ليکوال:شفا٫ کاکړه
د مجلې ګڼه: ۸مه
د مجلې د چاپ نېټه:جولائي ستمبر ۲۰۱۵
خو له خواږه خوبه ويښېدل، او ناګهانه د سوچونو او يادونو حمله پرې کول اول وار ؤ.
هغه فکر کاوه چي ماخوستن خو ما په دې حقله فکر هم نۀ ؤ کړی. بيا دغو سوچونو او يادونو ولي پاڅولم، له خوبه يې ولي رابيدار کړم.
بيا يې زړۀ ته تېر شو چي کېدای شي داسي خوب دي ليدلی وي چي ستا ياد نۀ وي، د هغه خوب تعلق ستا له ماضي سره وي او تۀ يې يو دم له خوبه وېښ کړی يې. يو ځل هغه ور په ياد شو چي دی ماشوم وي پلار يې د ښوونځي تر مخ چهولې خرڅولې. دی به په نيمه رخصتي (ادهي چهټۍ) له ښوونځي راووتو له پلار سره به يې مدد کاوه، د چهولو پلېټونه او اوبه يې ماشومانو ته ورکولې. کوم ماشوم چي به له دۀ سره په يو ټولګي کښې ؤ هغو به هم د دوی په لېړۍ کښې چهولې خوړلې. دۀ به پلېټونه او اوبه ورکولې. بيا به مورکۍ ورياده شوه چي هر وخت به ناروغه وه بابک به دومره روپۍ نۀ درلودې چي د مورکۍ علاج يې کړی وای، د زرين سترګي له اوښکو ډکي ډکي کېدلې، دۀ داسي محسوسوله چي تر سوچونو مخکي يې هم ډېر ژړلي ؤ، خو دۀ دا ټول سوچونه د خوب له کبله بلل. يو خوا خوب ورتلو له بلي خوا سوچونو او فکرونو خوب ته نۀ پرېښودو.
هڅه يې کوله چي دا ټول سوچونه وشړي او ويده شي، خو د هر څومره هڅه کولو پس هم سوچونه پرېښودو. چي خوب وکړي زرين پر پلنګ پروت ؤ بيا راکښېنستو چي کوز يې وکتل، هغه پنځه کلن زوی او کور ودانه يې په خوب ويده وليدل. په خونه کښې ښه درنه خاموشي خو ره وه، يوه د دېواله ګهړۍ وه چي ټک ټک يې کاوه او بل د دۀ زړۀ ؤ چي ډب ډب يې کاوه.
بيا هغه وخت ورپه ياد شو چي اسلم کاکو يو ورځ سهار وختي د دوی د کور دروازه پر له پسې په زوره زوره ټکو له چي دی ور وتلی لا نۀ ؤ هغه حکم وکړی چي پلار دي راوغواړه. بابک هم له کوره راووتو خير اسلم جانه! دا شين سهار او دومره په تاؤ ور ډبول دا چشي خير؟ پنځه کاله مخکي چي دي کوم پور رانه کړی ؤ هغه پيسې راکړه بې شرمه سړيه! شرم خو تۀ نۀ لرې، خامخا سړی دې ته مجبوره کوې چي سړی کورته درشي د کور کمبلې، بسترې راوباسي. بابک له خشمه شين او سور شو خو بيرته يې خپله غصه قابو کړه. کورته ننوتی د کور روغي کمبلې يې اسلم کاکو ته ورکړې. زرين ته هغه ورځ خاص هغه رنګه ور په ياد شوه څنګه چي پر دۀ تېره شوې وه. اوښکي يې پاکي کړې زړۀ يې ټوپونه وهل د بابک هغه معصومه څهره يې مخ ته دلي دوري کېده، د بابک خاموشي او د اسلم غوړومبی يې له دماغه نۀ وتو.
بيا يې هغه ورځ ورپياد شوه چي مورکۍ ډېره ناروغه وه بابک له څو ورځي رېړۍ له کوره نۀ وه ايستله. د مورکۍ ساه په بډوکو وهله تر دې چي د مورکۍ د وفات کېدلو، د اسخات وېشلو او فاتحې سوچونو خو دومره خراب کړی چي له پلنګه راکوز شو، له خوني بهر راووتو اوبه يې وڅښلې مخ يې ومينځلی په کلا کښې يې يو څو قدمونه واخستل بېرته راغلی، خو سوچونه يې له دماغه څخه نۀ وتو، بيرته پر پلنګ پرېوتو.
بيا يې خپل ماشوم زوی ته پام شو چي تلتک (بړستن) يې غورځولی ؤ، دی بيرته له پلنګه څخه راکوز شو. د زوی پر سر يې لاس ور تېر کړی او تلتک يې پر سم کړو، سرته يې کښېنستو.
بياد هغي ورځي وخت ور په ياد شو چي په اختر کښې به ټولو ماشومانو نوي نوي څپلۍ او نوي کالي کړي وو، خو دی به هر وخت د کوشني اختر څپلۍ په لوی اختر او د کوشني اختر کالي په لوی اختر اغوستل.
بيا هغه څپلۍ وريادي شوې چي اوس هم دۀ د برنډې په چت کښې خوندي ساتلې وي.
کوشني اختر ورځ وه لمر لانه ؤ راختلی.
په دغه اختر زرين نوي څپلۍ نۀ درلودې د تېر کال د اختر څيري څپلۍ يې وې چي پر ده لږ څه کوشنۍ شوې هم وې. زرين د نورو څپلو غوښتنه کړې وه، پلار يې ډېر خاموشه ؤ هيڅ جواب يې نۀ درلودی مورکۍ هم خاموشه وه دلته بيا د زرين په زړۀ تنا راغله ټول بدن يې رېږ شو.
د بابک هغه خبره يې داسي يادوه لکه اوس اوس چي يې ورته ويلي ؤ.
زرينه زويه! هغه تا لو چي خط په کاږي هغه رنګيني اوبه څۀ نومېږي.
هو لرم يې بابکه! هغه ته توره ساهي وايي.
هغه راواخله ......... او ستا د تېر د اختر څپلۍ هم راواخله. ........
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ