ليکوال:خليل باور
د مجلې ګڼه: ۸مه
د مجلې د چاپ نېټه:جولائي ستمبر ۲۰۱۵
پر ګودر به لا هم سهار و ماښام دغه تاوده تاوده مجلسونه کېدل. چا به ويل اکا وژلې ده هغه ډېر ظالم سړی دی چا به ويل کېدای شي تربورو وژلې وي پلار يې ويلای نۀ شي، چا به ويل چي خور يې په ورور پسې ډېره دلګيره وه. دغه رنګه يوه نيمه خبره په اشاره او پش پشي هم کېده. ................ مطلب دا چي هري ښځي به د خپل عقل په تول دليلونه ويل.
کله کله به د درانۍ د ژوند پر حالاتو هم تبصرې کېدې. د دې نږدې خوندکيانو به هغه ټولي د راز خبري (کومي چي به درانۍ دوی ته کړې وې) کولې. د دې خويونه او عادتونه به بيانېدل، چي دا په باران ډېره خوشحاله کېده، د باران دپاره به يې ډېر خواستونه کول، کله چي به باران وشو نو دا به بام ته وخته او شا و خوا به يې کتل. کله چي به اسمان شين شو نوپه داسي مايوسۍ به راکښته شوه لکه دې چي ټول جهان په داو بايللی وي، او داسي به نوري ګپي کېدې.
د درانۍ د پلار اصلي نوم ميراخان ؤ خو په ميرا ميرا به خلګو ياداوه. ميرا او ارسلا دواړه وروڼه وو چي له بره وطنه ډېر پخوا راغلي وو او له ځانه سره يې يوه انجلۍ هم راتښتولې وه، انجلۍ يوه او دوی دوه ، دا يو داسي جګړه منځ ته راغله چي دوه خواږه وروڼه يې لاس او ګرېوان کړل، خو اخير فېصله پر دې وشوه چي پر انجلۍ باندي به پچه اچوي، د هر چا په نصيب چي وه هغه به وادۀ ورسره کوي. خو اول اولاد به دا بل يوه ته ورکوي انجلۍ د ميراخان په پچه وخته چي په عمر تر ارسلا خان کمه وه.
د خدائ کارونه وو د ميرا اول زوی وږېږيدی، نو د پرېکړي مطابق يې هغه ارسلا خان ته وسپاری، شپې او وروځي تېرېدې هلک لوی شو د کار شو ټوله ورځ بې مزدوري او خواري کوله او ارسلا ته بې ګټه راوړله.
د هلک له زوکړي يو کال پس د ميرا په کور کښې بدنصيبه لور پيدا شوه، چي د درانۍ په نامه پاته شوه، درانۍ چي ښه غټه شوه، په ښه و بد پوه شوه نو مور به کله نه کله د خپل ژوند په هکله قصې ورته کولې چي موږ له کومه راغلو، څنګه راغلو، بيا د دې وادۀ او بيا د زوی جدائي ............. دا هر څه يې ډېر په ژړا او افسوس ورته بيانول، درانۍ د مور په درد پوه شوه چي رښتيا هم دا هر څه د انساني فطرت خلاف شوي دي، خصوصاً بيا د ورور جدائي ډېره پرېشانه کړه له اکا يې ډېر زيات نفرت پيدا شو، او ورور ته هم په خشم شوه، چي هغه خو اخير نر مېړه دی، اکا ته دي جواب ورکړي بغاوت دي وکړي. د خپل مور او پلار تر سايه لاندي دي د ژوند تېرولو حق وغواړي خو دا د دې د ورور د وس خبره نۀ وه. د هغه زړۀ خو اکا په وهلو کوټلو ايستلی ؤ هغه دا تصور هم نۀ شو کولای.
يوه ورځ درانۍ دۀ ته مشوره ورکړه چي: کور پرېږده چېري لري ولاړ سه تر هغه وخته بيا رانه شي تر څو دي اکا ژوندی وي او هغه هم دغسي وکړل له بده مرغه ارسلا دا ټول سازش د درانۍ د پلار وباله او هغه ته يې د خپل تاوان پره کولو تړۍ ورکړې، ميرا خان هم ډېر خوفزده ؤ هسي جواب يې په وس نۀ و پره، نو يي د هلک د پيدا کولو او راوستو تر وخته درانۍ ورکړه چي د دۀ خذمت به کوي.
دا وخت درانۍ تقريباد شپاړسو يا اولسو کالو وه چي ارسلا خان خپلي ميچني ته واچوله اتۀ لس کاله تېر شول د هلک هڅي درک نۀ معلومېده د دۀ پر ځائ درانۍ په دې ميچن کښې سولېده، رژېده، پخېده او ............ او اوس يې نو پېغلتوب انتها ته رسيدلی ؤ، د صبر پېمانه يې بېخي ډکه شوې وه، خپل عقل ته يې لعنت ملامت وايه چي دې ورور ته ولي دا مشوره ورکوله په خپل لاس يې ځان د بلا خولې ته ورکړ، هغه خو بيا هم نر ؤ هر څه يې کولای شوای، زۀ خواره خو اوس د دې هم نۀ يم چي بغاوت وکړم، د فرار لاره ونيسم، شپه و ورځ بې دغه اندېښنې سهلې، ډېري لاري يې وسنجولې. خو هيڅ د خلاصون لاره پکښې نۀ وه، بس دغه يو خواهش يې پر زړۀ باندي پرها پاته ؤ چي کاش زۀ هم نر وای او د ورور پر لار تللې وای. کله بې په خوب کښې هم ليدل چي دا ښه برېتور ځوان وي، او په اکا پسې يې د دنيا جهان ماران، لړمان، لېوان، چغالان او نور ځناوران ايله کړي وي او د اقرار بې غټه ورته ګوري او خاندي، خوشحالېږي. خو چي کله رابېداره شي نو هغسي د ګړز وهلي جهان بندي وي، ټوله خوشحالي باندي سرۀ شي، او په چغو چغو وژاړي خو دا هر څه بې فايدې ؤ، يوازي خيالونه، فکرونه وو چي دغه تدبيرونه يې لټول. چي دا بې وسه جنس څنګه بدل کړي؟ څنګه خپل پاک ښځينه وجود د نرانه وجود په بدل ورکړي ولي چي دې د هري کشالې حل د نر وجود باله ............. او له هره چا بې هم په دغه هکله پوښتني کولې.
يوه ورځ يوې بوډۍ درانۍ ته د دې ناعلاجه دړد نسخه وښوله. هغې ورته وويل چي له بارانه پس په اسمان کښې قدرت په ډېره ښکلې جامه کښې ښکاره شي، سرې، شنې، زرغونې ...... رنګارنګ وړانګې وي چي د اسمان په ځيګر پوري ټاليږي. دا د نور هغه کرښي وي چي نر ورشي نو ښځه شي او که ښځه ورشي نو نرځني جوړ شي. بس هم دغه يوه لاره ده ...............
د درانۍ په ژوند کښې رڼا پيدا شوه. په دې رڼا کښې يې د ژوند ټولي لاري وليدې. د هر هدف لاره يې صحيح کړه. بس يوازي او يوازي د بوډۍ په ټال ځنګېدل پاته ؤ.
ډېر انتظار يې ويوست. له هره بارانه پس يې د اسمان څنډي ګچه کولې. هم دغه ورځ وه چي پر درانۍ د رب نظر وشو او په اسمان کښې يې نوراني سرې او شنې کرښي وليدې او بې صلاح و مشورې يې د بوډۍ ټال ته لاسونه وغزول ډېر غرونه او رغونه يې تر پښو و ايستل خو د بوډۍ ټال ته يې رسائي ونه شوه. سترګي، خيالات، تصورات يې ټول په اسمان کښې وو. مځکه يې له سره وېره وه. د دې په ګومان دا په هوا کښې روانه وه. بس دا ؤ چي پر يو لوی ګړنګ ورغله او د همېشه دپاره د ارسلا خان له چوپړه خلاصه شوه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ