ليکوال:شاهده بابر ملاله
د مجلې ګڼه:۸مه
د مجلې د چاپ نېټه:جولائي ستمبر ۲۰۱۵
د سمندر په سينه باندي يو شی برېښېدی، د خلګو زړۀ درزا شروع کړه، لمر په ډوبېدو ؤ او داسي معلومېدی لکه د لمر پياله چي چپه ونيسې او د لمر سرخي په سمندر کښې څاڅکي څاڅکي توېږي، د لمر په رڼا کښې داسي ښکارېدی لکه يوه کښتۍ چي د کنارې په خوا راروانه وي. د ډېرو خلګو دا خوا ته پام هم نۀ وو، او د چا چي پام وو د هغه خلګو د لاسو څخه د ممپلۍ دانې ولوېدې د چا د لاسو څخه جواري راغوزار سول. او د چا د لاسو څخه د کوپرې اوبه راتوی شوې. د سمندر د څپو څخه يو اواز پيدا کېدی لکه يو سوز د چپو د اواز سره سره د کښتۍ وان د سندرو اواز هم راروان ؤ.
د کښتۍ وان په اواز کښې يو جادو ؤ د سمندر په غاړه خلګو چي يو د بل لاسونه نيولي وو د دوی لاسونه سره خلاص شو څنګه څنګه چي کښتۍ د سمندر غاړي ته رانږدې کېدله نو د خلګو په مخ هم يو اميد ښکاره شو. د چا اميد په نا اميدۍ بدل شو او څوک خو داسي هم وو چي هيڅ پروا يې هم نۀ وکړه. کښتۍ چي د سمندر غاړي ته ورسېده نو کښتۍ وان نارې کړې چي څوک سواري شته؟
د کښتۍ وان په ږغ خلګو هيڅ هم نۀ وويل بس کښتۍ وان په رېګ کښېنستی او چلم يې راواخستی.
لمر ډوب او داسي معلومېږي لکه سمندر چي د لمر ګرده سرخي وڅښله اوس توره تياره شوه خلګ خپلو خپلو کورو ته روان شول. کښتۍ وان چلم يوې خوا ته کښېښوی او د سمندر و يوې خالي غاړي ته يې وکتل د سمندر څپې تلې او راتلې او د سمندر په غاړه د کېلو او د نورو شيانو کچرې د ځانه سره وړل. د سمندر څپو د خلګو د پښو نښانونه هم د ځانه سره يوړل او د کشنيانو د رېګ جوړ شوي کورنه يې هم وران کړل.
کښتۍ وان د کوپرې د درختو په منځ جوړي شوې يوې کوډۍ ته وکتل په کوډۍ کښې چراغ بل ؤ کښتۍ وان د کوډۍ په خوا روان شو، ته لا تر اوسه پوري ويښه يې؟ د کښتۍ وان د کوډۍ بنده دروازه وټکوله او نارې يې کړې. د ننه راشه زۀ ستا انتظار کوم د کوډۍ څخه د يوې ښځي اواز راغلی. دلته کښېنه ښځي د کوډۍ په يوه کونج کښې اواره ګونۍ يواره وڅنډله او بيا يې اواره کړله يو سواري هم نۀ شو راپيدا. کښتۍ وان يوه سړه ساه واخسته . زۀ خو درته وايم چي دا کار پريږده تاته کله سواري هم در پيدا شوې ده، ښه بس دا خبري پرېږده تۀ د کوپرې اوبه څښې؟
زۀ د کوپرې اوبه څښلو ته خو راغلی يم.
ښه کومه کوپره د اوبو والا که د ملائي والا؟
نن خو زۀ ډېر خواشينی يم تۀ ماته دواړي کوپرې راکړه.
ښځي د ټوکرۍ څخه کوپرې راواخستلې او دواړي کوپرې يې ماتي کړلې او ورته کښې يښولې. خوږې هم دي که نه؟
ډېري خوږې دي کښتۍ وان وويل او يوه ټوټه کوپره يې په لاس کښې ورکړه، در وايخله او وې ګوره.
ستا مننه زۀ څنګه ادا کړم که تۀ نۀ راتلې نو مابه د کوپرې دا درختي د بېخه ايستلې وې.
کښتۍ وان وخندل، هو په دا خو تۀ ماته وايې چي د هري ورځي غم پرېږده. که زۀ د سواريانو سره دلته نه شم را نو تۀ به په دا مځکه د کوپرې درختي نه پرېږدې. ماته يو سواري هم نه پيدا کېږي، کله خو زما زړۀ وايي چي تا د ځانه سره بوزم.
دا خو تا د مخه هم څو واره ويلي دي. خو دا ستا د وس کار نۀ دی، د ښځي سترګي د اوښکو ډکي شوې،
دا خو غم دی چي دا زما د وس کار نۀ دی. کښتۍ وان يوه سړه ساه واخسته.
دا څنګه قانون دی چي ښځه د خپلي خوښي او سړی د خپلي خوښي ژوند نۀ شي تېرولای. د زړۀ تر دا لوی سمندره هيڅ څوک هم نۀ شي تېريدلای.
دا خو ما داسي کښتۍ جوړه کړې ده، د سمندر د بلي غاړي دنيا بلکل خاموشه ده، په دا خو ماته يو سواري هم نۀ پيدا کېږي. دلته خو ډېر رش دی هري خواته خلګ دي څوک وږي دي، څوک بې کوره دي، او څوک په تن جامې نۀ لري. خو بيا هم ګرده خلګ دلته اوسي. او زۀ هره ورځ کښتۍ دلته راولم.
خو ستا کرايه څوک ادا کولای شي؟ څوک چي ستا په کښتۍ کښې کشيني له هغه سره به ثابت زړۀ وي، ستا په کښتۍ کښې خو يوازي سړی او ښځه نۀ شي کشينستلای، که د ښځي سره ثابت زړۀ وي نو د سړي سره به هم ثابت زړۀ وي، نو بيابه ستا په کښتۍ کښې کشينستای شي.
ما تاته ويلي دي چي په دا کښې زما هيڅ قصور نۀ دی. دا خو د قدرت اوصول دی کنې مابه تۀ د ځانه سره په کښتۍ کښې بيولې وې او ستا سره به مي خپله دنيا اباده کړې وله.
ته اوس زما په زخمو ولي مالګي دوړوې، اوس خو زما عمر تمام شو، زۀ بوډۍ شوم اوس زما زخمونه ډک شو،
زخمونه خو کله هم نۀ ډکېږي دا تۀ څه وايې. دا د بدن زخم نۀ دی دا خو د روح زخم دی، د روح عمر کله هم نۀ بوډا کېږي.
ښځي خپل سر کښته کړی لکه د دې روح چي ووزي.
ستا هغه ورځ ياده ده، چي کومه ورځ يو سړي ستا لاس نيولی او تۀ يې زما په کښتۍ کښې کشېنولې. بيا هغه د سمندر په غاړه ولاړو نورو انجنو ته وکتل او تۀ يې پرېښولې. د هغه زړۀ ثابت نۀ ؤ. هغه زما کرايه نۀ شوای ادا کولای.
بس ښځي ژړا شروع کړه. زما زخمونه مۀ تازه کوه.
سمه ده زۀ اوس هغه خبري نۀ کوم. ښه ته دا راته ووايه چي ستا په ښار کښې څه حال دی. ستا د ښار د خلګو دنيا څه وايي؟
نو څۀ ته زما د ښار په حال نۀ يې خبر؟ ښځي په ژړا کښې وويل.
زۀ خو ښار ته کله هم نۀ يم تللی، د دا کنارې څخه واپس ځم.
يوه ښځه او سړی دلته څنګه اوسي، د ښځي خو د هري بدنامۍ څخه د بچاوېدو دپاره د يو کور ضرورت وي او سړي ته د شپې او د ورځي د يوې مينځي ضرورت وي.
د يوې ښځي څخه به ښه مينځه دی چېري پيدا کولای شي، نو بس سړی ډوډۍ او جامې ور منځوري کړي. دې ته زموږ په ښار کښې وادۀ وايي. او بيا دوی د دې وادۀ سره خپل ژوند تېروي.
څنګه يې تېروي؟
چي موقع ور پيدا شي نو کله سړی د بل ښځه غلا کړي يا ښځه د بل سړی غلا کړي.
ستاسو په ښار کښې اوس ډېر ښه ښه عمارتونه جوړ شوي دي، په هغه کښې خلګ يو ځائ کښېني يو ځائ خوري او څښي يو ځائ سندري وايي او يو ځائ خنداوي کوي.
تۀ خبر يې د دې سمندر اوبه اول ډېري خوږې وې بيا د خلګو د خيرنو لوښو د مينځلو څخه دا اوبه خيرني شوې. اوس خلګ يو قسم اوبه څښي بيا ډېر خوشحاله وي او ډېر په مزه کښې وي، او په ځان هم نۀ وي خبر چي موږ څشي يو او څشي کوو، بيا د څه ساعت پس چي د دې اوبو اثر ختم شي نو کمزوره او بې طاقته شي او کښېني.
د حاکم او د محکوم څنګه رشته ده؟
د حکومت کرسۍ ګوره چي د کوم لرګي څخه جوړه شوې ده چي هر يو پر کښېني نو دماغ يې خراب شي.
خلګ څومره خواري کښه دي، ډېر خلګ خو ډېر خواري کښه دي او ډېر خلګ داسي هم دي چي خپل لاس او پښې نۀ ښوروي د هغو ډېر داسي چمونه ايږده دي چي د نورو د خوارۍ مېوه دوی خوري.
ستاسو په ښار کښې انصاف بلکل نشته څه؟
شايد يو ځائ انصاف وي خو اوس انصاف په کچاريانو کښې هم ختم شو.
ما اورېدلي دي خلګو ډېر نوي نوي ايجادونه کړي دي.
هو خو داسي به ووايمه لکه څنګه چي د يو ناپوه په لاس چاړه ورکړې. نۀ بايد چي يو شی وتراشي او يو شی ځيني جوړ کړي نور يې خراب کړي نو داسي زموږ په ښار کښې يوه فائده کمه اخستله او تاوان يي زيات وي.
اوس نو زۀ څه پوښتنه درڅخه وکړم دا خو ډېره اوږده قصه ده.
ته خپله هم په هر څه پوه يې. تر ما خو ته ښه پوهېږي.
ها رښتيا ستاسو په ښار کښې خو اديبان هم شته
هو شته خو که هغوی د رښتيا خبري وکړي.
په څۀ مينه دوی د واديانو (ناوې) د قدرت خبري کوي د خپل زړۀ د سمندر خبري کوي، تۀ څه پوهېږې ته خو بس يو کښتۍ وان يې؟
هغه ما پېږني؟
تا څوک نۀ پېږني تا خو پوره دنيا پېږني.
نو بيا دوی زما په کښتۍ کښې ولي نۀ سپرېږي په دې چي دوی ستا د کښتۍ کرايه نۀ شي درکولای.
د دوی زړۀ ثابت نۀ وي دوی ستا شرط نۀ شي پوره کولای.
ښځي يوه سړه ساه واخسته، يوه پوښتنه درڅخه وکړم.
کښتۍ وان، هو ولي نۀ.
اوس د هغۀ څۀ حال دی؟
د چا؟
ولي مسخرې کوې هغۀ چي يوه ورځ يې زۀ ستا په کښتۍ کښې کښېنولم او بيا ......
تۀ اوس څله د هغۀ پوښتنه کوې؟
بس دغسي.
څنګه چي ته کوپره خرڅوې هغه هم چای خرڅوي.
د هغه سره خو به يوه ښځه وي.
هو ډېري ښځي.
نو هغه ستا په کښتۍ کښې نۀ دي کښېنستلي؟
د هغه سره زما کرايه نشته.
د ښځي د سترګو څخه اوښکي راتوی شوې.
زما ښځه به زما لاره ګوري. کښتۍ وان ولاړ شو.
ښځي د خپلي کوډۍ دروازه بنده کړه او ډېوه يې مړه کړه
دباندي د کښتۍ وان د سندرو اواز پورته شو.
د سمندر د څپو په سوز کښې چي هره لمحه له کنارې څخه ليري کېدی او ليري کېدی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ