څۀ وي؟ هغه اوس په دغه چرتونو کښې وه چي زۀ خپل د پښتني غيرت، فرض ادا کړم او که يا؟ دلته دا هم وشو چي فرمان د ګرد کور و خدمت ته ملا  تړلې وه، او يو توپک يې هم اخستی ؤ، چي کله کله به و نزدو غرونو ته د يخ په دوران کښې د زرکو د ښکار لپاره روان شو او څه ښکاريان ملګري به هم ورسره وو.

يوه روځ فرمان ته هم دا سودا ور ولاړه شوه، چي زما پلار داسي ناګهانه چا قتل کړی ؤ؟ او څله يې قتل کړی ؤ؟ نن به زۀ له خپلي مور څخه خامخا په کلکه دا تپوس کوم چي ادې! ماته به د خدائ په سپين قرآن باندي لاس ايږدې چي زما پلار چا او څله وژلی ؤ؟

هم دغه وشو چي هغه خپلي مور ته هغه څه وويل کوم چي هغه په خپل زړۀ کښې سره جوړه کړې وه. 

تر دې وروسته فرمان له يوه ښکاره څه د بل ښکار په تکل شو، او يو وخت ټکان شو، د ونو له سره مرغان والوت د کلي خلګ په بېړه بېړه د ټکانو ځائ  ته راغلل که ګوري نو فرمان هغه بدرنګه مرغه هم ويشتلی ؤ، چي د چا په وهم او ګومان کښې هم نۀ ؤ، چي دا خبره دا ډول هم کېدای شي.

بهر حال اوس هم خلګ په دا لګيا وو، چي بدي سل کاله پس هم پشرلۍ کېږي، او نن نامعلوم معلوم شو. نن دۀ خپل اکا، او ناسکه پلار ويشتلی ؤ.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba